د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

من به قربانت شوم، این چه نیرنګ است = جنګ تو صلح و، صلح تو جنګ است

اتل
14.08.2012

محترمو خویندو او وروڼو اسلام علیکم و رحمت الله
پدې کی هیح شک او شبه نشته، چې په هره تیاره پسې رڼا شته، او هیڅ شئ ابدي ندي. هر شئ ابتدا او انتها لري. جنګونه او نور مظالم هم لدې امر نه مستثنی ندي.
ځينې خلک ژر خپلو غلطیو او سهوو ته متوجه کیږي، ځینې نور بیا ځنډ وروسته، خو بختور هغه انسانان دي، چې بالاخره خپل کړه وړه ارزیابی کړي، او د عبرت سبق ترې زده کړي
پدې به نه غږیږو، چې طالبانو صاحبانو پردې تیره لسیزه کې څه کړیدي، بلکه مهمه داده، چې اوس د څه ډول پالسیو پیروي کوي
تاند د سنډې ټایمز له قوله لیکلي، چې طالبانو د ښځو او افغانستان د ملې اردو په برخه کې پخبله پاسي کې بدلون راوستئ. د طالبانو د کوټې د شوری یو سند چې د سنډې ټایمز لاس ته ورغلئ، پکې ویل شوي چې ملې اردو د ملک د ملي امنیت ساتونکې ده، او طالبان د ښځو د تعلیم سره مخالفت نلري
که څه هم د طالبنو نطاق د ملي اردو خبره ردکړي، او د شځو په حق کي یې ویلي چې طالبان د ښځو د تعلیم سره مخاف ندي، خو په تعلیم کې اسلامي ماحول ورته غواړي
خو دطالبانو نطاق دا لاندنې خبره بیا نده رد کړې
((سنډې ټایمز دا هم ویلي چې د طالبانو په سند کې، چې د هغوی راتلونکې پالیسۍ پکې څرګندې شوي، له القاعده اونورو تروریستو ډلو سره مخالفت ښودل شوی او ویل شوي:« موږ تروریزم غندو او دا خپل مسوولیت بولو چې له تروریزم او فساد سره مبارزه وکړو. زموږ بېوزله ملت د تروریزم قرباني دی.))
البته، طالبان نشي کولای چې یو دم هرڅه پریږدي او او پخپله پالسي کې، افراطي بدلونونه اعلان کړي. دوی په مدار مدار ثنا وايي د صبحان خپل
داسې ښکاري چې اوس طالبانو هم د نرمې غاړې او کوتک پالسي غوره کړیده. له یوې خوا تر سترګو لاندې د روغې جوړې اشارې کوي، او له بلې خوا، خود کشه حملو او تشدد ته زور ورکوي، تر څو خپل مقصد ته د رسیدو په لاره کې امتیازات تر لاسه کړي.
من به قربانت شوم، این چه نیرنګ است = جنګ تو صلح و، صلح تو جنګ است
پاک الله دې دطالبانو د سولې د راوستو په سعی کې برکت واچوي، آمین[size=18:53c93f32e9][/size:53c93f32e9][size=12:53c93f32e9][/size:53c93f32e9]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more