د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ادم عليه السلام انسان نه وو ؟؟؟ تاسو څرنګه فکر کوۍ


ع کريم حليمي
11.10.2004

هغه ورځ چه خدای ادم جوړ کړي ٠ نو ادم ئې و نومولۍ ٠
او خدای په ځينو اياتو کي بن ادم ته خطاب کوي ٠ او بعضو ته په انسان خطاب کوي ٠
او پلار ته د انسانانو په ادم ٠
ادم يو مليون کاله ادم وو ٠ کله چه ئې تکامل وکړي نو بن ادم سو ٠ او کله چه ئې اجتماعي مسؤليتونه و پېږندل
نو انسان سو

اول ٠ادم يوازي عبادت کاوه اوبس
دوهم ٠ بن ادم اجتماعي ژوند شروع کړي ٠ لږ مسؤليت ئې په تجربه (علم ) زده کړي
دريم ٠ په دريمه مرحله کي نو انسان سو ٠ نو دغسي نړي ئې جوړه کړه ٠ چه په تاريخ کي د ادمه تر دې دمه سارئ
نه لري ٠
بعضي پښتانه اوس هم د بن ادم په مقام کي دي ٠ د انسان مقام ته ندي رسېدلي ٠ که داسي نده ؟؟؟؟؟


Re: ادم عليه السلام انسان نه وو ؟؟؟ تاسو څرنګه فکر کوۍ

لونګين
11.10.2004

وروره ! وخت می کم دي خو لنډ در ته ليکم : تاسو دملا په جامه کې دمار کسيستې او دار وينې فلسفي پيروي کوي٠ کوم شي چې داروين ليکي له هه سره موازي روان
ياست او مقايسه کوی ٠

په درناوي لونګ

[quote:21292be875="Abdul Karimحليمي"]هغه ورځ چه خدای ادم جوړ کړي ٠ نو ادم ئې و
نومولۍ ٠
او خدای په ځينو اياتو کي بن ادم ته خطاب کوي ٠ او بعضو ته په انسان خطاب کوي ٠
او پلار ته د انسانانو په ادم ٠
ادم يو مليون کاله ادم وو ٠ کله چه ئې تکامل وکړي نو بن ادم سو ٠ او کله چه ئې اجتماعي مسؤليتونه و پېږندل
نو انسان سو

اول ٠ادم يوازي عبادت کاوه اوبس
دوهم ٠ بن ادم اجتماعي ژوند شروع کړي ٠ لږ مسؤليت ئې په تجربه (علم ) زده کړي
دريم ٠ په دريمه مرحله کي نو انسان سو ٠ نو دغسي نړي ئې جوړه کړه ٠ چه په تاريخ کي د ادمه تر دې دمه سارئ
نه لري ٠
بعضي پښتانه اوس هم د بن ادم په مقام کي دي ٠ د انسان مقام ته ندي رسېدلي ٠ که داسي نده ؟؟؟؟؟[/quote:21292be875]



Adil watanmal
11.10.2004

محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو
-------------------------السلام عليكم روحمه الله وبركاته

محترم حليمي صاحب په ليكنه دي حيران شوم ځكه چې [color=yellow:3ec5d92435]اوس خو نور خلك خلاص شوه او پيغمبرانو پسي دي راواخيسته[/color:3ec5d92435] او تر دي چې د انسانانو له جملي څخه ئې باسي او بله دا چې [color=yellow:3ec5d92435]دا كومي درجي چې تاسي بيان كړي دا ستاسي د لاس جوړ شوي د تاريخ كتاب يا تفسير كي راغلي [/color:3ec5d92435]او كنه كوم يوه مرجع لري او يا تاسي هم د انسان د جوړښت په اړوند د داروين نظر سره موافقه لري.
يوه بله يادونه به هم وكړم ستاسي ددي خبري په اړوند ((بعضي پښتانه اوس هم د بن ادم په مقام کي دي ٠ د انسان مقام ته ندي رسېدلي ٠ )
كوم خطابونه چې انسانانو ته په قرآن كريم كي متوجه دي د بني ادم په نوم ايا دغه ټول احكام او خبري الله پاك د هماغه وخت خلكو ته كړي؟ او ايا دغه احكام صرف په هماغه خلكو پوري او د همغوي په همنظرو پوري اړه لري؟؟؟
نوره به خبره نه اوږدوم په اخر كې به دومره ووايم چې بن ادم خو د ادم عليه السلام ځوي ته وايي نو شايد چې د حليمي صاحب په اند انسان د ادم ځوي نه وي. نو [color=blue:3ec5d92435]له حليمي صاحب څخه هيله كوم چې د انسانانو پلار په ګوته كړي ايا دي هم لكه داروين نظر لري چې انسان د شادي انكشافي جوړښت دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:3ec5d92435]

------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------عادل وطنمل


Anonymous
11.10.2004

نه نه خبره د فزيکي تغير نه ده ٠ په نفسي تغير کي د موضع څېړنه اوبحث او ستاسو نظرونه غواړي


pattang
11.10.2004

وروره خپه نشي ته خو بيخي اپلتي وائي ٠ دا دي فزيک موضع بيخي ندي.
فزيک : کينيماتيکي،ډينامکي، او ستتکي تغيرونه او روابط دي چې قوه او حرکت
څيړي او تکاملي څيړنه په خپله څانته يو علم او ځني ئې حتا نسبي پستولات دي٠

خپه نشي زه ليږ څه ليوني يم خو ته ډير را باندي ګران ئي
په در نا وي ستا سو پتنګ

[quote:f6b060603b="Anonymous"]نه نه خبره د فزيکي تغير نه ده ٠ په نفسي تغير کي د موضع څېړنه اوبحدث او ستاسو نظرونه غواړي[/quote:f6b060603b]


Anonymous
11.10.2004

محترم حليمي صاحب او درنو لوستونکو ته سلام.
ورونو زه هم دحليمي صاحب په مطلب ﻻ نه يم پوه ، خو وار د مخه پرې خپل حکم او قضاوت نشم صادرولی، ځکه څوک چې په څه پوه نشي نو د پوښتنې حق لري نه د حکم د صادرولو. او بيا خو حلمي صاحب د نوموړې موضوع
سرليک پخپله هم د پوښتنې په شکل وړاندې کړی او بيا يې له تفصيل پرته ځواب کړی دی. لوستونکي حق لري تفصيل وغواړي او د حليمي صاحب پر مطلب لومړی ځان پوه کړي او بيا پرې خپل ظر څرګند کړي، نه مخکې له مخې. د ميلمه له ځواب څخه چې ښايي د حليمي صاحب له خواو ي، چې په لنډ ډول يې ليکلي :

[quote:db497ce81b]نه نه خبره د فزيکي تغير نه ده ٠ په نفسي تغير کي د موضع څېړنه اوبحث او ستاسو نظرونه غواړي [/quote:db497ce81b] په ډاګه شوې چې د داروين فزيکي تغيرات او تکامل ـــ دقيق : فزيولوژيکي تغير او بشپړتياـــ مطلب وه، نه رواني، [color=red:db497ce81b]نفسي[/color:db497ce81b] يا ذهني او فکري ! نو د پتنګ ورور په څېر که څوک پر دغه مفهوم پوه نشي، بايد سمدﻻسه داسې غبرګون ته پناه يونسي چې ليکونکي ته د پوښتنې پر ځای په سپکاوي ووايي چې ته خو ګواکې اپلاتې وايې(!) او بيا د حليمي صاحب په څير اندوال عالم ته(!!!)؟؟؟.
کله د يو سوچه اندوال عالم هدف له يوې نوې خو تجريدي ادعاو له طرحه کولو څخه هدف داوي چې لوستونکي د علاقې سره سم پوښتنې وکړي . زه په خپل وار له محترم حليمي صاحب څخه دا پښتنه لرم :
وروسته له دې چې آدم له هماغه لومي سرڅخه د انسان بشپړ فزيولوژيکي او بيولوژيکي سکلېټ او ساخان درلو، د نفسې او معنوي تکامل د درې پړاوونو خپل خپل بيل بيل علتونه، عوامل ، تاريخي او محيطي شرايط څه وو؟ د کومو ځمکنيو يا اسماني اړتياو له امله لمړۍ يو ميليون کاليزه دوره دعبادت وه، چې په هغې کې هم بي شکه ادم تاسو په اند ، حترم حليمي صاحب ، يواځې يو تن نه، بلکې د زرګونو نسلونو ژوند پردغه نامه ځانګړی او مشخص شوی دی. دغه راز د دوهم او دريم پړاو د شرايطو ځانګړاتياوې څنګه انګيرئ يا ښودلی شئ. ؟ تاسو بشپړې څرګندونې به په دې اړه د لوستونکو پر مخ د يوګټور بحث له پاره پراخه امکانات پرانيزي. په درنښت او بيا سلامونو!


Anonymous
12.10.2004

ګرانووروڼوسلامونه اښي چاري
پتنګ ورورهم ګرم نه دی يوڅوک چي دخپلې ليکنې په سراوبيخ نه پوهيږي اوديوپيغمبرله شان سره نامناسب الفاظ کاره وي نوطبعا به يی غبرګون هم همداسي وي
خوحليمي صيب هم ځکه مه ملامتوئ چي دمنطق اوفلسفې برخه همداډول وي دلته مذهبي دلائل نه چليږي هرڅوک هرڅه ويلی شي ښأيی يويی همداعلت وي چي حليمي صيب دهرڅه ويلوجرئت کړئ

ستاسوورورخادم



12.10.2004

سلامونه او درنای!
١ـ مجرد تيزسونه دي او بس. په مذهبي مالوماتو کې يې د انګيرنې او تفسير شونتيا نه ليدل کيږي، حال داچې تيزسونه په ديني لهجه او بنسټ عيار شوي دي.
٢ـ يو ميليون کاله ژوند د يوه ژوندي فرد له پاره پر ځمکه امکان نه لري. ښايي د ادم تير شوی وخت په جنت کې به ستاسو په اند يو ميليون کاله و؟ که دا مدلل و ښاياست ښه به وي. په جنت کې هسې هم له عبادت او شکرونو پرته نور څه مهم نشته، بيا د درک وړ بريښي.
٣ــ د ځمکې پر مخ د ادم د ژوندانه په اړه ډير څه نه دي ويل شي، ټولې خبرې د زامنو لکه هابيل او قابيل دي. نو ادمزاد له ادم څخه دلته يات مطرح شوي دي. ښايي ستاسو مطلب دې ته ورته وي، که څنګه؟
٤ـ ايا ستاسو په درې پړاوي ويش کې دا هم مراعت شوې چې ادم (ع) يو کائن علم او پوهه لرله؟ که يې لرله، نو دا پوهه څشی وه او د ځمکې پر مخ ترې څه ګټه پورته شوه؟ آيا ادم (ع) سواد او ليک لوست درلوده؟ دهغه دليک څه اثر په زامنو او نور اوﻻد ته انتقال شو يا تر هغه وروسته چا ليک پيژانده ؟ والسلام


Anonymous
12.10.2004

ډېر اغلي سپېڅلتوم صاحب زما سلامونهاو احترامات هم ومنه !
کور دي ودان دا ملګر خو داسي حال جوړ کړۍ ٠ زړه ئې غواړي چه اول ئې وکاږي ٠ او تر کښلو ورسته ئې بيا
حسابوي ٠ چه دوې دي که درې ٠ :D

زه انسانته د يو اخلاقي مخلق په سترګه ګورم ٠ چه اخلاق ، خبري ئې د نور مخلقاتوڅخه جلاکوي ظاهرأ
او په باطين کي ئې فکر کول له نور څخه جلاکوي ٠
په هره اندازه چه ډيرجګ اخلاق ورته نازليږي يا ئې پيدا کوي پخپله٠ په هغه اندازه د اسانيت مقام ته رسيږي

داسي له تاريخ څخه واضع معلوميږي چه ادم هيڅ دغسي اخلاقي ژوند نه درلودي ٠ چه انسان ئې و کڼو
او بني ادم چه زه ئې دوهم نسل د ادم ګڼم ٠ هم ئې عقل ضعيفه وو او هم ئې اخلاق کم وه ٠
و لي چه ژبه به ئې هم محدوده وه ، نو اخلاق ئې طبعأ محدود وه ٠؟
عقل د کمۍ دليل ئي سته ٠چه ابراهيم ع ئې سځولۍ نو په هغه اندازه اور ئې لګولۍ وو چه ٠ اور لګونکو
پخپله ابراهيم اورته نسوکولاي چه واچوي ٠ او هم نه پوهېدل چه څومره اور پکار دي چه يو سړی وسوځوي
او اخلاق هم د اسمانه په هغه انازه کم ورته راتله چه کتاب ئې نه ورته رالېږلۍ ٠
يعني د عقل کمې وو ٠
نو داسي فکر کوم چه دغه سبب دي چه اسمان ادم د انسان په نامه نه يادوي
او تر ډيره ئې نوي نسل ته د بن ادم خطاب کوي ٠
ډير لږ وخت کيږي چه بن ادم انسان و بلل سو ٠
کله چه د انسان و مقام ته ورسېدي ٠ تاسو وينۍ چه څرنګه انساني جامعه ئې جوړه کړه ٠
تاسو ئې وينۍ په هر هغه ملک کښي چه تر اوسه د بن ادم په حال کي پاته دي ٠ زراعت ،صناعت ، او اخلاق
ئې ټوله ضعيفه دي ٠

اصلأ ما له لوستونکو نظر غوښتي وو ٠
نور به بيا سره ګورو !


آدم «انسان» بني آدم

Anonymous
14.10.2004

كرانو او محترمو ليكوالانو سلامونه ومني
تاسي ته دي روژه مباركه وي او هر كال دي سره د عبادت د توفيق بخشلو راولي
خداي ته وكوري دا سه ليكي او سه كوي آدم عليه السلام آدم چي بل نوم يي انسان دي او د لفت به متعلق د لغت كتابونو ته رجوع وكي چي ولي آدم بلل شوي او ولي انسان ورته ويل شوي همدارنگه بني آدم هم صرف د آدم عليه السلام اولاد يعني هغه انسانان چي د آدم نه وروسته تردي دمه او ترقيامته پيدا كيزي د بني آدم به نامه ياديژي نور نو د فزيك او كيميا او داروين او بل پسي مه گرزي او خپله مسلماني مه پريزدي او د الله مخلوق پسي هسي خبري مه كوي د اصلاح خبره كوي او اصل الله تعالي به نزد تول انسان دي او بس او ورته د بندگي امر كوي خوك چي تقوي لري تقرب حاصلوي او الله ته نزدي كيزي او خوك چي بندگي نه كوي الله ورحخه خفه وي او له دره يي ليري كيژي


Anonymous
14.10.2004

ډاکتره !
د خدايه څخه دي هم دکلي خان جوړ کړي ٠ چه نن خوابدۍ دي او سبا خوشحاله دي ٠
دغه زما په عمر کي اوله ده چه و مي لوستل ٠ چه خدای خفه ٠٠٠٠٠٠ کيږي ٠

يو وخت يوه ليکوال په اخبار کي يوه اوږده مقاله اوه ورځي ليکله ٠
يوه نفر په بازار کي د مقالې ليکوال وليدي ٠ او ليکوال ته ئې وويل ٠
چه مقاله دي ډيره اوږده ٠ وه ٠ په اوومه ورځي ئې د سر موضع رانه هيره سوه ٠ !
ليکوال په چواب کي ورته وويل ٠ چه په اخبار کي د ټوکو او ټاکو صفحه هم سته دهغه لوستل کوه٠
زما مقاله اصلأ د کويټې خلګ نه ګوري ٠ دا په کندهار کي لوستونکي لري ٠
هغه څه په اخبارکي لوله چه نه دي خفه کوي ٠ خبره دټېپرو ده ٠
واړه واړه مه رانيسه ٠
دا دنيا په احمقانو ده ودانه ٠ دانانکا په دنيا باندي غرض


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more