د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لمر په دوو ګوتو، نه پټیږي

میرویس
15.08.2012

اسلام علیکم خویندو وروڼو، راتلونکئ اختر مو مبارک شه، زموږ روژې او عبادتونه دی پاک الله پخپل دربار کې منظور او مقبول وګرزوي
وایي که نه ووایم، بیا ووایم. نه پوهیږم، چې دا اختر د چا اختر دئ، خو دومره پوهیږم، چې د هغو بې ګناه انسانانو چې د اختر دپاره يې سودا اخیسته، او د ملک د مدافعینو طالبانو په بې رحمانه حملو کی ووژل شول او دغه راز پخپله دطالبانو اختر هم ندئ. که طالبان اختر لمانځي او خوشحالي کوي، په کومو سترګو؟ پداسې حال کې چې د طالبانو پدې وروستیو حملو کې ګڼ شمیر ماشومان هم وژل شویدي، دوی په کوم ایمان او وجدان د خپلو ماشومانو سره اختر لمانڅي؟ دوی ولې پدې مبارکو شپو ورځو کې، د ملک په مختلفو برخو کې په لسګونو مسلمانان چې روژه یې په خوله وه شهیدان کړل او د هغوی کورنی یې په ویر او ماتم کښینولې. آیا ملا محمد عمر آخند، همدې ته خپل پیروان ګمارلي وو؟
له یوې خوا طالبان ادعا کوي، چې دوی ولسي خلک نه وژني او له بلې خوا د مسلمانانو مرګ دوی ته د ملخانو ارزښت هم نلري. طالبان بیا خپلو دغو نا جائزه اعمالو ته شرعي هیله پیدا کوي، او فکر کوي چې ولس به تیرباسي. دوی باید پدې پوه شي چې لمر په دوو ګوتو نشي پټولئ
نن سبا ولس ددوی نه تر پزې راغلئ، هر ځای خلک ددوی نه سر ټکوي، او ښیرا ورته کوي
په ارزګان کې لسګونو خلکو اعتراضونه کړي، او ویلي یې دي چې نور د طالبانو ظلمونه نشي زغملئ
د میدان وردګو د ولایت په مرکز، میدان ښار کې په سلګونو ښځو چې د مختلفو ولسوالیو نه را ټولې شوې وې، د جګړې د پای ته رسیدو، سولې او یو والي په ټغر د راټولیدو او د وسله والو مخالفینو څخه د نارینه او نجونو د ښونځیو او علم دروازو خلاصولو غوښتنه وکړه
که واقعاً طالبان د معارف حمایه کوي، او د ښځو حقوق رعایت کوي، نو بیا ولې په سلګونو ښځې مجبوریږي، چې د علم او معارف د حق د اعادې دپاره خپل غږ جګ کړي.
الله دې طالبانو ته هدایت وکړي، او هغوافرادو ته دي هم الله نصاف ورکړي، چې پر پټو سترګو د طالبانو اعمال تائیدوي او هغوی نور هم ناروا ته هڅوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more