د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

کريم حليمې سرچپه دي ايښی دئ!

حذيفه
12.08.2012

ملګرو ښې چارې!
لکه تاسو ته چي معلومه ده کريمي صیب زما پاڼه بنده کړه نو ما ورته شخصي پيغام ولېږه چي اخیر ولي يې دا کار وکړ؟
نو په ځواب کي يې کريم حليمي صیب په همغه بنده خونه کي ليکنه وکړه او يو ايت و حدیث ته په استناد يې ويلي چي تاسو په دې ډول نفاق رامنځ ته کول غواړئ نو ځکه مو پاڼه بنده سوه ، خو زه په دې نه پوهېږم چي د الله د رسول حدیث په څه توګه نفاق را منځ ته کوي؟
ایا حدیث خلکو ته وړاندي کول خلک سره بېلوي؟
ایا حدیث په دې نه ارزي چي مسلمان يې اتباع وکړي؟
ایا حدیث ته سپکې سپوري ويل یا يې د کوم ناوړه اقدام سرچينه بلل سړی له ایمانه نه خلاصوي؟
اخیر زه تاسو ته هک حیران يم که د فقهې پر مسئله نيوکه وسي او له غوښتنې سره - سره يې بیا له قران یا هم حدیث څخه ځواب تر لاسه نه سي هم خلک خپه کېږي ، دا دئ تاسو يې وينئ چي په هغه لهجه خبرې کوي چي هيڅ اخلاقي قانون يې نه دئ مرعات کړی ، زما مدعی دا ده چي دا مسئله د قران یا حدیث له کوم ځای څخه ده او له سند پرته امامانو ته ولي منسوبېږي او دا جاهل ما (جذیفه) د امام صیب دښمن بولي ، دا کس تر دې اندازې جاهل دئ چي زه له امام صیب څخه يوه داسي مسئله لرې کول غواړم چي هيڅ سرچينه نه لري خو دی ما د امام صیب توهينونکی بولي.
زه له دې حنفي څخه پوښتنه کوم چي ستا دا مسئلې ته په يو دروغجن سند تر امام صیبه ور سوه نو بیا به زه له دې نيوکې لاس واخلم خو ته دومره لوی مجرم يې چي هم په امام صیب پسي دروغ وايي او يې په الله او رسول پسي وايې ، ستا دغه مسئله که له قران یا حدیث څخه وي نو ولي يې له دلیل وړاندي کولو څخه عجز يې او که له امام صیب څخه سند ولري نو تاسو يې ولي موږ ته نه را ښکاره کوئ؟
ایا دا دواړه جرمونه تاسو نه دي کړي؟
ته چي پر الله دروغ وايې د قیامت په ورځ به سزا نه در کوله کېږي او زه چي د مسلې حل غواړم نو بیا به هغه او دغه را سره کېږي ؟
ته چي د الله کتاب مو په بولو ليکی دا نه د الله سپکاوی وو نه د رسول سپکاوی او نه هم د دې کتاب خو ما چي کوم نوم ایښی وو هغه ځکه در ته بد ولګېد چي دې نوم ته ورته ځيني شیان ستا په کتاب کي ول هم نو چي له ځواب ور کولو يې عجز سواست نو همدې لوبې ته ملاوتړله چي سپکاوی يې وکړ.
دا خبره مو اوله ورځ ولي نه کول؟
مظهري به لومړۍ ورځ ويلي وای چي دا نوم تبديل کړه که نه بحث نه کوم؟
بیا ما همدې مظهري ته درې ځلې د سالم بحث بلنه ور کړه چي هلته به ما او ده پريوه مسله بحث کاوی ، نه به ما ده ته سپکاوی کاوی او نه به د ه ما ته ، خو هر ځل دا غوره چانس همدې مظهري رد کړ اخیر يې زما په ليکنه کي څو ځلې د کفر فتوا ور کړه ، څو ځلې يې زه نامسلمانو قومونو ته منسوب کړم ، څو ځلې يې زه د خوارجو غړی وبللم ، اخیر دا کوم انصاف دئ چي ستا ملګری دي هر څه وايې خو موږ که څه خبره وکړه هغه سپکاوی دئ.
ته ور سه هغه ليکنه وګورئ چي مظهري زما عقيده په کي بیان کړې ده ، ایا دا یې زما له کتابونو اقتباس کړی دئ؟ که يې د نورو له کتابونو ما ته شیان منسوب کړي دي؟
ایا دا انصاف وي ؟
د سالم بحث اصول همدا وي؟
خلکو ته د کفر شیان منسوبوه او بیا د انصاف ږغ هم تاسو کوئ؟
ما يې تر دې عنوان «د مظهري بې انصافه نيوکو ته غاښ ماتونکی ځواب» لاندي ځواب ليکلی دئ تاسو ټول ور سئ وې ګورئ او بیا قضاوت وکړی چي ایا دا رښتيا دي که يې په ماپسي دروغ ويلي دي.
تخاري تا چي په خپله ليکنه کي کومه خبره کړې ده په دې ته نه شرمېږي ، ښه د يوه عالم درناوی ته د نبي په شان کوې؟
[quote:60c627f0d0="تخاري"]
په مسلمانانو باندی د هر عام او خاص دیني عالم احترام داسې فرض ده لکه د پیغمبر صلی الله علیه و سلم احترام چی فرض ده،[/quote:60c627f0d0]
ښه تخاري ته مسلمان هم يې او بیا د عالم او نبي در باندي توپير نه سته ایا تا د رسول الله دا وينا نه ده ليدلې ؟:
عن أَنَس قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ والِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعينَ
أخرجه البخاري في: 2 كتاب الإيمان: 8 باب حب الرسول صلى الله عليه وسلم من الإيمان ح :۱۵)
ژباړه :انس وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: ستاسو يو تر هغو مومن نه سي کېدای څو زه ده ته تر پلار يې ، زوی يې او ټولو انسانانو محبوب سوی نه يم.
ایا ته له امام صیب یا هم مظهري سره د نبي په شان مينه لرې؟
نو ته به هم د خپلې دې کفري خبرې ځواب ور کوې!
د بل خبرې ته مو داسي ژر پام سي خو خپل عیب د وليو منځ دئ، دا ولي؟
اوس به هم ځيني کسان زما دې خبرو ته چټیات وايې خو دې ته يې پام نه دئ چي درسول الله حدیث يې هم يوه برخه ده نو چا چي په بیا - بیا دا کار وکړ هغه سپکاوی نه دئ کړی او زما خبرې ټولي سرا سر سپکاوی وو ، دا ولي؟
په پای کي بیا هم له کريمي صیب څخه هيله کوم چي دا د نفاق کار نه دئ ، زه غواړم له مسلمانانو سره خپل معلومات شريک کړم ، د رسول الله حدیث ورته بیانوم او ته د ې کار ته د نفاق په سترګه ګورې ؟ خپله خبره دي هم بېرته واخله او زما پاڼه هم پرانېزه! نو په دې توګه به دي د خپل اخرت پېټی سپک کړی وي که نه نو ته هم تر هغه وعید لاندي يې چي وايي:
إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ(البقره:۱۵۹)
ته هم په دې کار هڅه کوې چي حق پټ کړې ، زه په دې ځای کي وايم که څوک صحيح دلیل لري هغه دي را وړاندي سي او ما ته دي سمه رهبري وکړي او که زه پر حقه يم نو بايد له ما سره ومنله سي، نو په دې کي نفاق له کومه سو؟
د فقهې هره مسئله خو له اسمانه نه ده نازله سوې چي غلطېدای نه سي!
اخیر تاسو فقهې ته ولي د قران او حدیثو مقام ور کوئ؟
هغوئ چي فقه يې تدوين کړې ده يو غټ خدمت کړی دئ لکن معصوم نه دي تېروتنې هرو مرو لري نو موږ يې بايد اصلاح کړو او که زه خطا يم نو ستاسو ايماني وجيبه ده چي ما سمې لارې ته رهبري کړئ!
هيله ده زما خبرې درباندي درنې تمامې نه سي!.


تخاري
12.08.2012

هزیپه !!!

ګوره سلام دی هم نه ده اچولی، دا ستا اخلاق دی، دا شو د دینی علم اثر دی چی په تا کی یی کړی ده!!

زه ستا په خوله هیڅ هم نه منم !!! ، علما خو قحط نه دي چې ستا ضال او مغضوب هدایت ته پاته شو، خدای دی تا شانتی عالمان په موژ ودروي - -

ګوره هزیپه

تا چی کوم چټیات نومونه فقهې ته وکارول زه یې د افغانستان د معاصر تاریخ یوه ټوک کتاب ته نشم کارولی - نو ته ولی د خپل تیري تخمین نشی کولی - زه درسره منم چی فقهه بعینه قران کریم نه ده خو له قران کریم او احادیثو پرته یې په بل څه تکیه هم نه ده کړې!! ته ولې په خپل پارټ کې په خپله قاصره پوهه تجدید نظر نه کوی - تاته دا اطمنان کوم فرعون درکړ چی امام صیب خطا وتلی او ته نه وزې ؟؟

هیله ده چې ته به د خپل تیري کچه وسنجوی، سترګې دې ړندې شه په ټوله فقهه کې خو به کم تر کمه یو د قران کریم آیت شریف او یو نبوي حدیث تاته د منلو وړ وي ، نو بیا دې ولې او د کوم حاجت او جبر له مخې فقهې ته دیموکرات قانون وویل؟؟؟ ولې؟؟؟؟ ولې سترګې ده ووزه؟؟؟؟ فقهې شریفې ستا له چا څخه پرتوګ او ټیکری ایستلي دي چې د دیموکراسی سره دی تشبه کړه؟؟؟؟؟

قسم په خدای چې ته د ټولو مسلمانانو دشمن یی، دا ګز او دا میدان راځه چی ستا د پوچ او سپک نسبتونه چې حنفي فقهې شریفې ته مو کړي دي د یوه سلفي منلي عالم مخې ته کیژدو - که یې کافر نکړې نو زه به دا خپل برېت وخرېیم !!!

ستا په سبب مې له ټولو سلفیانو څخه نفرت وشو - چی همدا به کیدای شی ستا هدف او ماموریت وی- تر تا خو په خدای دا قلمي او ټوپکي اربکیان ډیر شرف لری -

خدای دی تا ګمراه او ګستاخ الامام فی النفاق سمی لاری ته راولی - خدای دی لومړی سړیتوب درکړی بیا علم - خدای دی لومړی اخلاق درکړی بیا د مناظری استعداد - په ټیټ اخلاقي موقف کی دی حتی پر ځای خبره هم والله که ځای ونیسي -

خدای ج ته توبه وباسه او په فورمونو کې له ټولو افغانانو بخښنه وغواړه، کنه د رټلو دا لړی به دې همداسې جاري ساتم - او په همدی کی زما ثواب ده.

څه شو ستا د شېخماندې بړیڅی فیروز خان؟؟ څه شو هاغه د حق په نوم درواغژن دلال او د ثمنا قلیلا ریالي سوداګر!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more