د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اعترض!!!

حمید هڅــاند
11.08.2012

دوه ورځې وروسته ټول افغان ته را وګرځېدم، نوي ملګري راغلي دي، یا هم ممکن د پخوانیو ملګرو نومونه زیات شوي دي :wink:
تندر طوفان صیب، ستاسو د بحث طریقه هم زړه راښکونکې ده :o
او ګوره، ستا ګوتڅنډنه څه نوې خبره نه ده، ستا ډول خلکو له خوا هره ورڅ بې ګنا کسان شهیدان کېږي...د نارینه کار دا نه دی چې له خبرو لاس واخلي او هسي شور ګډ کړي، هغه هم تر مستعار نوم لاندي :oops:
محترمو اکرم صیب، وزیری صیب، مظهری صیب، نوي راغلي ملګري، صابر صیب، ښه خو مو سات تېر دی، د اسلامي بحثونو خونه، ستاسو په ګپ شپ ډکه شوه. د بحث توان خو نه لرﺉ، ځکه تاسو ته ښه داده چې د پښتو او پښتنو حجرې ته ستانه شﺉ، هلته حجره ده، د بنډار ځای دی، هلته یو په بل په خلاص لاس پوښتنه کولی شۍ.
خیر؛ زما اعتراض د ټول افغان فورم د اډمین او د اسلامي بحثونو خونې مسول په پریکړې دی چې د حذیفه علمي لړۍ یې تړلې ده.
او حذیفه صیب، ستا روانې لړۍ ته چا ځواب و نه شو ویلی، زه خو وایم چې روژه ده، ښه داده چې د لږ وخت لپاره دوی ته د بنډار زمینه برابره پاتي شي، هسي هم هغه دی کریم حلیمی صیب ورته د ګپ شپ پوره اجازه ورکړې ده.
که راڅخه درنه خبره شوې وي، بښنه غواړم.

درنښت


عبدالله صابر
11.08.2012

السلام عليکم 
هڅاند صيب 
حذ يفه لکه چي ونه کړائ شو نواوس تاسودهغه ټرلپاره پر پر شروع کړل


تخاري
12.08.2012

هڅاند صیب ګوره هوشیار هلک یې، راباندې ګران هم یې ، خو کاش چې مو د دې لکۍ لرونکي هزیپه و اصحابهم الجاهلون په ملاتړ کې دې خپل ایمان او اخرت نه خرابولی!!!

تاسو پخپله فکر وکړئ چې ایا حنفي فقه څه د اقتصاد د فاکولتې text book ده چې هر سپۍ به پرې په سپکه او ورکه مرداره او ځګنه خوله نیوکې کوي او مونږ به څه نه ورته وایو!!!

زه خو وایم چې تاسو به د خپل مسلک اړوند text book مولف ته هم د چا سپکې سپورې ونه شی زغملی!!! نو دا چې د امام ابوحنیفه رحمه الله په شان نامتو او ټولې نړی ته د منلي عالم او مجتهد د ټول ژوند د زیار او بی مثاله خدماتو په وړاندې د احمق او چارپای وصیل پېروز، کودن او لکۍ لرونکي هزیپه او د دوی د کورمغزو ملګرو خوا نیسئ ! نو پوه شه چې ته به هم ضرور له دوی څخه یې - - - اتق الله تعالی!!

زما اعتراض دادی چې عزتمند حلیمي صیب او درانه معزز علما کرام دې د یادو چارپایانو شرعي حیثیت مونږ ته واضح کړي چې دا شول څه؟؟ او هم دی د دوی د اصلاح او سمی لاری راګرزیدو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي، زما خو د هزيپه په حال سخت زړه سوزي!!!

په مسلمانانو باندی د هر عام او خاص دیني عالم احترام داسې فرض ده لکه د پیغمبر صلی الله علیه و سلم احترام چی فرض ده، لکه د خپلو والدینو چی راباندی فرض ده، خو هر هغه څوک چې مسلمانانو ته د لا خدمت پر ځای په تېرو علماوو کرامو نیوکې کوي، او په سپکه خوله یې یادوي، او په بدل کې خپل ځان د دوی څخه پرته او په شلیدلې سلسله کې د رسول اکرم صلی الله علیه و سلم وارث ګڼي، زما په نظر دا ډول خلک منافقان دي، سوء عالمان دي، د داسې بدمرغو رټل پکار دي، وهل یې پکار دي!!! او له افغاني او مسلمانو ټولنو یې شړل او ورکول پکار دي.

او هڅاند صیب د هزیپه په مدح او تملق کې مو دی ته هم پام نه ده شوی چې ښاغلی عبدالله صابر صیب په ټول افغان فورمونو کې تر تاسو یو کال مخکې ګډونوال شوی ده او لیکنې یې هم تر تاسو 100 زیاتې دي، نو لکه د هزیپه په باره کې چې خطا شوي یاست په دی باره کی چی صابر صیب ته مو نوی راغلی ویلای ده هم خطا شوی یاستی!

خدای دی عفو درته وکړي


حمید هڅــاند
12.08.2012

صابر صیب، هیله ده له ثوابونو څخه دکه روژه ولرئ.

صابر صیب ،موږ ته نه ښایې چې ترمینځ د نفاق تخم و شیندو ، موږ د روژې په میاشت کې د یو بل دښمنۍ ته لاس واچاو، کینه وپالــله شوه او نتیجه داشوه چې ځینو ملګرو د نورو په وړاندي، هغه ستاسو خبره، سنګر ونیو. خو په خدای قسم که مې په هیچا لورېږي. راځئ، له دې خبرو تېرشئ ،زما عذر دواړو خواوو ته دی، اختر هم راروان دی، بېرته پخلا شئ. یا خو له دې بحث تېر شئ، او یا، سالم بحث ته غاړه کېږدئ.
ګورئ ملګرو، الحمدالله موږ ټول مسلمانان یو، او یو دبل وروڼه. د نظر اختلاف طبیعي خبره ده، خو ملګرو، معیار منل هم شرط دی. زه پوښتنه کوم، چا توهین و نه کړ؟ که د حذیفه عنوانو حساسیت پاراوه نو د مظهری صیب خبرې هم له حساسیته خالي نه وې، تاسو او خدای، د حذیفه استدلال ډېری وخت په ایت او حدیث وي، خو ځینو ملګرو یې خبرو ته د چتیاتو نوم ورنه کړ! ولي؟
که رښتیا بحث کول موخه وي، نو زه باور لرم، هرچا چې بې له تعصبه غوږ ګرولی وي، هغه د دواړو اړخونو د خبرو حقتوب ښه ښکاره شوی دی. صابر صیب، له تا څخه پوښتنه کوم، د حذیفه روانه لرۍ د حنفي فقې او احادیثو په نوم څه بدوالی درلود؟؟ د زړه نه به ځواب راکوې، ځکه روژه ده، او مخکي له ځوابه یې یوځل و هم ګوره! که بحث کول غواړئ، زه به له حذیفه څخه غوښتنه وکړم، چې له دې پس، لا هم خپل بحث داسي جوړ کړي چې موضوع ته راجع پاتي شي او بس.
وزیري صیب او مظهري صیب، که بد وایم، راشئ او را ته ووایاست. اکرم صیب، هیله ده خپل دریځ یو څه نرم کړئ، پخوانی ملګرتوب مه سره خرابوئ. او هوکې، هیله ده داسي څه ونه ویاست چې زه ګواکي څه چالاکی ښیم، والله چې زړه به مې ستاسې ټولو نه بد شي.

درنښت


حمید هڅــاند
12.08.2012

تخاری صیب، زما او ستا ځوابونه یو وخت کې انټر شوې دي، ستاسو ځواب مې نه وو لیدلی. خیر، ما صابر صیب ته نوی راغلی نه دی ویلی، که زما لیکنه بیرته وګورئ نو ما د (راغلی) پرځای (راغلي) لیکلي چې همدا تاسو، تندر طوفان او نور مې موخه ول، نه صابر صیب.
تخاری صیب، ګورئ رښتیا به سره وایو، زه له حذیفه صیب سره هیڅ پېژندګلوي نه لرم چې له مخې یې ملاتړی و اوسم، خو ګورئ، که د ده د لیکنو موخې ته مو پام وي، ده هرځای دا روښانه کړې چې ځینې ځایونه یوه خبره په امام صیب پسې تړله شوې وي خو څوک یې سند نه شي ورکولی چې له کومه ځایه دا خبره د امام صیب کېدای شي. د حذیفه تړلې شوې موضوع لهجه که مو نه وی خوښه، بدلون به ورکړ شي، او که نه، هغه خو څه د حذیفه شخصي نظر نه دی، صحیح احادیث یې ذکر کړي دي، که منلی ځواب وي، خو وریې کړئ، په دې کې اخر څه لانجه ده. که بله څه تشریح وي، هم یې روښانه کړئ. او که زه بد وایم، هم راته په ګوته یې کړه.

درنښت


تخاري
12.08.2012

ګرانه هڅانده

مجبور یم په کلیواله لهجه درسره خبرې وکړم - - هاغه متل به دی اوریدلی یي چې وایي د غوولي په ننګه سړی شرمیدلی ده!!

وروره تا خو ښه خبره کړې ده چې وایی ځنې داسې مسلې شته چی خلکو په امام صاحب رحمه الله پسې تړلې دي، دا خبره دې زما زړه ته هم لویژي - خو خبره دا ده چی هزیپه خو د ځنو پر ځای ټولی فقهې ته خوله واچوله، داسې خوله چې په کفري/لیبرال/دیموکرات/سیکسي نومونو یې یاده کړه - په والله چې ټوله دنیا یې هم وبخښي - که یې زه وبخښم!! -

هزیپه به ان شاء الله چي د محشر په ورځ د خپلو یادو ویناوو سپیناوی خامخا کوي، چېرته چې بیا چالاکي نه چليژي، زه دې احمق ته وایم چې که د محشر په ورځ امام ابوحنیفه رحمه الله ستا څخه د الله ج په حضور کې شاکي شي چې زما فقهې ته دې ولې دیموکرات قانون ویل؟ نو د شوده زویه بیا به څه ځواب ورکوی!!!

زه ددې خبیث په ملاتوب کې شک کوم، د ملا اخلاق اصلا داسې نه وي، که یې د ملا سپیڅلي اخلاق لرلای نو داسې غول یې کله هم نه خوړل!!!!


عبدالله صابر
12.08.2012

السلام عليکم
هڅاند صيب کورد ودان ډيره ښه خبره دکړي ،کاشکي حذيفه منلي وی دنفاق
تخم شيندل دحذ يفه له خوا پيل شوي اوله تراوسه دوام لري سره ددي چي
دحذ يفه اشتبهات په مدلل ډول ځواب شوي اومات شوئ ،
تاسو باوروکړئ دبحث شروع کيدو په اول کښ زه يوبي طرفه لوستونکئ وم
غوښتل مي چي حقه لارمعلومه کړم خودوه کارونوماته دحق اوناحق پيژند ګلوي وکړه ،يو د حذ يفه علمي کمزوري چي (په بحث کښ دمظهري صيب
ورته په ګوته کړي په بحث کښ يی بياليدلائ شئ ) دوهم دحذ يفه اخلاقي سو
يې بي حده ټيټوالي چي احتمالي مسائل يې په امري بدلول اوبيا فقهې ته سپکې
سپورې ليکل يعني داچي ډيموکرات قانون سيکسي مذ هب له هندوانواوکفارو
څخه ورخوا بلل ،ځکه نو دده داډول ليکنې [color=blue:4ee35e1113]چټيات[/color:4ee35e1113] وبلل شوي ،دا هرڅه ددي له
امله ووچي دی په داډول مسائلو نه پوهيده نوره که مظهري صيب کومه سخته
لهجه کاره ولي وي هغه يواځي شخصا ده ته متوجه وه ځکه فقهې ته سپک
الفاظ ليکلوله امله دمظهري صيب برداشت اوحوصله له قابو کيدو بهر وه ،
نوکه حذ يفه داسي مؤدبانه ډول داسي بحث شروع کړئ وئ لکه مونږ اوتاسو
يی چي غواړو نوبيا به ولي خبره تردي ځايه رسيده ،ښه سالم بحث به وی
حذيفه به نه پوهيده مظهري صيب به پوهه کړي وئ اوکه مظهري صيب نه
پوهيده حذيفه به پوهه کړي وی مونږ اوتاسوبه هم ډيرڅه تري زده کړي وو
تاسو وګورئ حذيفه چي وروستئ کومې ليکني کړي که اول يی همداسي سړي
غوندي بحث کولائ څومره به ښه وه ،خو هغه دوزيري صيب خبره چي له
[color=red:4ee35e1113]ټيزاچولو وروسته پلتئ په درد نه خوري [/color:4ee35e1113]زړه مو دومره تري موړشوئ چي
د نوموړې ليکنې لوستلو تکليف هم اوس نه شوکولئ ،پاتي د نه وي چي ما بار
بار ورته وليکل چي ددي مسلواحتما ل منئ نوبيا هره يوه اشتباه دپه قران او
حديث رد کړه او ووايه چي ستاسوپه مذ هب کښ يی حل څه شئ دی ؟؟
دا پوښتنه اود مظهري صيب نوره پوښتنو څخه تراوسه حذ يفه په تيښته دی
يوغر بل غرولي ، يوساده سړي ته چا ويلي وو چي خسرګنئ کره لاړشي نو
داسي غټي غټي خبري کوه هغه بي چاره چي کله لاړونو خسرګنئ په مجلس
واي اوښ ،غوايی اوفيل اوس مونږ له حذ يفه څه غواړو اودی څه ليکي ٠


حذيفه
12.08.2012

صابر صیب !
سمه ده چي د بحث پرمهال له ما او ملګري تېروتنې سوې وي نو ته هلته ولی نه راتلې چي همدا خبره دي کړې وای؟
او ما ستا وړانديز هم ومانی هغه لړۍ مي هم پيل کړه چي د فقهې مسائل په ښکاره له حدیثو سره په ټکر کي ول او ما يې له دقیقې حوالې سره دا کار پيل کړی وو ، خو کريمي صیب هغه کړکۍ راته وتړله او دلیل يې دا ور کړ چي نفاق ښندئ.
اوس ته ووايه هغه لړۍ چي ما پيل کړې وه بده وه ؟
لهجه يې ناوړه او که مي بې ځایه نيوکې کړې وې؟
که داسي نه وي نو زما د ليکنو کړکۍ بايد پرانستل سي ، زه به خپله ليکنه کوم او که مظهري صیب یا هم بل ملګري يې ځواب ويلای سوای نو بله پاڼه دي جوړه کړي او هلته دي د ځواب ويول لړۍ پيل کړي چي په دې توګه به هم سالم بحث وسي او هم به خلکو ته ګټې ورسېږي .
که داسي نه کوئ نو بیا دا ستره بې انصافي ده .
او ښايي اخیر کوم بل اقدام هم وسي...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more