نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په نیمروز کی د طالبانو د ظلم یوه بله نمونه
مومند
14.08.2012
سلامونه
د طالبانو د ظلم او جنایات یوه بله نمونه: ځان مرګی برید په ډک بازار کی او د ماښومانو او ملکی وګړو وژل.
((په نيمروز کې گڼ کسيز ځانمرگي بريد ډير خلک وژلي
د خپريدو وخت: 14:37 گرینویچ - سه شنبه 14 اگست 2012 - 24 زمری 1391
نيمروز په پرتلييز ډول ارام ولايت بلل کيږي
د ايران پولې ته نژدې د افغانستان د لويديځ ولايت نيمروز په مرکز زرنج کې لږ تر لږه درو ځانمرگو ځان چوولى او د لومړنيو شميرو تر مخه يې ٣٦ کسان وژلي دي.
په دې پېښه کې په لسگونو نور ټپيان شوي دي.
د نيمروز والي وايي امنيتي چارواکو دوه نور ځانمرگي تر ځان چوولو وړاندې وژلي دي.
افغان چارواکي وايي د وژل شويو او ټپي شويو ډيره برخه د ملکي وگړو ده.
ويل شوي چې په وژل شوو کې گڼ شمير ماشومان هم شته.
د نيمروز والي عبدالکريم براهوي وايي:
" ځانمرگو ځانونه له گڼې گوڼې ډک بازار کې چوولي دي او ملکي وگړي يې په نخښه کړي دي هلته نژدې دولتي ودانۍ نه وه."
د نيمروز د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي چې درې پوليس په دغو چاودنو کې وژل شوي دي.
د نيمروز د روغتيا د چارو يوۀ مسوول رسنيو ته ويلي چې نژدې ١٠٠ کسه ټپيان درملنې ته وروړل شوي دي.
د هلمند او فراه ولايتونو په گاونډ کې پروت نيمروز په پرتله ييزه توگه د افغانستان ارام ولايت گڼل کيږي او دا بريد يې په تيرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړى دى.
ملگرو ملتونو په دې وروستيو کې ويلي و چې د روان ميلادي کال په لومړنيو شپږو مياشتو کې د تير کال په پرتله د ملکي وگړو د وژنې شميره کمه شوې ده.
د ملکي وگړو د وژنو ډيره برخه د ملگرو ملتونو په وينا د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله ليدل شوې ده.))
په درناوی
مومند