د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

څیړنیزګردی میز، هیله ده چی ونډه پکښی واخلی


Mazharee
13.08.2012

مذهبی وړونو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ده ډیره وقته څخه دځنی مذهبی وړونوداغوښتنه وه، چی په فورم کی تاسویوه لړی دتحقیق شروع کړی، چی په هغه کی دوهابیت ښه تعریف اوپیژندنه وشی. اودوهابی پیژندل خلګوته ډیرآسان شی.
ځکه اوس زمونږخلګ وهابیان سم نه پیژنی، پدی خاطردی چی زمونږبعضی علماء چیده خرافاتواوبدعاتو اوځینی رواجونوسره مقابله کوی، اودهغوی ورکول غواړی، نودځینوکړیولخواڅخه پردوی دوهابی ټاپه لګول کیږی، سره ددی چی هغوی وهابیان هم نوی، بلکه دوهابیت دښمنان وی ،خولیکن خلګه چی وهابیت نه پیژنی نودوی ته دوهابی په سترګه ګوری، نوددی لپاره چی خلګوته یی ښکاره کړو چی وهابی خوداسی شی وی لکه حذیفه اودده یودانه ملګری، چی دنوم دلیکنی څخه می هم بدراځی.
نوراځی چی پدی هکله دخپلوخلګوسره خپل معلومات شریک کړو، ترڅودوهابیانوپه معرفت کی مودخپلوخلګوسره کمک کول په اثبات باندی ورسوو. نوزه خووایم: چی لومړی ددوی په هکله درسول اکرم(ص) وړاندوینه ولیکو، بیاتعریف دوهابیانووکړو. بیابه یی عقایدبیان کړو، بیابه یی طریقه دپیژندلوددوی بیان کړو، بیابه ورسره دمقابلی اومناظری طریقه خپلوخلګوته وروښه یو، اوبیابه یی اهداف خپلوخلګوته په ګوته کړو. اوپه وروستنی قدم کی به یی رد پرعقایدو وکړو.

لومړی به زه هغه احادث سره دژباړی ولیکم کوم چی رسول اکرم (ص) پکښی دوهابیت دفتنی وړاند وینه کړیده. وروسته به یی بیاتعریف ستاسوپه حضورکی پیش کړم.

احادیث
1. عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي شَامِنَا وَفِي يَمَنِنَا قَالَ ، قَالُوا وَفِي نَجْدِنَا قَالَ : قَالَ اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي شَامِنَا وَفِي يَمَنِنَا قَالَ ، قَالُوا وَفِي نَجْدِنَا قَالَ : قَالَ هُنَاكَ الزَّلاَزِلُ وَالْفِتَنُ وَبِهَا يَطْلُعُ قَرْنُ الشَّيْطَانِ.
صحیح البخاری حدیث نمبر1037.
ژباړه: دعبدالله ابن عمر(رض) نه روایت دی چی رسول اکرم(ص) وفرمایل ای پروردګاره! برکت کښیږده زمونږپه شام کی اوزمونږپه یمن کی، دی وایی: صحابه وو وویل: یارسول الله، اوزمونږپه نجدکی، رسول اکرم(ص) بیاوویل: ای پروردګاره! برکت کښیږده زمونږپه شام کی اوزمونږپه یمن کی، بیاصحابه وو وویل یارسول الله! زمونږپه نجدکی، نورسول اکرم(ص) وویل دلته به زلزلی اوفتنی وی، اوپدغه ځای کی به ښکردشیطان راپورته کیږی.
اوپه ځنی احادیثوکی "قرنا الشیطان " راغلی دی، چی علماؤبیامصداق د"قرنا" مسیلمه کذاب اومحمدبن عبدالوهاب ښوولیدی.
دلته ډیری علماؤ مصداق دښکردشیطان محمدبن عبدالوهاب نجدی ګرځولیدی، ځکه دمحمدبن عبدالوهاب نجدی دفتنی پشان لویه فتنه تراوسه په نجدکی نده پیداسوی.
2. وَسَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَقُولُ : يَخْرُجُ نَاسٌ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ يَقْرَأُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ تَرَاقِيَهُمْ ، كُلَّمَا قُطِعَ قَرْنٌ نَشَأَ قَرْنٌ ، حَتَّى يَخْرُجَ فِي بَقِيَّتِهِمُ الدَّجَّالُ.المستدرک علی الصحیحین حدیث نمبر8558.
ژباړه: ابوهریره(رض) عنه فرمایی: مادرسول اکرم(ص) څخه واوریدل چی دویل: راوځی به دمشرق څخه یوه ډله خلګ چی قرآن به وایی خوترگرو به یی نه تیریږی، کله چی یوښکریی پری سی بیابل ښکریی راپیداشی، ترداسی وقته پوری چی په پاته شونوکی یی دجال راپیداکیږی.
چی دتاریخ په اوږدوکی دوهابیانواوسلفیانوهمدغسی حال وو، کله چی یواسلامی حکومت ددوی حرکت سرنګون کوی، بیایوڅومده وروسته بیاراپورته کیدل ترڅوچی هغه دی اوس ډیرشول، اودوی به خپل دغه کوششونه ترهغه وقته پوری کوی ترڅوچی ددجال وراتګ زمینه مساعده کړی.
3. عن بن عمر عن النبي صلى الله عليه و سلم عن النبي صلى الله عليه و سلم : أنه كان قائما عند باب عائشة فأشار بيده نحو المشرق فقال الفتنة ههنا حيث يطلع قرن الشيطان.مسندامام احمدحدیث نمبر4679.
ژباړه: عبدالله ابن عمر(رض) درسول اکرم(ص) څخه روایت کوی: چی دی د دروازی سره دحضرت عائشی(رض) ولاړوو نوپه لاس باندی یی اشاره وکړه، وطرفته دمشرق، او ویل یی: دلته به فتنه وی هغه ځای چی هلته ښکردشیطان راپورته کیږی.
چی علماؤ دهمدغی فتنی اوښکرمصداق، محمدبن عبدالوهاب اودده ډله ښوولیده.
4.عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : يَخْرُجُ نَاسٌ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ وَيَقْرَؤُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ تَرَاقِيَهُمْ يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ ثُمَّ لاَ يَعُودُونَ فِيهِ حَتَّى يَعُودَ السَّهْمُ إِلَى فُوقِهِ قِيلَ مَا سِيمَاهُمْ قَالَ سِيمَاهُمُ التَّحْلِيقُ ، أَوْ قَالَ التَّسْبِيدُ.صحیح البخاری حدیث نمبر7561.
ژباړه: دابی سعیدخدری (رض) روایت دی چی رسول اکرم(ص) وفرمایل: راوځی یوه ډله دطرفه څخه دمشرق او دوی لولی قرآن خوترګروو یی نه تیریږی، دوی ددین څخه داسی وځی لکه غشی چی ترویشتلی شی(الصید) وځی بیادوی ودین ته نه راګرځی ترڅوچی غشی بیرته راګرځی خپل دویشتلووځای ته، یوچاوویل ددوی علامه به څشی وی؟ رسول اکرم(ص) وویل: ددوی علامه دسرخریل دی.
اودمحمدبن عبدالوهاب دغه قانون ووچی څوک یی په ډله کی داخل شوی وایی، لومړی یی دهغه سرخریی، ددی لپاره چی فرق یی دنوروخلګوڅخه وشی.ده یادونی وړده ، چی دمحمدبن عبدالوهاب حرکت هم دمدینی مشرق ته ده درعیه دسیمی څخه چی په 15 کیلومتری کی داوسنی ریاض موقعیت لری شروع سوی وو.
اوپه تاریخ کی تراوسه په بدعتیانوخلګوکی داسی څوک ندی پیداسوی چی دده دی دغه علامه وی، غیرله خوارجو او وهابیانو.البته دخوارجوپه هکله علماؤ داسی ډیرقولونه ندی کړی لکه چی دوهابیانوپه هکله یی کړی.

مقایسه
خوځنی خلګ چی بیاځانونه سلفیان اویا اهل حدیث بولی هغوی هم عینادغه وهابیان دی، منتهی نوم یی ځنی تفاوت لری اما په عقیده کارواوتګلاره کی یی تفاوت نشته، داځکه چی دسلفیت اویاد اهل حدیث دحرکت الهام هم دحرکته څخه دمحمدبن عبدالوهاب اخستل شویدی. لکه چی وروسته به ولیدل شی.

تعریف
وهابیان هغه بدعتی ډله ده، چی منسوب ومحمدبن عبدالوهاب نجدی ته ده، چی په کال 1143 کی دنجده څخه راپیداسویده، چی بیاوروسته څوځلی داسلامی خلافتونولخواډیره سخته ځپل سوی، خوبیاهم ورکه سوی نده، چی بیاوروسته په کومک دوقت دانګریزانودال سعود دکورنی په رهبری باندی یی پرحرمینوشریفینوباندی تسلط پیداکړ، چی بیاوروسته دنوموړی څخه په الهام اخستلوپه مصرکی سیدمحمدرشیدرضا، په هنداوپاکستان کی مولوی نذیرحسین دهلوی، اومولوی شوکانی ، اوپه افغانستان کی ملاعبدالله نورستانی ددی شوم حرکت څخه په پلوی باندی قیام وکړ، دوی مسلمانته ډیرژردکفراوشرک نسبت کوی، تقلید دائمه اربعه (رح) حرام اوځنی اوقات یی شرک بولی، هریوددوی مدعی داجتهاددی، په مسائلوکی په ظاهرباندی دقرآن اوځنی احادیثواستدلال کوی، دټولواقساموڅخه داجماع مخالف دی، تظاهردمخالفت دقیاس کوی، دعلم کلام اوعقلی علومولوستل قطعی حرام بولی، علماؤ ته دعلم کلام لکه ابوالحسن اشعری(رح) اوابوموسی ماتریدی(رح) ډیرسخت توهینونه کوی، ماتریدیه اواشعریه ګمراهان بولی، خپل مخالفینوته بدعتی وایی(پداسی حالکی چی دوی خپله بدعتیان دی) اودوی په ایجادسره دنویوشیانوپه اسلام کی متهم کوی، دفقه سره دڅلورمذاهبوسخت مخالف دی، دتصوف څخه قطعامخالف دی، څلورمشهوری طریقی دتصوف ګمراهان اومنحرفین دحقه څخه بولی، قرآن په خپل فکرباندی دخپلوخواهشاتوموافق ترجمه اوتفسیرکوی، په تفسیرکی ده قرآن دهیڅ تفسیره څخه استنباط روا نه بولی، متشابهات آیاتونه اواحادیث داسی ترجمه کوی، چی دهغی ترجمی څخه تشابه دخدای پاک دمخلوقاتوسره راځی

دنورومحترمولوستونکووړونوڅخه دمخکنی احادیثودتطبیق، مقایسی اوتعریف په هکله پوښتنی:
1.آیاتاسومذهبیان! وهابیان دپورتنیواحادیثومصداق بولی؟
2.آیاتاسوکومه مقایسه چی ماکړی، هغه قبلوی؟
3.دپورتنی تعریف په هکله ستاسوڅه نظردی؟ آیاتاسو! وهابیان په رښتیاددغه تعریف مصداق بولی؟.
4.آیادغه تعریف دوهابیانودپیژندګلوی لپاره سل په سلوکی کافی دی؟؟؟.
5.آیاکیدلای شی چی ددی تعریف برڅیره ځنی نورشیان دی هم وی، چی هغوی دی دوهابیانو په تعریف کی ورسره ولیکل شی؟.
6. که دچاسره نوراحادیث وی چی په هغوی کی هم دوهابیانوپه هکله دکوم شی وړاندوینه شوی وی، نومهربانی دی وکړی هغه حدیث دی ولیکی، اوکه دچاسره وقت نوی بیادی دهغه حدیث حواله ورکړی.
هیله ده چی خپل نظرراسره په دقیق اوتفصیلی صورت شریک کړی.

مننه
ستاسوپه اسلامی اومذهبی پاکه مینه ورور« نورالحق مظهری»


وزیري
14.08.2012

السلام علیکم

مظهري صاحب ډیره مننه. زه هم په خپل نوبت سره یو حدیث اضافه کول غواړم.

عَنْ أَبِي سَعِيْدٍ الْخُدْرِيِّ وَأَنَسِ بْنِ مَالِکٍ رضي اﷲ عنهما، عَنْ رَسُوْلِ اﷲِ صلی الله عليه وآله وسلم قَالَ: سَيَکُونُ فِي أُمَّتِي اخْتِلاَفٌ وَفُرْقَةٌ قَوْمٌ يُحْسِنُوْنَ الْقِيْلَ وَيُسِيْئُونَ الْفِعْلَ يَقْرَءُوْنَ الْقُرْآنَ لَا يُجَاوِزُ تَرَاقِيَهُمْ (وَفِي رِوَايَةٍ: يَحْقِرُ أَحَدُکُمْ صَلاَتَهُ مَعَ صَلاَتِهِمْ وَصِيَامَهُ مَعَ صِيَامِهِمْ) يَمْرُقُوْنَ مِنَ الدِّيْنِ مُرُوْقَ السَّهْمِ مِنَ الرَّمِيَّةِ لاَ يَرْجِعُوْنَ حَتَّی يَرْتَدَّ عَلَی فُوْقِهِ هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيْقَةِ، طُوبَی لِمَنْ قَتَلَهُمْ وَقَتَلُوهُ، يَدْعُونَ إِلَی کِتَابِ اﷲِ وَلَيْسُوا مِنْهُ فِي شَيئٍ مَنْ قَاتَلَهُمْ کَانَ أَوْلَی بِاﷲِ مِنْهُمْ. قَالُوْا: يَا رَسُوْلَ اﷲِ! مَا سِيْمَاهُمْ؟ قَالَ: التَّحْلِيقُ
أخرجه أبوداود في السنن، کتاب: السنة، باب: في قتال الخوارج، 4 / 243، الرقم: 4765، وابن ماجة في السنن، المقدمة، باب: في ذکر الخوارج، 1 / 60، الرقم: 169، وأحمد بن حنبل في المسند، 3 / 224، الرقم: 13362، والحاکم في المستدرک، 2 / 161، الرقم: 2649، والبيهقي في السنن الکبرى، 8 / 171، والمقدسي في الأحاديث المختارة، 7 / 15، الرقم: 2391-2392، وقال: إسناده صحيح، وأبو يعلى في المسند، 5 / 426، الرقم: 3117، والطبراني نحوه في المعجم الکبير، 8 / 121، الرقم: 7553، والمروزي في السنة، 1 / 20، الرقم: 52.

له حضرت ابوسعید خدری او حضرت انس بن مالک رضی الله عنهما نه روایت ده چی نبی علیه السلام وفرمایل: عنقریب زما په امت کی به اختلاف او تفرقه بازي شروع شی. یو قوم به داسي وي چی د هغو ګفتار به ډیر ښه او کردار به یی ډیر بد وي، قرآن به لولي خو له چنغړی نه به یی نه کیوزي (او په یو روایت کی دي چی تاسو به دا خپل لمونځونه او روژی د ددوي د لمونځونو او روژو په مقابله کی حقیري وشمیری, خو) دوی ددین څخه داسی وځی لکه غشی چی لهویشتلی ښکار نه وځی بیادوی ودین ته تر هغه نه راګرځی تر څو چې غشی بیرته راګرځی خپل دویشتلووځای ته، هغوي په ټول مخلوق کی ډیر بد دي. خوشخبري یا زیری دي وی هغه چاته چی دوی یی قتل کړل یا ددوي له طرف نه قتل کړای شی. هغوي د الله جل جلاله د کتاب طرف ته رابلل کوی ولی ددوی به له دی کتاب سره هیڅ تعلق نه وي. ددوی قاتل به الله جل جلاله ته په همدي نسبت ډير قریب وي. صحابه کرامو عرض وکه چی ددوی علامه به څشی وی؟ رسول اکرم(ص) وویل: ددوی علامه دسرخریل دی.

اوس وګورئ دا خلک څومره ښې خبرې کوي او همدا وایی چی مونږه خلک کتاب الله او سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رابولو. مذاهب چا په دین کی راوستي دي، یواځی کتاب الله او سنت بس ده. مذهبونه بدعت دي، دا دي او هاغه دي. که عملي جامه یی وګوري نو هغه ښه عالم به یی پکول په سر کړای وي او ږیره به یی مونډی کړي وي. ته مذهبي علماء وګوره چی څومره په سنتو برابر دي. همدا وجه ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په پورتني حدیث کی ویلي چی ګفتار به یی ښه وي خو کردار به یی بد وی او زمونږ د مذهبي علماؤ الحمد الله هم ګفتار صحیح ده او هم کردار.

والسلام


حمید هڅــاند
14.08.2012

اسلام علیکم ورحمة الله ...
نورالحق مظهري او وزیري صیب، که د وهابیانو ډلې په اړه یو څه تفصیلي خبرې وکړئ، ښه به وي:
ــ دا ډله په نجد کې راپیدا شوه، خو څومره خلک یې اغیزمن کړل؟
ــ د وهابیانو ډلې رسوخ څومره دی، یانې په کومو هیوادونو کې څو سلنه خلک وهابیان دي؟
ــ ایا دا یواځي یوه مذهبي ډله وه، او که ترشا یې سیاسې انګیزې هم پرتې وې، لکه تاسو چې دا نګریزانو یادونه کړې؟
ــ اخوان المسلمین په اړه څه نظر لرئ؟ له وهابیانو سره یې په اړیکه رڼا واچوئ.
ــ سلفیان بیا څوک دي؟ چا رامینځته کړل او کله؟

درنښت


په څیړنیزګردی میزکی دنظراظهار

کامیاب
14.08.2012

مظهری صیب مننه!
زه به هم پرخپل نوبت یوحدیث ددی خلګوپه هکله ولیکم:
سیدعلوی په خپل کتاب " جلاء الظلام " په روایت دعباس بن عبدالمطلب (رض) یوحدیث ذکرکړیدی، هغه داچی:
قال رسول الله (ص) سیخرج فی ثانی عشرقرنافی وادی بنی حنیفة رجل کهیئة الثور ولایزال یلعق براطمه یکثرفی زمانه الهرج والمرج، یستحلون اموال الناس المسلمین، ویتخذونهابینهم متجرا ویستحلون دمآء المسلمین ویتخذونهابینهم مفتخرا وهی فتنة یعتزفیها الإرزلون والسفل تتجاری بینهم الأهواء کمایتجری الکلب بصاحبه. قال السیدولهذالحدیث شواهد تقوی معناه.
ژباړ: رسول اکرم(ص) فرمایلی دی: په دوولسم قرن کی به دشیلی څخه دبنی حنیفه وو یوسړی راوځی پرهیئة اوشکل دغوایی، دی به تل خپل غټ اوپنډشونډان څټی اودده په وقت کی به اختلافات اوناامنی جوړیږی، دوی دمسلمانانومالونه ځانوته حلال ګڼی، دمسلمانانوپه مالونوبه دځان لپاره تجارت کوی، وینه تویونه دمسلمانانوبه دځان لپاره حلاله بولی، اوپه هغه به فخرکوی، اودا داسی فتنه ده، چی پدی کی به رزیل(خبیث) اوپاتی اونادان خلګ عزت پیداکوی، په دوی کی به نفسی خواهشات داسی ننوځی لکه چی دسپی دچیچلوتأثیرپه چیچل سوی شی کی ننوځی.
نواوس دغه پورتنی علائم ټول په همدغه وهابیانوکی سته، ځکه دوی وه چی اسلامی خلافتونه یی ړنګ کړه، داسلامی ممالکوواګی یی درزیلانواوخبیثانوپه لاسونوکی ورکړی.
دوی وه ، چی دمسلمانانووژل یی ځانته حلال کڼل،دوی وه، چی په مسلمانانوکی یی دتکفیراوتشریک خبره رائجه کړه، په نامه دمشرک یی په لکهاوو مسلمانان په شهادت ورسول.
همدوی وه، چی دمسلمانانومالونویی دځان لپاره حلال کڼل، اوپه هغه یی دځان لپاره تجارت کوی.
همدوی وه، چی نفسی خواهشاتوداسی پکی نفوزاورسوخ کړی، چی دهیڅ مسلمان خبری ته، غوږنه نیسی، دخپلوغلطو اوناروا اهدافولپاره، په قرآن اواحادیثوکی لیری لیری توجیهات کوی.
مظهری صیب! ستاسونوروپوښتنوته بیرته راګرځم، اوپرپاتی پوښتنودی هم خپل نظردرسره شریکه وم.

إن شآء الله

یادونه:
دبحث په اوږدوکی مونږمجبورنه یوچی غیرله مظهری صیب دبل چاپوښتنوته دی ځواب ووایومګرداچی خپله مظهری صیب راته اجازه راکړی.
نوهیله ده، چی دحمیدهڅاندصیب پوښتنوته مظهری صیب او وزیری صیب خپله ځواب ووایی، اویاهم مظهری صیب راته دځواب ویلواجازه وکړی.

مننه


جواب


Mazharee
14.08.2012

حميدهڅاندصیب! لومړی درته ښه راغلاست وایو، یوه نړی مننه پدی بحث کی ستاسوګډون راته دخوشحالی سبب شو.

ستاسوپوښتنی ډیری ښه پوښتنی دی، إن شاء الله دبحث په اوږدوکی به ورته پوره ځواب ویل کیږی، هیله ده چی دبحث ترپایه راسره مل وسی.
خوداوس لپاره دټولوګډون کونکوڅخه هیله کیږی، چی ځماپرمطرح شویوپوښتنودی خپل نظرولیکی، چی بیابه وروسته دنوروملګرو پوشتنی په مینځ کی ، دځواب ورکولولپاره ږدو. إن شاء الله

ددی لپاره جی دلوستونکوڅخه بحث ورک نشی نوګرانولوستونکو
توجه موغواړم:
دنورومحترمولوستونکووړونوڅخه دمخکنی احادیثودتطبیق، مقایسی اوتعریف په هکله پوښتنی:
1.آیاتاسومذهبیان! وهابیان دپورتنیواحادیثومصداق بولی؟
2.آیاتاسوکومه مقایسه چی ماکړی، هغه قبلوی؟
3.دپورتنی تعریف په هکله ستاسوڅه نظردی؟ آیاتاسو! وهابیان په رښتیاددغه تعریف مصداق بولی؟.
4.آیادغه تعریف دوهابیانودپیژندګلوی لپاره سل په سلوکی کافی دی؟؟؟.
5.آیاکیدلای شی چی ددی تعریف برڅیره ځنی نورشیان دی هم وی، چی هغوی دی دوهابیانو په تعریف کی ورسره ولیکل شی؟.
6. که دچاسره نوراحادیث وی چی په هغوی کی هم دوهابیانوپه هکله دکوم شی وړاندوینه شوی وی، نومهربانی دی وکړی هغه حدیث دی ولیکی، اوکه دچاسره وقت نوی بیادی دهغه حدیث حواله ورکړی.
هیله ده چی خپل نظرراسره په دقیق اوتفصیلی صورت شریک کړی.

مننه
ستاسوپه اسلامی اومذهبی پاکه مینه ورور« نورالحق مظهری»


وزیري
15.08.2012

محترم مظهري صاحب، ستا د شپږو پوښتنو جوابونه په لاندي ډول دي.

مونږه وهابیان د پورتنیو احادیثو مصداق بولو نه مذهبیان
مونږه ستا مقایسه په سر سترګو قبلوو
وهابیان بالکل د همدي تعریف مصداق دي
همدا د وهابیانو تعریف ده او سل په سلو کی پري صدق کوي.
د تعریف برسیره نور بحث چی وروسته به یی مونږه په جزئیاتو سره وکړو، مونږ سره دا کومک وکړي چی وهابیان لا ښه وپيژنو. ځکه چی تفصیلي بحث تعریف نور هم روښانه کوي.
هو داسي ډیر نور احادیث هم شته چی د وهابیانو څیره مونږه ته را معرفي کوي. په آئنده بحث کی به یی ان شاء الله په کراره کراره وړاندي کوو.

والسلام


اظهارنظر

تندرطوفان
15.08.2012

مظهری صیب! زه هم دښاغلی وزیری صیب خبره پوره تأییده وم.
کوم احادیث چی تاسو، وزیری صیب، اوکامیاب صیب، لیکلی یقنیا هغه په باره کی دوهابیانوتطبیق دی، اوددی خبری تصدیق مادډیروعلماؤ څخه اوریدلی دی.
پاته سوی ستاسوشپږنوری پوښتنی:
1. یقینا اصلی مصداق ددغواحادیثووهابیان دی، ځکه کومی نښی چی پدی احادیثوکی راغلیدی، هغه پردوی باندی تطبیق دی، کڅه هم داوس وهابیان خپل دبدنامی له وجه هغه کارونه نکوی. خومخکی یه کول، بلکه افتخاریی په کوی.
2. په رښتیاکومه مقایسه چی تاسوکړیده، پوره درسته اوصحیح ده، ځکه نن سلفی او وهابی یوشی دی، هغه ستاسومخکنی خبره ده چی دیوه آس غوږونودی.
3. ځمانظردپورتنی تعریف په هکله سل په سلوکی مثبت دی، ځکه کوم تعریف چی تاسوکړی، یقیناپه هغه باندی وهابیان پیژندل کیږی، خومظهری صیب!ستاسودی فکردی وی، چی په ځینوفروعاتوکی هم وهابیان دمذهبیانوسره ډیرسخت مخالفت لری، نوپه راروانولیکنوکی هغوی ته هم که اشاره وکړی ډیربه ښه وی.
4. دغه تعریف دوهابیانودپیژندلولپاره کاملاکافی دی، خولکه مخکی چی ماوویل په فروعاتوکی هم دوی ځنی انحرافات لری هیله ده چی هغه هم په ګوته کړی.
5. په اصولوکی ددوی لپاره هم دغونه تعریف کافی دی، خوکه دفروعوخبره وکړو: نوبیاپه فروعاتوکی باید ددوی مابه الامتیاز دڅلورومذهبوڅخه په ګوته شی،
6. ددوی په هکله نور احادیث هم شته، لکه چی وزیری صیب هم ویلی دی.


مننه


Mazharee
15.08.2012

دوزیری صیب، اوتندرطوفان صیب څخه یوه نړی مننه!
تندرطوفان صیب! ستاسوغوښتنه چی تاسولیکلی وه: چی دفرعی مسائلوپه هکله هم ددوی څه تعریف وکړی، ډیره ښه پرځای غوښتنه ده، مونږورته متوجه یو، په راروانولیکنوکی به ورته إن شآء الله ځای ورکړو.

هیله ده کوم ملګری چی تراوسه یی نظرندی ورکړئ، خپل نظرورکړی، چی مونږبیادابحث خلاصه اوراونغاړو، اونتیجه یی ستاسومخی ته کښیږدو، اوبیاوروسته پربل بحث دهمدی لړی څخه سره وږغیږو.

مننه «مظهری»


تخاري
15.08.2012

محترم مظهری صیب او نورو ګډونوالو

زه هم په خپل وار د وهابیانو یا سلفیانو سیاسي ښکېلتیا او معامله ګرئ ته په کتو سره د دوی په نیت او غایه پوره شکمن یم او ستاسو په راوړو دلایلو او تعریفاتو کې د تردید هیڅ ځای نه وینم.

په دې هیله چې دا بحث او څېړنه مخ په وړاندې وغزوئ.

د ښاغلی هڅاند پوښتنې د قدر او تامل وړ دي، خو دومره پرې زیاتوم چې په روان بحث او څېړنه کې دې ټول ترکیز په وهابیانو یعنی سلفایانو وشي.

هڅاند صیب تر کومه چې ماته مالومیژي نو سلفیان په اخوانیانو کې هم شته، خو ټول اخونیان سلفیان نه دي، په بل عبارت به یې داسې واضح کړم چې په افغانانو کې کمونستان شته خو ټول افغانان کمونستان نه دي- یا دا چې ووایو په اخوانیانو کې د صلیبیانو لاسپوڅي ښه ډېر دي خو ټول اخوانیان یا د اخوانیت تاسیس کله هم د صلیبیانو د لاسپوڅئ په موخه منځ ته نه ده راغلی .

که تاسو ځیر شی نو ښاغلي مظهري صیب په پورته تړاو د خپل پیل په خبرو کې یو مهم ټکي ته اشاره کړې ده، هغه دا چې زمونږ په ټولنه کې د ناپوهی په وجه خلک د وهابیانو په تشخیص او پیژندلو کې تېر وزي، یانې له حنفي مذهب پرته په مالکي، شافعي او حنبلي مذهبو او حتی هغو حنفیانو یا فرضا اخوانیانو ته چې په خپل مذهب تګ کوي او یا خو د حنفی مذهب په غوښتنه د خرافاتو په ضد کار کوي هم د وهابي یاسلفي په سترګه کوري، چې د غلط تشخیص او پیژندلو دا ستونزه به ان شاالله د روان څېړنیز بحث په نتیجه کې حل او فصل کیدای شی.


څیړنیزګردی میز


Mazharee
15.08.2012

لومړی دټولوګډونوالوڅخه مننه:
وروسته: دبحث په اوږدوکی پدی خبره دټولولیکوالانواتفاق دی چی...
1. وهابیان دلیکل شوو احادیثومصداق دی، یعنی کومه وړاندوینه چی رسول اکرم(ص) پدغه احادیثوکی په باره کی دیوګمراه قوم کړیده، هغه ګمراه قوم همدغه وهابیان دی.
2. وهابیان اوسلفیان یوه ډله ده مابین کی یی هیڅ فرق نشته، یعنی دوی دواړی ډلی یوه عقیده لری ، یوهدف اوتګلاره تعقیبوی، اویوشعارلری.
3. کوم تعریف چی مظهری دوهابیانولپاره لیکلی دی هغه صحیح اودرست دی، چی په تعریف کی مهم ټکی دادی:
• وهابیان مسلمانته په ارتکاب کی دګناه، دکفراویاشرک نسبت کوی.
• تقلید دائمه اربعه: امام ابوحنیفة ، امام شافعی، امام مالک، امام احمدبن حنبل رحمهم الله، حرام بولی.حتی ځنی ورته دشرک نسبت کوی.
• هریودوهابیانو دعوه داجتهادکوی.
• په حل کی دمسائلواستدلال په ظاهردآیت اوحدیث کوی، کڅه هم په ډیربعیدتفسیراوتأویل سره وی.
• وهابیان دټولواقساموڅخه دجماع مخالف دی، اواجماع حجت شرعی نه بولی، بلکه په هغه باندی عمل قطعاحرام بولی.
• ظاهرا اوعنوانا دقیاس څخه مخالف دی، دقیاس څخه یی مخالفت خپل شعارګرځولای دی، خوپه عمل کی تل دقیاس سره لاس اوګریوان دی.
• درس اوتدریس دعلم کلام (علم عقاید) قطعاحرام اوناروابولی، درس ویونکی اوورکونکی یه ګناه ګاربولی.
• علماؤ ته دعلم کلام لکه ابوالحسن اشعری(رح) اوابومنصورماتریدی(رح) ډیربدبدنسبتونه کوی.
• ماتریدیه اواشاعره، ګمراهان اودحقه څخه یی منحرف بولی.
• دتصوف څخه مطلقامخالف دی، څلورمشهوری طریقی دتصوف چی پرصحت اوحقانیت یی دامت اسلامی اجماع ده، برباطله اوګمراهانی بولی، آن چی په ځنی مواردوکی ورته دمشرک نسبت کوی.
• دتصوف مخکنی مشهورو علماؤ اومرشدانوته ډیرکفری نسبتونه کوی، لکه شیخ عبدالقادرجیلانی (رح) او ابن عربی (رح) اوداسی نور......
• دعلم فقه سره ډیرسخت مخالف دی، حتی ځنی کم عقلان ورته ډیربدبدنسبتونه کوی، اوفقه دقرآن اواحادیثوپرضدبولی.
• قرآن په خپل فکراوسلیقی باندی تفسیرکوی، په تفسیرکی دقرآن دهیڅ مفسراوتفسیرڅخه اخذاواستنباط کول روا نه بولی.
• متشابهات آیاتونه اواحادیث داسی ترجمه کوی، چی دهغی څخه دخدای پاک لپاره توهم دتجسم اوتشبه دمخلوقاتوسره کیږی، مثلا آیت د" الرحمن علی العرش استوی" یومتشابه آیت دی، اهل سنت ددی پرظاهره باندی ایمان لری، په هغه کی هیڅ قسم ترجمه اوتفسیرنکوی، خووهابیان یی داسی ترجمه کوی، چی خدای پاک پرعرش باندی ناست دی، اوځینوخولانوری خبری هم ورسره لیکلی دی، چی پښی لاندی راځړولیدی، چی داډیره غلطه ترجمه اوتفسیردی، ځکه "ناست " هغه اضافت دی چی مقابل ده " ولاړ " دی ،ناسته اوولاړه په ذوی الاجساموکی وی، اوالله پاک دجسمیت څخه منزه اوپاک دی، اوهمدا راز دپښوځړیدل یونسبت دی چی هغه مکان ته دعلو اوسفل مجبوره دی، چی پدی صورت کی دالله لپاره مکان ثابت سو، اومکان دخواصوڅخه دذوی الاجسامووی، الله پاک خودنسبت څخه دجسم منزه اوپاک دی. چی إن شآء الله په بحث کی دعقایدو ددغی ډلی پردی مسئله باندی پوررڼااچوو.

4.دځینوملګروپه خبروکی دحدیث په استناد داسی راځی چی وهابیان ظاهردقرآن اوحدیث ډیرچیغی وهی، ظاهرا اوپه ښکاره ډیری خوږی خبری کوی خوپه اصل اوباطن کی یه په قرآن اوحدیث باندی عمل نوی کړی، لکه وزیری صیب چی کوم حدیث رانقل کړی بیایی وروسته ترژباړی دهغه په تفصیل کی همدغه خبره کړیده، چیده وزیری صیب دغه استنباط دټولوملګروپه فکرصحیح اودرست دی، اوتراوسه پوری دټولوورباندی اتفاق دی.

5. وهابیان لکه چی عقیدتا بدعتی اومنحرفه ډله ده، سیاستاهم منحرفه اوګمراه ډله ده، ځکه ددوی دتأسیس لامل، اوبیاددوی دتحریک پرمخ باندی تلل، هغه سببونه اوخلګ دی، کوم چی داسلامه سره یی علنا دښمنی اومخالفت دی، سپینه خبره داده: چی ددوی تأسیس هم دانګیزانو په پلان ایښو ولو باندی شوی، اوددوی دحرکت دپرمخ تللولپاره هم انګیرزانوورسره کمک کړی. اوددی لاری څخه یی هغه اسلامی خلافتونه ړنګ کړی، کوم چی په نړی کی دکفاروپه مخکی ولاړ، اواسلامی اقلیم ته یی ورځ په ورځ پراختیااوانکشاف ورکوئ، چی یوه لویه نمونه یی عثمانی خلافت وو، چی سقوط لامل یی همدغه وهابیان وه په مرسته دانګریزانو.

دبحث داوږدوڅخه داسی معلومه شوه چی پر5 پورتنیو موادوباندی تراوسه دټولوګډونوالوموافقت دی.

خوګرانولوستونکو! کله چی دوهابی لپاره دغسی ښکاره تعریف موجود وی، نوبیاولی سربیره پردغه دوی په اسلامی ممالکوکی ریښه ونیوله؟ اوددنیاپه ګوټ ګوټ کی یه، خپل حرکت وغځوی؟ اودډیروخلګو عقیدی یی ورخرابی کړی؟. زه خولاندی څوټکی ددی کاردلامل اوسبب په صفت پیژنم:
1.دخلګوناپوهی. ځکه خلګ دخپل عقیدی څخه پوره معلومات نلری، نوچی هرڅوک ورته یوه خبره وکی، که وهابی وی اوکه بل څوک وی خلګ یی ورسره منی.
2.دخلګودغولولودلاری، اوپرځینی مشرانوباندی دپیسوپه ویشلوباندی په خلګوکی ددی حرکت تشهیرراغلیدی.
3. دوقت دعلماؤ دغفلت اوسهل انګاری له وجه. چی داسی خبروته یی توجه نکوله.
4. دیوسوچه اسلامی نظام دنه موجودیت له وجه. ځکه چی یوسوچه اسلامی نظام موجود نوی، هلته دهیڅ چاسره حساب اوکتاب نسته، هرڅوک به دځان لپاره ډلګی اوحزب جوړوی.
5. په ځینی مواردوکی دجنګ اونظامی حملی له لاری دهمدغه حرکت تشهیراوترویج راغلیدی. لکه خپله سعودی چی په زوره دی حرکت په خپل ولکه کی راویستی.
6.په ځینی ځایونوکی دځوانو اوعصری علمآؤ دمدرنیزم اوعصری کیدلوڅخه هم دغه مشکل موجودشویدی، ځکه دوی عصری کیدل پدی باندی ترجمه کوی، چی بس عالم دی پیراخه سینه ولری هیڅ چاته دی شی نه وایی، هرڅوک پوه سه اوخپل یی کار، سره ددی چی خبره داسی نده، اسلام همیشه نوی دی اونوی به وی، پدی معنی سره چی اسلام زړیږی نه، هره مسلئه چی نوی په هره زمانه کی پیداکیږی، په اسلام کی الحمدلله دهغه لپاره حل شته، نومدرنیزم اوعصری کیدل هم دغه معنی ده، چی سړی نویو عصری مسائلوته په شریعت کی صحیح اودرست حکم پیداکړی، نه پدی معنی سره، چی اسلام دعصراوزمانی تابع کړی هرڅه چی عصراوزمانی ویل: بس هماغه اسلام معرفی کوه

ځماپه آند پورتنی 6 شیان دوهابیت دفتنی دخپریدلو لاملونه دی، خوستاسولوستونکوهم ورباندی نظرغواړم

تنبیه: ګوری ګرانومسلمانانوداسی ونشی چی خدای مکړه، په مقابلی دوهابیت درڅخه مقابله دیهود اونصاراوو پاتی شوی وی.
دټولومنکراتوسره به مقابله کوو، دکفرسره اودبدعاتوسره، هم به هاغه کوو اوهم دغه


طیب زابلی *
16.08.2012

مظهری صیب مننه
زه هم غواړم د دوئ په باره یو مرفوع او یو موقوف حدیث ولیکم :
عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال قال رسول الله : أكثر ما أتخوف على أمتي من بعدي رجل يتأول القرآن يضعه على غير مواضعه ورجل يرى أنه أحق بهذا الأمر من غيره (معجم الاوسط حديث نمبر 1865)

ژباړه : له عمر ابن خطاب رض څخه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : له ماوروسته زما پر امت چی زه ډیر ویریږم له هغه سړی ویریږم چی دی دقرآن تأویل کوی او په هغه ځای کی ئی ږدی چی هغه یی ځای نه وی او بل له هغه سړی چی هغه ځان ددی کار(خلافت) تر نورو مستحق ګڼی .

وكان ابن عمر يراهم شرار خلق الله وقال إنهم انطلقوا إلى آيات نزلت في الكفار فجعلوها على المؤمنين (البخاری باب قتل الخوارج )
ژباړه : ابن عمر رض دوئ (خوارج) دالله په مخلوق کی ترټولو بد خلګ ګڼل او ویل به ئی چی هغه ایاتونه چی دکفارو په حق کی نازل شوی دی هغه دوئ راوړی او پر مسلمانانو یی تطبیقوی .

نو اوس که وګورو دغه علامات بالکل په دوئ(سلفیانو او وهابیانو ) کی شته ځکه دوی هم داعادت لری چی هغه ایاتونه چی صریح دمشرکانو په باره کی نازل شوی دی هغه دوی پر مسلمانانو تطبیقوی .

دغه حدیثونه یا ددی په مثل نور احادیث که څه هم په ظاهره خو دخوارجو په باره کی ویل شوی دی او محدثینو هم دخوارجو په ترجمة الباب کی راوړی دی مګر خو ددی نو دامطلب نه شو چی دابه خامخا پر هغه خوارجو چی دحضرت علی رض په وخت کی پیدا شوی وو صادقیږی بلکی په هرچا کی چی دغه قرائن موجود وی هغه ددی مصداق ده خواه که هغه په هرنامه وی وهابی یا سلفی یابل ..

دبخاری شارح دوکتور مصطفی ددی حدیث په تشریح کی داسی وایی : ش ( الخوارج ) جمع خارجة أي طائفة خرجوا عن الدين القويم وهم مبتدعون وسموا بذلك لأنهم خرجوا على خيار المسلمين . وكل من خرج عن جماعة المسلمين التي تعمل بكتاب الله تعالى وسنة رسوله صلى الله عليه و سلم وما أجمعت عليه الأمة فهو خارجي .

ژباړه : خوارج دخارجة جمع ده یعنی دا هغه طائفه ده چی له دین څخه وتلی وی او دوئ مبتدعین دی او خوارج ځکه ورته وایی چی دوئ پر هغه غوره او ښو مسلمانانو راوتلی دی ، او هر هغه څوک چی هغه دمسلمانانو له هغی ټولۍ چی هغه په کتاب ، سنت او اجماع دامت عمل کوی ووزی نو هغه خارجی ده .

په مینه او درنښت


څیړنیزګردی میز


Mazharee
19.08.2012

دطیب زابلی صیب څخه یوه نړی مننه:
درنولوستونکو!
هیله ده چی دخپل شخصی نظرڅخه علاوه پرلاندنی پوښتنی هم راسره خپل نظرشریک کړی

ګرانولوستونکو! کله چی دوهابی لپاره دغسی پورتنی ښکاره تعریف موجود وی، نوبیاولی سربیره پردغه دوی په اسلامی ممالکوکی ریښه ونیوله؟ اوددنیاپه ګوټ ګوټ ته یی، خپل حرکت وغځوی؟ اودډیروخلګو عقیدی یی ورخرابی کړی؟. زه خولاندی څوټکی ددی کاردلامل اوسبب په صفت پیژنم:
1.دخلګوناپوهی. ځکه خلګ دخپل عقیدی څخه پوره معلومات نلری، نوچی هرڅوک ورته یوه خبره وکی، که وهابی وی اوکه بل څوک وی خلګ یی ورسره منی.
2.دخلګودغولولودلاری، اوپرځینی مشرانوباندی دپیسوپه ویشلوباندی په خلګوکی ددی حرکت تشهیرراغلیدی.
.3 دوقت دعلماؤ دغفلت اوسهل انګاری له وجه. چی داسی خبروته یی توجه نکوله.
.4 دیوسوچه اسلامی نظام دنه موجودیت له وجه. ځکه چی یوسوچه اسلامی نظام موجود نوی، هلته دهیڅ چاسره حساب اوکتاب نسته، هرڅوک به دځان لپاره ډلګی اوحزب جوړوی.
.5 په ځینی مواردوکی دجنګ اونظامی حملی له لاری دهمدغه حرکت تشهیراوترویج راغلیدی. لکه خپله سعودی چی په زوره دی حرکت په خپل ولکه کی راویستی.
.6په ځینی ځایونوکی دځوانو اوعصری علمآؤ دمدرنیزم اوعصری کیدلوڅخه هم دغه مشکل موجودشویدی، ځکه دوی عصری کیدل پدی باندی ترجمه کوی، چی بس عالم دی پیراخه سینه ولری هیڅ چاته دی شی نه وایی، هرڅوک پوه سه اوخپل یی کار، سره ددی چی خبره داسی نده، اسلام همیشه نوی دی اونوی به وی، پدی معنی سره چی اسلام زړیږی نه، هره مسلئه چی نوی په هره زمانه کی پیداکیږی، په اسلام کی الحمدلله دهغه لپاره حل شته، نومدرنیزم اوعصری کیدل هم دغه معنی ده، چی سړی نویو عصری مسائلوته په شریعت کی صحیح اودرست حکم پیداکړی، نه پدی معنی سره، چی اسلام دعصراوزمانی تابع کړی هرڅه چی عصراوزمانی ویل: بس هماغه اسلام معرفی کوه

ځماپه آند پورتنی 6 شیان دوهابیت دفتنی دخپریدلو لاملونه دی، خوستاسولوستونکوهم ورباندی نظرغواړم .

ستاسونظرڅشی دی؟


تندرطوفان
31.08.2012

مظهری صیب! زه ستاسودخبری سره بالکل موافق یم، همدغه لاملونه چی تاسوورته اشاره کړیده سبب ددغه شول چی وهابیت اونوری ګمراهی ډلی په اسلامی ممالکوکی نفوذوکړی.
کچیری زمونږعلماء همیشه فعاله اوبیداره وی، دهربدعتی په مقابل کی سخت ودریږی اوهغه خلګوته معرفی کړی، نوهیڅ کله به دداسی خلګوپه بدرګه داسلام دښمنان زمونږهیواداونورواسلامی هیوادونوته نه راځی، کفارخوتل کوشش کوی چی په مابین کی دمسلمانانوخپل ځان ته پیروان پیداکړی اوبیاددوی له لاری په اسلامی ممالکوکی خپل اهداف ترلاسه کړی، نوددی لپاره چی کفارو دټولودسیسواوتوطئوڅخه موخپل ځان پاک ساتلی وی،نوباید ددوی دټولولاس پوڅو اوغلامانوسره په همږغی باندی مقابله وکړو، پری نږدوچی زمونږپه مینځ کی درځ اوجدایی پیداکړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more