د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

همدا كرزې ښه دې


doctor
11.10.2004

لمړې تاسي ټولو لوستونكو ته خپل سلامونه وړاندي كوم او بيا مو د موضوع لوستلو څخه په زياتو سرليكونونه منتظروم دادې دا تاسو او دا هم ليكنه:
د ټولټاكنو د ورځې په سبا مې له ځينو خلكو واوريدل او هم مې په اخبارونو كښې وليدل چې هر چا به ويل چې كرزې ګټي او يا يي ګټلې ده او چا به لا دا هم ورزياته كړه چې همدا ښه دې نو په دې خبره يوه وړه غوندې قيصه راياده شوه چې پخوا زمانه کښې يو باچا په خلكو محصول يا په اصطلاح ماليه حواله كړه چې د قانون مطابق په يوه بوډۍ ښځه هم يوه روپۍ ماليه حواله شوه نو پدي كار بوډۍ ډيره خفه شوه نور ئې د وسه څه نه ؤ پوره په ښيرو ئې بنا وکړه چې خدايه ته دا باچا مړ کړې د بوډۍ ښيره قبوله شوه او هغه باچا مړ شو بل باچا په چوکۍ کښيناست نو هغه دغه محصول دوچند كړ بوډۍ بيا حيرانه شوه چې دا باچا خو د مخکينى نه زيات ظالم دې نو بيا ئې ښيرو ته بناء وکړه. دا باچا هم مړ شو اودريم باچا شو نودرې چنده كړ بوډۍ چې دا حالت وليد نو ډيره زياته هم خفه شوه اؤ په شش و پنج کښې شوه چې اوس څۀ وکړم، نو بوډۍ دا ځل ددې باچا د ژوندى پاتې کيدو دعاګانې شروع کړې ځکه چې پوهيده چې که دا باچا مړ شو او بل راغې نو هغه به راباندې څلور چنده او يا زيات محصول لګوي. نو ما هم سوچ وكړ چې دا خلك هم ملامت نه ؤ چې ويل يي چې كرزې ښه دې ځكه چې هر چا په خپل وخت كښې په خلكونوې قيصې اؤ نخرې وكړې، داسې خلك لاړل راغلل چې خلكو به ورته ښيراوي كولې آخر كښې د هغې بوډۍ ښځې كانه پرې وشوه او په زارو شو چې خدايه چرته سم حکومت راولې چې لږ په امن او امان سره ژوند تير کړو د طالبانو حكومت راغې خو.... خلكو بيا هم د ځينو خود غرضو له كبله دغه د امن امان حكومت هم ونړيده او بيا په افغانانو ناتار جوړ شو او دا خلك نه دې ملامت نه دي چې وايي چې همدا كرزي ښه دې ځكه فكر كوي چې هسې نه خداى ناخواسته څه بله بلا رانازله نه شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more