نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د القاعدې د بدنامه ډلې د سرخیل ایمان الظواهرې سترګې بیا سرې شویدي
اتل
16.08.2012
په وطن ، افغانیت، پښتو او دین مینو، وطنوالو، اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته
تاسې ښه ورته وګورئ، چې د الظواهري سترګې بیا سرې شویدي، او غواړي چې زموږ د پاکو زړونو، اسلامي او ساده احساساتو نه یو ځل بیا د خپلو شومو مقاصدو د پوره کولود پاره کار واخلي، او د قرآنکريم د سوزیدو، د اوه میاشتې تیرې پیښې نه دحربې په توګه کار واخلي او په دې ترتیب زموږ په اسلام مین، ساده زړي، خوش باوره خلک کوڅو ته په مظاهرو راوباسي، تر څو بیا په سلګونو افغانان پکښې ووژل شي
دا پیښه اوه میاشتې مخکې وشوه، خلکو مظاهرې وکړې او یو شمیر افغانان پکې ووژل شول. اوس يی څه ضرورت دئ، چې الظواهري خلک تر خپل دې شعار لاندې وژني. هغه وايي چې، هئ مسلمانانو د قرآنکریم د سوزیدو غچ له هغو واخلئ، چې ستاسې پر مقدساتو تیرئ کوي. آیا الظواهري پخپله مسلمان، ندې، چې وایي ستاسې مقدسات؟ آیا هغه دده مقدسات ندي، او هغه یې د ساتنې وجیبه نلري؟ آیا اسلامي مقدسات یوازې زموږ په ملک کې دي؟ او که داسې نه وي، نو الظواهري دلته څه کوي؟ اوس چې دهغه په پلرني ملک مصر کې اسلامي حکومت قابض شویدئ، ولې هلته نه ځي؟ آیا الظواهري په مصر کې د یوه اسلامي رژیم د قایمولو د پاره جهاد نه ؤ پیل کړئ
داسې ښکاري چې الظواهري په جهاد پسې ندئ راوتلئ، بلکه هغه په پردیو ملکونو کې لړایي کوي، او خپل وطن ته نشي ستنیدلئ، ځکه چې هغه یو خائن او مجرم دئ، او زموږ د ساده ګی نه په استفاده دلته پټ شویدئ، او ماشومانو غوندې موږ لوبوي، او موږ هم خوشحاله یاستو چې دنړې ډیر تکړه اتلان یو. متل دئ چې: (پهلوان زنده خوش است). الظواهري چې بې مضمونه شي، بیا موږ په خپلو کې جنګوي، او هغه د خیر په غونډې راته کیني او ابلیس غوندې خاندي، او وایي چې: تا احمق در جهان است، مفلس در نمیماند
الظواهري دا دیني صلاحیت نلري، چې اسلامې فتوي ورکړي. هغه دیني عالم ندئ، الظواهري د طب محصل دئ او بس. که الظواهري د قرآنکريم د سوزیدو په غم کې وي، نو هغه وړمه هفته چې طالبانو او القاعدي د نورستان په ولایت کې مدرسې ته اور ورته کړ، په لسګونو جلده قرآنکریمونه یې پکې وسيزل او سلګونو خلکو يې پر خلاف مظاهرې وکړ، آیا الظواهرې پدې برخه کې څه وویل؟ د الظواهري د منافقت او فتنې نه، پرته بل څه ندي زده
تر هغې چې عرب او نور دهشت ګر زموږ په وطنونو کې دیره وي، او موږ استعمالوي، موږ به نه خیر ووینو او نه به هم یوه ورځ په آرامي کې تیره کړو، او نه به هم د الله جل جلاله عبادت او نور فرائض په کاملو حواسو لکه څنګه چې لازم دي، هسې سرته ورسووږ[size=18:81e12c3914][/size:81e12c3914][color=darkblue:81e12c3914][/color:81e12c3914]
pattang
16.08.2012
[color=brown:43e089e5f0]له حقيقته سترګې پټول دي :[/color:43e089e5f0]
[color=green:43e089e5f0]هغه وخت چې عرب نه وو تاسو څه وکړل :[/color:43e089e5f0]
- دداؤد خان دکورنۍ دښځو پرتوګونه مو په نندارتون کې وځړول
داځکه چې لينين د تزاريانو سره داسې کار کړی وو ايا دغسې کار ديوو
پښتانه او مسلمان وي ????????
- دوه مليونه مو له خاورو لاندې کړل 100000 مو kgb ته ورکړل.
- ٦٥ زره مو کابليان مړه کړل
- کابل مو وران که
- په ښځو مو جنسي تېری وکه
- په سروکې مومېخو نه ټکوهل
- په انکوازيڅيون کې مو نوې اختراع وکړه (رقص مرده)
- اوس په خپلو منځوکې څه کوۍ ?
لکه وږي چيرګان د cia په دالرو مو سره جنګ دی
په کار يو هم نه پوهيږۍ ، شهادتنامې او علمي نومونه موهم جعلي دي
ستاسو صواب دې الله وکړي خو الله هم له هغو خلکو سره دی چې صادقين
وي نه منافقين !
خپه نشې ځوانه ته مې مقصد نه يې .............