د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د قران او حدیث په تله

حذيفه
12.08.2012

[quote:44664b4f73="noorulhaqmazharee"]
درنوکتونکواوپه ټول افغان کی دعضویت درلودونکو! دغه سوالونه مادحذیفه اودده غوندی مجتهدینومخی ته ایښی دی، دی اودده پشان خلګ دعوه داجتهاد کوی، زمونږفقهه نه منی، البته په نامه دفقهی هیڅ شی نه منی، قیاس اواجماع اوتقلید نه منی،اودوی همیشه وایی:مونږدمسائلوپه حل کی دقرآن اوحدیث څخه استفاده کوو، نودوی دی مهربانی وکړی دغه مسائل دی دقرآن اوحدیث څخه په استدلال باندی حل کړی، کچیری دوی دغه مسائل په قرآن اوحدیث باندی حل کړه ډیرښه دی مونږبئی هم ورسره ومنواوخپل دعوه داجتهاد به هم ثابته کړی،
[/quote:44664b4f73]
نه ملګرې ! داسي نه ده چي زه به ځواب وايم ته به يې منې او بس ، بلکي که زه له قران او حدیث څخه دا مسائل حل کړم نو ته به له تقليد څخه توبه باسې ، ځکه تا ما ته همدا وړاندیز کړی دئ ، ته که له فقهې دا مسائل حل کوې او زه به ستا غوندي مقلد جوړېږم نو ایا زه چی مسائل له قران او حدیث څخه حل کړم بیا به ته زما غوندي له تقليد څخه لاس اخلې او که داسي نه کوې نو بیا دي خپله خبره هم واخله .
ستا پوښتنو ته زه په لاندي کرښو کي ځواب وايم وبه ګورو چي څومره د انصاف ماده در کي سته او منې يې که ترې انکاري کېږې؟
[quote:44664b4f73="noorulhaqmazharee"]
اوکه یی حل نکړه، نوتاسوټوله ورباندی ګواهان اوشاهدان وسی چی حذیفه صیب، اودده پشان سلفیان اووهابیان، مجتهدین ندی، بلکه دځانوڅخه یی دخلګودغولولواوخطاایستلولپاره جعلی اود درواغومجتهدین جوړکړی. که یی دغه پوښتنوته ځواب ورنکړنوبیازه ورته ځواب وایم (انشاء الله ) خوپه دی شرط چی داجتهاد د دعوی څخه به توبه باسی.
[/quote:44664b4f73]
لومړۍ خبره خو دي دا غلطه کړې ده چي ما تاته مخکي هم ويلي ول چي ما ته سلفي یا هم وهابي مه وايه زه مسلمان يم او دا نوم مي تر نورو ډېر خوښ دئ ، ځکه په قران کريم کي الله تعالي وايي:
هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا(الحج :۷۸)
ژباړه: ده (الله) تاسو مخکي هم او په دې قران کي هم مسلمان نومولي یاست.
اوس زما قراني نوم ښه دئ او که ستا حنفي یا هم د نورو سلفي یا وهابي؟
ته او ملګري دي ولي له کوم دلیل پرته ځانونه احناف بولئ خو د الله در کړی ښکلی نوم مو ايله کړی دئ؟
که ته په خپل نوم کي رښتونی يې نو ځواب يې له قران او حدیث څخه را کړه!.او که نه نو له دې سره مو لا په دروغو پيل کړی دئ ځکه يې نو ماته نسبت مه کوه .
که زه پوښتنو ته ځواب ور نه کړم نو ستا له فقهې یې ته را وړې سمه ده دا خو ښه خبره ، البته دا دوه شرطونه دي ناسم دي ، لومړی دا چي ته هغه مهال پوښتنو ته ځواب وايې چي زه يې ونه وايم او دويم دا چي که ته پوښتنې ځواب کړې نو زه به توبه وباسم.
ته کولای سې چي زما تر پوښتنو ځوابولو مخکي هم ځواب ووايې او له هرې مسئلې سره د قران یا حدیث څخه خپل دلیل هم را وړې او که نه نو داسي بې دلیله مسئله دي په څنګ کي پټه در سره ونیسه چي بل څوک يې در سره ونه ويني .
زما توبه دي ولي شرط کړې ده ؟ ته لکه چي پوهېږي چي زما فقه يې هم له ځوابولو عجزه ده او که يې حل را وړی وي نو بیا خو يې دلیل ور سره نه سته نو ځکه دي خبره تر داسي ځای پوري وتړله چي هغه محاله ده نو ته به هم په دې توګه له پوښتنو ځان خلاص کړې ، لکن زه ستا عقل ته حیران يم ، يوه مسئله چي په قران او حدیث کي نه وي نو ستا فقه يې له کومه کوي؟
که يې له اجماع او قیاس څخه حل کوي نو ایا دا د نبي په زمانه کي هم ول که نه ؟
که ول نو بیا ستا د فقهې څه کمال سو دا خو رسول الله حل کړې دي نو تا او فقهې دي څه وکړل؟
که نه وي نو بیا خو موږ ته د منلو وړ نه دي ځکه دا خو بیا دين نه سو نو ته يې اوس حل ووايه!.
ستا فقه ځيني داسي اصول لري چي هغو ته په پام مسائلې حل کېږي خو الله او رسول يې داسي اصول نه سي اېښودلای چي د راتلونکي وخت پېښېدونکي مسائل پرې حل سي؟
په داسي حال کي چي رسول الله وايي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « فُضِّلْتُ عَلَى الأَنْبِيَاءِ بِسِتٍّ أُعْطِيتُ جَوَامِعَ الْكَلِمِ(متفق علیه ، مسلم حدیث نمبر: ۱۱۹۵)
ابوهریره وايي رسول الله وويل : ماته پر مخکينيو انبياؤ په شپږو شيانو فضیلت را کړل سوی دئ ما کلي فامولې یا قوانين را کړل سوي دي.
په دې حدیث کي رسول الله وايي ماته فارمولې را کړل سوې دي ، نو ایا ستا فقهاؤ تر رسول الله هم ښې فارمولې لرلې؟
ایا دا اصول چي تاسو وضع کړي دي له الله او رسول څخه هېر ول او که ورک؟
نو کومه مسئله چي په قران او حدیث کي حل ونه لري هغه بیا ماته والله که هيڅ اهميت هم لري ، ځکه دا بیا د خلکو اندونه وي چي ماته يې پيروي کول لازمي نه دي ، خبره به د وحې وي او که وحې نه وي نو بیا يې ته در سره پټ کړه ځکه زه له وحې پرته شی ته هم عقيده نه لرم او د هيچا خبرې ماته د منلو وړ نه دي ځکه الله دين په قران او حدیث کي مکمل کړی دئ نو که يې څوک مکمل بولي هغه به پر قران او حدیثو عمل کوي او که يې څوک مکمل نه بولي نو هغه به نور شیان په هم په دين ګډوي او له زياتو مشکلاتو سره به ځان مخ کوي.
[quote:44664b4f73="noorulhaqmazharee"]
1.مجتهد صیب! ده انا(دپلارموراویادمور مور) سره نکاح کول راودی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، دمجازاوحقیقت خبره به نکوی، ځکه مجازاوحقیقت یوقسم تأویل دی، اوتأویل یواصل داصولوڅخه داصول الفقه دی، اوتاسواصول الفقه نه منی.
[/quote:44664b4f73]
له انا سره نکاح روا نه ده ، ځکه د شريعت له مخې انا یا هم لمسۍ په اصولو یا هم فرعو کي داخله ده ، د قران کريم یا هم د حدیثو عمومي فارمولو ته که وکتل سي نو له انا او لمسۍ داړو سره نکاح حرامه ده ، ځکه انا د مور په حکم کي ده او لمسۍ د لور ، په اړه يې الله تعالی وايي:
وَلَا تَنْكِحُوا مَا نَكَحَ آَبَاؤُكُمْ(النساء :۲۲)
ژباړه: له هغو مېرمنو سره نکاح مه کوئ چي ستاسو پلرونو ور سره نکاح کړې وه.
د قران کريم د اصطلاح له مخې پلار یوازي هغه نه دئ چي انسان ترې پيدا سوي وي بلکي تر دې لوړو ته هم پلار ويل کېږي ، لکه په قران کريم کي ډېر ځايونه داسي وايي:
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آَدَمَ(الاسراء:۷۰)
أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آَدَمَ(یس :۶۰)
اوس په دې ايت کي د رسول الله د زمانې او ترې وروسته امت ته خطاب دئ او یا په لومړي ايت کي الله ټول انسانيت یادوي نو ایا هر یو له ادم څخه پيدا سوی دئ؟
که ځواب نفې وي نو بیا معلومه سوه چي د نکاح په ايت کي هم یوازي یو پلار او یا هم یوه مور هدف ده بلکي تر دې لوړ هم مراد دي.
یا لکه حدیث کي چي وايي:
عن عَائِشَةَ، قَالَتْ: خَرَجْنَا لاَ نَرَى إِلاَّ الْحَجَّ، فَلَمَّا كُنَّا بِسَرِفَ حِضْتُ، فَدَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم وَأَنَا أَبْكِي، قَالَ: مَا لَكِ، أَنُفِسْتِ قُلْتُ: نَعَمْ قَالَ: إِنَّ هذَا أَمْرٌ كَتَبَهُ اللهُ عَلَى بَنَاتِ آدَمَ(بخاري کتاب الحیض باب کیف کان بدء الحیض حدیث نمبر:۲۹۰)
عائشه وايي موږ د حج لپاره ولاړو خو پر سرف نومي ځای ما ته د حیض ستونزه پېښه سوه نو رسول الله ماته راغی او ما ژړل هغه وويل : څه کوې ایا حیض در ته پېښ سوی دئ؟
ما وويل:هو !ده وويل: دا يو داسي امر دئ چي الله د ادم لوڼو ته مقدر کړی دئ.
اوس رسول الله په دې ځای کي ټولي مېرمنې د ادم لوڼې ووبللې ایا داسي ده چي دا ټولي ښځې له ادم څخه پيدا سوې وې؟
که ځواب نفې وي نو بیا معلومه ده چي په دې ځای کي فروع ټول د اصول تابع دي او د نکاح په مسئله کي هم داسي ده ، الله تعالي وايي:
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ(النساء :۲۳)
ژباړه: پر تاسو ستاسو مندې او لوڼې حرامي سوې دي.
اوس په دې ځای کي له مندو څخه یوازي مورانې هدف نه دي بلکي اصول يې مراد دي او له لوڼو څخه هم یوازي لور موخه نه ده بلکي فروع يې مقصد دي او دا د قران او حدیثو له مخکينيو بیان سويو قواعدو په ښه توګه معلومېږي .
نو پورتني بیان ته په پام ويلای سو چي له اناګانو او لمسيو سره نکاح حرامه ده .
[quote:44664b4f73="noorulhaqmazharee"]
2.مجتهد صیب! په ټلفن باندی نکاح اوبیع منعقده کیږی اوکنه؟ اوطلاق پری واقع کیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس به نکوی ځکه قیاس خوتاسونه منی.
[/quote:44664b4f73]
قیاس نه کوم بلکي د قران او حدیثو له عمومي قوانينو په اخذ يې روښانه ځواب در کوم ان شاء الله!
الله تعالي وايي:
هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا(البقره:۲۹)
ژباړه: دی هغه ذات دئ چي په ځمکه کي ټول شته يې ستاسو د ګټې لپاره پيدا کړي دي.
د قران له دې عمومي ايت څخه موږ ويلای سو چي نکاح په ټليفون کولای سي او بیع ، دارنګه طلاق ور کولای ، ځکه دا شيان الله زموږ د ګټې لپاره پيدا کړي دي او موږ يې په استعمال کي د شريعت له مخې کومه ستونزه نه وينو ، البته بیعه کېږي خو په ماکولاتو کي قبضه لازمي ده نو که وکيل ونه لري او ماکول شی خبله په قبضه کي وانخلي بیا له دې عمومي قاعدې استثنا ده او نه سي کولای چي له قبضې پرته بیع وکړي ، رسول الله وايي:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنِ ابْتَاعَ طَعَامًا فَلاَ يَبِعْهُ حَتَّى يَقْبِضَهُ »(متفق علیه ، مسلم حدیث نمبر :۳۹۱۵)
اوس که سړی پرې قبضه ونه لري نو دا مال نه سي پلورلای بلکي په دې ځای کي قبضه لازمي ده .
عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ كُنَّا فِى زَمَانِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- نَبْتَاعُ الطَّعَامَ فَيَبْعَثُ عَلَيْنَا مَنْ يَأْمُرُنَا بِانْتِقَالِهِ مِنَ الْمَكَانِ الَّذِى ابْتَعْنَاهُ فِيهِ إِلَى مَكَانٍ سِوَاهُ قَبْلَ أَنْ نَبِيعَهُ.(مسلم ح :۳۹۱۸)
په دې حدیث کي هم دې لورته اشاره سوې ده چي تر ولکې وړاندي به يې نه پلوري.
اوس الله عمومي قانون بیان کړ چي په ځمکه کي پنځول سوي شيان ستاسو لپاره دي نو دا قاعده په هغو شيانو کي پر خپل اصل پاتې ده شي په شريعت کي منعه نه وي ترې راغلې او دا قاعده موږ ته دا په ګوته کوي چي په معاملاتو کي اصل دا دئ چي د شي منعه به شريعت کوي که منعه نه راغله یا همداسي سکوت ترې وسي نو هغه شيان روا دي او هيڅ منعه نه لري.
نو اوس که ته پرې نقد لرې هغه را مخ ته کړه !.
که يې تاته په قران او حدیث کي منعه معلومه وي هغه را ته په ګوته کړه!.
هیله ده تر ځواب پوره کولو بل څوک په دې پاڼه کي مداخله ونه کړي.
نور بیا...


وزیري
13.08.2012

حذیفه صاحب ته وایی چی ستا نوم مسلمان دی او د ثبوت لپاره دي دا مبارک آیت شریف هم راوړیدی هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا(الحج :۷۸)
بیا دي ورپسی لیکلی دي: اوس زما قراني نوم ښه دئ او که ستا حنفي؟

وروره که خالي په دي باندي وي چی له قرآن نه تور ټکي رانقلول وي او په مفهوم او مطلب یی ځان نه پوه کوي نو بیا خو زمونږ نوم له تانه مخکي ذکر شویده. الله جل جلاله مهرباني کوی چی: مَا كَانَ إِبْرَ‌اهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَ‌انِيًّا وَلَـٰكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِ‌كِينَ ﴿آل عمران: ٦٧﴾

دوهم که ستاسو نوم مسلمان وي او وي نو تاسو خو به ان شاء الله هیڅکله مومنان هم نشی که څنګه؟ ځکه چی کله ته مومن شي نو ستا د مسلمان نوم له تانه ولویده، بیا لکه چی غرق شوی.
[color=blue:65fa90ebc1][/color:65fa90ebc1] :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :P :P :P :P :P :P :P :P :P


حذيفه
29.08.2012

په تېرپسی
وزیري صیب !
ولومړی خو دي دا غلط کار وکړ چي زما له یادونې سره دي رابړچ وهل او د ليکنې په روان تسلسل کي دي غنډ رامنځ ته کړ او دويمه ستره تېروتنه دا کوې چي د خلکو ليکنې سمې نه ګورې بس رد او نيوکې ته منتظر يې چي کله يې وخت ومومې نو بې ځایه او بې هدفه لوی توغندی وتوغوې خو نه يې هدف معلوم سي او نه هم په دې وخت کي ګټه لري.ما مخکي هم داسي ليکلي ول:
[quote:d6212de8c6="حذيفه"]
يوه غوښتنه مي ده چي باید له ماسره تل په بحث کي دې ته پام وکړې چي زه له مسلمان او مومن پرته نور نومونه نه منم ، ته بايد ماته د سلفي یا وهابي نوم استعمال نه کړې ، ځکه دا زما پر شخصيت تېری دئ ، په بحث کي ما ته دارنګه نومونه منسوبول چي زه هغه ځان ته نه خوښوم پر مقابل لوری یو ډول شخصتي تعرض بلل کېږي چي د بحث له اصولو سره اړه نه لګوي .[/quote:d6212de8c6]
خو ته د چا ليکنې نه ګورې او یا هم دومره حافظه نه لرې چي تېري خبرې یادې وساتي نو له دې امله هر وخت بې ګټې نيوکې کوې ، ګرانه ! یوځل ليکنه یا د يوه ملګري ځواب ښه پوره ګوره بیا راسه نيوکه وکړه ، نیوکه ستا او د هر ملکري حق دئ چي څوک يې نه در څخه اخلي او نه يې هم وس لري خو پر ځای او سمه علمي نيوکه.
نه خو ما د مسلمان د نوم په یادولو د مومن نفې کړې ده او نه هم بل چا دا معنی ترې قصد کړې ده خو ته عالمانه تجاهل کوې او بیا ځایه خلکو ته شکوک پيدا کوې.
او د حنیف نوم په اړه زه تاته قضاوت در کوم چي ستا دي د الله په ذات قسم وي چي تاسو ځانونو ته د احناف یا هم حنفي د ابراهيم علیه السلام له امله وایاست او که د امام صیب د مذهب له امله؟
تاته څوک وايي : د چا په مذهب يې نو ته څه ځواب ور کوې؟
ایا ته ورته نه وايې چي د امام نعمان بن ثابت کوفي ابوحنیفه په مذهب يم؟
ګوره وزیري ! بحث کوه خو خلکو ته دوکه مه ور کوه ، په اسلامي ملت کي په عمومي توګه چي کوم نوم استعمالېږي نو هغه مسلمان یا هم مومن دئ او الله په خپل کتاب کي هر ځای په همدې دوو نومونو خطاب کړی دئ که له دې پرته نور هم وي نو ته يې راته په ګوته کړه که نه نو ومنه چي د مومن ملت لپاره همدا دوه نومه دي او همدا قراني اصطلاح هم ده .

[quote:d6212de8c6="noorulhaqmazharee"]
3.مجتهد صیب! کومه ښځه چی دFee stool په ناروغی اخته وی جماع ورسره رواده اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوفقهی تحقیق ته به نه کوی ځکه تاسوهغه نه منی.
[/quote:d6212de8c6]
ملګرې ! په دې ناروغي کي شرعا له جماع څخه منعه نه ده راغلې ، خو که طبي زیانونه يې لرل نو د طب پوهانو له رایه سره سم عمل دي وکړي . الهي وينا ده :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ(البقره:۲۲۲)
ژباړه: او دوئ له تا څخه د حیض په اړه پوښتنه کوي ورته ووایه چي حیض مرداري ده نو په حیض کي له ښځو ليرې سئ او تر پاکېدلو مه ور نژدې کېږئ.
په قران او حدیث کي خو يې همدا ځواب دئ او له دې پرته يې ستا د یادې ناروغۍ په حالت کي منعه نه ده کړې نو که ډاکټران يې منعه نه کړي شرعا کوم بنديز نه سته .
او طبي اړخ يې په طب پوري اړه لري له هغو دي پوښتنه وسي.

[quote:d6212de8c6="noorulhaqmazharee"]
4. مجتهدصیب! که چایوڅوک په موټرباندی ووهی، نوداکوم قسم قتل دی؟ اوپردی سړی دیت ورکول کیږی اوکنه؟ که کیږی څونه دیت باید ورکړی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړی قیاس اوفقهی تحقیق به نکوی، ځکه تاسوخوهغه نه منی.
[/quote:d6212de8c6]
که څوک په موټر ووهل سي نو دوه حالته لري یا به قصدا وهل سوی وي او یا به يې په تېروتنه ، نو که په تېروتنه وهل سوي وي قران کريم يې په اړه وايي:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا فَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِنَ اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا(النساء:۹۲)
په دې ايت کي د دیت یادونه هم سوې ده اوس پوښتنه داده چي څومره ديت؟ نو امام شافعي رحمه الله په کتاب الام کي په صحيح سند حدیث نقلوي:
أخبرنا مَالِكُ بن أَنَسٍ عن عبد اللَّهِ بن أبي بَكْرِ بن مُحَمَّدِ بن عَمْرِو بن حَزْم عن أبيه أَنَّ في الْكِتَابِ الذي كَتَبَهُ رسول اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم لِعَمْرِو بن حَزْمٍ في النَّفْسِ مِائَةٌ من الْإِبِلِ(کتاب الام دیات الخطا)
نو پورتني روايت په پام ویلای سو چي په ديت کي به سل اوښان ور کول کېږي.
او که په قصدي توګه وهل سوي وي نو په اړه يې الهي وينا ده:
وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا(النساء:۹۳)
دنيوي سزا يې دا ده:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى(البقره:۱۸۷)
د بقرې ايت دا په ګوته کوي چي څوک قصدا قتل وکړي نو هغه ته به همدغه سزا ور کوله کېږي.
[quote:d6212de8c6="noorulhaqmazharee"]
5.مجتهدصیب! په واټرپمپWater pump کښی عشرسته اوکنه؟ که سته، عشرسته اوکه نصف عشر؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس به نکوی ځکه ستاسودقیاس سره نده جوړه.
[/quote:d6212de8c6]
ښاغلې ! په واټر پمپ کي نصف العشر دئ ، ځکه د روايت توري په دې اړه عام دي ، حدیث کي وايي چي کوم کښت په را ختونکو اوبو اوبېږي نو په هغه کي نصف العشر دئ ، لکه چي وايي:
عن سالم بن عبد الله عن أبيه رضي الله عنه
: عن النبي صلى الله عليه و سلم قال ( فيما سقت السماء والعيون أو كان عثريا العشر وما سقي بالنضح نصف العشر )(بخاری کتاب الزکات باب العشر فيما يسقي من ماء السماء وبالماء الجاري ح:۱۴۱۲)
په دې حدیث کي د نضح ذکر سوی توری عام دئ ، عربي لغت پوهان يې دارنګه تشريح کوي:
( بالنضح ) بنضح الماء والتكلف في استخراجه
یعني د اوبو په کښلو کي تکليف ، اوس نضح زموږ د وخت په واټر پمپ کي هم سته او هم اوبه له کښې څخه را کښلې کېږي نو له دې امله به نصف العشر ور کوي.
بل روايت کي يې یو مثال هم ذکر کړی دئ:
قَالَ « فِيمَا سَقَتِ الأَنْهَارُ وَالْغَيْمُ الْعُشُورُ وَفِيمَا سُقِىَ بِالسَّانِيَةِ نِصْفُ الْعُشْرِ ».(مسلم ح:۲۳۱۹)
د هغه وخت له رواج سره سم يې د نضحې یو مثال همدا په اوښ یا هم اوښه د اوبو راکښل وو او د بخاري د روايت توري عام دي چي زموږ د وخت همدا ذرائع هم په کي داخل دي.

الله تعالی په خپل کلام یا هم د رسول الله له خولې داسي فارمولې یا هم ټولنېزې او غوره معنا لرونکې کليمې راوړې چي د نن وخت مسلمانان يې هم هک پک کړي او تر ننه پېښېدونکي مسائل د همدې کليماتو او عمومي فارمولو په وسېله حل کوي ، دا د الله عزوجل د رښتني دين يوه داسي ځانګړنه ده چي په بل هيڅ قانون او دين کي نه سته .



ع کريم حليمي
29.08.2012

[quote:a59e06f365] بحث کوه خو خلکو ته دوکه مه ور کوه ، په اسلامي ملت کي په عمومي توګه چي کوم نوم استعمالېږي نو هغه مسلمان یا هم مومن دئ او الله په خپل کتاب کي هر ځای په همدې دوو نومونو خطاب کړی دئ که له دې پرته نور هم وي نو ته يې راته په ګوته کړه که نه نو ومنه چي د مومن ملت لپاره همدا دوه نومه دي او همدا قراني اصطلاح هم ده . [/quote:a59e06f365]
اسلام یوه ونه ده څلور ښاخونه لري ، حنفي ، حنبلي ، شافعي مالکي
اخلاقآ : خبره داسي ده چه : که دکفارو په منځ کښي در نه پوښتنه وشوه چه څوک يي ؟؟ ورته ووایه چه مسلمان يم ، او که ټول مسلمانان وي او خود پخانه یو ، یو سړی ناری وهي چه زه مسلمان یم ،
دا تر کاسې کاسه لاندي ده ، که چا وویل چه زه خنفي يم ، نو د دین نه ووتلۍ ؟؟؟؟
درنښت


حذيفه
30.08.2012

په تیرپسی
[quote:a733d455f8="noorulhaqmazharee"]
6.مجتهد صیب! په قطب جنوبی اوشمالی کی چی شپړمیاشتی شپه اوشپږمیاشتی ورځ ده، مسلمان به هلته پنځه وقت لونځ څنګه کوی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، زمونږدفقه څخه به غلانکوی، اودبل چاتقلید به هم نکوی ځکه تاسوزمونږدفقه سره ټکریاست، اودتقلیدنفی هم ستاسوبی مصداقه شعاردی.
[/quote:a733d455f8]

زموږ شعار د الله او رسول اطاعت ته د انسانانو رابلل دي ، پاته سو تقليد نو دا یوداسي لفظ دئ چي نه په قران کي ستاسو د مروجې معنی لپاره استعمال سوی او نه په حدیث کي ، نه ته په پوه سوې او نه دي ملګري ، نه يې کوم مصداق سته او نه به يې تل پيدا کړې ، نه دي تر اوسه نورو ته په دې خبره سر ور خلاص کړی دئ.
پاته سوه پوښتنه نو ځواب يې رسول الله په حدیث کي سته او نه ستا فقه غلا کوم او نه يې اړتیا وينم.
حدیث کي دي:
قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا لَبْثُهُ فِى الأَرْضِ قَالَ « أَرْبَعُونَ يَوْمًا يَوْمٌ كَسَنَةٍ وَيَوْمٌ كَشَهْرٍ وَيَوْمٌ كَجُمُعَةٍ وَسَائِرُ أَيَّامِهِ كَأَيَّامِكُمْ ». قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ فَذَلِكَ الْيَوْمُ الَّذِى كَسَنَةٍ أَتَكْفِينَا فِيهِ صَلاَةُ يَوْمٍ قَالَ « لاَ اقْدُرُوا لَهُ قَدْرَهُ ».(مسلم کتاب الفتن واشراط الساعه باب ذکر الدجال وصفته ومامعه ح :۷۵۶۰)
ژباړه: موږ وويل: اې د الله رسوله! په ځمکه کي به يې هستوګنه څومره وي؟ ده وويل: څلوېښت ورځې ، یوه ورځ يې لکه کال ، بله يې لکه میاشت ، بله يې لکه اونۍ او نوري ورځي همدا ستاسو د عامو ورځو په شان دي ، موږ وويل : اې د الله رسوله! په هغه ورځ کي يو لمونځ کفایت راته کوي چي اندازه يې د یوه کال ده؟ده وويل : نه ! بلکي وخت به ورته اندازه کوئ.
نو له همدې تورو د نن ورځې د قطبینو مسله هم واضحه ده ، هغوئ به د خپل لمانځه لپاره وخت اندازه کوي او بیا به لمونځ کوي.
شپږ میاشتې ورځ یا هم شپه کي يې یو لمونځ یا هم پنځه لمونځونه کفایت نه کوي.
[quote:a733d455f8="noorulhaqmazharee"]
7.مجتهدصیب!په اوسنی نقدوپیسو(افغانیو،ډالر، کالداره اوداسی نور) کی سودی معاملات راځی اوکه نه؟ که راځی نوداپه کوم قسم اموال ربویه کی داخل دی؟ اوداغسی پدوی کښی زکاة شته اوکنه ؟ که زکوة شته نوپه کوم حساب به زکوة ورکوی؟ یعنی په حساب د سروزرو اوکه دسپینوزرو؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوتقلید به نکوی، ځکه دقیاس اوتقلیدسره خوتاسوپه هغه ښه کال کی جوړنواست.
[/quote:a733d455f8]

ګرانه ! زما د معلوماتو له مخې له نصوصو داسي برېښي چي ربا دوه ډوله ده چي يو يې د ربا فضل او بل يې د ربا نسئه په نوم یادولای سو.
اوس که همدا یاد سوي شيان یوکس په قرض ور کول سي او بیا پرې زیادت غوښتل کېږي نو همدا سود یا ربا ده ځکه الله تعالی وايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (278) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ(البقره:۲۷۹)
ژباړه: اې مومنانو! له الله وډار سئ او ایله کړئ هغه څه چي پا ته ده (پرخلکو) له زیادته که مومنان یاست. نو که مو دا کار ونه کړ د الله او رسول له لوري يې در ته د جنګ اعلان دئ او که مو توبه وکړه نو ستاسو لپاره خپل مالونه دي نه به تاسو تېری کوئ او نه به پر تاسو تېری کېږي.
او د بیعې په حالت کي صرف شپږ شیان دي چي رسول الله د ربا یادونه په کي کړې ده ، لکه چي وايي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « التَّمْرُ بِالتَّمْرِ وَالْحِنْطَةُ بِالْحِنْطَةِ وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ مِثْلاً بِمِثْلٍ يَدًا بِيَدٍ فَمَنْ زَادَ أَوِ اسْتَزَادَ فَقَدْ أَرْبَى إِلاَّ مَا اخْتَلَفَتْ أَلْوَانُهُ ».
په دې حدیث کي څلور شیان یاد سوي دي چي که یو دبل مثل نه وو او هم يې لاس په لاس نه وو نو سود دئ ، همدا وروسته توري يې ښه وضاحت کوي که يې زيادت وکړ او یايې غوښتنه وکړه نو سود دئ خو که يې جنسونه يا صنفونه سره مختلف سول بیا يې هر ډول بیعه روا ده .
بل ځای بیا وايي
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ وَزْنًا بِوَزْنٍ مِثْلاً بِمِثْلٍ وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ وَزْنًا بِوَزْنٍ مِثْلاً بِمِثْلٍ فَمَنْ زَادَ أَوِ اسْتَزَادَ فَهُوَ رِبًا ».(مسلم ح:۴۱۵۲)
په دې حدیث کي يې د دوو نورو شیانو يادونه هم کړې ده چي سره او سپين دي ، په دې کي هم پورتني قيدونه سته او له دې پرته سود دئ.
پاته سوه د زکات موضوع يې نو اصلا زکات په مالونو کي فرض سوی دئ ، هر ډول مال چي وي زکات به يې ور کول کېږي ، همدا د اوس وخت کلدارې یا د هیواد دننه افغانۍ او یا هم د نورو هیوادونو ډالر او ... که هغه حد ته ورسېږي چي شريعت ورته ټاکلی دئ نو زکات به يې ور کوي .
روايت کي دي:
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رضي الله عنه، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ أَوَاقٍ صَدَقَةٌ(بخاري کتاب الزکات باب ما ادی زکاته فلیس بکنز ح:۱۳۴۰)
ژباړه:ابوسعيد وايي چي رسول الله وويل : تر پنځه اوقیې په کمو سپينو زرو کي زکات نه سته.
په دې حدیث کي د نقدو پیسو همدا نصاب ټاکل سوی دئ نو چي همدې ته يې نصاب ورسېږي له دې قرره به د خپل مال زکات ور کوي.

[quote:a733d455f8="noorulhaqmazharee"]
8. مجتهدصیب! که چادانترنتی هک ګرانوله لاری دچاله بانکی حسابه څخه پیسی غلاکړی اوپه خپل بانکی حساب کیی اضافه کړی،اوپیسی هم ډیری وی،آیادی ته سرقت ویل کیږی اوکنه؟، که ویل کیږی، نوآیاددی سړی لاس ورباندی پری کیږی اوکنه؟.په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، داجتهاد داوصولو اوخپل دمدعی څخه به مخالفت نکوی.
[/quote:a733d455f8]

ګرانه! تا خو به يوځل زما مدعی او هم هغه اصول روښانه کول چي زه هم پر هغو دره همنظره یم ، دلته خو دي صرف یوه خبره کړې ده او دا ځای يې هم نه معلومېږي چي اوس ما تاته څه ويلي دي ، د اجتهاد په اړه خو مي کومه خبره نه ده در سره کړې او او نه يې ما پر اصولو څه نظر ور کړی دئ دا خو ستاسو مدعی ده او تاسو يې تشريح کړئ.
که څوک هغه ډول غلا وکړي لکه پورته چي يې یادونه سوې ده نو هغه کس غل بلل کېږي او لاس يې هم پرې کېږي ، ځکه الله عزوجل وايي:
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(المائده:۳۸)
په دې ايت کي الله تعالی مطلق د غلا یادونه کړې ده نو که څوک همدا غلا وکړي چي د همدې عمومي غلا یو فرد يې بللای سو غلا ده او لاس يې پرې قطع کېږي.
او کوم تعريف چي يې تا وړاندي کړی وو د هغه له مخې هم دا غلا ده او لاس يې پرې کېږي، ځکه هلته د مال خوندي کېدل شرط وو چي دا قید يې په اکمله درجه پوره دئ او د مال په پټه طریقه وړل په کي یاد سوی ول نو د پټ وړلو يې تر دې بله غوره لاره نه سته لنډه دا چي ټول شرائط يې پوره دي او لاس يې بايد پرې کړل سي .
[quote:a733d455f8="noorulhaqmazharee"]
9. مجتهدصیب! دراډیو، کامپیوټراوټیپ څخه دسجدی دآیت په اوریدلوباندی سجده تلاوت لازمیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، اجتهادی غلابه نکوی، دقیاس اوعقل څخه به هم کمک نه غواړی ځکه قیاس تاسونه منی اوپرعقلی دلائلو باندی تاسوباورنلری.
[/quote:a733d455f8]

ګرانه ! ته لکه چي په هوښ کي نه يې او یا هم ړندې تګلارې داسي ستا عقل ځپلی دئ چي اوس د خبرو تر منځ توپير هم نه سې کولای ، يو له عقل څخه په دين کي دلائل ويل دي او بل د عقل په ذریعه په دين ځان پوهول دي دا دوه دومره متضادې کليمې او جملې دي چي ان ماشوم هم په پوهېږي خو ستا د ړانده تقليد همدا ګټه ده چي اوس دي په واضحو او ښکاره خبرو هم سر نه خلاصېږي .
له عقله به مرسته غواړو چي په دين پوه سو ځکه که عقل بیخي استعمال نه سي نو بیا خو انسان ګرسره مکلف نه دئ ، ځکه چي عقل نه وي نو انسان کله په دين پوهېږي او که عقل د مسلې ثابتونکی او مثبت وګڼو نو تر لمر روښانه ده چي دا د ضلالت لار ده نو ته دا دوې لارې سره بېلي کړه او بیا دي خپله پوښتنه په ښه ښکاره او څرګندو کليماتو وړاندي کوه که نه خلک در باندي خاندي او خړ به دي کړي.
د تلاوت سجده که څوک له راډيو ، ټيپ یا هم بل شي پرته مخا مخ له قاري څخه واوري هم يې کول لازمي نه دي او نه په دې توګه سجده واجب سوه ، ځکه روايت کي دي:
عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ قَالَ قَرَأْتُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم وَالنَّجْمِ فَلَمْ يَسْجُدْ فِيهَا(بخاري کتاب سجود القران باب من قرأ سجده ولم یسجد ح :۱۰۲۲، مسلم ح:۱۳۲۶)
زید وايي چي پر رسول الله مي د النجم سورت تلاوت کړ نو هغه سجده په کي نه وکړه .
پورته روايت کي دا ذکر سول چي رسول الله خپله هم سجده نه ده کړې او په داسي حال کي چي په همدې سورت کي سجده سته ، لکه چي وايي:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- أَنَّهُ قَرَأَ (وَالنَّجْمِ) فَسَجَدَ فِيهَا وَسَجَدَ مَنْ كَانَ مَعَهُ غَيْرَ أَنَّ شَيْخًا أَخَذَ كَفًّا مِنْ حَصًى أَوْ تُرَابٍ فَرَفَعَهُ إِلَى جَبْهَتِهِ وَقَالَ يَكْفِينِى هَذَا. قَالَ عَبْدُ اللَّهِ لَقَدْ رَأَيْتُهُ بَعْدُ قُتِلَ كَافِرًا.(بخاری ح:۱۰۲۰ ، مسلم ح: ۱۳۲۵)
په دې روايت کي وينې چي رسول الله یوځل خپله سجده کړې هم ده او دا د مکې ژوند هم وو نو اوس ته ووایه چي تاسو يې ولي ضروري بولئ او ته چي يې واجب ګڼې کوم لاسوند ورته لرې؟.
[quote:a733d455f8="noorulhaqmazharee"]
10.مجتهد صیب! په برقی اوالکترونیکی ماشینونوباندی دحیوناتوحلالول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، تقلیدبه نکوی، ځکه تقلیدخوتاسوته خوندنه درکوی.
[/quote:a733d455f8]

په برېښنايي الاتو د څارويو ذبح هغه مهال روا ده چي د الله نوم پرې یاد کړي ، مثلا : که یو سړی لس څاروي په يوه پلا ذبح کوي او د الله نوم پرې یاد کړي نو جواز لري او که يې نوم پرې یاد نه کړ نو جواز نه لري
الله تعالی وايي:
فَكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ إِنْ كُنْتُمْ بِآَيَاتِهِ مُؤْمِنِينَ(الانعام :۱۱۸)
ژباړه: نو له هغه څه خوراک کوئ چي د الله نوم پرې یاد سوی وي که د ده پر ایاتونو ایمان لرئ.
خو د برېښنايي الاتو په اړه غوڅه پرېکړه هغه مهال کیدلای سي چي د حلالولو کیفیت او د دې الاتو ماهیت روښانه سي.
په دې ايت کي الله هغه څه حلال وبلل چي د الله نوم پرې یاد سوی وي ، په حدیث کي غاښ ، نوک او اډوکی ترې بېل سوی دئ ، لکه چي وايي:
عن رافع بن خديج قال قال النبي صلى الله عليه و سلم
: ( كل - يعني - ما أنهر الدم إلا السن والظفر )(بخاري کتاب الذبائح والصید باب لا یذکی بالسن والعظم والظفر ح: ۵۱۸۷)
ژباړه: رافع بن خدیج وايي چي رسول الله وويل : هغه شی خورئ چي وینه يې توی شي مګر نه په غاښ او نوک .
په یو بل روايت کي بی داسي توري هم سته :
وَسَأُحَدِّثُكَ أَمَّا السِّنُّ فَعَظْمٌ،(بخاري كتاب الذبائح والصيد: 23 باب ما ندّ من البهائم فهو بمنزلة الوحش)
ژباړه: او ژر به خبر در کړم چي غاښ اډوکی دئ .
په دې روايت کي د اډوکی یادونه هم سوې ده نو له دې شيانو يې ذبح کول حرام دي .
دارنګه يې د وينې توی کول هم اړين دئ ځکه روايت کي همدا یادونه وسوه او که يې څوک په ګاز وژني نو دا حرام دي.
او په يو بل حدیث کي بیا داسي ويل سوي دي:
عَنْ عَدِىِّ بْنِ حَاتِمٍ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّى أُرْسِلُ الْكِلاَبَ الْمُعَلَّمَةَ فَيُمْسِكْنَ عَلَىَّ وَأَذْكُرُ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ فَقَالَ « إِذَا أَرْسَلْتَ كَلْبَكَ الْمُعَلَّمَ وَذَكَرْتَ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ فَكُلْ ». قُلْتُ وَإِنْ قَتَلْنَ قَالَ « وَإِنْ قَتَلْنَ مَا لَمْ يَشْرَكْهَا كَلْبٌ لَيْسَ مَعَهَا ». قُلْتُ لَهُ فَإِنِّى أَرْمِى بِالْمِعْرَاضِ الصَّيْدَ فَأُصِيبُ فَقَالَ « إِذَا رَمَيْتَ بِالْمِعْرَاضِ فَخَزَقَ فَكُلْهُ وَإِنْ أَصَابَهُ بِعَرْضِهِ فَلاَ تَأْكُلْهُ ».
(متفق علیه ، بخاري ح: ۵۱۶۰، مسلم ح: ۵۰۸۱)
په دې روايت کي يې یو بل شی هم ترې بېل کړ هغه دا چي که د غشي په تیرو نه بلکي په بره یا پلنوالي ولګېږي نو هم يې خوراک جواز نه لري.

[quote:a733d455f8="noorulhaqmazharee"]
11.مجتهد صیب! دیوه انسان وینه ورکول وبل انسان ته، اویادوینی رانیول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس اوتقلید به نکوی.

دځواب په هیله
[/quote:a733d455f8]
ښاغلې ! وینه حرامه ده خو په قران کي د ضرورت حالت ترې بېل سوی دئ ، لکه چي وايي:
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ(البقره:۱۷۳)
په دې ايت کي ویل شوی چي که مجبور سوی د تېري او بغاوت اراده مو نه وه نو کولای سئ چي د اړتیا په وخت کي پورتني حرام شيان وکاروئ.څرنګه چي انسان د وینې د کمېدو له امله د مرګې پولې ته رسېږي نو ځکه وينه ور کول جواز لري خو خرڅول يې جواز نه لري ځکه حدیث کي منعه ځني سوې ده:
قال إن رسول الله صلى الله عليه و سلم نهى عن ثمن الدم وثمن الكلب(بخاری کتاب البیوع باب ثمن الکلب ح: ۲۱۲۳)
په دې حدیث کي رسول الله د وینې او سپي د پیسو له اخیستلو منعه کړې ده ، ځکه نو وینه خرڅول ناروا دي که اړتیا وه مفته به يې ور کوي.

ښاغلی مظهري ! څنګه چي تا ما ته یولس پوښتنې وړاندي کړې وې او ما يې الحمد لله په قران او حدیث ځوابونه در کړل نو اوس ستا وار دئ زه هم دومره پوښتنې در ته وړاندي کوم په قران او صحيحو احادیثو يې ځواب را کړه که دي را نه کړ نو پوه سه چي فقه دي نيمګړې او له علمي بنسټونو خالي ده .
پای


حمید هڅــاند
30.08.2012

اسلام علیکم

دروند ورور حذیفه صیب، ماشاالله، الله پاک دي په علم او قلم برکت کړه. امین.



ع کريم حليمي
30.08.2012

[quote:33c58cecee]

زموږ شعار د الله او رسول اطاعت ته د انسانانو رابلل دي ، پاته سو تقليد نو دا یوداسي لفظ دئ چي نه په قران کي ستاسو د مروجې معنی لپاره استعمال سوی او نه په حدیث کي ، نه ته په پوه سوې او نه دي ملګري ، نه يې کوم مصداق سته او نه به يې تل پيدا کړې ، نه دي تر اوسه نورو ته په دې خبره سر ور خلاص کړی دئ.
پاته سوه پوښتنه نو ځواب يې رسول الله په حدیث کي سته او نه ستا فقه غلا کوم او نه يې اړتیا وينم.
حدیث کي دي:
قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا لَبْثُهُ فِى الأَرْضِ قَالَ « أَرْبَعُونَ يَوْمًا يَوْمٌ كَسَنَةٍ وَيَوْمٌ كَشَهْرٍ وَيَوْمٌ كَجُمُعَةٍ وَسَائِرُ أَيَّامِهِ كَأَيَّامِكُمْ ». قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ فَذَلِكَ الْيَوْمُ الَّذِى كَسَنَةٍ أَتَكْفِينَا فِيهِ صَلاَةُ يَوْمٍ قَالَ « لاَ اقْدُرُوا لَهُ قَدْرَهُ ».(مسلم کتاب الفتن واشراط الساعه باب ذکر الدجال وصفته ومامعه ح :۷۵۶۰)
ژباړه: موږ وويل: اې د الله رسوله! په ځمکه کي به يې هستوګنه څومره وي؟ ده وويل: څلوېښت ورځې ، یوه ورځ يې لکه کال ، بله يې لکه میاشت ، بله يې لکه اونۍ او نوري ورځي همدا ستاسو د عامو ورځو په شان دي ، موږ وويل : اې د الله رسوله! په هغه ورځ کي يو لمونځ کفایت راته کوي چي اندازه يې د یوه کال ده؟ده وويل : نه ! بلکي وخت به ورته اندازه کوئ.
نو له همدې تورو د نن ورځې د قطبینو مسله هم واضحه ده ، هغوئ به د خپل لمانځه لپاره وخت اندازه کوي او بیا به لمونځ کوي.
شپږ میاشتې ورځ یا هم شپه کي يې یو لمونځ یا هم پنځه لمونځونه کفایت نه کوي. [/quote:33c58cecee]

په دغه حدیث شریف کښي داښودل شوي چه دجال چه پیداسي یوه ورځ به دومره وي لکه کال .........

په دغه حدیث به هغه خلګ پوهیږي چه د دغه حدیث په عصر کښي وي
دغه پورته حدیث د قطبینو سره هیڅ نوع تعلق نه لري ، لمونځونه پر څو ډوله وختونو ادا کیږي ، د لمر ختو نه مخکي ، تر لمر لوېدلو ورسته ،
او په توره شپه

هر کله چه لمر راختلی وي ، نو دسهار لمونڅ په لمر راختلي حال کښی نه دئ کېدونکی ، او د عصر او ماپښین لمونځ هیڅ کله په داسي وخت کښي نه ادا کیږي چه لمر لوېدلی وي

هر لمونځ خپل خپل وخت لري ، او د هر وخت لمونځ‌ خپل تعداد رکاتونو لري

لوی لالا!! چه دغه پورته حدیث راوړی دی د حوالې په شکل ، د دغه حدیث مفهم د متلو وحی سره په نن عصر کښی ، په ټکر کښي دی ، په دغه حدیث باندي د عیسی ع د راتلو د عصر خلک پوهېداسي

جبرايل ع راغلئ وو او وسردار عالم ته ئې د لمانځه اول ، او آخر وختونه ورښوولي وه ، په صحیح حدیث سره ثابته ده چه هغه لمنځ قبلیږي په پر خپل وخت ادا سي ، یعني که که څوک را ولاړ شي د مازځکر یعني د عصر لمونځ په شپه کښي ادا کوي ، دغه لمونځ يې د عصر د لمانځه ځای نه نیسي

(إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا)
بېشکه چې لمونځ دى پرمؤمنانوباندې فرض کړى(ټاکلى ) شوى په معلومواوقاتوکې
درنښت


حمید هڅــاند
30.08.2012

[quote:bfe6d43855]تاسو چه په کوم حدیث فتوی ور کوئ ، ډېره لویه اشتباه او خطا کوئ ، ددغه حدیــــــث په مفـــــهوم او تــــــأویل تاسو نـــــه پوهېږئ !!!!! زه هم ، د د غه حدیث عصر لا ندئ رارسېدلئ چه عصر ئې نه دئ راغلئ ، دا د شمالي قطب ، ناروې د ملک او وطن سره څه اړه لري !!!!؟؟؟؟؟ [/quote:bfe6d43855]

ډېر محترم حلیمي صیب، خبره مو یوڅه روښانه وکړئ، زما خو سر نه شو خلاص چې تاسو څه ویل غواړئ.

درنښت


حذيفه
10.09.2012

سلام علیکم
لومړی ګرانه ورور هڅاند صیب !
تاسو ته دي هم الله اجرونه در کړي او راته ژوندي اوسئ!.
کريمي صیب !
ستاسو په مطلب زه هم پوه نه سوم ، نه پوهېږم چي ولي داسي ګونګه ليکنه کوې؟
د بل په مطلب پوه نه سې ليکنه کوې او که خپل هدف په روښانه ټکو کي نه سې بیانولای؟
او یا هم په قصدې توګه همداسي ليکنه کوې؟
په حديث کي د تقدير او مقدر خبره سوې ده چي وخت به ورته اندازه کوئ ، نو اوس له دې عامو الفاظو څخه تاسو ولي سترګې پتوئ؟
اوس دي د قطبینو خلک هم د خپلولمنځونو لپاره وخت ټاکي نوپه دې کي تاته کومه ستونزه در پېښه ده او پر کوم ځای يې نيوکه کوې؟
که ته وايې چي شپږ میاشتې لمر نه وي نو خو د دجال په ورځ هم لمر نه لېږې نو بیا به څه کوي؟
که د لمانځه لپاره هرو مرو د لمر لوېدل یا ختل ، یا هم مازیګري کيدل شرط وای نو رسول الله ولي ورته وايي چي وخت به ورته اندازه کوئ؟
نو که نن د همدې قطب خلک دا عمل وکړي ته په کي څه ستونزه وينې؟
مهرباني وکړه په ښکاره ټکو کي خپله خبره وکړه څو مو سرپه خلاص سي.
مننه!



ع کريم حليمي
11.09.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
مکرم حذیفه وروره ، هر جمله چه تاسي ته ګونګه ده ، اقتباس يې که چه په بل عبارت يې درته ولیکم ،
محترم حذیفه صاحب ، تاسي یو وار بیا ذِکر سوئ حدیت په آرامه او دقیق ډول ولوله ، خصوصاً (الْيَوْمُ الَّذِى كَسَنَةٍ)
یعني یوه ورځ به لکه کال داسي وي !!
دا خو تر لمر ښکاره خبره ده چه : په یوه ورځ کښي خو یو لمونځ اکتفا نه کوي ، په یــــــــــــــــوه ورځ ( له سهاره تر ماښامه ) پنځه لمنځونه دي ، داچه یو بدو په سيدنا محمد المصطفى خير خلق الله اجمعين مشرف شوئ وي لوړ مقام دي ، اما دامعنی نه ورکوي چه دغه بدو نو یوه صحیح پوښتنه کړېده ، بدو په مثل د یو ناپوه سړي
پوښتلي دي ، داچه سردار عالم د یو جګ خُلق نبي دی ، نو دغه صحابي ته ونه ویل چه سر خلاص که سړیه !! په دغه نن ورځ کښي څو لمونځونه کوې ؟؟‌ . په ورځ کښي پنڅه لمونځونه دي که ورځ سل ساعته وي که لس وي( بیا هم یوه ورځ ده ) دغه پنځه لمنڅونه به کوئ ، ورځ خو ورځ ده ، په یوه ورځ کښي یوازي پنڅه وخته لمونځ فرض دي او بس
تاسی وایاست چه :
(حديث کي د تقدير او مقدر خبره سوې ده چي وخت به ورته اندازه کوئ ، نو اوس له دې عامو الفاظو څخه تاسو ولي سترګې پتوئ؟)
دغه نن هم ورځ اندازه کوو ، آ سړیه ! خو زب العزت فرمايي چه : مَوْقُوتًا
د لمانځه اوقات خو بې اندازه ګیرئ نسي معلومېدالی ، چه اندازه ولګوئ نو بیا هم پنځه وخته به وي

زه ستاسي مذهب غند م ، که تاسو په اوږدو ورځو کښي خلګ په شپږو او یا اوو وخته لمنځونو امرکوئ !!!

(إن الصلاة كانت على المؤمنين كتابا موقوتا) موقتا وقته عليهم حدثنا عبد الله بن مسلمة قال قرأت على مالك عن ابن شهاب أن عمر بن عبد العزيز أخر الصلاة يوما فدخل عليه عروة بن الزبير فأخبره أن المغيرة بن شعبة أخر الصلاة يوما وهو بالعراق فدخل عليه أبو مسعود الأنصاري  فقال ما هذا يا مغيرة أليس قد علمت أن جبريل صلى الله عليه وسلم نزل فصلى فصلى رسول الله صلى الله عليه وسلم ثم صلى فصلى رسول الله صلى الله عليه وسلم ثم صلى فصلى رسول الله صلى الله عليه وسلم ثم صلى فصلى رسول الله صلى الله عليه وسلم ثم صلى فصلى رسول الله صلى الله عليه وسلم ثم قال بهذا أمرت  فقال عمر لعروة اعلم ما تحدث أوأن جبريل هو أقام لرسول الله صلى الله عليه وسلم وقت الصلاة قال عروة كذلك كان بشير بن أبي مسعود يحدث عن أبيه قال عروة ولقد حدثتني عائشة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان [color=white:cc6ab60359]يصلي العصر والشمس في حجرتها قبل أن تظهر[/color:cc6ab60359]



ع کريم حليمي
12.09.2012

السلام علیکم و رحمة الله
[code:1:73854ba6d9]اوس دي د قطبینو خلک هم د خپلولمنځونو لپاره وخت ټاکي نوپه دې کي تاته کومه ستونزه در پېښه ده او پر کوم ځای يې نيوکه کوې؟ [/code:1:73854ba6d9]

زما ستونزه او مشکل دادی چه : ستاسي لیکني ته څنګه عملي جامه ور واغوندم ، ته ئې فرض که چه دغه نن زه په شمالي قطب کښي اوسېږم او شپږ میاشتي راباندي ورځ ده
ماته د لمنځونو له پاره وختونه را و ټاکه ؟؟؟؟؟ (تقسیم اوقات )
درنښت



ع کريم حليمي
15.09.2012

السلام عیکم و رحمة الله و برکاته
[code:1:77a8db6b94] نو له همدې تورو د نن ورځې د قطبینو مسله هم واضحه ده ، هغوئ به د خپل لمانځه لپاره وخت اندازه کوي او بیا به لمونځ کوي.
شپږ میاشتې ورځ یا هم شپه کي يې یو لمونځ یا هم پنځه لمونځونه کفایت نه کوي. [/code:1:77a8db6b94]
نه نه داسي نده ، په هغه شپه چه لمونځ فرض شو ، دائي ئې وویل
يَا مُحَمَّدُ إِنَّهُنَّ خَمْسُ صَلَوَاتٍ كُلَّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ

د نبي الله (محـمد رسـول اللـه - صلى الله عليه و سلم)
پر امة په یوه شپه او ورځ کښي (۵) لمنځونه فرض دي که څه هم دا ورځ او شپه د کال په اندازه وي ، نو بیا هم یوه ورځ ده

فردي اجتهاد دي کوه ، د امت لپاره نه ئې مجتهد !!!!

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more