نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پاڅون خېلو برخلیک
pattang
17.08.2012
لیکوال: افغان مجاهد .
[img:4b2e904052]http://www.nunn.asia/images/stories/afghan_police/privete_security_gaurds.jpg[/img:4b2e904052]
څه موده وړاندې به مو اوریدلي وو چې لویدیځو رسنیو او افغاني تالۍ څټو یې ویل چې دغزني په اندړو ولسوالۍ کې دمجاهدینو په ضد خلکو پاڅون کړی دی ، دا خبره خوله پیله ترلمر روښانه وه ، چې دشلګر فتنه پاڅون نه بلکې د امریکایي اربکاییزیشن ( اربکي سازي ) دلړۍ یوه کړۍ ده ، چې نوی عنوان یې ورته ټاکلی دی ، خو له دې ټول وضاحت سره سره امریکايي طاغوت په مختلفو شعبو کې خپل یوشمیر له حیا خلاص مریدان په دې وګمارل ترڅو د بي شرمانه دروغو په توسط دغه اربکیان ولسي پاڅونوال معرفي کړي ، په دې لړ کې په راډیوګانو ، تیلویزونو ، ویب پاڼو او فیسبوک کې دیوه شمیر مرتزقه قلمي اربکیانو لخوا څه موده خورا بي شرمانه او دروغجن تبلیغات وشول ، چې دبادرانو او غلامانو در اغلي باطل ډلي ماهیت یې نور هم هیوادوالو او نړیوالو ته واضح کړ .
داچې همدا اوس دغه پاڅون او پاڅون خېل په کومه هوا کې دې او ولې یې غږ ورک دی ، راځئ یوه شیبه په دې موضوع تم شو .
ټوپکي اربکیان
دشلګر دټوپکي اربکیانو په اړه تازه خبرونه دادي ، چې دمجاهدینو دپرلپسې بریدونو او مظلوم اولس د ازار په برکت نور ان شاءالله هغه وخت رارسیدلی چې په بشپړه توګه یې لمن په اوږو ورواوړي ، او الله تعالی یې دبل هر باطل خوځښت غوندې ددرست عالم په مخکې په شرمو وشرموي .
دشلګر ځایي طالبانو څو ورځې وړاندې راته وویل چې دګنډه ییر او پایندي دکلې اربکیانو احوال رالیږلی ، چې نور زموږ له خوا درپاته ده ، که تاسو په موږ کار ونلری ، موږ هیڅکله کار نه درباندې لرو راشئ هرډول تضمین چې غواړئ درکوو یې، که زموږ له سیمې په ولسوالۍ برید ونه کوئ ، که دلته له افغاني عسکرو سره جګړه کوئ او که دپخوا په شان په دې کلیو کې هرډول فعالیت کوئ .
دغه راز دوی مجاهدینو ته خپل دا اعتراف هم رالیږلئ ، چې موږ دلونګ فیضان او یوشمیر نور نیمچه امریکایانو لخوا سخت وغولول شوو ، چې ایله اوس په خپل ځان پوه شوو .
د ځایي خلکو او مجاهدینوپه وینا دشلګر اربکیان چې زیاتره یې کرایه شوي جنګیالي وو په تیرو څو میاشتو کې دسختو حالاتو له لیدو وروسته اوس په بشپړ ډول دشکست په پوله ولاړ دي ، ددوی څخه زیاتره هغه ټوپکمار چې له نورو سیمو په سوال ورته راوستل شوي وو واپس تښتیدلي دي ، درحمت الله په نامه یې ځایي مشر له خپلې کورنۍ سره کابل ته پناه وړې او خپل اربکی نسل یې بې سرپرسته پرې ایښی ، ځایي اربکیان چې کوم یې ځانونه دبښنې وړ نه بولي غزني ښار او یاهم کابل ته تښتیدلي او چا په قاچاقي لارو ایران ته مخه نیولې ، یوشمیر نور یې له فرصت څخه په استفاده دطالبانو خواته وراوښتي ، لکه څو ورځې وړاندې چې ددوی یوه مهم ګروپ له یوه بندي طالب او خپلو وسلو سره طالبانو ته ورتسلیم شول او دطالبانو لخوا هم وبښل شول ، اوس داربکیانو په نامه خورا لږ خلک ، هغه هم هغه چې دبدعمل له امله بل دشپه تېر ځای نه لري ، د پاڅون (!) په نمایندګې دقدم خېلو او پایندي په لومړي خط کې پراته دي ، چې بې غمه روژې خوري ، او شپه په چرسو روڼوي .
داربکیانوله منځه راوتلي خبرې وایي چې دغه شیطاني ډلګۍ په خپل منځ کې هم په سختو اختلافاتو سره اوښتې ، چې دټوپکي اربکیانو ترمنځ دنفاق دې اور قلمي اربکیانو ته هم سرایت کړی ، په دې اړه په روهي ویب پاڼه کې یو قلمي اربکی په خپلو لیکو کې دشکست او دنفاق دمظاهرو نکل داسې کوي (د فیضان په نامه یو جنګسالار چي د غزني ولایت پخوانی والي او د ولایت په وخت کي يي له حده زیاتي ... وکړي په دي پاڅون کي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د وزیر اسدالله خالد په مرسته په دي پاڅون کي شامل کړای شو چي وروسته یي بیا خپل ځان په رسنیو کي ددي پاڅون د مشر په نوم معرفي کړ یواځي دا نه چي د خلکو سره یي بده رویه وکړه بلکه دا پاڅون یي هم بدنام کړ چي اندړو شریف ولس هغه همکاري چي په لومړي سر کي له پاڅون سره کوله اوس يي نه کوي له دي سره خو یو دا پاڅون په هغه څو کلیو کي منحصر پاتي او د پراخیدو امکان یي له لاسه ورکړ بله دا چي امکان لري دداسي جنایتکارانو په شتون کي دا ملي پاڅون ناکام شي. فیضان څو کارونه وکړل لومړی يي ملي پاڅون ته هغه خلک چي پخوا له ده سره په غلاګانو کي شریک ول (لکه د کنصف د کلی عبدالله کنصفی چي اوس د کنصف د کلی قومندان یی ټاکلی) په او هغه کسان چي په سکیورټي کمپنیو کي یی کارکول (لکه تور د شهین د کلی). دغه خلک چي په ملي پاڅون کي شریک شول ددولت له خوا ورته د محلي پولیسو تشکیل ورکړل شو او دوي پکي شامل کړای شول. دوی ته له ۶۰۰۰۰ افغاییو تر ۲۰۰۰۰۰ افغانیو معاش تعین شو خو فیضان (لونګ) یو ځل دوی ته ۵۰۰۰ پاکستانۍ کلداري ورکړي او بس. اوس دا خلک مجبور دي چي خپل توپک خرڅ او خپل کور پري وچلوي که داسي وشي نو د پاڅون او محلي پولیسو د ماتیدو امکان ۱۰۰٪ شته. بله دا چي فیضان داسي خلک هلته د قومندانانو په صفت مقرر کړی(لکه د کنصف د کلی عبدالله، د شهین د کلی تور او د شاناخیلو د کلي ولي محمد ) چي نه یواځي دا چي خلک ځوروي په هغوی ډوډوي په زور حواله کړي د خلکو کورو ته په خپل سر ور ننوځي په دي بانه چي ګواکي دوی دلته پوستي جوړوي د خلکو د کورونو د دروازو قلفونه ماتوي او غلاګاني کوي)
دغه ټول حقائق په ډاګه کوي چې نور دشلګر دپاڅون خېلو خر ختلی او یوازې په لکۍ بند دی ، ددوی ډیر کم کسان اوس په سیمه کې شتون لري او که دلونګ فیضان لخوا د نشه یي موادو میاشتنۍ خرچه ورباندې قطعه شي ژر ده چې دا ترشا پاته چرسیان یې هم له سیمې وتښتي .
قلمي اربکیان
وایي ( چرګه هم چې ځان ببر کړي نو لویه بلا ترې جوړه شي ) یو شمیر امریکایي تنخوا خواره ، ترجمانان او دکابل دادارې او یرغلګرو مختلف تبلیغاتي راشن خواره هغوی چې خپل تقدیر یې له امریکایي کفر سره غوټه کړی او خپل ټول ایمان او وجدان یې یوازې په ۲۰۰ ډالره له امریکایي طاغوت سر ه برمته ایښی ، دوی هم دشلګر دپاڅون (!) په مهال ځانونه ببر کړل او داسې هڅه یې وکړه ، چې ځانونه دافغان مردشناس اولس په وړاندې سړي/ مبارزین وښيي .
څرنګه چې ددوی ماهیت او دایمان او میړانې ګراف ټولو ته له وخته معلوم وو ، نوځکه یې ببریدلو کومه عملي / ټاکونکې نتیجه نه درلوده ، خو د ببرو چرګو غوندې یې له هرڅومره جبون مزاجۍ سره سره کولای شوای څه موده شور ګډ کړي ، او په خلکو باندې فضاء مخدوشه کړي .
پښتانه وایي ( دنامرده وار ته ودرېږه خبرې ته یې مه دریږه ) ددې نویو امریکایي ماشیني چرګوټو سره دمجاهدینو مشکل دا وو چې دوی دامریکایي بادار له غیږې دپستۍ له اسفل السافلین څخه دمجاهدینو په خلاف تبلیغات کول ، باعزمه او باشهامته مجاهدین چې په شلګر کې دنامرده اربکیانو وار ته په پوره متانت ولاړ وو ، دلوړ متل په مقتضي د دوی خبرو ته ځکه نه شوای دریدلای چې په بحث او مناظره ورسره کیوتلو دمجاهدینو حیثیت تاوان رساوو او قلمي پست فطرته اربکیانو ته سړیتوب ورباښه .
دیوه هوښیار سړي وینا ده ( هیڅکله له پست او ذلیل سړي سره په بحث مه اخته کیږئ ، ځکه هغه به دې لومړی دبحث لپاره خپل دپستۍ ماحول ته ورسره ټیټ کړي او بیا چې څنګه نوموړی په دې میدان کې بلدیت لري او ته دیوه شریف په حیث په کې نابلده یې ، نو په بدو خبرو او پست بحث سره به ماتې درکړي )
له همدې امله مجاهدینو هڅه ونه کړه له قلمي اربکیانو سره دټوپکي اربکیانو غوندې رښتیني مقابله وکړي ، دوی چې دغه ببریدل یې تصنعي او تکلفي وه له څه موده شور ګډولو وروسته بیرته خپل اصالت ته ستانه شول ، دا ډیره موده کیږي ددوی هم اور مړ دی ، او اوس یې هغه پخواني خندوونکی هوایي توپونه نشته .
دوی په پوره ساده ګۍ ویل چې عربو دفیسبوک په مټ انقلابونه راوستل نوموږ به هم همداسې وکړو ، خو خبر نه وو چې ( هرکس کابل نه میره ) دغه ساده ګان په دې نه پوهیدل چې دملي قیام لپاره لومړی شرط داولس باور اعتماد دی ، هغه څوک چې اولس یې خپل ترټولو ستر جفاکاران او ملي ناموس پلورونکي بولي ، آیا اولس به یې دخپلو رښتینو استازو ( مجاهدینو ) په خلاف دپاڅون غږ ته لبیک ووایي ، کلا وحاشا
چا چې دالس کاله اولس یوازې دټیلویزون په پرده لیدلی وي ، لس کاله دریګي جوالونو له محاصرې نه وي راوتلی او نه راوتلی شي ، دهغه یې له اولس سره څه ؟
لنډه داچې لله الحمد د ټوپکي اربکیانو دشکست غوندې قلمي اربکیانو هم په اتومات ډول د ذلت خوند څکلی ، ځکه نور دوی داسې سوژه په لاس کې نلري چې خلکو ته یي تبلیغ کړي ، دوی ته اوس یوازې نګه ښکنځلې ورپاته دي چې یوازې ددوی ماهیت خلکو ته رسوا کوي او بس .
داربکي پاڅون اشرباڼې رسنۍ
یو شمیر په امریکایي بودیجه چلیدونکې رسنۍ او په صلیبي موږي غورځیدونکي ژورنالیستان چې خپله اراده نلري او یوازې هغه څه تبلیغوي چې دامریکایانو لخوا ورته وویل شي ، دوی هم دشلګر له اربکیانو څخه لویه کیسه جوړه کړې وه ، داسې ګرم ګرم راپورونه ، لیکنې او خبرونه یې پرې خپرول ، لکه هلته چې ډیره لویه کیسه روانه وي ، دوی روزانه په دې اړه دقلمي اربکیانو پوچې لیکنې ، دروغ ، شکنځلې او د زړه بړاسونه خپرول او پرته له دې چې دپیښې ماهیت او کیفیت درک کړي ، په دې اړه یې ړانده او خندونکي قضاوتونه کول .
له دې بهیر څخه داسې ښکاره شوه ، چې دامریکا غوندې یې اوس دداخلي اجیرانو هم له هرې خوا زړه ختلی دی ، او داوبو اخیستي غوندې په هر ځګ پورې لاس تم کوي ، دوی به پخوا دامریکا او ناټو په لښکرو ویاړل ، او هغه یې دخپلې بقاء ضامنان بلل ، خو کله یې چې ولیدل چې ناټو او امریکایي پوځی زور راشل نه کړه ، نو اوس دامید لوری ترې ورک دی ، او په هرڅه پورې زړه تړي ، دا ډیره خندونکې وه چې دوی د شلګر څو تنه پوډري اربکیان دخپلو هیلو وروستي پوره کوونکي بلل .
خو داڅو هفتې چې داربکیانو تباهي او شرمیندګي په وار شوي او هره ورځ سیمې له لاسه ورکوي او ټوپکوال یي تښتي ، ددغو رسنیو هم غوږونه مړه دي ، او هیڅ نه وایي چې پاڅون څنګه شو او خبره بالاخره په کوم ښکر ودرېده .
دوی ته ښایي چې له خپلې دې دروغجن کمپاین او عبرتناکې شرمندګۍ نه د بادیګر لپاره عبرت واخلي ، دبل ځل لپاره باید داسې ړانده او خندوونکي قضاوتونه ونه کړي ، او نه دمچ له وزر څخه غر جوړ کړي ، ځکه چې ددروغو مزل خورا لنډ وي .
لوړو حقائقو ته په پام سره ویلی شو ، چې دشلګر پاڅون خېل دالله تعالی په فضل او دمؤمن مجاهد اولس دهڅو به برکت الله تعالی په ټولو محاذونو کې شرمولي دي ، دوی لکه څنګه چې الله تعالی په دې دنیا ددرست عالم په مخ کې سرټیټي او ذلیل کړل ، په اخرت کې هم ورته له همداسې ذلت پرته دبل څه تمه نه شي کیدلای .
افغان مجاهد