نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاچاصیب خیال کوه!!!
صلاح الدین
16.08.2012
نن مې په بینوا او دعوت ویب پاڼو کې دحسین پاچا په نامه دیوه ناشناخته لیکوال لیکنه ولوسته ، چې دطالبانو دتحریک په مجاهدینو پسې یې خورا سپکه خوله ښورولې وه ، نوموړي د مجاهدینو ویاند ذبیح الله مجاهد ( تمبوزک وهلی ) بللی وو ، مطلب داچې له خلکو یې ځان پټ کړی دی ، حسین پاچا ته به ووایو چې اصل کې تمبوزک وهلي تاسو یاست ، چې پس پسی دې اورو خو پنچري دې نه معلومیږي ، دا ډیر وخت دې لیکنې لولم چې لور دلوره خولې غورځوې ، خو له هرڅومره تلاش سره دې څرک نه لګیږي او نه دې څوک پیژني ، هیله درنه کوم په مجاهد صاحب باندې له هغه وروسته دتمبوزک وهلي فتوا لګوه ، چې یوځل له خپل مخ څخه د ( حسین پاچا ) ماسک ایسته کړې .
دمجاهدینو ویاند مجاهد صاحب ، هيڅکله تموزک ندی تړلی ، دهغه نمبر همیشه دخبریالانو په مخ خلاص وي ، څوک چې دشرعي حرمت له امله بي ضرورته عکس نه خپروي ( لکه ملا محمد عمر اخوند ) هغه په دې معنی نه ده چې نوموړی له چا ویریږي ښاغلی مجاهد دا اووه کاله سر په لاس کې نیولی ، او خپله دلطف الله مشعل داعتراف له مخې دافغانستان په خاوره کې په افغان بیسیم نمبر درسنیو په مخ کې په خپل نوم او خپل نمبر سره حاضر دی ، دا ډيره دتعجب خبره ده چې ستا غوندې ډارن سړی په داسې زړور او غیور سړي باندې د ډارن خیال کوي ، ډارن تمبوزک وهلي خو هغه وي ، چې له سمندرونو پورې غاړه دخپلې غربي بادار په غیږ کې هم الله تعالی دومره غیرت او مروت نه وي ورکړی ، چې لږترلږه په خپل نامه دخپل زړه بړاس وباسي او خپل دریځ روښانه کړي ، ستاسو لپاره همدا نامردي ، خوړین او اندیښمن زړه او مړتت دریځ غواړم ، الله تعالی رښتیا ویلي ( لهم خزی فی الدنیا ولهم فی الاخرة عذاب عظیم )
وروسته په خپله اوږده مالیخولیایي لیکنه کې حسین پاچا کوښښ کوي ، لوستونکو ته وروفهموي چې دی او نور افغان ملتي ایجړاګان یې دغیرت او خپلواکۍ ټوټې او طالبان ګوندې دپاکستان مزوران او تړلي چرګان دي .
حسین پاچا خانه لطفا دا لاندې کرښې ولوله چې حساب پوره درشي .
دوستان او دښمنان ټول په دې باور دي ، چې طالبان انسانان ، مسلمانان ، افغانان ، اکثریت یې پښتانه او ددیني علومو زده کوونکي دي ، دمتدین مسلمان افغان په اړه فی الجمله باور دادی ، چې هغه به غیرتي وي ، هغه به په خپلواکۍ مین وي ، هغه به دنړۍ دهرفرعون دسترګو اغزی وي ، هغه به ممکن په نس وږی او په مادي لحاظ لاس تنګی وي ، خو عزم به یي خورا لوړ وي ، داحقیقت نه یوازې افغانانو په خپل پنځه زره کلن تاریخ کې له بهرنیو یرغلګرو سره په یونیم زرکلن مقاومت کې ثابت کړی بلکې په دې باره کې دیني نصوص هم اګر که ضعیف دي موجود دي ( عن شریک ابن عبدالله خراسان کنانة الله اذا غضب الله علی قوم رماهم بهم ــ جامع البلدان دوهم جلد ۳۵ مخ )
نوچې کله طالبان دداسې قوم او خاورې هغه لب لباب وي ، ضرور ده چې لوړ صفات به ترنورو په ښه او قوي طریقه فطرتا ددوی په خټه کې اخښل شوي وي ، د طالبانو دغیرت او مردانګي لوی دلیل دادی چې دغه تحریک له همدې امله راپورته شو چې په دې وطن کې بي ناموسي وروستي حد ته ورسیدله ، دکندهار په سنګیسار کې قوماندان صالح هراتۍ ښځې له موټرو کوزې او بي پته کړې ، او دکلي دیوه طالب ( ملامحمد عمر مجاهد ) غیرت یې راوننګاوو ، ترڅو یې هیواد له دغو بي ناموسیو خلاص کړ.
په سترګو ړانده هم په دې پوهیږي ، چې طالبان په معاصره نړۍ کې ترټولو غیرتي ، په خپلواکۍ مین او خپلو دیني او ملي اصولو ته ژمن ټولی دی ، مګر هغه چې اصلا غیرت نه پیژني ، دغیرت په معنی نه پوهیږي ، هغه کیدای شي داحقیقت درک نه کړي ، ځکه هغوی د غرب په اخوره خوړلي چیرته چې په لغوي قاموسونو کې د (غیرت ) توری نشته .
داچې طالبانو په داسې مهال دخپل هیواد خپلواکۍ او شرعی نظام توغ پورته کړی ، چې دنړۍ ټولو مسلمان او نامسلمان اولسونه دامریکایي طاغوت په پښو کې په سجده شول ، او ټولو په دې ایمان راووړ چې ( ان الحکم الا لامریکا ) همدا په سختو ظروفو جهادي امتیاز دطالبانو دغیرت او خپلواکۍ ساتنې نغد دلیل دی ، دطالبانو په غیرت باندې پینټګان اوسپینه ماڼۍ هم اعتراف کوي ، ډیویډ پیټراییس یې متعهد ، باعزم ، باحوصله او خپلو ارمانو ته ژمن جنګیالي بولي ، خو یوه افغان ملتی ایجړا راولاړیږي په دوی دغلامانو ټاپه لګوي ، دا نادوده که دقیامت علامه نه شي بل څه ورته نه شو ویلی .
راځم دپاکستان او طالبانو اړیکو ته ، ټول ویني چې طالبانو په افغانستان کې دومره کفارو ته غیږه ورکړې ، چې نور یې په لیڅو کې نه راځي ، له عیسوي نیولې ، تریهودي ، هندو ، بودایي ، بي دینه او داخلي خلقي ، پرچمي،ټوپکي او افغان ملتي مړتت پورې ، په داسې حال کې په طالب باندې دا لازمول چې باید دنړۍ او ګاونډ نورو پاته هیوادونو ته هم جنګ اعلان کړي او خپل دښمنان یو په دوه کړي ، دا هم دعقل خلاف ده او هم دجنګي فراست .
داچې دطالبانو په هیواد کفارو یرغلګر کړی ، طالبانو خپل اولویتونه درک کړي ، اوس دطالبانو لپاره ترهرڅه مهمه ده چې په خپل هیواد راغلي رأس الکفر ته شکست ورکړي ، ددې اولویت دټاکلو له امله یې خپل دوهمه درجه دښمنان یا نیمه دښمنان نظر انداز کړي دي ، له همدې امله خو طالبان په رسمي کچه نه دایران په خلاف څه وایي نه دپاکستان او نه هم دسعودي عرب ، په داسې حال کې چې دې هیوادونو هریوه طالبانو ته ټونګې وراچولې دي ، پاکستان یې ګڼ کسان نیولي او وژلي دي ، ایران همداسې له مجاهدینو سره زیاتی کړی ، او سعودي هم کله ناکله طالبان نیولي دي .
مګر داسې هم نه ده ، چې ددې هیوادونو دمبهمې دوستۍ /دښمنۍ په وړاندې طالبان چوپه خوله دي ، لکه څنګه چې دا هیوادونو دطالبانو په خلاف مبهم سیاست په مخ وړي او دطالبانو په خلاف یې نامرئي جګړه اعلان کړې ، طالبانو هم ورسره بالمثل چلند کوي ، له همدې امله خو که پاکستان دطالبانو افراد امریکا ته په لاس ورکړل طالبانو هم دډیورنډ په پوله داسې دښمن نسل ورته وزیږاوو ، چې له پاکستان به یو په لس چنده دخپلو کړنو انتقام اخلي ، تاسو باید پوه شئ ، چې په جنوبي وزیرستان کې دپاکستان په خلاف لومړی پاڅون کوونکی طالب ( شهید نیک محمد ) دطالبانو دوتلي قومندان سیف الرحمن منصور شاګرد او دموټر ډرایور وو ، دغه راز دوزیرستان نور قومندانان بیت الله مسعود ، حکیم الله او نور درواخله چې ټول دملامحمدعمر اراتمندان الهام اخیستونکي او تراوسه یې خپل شرعي امیر بولي .
بناء ویلی شو ، چې طالبان له پاکستان او نورو ګاونډیانو سره په شمول دچین او روسیې یعني ټول هغه هیوادونه چې په افغانستان کې امریکا نه غواړي ، طالبانو ورسره په پوره هوښیارۍ تاکتیکي اړیکي پالي ، چې دطالبانو همدې سیاست تراوسه ښه نتیجه ورکړې ده .
اوس به راشو تاسو او پاکستان ته ، تاسو افغان ملتیانو / خلقیانو / پرچمیانو/ظاهرشا پلوو او ديموکراسیانو خو دا څلویښت کاله په هیواد دراغلي هرې بدې ورځې په وخت دبي ننګۍ ټیکرۍ په سر کړی ، او کله مو هم موږ میړانه ونه لیده ، پخوا خو به تاسو استدلال کاوو ، چې روس او امریکا په موږ هرډول نخرې کوې ، موږ یې په وړاندې ځکه لکۍ نه ببروو ، چې دا زموږ اصلي دښمنان نه دي زموږ اصلي دښمن پاکستان دی ، که پاکستان سره زموږ لانجه راغله بیا تاسو زموږ غیرت ووینئ .
خو دادی اوس هغه وخت هم راغی ، پاکستان دایوکال په افغانستان توغندي توغوي ، پنجابي پوځیانو چې طالبانو دخپل حکومت په وخت کې په ډیورنډ پوله ټولې نوي جوړې کړې تاڼې ورنړولې وې ، ستا دواک په وخت کې ګوشتې ته راورسیدل ، پرون یې مخامخ په کونړ کې په پوستو برید در وکړ ، خو تاسو شرمیدلیو بې ننګانو له ایمان سره غیرت هم په ترخه کې ایښی .
طالب چې ته یې دپاکستان مزدور او ډارن بولې ، دخپلې تاکتیکي دښمنۍ /دوستۍ په مټ یې په وزیرستان مکین کې د ډاکې له سقوط وروسته ترټولو ډیر۳۰۰ پاکستاني پوځیان سلامي کړل او وردۍ یې ترې وباسلې ، دطالبانو مشر خو دخپلې واکمنۍ په مهال دپاکستان دپوځي مشر پرویز مشرف کندهار ته دسفر غوښتنلیک وشلاوه ، او خپل افغاني غرور یې په اثبات ورته ورساوو ، خو تاسو بي ننګانو دافغانانو تاریخ خراب کړ ، او بیا په انټرنيت دغیرت او خپلواکۍ دعوا هم کوئ .
څه شول ستاسو هغه اورني شعارونه او دغیرت چیغې ، نور خو لا خیر دافغان ملتیانو غوندې نرښځی مخلوق خو به شاید دافغانستان تاریخ نه وي لیدلی ، د هرډول حالاتو سره یې همغه ډول اټن زده دی ، ددوی ستر غیرتیان اجمل خټک او احدي دي ، چې دباچا خان او احمدشا مسعود دواړو له قبرونو څخه یي طوافونه زده دي .
نوحسین پاچا هرڅه کوه ، خو ددې قاعدې له بړستنې پښې مه وباسه چې وایي ( فکر ونطق هرکس باید بقدر همت او باشد ) طالب داسې معمولي څوک نه دی ، چې هر للو پنجو ورباندې قضاوت وکړي ، او ویې تلي ، دطالب استقامت ، فداکارۍ ، استشهاد ،عزم ، حوصلې او دخپلواکۍ غوښتني هوس ته نن دنړۍ هغه فرعونان هم دتعظیم سرټیټوي ، چې ستاسو غوندې ډالر خواره ورته ګرسره انسانان نه بریښي .
نو که په بینوا او دعوت ې که له عطاالله لودین او کرزي خیلو او نورو خپلو امثالو سره هرډول پرغېړې ، خوښه دي ، خو لطفا دطالب په اړه خوله احتیاط خلاصوه ، زما فکر دی تاسو اوس هم طالب د بي بي سي ، ازادۍ او تاند له خولې پيژنئ ، که غواړئ طالب سم وپیژنئ ، نو لطفا له خپلو سترګو دغرض او مرض عینکي لرې کړئ او دخپلو دینی او افغاني تاریخي اصولو په تله یې وارزوئ
ځیږ افغان
له نن اسیا ویب پاڼې نه په مننه
bazgar
17.08.2012
داظالمان دکرزي په غیږکې ناست دې امریکایې ترشا ولاړه ده خوبیاهم دمقاومت غندنه پر خپل نامه نشي کولی.مستعار نوم کاروي،ښکاری داسی چې له خپل ضمیر او وجدان نه شرمیږي ،تاریخ ته ځان شرمول نه غواړي.ایمان خوهسي هم ډالرو ورنه وړی
صلاح الدین
17.08.2012
تر رعب هم لاندي دي( وسنلقی فی قلوب الذین کفروا رعب بمااشرکوا)