اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دحذیفه غوندی وهابیانوحقیقت، داحادیثوپه رڼاکی
Mazharee
08.08.2012
درنواوقدرمنولوستونکو! غواړم دوهابیت اوسلفیت دحقیقت په هکله یوشی درسره شریک کړم،
داسلام دتاریخ په اوږدوکی ډیروخلګودډیروفتنوایجادکړی، اوکوشش یی کړی چی په یوه نه په بله بهانه اسلام بدنام کړی اومسلمانان دکفرپه مقابل کی دمقاومته څخه راوګرځوي، خوترټولولویه فتنه اولوی ګزارواسلام ته هغه دوهابیانواوسلفیانوفتنه اوګزاردی، چی ددوی دپیدائښت څخه بیاتراوسه مسلمانان هغه خپل پخوانی شأن وشوکت ته بیا ندی راګرځیدلی، داځکه چی دوی دمسلمانانودپرمختګ اووړاندی تللوپه مخ کی مشکلات ایجاده وی، همدوی دی چی اسلامی ممالک یی دانګلیس داستعمارلاندی راوستل، همدوی دی چی په مسلمانانوکی یی دتکفیراصطلاح اوکړنلاره، وردننه کړه،همدوی دی چی دتاریخ په اوږدوکی یه په زرهاوموضوعی احادیث وضعه کړل، داځکه چی دوی مدعی دی چی مونږخوهره مسئله په قرآن اوحدیث باندی ثابته وو، خوداخبره معلومه خبره چی ده زمانی په تیریدلوسره په دنیاکی ډیرنوی نوی اومدرن شیان پیداکیږی، چی هغوی ته صراحتاپه قرآن اوحدیث کی کومه اشاره ندی شوی. نودوی ددی لپاره چی دخلګوپه سترګوکی خاوری وپاشی نوخپلی خبری په موضوعی احادیثوباندی توجیه کوی، مقلدین که یوضعیف حدیث روایت کړی ، دوی هغه نه ورسره منی ، اوهغه ته موضوعی وایی، خودوی دخپلی خبری دثابتولولپاره دځانه څخه خبری جوړوی اوبیایه ورسول اکرم(ص) ته منسوبوی، اعاذنالله ممایفعله الظالمون الوهابیون.
خوددوی فتنه کومه نوی فتنه نده، ماپه مخکی لیکنی کی ددوی تړاودخوارجوسره ثابت کړی وو، اوس به هغه احادیث درته ولیکم کوم چی رسول اکرم(ص) پکی دوهابیانواوسلفیانو دفتنی دپیداکیدلوپکی وړاندوینه کړیده.
1. عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي شَامِنَا وَفِي يَمَنِنَا قَالَ ، قَالُوا وَفِي نَجْدِنَا قَالَ : قَالَ اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي شَامِنَا وَفِي يَمَنِنَا قَالَ ، قَالُوا وَفِي نَجْدِنَا قَالَ : قَالَ هُنَاكَ الزَّلاَزِلُ وَالْفِتَنُ وَبِهَا يَطْلُعُ قَرْنُ الشَّيْطَانِ.
صحیح البخاری حدیث نمبر1037.
ژباړه: دعبدالله ابن عمر(رض) نه روایت دی چی رسول اکرم(ص) وفرمایل ای پروردګاره! برکت کښیږده زمونږپه شامی کی اوزمونږپه یمن کی، دی وایی: صحابه وو وویل: یارسول الله، اوزمونږپه نجدکی، رسول اکرم(ص) بیاوویل: ای پروردګاره! برکت کښیږده زمونږپه شامی کی اوزمونږپه یمن کی، بیاصحابه وو وویل یارسول الله! زمونږپه نجدکی، نورسول اکرم(ص) وویل دلته به زلزلی اوفتنی وی، اوپدغه ځای کی به ښکردشیطان راپورته کیږی.
اوپه ځنی احادیثوکی "قرنا الشیطان " راغلی دی، چی علماؤبیامصداق د"قرنا" مسیلمه کذاب اومحمدبن عبدالوهاب ښوولیدی.
دلته ډیری علماؤ مصداق دښکردشیطان محمدبن عبدالوهاب نجدی ګرځولیدی، ځکه دمحمدبن عبدالوهاب نجدی دفتنی پشان لویه فتنه تراوسه په نجدکی نده پیداسوی.
2. وَسَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَقُولُ : يَخْرُجُ نَاسٌ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ يَقْرَأُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ تَرَاقِيَهُمْ ، كُلَّمَا قُطِعَ قَرْنٌ نَشَأَ قَرْنٌ ، حَتَّى يَخْرُجَ فِي بَقِيَّتِهِمُ الدَّجَّالُ.المستدرک علی الصحیحین حدیث نمبر8558.
ژباړه: ابوهریره(رض) عنه فرمایی: مادرسول اکرم(ص) څخه واوریدل چی دویل: راوځی به دمشرق څخه یوه ډله خلګ چی قرآن به وایی خوترگرو به یی نه تیریږی، کله چی یوښکریی پری سی بیابل ښکرراپیداشی، ترداسی وقته پوری چی په پاته شونوکی یی دجال راپیداکیږی.
چی دتاریخ په اوږدوکی دوهابیانواوسلفیانوهمدغسی حال وو، کله چی یواسلامی حکومت ددی حرکت سرنګون کوی، بیایوڅوورځی وروسته بیاراپورته کیدل ترڅوچی هغه دی اوس ډیرشول، اودوی به خپل دغه کوششونه ترهغه وقته پوری کوی ترڅوچی ددجال وراتګ زمینه مساعده کړی.
3. عن بن عمر عن النبي صلى الله عليه و سلم عن النبي صلى الله عليه و سلم : أنه كان قائما عند باب عائشة فأشار بيده نحو المشرق فقال الفتنة ههنا حيث يطلع قرن الشيطان.مسندامام احمدحدیث نمبر4679.
ژباړه: عبدالله ابن عمر(رض) درسول اکرم(ص) څخه روایت کوی: چی دی د دروازی سره دحضرت عائشی(رض) ولاړوو نوپه لاس باندی یی اشاره وکړه، وطرفته دمشرق، او ویل یی: دلته به فتنه وی هغه ځای چی هلته ښکردشیطان راپورته کیږی.
چی علماؤ دهمدغی فتنی اوښکرمصداق، محمدبن عبدالوهاب اودده ډله ښوولیده.
4.عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : يَخْرُجُ نَاسٌ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ وَيَقْرَؤُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ تَرَاقِيَهُمْ يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ ثُمَّ لاَ يَعُودُونَ فِيهِ حَتَّى يَعُودَ السَّهْمُ إِلَى فُوقِهِ قِيلَ مَا سِيمَاهُمْ قَالَ سِيمَاهُمُ التَّحْلِيقُ ، أَوْ قَالَ التَّسْبِيدُ.صحیح البخاری حدیث نمبر7561.
ژباړه: دابی سعیدخدری (رض) روایت دی چی رسول اکرم(ص) وفرمایل: راوځی یوه ډله دطرفه څخه دمشرق او دوی لولی قرآن خوترګروو یی نه تیریږی، دوی ددین څخه داسی وځی لکه غشی چی ترویشتلی شی(الصید) وځی بیادوی ودین ته نه راګرځی ترڅوچی غشی بیرته راګرځی خپل دویشتلووځای ته، یوچاوویل ددوی علامه به څشی وی؟ رسول اکرم(ص) وویل: ددوی علامه دسرخریل دی.
اودمحمدبن عبدالوهاب دغه قانون ووچی څوک یی په ډله کی داخل شوی وایی، لومړی یی دهغه سرخریی، ددی لپاره چی فرق یی دنوروخلګوڅخه وشی.ده یادونی وړده ، چی دمحمدبن عبدالوهاب حرکت هم دمدینی مشرق ته ده درعیه دسیمی څخه چی په 15 کیلومتری کی داوسنی ریاض موقعیت لری شروع سوی وو.
اوپه تاریخ کی تراوسه په بدعتیانوخلګوکی داسی څوک ندی پیداسوی چی دده دی دغه علامه وی، غیرله خوارجو او وهابیانو.البته دخوارجوپه هکله علماؤ داسی ډیرقولونه ندی کړی لکه چی دوهابیانوپه هکله یی کړی.
علامه سیدعبدالرحمن الاهدلی (رح) وایی: چی هیڅ چاته حاجت نشته چی پروهابیانوباندی ردوکړی، بلکی دغه حدیث ددوی دمعرفت اوپیژندلوپه هکله کافی دی.
اوهمداراز چی تراوسه څوک وهابی سویدی، چی هرڅونه په مناظروکی ملامت شوی وی، اوهرڅونه الزام ورباندی لګیدلی وی، دی خپل دجهالت اوګمراهی څخه نه راګرځی، چی یوه بیلګه یی په ټول افغان کی موجود ښاغلی حذیفه دی، چی هرځلی ملامت شوی بیایی وبل شی اوبلی کړکی لاس اچولی وی.
خوپه مرورسره دزمانی اوپخاطرسره درسوایی دوهابیانو بیادوی دغه کارپسی پریښووی.
خوځنی خلګ چی بیاځانونه سلفیان اویا اهل حدیث بولی هغوی هم عینادغه وهابیان دی، منتهی نوم یی ځنی تفاوت لری اما په عقیده کارواوتګلاره کی یی تفاوت نشته، داځکه چی دسلفیت اویاد اهل حدیث دحرکت الهام هم دحرکته څخه دمحمدبن عبدالوهاب اخستل شویدی. کله چی په سعودی محمدبن عبدالوهاب ظهوروکی دده څخه په پیروی اوپه تأسی په مصرکی سیدمحمدرشید رضا متولد 1262 اومتوفی 1354چی په اصل کی اوسیدونکی دسوریی وو، خواوس مقیم په مصرکی وو دسلفیت او وهابیت حرکت پیل کی، چی دښاغلی رشیدرضا څخه په الهام اخستلوپه هنداوپاکستان کی مولوی نذیرحسین دهلوی او مولوی شوکانی حرکت دسلفیت را شروع کی، اوپه افغانستان کی همدغه حرکت مولوی عبدالله نورستانی ښکاره کی، په همدی خاطردی چی په نورستان کی اوس ترنوروولایتونوسلفیان اووهابیان ډیردی.
لیکنه دوام لری...........