نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ولس فریاد
میوند جان
10.08.2012
سلام علیکم
ستاسو د ټولو د روغتیا او نیکمرغی په هیله
په داسی وخت او زمانه کی چی د نړی پر مخ تللی هیوادونه د زده کړو، نوی تکنالوجی او نوی اختراعاتو په رڼا کی ژوند تیروی او هره ورځ د خپل د هیوادونو او خلکو د ژوند ښه والی او پر مختګ لپاره زیار باسی، زمونږ په هیواد کی د جګړی اور بل او د مذهب او قدرت په نوم د سپڅلی او بی ګناه ولس د ژوند قربانی ورکول روان دی او زمونږ خلک د بیسوادی او بی وزلی په منګلو کی د ظالمانو په لاس ګرو پاتی دی. زمونږ بدمرغی خو دا ده چی مونږ د خپلو طالبانو پښتنو ورونو په لاس قربانی کیږو. دغه خلک بیګناه ولس قتل عام کوی، ودانی ورانوی، ښونځی ویجاړوی، سړکونه او لاری باندی ماینونه ښخوی، او ماښومان د دوی له ویری ښونځیو ته نشی تلای ، د دوی ظلمونه اوس حد ته رسیدلی دی. په هیڅ مذهب کی د بیګناه خلکو وژل، او د هیواد ورانی او ویجاړتوب روا ندی خو د دوی په فکر او نظر دا ټولی یاد شوی کړنی روا ګنل کیږی. د افغانستان ولس به دا هیڅکله نه هیروی او نه به یی بښی. کله به دوی ته دا پته ولګی چی ولس باندی د ټوپک په زور حکم نشی چلولی؟ اوس د دغه وخت راغلی دی چی زمونږ بیګناه او غریب خلک پریږدی چی خپل راتلونکی لار پخپله ولټوی او پیدا یی کړی.
مونږه د زمکې په سينه ژوندون د امن غواړو
شوکت حسېن حسرت- چارسده
چــې د فاتــــــح او د مفتــــــوح قصه لـــــــه منځه وځــي
نــــور چې انسان نۀ شي ذليل د سود او زيان په نامه
چې د بارودو بوي بدل شي د ګلونــــــو پــــــــه بــــــوي
چــــې دا همـــــه جهان شي يــــــاد ګلستان په نــــامـــه
جنون د جنګ وي بربادي جنـــون د امـــــــن غـــــــواړو
مونږه د زمکې پـــــه سينـه ژونـــــدون د امن غـــــواړو
میوند جان
pattang
13.08.2012
[color=green:3fcdce2ed0]که په ميوند کې شهيد نشې
خداږو لا ليه بې ننګي له دې ساتمه[/color:3fcdce2ed0]
[color=brown:3fcdce2ed0]طالب قومندان ښوونځيو ته د حکومت پام وغوښت
بي بي سي : نعمت الله کریاب له کونړه [/color:3fcdce2ed0]
طالب قومندان وايي ټول ښوونځي بايد يو ډول وگڼل شي
وسلوالو طالبانو په کونړ کې د هغو ښونځيو د تړلو ګواښ کړى چې وايي ښوونکي يې کم او زده کوونکي ډير دي او ياهم ودانۍ او کتابونه نه لري.
په کونړ کې يو مشهور طالب قومندان د څو دغه ډول ښوونځيو بيلګې لري چې ښونکي يې لږ او زده کوونکي يې ډير دي.
د کونړ د ښونې او روزنې چارواکي د دغه ګام ستاينه کوي او وايي دغه ستونزه به حل کړي،خو دا هم مني چې په ځينو ليرې پرتو سيمو کې د پوره لوستو کسانو د نشتوالي له امله له دغې ستونزې سره مخامخ دي.
د وسلوالو طالبانو له لوري د ښونځيو د تړلو ګواښ، هغه څه چې په لومړي وار اوريدل کيږي او هغه هم دزده کونکو سره د ښيګڼې په نيت.
په کونړ کې د وسلوالو طالبانو يوسميه ييز او مشهور قومندان د خپلې ولکې لاندې سيمه کې دهغو ښونځيو د تړلو ويلي چې حکومت ورته د ده په ټکو سمه پاملرنه نه کوي.
قاري ضيا الرحمان وايي که د ښونې او روزنې چارواکي د ښونځيو او زده کونکو ستونزې اوارې نه کړي دوى به له ښونځيو مدرسې جوړې کړي.
دغه طالب قومندان ځينې ښونځې چې ښوونکي ېې لږ او زده کوونکي يې ډير دي د بيلګې په ډول يادوي.
"که دې ته توجه ونه شي چې په کوم ځاى کې استادانو کمى دى ،يا دزده کونکو د درسونو پاملرنه نه کيږي. موږ دا خبر د معارف مسوولينو ته هم ورکړى چې که په دې باندې غور ونه شي موږ به خامخا دا مکتبونه بندوو او بيا به تر ې مدرسې جوړې کړو."
دغه طالب قومندان د بيگې په ډول يو ښوونځى يادوي:
"د څپرې په مکتب کې دوه استادان دي او شاګردان دوه سوه نولس دي،همدا شان دبرولو مکتب چې تعمير يې نشته خلکو ځاى هم ورکړى او د جماعت نه يې مکتب جوړ کړى ،خيمې يې هم د استعمال وړ نه دي."
د بي بي سي پښتو ستاسو غږ خپرونې کې د ښوونې و روزنې د وزارت مرستيال اصف ننگ د دغه طالب قومندان خبرې واوريدې خو په ځواب کې يې يوازې دومره وويل چې له دغو دوو ښوونځيو شخصآ خبر نه دى خو پوښتنه به يې کوي.
ښاغلي ننگ دا هم وويل چې يوازې په روان کال کې د افغانستان پر زده کوونکو يو نيم ميليون نور ورزيات شوي خو د ښوونکو لپاره د دوى بودجه هغه ده چې پخوا وه.
د کونړ د ښوونې او روزنې چارواکي په ټوله کې د ښونکو هغومره کمى چې د ښونځيو د تړلو سبب شي نشته خو دغه چارواکي د طالبانو له خوا ښونځيو ته د پاملرنې د غوښتنې درناوي کوي او وايي د خپل مسوليت له مخې به دغه اړخ ته نوره هم پاملرنه وکړي.
دکونړ دښونې او روزنې ريس سيد جمال الدين حسني.
"يوه هغه ستونزه ده چې په ملي سطحه د شعباتو په تناسب د ښوونکو د کمبود احساس دى په کونړ کې به هم وي خو دا د دې مانا نه لري چې په راتلونکي کې به زموږ مکاتب د ښونکو د کمبود له امله وتړل شي. زموږ سره يې هم په دې اړه تماسونه نيولي موږ نه پوهيږو چې دا څوک دي خو ځان د دولت د مخالف په نامه معرفي کوي خو وړانديزونه يې ډير پر ځاى دي که د معلمينو کمى وي زموږ نه دا غوښتنه کوي چې پوره يې کړو او دا زموږ مسوليت دى. نه يوازې دا چې دغه ستونزه به حل نه شي موږ د هغو د دې وړانديز هرکلى کوو د دغه ډول خلکو او ولسونو نه."
دښونکو د کمي، ودانيو او کتابونو پر کموالي سربيره د وسلوالو طالبانو دغه قومندان دمتوازن يا د معارف د ټولو لپاره د ښونې او روزنې د وزارت وينا را ننګوي او وايي چې دغه وينا لا نه ده عملي شوې.
قاري ضيا الرحمان دا هم وايي که په ليرو سيمو کې سيمه ييز ښونکي نه وي له نورو ځايونو نه راتلونکو ښونکو ته د خونديتوب ډاډ ورکوي.
"کوم استاد چې راځي او دغيرو ايجنټي نه کوي نو موږ دهغه حفاظت هم کوو اوځاى هم ورکوو. د ښارونو د مکتبونو د تعليم سويه ډيره لوړه ده او هغو ته د ليرې پرتو سيمو په نسبت ډيره پاملرنه کيږي په داسې حال کې چې اسلام دعدالت او انصاف امر کړى نو پکار دا ده چې ليرې پرتو سيم ته هم توجه وشي.
د دوى( افغان حکومت) وزيران اعلان کوي چې تعليم د ټولو لپاره نو امارت( طالبان) هم دا اعلان کوي چې تعليم د ټولو لپاره خو په متوازن طور،خو که توازن او انصاف را نه شي نو موږ به خامخا د دې پوښتنه کوو."
که څه هم تر اوسه په کونړ کې يو ښونځى هم نه دى تړل شوى ، د ښونې او روزنې چارواکي خو لا دا هم وايي چې په ځينو سيمو وسلوال طالبان د ښونکو د نه راتګ له امله هغوى ته قانوني سزا ورکوي يانې ناسوبوي يې.
د ښونکو کمى د ودانيو نشتوالى او ليرې پرتو سيمو ته دزده کړو په برخه کې لږه پاملرنه او نه انډولي هغه څه دي چې د ډيرو په وينا دهيواد پر راتلونکي اغيز کولى شي