اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
مذهبي وروڼو بریا مو مبارک شه!!!
وزیري
09.08.2012
ټولو حنفی، شافعی، مالکي او حنبلي وروڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
عزتمندو او له شرف ډکو وروڼو هریو مظهري صاحب، کریم حلیمي صاحب، اکرم صاحب، عبدالله صابر صاحب، تخاري صاحب، کامیاب صاحب او نورو مذهبي وروڼو ته د زړه له کومې د مناظرې د کټلو مبارکي وایم :o :o :o :) :) :)
ستاسو له لیکنو، نظریاتو او کوششونو نه یوه نړۍ مننه او قدردانی کوم. الله جل جلاله دي ستاسو د هر یو حرف په بدل کی جنت الفردوس نصیب کړي.
زه په دي باندي کاملا متیقین یمه چی تاسو په دي لیکنو او بریا سره د څلورو مذاهبو ټول وفات شوي علماؤ مبارکو ارواحو ته راحت ورساوه او ان شاء الله ددوي برکات به الله جل جلاله ستاسو په زندګئ کی کیږدي.
هیله ده چی په آئنده هم زمونږه سره په ټول افغان کی واوسئ او د حق په طرفداری کی زمونږ سره همکاري وکړی.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
کامیاب
10.08.2012
وزیری صیب!مبارکی دی پردواړولیموقبوله، ستاسودی هم مبارک وی،خووزیری صیب!زه تاسومذهبیانوته یووړاندی لرم هغه داچی تاسی مذهبی علماء اوپوهان بایدپه اتفاق اوهمږغی سره په افغان فورم کی یوگیردی کتبی میزجوړکړی اوپه هغه کی پروهابیت باندی څیړنه وکری ترسودغه دبدبختی پدیده زمونږخلگوته ښه وپیژندل شی.
تخاري
10.08.2012
سلامونه
محترم وزیری صیب تاسو ته مبارکی وایم
خدای ج دی مظهری صیب ته بی شمیره بدلی او خیرونه ورکړی چی هزیپه یې مات کړ، سره لدی چی هزیپې ته سخت په قهر یم خو دا چې د بحث د یوه جهت په توګه ددی سبب شو چی مظهری صیب حقایق بیان کړل نو خدای دی له هدایت سره مل اجر ورکړی
په اصل کی زمونږ د ټولنې علما کرام چی په علمي لحاظ د انارو په شان ډک دي خو علم یې کما حقه خلکو ته نه ده بیان کړی، په بل عبارت که هزیپه نه وای نو له مظهری صیب څخه دا خبرې مونږ په آمبور هم نشو تر لاسه کولای، نو دا چی دی کم عقلانو د د دعوت میدان خالی شوی ده، په دی کې یوه ماشه مسوولیت زمونږ عزتمندو علما کرامو ته متوجه ده، هغه عربی مقوله به مو اوریدلې وي چې مفهمو یی ده، کله چی عقلا یانې هوښیاران میدان خالي کړي نو کم عقلان رامیدان ته شي!!
له بلې خوا زمونږ په ټولنه کې حاکم خرافات او زمونږ او تاسو چوپتا هم د یادو کم عقلانو تبر ته لاستی اچولی ده.
ماته شخصا د سلفیان یو ډول سیاسي حرکت ښکاري چې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د صلیبي ایتلاف د جنګي محاذ یو پټ خو تر ټولو څیرونکی نیرنګ او ښاخ دی.
دا خو له هیڅ چا هم پټ نه دي، دې خوارانو ته د هرې لیکنې په پورته کولو باندې ریالي حق الزحمه ورکول کیژي، قسم په خدای که له پیسو بغیر لیکل څه چې کاپي-پېسټ به هم ونکړی ---
دکامیاب صیب نه مننه
Mazharee
10.08.2012
کامیاب صیب! الله موتل کامیاب لره ډیرښه وړاندیزموکړیدی الله دی دهرمسلمان په فکرکی دغسی ښکلی اوښائسته وړاندیزونه راوګرځوی ، ترڅوچی زمونږسره دبحث کولوفکرراژوندی شی،اوپه مونږکی انګیزه اومجبوریت دځواب ویلوپیداشی، هسی ټولی خبری خوزمونږنه پیادیږی، نومونږدیته اړیوچی څوک راڅخه وپوښتنی اویاراته وړاندیزوکړی، ترڅوزمونږپه فکرکی هم کوم شی راوګرځی، ستاسودوړاندیزسره زه شخصاسل په سلوکی موافق یم، خوپدی هکله دښاغلی وزیری صیب،اکرم صیب،ښاغلی حلیمی صیب،طیب زابلی صیب،تندرطوفان صیب اوتخاری صیب، اوعبدالله صابرصیب، څخه هم دنظرغوښتنه غواړو، کچیری ددوی ټولوپردغه باندی اتفاق نظروو نوزه خوپه خپل جانب تل دداسی مباحثی مابین کولوته حاضریم.
کامیاب صیب! یواربیاستاسوددی ښکلی وړاندیزڅخه یوه نړی مننه
راځی لاس پلاس کی ورکړودباطل مخ ته سنګرشو
دخپل حق څه دفاع وکړو دبدعت مخی ته غـــرشو
داسلافوپشان تـــــــوری راسره میــــــــدان ته لاړشو
دمذهب څه دفاع وکــــــړو اوساتــونکی دسنګرشو
چی توهین مــــــوچاوفقهی کتابـــــونوته وی کــړی
په یوه آواز اویـــــــوږغ مسلح وربانــــــدی ورشــــو
مظهری مرال دی ساته! ته به هیڅـــوقت تنهانشی
ستاملګری آماده ټول وای درځی چـــی په حشرشو
طیب زابلی *
10.08.2012
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
وزیری صیب مبارکی دی قبوله او تااومظهری صیب او نورو ټولو مذهبی وروڼوته زه هم مباکی وایم او له الله جل جلاله څخه مو تل سرلوړی او سوبمن غواړم
دکامیاب صیب له وړاندیز سره موافق یم ښه ده چی ددی لامذهبه سلفیانو مرام او حقیقت نور هم مسلمانانو ته څرګند شی
په مینه او درنښت
تندرطوفان
10.08.2012
ټولومذهبی وړونوته دزړه له تله السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
خدای موتل همدغسی بریالی اودمیدان ګټونکی لره، لکه چی اوس یی درلودلی یاست، تاسی دینی علماء خوزمونږدهیلواوامیدونوسترګی یاست، تاسوته مونږتردی دډیروکارونوطمعه لرو، الله موددنیااوآخرت عوضونه درپه برخه کړی. آمین یارب العلمین
دکامیاب صیب له وړاندیزسره موافق یم، خولومړی باید په تاسوکی دیوه لخوا دبحث اجنډا اوطریقه دبحث په ګوته شی، بیاوروسته پرخپل نوبت ورباندی تفصلی بحث وشی، خوزومانظردادی چی بحث پداسی طریقه وشی.
1. تعریف ددوی.
2. عقایداوافکارددوی.
3. اهداف ددوی.
4. طریقه دپیژندلوددوی.
5. ددوی سره دمقابلی لاری چاری.
6. ددوی دافکارو اومعتقداتورد.
7. ددوی مفاسد اوعوارض جانبی ومسلمانانوته.
8. ددوی فکراوسلیقوی تړون دځینوکفری ممالکوسره.
بیاهم ستاسونظرورباندی غواړم.
وزیري
11.08.2012
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عزتمندو په جوابی لیکنو او نیکو نظرونو مو ډیر خوشحاله شوم. د کامیاب صاحب وړاندیز باید لازما د عمل په میدان کی عملي شي. ددي نیک نظر سره به ان شاء الله چی مونږه یو هم مخالفت ونه لرو.
نو مهرباني وکړی په تاسو کی یو رهبري واخلی او مونږه به درپسي توره له تیکې ایستلي درځو.
پام مو وي چی دا اتفاق به د وهابیان په خوله د اوسپنیز سوک نه هم ډیر قوي وي او شیطان به هم زمونږ په زړونو کی د سستی اچول ونه سپموي.
نو لطفا په دي کار باندي عاجل اقدام وکړي چی دا بیحده زیات د خیر کار ده.
والسلام
Mazharee
11.08.2012
مذهبی وړونویواربیادرته ښه راغلاست وایم:
الله پاک مودژوندپه ټولوچاروکی سرلوړی اوبریالی لره، الله پاک مودتل لپاره ده کفارو اووهابیانوپه مقابل کی دوسپنیزدیوال اوسپرغوندی، محکمه اوټینګ لره،حدیث درسول اکرم (ص) چی فرمایی: : إذا ظَهَرَتِ البِدَعُ وَلَعَنَ آخِرُ هذه الأُمَّةِ أوَّلَها فَمَنْ كانَ عِنْدَهُ عِلْمٌ فَلْيَنْشُرْهُ فإِنَّ كاتِمَ العِلْمِ يَوْمَئِذٍ كَكاتِمِ ما أنْزَلَ الله على مُحَمَّدٍ (ابن عساكر ) عن معاذ
ژباړه: کله چی په دین نوی کارونه پیداشی (لکه وهابیت) اولعنت ووایی آخردامت پرلومړنیودامت، نودهرچاسره چی علم وی نودی خپل علم خپوراوښکاره کړی، ځکه پدی وقت کی پټونکی دعلم داسی دی لکه پټونکی دهغه شی چی خدای پاک پرحضرت محمد(ص) باندی نازل کړیدی.
نودغه حدیث که څه هم ځینوعلماؤ ورته ضعیف ویلی دی، خومونږته ضعیف حدیث هم چی دقرآنه سره په ټکرکی نوی دقبول وړدی، اوزمونږپه نزد یی په فضائلوکی روایت هیڅ مشکل نلری، اوپه احکاموکی چی دقرآن سره په ټکرکی نوی، حجت شرعی دی.
نوبناء پرمخکنی حدیث باندی پرهرمسلمان لازمه ده، چی په هروقت کی چی دفتنوسره مقابله وکړی، چی یوه دهغه فتنوڅخه هم فتنه دوهابیت ده، اوداغه رقم لعن پراسلافوهم دوهابیت خصوصیت دی، چی تل ټولواسلافواودامت مخکنی علماؤته حتی صحابه وو ته په سپک نظرګوری،لکه چی حذیفه دلاندی لینک په لیکنه کی لیکلی دی چی :
[color=red:53efaef935]د ابن عمر خپل اجتهاد دئ چي زما لپاره دلیل نه سي کېدای.
دصحابی عمل زمونږلپاره دلیل نشی کیدای.[/color:53efaef935]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=60970#60970
مونږهم قول ته دصحابی پرقرآن اوقول دپیغمبرترجیح نده ورکړی اونه یی هم ورکوو، خوداسی بی ادبی پشان کی دصحابه دځان لپاره کفرګڼو، ځکه دهمدغه صحابه په واسطه مونږته قرآن اواحادیث درسول اکرم(ص) را رسیدلی دی، که څوک پرصحابه ووباندی باورونلری، دهغوی عدل ترپوښتنی لاندی راولی نوبیاخودی سړی ته بایدپرقرآن اوحدیث باندی هم باورنوی. چی وهابیانونن همدغسی کارپسی رااخستی دی.
نوددی کارسره مقابله اوددوی رسوا کول زمونږاوستاسوکډه ایمانی اووجدانی وظیفه ده، چی باید یی سرته ورسوو.
زماپه نظردکامیاب صیب دوړاندیزدعملی کولولپاره باید ډیرژراقدام وشی، اوټوله مذهبی وړونه پدی کارکی پوره اوکامله ونډه واخلی، پاتی شوه پدی کارد رئس اومشردټاكلوخبره، نوزه خپل رأی ومحترم ښاغلی وزیری صیب ورته ورکوم، چی پدی کارکی زمونږرهبری وکړی، آجنډا دبحث معینه کړی، چی بیاورباندی ملګری لیکنی وکړی، ځکه وزیری صیب دډیره وقته څخه په ټول افغان فورم کی ددغه کم عقله سفلیانوسره په مناظره اوبحث باندی بوخت دی، زه خپله خوډیرلږوخت کیږی چی فورم ته راغلی یم، بیاهم دنورملګرونظرورباندی غواړم
په اسلامی اومذهبی مینه ستاسوورور «مظهری»
وزیري
11.08.2012
مظهري صاحب محترم دا ستاسو حسن نظر ده چی ماته مو رایه راکړیده، زه په هیڅ معنا هم ددي قابلیت نلرم او هیله ده چی دا دروند بار تاسو په خپلو اوږو واخلئ.
زه به درسره په کامله توګه د یو ښي لاس په څیر همکار واوسم ترڅو ددي فتني ښه مقابله وکولای شوه. تاسو به ان شاء الله له مانه په عمر کی هم زیات یاستئ او په علم کی خو بی شکه او بی شبهی چی بهتر یاستئ.
که نور عزتمند وروڼه کوم بل نظر نه لري نو په خپله مشری مو احسانمند کړای او پری ور بسم الله کړي.
والسلام
طیب زابلی *
11.08.2012
یوځل بيا سلامونه
وزیری صیب او مظهری صیب تاسو خو زموږ مشران یاست
بس چی مظهری صیب تاته رایه درکړه نو زما هم دا رایه ده
چی ته باید ددی پروګرام مشری پرغاړه واخلی
او ته بالکل ددی قابل یی
والسلام
جواب
کامیاب
11.08.2012
ټولومذهبی وړونوته په خاصه توګه مظهری صیب،وزیری صیب، طیب زابلی صیب،تخاری صیب ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
ستاسودچټک مثبت غبرګون څخه چی ځماوړاندیزموومنی یونړی مننه.
الله دی ستاسودمیزان په تله کی درته حساب کړی.آمین.
کومه رأیه چی مظهری صیب ورکړیده، چی وزیری صیب ته یی ددی لړی دشروع کولودمشرتوب وړاندیزکړیدی، زه یی هم ورسره تأییدوم، وزیری صیب تاسوته دمظهری صیب پرانتخاب اورأیه ورکولوباندی زه پوره باورلرم، تاسودمظهری صیب دغه وړاندیزومنی اوددی ښکلی اوښائسته کار مشرتوب دهغه ترختمه پوری پرغاړه باندی واخلی. اودډیروملګروهم دغسی خوښه ده، خوبیاهم وروستی پریکړه ستاپه واک کی ده، چی تاسواختیاراومشرتوب مظهری صیب ته ورکړی، مونږهم ورسره سل په سلوکی موافق یو.
خوپام مو وی! چی ځینوکسانوپه فورم کی زمونږدلاسه شکایتونه اواعتراضونه شروع کړیدی، پرحلیمی صیب یی هم نیوکه کړی چی ولی ددوی وداسی بحث ته زمینه مساعده کوی؟ او ولی دوی ته اجازه ورکوی چی داسی کاروکړی؟.اوبیایی ویلی دی چی نوی نوی ملګری پیداشویدی، اونوی نوی خبری یی کړیدی،بیایه دحذیفه کم بخته پشان یوه غټه خبره هم کړی، چی دوی دبحث توان نلری نواوس یی په اسلامی خونه کی بانډارشروع کړیدی، بیایی وروسته وړاندیزهم کړی چی تاسوولاړشی دبانډارپه خونه کی خپلی غوری سره وکی.
دی بی انصافه اوناځوانه خپلوته نصیحت نکوی چی هرځای یی دمظهری صیب په بحث کی مداخله کړی، هغه څوځایه چلندورکړی، خوالحمدلله چی مظهری صیب ورسره داسی چلندکړی، چی بیلکه کومی ستړیایی دی دجهان په شرمونوشرمولی، ځکه دده وهیڅ لیکنی ته یی توجه نده کړی.
خوددوی دادشکایتونولړی اوس نده پیل شوی، ماچی دمظهری صیب اوحذیفه لیکنی لوستی، تل پکی دغسی نابللودشکایت غږپورته کړی وی، خوګټه ځکه نه ورته لری ، چی دوی هم شکایت کوی، هم اهانت کوی، دوی هم شکایت کوی، اوهم دګوړی دمچانوغوندی ځان دهرچاخولی ته وراچوی، خوګوری چی ددوی په شکایت باندی ستاسوزړونه مات نشی، خپل بحث ته به دوام ورکوو.
دایواسلامی بحث دی، پدی بحث کی باید هرمذهبی ورورزمونږسره برخه واخلی. خوهغه متل دی : چی ډیری خبری دکتاب ښه دی، نورنوخبره مه پسی اوږده وی په اصلی بحث باندی پیل وکړی.
خوپام مووی چی بحث به ډیردقت اوپه تحقیق باندی کوو، دامهمه نده، چی مونږدی په یوه ورځ کی په لسهاوو لیکنی په فورم کی کښیږدو، مهم کیفیت دلیکنی دی ، که په یوه هفته کی موهم یوه لیکنه برابره ولای شوه هغه به برابره وو، خوداسی به نکوولکه دوی ښاغلی چی هرشی یی پرخوله باندی راشی لیکی یی.
مننه ستاسوپه مذهبی پاکه مینه ورور« کامیاب »
ډاکتر وطنمل
12.08.2012
درنو ورونو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
دحنفي فقهې دفاع د ټولو حنفي مذهبو علماو دنده ده، الحمد لله دغه مذهب تر ټولوی مذهب دی او د اسلامی نړې زیات اوسیدونکي یې پیروان دی !
د افغانستان تاریخ تر نن ورځې پورې حنفي مذهبو مسلمانانو ټاکلی دی او انشا الله تر دې وروسته به یي هم ټاکي!
د ټول افغان او دبحثفورمونو مشر به هم انشا الله تل حنفي مذهبه افغان وي !
زه د حنفي مذهب ددفاع ملاتړ او ستاسې د ابتکار پلوی کوم چې په دې موخه د حنفي مذهبو علماو لیکنو ته یو ځانګړی شوی
ګردی میز پرانیزئ !
[color=yellow:b697fe7aa3] د ټول افغان د بحثفورمونو راتلونکی عمومی مسول به هم یو داسې شخصیت وټاکل شي چې
له تاسو سره ملاتړ او عملي (قلمي) مرسته وکړای شي، د نوي مشر نوم به انشا الله د کوچني اختر په ورځو کې اعلام شي![/color:b697fe7aa3]
[color=blue:b697fe7aa3]و من الله التوفیق ![/color:b697fe7aa3]
Mazharee
12.08.2012
ټولوته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
ډاکتروطنمل صیب ستاسوده لوریونواوپیرزوینوڅخه یوه نړی مننه، الله موراته کامیابه اوسرلوړی، دوطن اووطنوالوسره همدغسی مل لره.
دا ګردی میزبه إن شاء الله ډیرژردټول افغان فورم په کوربه توب باندی پیل شی.
دټولوملګروڅخه هیله کوم، چی نوردی ددی کارپه پیلولوکی ځنډنکوی، خپل کاردی شروع کړی.
دوزیری صیب څخه هیله کوم چی دکامیاب صیب وروستنی لیکنی ته ځواب ووایی، یعنی مشرتوب ددی لړی دی پرغاړه باندی واخلی، اویاهم دنوروملګروپه خوښه بل چاته رأی ورکړی، ددی لپاره چی نورموکارونه ځنډیږی.
هغه نورخلګ چی نوی نوی کړکی راخلاسوی، هغوی پدی کارکوښښ کوی چی مونږمصروف وساتی اوزمونږددی کارمخنوی وکړی، ددوی سره زمونږمخکنیولیکنوثابته کړه چی ترڅودوی مدعی داجتهاد وی، زمونږبحث ددوی سره کومه خاصه فایده نلری.
نوددی په کړکیواوخبروپسی مه ګرځی! راځی په خپل اصلی مقصدباندی شروع وکړو.
هیله ده چی وزیری صیب ډیرژر خپل نظرراسره شریک کړی، اوددی کاردپیلولومخی ته دټولوخنډونوسره ډیره سخته مقابله وکړی.
بیاهم وایم: زه دی کارته ډیرخوش بینه یم، ځکه ددی کارپه پیلولوباندی ډیرکوښښ کوم.
وزیري
13.08.2012
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
وطنمل صاحب محترم ډیره زیاته مننه له دي ښایسته زیري او نظر نه. الله جل جلاله دي اجر عظیم درکړي.
عزتمندو وروڼو!
که غیر له ما او مظهري صاحب نه تاسو بل څوک د مشر په حیث ټاکي نو مهرباني وکړی مونږه یی په لیمو منو کنه ما له مظهري صاحب سره په شخصی پیغامونو کی مسئله حل کړله.
هغه داسی چی محترم نورالحق مظهري صاحب به د مشري واګی په لاس کی واخلي او ددي خیر په کار باندي به شروع وکړي.
که تاسو له دي نظریې سره همنظره یاستئ نو مهرباني وکړي یوه یوه کلیمه د هوکي ځواب راکړی چی خبره قانوني او شرعي شي.
والسلام
تخاري
13.08.2012
السلام علیکم و رحمة الله و بركاته
له ښاغلي وطنمل صیب څخه یوه نړی مننه کوم چی خپل اسلامي او افغاني دریځ او ملاتړ یې څرګند کړ.
دا چې مونږ او تاسو ټول افغانان الحمد لله د حنفي مذهب پیروان یو، نو حذیفه او ملګري يې شاید او باید نور ځانونه له افغاني ټولنې څخه رټلي محسوس کړي!!!!
زما له خوا خو ښاغلی مظهری صیب په تمامه معنی د دی مشری وړ او زما د قبول وړ ده، خو یو خواست ور څخه لرم چی په بحث او څېړنه کې دې مصلحتا جانبي/کلیوالې کیسې نه کوي ، او همدارنګه دی په مستقیم ډول حذیفه خپل مخاطب نه نیسي، تر څو ستاسو دا څیړنیز بحث او تحقیق له خیره سره جوړونکې او مثبته بڼه خپله کړي.
حذیفه که هوشیار سړی وای نو د طعن او پیغور په بڼه به یې نه ویل چې اوس به نو ستاسو دااااااااا-- او هاااااااااااا کتاب درته بربنډ کړم، یا دا چې ویل یې تر اوسه می د ښاغلی ریښتني په لحاظ څه نه ویل، عجیبه ده د حق مدافع صیب څنګه کولای شي چې د یوه شخص په لحاظ په حق څرګندولو پټې خولې ته ترجیح ورکړي؟؟؟؟ نه دی خدای خوشاله کړ او نه رښتنی!!!!!! شیطان خو به نو خامخا درباندی صد افرین وایی!!!! مونږ یی وینو!!!!
مطلب می داده چی حذیفه په خورا موزي او منفي انګیزه باندی خپل د سینی مرداری وشیندلی - زه ورسره شخصی دشمني نلرم - اوس هم امید ده چی زما له نیوکو به، که هر څو هم دده په سبب رټونکې دي، پخپله ګټه استفاده وکي - زه اوس هم ورته دعا کوم چی الله ج دی ورته د هغو سپکو نسبتونو عفو وکړي چې په پوره جسارت او له خورا ټیټ اخلاقي پوړ څخه یې د حنفي فقهې په ادرس وتوغول، آمین[color=white:e1556c2147][/color:e1556c2147]
طیب زابلی *
13.08.2012
السلام علیکم
وزیری صیب ستاسوفیصله زموږ پرغبرګولیموقبوله ده
مظهری صیب دی په کارپیل وکړی
الله پاک مودحق په لارکی بریمند لره
مننه
عبدالله صابر
13.08.2012
السلام عليکم
وزيري صيب
ستاسو فيصله مونږته قبوله ده داډيرښه کاروشو زه خپله ورباندي خوښ يم
الله پاک جل جلاله موپه خپلوکارونوکښ بريالي لره ، هغه دپاکستانيانوخبره
قد م بړاؤ قوم تمهاري سات هي ٠
وزیري
13.08.2012
ډیره مننه دوستانو!
محترم مظهري صاحب لاس په کار شویده او په نیژدي وخت کی به له خیره سره فورم ته را ووځي.
چون د اختر شپي او ورځي دي، کیدای شی چی دا کار یوڅه کمرنګه وي یا شي ځکه چی رخصتیاني دي. له اختر نه بعد به ان شاء الله دي کار ته کار وایو او ښه په درز کی به روان وي.
ستاسو هر اړخیزه همکاري په دي رابطه ډیره ضروري او مهمه ده.
والسلام