نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملا صاحب، منتر دې مبارک شه
میرویس
17.08.2012
ګرانو وطنوالواو ټولو پښتنو، اختر مو مبارک شه
ملا صاحب محمد عمر آخند ستاسې دي هم منتر مبارک شي
مشران د اختر په ورځ په کشرانو باندې شفقت کوي، د یتیمانو، یسیرانو او بې وزلو لاس نیوئ کوي
محترم ملا صاحب، تاسې (هغه هم کوئ، دغه هم). لمړئ د اختر په مبارکو شپو ورځو کې د مقدس جهاد په نامه، جنایت کاران استوئ، په نیمروز، هلمند، کندهار او د ملک په نورو علاقو کې، بې ګناه روژه تیان چې د اختر دپاره سودا اخلي د بمونو په انفجارونو کې وژنئ، او پدې ترتیب د کونډو رنډو، یتیمانو او یسیرانو خپل لست اوږدوئ، او له بلې خوا ولس ته د اختر مبارکي وایئ، د کوم اختر مباره کي؟ آیا تاسې او ستاسې جلادان په کوم اسلامي اخلاق، ترحم، غیرت اوزړه سوي د خپلو اولادونو سره دغه د خوشحالې مبارکې ورځې لمانځئ؟ له بلې خوا، خپلو جلادانو ته وايئ چې، د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې نه ډډه وکړئ. تاسې د اختر پخپله وینا کې د نورو منافقت په ګوته کړیدئ، لږ خو خپل سر هم په ګریوان کړئ.
له بلې خوا، پدې پلمه د ولس سترګو ته خاوري او ایرې ور شیندئ، چې ګواکي طالبان د قدرت د انحصار خیال نلري، بلکه د ټولو خواوو سره په خوښه به اسلامي نظامي جوړوي، خو اول باید بهرني قوتونه د افغانستان نه ووزي. ستاسې ددې خبرې مقصد دادئ، یو وارې چې خارجي قواوې ووزي، حکومت به په زور ونیسئ، او بیابه ولس ته ووایاست چې راشه اوس یې راسره ګز کړه، لکه ستاسې د اول حکومت په وخت کې. محترم ملاصاحب محمدعمر آخند، ستاسې شیطان ډېر ساده دئ، افغانان له هغه څه بیخي زیات پوهیږي، چې تاسې یې فکر کوئ.
خپه کیږه مه ملا صاحب، ستاسې سره کومه دښمني نلرم، او دا چې په پشتو غږیږي، پخپله زموږ د خوږې ژبې انکشاف دې او ښه را باندې لګیږې، خو زه باید ووایم چې، تاسې د اختر نه د منتر په حیث ګټه اخلئ. ستاسې دا وینا د مار ګیر منتر ته ورته ده، چې مار منتر کړي او بیا یې تر خپل دم لاندې راولۍ. تاسې هم د طالبانو او ولس د منتر کولو بیان ورکړیدئ
ټاسې پخبل دې بیان کې داسې څه ویلې چې ستاسې د عمل کرد سره ځمکه او آسمان توپیر لري. ډیر ځه به نه وایم، ځکه چې ډیر ویل د قرآن ښه دي. دُعا درته کوم چې زموږ د مسلمان ولس د عفوې او بخشش قرار وګرزې، تر څو پاک الله هم رحم در باندي وکړي، آمین