د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانانو اختر

مومند
15.08.2012

((د نن ورځ رسنو خبر ورکوی چی طالبانو د خوست په ولایت کی یو مسجد باندی لاسی بمبونو سره برید کړی او ۹ کسان چی په مسجد کی یی نمونځ ادا کاوه ژوبل کړل. د خوست ولایت یو اوسیدونکی وویل: د دغه عمل سره طالبانو دا ثابته کړه چی دوی د بهرنیو فوجونو سره دښمنی نه، بلکی د اسلام د دین سره دښمنی لری.))

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
طالبانو پرون د نیمروز او کندز په ولایاتو کی هم بریدونه وکړل او دغه دوه ولایتونه یی په وینو کړکړ کړل او نن په مسجد باندی کله چی مسلمانانو د سهار نمونځ کاوه لاسی بمب سره برید وکړ، دا خو د روژی میاشت او د عبادت او نمونځونو میاشت ده او بیا اختر ته نژدی ورځو کی دوی زمونږ د خلکو وینی تویوی. دوی خو تر چنګیز او تیمور لنګ نه هم ډیر ظلمونه کوی او خلک ځوروی، د دوی مشر ملا عمر بیا هر کال د اختر په خاطر یوه اوږده بیانیه خپروی او وایی چی هڅه وکړی چی عام ملکی او بیګناه خلک د روژی په میاشت کی ونځوروی او مه یی وژی. د ملکی او بیګناه وګړی وژل او ځورول خو د کال په هره میاشت کی ګناه بلل کیږی او په خاص ډول د مبارکی روژی په میاشت او بیا د اختر په ورځو کی. د اختر په ورځو کی خو د نړی ټول مسلمانان خوشحالی کوی نوی جامی اغوندی مګر زمونږ افغان ملت به یو ځل بیا په اختر کی د نوی جامی پر ځای کفن اغوندی او د خوشحالی پر ځای به اوښکی تویوی. تر کله پوری به داسی حال وی او تر کله پوری به طالبان زمونږد زامنو او پلرونو، ورونو او خویندو وینی تویوی؟ آیا دوی چی خپل ځانونه مسلمان بولی د خپل آخرت څخه نه ویریږی؟ د دوی ځای به په دوزخ کی وی چی داسی بیله کوم دلیله زمونږ د بچیانو وینی تویوی. الله دی د دغو واقعو ټول بیګناه شهیدان وبښی او الله دی هغو خلکو ته چی دغه بریدونه تنظیم کړی او عملی کړی دی سزا ورکړی. آمین

په درناوی

مومند


pattang
16.08.2012

وروره خوست کمکی مسکو وو او اوس کمکی واشنګټن دی ، ددوی دغه خبره بې
منطقه ادعا او پرو پاګنده ده !


اول سلام پسی کلام

مومند
17.08.2012

پتنګه وروره سلامونه
ته خو سلام هم نه اچوی او کله چی د اسلام او طالبانو خبری یی او هر څوک چی هر ډول نیوکه په دوی باندی ونیسی بیا خبرو لپاره تیار یی. ستا ادعا سره سم چی خوست لومړی مسکو وو او اوس واشنګټن دی نو دغه له کبله په خوست باندی هره ډول برید او د خوست د خلکو وهل او ټکول روا دی؟ ټه څنګه پښتون یی چی د خپل د پښتنو ورونو په هکله هم زیاتی خبری کوی؟ زما په خیال خو ستا خبری اصلی پرو پاګنډه په شان ښکاری وروره ځکه چی ته واقیعتونو ته پام نکوی او بس خبری کوی او خلکو باندی تهمت کوی او په بیلا بیلو نومونه یی یادوی. وروره دا خو زمونږ خپل پښتانه دی او بیا زمونږ خپل بی بس، بی وزلی افغان ورونه دی. آیا تا سره کوم ثبوت ښته چی د خوست خلک کمونیسټان وو؟ او که همداسی خبری کوی او ځان خطا باسی او هڅه کوی چی نور هم خطا باسی؟ ته څه رنګه مسلمان یی چی بیله کوم خبر او ثبوت په هر چا باندی د کمونیسټی او یا کفر او یا صلیبی او داسی تهمت لګوی؟ ته نه پوهیږی چی په اسلام کی تهمت کول څومره غټه ګناه بلل کیږی؟

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more