د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو داستقلال د۹۳یمې کلیزې په اړه خپله اعلامیه خپره کړه

pattang
19.08.2012

طالبانو داستقلال د۹۳یمې کلیزې په اړه خپله اعلامیه خپره کړه
لیکوال : ځواکمن

طالبانو دخپلواکۍ دورځې درارسیدوپه مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې دافغانستان پر اولس غږ کړی چې داشغال په وړاندې دمقدس جهاد په دې حساسو شیبو کې دخپلواکي دخرڅوونکوسوداګرو په غلطوتوجیهاتوتیر نه وزي او اهیڅ چا ته اجازه ورنکړي چې دستراتیژیک تړون او نورو غولوونکو نومونو ترعنوان لاندې ددې په ګټلو ویاړونو معامله وکړي .په اعلامیه کې اولس ته ویل شوی چې دخپلواکي اتلانو ته په درنه سترګه وګوري او قدریی وکړي ،همداراز دخپلواکۍ لاسته راوړلو په لارکې که له هرنګه تکالیفو سره مخ کیږي لا له وړاندي باید ورته فکرا اماده وي.

دااعلامیه چې دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته لیږل شوې یوه کافي یی نن ټکی اسیاادارې هم ترلاسه کړې ،داعلامیې اهمیت ته به کتلو سره یې په لاندې ډول کټ مټ نشرته سپاري.


[color=green:2d84141cf2]له انګریزي ښکیلاکه دهیواد دخپلواکۍ د ۹۳ یمې کلیزې په مناسبت داسلامي امارت اعلامیه[/color:2d84141cf2]

له نن نه ۹۳ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د اسد دمیاشتې په ۲۸ مه نیټه نړیخور انګریزي ښکیلاک چې دنړۍ او سیمې ډیر اولسونه یې ترستوني تیر کړي وو ، دافغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژانده ، دافغان مجاهد اولس د ویاړلي تاریخ ددې سترې ورځې په رارسیدو سره خپل ټول مجاهد او په خپلواکۍ مین اولس ته دمبارکۍ مراتب وړاندې کوو ، له انګریزي ښکیلاکه ګټلی استقلال مو مبارک شه ، لوی خدای جل جلاله دې وکړي ، چې ددې مبارکې ورځې په برکت مو له معاصر امریکایي ښکیلاک څخه هم بشپړه ازادي په برخه شي ، آمین یا رب العلمین

مؤمنو هیوادوالو ، لکه څنګه چې پوهیږئ ، ازادي دبشریت لپاره یو لوی الهي نعمت دی ، که په شرعي لحاظ وګورو دحر ( ازاد ) او غلام انسان ترمابین په شرعي احکامو ، ټولنیز حیثیت او ډیروحقوقي مسائلو کې خورا ستر توپیر موجود دی ، حر انسان لکه څنګه چې په انساني تعاملاتو کې د غلام په نسبت خورا دروند تلل کیږي او ځانګړی مقام لري ، شرعا هم الله تعالی ځیني داسې امتیازات ورکړي ، چې غلام ترې بي برخې دی .

لکه څنګه چې داشخاصو لپاره شخصي ازادي د اوبو او هوا په څیر ضرور بلل کیږي ، د یوه اولس لپاره سیاسي ازادي هم همدومره اهمیت لري ، متاسفانه نن سبا دامریکایي عالمګیر طاغوت دبرلاسۍ له امله ځیني هغه کسان او جهتونه چې دخپلواکۍ ترلاسه کولو ترعهدې نه شي وتلی ، دخپل ځان دخلاصولو لپاره یې د خپلواکۍ لپاره ځیني نور تعریفونه رامنځته کړي دي .

ځیني وایي ، تر سیاسي استقلال نه اقتصادي استقلال مهم دی ، افغانان باید امریکایي باداري قبوله کړي ، ترڅو دلویدیځ له اقتصادي ملاتړه برخمن شي ، څوک وایي د ازادۍ مفهوم سیاسي استقلال نه بلکې شخصي بي بندوباري او مذهبي ازادي ده ، او ځینې نور بیا دازادۍ په اړه نور نظریات وړاندې کوي .

خو که په دیني ،ملي او تاریخي لحاظ وګورو دخپلواکۍ په اړه دغه ډول انګیرنې کومه دباور وړ پشتوانه نلري ، او نن هم دځینو کم همته کسانو لخوا دا ډول نظریات ددې لپاره ارائه کیږي ،تر څوپه وطن دراغلي بدې ورځې او دازداۍ غوښتنې د آزمون په مهال دخپل غلام دریځ لپاره دبهانې په دود ترې استفاده وکړي .

زموږ دملت اوسني مبارزه او معرکه د همداسي يو دروند ازمويښت نه د کامياب او بريالي وتلو لپاره ده ، نن چې مسلمان افغانان دمعاصر ښکيلاک په وړاندې د وزيرمحمد اکبرخان او نورو هغو شازلمو ياد تازه کوي چې پرون يې د انګريزي ښکيلاک نه دخپل هيواد په آزادۍ کې سرښندنه کړې وه ،په ټول ملت مو لازمه ده چې ددغو شهکارو زلمو قربانۍ ته په درنه سترګه وګوري او په دې لاره کې ټولو ازمويښتونو او مصبتونو ګاللو ته فکرا او عملا تيار ووسي ،طبعا به جګړه ناخوالې او ستونزې لري ، خو که دقيق وکتل شي دآزادۍ په بدل کې بيا دتکاليفو ګالل يو ه طبعي او کوچني خبره ده ، موږ دانګريزانو په وړاندې هم درنې دسر قربانۍ ورکړې وي ، بيا مو دشوروي اتحاد نه دآزادۍ په لاره کې هم درنې قربانۍ ورکړې او نن داده دامریکايي ښکيلاک نه د آزادۍ لپاره هم زحمتونه ګالو ،شهيدانيږو ، او ځورول کيږو ، خو کوم شي چې موږ يي ترلاسه کوو هغه آزادي ده چې دبشري تاريخ په اوږدو کې په قربانيو ارزيدلی ده او هرملت ته خاص اهميت او ارزښت لري . زموږ نني دآزادۍ غوښتنې جګړه او جهاد دپرون هغې سره هيڅ توپير نه لري ، موږپه ازاد هیواد کې اسلامي نظام غواړو او دا داسي لوړهدف دی چې ان شاءالله راتلونکي نسلونه به مو په نني جهاد او مبارزه هم همداسي وياړې لکه په پروني مبارزه چې موږ نن وياړو او ستاسو سره يې داستقلال ګټلو په وياړ خپل دمبارکۍ پيغام شريکوو .

دافغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې عملا دخپل هیواد دخپلواکۍ په مقدسه مبارزه بوخت دی ، په خپلو هیوادوالوغږ کوي ، چې په دې حساسو شیبو کې دخپلواکۍ دسوداګرو په غلطو توجیهاتو ونه غولیږي ، او اجازه باید ورنه کړي ، چې دڅو تنو غلامانو لخوا یي دستراتیژیکو اړیکو ترعنوان لاندې په ګټلې خپلواکۍ معامله وشي .

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۳/۹/۲۹ هق

۱۳۹۱/۵/۲۷ هش ــ ۲۰۱۲/۸/۱۷م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more