نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په نورستان کې سلګونو تنو د طالبانو پرضد مظاهره وکړه
مومند
08.08.2012
تاوده سلامونه او نیکی هیلی
طالبان چی تل د اسلام او مسلمانی دعوی کوی اوچغی وهی اوس یي یوه مدرسه اور ورته کړ او د قرآن پاک نسخی او تفسیرونه او نور مذهبی کتابونه چی په مدرسه کی موجود ؤ وسوځولی. د دوی دغه عمل له کبله د دغو سیمی سلګونو تنو د طالبانو په ضد مظاهره وکړه. دا دی د طالبانو مسلمانی او د دوی د ناوړی اعمالو یوه بله نمونه. طالبان پر هر ځای کی چی مدرسه، ښونځی او یا د تعلیم او زده کړی په نوم ودانی او ځای ووینی بیله کومی پوښتنی یی ویجاړوی ځکه چی دوی زده کړو او تعلیم سره ډیر پخوانی او ستر ضدیت او دښمنی لری:
په نورستان کې سلګونو تنو د طالبانو پرضد مظاهره وکړه
Tuesday, 08.07.2012, 05:12pm (GMT)
تاند(سې شنبه/ اګست ۷) سلګونو تنو نن په نورستان کې د طالبانو له لوري د قرآنکریمونو او تفسیرونو د سوځولو په اعتراض کې مظاهره وکړه.
له نورستان څخه د ورکړای شویو راپورونو له مخې دا مظاهره د ولایت په مرکز پارون کې دوې ورځې وروسته له دې وشوه چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په وانت ولسوالۍ کې یوې مدرسې ته د ښوونځي په ګومان اور ورته کړ او په هغې کې یې د قرآنکریم او تفسیر ګڼو نسخو ته اور ورته کړ.
د نورستان د پوهنې ريیس ډاکتر غلام حسین وویل چې د طالبانو له لوري د وانت په مدرسې کې د قرآنکریم درې سوه نسخې او دغه راز په سلګونو نور دیني کتابونه سوځول شوي دي.
خبریالانو، شاهدانو او همداراز د نورستان ولایتي چارواکو د طالبانو پرضد د خلکو غوسه تایید کړه او ویې ویل چې په دې مظاهره کې سلګونه تنو برخه اخیستې وه.
د نورستان امنیه قومندان پاسوال غلام الله نورستاني د مظاهره چیانو د شمېر په اړه وویل چې لږترلږه پنځه سوه تنو په دې مظاهره کې برخه اخیستې وه.
ده دا هم وویل چې مظاهره چیانو د طالبانو پرضد شعارونه ورکول او د عدالت منګولو ته یې د هغوی د سپارلو غوښتنه کوله.
پرون تاند ته د نورستان څو سرچینو ویلي و چې وسله والو طالبانو د وانت ولسوالۍ د دفتر درې خونې او د دې ولسوالۍ ښوونځی، چې په حقیقت کې مدرسه وه، سوځولي دي.
نورستان له پاکستان سره په پوله کې پروت دی او له همدې کبله د دولت وسله وال مخالفان پکې زیات فعال دي. د دې ولایت څو ولسوالۍ د افغان او پاکستان طالبانو له لوري په ګډه اداره کېږي.
په درناوی
مومند