د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مظهیري در نیسیه!

حذيفه
08.08.2012

په دې برخه کي غواړم د ښاغلي مظهري پر ځوابونو يو تنقيدي نظر وکړم خو هدف مي ترې د ملګرو او خپله د مظهري د سمون او هدايت نېغي لارې ته راتګ دئ .
مظهري په خپلو ځوابونو کي ډېر حقايق تر پښو لاندي کړي دي ، زما عبارت ته هر وخت وايي چي نيمګړی دئ او بیا يې برداشت غلط کړی دئ او یا يې هم ژباړه ناسمه ده ، دا هر څه غواړم ستاسو لوستونکو په وړاندي کښېږدم څو خلک وپوهېږي چي اصلي حقيقت څه دئ؟.
له لویه سره دا بحث پر دې پېښ سو چي فقه ځيني ناسم مسائل لري ، هغه بايد وکتل سي او که يې په قران او حدیث کي مرجع ونه موندله سوه نو بايد رد سي ، همدارنګه فقه ډېر وخت امامانو ته له کوم سند پرته خبرې منسوبوې چي دا يې سند غواړي او تر هغو نه منلې کېږي څو د فقهې د کوم کتاب له ليکواله بیا تر امامانو يې پوره کره ، صحيح او له اصولو سره سم صحيح سند نه وي وړاندي کړی ، نو همدا لړۍ مي پيل کړه څو يې خلکو وګوري که له چا سره د دې حل وي نو هغه به په قران او حدیث د مسئلې حل روښانه کړي خو يې حل نه وي نو بايد رد سي ، نو مظهري په ډېره وارخطايي را بړچ وهل او زما د ليکنې د ګډوډو ولو هڅه يې پيل کړه خو د دې ته يې دا عنوان ور کړ چي ګني زه د فقهې د فاع کوم ، سمه ده ته دفاع وکړه خو څرنګه ؟
دا پوښتنه بیا هم ناحل پاتې ده ، ولي ؟
يو مجتهد يوه خبره کوي او بل بیا بله نو په دې ځای کي زما تګلاره دا وه چي دلائل يې نه را وړم بلکي صرف مدعی يې نقل کوم ، ځکه زه له همدې مدعی سره مشکل لرم دلیل خو يې ماته ښکاره دئ چي مسئله يې پر عقلي دلیل بنا کړې ده او هيڅ قراني یا حديثي لاسوند ور سره نه سته نو زه يې دلته د همدې لپاره را وړم چي همدا اصلي ستونزه حل سي ، خو د دې پرځای چي په خبره سره پوه سو مظهري د ځوابونو سلسله پيل کړه له کنځلو سره – سره هر ځای دا خبره کوي چي ته عبارت نيم نقل کوې ، د دې مدعی دلیل خپله په کتاب کي سته دادئ ، بیا عبارت را وړي خو هغه ټول د دوئ خبرې وي او نه له قرانه دلیل وي او نه هم له حديثو ، ښه صیب ! نو دا خو ما هم په دې کتاب کي ليدلی وو تاته بیا څه اړتيا وه چي راته نقل کوې يې ؟
په ته په ټولو مسئلو کي دوه ټکي د پام وړ یا په بل عبارت مهم دي ، يو دا چي دا مسئله د قران او حدیث د کوم ځای تشريح ده یعني سرچينه يې د قران له کوم ایت يا هم د رسول الله له کوم حدیث څخه ده ؟
دويمه مهمه مسئله داده چي دا بې سنده خبرې امامانو ته منسوبې سوې دي او هغوئ کله هم داسي نه دي ويلي او نه هم وايي ، نو اوس مشکل دا دئ چي د دې خبرې یا مسئلې سند به له دې ليکوالانو تر امامانو ثابتوي .
خو د ځوابونو په لړۍ کي تاسو وينئ چي مظهري دا يوه پوښتنه هم نه دحل کړې او بيخې يې له پامه غورځولې ده ، ولي ؟
ځکه چي نه دی په خبر دي او نه يې هم ليکوالانو د سرچينې يادونه کړېده.
نو اوس تاسو پرېکړه وکړئ چي پوښتنې ځواب سوې ؟
ته صرف دا وکړل چي مدعی او دلیل به يې نقل کړل او بیا به يې پر ما نقد وکړ چي ګوره پوره عبارت يې نه دئ نقل کړی خپله په کتاب کي دلیل سته خو دی ړوند دئ فلان دئ او فلان خو بیا تر دومره هوايي ډزو وروسته به نو سړی فکر کاوی چي اوس به يې نو دقران او حدیثو څومره دلائل را وړي وي لکن د دې برخلاف به مظهري د فقهې عقلي دلیل نقل کړی وو او پر همدې به يې اکتفا کړې وه .
نو ایا د احل سوه؟
څوک اوس دا پوښتنې په دې بڼه حل بولي ؟
ایا دا د حقايقو وژل نه دي ؟
که په ټولو پوښتنو کي ده يو ايت يا يو صحيح حدیث را وړی وي نو سمه ده خو تاسو يې وکورئ چي سته که نه ؟
اوس مو سر نه در خوږوم راځم د ده ليکنې ته او د ده بې انصافۍ ځای پر ځای درته په ګوته کوم او هم به يې تر اوسه له قران او سنت سره څرګند تصادم درته په ګوته کړم .
[quote:efa3438942="noorulhaqmazharee"]
ځواب
ښاغلی حذیفه دشرح العقاید عبارت قیچی کړیدی، اصلی عبارت داسی دی:
« النصوص من الکتاب والسنة تحمل علی ظواهرها مالم یصرف عنها دلیل قطعی کمافی الآیات التی تشعربظواهرها بالجهة الجسمة». شرح العقاید صفحه 119
ژباړه: نصوص دقرآن اودحدیثه څخه حمل کړه کیږی پرخپل ظاهرباندی، توڅوچی یه دظاهره څخه دلیل قطعی وانړوی ، لکه هغه آیاتونه چی اشعارورکوی په اعتبارسره دظاهرخپل په جهة اوجسمیت سره( دپاره دخدای پاک).
اوده تفسیرصاوی عبارت یی پوره ذکرکړیدی:
«ولا يجوز تقليد ما عدا المذاهب الأربعة ولو وافق قول الصحابة والحديث الصحيح والآية، فالخارج عن المذاهب الأربعة ضال مضل وربمااداه ذالک الی الکفرلان الاخذ بظواهرالکتاب والسنة من اصول الکفر»
البصائرصفحه 52.
ژباړه: نه رواکیږی تقلید دغیردمذاهبو اربعه وو، کڅه هم دقول سره دصحابی اوصحیح حدیث اوظاهره سره دآیت موافق وی ،پس خارج ده څلورومذاهبوڅخه ګمراه اوګمراه کونکی دی، اوډیرځله دی دغه کاریی وکفرته رسوی ځکه اخذپه ظواهرو دکتاب اوسنة د اصولوڅخه دکفردی.
خومخکی تردی چی ددی بیان وکړو چی په مابین کی ددغه دووعبارتونوتناقض نشته، باید دغه خبره وکړم چی تفسیرصاوی دغه خبره په کوم ځای کی کړیده؟ یوخویی دکوم ځای حواله چی ښاغلی حذیفه دبصائرڅخه ورکړی دغه خبره تفیرصاوی کړی اوبل یی هم په تفسیرکی ددغه آیت دغه خبره کړیده{ فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ} سوره آل عمران آیه 7
ژباړه : پس هغه کسان چی ددوی په زړونوکی میل دحقه څخه وباطل ته سته نودوی متابعت کوی دهغه شی چی دمتشابهاتوڅخه دی دپاره دطلب دفتنی اودپاره دطلب دتأویل.
[/quote:efa3438942]
ښه مظهري صیب ! په دې مقام کي ما هم يوه تفسیرته حواله نه ده ور کړې بلکي د همدې صاوي نوم هم ما یاد کړی دئ او ښايي زما له همدې رهبرۍ څخه تاسو هم هغه ته رجوع کړې وي ، خو که ما د دې دوو تفسیرونو حوالې سره ګډې کړې وي نو دا زما يوه تېروتنه ده چي اصلي حقيقت ته هيڅ زيان نه رسوي ځکه ته هم منې چي همدا زما نقل سوي الفاظ په صاوي نومي تفسیر کي سته نو بیا دي شخړه پر څه شي ده ؟.
د شرح العقائد عبارت ما نه دئ غچي کړی بلکي ما يې هغه الفاظ نقل کړي دي چي ليکه پر کش سوې ده او دا نور خو يې ستا په شان يو کس بیا د خپل اند موافقه تشريح کوي نو لوستونکي دي هم ورسي ودي ګوري چي ایا داسي نه ده ؟.
ښه په دې ځای کي ته دا خبره نه ګورې چي له څلورو مذاهبو څخه پرته نور تقليد نه سته که څه هم له شرعي نصوصو سره موافق هم وي ، دا بیا ولي؟
دا بندیز چا ولګاوی؟
ته يې ماته را په ګوته کړه ؟
قران وايي او که حدیث ؟ او که ستا د نفس خبرې وي نو موږ یې نه در سره منو .
[quote:efa3438942="noorulhaqmazharee"]
دفع دتعارض
نوچی شرح عقایدوایی نصوص پرخپل ظاهرباندی حمل کیږی هغه نصوص محکمه اوغیرمحتمله ښیی، اوچه تفسیرصاوی وایی حمل دنصوصوپرظاهر داصولوڅخه دکفارودی هغه نصوصومتشابهات حقیقی اویامتشابهات نبستی ښیی، نه نصوص محکمه، نوپدی کی کمه دی تناقض؟
نواوس جعلی مجتهد ښاغلی حذیفه وایی: تفسیرصاوی حکم وکی پرکفرده امام نسفی رحمه الله، داثابته سوه چی دی درواغ وایی، اوزمونږپه کتابونوباندی نه پوهیږي، چی داخبره مامخکی هم ودته کړی وه.
اوداچی صاوی لیکلی دی چی نه رواکیږی تقلیددغیردمذاهبی اربعه وو داخوصحیح خبره ده، ځكه ثبوت مذاهب اربعه وو په اجماع قطعی باندی سویدی، اودا دڅلور مذهب داصولوخبره ده چی داجماع قطعی څخه منکرداسلام ده دایری څخه بهردی، که څه هم دی دمذاهبوڅخه بهرظاهراپه قرآن اوحدیث باندی عمل وکړی.
[/quote:efa3438942]
جعلي مقلده ! ته په دې اوس نه يې خبر چي دا زموږ په ښار کندهار کي به څومره علماء اوسي او بیا به د دوئ ترمنځ په کومو مسائلو کي توافق وي ؟
نو ته په هغه زمانه کي چي له یوه ښاره بله ته په اونيو د لارو سفرونه ول څرنګه دا دعوه کوې چي پر دې خبره اجماع سوې ده ؟ اجماع چا وکړه؟ څه وخت يې وکړه؟ په کوم ښار کي د ټول عالم یا هم په کومه زمانه کي د ټول اسلامي مملکت علماء راجمع سول او بیا يې اجماع وکړه چي په اسلام کي همدا څلور ټوټې اسلام بس دئ ، نو به هر يوه مذهب ته په سلو کي ۲۵/ درجې اسلامي احکام پاتې سي او همدا وېش ډېره ښه دئ ؟.
نو دا خو دي بله وکړه ، ځکه چي ته خو همدا د تفسیر خبره بیا نه منې ، د الله په صفاتو کي تغیر کوې ، زيات ځايونه تاويل کوې او الله ته هغه صفات نه ثابتوې چي الله په قران یا هم رسول الله په صحيحو حدیثو کي ورته ثابت کړي وي ، نو هلته بیا ولي دا خبره هيره سوه؟
دغه اصول دي هلته ولي نه یادېږي ؟
د قران او حدیثو زده کول صرف په دې څلورو مذهبونو کي سته او که نور هم ؟ که د بل چا نه دی زده نو ته يې دلیل راوړه ! او که نور امت هم په پوهېږي نو بیا د اسلام و څلورو برخو ته وېشل او پنځه اویا برخې اسلام ایله کول په پنځه ويشت (۲۵) برخو عمل کول تاته چا روا کړي دي ؟
که ستا دا اصول سره په تصادم کي نه دي نو سمه ده ، خو ته بل ځای بیا له دې څخه تېښته کوې او د بحث په دوران کي يې زه درته په ګوته کوم .
نو ته د هغو نصوصو چي متشابهات دي يو څو مثاله وړاندي کړه چي تاسو يې پر کوم لوري اړوی ؟ بیا به ستا همدا اصول ومنو چي ته يې په عمل کي هم منې او که يې اوس د مقابلې په دوران کي؟.
[quote:efa3438942="noorulhaqmazharee"]
ځواب
ښاغلي حذیفه چي كوم عبارت رانقل كړيدی هغه دقصیدی څخه دعبدالله ابن مبارک (رح) دی، چی په مدحه کی یه دامام اعظم (رح) ویلی ده اوبیاچی دته کومه شبهه پیداسویده ددی څخه دامعلومیږی، چی حذیفه دکتاب بحث ترآخره ندی کتلی ځکه چی دهمدی کتاب په شرح ردالمحتارکی یه دده دشک چی لیکلی یه دی : دغه ښرا اولعنت به چاته متوجه وی؟ ځکه دامام ابوحنیفه قول خودده شاګردان هم رده وی، نور ائمه یی هم رده وی، نوګویادغه ښرا ویارانواونوروامامانوته متوجه ده ....ازاله کړي خوداچی دی نه په پوهیږی ، هغه دده خپل تقصیردی تاسووګوری چی ردالمحتارڅه وایی؟

. (فلعنة ربنا أعداد رمل على من رد قول أبي حنيفة).أَيْ عَلَى مَنْ رَدَّ مَا قَالَهُ مِنْ الْأَحْكَامِ الشَّرْعِيَّةِ مُحْتَقِرًا لَهَا ، فَإِنَّ ذَلِكَ مُوجِبٌ لِلطَّرْدِ وَالْإِبْعَادِ ، لَا بِمُجَرَّدِ الطَّعْنِ فِي الِاسْتِدْلَالِ ؛ لِأَنَّ الْأَئِمَّةَ لَمْ تَزَلْ يَرُدُّ بَعْضُهُمْ قَوْلَ بَعْضٍ.ردالمحتارجلد1 صفحه 156
ژباړه پس لعنت درب زمونږدی وپه اندازه دریګونوپرهغه چاچی رد کی قول دابی حنیفه)یعنی لعنت دی پرهغه چاوی چی ردکی هغه قول دامام صاحب(رح) کوم چی ده په احکام شرعیه وو کی کړیدی، پخاطرداهانت اوسپکاوی( لکه اوسنی سلفیان اووهابیان) ځکه دغه کارموجب ده ترټلواولیری کیدلودی، نه په تنها طعن سره په استدلال کی، ځکه ائمه (رح) همیشه بعضی قول دبعضورده وی.
خلاصه دخبری داده چی که یورښتنی مجتهد اورښتنی علمی څیړونکی قول دامام ابوحنیفه (رح) رده وی، داسړی تردی لعن لاندی داخل ندی، خوکه یی پخاطردسپکاوی اویاتعصب رده وی (لکه اوسین سلفیان اووهابین )نوبیا هغه سړی تردغه لعن لاندی داخل دی.
[/quote:efa3438942]
مظهري په دې ځای کي هم هڅه کوي چي د نورو خلکو اندونه د قصيدې پر ويونکي ور وتپي ، ته چي د شامي خبره منې نو زه يې نه منم ، ځکه شامي په سند دا خبره تر ابن المبارکه رسولې ده او که يې له ځانه دا تشريح کړې ده ؟ که له ځانه وي نو دا خو يې ځکه کړې ده چي همدا پوښتنې ورته مخ ته سوې دي او شامي هم په وچې مجبورۍ دا کار کړی دئ .
ته او ستا شامي صایبان اړیاست چي تر ابن المبارکه خپله خبره په سند ور سوئ که نه نو دا تشريح مو غلطه ده ، ځکه ته ټول متون او نصوص په دې اوس وخت کي داسي تشريح کوې چي هغه ستا په ګټه وي نو دا خو ستا سره څوک نه مني .
د هغه خبره عامه ده او بېلوالی يې هم د هغه خپله خبره یا کلام کولای سي ، دا خو داسي مثال لري لکه چي زه يوه خبره وکړم او بیا زما همدا خبره پوره ناسمه وي خو زما يو دوست له څه سند پرته ډېر وخت وروسته د دې خبرې بله تشريح کوي نو ایا دا ته منې ؟
هغه خو هيڅ سند نه لري نو دا بیا د انصاف کار دئ چي له سند پرته يې خبره دلیل سي ؟
که د شامي د خبرې سند وي نو ته يې له موږ سره شريک کړه چي وې ګورو او که سيي وي نو بیا به موږ هم دا خبر ومنو .
سلفيانو ته هسي نه يې جوړ ځکه ستاسو د مذهب غلط مسائل يې درته په ګوته کړل له دې امله يې بد ګڼې که نه نو تاته خو يې شخصي زيان نه دی رسولی ، ته ولي دا خبره کوې چي د امام صیب قول نن خلک له تعصبه نه منې ، زه تاته په دې بحث کي بلنه در کوم چي له امام صیب څخه په سيي سند له دلیل سره خبره ثابته کړه چي زه يې ومنم او که داسي نه وي نو بیا په دې کي د تعصب څه خبره ؟
تعصب خو ته کوې چي د حق په ليدلو بیا هم تیار نه يې چي حق ومنې ، نو دا چي زه د امام صیب قول نه منم په دې خاطر چي نه يې سند سته او هم کوم کره دلیل دا به تعصب وي که ستا چي حق دي په وړاندي دي دئ خو بیا هم ترې تښتې او نټه کوې؟.
دا خبره به هم په اثبات رسوې چي د امامانو ویناوې څه وخت موږ( چي ته مي له منعې سره وهابي بولې)
د اهانت له امله رد کړې دي ؟ که دې راته ثابته نه کړه نو ته هم يو ستر لاپو او لوی دروغجن يې !.
[quote:efa3438942="noorulhaqmazharee"]
ځواب
داچی جعلی مجتهد حذیفه دامام صاحب دشاګردانو، اویاداهل مذهب دعلماؤ اختلاف دحضرت امام صاحب سره رانقل کړی ، بیایه په خپل ګمان څووهمی پوښتنی کړی، چی مقصدیی دغه دی چی تاسواوستاسونورو امامانو نوولی دامام صاحب دقول څخه مخالف کړی؟. ماښاغلی مجتهد صیب ته پخواهم ویله وه چی ته زمونږدفقه په کتابونونه پوهیږی. نووګوری متن دهغه کتاب کوم چی مجتهدحذیفه صیب ځنی دغه عبارت قیچی کړی وو، پدی هکله څه وایی؟:
الحكمة في مخالفة تلامذته له أنه رأي صبيا يلعب في الطين فحذره من السقوط، فاجابه بأن: احذر أنت السقوط، فإن في سقوط العالم سقوط العالم، فحينئذ قال لاصحابه: إن توجه لكم دليل فقولوا به، فكان كل يأخذ برواية عنه ويرجحها، وهذا من غاية احتياطه وورعه، درالختارجلد1 صفحه 72.
ژباړه: حکمت په مخالفت کی دشاګردانو دامام صاحب سره دادی چی امام صاحب یوماشوم ولیدی چی په ګلوکی یه سات تیروی، نوامام صاحب دی منع کی دلویدلو(غوځاریدلو) څخه، نوماشوم ورته ځواب ورکی: چی ته خپل ځان دلویدلوڅخه وژغوره ځکه سقوط دعالِم سقوط دعالَم دی، نوپدی وقت امام صاحب وخپلوملګروته وویل: کچیری ستاسومخ ته کوم دلیل راغی نوتاسوپه هغه باندی قول وکی، نوداسی سوه چی هریوه دده دشاګردانوڅخه اخذکوی په یو روایت سره دامام صاحب څخه اوهغه ته یی ترجیح ورکول، اوداکار دامام صاحب دډیراحتیاط اوتقواڅخه وو. اوبیاوګوری عبارت دردالمحتارچی څئی لیکلی دی؟:
( قَوْلُهُ : فَقُولُوا بِهِ ) وَكَانَ كَذَلِكَ ، فَحَصَلَ الْمُخَالَفَةُ مِنْ الصَّاحِبَيْنِ فِي نَحْوِ ثُلُثِ الْمَذْهَبِ ، وَلَكِنْ الْأَكْثَرُ فِي الِاعْتِمَادِ عَلَى قَوْلِ الْإِمَامِ ط .
( قَوْلُهُ : فَكَانَ كُلٌّ يَأْخُذُ بِرِوَايَةٍ عَنْهُ ) أَيْ فَلَيْسَ لِأَحَدٍ مِنْهُمْ قَوْلٌ خَارِجٌ عَنْ أَقْوَالِهِ ؛ وَلِذَا قَالَ فِي الْوَلْوَالِجيَّةِ مِنْ كِتَابِ الْجِنَايَاتِ قَالَ أَبُو يُوسُفَ : مَا قُلْت قَوْلًا خَالَفْت فِيهِ أَبَا حَنِيفَةَ إلَّا قَوْلًا قَدْ كَانَ قَالَهُ . وَرَوَى عَنْ زُفَرُ أَنَّهُ قَالَ : مَا خَالَفْت أَبَا حَنِيفَةَ فِي شَيْءٍ إلَّا قَدْ قَالَهُ ثُمَّ رَجَعَ عَنْهُ ، فَهَذَا إشَارَةٌ إلَى أَنَّهُمْ مَا سَلَكُوا طَرِيقَ الْخِلَافِ ، بَلْ قَالُوا مَا قَالُوا عَنْ اجْتِهَادٍ وَرَأْيٍ اتِّبَاعًا لِمَا قَالَهُ أُسْتَاذُهُمْ أَبُو حَنِيفَةَ .
ردالمحتارجلد1 صفحه 165
[/quote:efa3438942]
په دې ځای کي دي بیا هم د شامي خبره له سند پرته نقل کړې ده او دا هيڅ اعتبار نه لري شامي یا هم ولوجیه والا اړ دی چي سند ذکر کړي ، امام محمد
، امام ابویوسف او امام زفر متجهدين ول که مقلدين ؟
ستا د ديوبند ستر عالم شيخ الحدیث علامه مولانا سعيد احمد پالنپوري صیب په اپ فتوی کیسې دې کي د ابن الکمال پاشا د خبرو تر نقل کولو وروسته چي صاحبین يې يې مجتهد فی المذهب بللي ول وروسته وايي :دا خبره يې سمه نه ده بلکي صاحبین د مطلق اجتهار په رتبه کي ول او بیا يې د عبد الحی لکنوي صیب د عمدة الرعایه حواله هم ور کړې ده .(اپ فتوی کیسې دې ؟ طبقات الفقهاء مخ:۲۰)
اوس اړينه خبره دا ده چي که امامانو خپله رایه نه لرله او ټول يې د امام صیب اقوال نقل کول نو بیا د پالن پوري خبره او د لکنوی ادعا څرنګه سوه ؟
هغوئ که مجتهدين وايي نو بیا يې د امام صیب اقوال څه کول ؟
ولي يې خپل اجتهاد نه کاوی؟
بیا ولوجیه نومی کتاب خو د امامانو ليکنه ما ته نه برېښي نو د امام ابویوسف خبره ي له کومه کړيده ؟
که يې سند لرې نو را يې وړه !
او که فرضا هغه کړې هم وي نو د سعيد پالن پوري خبره څه په کوې؟
که مجتهد وي نو بیا خو خپله هم اجتهاد کولای سي ، بیا يې کاوی ولي نه ؟
او بله مهمه خبره دا هم ده چي امام صیب مخکي دا قول کړی وو نو خو هرو مرو به يې د کومې خامۍ له امله رجوع ځيني کړې وي ، نو بیا دوئ ولي په مرجوح قول عمل کاوی او په هغه قول کي يې څرنګه مخالفت ور سره کاوی چي هغه لومړی قول په کړی وو خو بیا يې د هرو مرو د کمزورۍ له امله ايله کړی وو؟
زما په اند چي دا خو ډېر کرغیړن کار دئ چي استاد د دلیل د کمزورۍ له امله خبره ایله کړې وي او ته يې بیا هم کوې ؟ زما په اند هغوئ ښايي دا نه وي کړې او دا هم هسي يوه خبره وي د هغوئ لورته له سند پرته منسوبه سوې ده او په تاسو کي خو شکر دی داسي څوک نه سته چي پوښتنه وکړي او یا هم نقد وکړي څکه تاسو غو د تحقیق بوج پور اوږو نه سي بارولای او تل د بل تر پېټي لاندي یاست.
تر دې شبهې لاندي ما ستا څخه دا پوښتنې هم کړې وي خو ته د ي پاملرنه نه ده کړې يوځل بیا دي توجو غواړم :
((آيا امام أبوحنيفه رح ويلي چي دلته فتوی زما پرقول نده، بلکي د فلاني پرقول ده؟
د امام صاحب قول په دې ځايو کي ولي د فتوی وړ نه بلل کېږي ؟
آيا دلته د امام أبوحنيفه رح سمي د آيت اوحديث موافقي خبري دا خلګو رد کړي، اوکه د امام صاحب په خبرو کي هم د آيت اوحديث خلاف خبري کېدی سي؟
آيا څوک کولای سي چي دامام صاحب په خبروکي کمزوري خبري معلومي کړي؟
آيا مقلد ته دا صلاحيت اواجازه سته چي دخپل امام دخبرو کمزوري معلومه کړي يا دی خپله د آيت يا حديثه حکم را وباسي؟
د کومو دلائلو پر أساس مقلد حکم راباسي او د امام د خبرو کمزوري معلوموي ؟))

هیله ده وې ګورې او بیا يې سمه معقول ، سالم او منطقي ځواب ووايې.
[quote:efa3438942="noorulhaqmazharee"]
زه مخکی چی ده ښاغلی حذیفه دوهمی برخی شبهاتوته ځواب ووایم، یوه خبره اضافه کول غواړم، اوهغه داچی عربی که یومتل دی: چی "الناس عدولماجهلوا"یعنی خلګ دهغه شی سره دښمنان دی کوم چی دوی نوی زده، نوزمونږده فقه سره دښمنی دسلفیانوپرهمدغه ټکی باندی ده، چی دوی زمونږپه فقه نه پوهیږی، دفقه دمسائلواهمیت، ارزښت اوتحقیق باندی یه سرنه خلاصیږی، چی همدغه یی علت دی چی کله یوکتاب خلاص کړی په مابین کی یی یوعبارت وګوری دماقبل اومابعدارتباط ته یی نګوری نوبیادحذیفه غوندی هسی خوشی شبهات پیداکوی، درنواوقدرمنوا لیدونکو! دفقه البته په عموم کی په اسلام کی ځنی داسی مسائل شته چی دهغوی وجود احتمالی وی، یعنی ددی احتمال وی چی شایدیووقت دغه مسئله پیښه شی، نوکچیری پیښه شوه نوبیاحکم یی هم دغه دی، مقصدددی څخه تشویق وهغه عمل اوکارته ندی،کوم چی داحتمالی مسئلی معنون دی بلکه بیان دحکم دهغه مسئلی دی، په صورت کی دوجود دهغه مسئلی، چی دابدکارنه بلکه دفقهاء اسلام لوی خدمت دی، چی مسلمانانوته یی، استخراج دحکم دمسئلی آسانه کړی،اوداخبره منحصره ترفقه هم نده، په احادیثوکی دسی شیان راغلی چی رسول اکرم (ص) یی وړاندوینه کړی، اوبیایی دهغه دحل لاره هم ویلی، چی لویه اوښکاره بیلګه یی هغه اوږدحدیث دسنن ترمذی دی، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وړاندوینه کوی چی :ځماپرامت به هم هغسی حالت راځی لکه پربنی اسرائیلوچی راغلی وو.ترداسی اندازی چی فرمایی«حَتَّى إِنْ كَانَ مِنْهُمْ مَنْ أَتَى أُمَّهُ عَلَانِيَةً لَكَانَ فِي أُمَّتِي مَنْ يَصْنَعُ ذَلِكَ» ژباړه:آن چی کچیری په بنی اسرائیلوکی یوڅوک ووچی دخپلی مورسره یی په ښکاره وطی کړی وی، نوځماپه امت کی هم داسی څوک پیداشی چی دغه کاروکړی.
چی بیارسول اکر(ص) بیان دتفرقی دخپل امت کوی،لکه بنی اسرائیل، چی ددوی ټولوله منځه تنهایوه ډله ناجیه اوکامیابه ده، اوبیایه رسول (ص) خپله هم معرفی کوی، چی هغه هغه څوک دی چی پرکومه لاره زه اوځمااصحاب دی دوی هم وی
[/quote:efa3438942]
زما هم ستا سره پر دې ټکي شخړه ده چي احتمالي مسائل دي په ګوته سي خو مرجع يې بايد په اسلامي اصولو کي دننه وي .راسه هغه احتمالي مسائل چي ستاسو په فقهاؤ استنباط کړي دي سرچينه يې راته په ګوته کړه ، زه خو له دې نه يم منکر چي دا به نه پېښږي بلکي سمه ده پېښ سول خو حل يې بايد شرعي وي نه دا چي له ځانه تاويل او ماويل.
اود ترمذي په حواله چي دي کوم روايت را وړی دئ نو سند يې هم وګوره :
حدثنا محمود بن غيلان حدثنا أبو داود الحفري عن سفيان الثوري عن عبد الرحمن بن زياد الأفريقي عن عبد الله بن يزيد عن عبد الله بن عمرو قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ليأتين على أمتي ما أتى على بني إسرائيل(ترمذی حدیث نمبر۲۶۴۱)
په دې سند کي د سفیان الثوري نوم ته او نور ټول لوستونکي ويني ، سفيان مدلس دئ او پوهان يې داسي ارزیابي کوي :
رتبته عند ابن حجر : ثقة حافظ فقيه عابد إمام حجة ، و كان ربما دلس
یعني سفيان له خپل لوړ شان سره –سره مدلس دئ او ته يې وينې چي زيات وخت يې وايي تدلیس کاوی نو قاعده دا ده چي د مدلس راوي «عنعنه» تر هغو نه منله کېږي څو يې په سماع تصريح نه وي کړې.
دلته يې هم عن ويلی دی او روايت يې د رد وړ دئ .
بله مهمه نکته يې په استاد کي ده ، عبد الرحمن بن زیاد الافریقي ضعيف دئ او روايت يې بالکل نه منل کېږي ، په اړه يې د څو حدیث پوهانو نطرونه تر نظر تېر کړه :
قال عمرو بن على : كان يحيى لا يحدث عنه ، و ما سمعت عبد الرحمن بن مهدى ذكره
قط ، إلا مرة قال : حدثنا سفيان عن عبد الرحمن بن زياد الأفريقى ، و هو مليح الحديث ، ليس مثل غيره فى الضعف .
قال على ابن المدينى : سألت يحيى بن سعيد عنه ، فقال : سألت هشام بن عروة عنه ، فقال : دعنا منه ، حديثه حديث مشرقى !
و قال فى موضع آخر : سمعت يحيى يقول : حدثت هشام بن عروة عن الأفريقى ، عن
ابن عمر فى الوضوء . فقال : هذا حديث مشرقى ، و ضعف يحيى الأفريقى ، و قال :
كتبت عنه كتابا بالكوفة ، يعنى حديثه عن أبى غطيف ، عن ابن عمر : من توضأ على
طهر كتبت له عشر حسنات .
و قال محمد بن يزيد المستملى : سمعت عبد الرحمن بن مهدى يقول : أما الأفريقى ، فما ينبغى أن يروى عنه حديث .
و قال أبو طالب ، عن أحمد بن حنبل : ليس بشىء .
و قال أحمد بن الحسن الترمذى و غيره ، عن أحمد بن حنبل : لا أكتب حديثه .
و قال أبو بكر المروذى ، عن أحمد بن حنبل : منكر الحديث ،
قال أبو بكر بن أبى خيثمة و محمد بن عثمان بن أبى شيبة ، عن يحيى بن معين :
ضعيف .
زاد محمد ، عن يحيى : و يكتب حديثه ، و إنما أنكر عليه الأحاديث الغرائب التى
يجىء بها .
قال عباس الدورى ، عن يحيى بن معين : ليس به بأس ، و هو ضعيف ، و هو أحب إلى من أبى بكر بن أبى مريم الغسانى .
و قال على ابن المدينى : كان أصحابنا يضعفونه ، و أنكر أصحابنا عليه أحاديث ،
تفرد بها لا تعرف .
قال يعقوب بن سفيان : لا بأس به ، و فى حديثه ضعف .
و قال عبد الرحمن بن أبى حاتم : سألت أبى و أبا زرعة عن الأفريقى و ابن لهيعة
أيها أحب إليكما ؟ قالا : جميعا ضعيفين و أشبههما الأفريقى . بين الأفريقى
و ابن لهيعة كثير ، أما الأفريقى فإن أحاديثه التى تنكر عن شيوخ لا نعرفهم ،
و عن أهل بلده ، فيحتمل أن يكون منهم ، و يحتمل أن لا يكون .(تهذیب الکمال)
او دا تقلید نه دئ ځکه چي دا د مسلمانانو شاهدي ده چي رسول الله هم د ځينو شاهدي د نورو په اړه منلې ده . ته چي د تقليد نوم ور کوې نو دتقليد لکه چي د خپلو احنافو تعريف هم نه دی در معلوم او یا هم عارفانه تجاهل کوې .
په قران او حدیثو کي په دې اړه ښکاره لارښونې سته او د بیان يې دا ځای نه دئ .
نو کوم ورايت چي دې راوړی دئ بیا دي هم ستر خیانت کړی دئ ، ځکه له دې سره چي د هر سند په اړه پوره پلټنې سوې دي نو ته لا ولي غافله يې او رسول الله ته له څه تحقیق پرته خبرې او رويات منسوبوې؟.
په داسي حال کي چي الله تعالي داسي وايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا(النساء :۹۴)
ژباړه: اې مومنانو ! کله چي په د الله په لار کي په ځمکه کي سفر کوئ نو تحقیق کوئ او څوک چي تاسو ته سلام اچوي هغه ته مه وایاست چي مومن نه يې .
په دې ايت کي الله د تحقیق او څېړنې امر وکړ ، بل ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي :
عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ ».(مقدمه مسلم باب النهی عن الحدیث بکل ما سمع حدیث نمبر :۷)
ژباړه: حفص وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : سړي ته دا دروغ بس دي چي هر څه واوري او بیان يې کړي .
دې نصوصو ته په پام دا اړينه ده چي د هرې خبرې پوره تحقیق وسي او د خلکو غوره والی او ناغوره والی معلوم سي ، هم بايد دا تحقیق وسي چي روايات يې صحيح ول يا سقيم ، نو نوږ همدا تحقیق کوو او چي کله يې په اړه د مسلمانانو شاهدي ومومو بیا يې منو ، که مسلمانانو رد کړی ول موږ يې هم ردو او که يې منلی ول موږ يې هم منو .
[quote:efa3438942="noorulhaqmazharee"]
نواوس به پس سلفی داسی وایی:چی رسول اکرم(ص) وایی تاسودخپلی مورسره وطی وکړی، لکه کوم برداشتونه اونسبتونه یی چی زمونږوفقه ته کړیدی؟؟؟اوداسی نورمسائل هم سته چی رسول اکرم(ص) یی وړاندوینه کړی، نوداخوزمونږدفقهاؤکمال دی چی دوی داسی درک کړی وه چی خدای مکړه داسی نشی، چی مسئله موجوده وی، خوحکم یی نوی، لکه اوس ددغه مشکل سره وهابیان اوسلفیان مخامخ دی، ځکه دوی دهغه ټولومسائلودحل څخه عاجردی، کوم چی دقرآن اوحدیث په ظاهرباندی نه ثابتیږی، خوپه فقه کی فقهاؤ دهغوی استخراج کړی، چی ترټولو لویه بیلګه یی داسی مسئلی دی چی محتمل الوجوده دی، اویاداسی مسئلی دی ، چی په اعتبارسره دزمان دهغوی په وجود کی تغیرراځی، لکه چی اوس ډیرنوی اومدرن شیان پیداشویدی چی مخکی نوه، او دهغوی په حل کی په قرآن اوحدیث باندی هیڅ قسم استدلال نشی کیدلای، چی مایه په ټول افغان فورم کی، په حیث دنمونی یوڅومسائل تردی عنوان لاندی ایښی دی(حذیفه غوندغیرمقلد سلفیان اووهابیان دی ځواب راکړی) چی په ویب پاڼه کی دحذیفه غوندی نورسلفیان اووهابیان هم سته خوټوله یی دځواب دورکولوڅخه عاجزپاتی شوه، ځکه دداسی مسائلوحل ظاهرا په قرآن اوحدیث کښی نشته، اوکچیری بیاپه مذهبی فقه کی وګوری نوبیاالحمدلله دځانکړواصول دپه نظرنیولوسره یی ښکاره او واضح ځواب شته،
[/quote:efa3438942]
ښه تا چي کوم روايت راوړی او بیا دي پر هغه په استناد دا نيوکه کړې چي سلفي به دا وايي نو دا خبره دي په جیب کي در سره واچوه ، ما تاته مخکي هم یادونه کړې وه چي ضعيف او موضوعي حدیث مه را وړه زه يې سره پېژنم الله تعالی راته داسي اسانتیاوې برابرې کړې دي چي له هغه په ګټو اخیستلو هر راوي او حدیث په پنځه دقیقې کي معلومېږی او که دي په راتلونکي کي همداسي وکړل نو رد عمل به هم داسي وي ، اوس چي ته کومه خبره کوې نو لومړی دي کره دلیل را وړه بیا همداسي افواهې ووايه.
رسول الله که داسي مسائل او خبرې بیانولې نو په څنګ کي د وحې مرسته ور سره او هره خبره يې د الله له لوري تائيدې ده او که به يې تېروتنه وکړه نو الله سمدستي تنبه ور کوله چي ما يې مثالونه په بله ليکنه(د مظهري د بې انصافه نیوکو عاښ ماتونکی ځواب) کي در کړې دي او هلته يې کتلای سې .
هو ! ستا فقهاء په اصولو پوهيدل خو الله او رسول يې نه پوهېدل(العیاذ بالله!) الله به په قران او سنت کي ښه اصول بیان کړې وي که به ستا فقهاؤ په دې فقه کي ؟ الله په د ې مسئلو علم نه در لودی چي حل يې نه دی را لېږلی او که کوم بل مشکل ورته پېښ وو ؟
دا خو دي داسي خبرې کړې دي چي سړی له ایمانه په وزي ، الله هر څه بیان کړي او ستا فقهاء هسي له ځانه شیان وايي چي کوم دلیل پرې نه لرې .
او ښه ستا فقهې چي کوم احتمالي مسائل تشريح کړې دي او پر امت يې ستر احسان کړی دئ نو سرچينه يې تاته معلومه ده ؟ که وي نو مهرباني وکړه په ګوته يې کړه !
که هغوئ له څانه ځيني مسائل مطرح کړي دي او هغه همداسي چي بیخي د شرم خبره ده په داسي حال کي چي تاسو مقلدين هيڅ دلیل هم نه ورته لرئ ، نو دا بیا په امت د څه شي احسان دئ؟
هغوئ وچ او لانده را وړل او بیا يې پر ما احسان وکړ ؟
عجیب ! ته عقل نه لرې او که پر نورو د بې عقلو ګومان کوې ؟ دا ستا مقلدانه فکر اوس زما په اند په يو داسي درانه خوب ويده دئ چي راوېښول يې زيات وخت غواړي ، او تر ټولو جالبه خو دي دا کړې ده چي مسائل په قران او حدیث کي نه سته خو ستا فقهاؤ هغه حل کړي دي ، نو دا ستا فقهاء تر الله او رسول يې پوهان ول ؟ ډېره لویه خبره دي کړې ده .الله وايي:
الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آَيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ وَعِنْدَ الَّذِينَ آَمَنُوا كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ(غافر:۳۵)
ژباړه: هغه کسان چي د الله په اياتونو کي له کوم دلیل پرته شخړه کوي نو دا الله او مومنانو په اند د ناخوښۍ ډېر ستر شی دئ ، په د ې توګه الله د هر مغرور او سرکښه پر زړه مهر لګوي .
دا ستا خبره هم ډېره لویه ده او مسئله ده الله په بشپړ شريعت کي نه سته خو ستا فقهاء يې بیانوي ، زما تاته بیا هم وايم چي زما دا ایمان دئ چي هره مسئله په قران او حدیث کي سته خو چي ته يې نه منې نو دا بیا ته ځان ته زيان رسوې او زه ستا پوښتنو ته هم راځم خو د زياتو بوختیاؤ له امله په يوه وخت کي داسي نه سم کولای ، اوس همدا کار کوم او بیا دي هرې پوښتنې ته هم راځم دا مسئلې همداسي ناحل نه ايله کوم بلکي د قران او صحيحو احاديثو په رڼا کي به يې حل ژر ووينې لکن ليږ صبر کوه او زه دا ستا په شان هسي ناست نه يم چي د خلکو زکاتونه او شکرانې درته راروانې دي او ته هسي ورته خې يې خورې یې ، زه دندې لرم او د ورځې خپل رسمي کارونه او چارې را له غاړې دي نو ځکه په يوه وخت کي ټوله کارونه نه کېږي .
[quote:efa3438942="noorulhaqmazharee"]
نودداسی مسائلودحکم وړاندوینه په فقه کی عیب ندی (لکه چی حذیفه یی انګیری) بلکه دفقه کمال اودفقهاؤ دحقانیت ښکاره ثبوت دی. اوس به راسودحذیفه دشبهاتووځوابه ولوته ،خومخکی ستاسودښه رهنمایی دپاره وایم: چی طریقه دځواب ویلوموداسی ده، چی لومړی می دحذیفه عبارت رانقل کړیدی،بیاکچیری حذیفه عبارت رانقل کړیدی، بیاموورته دځواب هڅه کړی، چی ځواب ویل موڅوبرخی لری، لومړی می، کچیری حذیفه عبارت دکتاب غلط اویانیمګړی لیکلی وی، اویایه عبارت سم نوی ژباړلی، اویایه ځنی غلط برداشت کړی وی، نوزه عبارت صحیح رانقل کوم، وروسته یی صحیح ژباړم، وروسته یی صحیح مقصد اوبرداشت لیکم، اوبیادحذیفه اشتباهات په ګوته کوم، اوپه آخره کی دحذیفه دبدو ردو او اوتوبوتو په مقابل کی غبرګون څرګنده وم
[/quote:efa3438942]
سمه ده چي عیب نه دئ خو دا ځای په کي عیب دئ چي سرچينه يې له اسلام څخه نه ده ، هغوئ مسائل بیان کړي دي او ماخذ يې نه هغو ته معلوم وو او نه هم تاته .بس ستا فقه هم لکه د ړانده لکړه چي هرځای ولګيده .
تا د ځواب یادونه کړې ده نو زما په اند ځواب يې مه بوله بلکي داسي ووايه چي په چالاکي مي د ځان خلاصولو هڅه کړې ده ،ما عبارت پوره نقل کړی دئ خو هغه عقلي دلیل يې ماته د منلو نه وو ځکه يې مدعی ستا مخې ته ږدم څو يې ته د نقل په دلیل روښانه کړې خو متاسفانه داسي دي نه دي کړي او ژباړه مي هم سمه کړې ده خو څرنګه چي ما د هغه عبارت مفهوم د پښتو قالب ته اچولی او ته چي د خپلې ژبې په ګرامر ، فصاحت او بلاغت دي هيڅ سره نه خلاصېږي نو ځکه وايي چي ژباړه يې ناسمه ده ، دا هغه ستا متل بېرته پر تا ښه در ګرزي چي ويل دې «الناس عدو لما جهلوا »اوس ته په دې نه پوهېږي ځکه د دې فن سړی نه يې او نه پرې خبر يې نو ته به خود دا وايې چي ژباړه يې ناسمه ده .
برداشت مي غلط نه دئ بلکي ته يې په خپل عقل په ټېلو او ټمبو سره لګوې ، ما تاته د دې ښه واضح مثالونه در کړل لکن ته متعصب يې او په هغو سره نه ګرزوې بیا هم پر دې زور کوې ، دا نابلده مسائل دي له کومه کړي دي ؟ ولي يې په نقل نه تشريح کوې ؟ ماخذ يې راته وښیه چي شکونه دفع سي که نه نو په دې خبره ته د ځان خلاصولو هڅه کوې او دا سي انګېرې چي د خلکو زړونه به ډاډه سوي وي خو داسي نه ده ، زما شک د مسئلې پر دې ځای دئ چي ماخذ یې کوم دئ او تر امام پوري يې سند کوم دئ ؟ خو ته هر ځای له دې خبرې په تېښته کې يې او لا به هم يې .
[quote:efa3438942="noorulhaqmazharee"]
1. عبارت غلط لیکی.
2. عبارت یی غلط ترجمه کړی.
3. عبارت یی دانشاء څخه واخبارته اویا داحتماله څخه وامراویقین ته را ایستلی.
4. دعبارت څخه یی غلط ناروا بی دلیله استنباط کړی.
5. پرعبارت یی بی مورده اوبی مفهومه اعتراض کړی
[/quote:efa3438942]
ګرانه په دې ځای کي ګډې يې خو خبرې دي بې ګټې دي ځکه عبارت خو مي هغه دی سم ژباړلی دئ ته يې بېلګي هم ور کوه چي د خلکو یقين سي څو خلک وپوهېږي چي ته يې متبحر عالم يې او د خلکو کړي اشتباهات ژر درته معلومېږي .
نور بیا ...



Mazharee
08.08.2012

آزموده شده را ناآزموده نگیر.

لاندنی لینکونوکی دی خپل دسلفیت دپزی پیغورته یوارسرورښکاره که.

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8896
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8892
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8922
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8920


حذيفه
09.08.2012

د لومړۍ ليکنې په ځواب کي مقلدينو کوم غوڅ عکس العمل ونه ښود بلکي د دې برخلاف ټولو له میدانه پښې سپکې کړې ، ځکه وپوهېدل چي سړی بیا را وګرزېد او اوس به د مظهري يوه – يوه غلطي ، چلاکي ، دوکه او چمونه په ګوته کړي نو ځکه يې میدان هم داسي تش ايله کړ او هڅه کوي چي داسي وښيې موږ په لومړي سرکي میدان وړی دئ خو داسي هم نه ده ، زه يې اوس په دې دويم ځل کتنه کي په ګوته کوم چي مظهري کومه توره کړې ده او ځوابونو يې تر کومه حده کره دي ؟.
د ده پر ليکنه وړاندي نظر کوو :
[quote:8e05890090="noorulhaqmazharee"]
ځواب
صحيح عبارت: وان تعمد الحدث فی هذه الحالة او تکلم او عمل عملا ینافي الصلاة تمت صلاته.
صحيح ژباړه: کچیری لمونځ کونکی دتشهددویلووروسته په قصده سره ځان بی اودسه کی اویایی خبری وکړی اویایی داسی عمل وكي دي دلمانځه سره خلاف وو، نولمونځ یی خلاص سو.
[/quote:8e05890090]
مظهري په دې مقام کي له خپلې فطري چلاکي کار اخیستی دئ ، په دې ځای کي ما عربي عبارت له کتاب څخه کمپوز کړی دئ نو ځکه د کمپوز تېروتنه رامنځ ته سوې ده خو ده له دې څخه ډارامه جوړ کړې ده او داسي انګېري چي زه په عربي نه پوهېږم خو که دی تیار وي نو زه په عربي کي ده د مضمون ليکلو چېلنج ور کوم چي زه په عربي نه پوهېږم او که دی؟.
ژباړه يې همغه ډول کړې ده چي ما کړې وه ، البته زما ژباړه ادبي اړخ لري چي په دې میدان کي ښاغلی مظهري بيخې امي دئ او په هيڅ هم نه پوهېږي . ده تر اوسه دا هم نه معلومېږي چي د بلې ژبه ژباړه په خپله ژبه کي د خپلې ژبو له ګرامري اصولو سره سمه کېږي نه داسي چي خپله ژبه د بلې تابع کړه ، ځکه په دې توګه ژباړه بې خونده ، ګډوډه ، ستومانه کوونکې او لوستونکی له مشکلاتو سره مخ کوي ، خو بالعکس که سړی د عبارت مفهوم وژباړې او هغه ليکنه يې د خپلې مورنۍ ژبې له اصولو سره برابره وي نو دا سلیسه ، روانه ، نه ستومانه کوونکې او له خونده ډکه وي ، لکن مظهري غوندي سړی په دې څه پوهېږي ؟ هغه په خپله ژبه کي لوست هم نه سي کولای نو په ادبي او غیر ادبي ژباړه به څه پوه سيي .هههه
ځکه دی فکر کوي چي په دې بحثونو کي ټول زما په شان له خپلې ژبې ناخبره لوستونکي ناست دي او که هر څه زه وليکم نو هغوئ يې منې او دا ښه ژباړه بولي ، لکن داسي نه ده ، خلک ادبي او غیر ادبي ژباړې سره پېژني ، ته بيغمه اوسه زما او ستا د لکنې ترمنځ د ځمکې او اسمانه هومره توپير دئ چي ته غريب يې اوس نه سې درک کولای .
بیا يې په پای کي د «تمت صلاته» الفاظ په لمونځ يې خلاص سو ژباړلي دي چي زما له ژباړلې سره په معنی کي توپير نه لري ، ځکه لمونځ يې خلاص سو خو ناقص نه سو نو همدا مطلب دئ چي لمونځ يې سيي سو .که اوس تا داسي ژباړلی وای چي لمونځ يې بیخي سيي نه وای نو بیا به دي همدا نيوکه کوله خو ته په خپله هم نه يې په پوه سوی او په دې میدا کي د جهل مرکب ښکار سوی يې .
[quote:8e05890090="noorulhaqmazharee"]
صحیح برداشت: دلمانځه څخه خوبه خاماخاانسان ځان په هغه مشهوره اوسمه طریقه راباسی، خوکه بالفرض داسی وشول چی یوچا وروسته ترویلودالتحبات ځان بی اودسه کی نولمونځ پوره دی، ځکه په اندازه دتشهددویلوکښینستل فرض دی،اوسلام ګرځول سنة دی نووچی څوک دغونه اندازه کښینستی، نوارکان دلمانځه یی خلاص کړل نوکه اوس په طریقه ای مسنونه باندی ځان دلمانځه څخه وباسي خوډيرښه دی، ولی که یی بالفرض ځان په طریقه مسنونه باندی خارج نکړ، اوځان یی قصدا بی اودسه کړنولمونځ یی خلاص شولکه چی عنایه شرح الهدایة داسی لیکی: ( وَإِنْ تَعَمَّدَ الْحَدَثَ فِي هَذِهِ الْحَالَةِ أَوْ تَكَلَّمَ أَوْ عَمِلَ عَمَلًا يُنَافِي الصَّلَاةَ تَمَّتْ صَلَاتُهُ ) لِأَنَّهُ يَتَعَذَّرُ الْبِنَاءُ لِوُجُودِ الْقَاطِعِ ، لَكِنْ لَا إعَادَةَ عَلَيْهِ لِأَنَّهُ لَمْ يَبْقَ عَلَيْهِ شَيْءٌ مِنْ الْأَرْكَانِ .جلد2 صفحه 111.
ژباړه: کچیری لمونځ کونکی دتشهددویلووروسته په قصده سره ځان بی اودسه کی اویایی خبری وکړی اویایی داسی عمل وكي چی دلمانځه سره خلاف وو، نولمونځ یی خلاص سو. ځکه اوس خوبناء ورباندی متعذره ده، پخاطرسره دوجود ده پری کونکی، خولیکن راګرځول دلمانځه هم نشته ورباندی، ځكه پرده باندی هیڅ شی دارکانوڅخه دلمانځه ندی پاتی.
[/quote:8e05890090]
په دې ځای کي د مظهري خپله ليکنه سره ښکاره تضاد لري ، په لومړۍ ليکه کي يې ليکلي دي چي له لمانځه څخه خو په خامخا په مشهوره طریقه ځان راباسي ، خو ليږ وروسته بیا وايي چي هغه مشهوره طریقه سنت او یا هم ښه ده .
نو دلته يې د خامخا او سنت الفاظ سره تصادم لري ، ځکه خامخا موږ په پښتو کي د اړين او ضروري لپاره استعمالوو چي په عربي کي د همدې خامخا مترادف الفاظ فرض او واجب دي ، نو د مظهري په اند له لمانځه ځان فارغول په سلام واجب هم دي او سنت هم .
واه واه ! دا دئ صحيح برداشت؟
دويمه خبره يې دا غلطه او بې بنسټه کړې ده چي وايي : د تشهد په اندازه ناسته فرض ده ، ښه ولي فرض ده ؟ تا بايد په د ې ځای کي دا خبره روښانه کړې وای چي ناسته ولي فرض ده ، تشهد ولي بیا څه شی دئ او په سلام ګرزولو له لمانځه فارغېدل بیا څه شي دي او ولي دي ؟.
خو تا ناګوماني جوړه کړې ده او هسي دي ځان تېر کړی دئ ، لکن ما تاته مخکي هم وويل ته لکه چي تر اوسه نه وې ور سره مخ سوی ، زه به د الله په فضل اوس سبق در کړم ، په غوره يې ولوله او بیا که نر حنفي وې نو يې ځواب را وړه .
تا چي کوم عبارت نقل کړی نو هغه هم ستا په شان عقلي دلیل ویلی او ځان يې خلاص کړی دئ ، خو ته نه پوهېږې چي په عباداتو او د دين په چارو کي زما او ستا یا هم د بل کس عقل نه چلېږي ، ستا دې مشر کوم شرعي دلیل ويلی دئ ، ایا دا يې ثابته کړې ده چي په سلام له لمانځ وتل سنت دي او دلیل يې دا دئ چي رسول الله داسي هم کړي دي او بیا د دې خلاف عمل هم ترې ثابت دئ ؟
داسي يې کړي دي چي د دې عمل د ثبوت لپاره يې له قران یا هم حدیثو دلیل را وړی دئ او بیا يې خپل دريځ په ثابت کړی دئ ؟
که دا يو هم نه وي نو بیا هسي عربي توري خو دلیل نه سي کېدای چي بس يو چا عربي ليکلې وه نو هغه زموږ او ستاسو لپاره دلیل دئ؟ که ته همداسي يې خو زه بیا نه يم ، زه دلیل غواړم او دلیل به هم وحې وي تاويل او ماويل نه منم او نه يې بل ته مشوره ور کوم . راوړه دلیل !
رسول الله صلی الله علیه وسلم چي امر کړی دئ تاسو زما په شان لمونځ کوئ او ما يې په بله ليکنه کي د دې حدیث حواله هم در کړې ده او عربي متن هم سته نو ایا په دې امر کي یوازي ناسته فرض سوه ؟ که همداسي وي نو هاتوا برهانکم !
که دي دا دليل وي چي رسول الله تل همداسي کړي دي یعني ناسته يې کړې ده ، نو تل خو يې داسي هم کړي چي تشهد يې ويلې ده نو بیا ناسته ولي فرض ده او تشهد واجب ؟ ښه که تل پاتی عمل د وجوب او فرضيت لامل ګرزي نو بیا په سلام له لمانځ وتل ولي سنت دي؟
دې ته وايي صحيح براشت ! شاباش مقلده ! دې ته وايي غوره منطق ، ښه استدلال ، بې جوړې څېړنه !.
په يوه تل پاتې عمل یو شی فرض سو ، بل واجب سو او بل بیا سنت ؟
دا ولي ؟
له قران او سنت څخه يې دلیل را وړه !.
نو تاسو چي دې عمل ته هيڅ شرعي او قانع کوونکی دلیل نه لرئ ، ایا بیا هم دا عمل د توجيه وړ دئ؟
ایا په عبادت کي له الله سره مسلمان یو داسي عمل هم کولای سي ؟
په داسي حال کي چي الله وايي:
وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ(البقره :۲۳۸)
ژباړه: او خاص الله ته په عاجزۍ ودرېږئ.
دا عجز دئ ؟ یو عمل په شريعت کي هيڅ د جواز مقام نه لري خو ستا فقه هغه له دلیل پرته روا کوي؟
دا له الله سره څومره ستره بې ادبي ده ؟ ته د دې پر ځای چي د خپلې فقهې دا تېروتنه ومنې بیا هم په ړندو سترګو د هغوئ تګلاره تعقيبوې او همدې ناروا ، حرام او بې دلیله عمل ته يې د خپل عقل په رڼا کي توجیهاتې کوې او بل پړ هم بولې ؟
دا ستاسو انصاف دئ؟
عقل دې ته وايي؟
او رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا وايي:
عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لَيَنْتَهِيَنَّ أَقْوَامٌ يَرْفَعُونَ أَبْصَارَهُمْ إِلَى السَّمَاءِ فِى الصَّلاَةِ أَوْ لاَ تَرْجِعُ إِلَيْهِمْ ».(مسلم کتاب الصلاة باب الهني عن رفع البصر الی السماء فی الصلاة الخ حدیث نمبر:۹۹۴ )
ژباړه :جابر بن سمره رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : په لمانځه کي اسمان ته کتونکي به یا له دې عمله منعه کېږي او یا به يې سترګې بیا ورته را ونه ګرزي.
یعني الله به يې د سترګو ديد ترې واخلي .
همدې ته ورته روايت په بخاري کي په دې الفاظو راغلی دئ:
عن أنس بن مالك حدثهم قال قال النبي صلى الله عليه و سلم
: ( ما بال أقوم يرفعون أبصارهم إلى السماء في صلاتهم ) . فاشتد قوله في ذلك حتى قال ( لينتهن عن ذلك أو لتخطفن أبصارهم )(بخاري کتاب صفة الصلاة باب رفع البصر الی السماء فی الصلاة حدیث نمبر:۷۱۷)
اوس ته فکر وکړه څوک چي په لمانځه کي پورته ګوري هغوئ ته دا وعيد دئ نو څوک چي په لمانځه او عبادت رشخند وهي د هغه به څه حال وي؟
تاسو یاست چي په عباداتو کي مو یو لورته دومره تنګي جوړه کړې ده چي له رسول الله صلی الله علیه ولسم څخه ثابت اعمال هم حرام بولي (لکه په لوڅ سر لمونځ کول ، په دې اړه بخاري صحيح حدیث نقل کړی دئ خو تاسو يې مکروه بولی ان ځيني يې حرام بولي خو هغوئ په خوله دا وايي پ کتاب کي مي نه دي ليدلي) او بل لور ته له ځانه جوړ سوي شيانو ته جواز ور کوئ ؟
یاره ! ستا مفتیانو ته والله زه هک حیران يم ! هغو خلکو ته بیا نور هم هېښ پاتې سم چي په ړوند سترګو د دې مفتیانو پيروي کوي او دا خو لا څه کوې چي خپله پسي روان دئ بلکي نور هم دې حرام عمل ته هڅوي . اعاذنا الله من ذالک!
ښه اوس دي د دې متضادو خبرو دلائل راوړه !
په قران او سنت دا خبره روښانه کړه چي ولي ناسته فرض ده ، تشهد واجب دئ او سلام يې سنت دئ؟
که رښتيا فقه د قران او سنت تشريح وي نو دلیل را وړئ که نه نو د خلکو په سترګو کي خاورې مه ور پاشئ او له الله څخه وډار سئ خلک بې دينۍ ته مه بولئ!.
[quote:8e05890090="noorulhaqmazharee"]
نوښاغلی حذیفه لاندی اشتباهات کړیدی.
1.د"تعمد" پرځای یی "تعمدت" لیکلی دی.
2. د" دتشهددویلووروسته" تعیبریی په " په تشهد کي" کړی.
3. د"حدث" ترجمه یی په ګوزسره کړی.
4. عبارت یی داحتمالی وجودڅخه وامری وجودته را ایستلی ، نو داسی یی انګیرلی چی ګویااحناف وایی تاسو په لمانځه کی داسی کاروکی( العیاذبالله).
5. وروسته یی ځنی چټیاټ او اوتی بوتی کړیدی ، چی دغه دلالت پرکیفیت اوکمیت دعقل دحذیفه کوی.
یاده دی وی، چی دغه مسئله دقاضی خان څخه علاوه په نورکتابونوکی هم سته.
[/quote:8e05890090]
دا د تعمدت کليمه زه منم چي د کمپوز تېروتنه ده او ما په قصدي توګه نه ده کړې او ستا بې انصافي دا ده چي دې ته ورته غلطۍ له ما څخه په پښتو کي هم سوې ده یعني کله يو توری پاتې سوی وي او کله بیاد جيم پر ځای حاء را څخه ليکل سوې وي نو که دا عربي عبارت اشتباه ده نو بیا خو به دي پښتو اشتباهات هم په ګوته کول .
په پښتو کي همدې ټولي ناستې ته تشهد ويل کېږي زما هم دا هدف نه دئ چي لمونځ کونکی بیخي هيڅ نه ووايي او دا عمل وکړي بلکي زما همغه عمومي مفهوم په ذهن کي وو او تا غلط برداشت ځيني کړی دئ.
د «حدث » توری عام دئ او ما یې یو مثال را وړی دئ چي که څوک په ګوز هم له لمانځه ځان وباسي نو احناف يې لمونځ صحيح بولي او دا وتنه يې صرف له سنتو سرغړونه بولي .
او دا خبره دي دروغ ده چي ما عبارت له احتماله و امر ته راویستلی دئ ، تا باید په دې ځای کي زما توري نقل کړی وای څو خلکو له نژدې زما ليکنه کتلې وای او بیا يې ستا انصاف هم ليدلی وای.
ته او لوستونکي کولای سئ چي زما عبارت اوس هم وګورئ ایا ما همداسي کړي دي ؟
دا دي په ليکنه کي پر ما هغه بربنډ دروغ دي چي امريکایانو هم ښايي تر اوسه په طالبانو پسي نه وي ويلي .
وروسته مي اوتي بوتې نه دي ويلې بلکي ستا څخه مي پوښتنې کړې دې چي دا پورته مسئله د کوم قراني ايت یا هم نبوي حدیث تشريح ده ؟ خو ته دومره چلاکه يې چي تر همدې اصلي پوښتنو په دې خبرو ځان تېر باسې او ستا مرسته کوونکی هم تر تا بې انصافه دي ځکه تر پایه يې دا نه درته وويل چي مظهري همدې اوتو بوتو ته خو يې ته هم يوه وخت ځواب ور کړه اخیر هغه څه ويلي ؟
ته يې ولي نه ځوابوې ؟ هلته پوښتنې سوې دي او ته يې چټيات بولې؟
واه ! انصاف ! دا هم د سترګورو انصاف دئ؟
ومو ليد ؟ له اصلي خبرې ځای تېر کړي ، ځيني عباراتو په خپل عقل وشني ، څو مسئلې د قران او سنت خلاف ور کړي او بیا وايي دا مي ليکنه ورته ځواب کړه ؟
ټوله موضوع له همدې خبرې سرچنه اخلي چي فقه مو له قران او حدیث څخه نه ده ، یا که په بل عبارت وويم د اختلاف اصلي چورليز همدغه ټکی وو چي دا مسئلې له قران او حدیث سره به ټکر کي دي که نه وي نوته يې ثاتې کړه ، خو ته له همدې ټکي په ځغاسته کي يې او تل به همداسي ځغلې . ان شاء الله!
نور بیا...


وزیري
09.08.2012

حذیفه صاحب ته به اوس ډیري لغتي ووهي خو هیڅ فایده به ونه کړي ځکه چی بی ادبي دی معاف وي له ټیز نه بعد پلوتی په درد نخوري.
بحث وشو او خلاص شو، نتیجه یی معلومه شوه چی وهابیت او سلفیت په پوره پیمانه ماتي وخوړه.
حنفیت د خپل همیشني عادت په څیر دا ځل بیا هم وګټله او په میدان کی وځلید. تاسو خو د حنفیت په خلاف او د ګټی په خلاف یی ډیر څه وویلي او وبه یی وایی خو نه یی فایده کړی ده او نه به یی وکړي.

او د پورته لیکنو په باره کی به درته صرف همدومره ووایم چی یوه می هم ځکه ونه لوستله چی موضوع یی په خلاص شوي او ګټل شوي میدان وه کوم چی لوستل یی اوس ضروري نه دي. که په آئنده کی دي کومه دلچسپه موضوع راوړه نو په سترګو، لولو به یی او خپل نظر به درسره شریکوه.

والسلام


عبدالله صابر
09.08.2012

السلام عليکم

وزيري صيب بي ادبي دمعاف وي وايی چي يوسړي ټيزاچولئ وونوبيا يی په
خولې باندي پرپر کول ترڅو دلاندي خولې اواز په پاس خوله ورواړه
وي ، اوس هم هغه متل دی چي پلانئ ټر په پر پټوي لکه حذيفه چي دټر په
پرد پټولو ناکامه هڅه کوي وروستئ لاس اوپښې وهي اخري سلګئ دي 
اوس خولږښه شو احتمالي مسائل يی ومنل مخکښ خويی سيکسي بلل دا 
په خپله خوله دده ماتي اعتراف دی اوبس ٠


وهابیه!حذیفه!

تندرطوفان
09.08.2012

درنواومعززو وړونواوخویندو!السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
خدای دی زمونږاوستاسوټولوروژی په خپل دربارکی قبولی وګرځوی.

دحذیفه نومی لیکنی می چی دلته یی په tolafghan ویب پاڼی په فورمونوکی کړیدی ولیدلی،

خپل دمصروفیت سره سره، ومی غوښتل چی ودغه خره اوبی شرمه انسان ته یوڅه ولیکم:

اوهغه داچی:
حذیفه! تاسوخوچی دهرچاسره بحث کوی، ویی کړی، ځکه هرانسان حق لری چی علمی بحث دچاسره ولری، خوګوره! ستاګستاخی اواهانت فقه اسلامی ته دمنلووړنده، اوهغی ته هیڅ مسلمان صبراوتحمل نشی کولای، ستاسره پدی هکله استدلالی بحث ګټه نلری. زه یوه خبره درته کوم چی مکوه ددغه کارڅخه دی لاس واخله هغه خپلی مخکنی لیکنی دی هم پاکی کړه، کنه نوځمادی دهغه خدای په ذات باندی قسم وی چی زه اوته یی پیداکړی یو، چی دخپل ټولوحاضرو امکاناتوڅخه په استفاده، تاستاشناسایی، اوبیادی دڅټ لخوا حلال نکړم، مونږدیهودو اونصاراوو سره پرڅه جنګیږوچی تاغوندی کافرزمونږپه هیوادکی زمونږفقه ته داسی ګستاخی اوسپکاوی کوی؟ترڅوچی می ستاسودمرګ نقشه نوی ایستلی ترهغه وقته پرماندی پرامریکایی اوکفاروباندی حمله کول حرام دی.ستاسو اوسلمان رشدی کافرڅه فرق سته؟
تاسوداسی کم عقله یاست دمظهری سره ستابحث پراجتهاد اودوهابیانوپرخبره راپورته سویده، خوته کش سوی یی فقه ته کفری کفری نسبتونه کوی، آیادافقه مظهری جوړه کړی؟ آیاددی فقه مقلدتنهامظهری دی؟ تاخپل پدی کاردټوله افغانانواواودپه ملیاردواحنافوزړونه زخمی اوټپی کړل،.

دټول افغان فورم چلونکوته هم وایم: چی وګوری! ستاسودیموکراسی اودبیان آزادی همدغه ده؟؟؟ لعنت پرداسی دیموکراسی، لعنت پرداسی دبیان آزادی، تاسوخوخپل دویب پانی داسلامی ښوونوپه برخی کی داحنافودمذهب مسائل ایښیدی، تاسولیکلیدی ، چی سرچینه ددی مسائلو داحنافومعتبرکتابونه دی، ددی څخه معلومیږی چی تاسوحنفیان یاست، داڅرنګه حنفیان یاست؟ چی ستاسوفقه ته یوعادی کم عقل انسان دغسی توهین کوی خوبیاهم تاسوورته ځای ورکوی؟؟؟ تاسوخودخپل ویب پاڼی نوم ټول افغان ایښی، تاسو هم ځانونوته افغانان وایاست؟ تاسوهم ځانونوته پښتانه وایاست؟ آیاتاسوضمیرنلری؟؟؟

دخدای لپاره ددی پرځای چی افغان ځورلیدی اوکړیدلی وولس ته خدمت وکړی اهانت اوسپکاویی کوی؟؟؟؟
دهری بدی پیښی عواقب ستاسوپرغاړه دی.


حذيفه
11.08.2012

په تیر پسی
[quote:7f8341ec19="noorulhaqmazharee"]
ځواب
صحیح عبارت
أَمَّا لَوْ قَبَّلَتْ الْمَرْأَةُ الْمُصَلِّيَ وَلَمْ يَشْتَهِهَا لَمْ تَفْسُدْ صَلَاتُهُ .
صحیح ژباړه: خولیکن کچیری ښځی مچ کی لمونځ کونکی سړی، اوسړی ته ښځی خوندورنکی، نومونځ دسړی نه فاسدیږی.
صحیح برداشت: مقصددعبارت څخه دادی کچیری بالفرض یوه ښځه دسړی څخه چی په لمانځه کی وی، مچ واخلی خود سړ ي لپاره شهوت پیدانشی نودسړی لمونځ ندی فاسد، ددی خبری دښه وضاحت لپاره به ده ردالمحتار عبارت رانقل کړو، وَأَشَارَ فِي الْخُلَاصَةِ إلَى الْفَرْقِ بِأَنَّ تَقْبِيلَهُ فِي مَعْنَى الْجِمَاعِ يَعْنِي أَنَّ الزَّوْجَ هُوَ الْفَاعِلُ لِلْجِمَاعِ فَإِتْيَانُهُ بِدَوَاعِيهِ فِي مَعْنَاهُ ؛ وَلَوْ جَامَعَهَا وَلَوْ بَيْنَ الْفَخِذَيْنِ تَفْسُدُ صَلَاتُهَا فَكَذَا إذَا قَبَّلَهَا مُطْلَقًا لِأَنَّهُ مِنْ دَوَاعِيه ، وَكَذَا لَوْ مَسَّهَا بِشَهْوَةٍ ، بِخِلَافِ الْمَرْأَةِ فَإِنَّهَا لَيْسَتْ فَاعِلَةً لِلْجِمَاعِ فَلَا يَكُونُ إتْيَانُ دَوَاعِيهِ مِنْهَا فِي مَعْنَاهُ مَا لَمْ يَشْتَهِ الزَّوْجُ .ردالمحتارجلد4 صفحه 471.
ژباړه: په خلاصه کی یه وفرق ته(دښځی دمچ اخستلودسړی څخه اویادسړی دمچ اخستلودښځی څخه) اشاره کړیده: داسی چی مچ اخستل دسړی په معنی کی دجماع دی، مقصددادی، چی میړه خوکونکی(فاعل) دجماع دی، نودده راتګ په دواعی دجماع هغه په معنی کی دجماع دی، اوکچیری یه جماع ورسره وکړه کڅه هم په مابین کی ده ورنووی لمونځ دښځی فاسدیږی، اوداغسی کچیری ښځه مچ کړی هررقم چی وی، ځکه مچ ده دواعی څخه دجماع دی، په خلاف د(مچ اخستلو) دښځی ځکه ښځه كونكي (فاعل) دجماع ندی، نودښځی څخه راتګ په دواعی سره ده جماع
[/quote:7f8341ec19]
په دې ځای کي تاسو مسئله ور کړې ده خو قراني یا د حدیث لاسوند ور سره نه لرئ ، نو خبره همداسي پاتې سوه چي د فقهې زیاتې مسئلې احتمالي دي او هم يې تاسو مقلدينو ته سرچينه نه ده معلومه ، ښه په دې ځای کي تا څه وکړل ؟
بس دا چي په عبارت کي «لو» پاتې وو تا هغه را ووړ؟
له کتاب څخه کمپوز به ضرور تېروتنې لرې نو که لو وي که نه ژباړه يې په پښتو کي راغلې ده .
اما د مذکر ژباړه په مونث زه هم منم چي غلطي ده او دا دي سمې نکتې ته اشاره کړې ده .
پاتې سو د شامي نور عبارت نو دا ستا پخوانۍ طریقه ده چي عربي عبارت نقل کړې او خلکو ته دا په ذهن کي ور کوي چي غوره دلیل مي را وړی دئ خو هغه هم د کوم مقلد انسان خبرې وي نه له وحې دلیل لري او نه يې ويلی وي ، نو دا خبرې يې تر مسئلې زیات وزن نه لري.
په لمانځه کي الله ته عجز لازمي دئ او مېرمن هم بايد په دې وخت کي داسي عمل ونه کړي چي د لمانځه او د الله په شان کي سپکاوی بلل کېږي ، ځکه نو ښځه اړه ده چي دا جرم ونه کړي ځکه لمونځ دئ او په لمانځه کي خو دا کارونه روا نه دي.
[quote:7f8341ec19="noorulhaqmazharee"]
نوښاغلی حذیفه لاندی اشتباهات کړیدی
1. عبارت یی غلط رانقل کړیدی داسی چی د" أَمَّا لَوْ قَبَّلَتْ الْمَرْأَةُ" پرځای یی " قَبَّلَتْ الْمَرْأَةُ" رانقل کړی، چی پدی صورت کیی کلامعنی تغیرکوی.
2. ترجمه دعبارت یی غلطه کړیده، ځکه فاعل د"یشتهی " ښځه نده بلکه سړی دی، اوده بی وقوف یی فاعل ښځه بللی ده.که یه فاعل ښځه وای باید"تشتهها" وای، خوسلفیان بیچاره ګان په نحوی قاعدوڅه پوهیږی؟.
3. حواله یی غلطه ورکړیده، ځکه کوم عبارت چی ده رانقل کړیدی، هغه دردالمحتارندی، بلکه ده درالمختاردی.
4. غلط برداشت یی ځنی ښکاره کړیدی: ځکه احتمالی مسئله یی په امری مسئلی باندی بدله کړیده او داسی یی ځنی انګیرلی دی، چی ګوندی په حنفی فقه وایی: چی تاسوپه لمانځه کی دیوبل څخه مچان واخلی( العیاذبالله).
5. بیایه وروسته څوکشمشیانی خطاکړیدی چی ترجمانی دده ده عقل اوپوهی کوی.
نوت: دامسئله ددرالمختارڅخه علاوه په نوروکتابونوکی هم راغلی ده.
[/quote:7f8341ec19]
د عبارت کموالی د کمپوز غلطي ده او په ژباړه کي يې حق ادا سوی دئ.
مذکر په مونث تبديلي يوه عمده غلطي ده او تا ښې نکتې ته اشاره کړې ده .
عبارت د هر کتاب چي وي خو شامي حاشیه ده او همدا عبارت هلته موجود دئ نو که د شامي حواله وي یا د الدر المختار کومه ستونزه نه پېښوي ځکه خبره همدا يوه ده او تبديلي يې نه ده کړې.
برداشت ځکه غلط نه دئ چي ما کله هم احتمال امر ته نه دی را وړی که همداسي وای نو تا بايد عمده مثال ور کړی وای ، ته ولي خلکو ته هغه امریه ځای نه په ګوته کوې؟
او تر ټوله مهمه خبره په دې ځای کي دا داده چي ته تر دې مسئلې وروسته العیاذ بالله ولي ليکې؟
له دې څخه دا معلومېږي چي ستا په اند هم دا خبره سمه نه او بلکي حرامه يې بولئ لکن اوس په خوله نه وای خو ګوډې پښې وويل ، ځکه ته العیاذ بالله ليکې موږ دا توري په هغه وخت کي ليکو چي کوم ناروا او غیر شرعي عمل سوی وي نو له هغه څخه پنا غواړو او دا دی تا په څه پام پرته هم پنا ځيني غوښتې ده خو هسي په ناخبري کي ماته ځوابونه را کوې؟.ههههههههههههه
زما هغه توري ورته نقل کړه چي ما عبارت له احتمال څخه امر ته وړی وی نو بیا رښتيا هم ستا ادعا سمه ده لکن ته په دې ځای کي ستر دروغ وايې او له حقیقته ليرې ادعا کوې .
بیا وروسته خبرې نقلوه او تبصره پر کوه خو ته ځکه دا نه کوې هلته ستا څخه داسي پوښتنې سوې دي چي تا او ستا د تګلارې خلک يې له ځوابولو عجز دي.
ما تاته مخکي هم وويل چي نه دي پښتو زده ده او نه يې هم املا سمه ليکلای سې ، نوټ دي لکه چي د ديوبنديانو له کتابونو زده کړی دئ که نه موږ خو په داسي ځای کي د «یادونه» عنوان استعمالوو او ته غريب په دې خبر هم نه يې او ليکنه دي د پښتو ګرامر او فصاحت له مخې دومره خرابه ده چي ان مفهوم ترې اخیستل هم مشکل کار دئ او دا مسئله چي له دې کتاب پرته په نورو کتابونو کي هم سته نو دلیل يې څه شی را وړی دئ که هغوئ هم ځانونه تېر کړي دي ؟.
ته ما ته پېغور را کوې چي په نحوه څه پوهېږو خو ته د کتاب نوم هم غلط ليکې .
ستا د دې معتبر کتاب نوم «الدرالمختار» دئ او یا هم «در مختار» دئ خو ته بې له دې چي د نحوې ترکيب ته يې پام وکړې داسي ليکې :«در المختار» چي زه ستا ودې ترکيب ته حیران يم دا صفت او موصوف دي خو ته يې مضاف او مضاف الیه جوړ وې چي دا له عربي نحوي ګرامره ستا پر پوره ناخبرۍ دلالت کوي .
[quote:7f8341ec19="noorulhaqmazharee"]
ځواب
صحیح عبارت:
وَلَا صَلَاةُ حَامِلِهِ وَلَوْ كَبِيرًا ، وَشَرَطَ الْحَلْوَانِيُّ شَدَّ فَمِهِ .
صحیح ژباړه:
اوداغه رقم نه فاسدیږی مونځ داخستونکی ده سپی کڅه هم لوی سپی وی، اوحلوانی شرط کړی تړل دخولی دسپی.
صحیح برداشت:
یعنی که بالفرض په لمانځه کی دچاپه بغل کی سپی وی اودی مونځ ورسره وکړی نومونځ یی صحیح دی. مقصدداندی چی تاسوقصدا داکاروکړی(العیاذبالله) خودحلوانی دخبری مقصددادی چی باید یی خوله تړلی وی چی ناړی یه دلمونځ کونکی پرکالوتوی نشی، خوعلامه شامی رحمه الله وایی: وَالْأَشْبَهُ إطْلَاقُ الْجَوَازِ عِنْدَ أَمْنِ سَيَلَانِ الْقَدْرِ الْمَانِعِ قَبْلَ الْفَرَاغِ مِنْ الصَّلَاةِ. ردالمحتارجلد2 صفحه 108.
ژباړه: اومشابه وحق ته مطلق جوازدی(یعنی که یی خوله تړلی وی اوکه نوی) خوپه وقت کی دامن دبهیدلوڅخه(دناړو) په اندازه دهغه قدرمانع(چی مافوق الدرهم دی) دمخه ترفارغ کیدلودلمانځه څخه.
[/quote:7f8341ec19]
انډيواله په دې ځای کي مي همدا اوس د «لا » توري ته ور پام سو او تر اوسه مي هم ورته پام نه وو نو دا چي ستاسو د کتاب عبارت مي سم نه دی ليکلی بخښنه غواړم او په ترجمه کي مي د هغه حق هم ور ادا کړی دئ ، اصلا زه عبارت له کتابه ليکم خو تر دې وروسته مي ان شاء الله د کمپيوټر له مکتبې نقل کړي دي او دا غلطۍ بیا نه لري .
او ښه دا د نه فساد خبره يې په شريعت کي چيري سته ؟
ايات یا هم احادیث لرئ؟
سپی په غېږ کي اخلئ نو پروا نه کوي خو که ماشوم پورته کړي نو دا بیا لمونځ فاسدوي.
دا بیا ولي؟
سپی نجس دئ او ماشوم پاک دئ ، نو مظهري صیب همدومره توپير يې بس او نور نه ؟
بیا دي هم مسئله د قران یا حدیث په رڼا کي نه ده حل کړې او همداسي ناحل دي ايله کړې ده .
نو د دې تا اوس څه ځواب را کړ؟ بس همدا چي په عبارت کي د «لا» لفظ پاتې وو او تا هغه اضافه کړ؟
دې ته وايي ځواب؟
ته او ملګري دي هڅه وکړئ چي د کتاب مسئله په وحې حل کړئ که نه نو دا کومه توره نه ده چي لا دي را وړه او یا دي هم لو اضافه کړ.
[quote:7f8341ec19="noorulhaqmazharee"]
نوحذیفه لاندی اشتباهات کړیدی:
1. عبارت یی غلط رانقل کړي دی د"ولاصلوة " پرځای یی "وصلوة" لیکلی دی.
2. عبارت یی غلط ترجمه کړید، ځکه عبارت په صورت کی دقضیه ئی سالبی دی خوده کم عقل ځنی موجبه جوړه کړی.
3. غلط برداشت یی ځنی کړیدی: ځکه داسی یه انګیرلی دی چی تاسودغه کارقصدا په لمانځه كي وكي، سره ددی چی هغه احتمالی قضیه ده، پدی هکله زه دحذیفه څخه پوښتنه لرم: چی کچیری ستاڅخه ستاسپی وو، چی ډیرپه حراست کی ځنی استفاده کوی، اوته یوداسی ځای یی چی هلته درسره رسی اوواښکی هم نسته چی ته سپی وتړی اوکه یی ایله کوی، نودورکیدل یی یقینی دی، اوپرتاوقت هم دلمانځه راشی نوته به څنګه لمونځ کوی؟ اوس نویی ثابته که جعلی مجتهده!.
4. ددی وروسته یی ځنی کفریات کړی چی ترجمانی دده داجتهادکوی او پدی رقم دی غواړی خپل ځان سپین کړی.
[/quote:7f8341ec19]
لومړۍ نيوکه دي پر ځای ده چي عبارت سم نه دئ.
دا دي بیا ښکرور دروغ ويلي دي تا به دلته زما عبارت هم را وړی وای بیا به دي خپله ژباړه او زما ژباړه لوستونکو ته په همدې قضيوي توګه معرفي کړی وای خو ته په دې توګه هڅوه کوې چي منطقي اصطلاح وکاروې خلکو ته په ذهن کي دا ور کوې چي زه دومره لوی ملا یم منطق مي هم زده دي خود منطقو زده کړه نن هيڅ کمال هم نه ده بلکي اوس يې ارزښت دومره کم سوی دئ چي د کوم چا زده وي یا يې هم په ليکنه کي اصطلاح کاروي نو د هغه سړي پر نه کمال دلالت کوي
ښه نو ته چي سم برداشت کوې نو مسئله دي په قران او حدیث کي کومه ده ؟
دا فرضیات دي په فقه کي ګوره !
سپی به وي رسۍ به نه وي ابادي به نه وي د سپی د تړلو شی به نه وي بیا به همدا د لمانځه وخت وي نو اوس به زه څه کوم؟
واه واه! دا خو دي دومره سخته مسله را مخ ته کړه چي هيڅ حل يې نه سته مګر ستا له فقهې پرته یوازي ستا فقهاء دي چي همدې انتيکې مسئلې ته يې پام سوي دي او حل يې هم ور ته باسلی دی؟.
مقلد صیب! دا صورتونه ناشوني دي او که فرضا پېښ سي نو ما ته مي تر سپی الله او ، رسول ، عبادت او خپل لمونځ ګران دئ ، زما سپی به ولاړ سي خو زه خپل اخرت نه خرابوم ، زما سپی که زما وي نو هغه له تړلو پرته هم نه ځي بلکي همدلته به ولاړ وي څو ما لمونځ نه وي کړی تر هغو نه سي تلای.
سپی هيڅکله همداسي نه کوي چي تاخته کوي بلکي همدلته ولاړ وي.
نو زه ستا څخه پوښتنه کوم چي دا سپی چي ته يې را حصاروې ، رسۍ نه سته بل ملګری هم نه لرې او له تاختې دي په غېږ کي راګرزولی دئ نو ته به د سجدې په وخت کي څه کوې؟
که يې په دې وخت کي ايله کوې؟
نو چي د سجدې په وخت کي نه ځغلې نو د قيامې په وخت کي ولي تاخته کوي؟
ګوره ! دا احمتالات دي او دا ناشوني هم دي ځانه مه ستومانه کوه او ارام کښېنه دا سي ووایه چي غلطه مسله ، له قران او حدیث څخه هيڅ دلیل پرې نه سته او دا يې زه نه منم؟.
په ماشوم لمونځ خرابوئ او په سپي يې صحيح کوئ ، و الله زه ستاسو انصاف ته حیران يم ؟ دا اوس کوم انصاف دئ له انسان سره لمونځ نه دئ صحيح او له سپی سره بیا صحيح دئ؟
بیا دي د کفر ټاپه هم وهلې ده نو دلائل خو يې را وړه ، زوروره !
ته له دې پوښتنو زما په اند ډېر په تکليف کېږي؟
ولي چي هلته خو له تا څخه د شرعي لاسوند غوښتنه سوې ده نو ځکه به يې ته کفر بولې؟.


حذيفه
11.08.2012

په تيرپسي
[quote:cf4a59853b="noorulhaqmazharee"]
ځواب
صحيح عبارت:
ولو صلی وفی عنقه قلادة سن کلب او ذئب تجوز صلاته.
صحیح ژباړه:
کچیری یوچالمونځ کوی اوپه غاړه کی یه غاړګی دغاښوڅخه دسپی اویادشرمښ وه نومونځ یی رواکیږی.
صحیح برداشت:
مقصدیی دادی چی کچیری چادسپی اویادشرمښ دغاښوڅخه جوړشوی هارپه غاړه کړی وو، اوبیایی ورسره لمونځ وکی نولمونځ یی روادی. دلیل ددی خبری په بحرالرائق شرح کنزالدقائق کی راځی: لِأَنَّهُ يَقَعُ عَلَيْهَا الذَّكَاةُ وَكُلُّ مَا يَقَعُ عَلَيْهِ الذَّكَاةُ فَعَظْمُهُ لَا يَكُونُ نَجِسًا.جلد1 صفحه 393.
ژباړه: ځکه چی پرسپی باندی پاکیدل واقع کیږی، اوهرشی چی په هغه پاکیدل واقع کیږی نودهغه هډوکان مردارنوی.
یعنی هډوکان دهغه حیوان چی نجس العین نوی لکه سرکوزی، اویاپخاطردشرافت یی فقهاوو، دعدم تزکیی حکم کړی وی، لکه انسان،نودهغه هډوکان پاک دی، یعنی که دچاسره په وقت کی دلمانځه وه، اویاورڅخه غاړګی اوهارجوړکړی وو، اوهغه یی په وقت کی دلمانځه په غاړه وونولمونځ یی صحیح دی.
[/quote:cf4a59853b]
مظهري د صحيح ، صحيح له توري خلکو ته دا په ذهن کي ورکوي چي ګنې حذیفه خو په خپل عبارت او ژباړه کي ګڼې غلطۍ کړې دي ، ځکه يې نو زه اوس اصلاح کوم نو له دې امله خپل عبارت ته د صحيح په توري عنوان ږدم ، خو دا خبره يې ناسمه ده ، هيڅ ځای ده زما په ژباړه کي داسي غلطي نه ده په ګوته کړې چي هغه دي اصلي مسئلې یا موخې ته زيان رسوي که يو توری غلطي وي نو دا خو د ده په ژباړه کي هم سته او هم يې په وروسته تبصره کي.
ایا دا غلطي ده ؟
بیا وايي سپی نجس العين نه دئ او خنزیر نجس العين دئ ، دا بیا ولي؟
سپی هم په شريعت کي نجس بلل سوی دئ او خنزیر هم نو ولي یو نجس العين دئ او بل نه دئ؟
له قران او حدیث څخه يې دلیل را وړه!
ستا ملا چي کومه خبره کړې ده د هغې لپاره دي هم دلیل راوړه !
رسول الله واي :که سپی په لوښي کي وڅټي نو اووه ځله يې ومينځئ خو ته وايې چي سپی نجس العين نه دئ، ایاد خنزیر په اړه همدا حکم سته ؟ که وي نو په ګوته يې کړه ! که نه نو دا ستاسو وېش یا تقسيم غلط ، بې ځایه ، بې بنسټه او له حقیقته دومره ليرې دئ چي ان بې علمه انسان هم په پوهېږي.
رسول الله وايي:
عن أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إِذَا شَرِبَ الْكَلْبُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْسِلْهُ سَبْعًا
أخرجه البخاري في: 4 كتاب الوضوء: 33 باب الماء الذي يغسل به شعر الإنسان
ژباړه: ابوهریره وايي چي رسول الله وويل : که ستاسو د يوه په لوښي کي سپی څښل وکړي نو اووه ځله يې ووينځئ!.
اوس دي مظهري د خنزیر په اړه همداسي سخت امر را ته په ګوته کړي؟.
نو که داسي نه وي بیا ولي سپی نجس العین نه دئ او خنزیر دئ؟
دلیل مو له قران او حدیث څخه را وړئ!.
[quote:cf4a59853b="noorulhaqmazharee"]
نوښاغلی خذیفه دغه اشتبهات کړیدی
1. عبارت یی غلط لیکلی دی ځکه د" ولوصلی " پرځای یی "لوصلی" لیکلی دی.
2. عبارت یی غلط ترجمه کړی ځکه دلته " ذئب " په معنی سره دلیوه ندی بلکه په معنی سره دشرمښ دی.
3. دعبارت څخه یی غلط برداشت کړیدی، ځکه دی داسی انګیری چی په حنفی فقه کی راځی چی تاسوکله چی مونځ کوی نوتاسودغسی شیان په غاړه کړی بیانوخپل مونځ وکړی، اوبیادحذیفه دی خباثت ته وګوری! چی مفسرینوددی «خذوا زینتکم عندکل مسجد» تفسیرڅنګه کړی؟ اودی بدبخته یی څنګه کوی؟. مفسرینودهغه تفسیرکړی په تسترسره دعورت،ابن کثیر، طبری، قرطبی، اوداسی نور... چی ترټولویی خلاصه تفسیرجلالین داسی کړی: {خُذُواْ زِينَتَكُمْ} ما يستر عورتكم. یعنی هغه شی چی ستاسوعورت په پټیږی. اوددی آیت په شأن نزول کی هم مفسرین داسی لیکلی دی چی ده جاهلیت په زمانه کی خلګوپربیت الله باندی په لڅه طواف کوی هغه ووچی بیاخدای پاک داکارمنع کی، اوداآیت یی نازل کی.
4. وروسته يي ځني هسي خوشي غرتي وشتي دی، چی دده مسلمانی خوپسی پریږده، دده انسانیت ترپوښتنی لاندی راولی.
[/quote:cf4a59853b]
ښه کوم اشتباهات ؟
ذئب ولي شرمښ دئ؟ دلیل؟ ذئب په قران کي هم ذکر سوی دئ نو هلته بیا د چا معنی ور کوي او په عمومي عربيت کي همدا مفهوم ترې اخیستل کېږي نو ته چي د دې توري ژباړه بل لورته وړې دلیل يې هم را وړ!
بیا دي د خپل عادت سره سم دروغ ويلي دي دا ځل به زه لوستونکو ته زما ژباړه مخ ته کړم چي هغوئ خپله پرېکړه وکړي ایا ما امر کړی دئ او که احتمال دئ؟:
((ژباړه: که د سپي یا هم د لېوه له غاښونو جوړ هار په غاړه کړي لمونځ ور سره روا دئ.))
اوس دې پورته ژباړې ته دي هر باانصافه لوستونکی وګوري د لته امر دئ؟
ما ليکلي دي که څوک داسي وکړي نو بیا يې لمونځ صحيح دئ خو مظهري هر ځل همدا خبره کوي او بیا دلیل هم نه را وړي ، لکن پروا ځکه نه کوي چي د همداسي بې اصافه خلکو دروغ عادت وي او خپل داسي سمدلاسه ايله کولای هم نه سي.
دې ژباړې ته ښه وګورئ او بیا د مظهري نيوکې ته ! تر دې وروسته تاسو ته د مظهري څرګند دروغ ښه معلومېږي.دا يې هر ځل همداسي کړي دي او ما يې مخکي په يادونه ځواب ور کاوی لکن په دې ګښت مي د هغه له سپکو سپورو زړه تنګ سو نو مي ژباړه تاسو ته هم وښوده څو ټول پوه سي.
خذوا زينتکم به تاسو همداسي ژباړی ، ځکه کتابونه مو همداسي وايي او دا مخکي مسئله يې يو ښه او عمده دلیل دئ ، البته زه يې په دې توګه نه ترجمه کوم.
او بیا دي د اخیرې جملې د پخوا په شان همداسي ناحل ايله کړې دي ، خو دا ځل دي دومره تشدد کړی دئ چي مخکي يې ساری هم نه وو ليدل سوی ، دا ستا الفاظ هم ستا پر انسانيت ، مسلماني ، ښو اخلاقو ، غوره عمل ، بشريت ته پر درناوي او ... باندي ښه دلالت کوي.
ته چي پر کوم چا په څه ډول الفاظو تبصره کوې نو په هغو کي د ي د خپل ځان په اړه باندي هم ټول حقايق لوستونکو ته په واک کي ور کړو ، لوستونکي پوهېږي چي څوک له اعتداله وتلی دئ او څوک يې لا اوس هم د اعتدال په لمن کي پنا اخیستلو ته اړ دئ؟.


حذيفه
13.08.2012

په تیرپسي
[quote:f64be5c07e="noorulhaqmazharee"]
ځواب
صحیح عبارت:
إذَا أَصَابَتْ النَّجَاسَةُ بَعْضَ أَعْضَائِهِ وَلَحِسَهَا بِلِسَانِهِ حَتَّى ذَهَبَ أَثَرُهَا يَطْهُرُ وَكَذَا السِّكِّينُ إذَا تَنَجَّسَ فَلَحِسَهُ بِلِسَانِهِ أَوْ مَسَحَهُ بِرِيقِهِ .
صحیح ژباړه:
کچیری نجاست دده بعضی اعضاؤته ورسیدی، نوهغه نجاست یی په خپل ژبه وڅټی تردی چی اثریی لاړی، اوداغسی چاړه چی مرداره سوه، نوده په ژبه وڅټل، اویایی په خپلوناړومسح کړه پاکیږی.
صحیح برداشت:
مقصدده عبارت دادی، چی کچیری داسی وسوه چی چادغسی وکړه نوحکم یی هم دغسی دی.
[/quote:f64be5c07e]
په دې ځای کي چي مظهري کوم عبارت نقل کړی دئ دا يې له هنديې نقل کړی دئ او پورته عبارت يې خودې له قاضي خان څخه نه دئ را وړی ، په هنديه کي وروسته داسي وايي:
إذَا أَصَابَتْ النَّجَاسَةُ بَعْضَ أَعْضَائِهِ وَلَحِسَهَا بِلِسَانِهِ حتى ذَهَبَ أَثَرُهَا يَطْهُرُ وَكَذَا السِّكِّينُ إذَا تَنَجَّسَ فَلَحِسَهُ بِلِسَانِهِ أو مَسَحَهُ بِرِيقِهِ هَكَذَا في فَتَاوَى قَاضِي خَانْ(هندیه الفصل الاول فی الاعیان النجس :۱/ ۴۵)
په دې ځای کي تاسو وينئ چي مظهري خپله عبارت غچي کړی دئ ، هندیه وايې دې ته ورته مسئله په قاضي خان کي هم سته خو عبارت يې خپل دئ نه د قاضي خان ، نو مظهري ما چي تاته مخکي هم وويل ته حوالې کتاب ته نه ور کوې ، زه له يوه کتابه څه وليکم او ته يې له بله بیا رد وکړې چي عبارت يې سم نه دی را وړی ، د حوالې په نه ور کولو کي دي همدا دوکه وه .
خیر که زه ومنم چي عبارت مي ناسم را وړی دئ نو اوس تا څه وکړل ؟
مسئله دي را وړې ده عبارت دي ژباړلی دئ خو اصلي خبره بیا هم مهمبه پاتې ده . دا مسئله له کومه ځایه سرچينه اخلي ؟ له قران او حدیث څخه يې دلیل را وړئ!.
په داسي حال کي چي په حدیث بیا داسي وايي:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ مَرَّ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- عَلَى قَبْرَيْنِ فَقَالَ « أَمَا إِنَّهُمَا لَيُعَذَّبَانِ وَمَا يُعَذَّبَانِ فِى كَبِيرٍ أَمَّا أَحَدُهُمَا فَكَانَ يَمْشِى بِالنَّمِيمَةِ وَأَمَّا الآخَرُ فَكَانَ لاَ يَسْتَتِرُ مِنْ بَوْلِهِ ».(متفق علیه ، بخاري حدیث نمبر :۱۳۱۲ ، مسلم :۷۰۳)
ابن عباس وايي چي رسول الله پر دوو قبرونو تېرېدی نو وې ويل : خبر دار ! دې کسانو ته عذاب ور کول کېږي او په داسي ستونزمن شي کي هم عذاب نه ور کول کېږي چي ځان ساتنه ترې سخته وي ، له دوئ څخه يوه يې چغلي کوله او دا بل يې له خپلو بولو ځان نه ساتی.
د بولو په اړه خو حدیث کي دا حکم سوی دئ او تا سو چي کوم د نجاست لفظ راوړی نو دا عام دئ يو فرد يې بولې هم دي نو ایا اوس ښکاره تضاد نه سره لري؟
الله له دې امله عذاب ور کوي چي له بولو يې ځان نه خوندي کاوی او تاسو يې ګر سره په ژبه د څټلو جواز ور کړی دئ.
نو دا په کوم دلیل؟ له قران او سنت څخه مو خپله مسله واضحه کړئ!.
[quote:f64be5c07e="noorulhaqmazharee"]
دحذیفه اشتباهات
1. عبارت یی غلط رانقل کړید ځکه" بعض اعضائه " ځنی غچی کړیدی.
2. معنی یه غلطه کړیده،ځکه چی دده په عبارت کی مفعول د"اصابت" نسته خوده یی مفعول "یوشی" لیکلی دی اوداسی یی ویلی دی: : که یو شي ته مرداري ورسېږي.
3. غلط برداشت یی ځنی کړیدی، ځکه داسی انګیرلیدی چی په حنفی فقه کی راغلیدی چه تاسودهرشی څخه نجاست په ژبه پاک کړی. سبحان الله دغه ته وایی داسلام دښمن
4. بیایه وروسته څه نوری بی ادبی خبری کړیدی، چی خپل کم عقلی اورښتنی وهابیت یی پکښی تصویرکړیدی.
[/quote:f64be5c07e]
دا ستا په عبارت کي همدا توری سته ، ما مخکي در ته وويل چي ته هم غل يې او هم دي د غلا چم زده کړی دئ ، زه له یوه کتابه توری ليکم او ته يې له بله بیا نيوکه هم کوې.
معنی ځکه غلطه نه ده چي زما په عبارت کي مفعول سته نه نو یا خو له ما څخه پاتې سوی دئ او یا کومه بله ستونزه ده خو د شته عبارت ژباړه همداسي ده او له دې پرته بله ترجمه يې شونې نه ده .
برداشت هر ځل یادوي او زه به هم د ده دروغ يو په يو پرې رښتیا کوم ، مظهري بیا وايي چي احتمال يې امر ته را وستلی دئ ، خو داسي ليږ زما ژباړه هم وګورئ:
((ژباړه: که یو شي ته مرداري ورسېږي نو چي په ژبه يې دومره وڅټي ان چي اثر يې ختم شي او چاړه چي کله نجسه سي نو په ژبه يې وڅټي او په ناوړو يې مسح کړي پاکېږي .))
اوس پرېکړه وکړئ چي دلته امر دئ او که همغه د عبارت احتمالي ژباړه؟.
دا د مظهري انصاف دئ او په ټوله ليکنه کي همدا خبره هر ګښت کوي او هر ګښت دروغ وايې.
د اسلام دښمن هغه څوک دئ چي له لاسوند پرته خلکو ته مسله ورکوي اوبیا يې ثابتولای هم نه سي ، ته چي خلکو ته اسلام دومره بې تهذیبه او چټل ښکاره کوې ته نه يې دښمن خو زه چي د مسلې حل او سرچينه غواړم نو دښمن يم ؟
له وروسته خبرو به ته او ستا ملګري تل په تېښته کي وي ځکه چي د ټولي ځمکې سر وغواړې نو هم يې سرچينه نه سې معلومولای ځکه نو وايې چي وروسته يې بې ادبه خبرې کړې دي.
ستا ادب مو هم وليدی چي نجس او مردار شی په ژبه پاکوې ، نو دا ستا ادب دئ ، خپل عیب د اوږو منځ دئ ، ځکه هغه بد نه در لګېږي خو زما د حوالې او لاسوند خبره دومره بده در ولګيده.
[quote:f64be5c07e="noorulhaqmazharee"]
ځواب
اصلي عبارت
فَرَجُ الْبَهِيمَةِ كَفِيهَا لَا غُسْلَ فِيهِ بِغَيْرِ إنْزَالٍ وَيُعَزَّرُ.
صحيح ژباړه:
فرج دحیوان داسی دی، لکه دهغی خوله، ددی سره دجماع په سورت کی بغیرله انزاله غسل نسته، خوبایدتعزیرورکړل سی.
صحیح برداشت:
مقصددادی کچیری چاداسی کاروکی، نودهغه دغسل حکم دغه دی، چی دانزال څخه پرته غسل نه ورباندی کیږی، خوباید داسړی دخپل بدعمل له وجه تعزیرکړل شی.
[/quote:f64be5c07e]
ښه په کوم دلیل ؟
د حیوان بولې مردارې بولې خو که څوک خپل ذکر ور دننه کړي نو غسل پرې نه سته ، دا ځای يې فرج بولې خو غسل نه سته؟
تا خپل عبارت صحيح بللی دئ ، ولي؟ د تعزیر خبره دي په کي زياته کړې ده ؟
ههههههه ! زما ستا له تعزیر سره کار نه سته بلکي زه دهمدې مسلې پوښتنه کوم ، تعزیر خو بېله مسله او غسل بېله ، نو اوس چي ما کوم عبارت نقل کړی نيوکه مي پر دې ځای ده چي غسل ولي نه سته ؟
تا ځان په خلاص کړی دئ چي حذیفه د تعزیر لفظ نه دئ را وړی نو عبارت يې ناسم دئ ، ما تاته نيوکه پر کوم ځای کړې ده او ته چېري په تاخته يې؟
ما تاته ويلي ول د رښتيا په ميدان کي هيڅ هم نه يې بلکي چلاک يې او ځان هلته او دلته په تاخته او را تاخته خلاص کړې او خلکو ته تا په ذهن کي ور کړې چي ګوره زه حق يم او مخالف لوری بې اصافي کوي خو ته بيخي انصاف پېژنې هم نه .
دا ستا عدل دئ زه څه وايم او ستا ځواب د څه شي دئ؟
[quote:f64be5c07e="noorulhaqmazharee"]
دحذیفه اشتباهات
1. عبارت یی ناقص لیکلی، ځکه د"یعزر"ټکی چی پرماقبل عطف دی ، ده پری ایښی، دی پدی فکرچی ګوندی پدی باندی فقه حنفی خرابه کړم، خومادته پخوالایومثال ویلی وو، چی ستادانتقادونه مثال زمونږپرفقه شریفی داسی دی لکه په هواکی تیریدونکی چورلکی ته چی دسپی دځمکی پرسرغاپی.
2. غلط برداشت یی ځنی کړی دی، ځکه ده داسی انګیرلی ، چی ګویاپه فقه حنفی که وایی چی تاسودحیواناتوسره جنسی ارتباطات وساتی.(العیاذبالله) لعنت پرداسی فاسدی مفکوری،
3. وروسته نورخرافات او غرتی هم ویشتلی دی، چی خپل دنیکونوڅخه یی پکښی یادونه کړیده.
[/quote:f64be5c07e]
ما عبارت همدومره نقل کړی وو چي زما د نيوکي ور سره کار وو د تعزیر ټکی دي زه څه کوم ؟ ما ته د مخکي مسلې سرچينه وښيه بیا به وروسته د تعزیر خبره کوو.
دا وروسته مثال دي پر خپله هوښياري او ښو اخلاقو دلالت کوي ، له سپي او ګوز پرته بل مثال مو نه زده دئ او نه چا در څخه واورېد.
برداشت سم دئ او زه خپله ژباړه بیا نقل کوم څو د مظهري بربنډ دروغ ټولو ته د لمر په شان ښکاره سي:
((ژباړه: د څاروي فرج د هغه د خولې په شان دئ که وطئ (جماع) ور سره وسي نو له انزال پرته غسل نه واجبوي.))
اوس دي لوستونکي پرې کړه وکړي چي ما احتمالي ژباړه کړې ده او که امریه؟
مظهري ! دومره ښکاره دروغ هم مه وایه ځکه د دروغو میدان لنډ وي ، تا فکر نه کاوی چي زه بېرته ستا پر ځوابونو را ګرزم او بیا دي دروغ خلکو ته په ګوته کوم؟
اوس زما دا مفکوره ده که ستا؟
ستا کتاب همدا جواز له کوم دلیل پرته ور کړی دئ ، زه خو پنا تر ې غواړم ، نو په دې کي زما ولي غلطه مفکوره سوه؟
مسله ته ور کوې ، کتاب ستا دئ ، سرچينه يې ته نه لرې ، عمل ته په کوې ، دفاع ته ترې کوې او غلطه او فاسده مفکوره زما ده ؟
واه !دا څومره ښه منطق دئ ؟ ایا دا ستاسو مذهبيانو انصاف دئ؟
ستا ملګري هم په دې ځای کي ږغ نه در ته کوي چي وه سړیه دا خو د حذیفه کتاب نه دئ ستا د مذهب معتبر کتاب دئ نو د هغه يې ور سره څه؟
یاره ! ستا بې انصافۍ ته هم سلام!.


حذيفه
14.08.2012

په تیر پسی
[quote:6063b54ee0="noorulhaqmazharee"]

ځواب
پدی مسئله کی هم ښاغلی حذیفه مسئله داحتماله څخه وصورت ته دامرراایستلی ده اوبیایه دارسی غلط اخذځنی کړی چی ګویاپه حنفی فقه کی راځی چی تاسودخپلوځانوسره جماع وکړی. خولیکن داده دده تعصب اوناپوهی ده، داسی مسائل عموما احتمالی مسائل وی، یعنی کچیری داسی پیښ سی نوحکم یی دغه دی، چی پردی سړی غسل نه واجبیږی مګرهغه وقت چی دی انزال شی. نومونږدحذیفه څخه سوال کوو، چی که بالفرض یوچاداسی وکړه، چی زمونږمسئله هم دغسی ده، نوته چی زمونږپه فقه باندی ، نه پوهیږی،اونه هم ورباند باورلری ، نوته ورته څنګه ځواب واییی؟
[/quote:6063b54ee0]

یاره ! زړه مي پر تا سوځېږي ، ستا خو تر اوسه د پوښتو املا یا لیکنه هم نه ده زده ، دې غريب هم د علميت دعوه کوله ، له تا دومره لویه دعوه څه غواړي؟ تاسو وګورئ اووم يې څه ډول ليکلی دئ؟
اوهمه توری ما تر ننه په خپله پښتو کي نه وو ليدلی ، مظهري شاباش ! دا انتيکه لفظ دي هم په موږ غریبانو وليد؟.
کور دي رام کښېنه ته له دې مناظرو او ليکنو څه غواړې ؟ یا کوم معلم ځان ته پيدا کړه چي يوڅه خو دا املا در ته وښه يې ، که در ته معلوم نه وي نو زه يې درته په ګوته کوم پیسې هم ليږ غواړي خو له تل پاتې شرمندګۍ به خلاص سې!.
په دې ځواب کي ښاغلي مظهري يوځل بیا خپل مخکيني دروغ تکرار کړل مسله مي همغسي پر شرط او جزا ايله کړې ده يوځل زما ژباړه وګورئ !:
((ژباړه: او که يې له خپل ځان سره وطئ وکړه نو د نه انزال په صورت کي غسل نه واجبوي.))
اوس وګورئ مسله احتمالي ده او که امریه؟
دا دي د مظهري پرلپسې تکرارېدونکي دروغ!.
زما څخه دي سوال کړی دئ نو زما ځواب دا دئ:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، قَالَ: إِذَا جَلَسَ بَيْنَ شُعَبِهَا الأَرْبَعِ ثُمَّ جَهَدَهَا فَقَدْ وَجَبَ الْغُسْل
أخرجه البخاري في: 5 كتاب الغسل: 28 باب إذا التقى الختانان
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِذَا جَلَسَ بَيْنَ شُعَبِهَا الأَرْبَعِ وَمَسَّ الْخِتَانُ الْخِتَانَ فَقَدْ وَجَبَ الْغُسْلُ ».(مسلم ح: ۸۱۲)
په پورته حدیثونو کي وينې چي کله یوفرج بل ته دننه سي نو غسل لازمي دئ نو ته بیا له کوم ولوري ورته ناست يې چي غسل پرې نه سته .
ایا خپل فرج ترې استثنا سوی دئ؟
په کوم حدیث کي دا استثنا راغلې ده؟
اصلي ديني مسئله دغه ده چي ما د حدیث په حواله ذکر کړه اوس ته را وړاندي سه او د خپلې مسلې سرچینه معلومه کړه!.ډېر مهرباني!
[quote:6063b54ee0="noorulhaqmazharee"]

دحذیفه اشتباهات
1. مسئله یی دوجود احتمالی څخه ووجود امری ته را ایستلی ده.
2. غلط برداشت یی ځنی کړیدی لکه چی مومخکی ولیکل.
3. وروسته یی دخپل عادت پربنیادپه ډیری بی ادبی اوپه بی حیایی سره ځنی کفریات لیکلی دی ، چی اسلام خولاپسی پریږده چی انسانی فطرت سره هیڅ اړخ نلګوی.
[/quote:6063b54ee0]
مسله همغه احتمال دئ او ته چي کومه خبره کوې پوره دروغ دي ويلي دي او دا ستا يو داسي عادت دئ چي اوس يې نه سې ايله کولای.
برداشت هم سيي دئ ځکه امر مي نه دئ په کړی بلکي همداسي مي احمتال ته په اشارې مخکي پوښتنې کړې دي لکن ته ډېر په مهارت ځان ترې تېر کړې.
وروسته مي هغه څه ليکلي دي چي ته يې نه سې ځوابولای ، ښه زه بې ادبه يم خو ستا ادب دا دئ چي خپل فرج په خپله کونه دننه کوې نو ستا ادب دې ته وايي؟
زه کافر يم نو دلیل يې څه دئ؟
ستا دا بې ادبه مسله مي روښانه کړه ؟
زما خبرې د انساني فطرت وړ نه دي نو دا ستا مسئله د څه شي وړ ده ؟
[quote:6063b54ee0="noorulhaqmazharee"]
اړخ نلګوی.
[/quote:6063b54ee0]

دا کليمه ستا پر پوره کمال ، ښه ليکنه ، ليکوالي ، ژورنالستي ، له خپلې ژبې سره پوره مينه ، د خپلې ژبې په اړه پر غوره معلوماتو دلالت کوي.
نلګوي ، توری مي هم دا لومړۍ ورځ ده چي ومي ليد ، شاباش ! ته ډېر غوره ليکوال يې؟
اښه نو ته چي دومره غوره ليکوال يې نو ولي یوې مجلې ته مضمون نه لېږې او یا هم له رسنيو سره کار نه پيلوې؟
دا خو دي ؤېر قيمتې وخت ضايع کېږي او ته هسي ناست يې؟
یاره !داسي مه کوه ، یوڅه وکړه!ههههههههههه
[quote:6063b54ee0="noorulhaqmazharee"]
ځواب
صحیح عبارت
و لا عند إدخال أصبع ونحوه كذكر غير آدمي وذكر خنثى وميت وصبي لا يشتهي وما يصنع من نحو خشب في الدبر أو القبل على المختار و لا عند وطئ بهيمة أو ميتة أو صغيرة غير مشتهاة بأن تصير مفضاة بالوطئ وإن غابت الحشفة ولا ينتقض الوضوء، فلا يلزم إلا غسل الذكر.قهستاني عن النظم. درالمختار.
صحیح ژباړه
اوداغی غسل نه واجبیږی، په وقت دداخلولودګوتی، اویاپه مثال دګوتی، لکه ذکردغیرانسان، اویاذکردنرګډی، یادمړی اوګوچنی هغه چی شهوت نه ورته راځی، اویاهغه شی چه دمثاله څخه دلرګی جوړیږی، چی داخل یی کړی، دشا اودمخ په عورت کی، پرمختارقول، اوداغسی په وقت کی دوطی کولودحیوانی سره، اویادمړی ښځی سره اویادکوچنی غیرمشتهاة انجلی سره داسی چی کچیری وطی ورسره وسی نوپه وطی باندی یه مخرج دفرج اودبری سره کډیږی، که څه هم سردذکریی پکښی پټ سی، اواودس یی نه ماتیږی، نوپرده نه لازمیږی مګرپریول دذکر.قهستانی دنظم څخه.
[/quote:6063b54ee0]
پورته عبارت مي له کتابه کمپوز کړی دئ چي ښايي نيمګړتيا وې ولري ځکه ليکنه مي دويم ځل نه ده کتلې.
او دا ستا د درالمختار توري ته هم زه هک پک يم چي دا به نو کوم ترکيب وي؟
ایا په نحو کي تر اوسه داسي ترکيب هم سته؟
نو یاره ! دا ما نه دی ليدلی ښايي دا به زه نه پېژنم ته خو دې ته ورته څو نور مثالونه هم را وړه!.ههههه
[quote:6063b54ee0="noorulhaqmazharee"]
صحیح برداشت:
یعنی که چابالفرض دپورتنی کارونوڅخه یوکاروکی، سره ده مراعات کولودبیان سوو شرائطونوپرهغه سړی غسل نه واجبیږی، فقط خپل ذکردی پری وی. اوعلت ددی یه په خپله په همدغه کتاب کی څوکلمات وروسته راوړید. لقصور الشهوة. یعنی په خاطردکموالی دشهوت پدغه شیانوکی، ځکه داسی کارونوته طبعادانسان شوق نه کیږی نوچی بالفرض څوک داسی کاروکړی، نوکچیری انزال نشوغسل ورباندی نشته
[/quote:6063b54ee0]

هلکه مظهري ! نو دا سړی مست دئ ، ليونی دئ ، دماغ يې کار نه کوي ، بل ورته مجبور کړی دئ؟
څه پېښه ده چي یا ګوتې په ځان منډي یا هم د بل غڼ په خپله دبره دننه کوي یا مړه ښځه نه ايله کوي یا هم کوچنۍ نجلۍ ته دب دئ؟
اخیر دا ولي کوي؟
که شهوت نه وي نو دا مردار ځایونه سړی کوي څه؟
او بیا دا مسله له کوم ځای څخه استنباط سوې ده ؟
هغه ایت یا حدیث کوم دئ چي تاسو مجتهدين حضرات دا انتيکه مسلې ترې راباسئ؟
حدیث خو دا خبره کوي:
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِذَا جَلَسَ بَيْنَ شُعَبِهَا الأَرْبَعِ وَمَسَّ الْخِتَانُ الْخِتَانَ فَقَدْ وَجَبَ الْغُسْلُ ».(مسلم ح: ۸۱۲)
ښه اوس په دې حدیث کي د لقصور شهوة استثنا کومه ده؟
عام حکم دئ او ته يې خاصوې او دلیل هم نه لرې، بس ستا له لوري همدا ځواب سو چي لقصور الشهوة په کي راغلی نو ځکه يې اودس هم نه ماتېږي؟
له قران یاحدیث څخه دي دلیل څه دئ؟
تاسو خو ادعا کوئ چي ټوله فقه د قران یا حدیث تشريح ده نوکومه ده؟
حدیث يوڅه وايي او ستا فقه بل څه او بیا سره تشريح هم ده ؟
یاره ! نادرې کوې؟ تشريح هم دې ته وايي؟
ښه اوس زه بې ادبه يم که ته ؟ زما بد اخلاق دي که ستا؟
په دې مسله کي يې بیخي سهولت درته جوړ کړی دئ غسل نه بلکي اودس هم نه ماتېږي ، استغفرالله!.
[quote:6063b54ee0="noorulhaqmazharee"]
دحذیفه اشتباهات
1. عبارت یی ناقص نقل کړیدی، ځکه دعبارت په مابین کی یه د" بأن تصير مفضاة بالوطئ " عبارت پری ایښی دی، اوزه پردی باورلرم ، چی ددغه عبارت په معنی نه پوهیدی نوځکه یی ندی رانقل کړی، اودهغه پرځای یوڅودانی نقطی لیکلی دی.
2. عبارت یی غلط ژباړلی، ځکه دعبارت په اوله سرکی چی کوم د " لا " حرف نفی کلمه راځی، هغه دده په ژباړی کی دپامه غورځول کړه شویده. اوبل یی کوم عبارت چی ځنی قیچ کړیدی، نودهغه معنی ییی هم نده لیکلی، ځکه دی بیچارګی یی په معنی نه پوهیدی.
3. دعبارت څخه یی غلط برداشت کړی، ځکه ده داسی انګیرلیدی چی په حنفی فقه کی راځی چی تاسوداسی کاروکی، سره ددی چی هغه په اصل کی یوه احتمالی مسئله ده لکه مخکی چی مونږوویل.
4. بیاهم دپخواپشان ځنی نارواخبری کړی، چی خپل مسلمانی اوپوهه یی پکښی تصویرکړیده.
[/quote:6063b54ee0]

عبارت به ماپوره نقل کړی وای یا به د کمپوز تېروتنه وي خو ته د عادت سره سم خپل دروغ مه ايله کوه ، ته د خپل عادت موافق همدا ګومان کوه ، یو کس چي ستا د فقهې په لوڅو او پټو خبر وي هغه دي بیا په عربي نه پوهېږي او ستا د فقهې توري نه سم ژباړلای ؟
حدیث کي وايي:
إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ.(بخاري ح :۴۸۴۹)
رسول الله وايې ګومان مه کوئ او ته يې بیا هم کوې نو ته هم ستر دروغجن يې ، او ته به ځکه دا کار کوې چي ګومان خو ستا په اصولو کي هم سته ما او ملګري دي مخکي خبره پرې کړې ده چي تر اوسه يې هيڅ ځواب هم نه دئ را وړی او همداسي په تېښته دئ او ان شاء الله ستا او دده په شان خلک به تل د حق په وړاندي داسي له میدانه تېښته کوي.
زما سره ۲۵ ډکشنرۍ سته که دا عربي عبارت هرې يوې ژبې ته ور کړم نو سمدستي يې په بله راته ژباړې نو بیا مي ولي نه ده زده؟
دا تش توپونه دي او کومه نښه نه سې په وېشتلای!.
غریبګیه ! ما تاته وويل چي له تا مناظرې څه غواړي ارام کور کښېنه ! ته زماپه ادبي ژباړه څه پوهېږي ما د دې توري مفهوم ادا کړی دئ خو ته نه په پوهېږې.
بیا ور سره ژباړه له سره وګوره نور شاید په پوه به سې؟.
احتمال دئ او احتمال ؟ دا دومره احتمالاتو دي موږ وګټلو یاره ! ګرده سره احتمال او فرضیات سوه، نو هغه واقعیت مو چېر ته دئ چي تاسو ټول وختونه پر دې فرضیاتو تېر کړل؟.
زما ژباړه بیا را اخلم څو ستا دروغجنه څېره خلکو ته بربنډه سي:
((ژباړه: په دبر یا قبل کي که له انسان پرته د کوم بل شي ذکر یا د نرښځې ذکر ، یا هم د مړي او یا هم د کوچني ذکر یا له لرګي جوړ سوی ذکر داخل کړي او یا هم د کوم حیوان یا مړې ښځې یا نابالغه نجلۍ سره وطئ وسي خو انزال ونه سي نو غسل نه سته بلکي یوازي ذکر دي ومينځي.))
اوس دي مظهري هم فکر وکړي چي مسله احتمالي ده اوکه يې امر کړی دئ؟
او ستا د «لا» ژباړه اوس وينې چي د ژباړې په پای کي ادا سوې ده ؟
دا دي د مذهبي دروغ ، انصاف ، عدل ، ښه اخلاق ، ديانت ، له خلکو سره مينه ، د مناظرې اصول او ...؟
له دې نورو الفاظو ته زیات په تکليف يې ، یاره ! په دې ټولو خبرو کي خو مي يوه را ځواب کړه چي دا مسله د قران د کوم ایت یا د رسول الله د کوم حدیث تشريح ده ؟
بس دا نوري يې ټولي چټیات خو دا يوه خبره والله که عبث وي ته هم ليږ فکر ورته وکړه ! ستا ملګري دي هم ليږ ورته تم سي چي دا له نو له کومه سوې وه؟.


حذيفه
14.08.2012

په تېر پسی
[quote:449175a58e="noorulhaqmazharee"]

ځواب
صحیح عبارت
( وَلَوْ جَامَعَ مَيْتَةً أَوْ بَهِيمَةً فَلَا كَفَّارَةَ أَنْزَلَ أَوْ لَمْ يُنْزِلْ ) خِلَافًا لِلشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ ؛ لِأَنَّ الْجِنَايَةَ تَكَامُلُهَا بِقَضَاءِ الشَّهْوَةِ فِي مَحَلٍّ مُشْتَهًى وَلَمْ يُوجَدْ.العنایه شرح الهدایة
صحیح ژباړه
کچیری یه جماع وکړه دمړی ښځی سره اویادچهارپایی سره نوکفاره نشته ورباندی، که انزال شی اوکه نشی، خوداخبره مخالفه دامام شافعی رحمه الله لره، ځکه (کفاره نه پری لازمیږی) چی دجنایت تکامل (کوم چی وجوب کی دکفاری ضروری دی) په پوره کولوسره دشهوت راځی پداسی ځای کی چی هغه اشتهاء(دانسان) کیږی، خولیکن داسی ځای هم ندی موجودشوی.
صحیح برداشت
[/quote:449175a58e]

ګرانه ! په دې ځای کي زما له هغه عبارت سره کار دئ چي په قوسونو کي نيول سوی دئ ، هغه مي ژباړلی دئ ، د هغه په اړه پوښتنه کوم او پر همدې عبارت نيوکه لرم ، دا نور عبارت ځکه نه اخلم چي اړتیا يې نه وينم ځکه هغه ستا په شان عقلي دلیل وايې او نقل ور سره نه سته ، نو زه نقل غواړم او له عقله دي ليرې ګرزم ځکه ديني مسلې زما او ستا په عقل نه ثابتېږي .
دا مسله چي داسي ده نو نقلي دلیل يې را وړه ، په قران کي سته که په حدیث کي؟
لطفا را وړاندي سه!
[quote:449175a58e="noorulhaqmazharee"]

صحیح برداشت
یعنی کچیری بالفرض چاداسی وکړل چی په روژی که یه دمړی ښځی اویاحیوانی سره جماع وکړه اوس نوکه یه منی توی شی اوکه توی نشی، کفاره نشته ورباندی ځکه دکفاری دلزوم لپاره وجود دکامله جنایت شرط دی چه هغه په محل مشتهی کی جماع کول دی اویاهم نس اوماغزوته دصحیح منفذدلاردیوشی ورتلل دی.
[/quote:449175a58e]

ښه نو دا ستا صحيح برداش دي په کوم ایت یا حدیث ثابت کړ ؟
ته چي له عقله خبرې کوې نو ولي نقل ته نه ځې؟
ځکه ستا فقه خو ټوله د قران یا حدیث تشريح ده نو هغه ایت یا حدیث چېرته دئ چي دا پورته مسله يې تشريح ده ؟
ستا عقلي خبرې کوم وزن نه لري ور سه له مشره دي پوښتنه وکړه چي د دې مسلو حل له کومه ځایه اخیستل سوی دئ؟ یوځل ليږ مراقبه سه نو تاسو له خپلو اسلافو سره سمدستي اړيکه ټينګولای سئ!.
ههههههههه
مړه ښځه خو همغه ځای لري چي په ژوند کي يې وو نو ولي دا د شهوت محل نه دئ؟
که نه وي نو دلیل يې را وړه!
له ښځې سره د جماع په اړه بخاري اوږد حدیث نقل کړی دئ چي يوه مسکين صحابي دا کار کړی وو نو رسول الله د کفارې امر ورته وکړ خو تاسو يې خلاصوئ ، ولي؟ په کوم دلیل ؟ مړه ښځه ولي د شهوة ځای نه ده ؟ ځای يې ترې پرې سوی دئ او که بله وجه ده؟
را وړه دلیل!
[quote:449175a58e="noorulhaqmazharee"]

دحذیفه اشتباهات
1. عبارت یی ناقص رانقل کړیدی ، ځکه ټکی د" ولم یوجد " یی چی پسوند منفی دټولی مسئلی دی ندی ورسره لیکلی. ددی دپاره چی ګوندی دخلګوسرپه مسئله باندی خلاص نشی.
2. معنی یی غلطه اونیمګړی کړیده، ځکه دده په ژباړه کی د" لو " دکلمی لحاظ ندی شوی، چی پدی صورت کی یه دشرطی اواحتمالی مسئلی څخه خبری اویقینی مسئله جوړه کړیده، اوبل یی دنیم عبارت ژباړه نده لیکلی.
3. غلط برداشت یی ځنی کړی ، ځکه ده داسی ځنی انګیرلیدی چی په حنفی فقه کی داسی راغلیدی چی تاسوپه روژه کی قصدا دغه کاروکړی،یعنی خبره یی داسی خلګوته ښكاره كړي، چی فقه حنفی انسان ته ددی کارامرکوی. ځکه چی په کولویی کفاره نه لازمیږی. سبحان الله
4. وروسته ته یی دخپل عادت اوخپلوپلارونوپه څیرځنی دبی شرمی اوبی حیایی خبری لیکلی دی، چی خپل دکورنی سره یی خپل شخصی ارتباطات پکی تصویرکړی.
[/quote:449175a58e]

د «لم یوجد» له لفظ سره زما کار نه سته زه پر هغه ځای نيوکه کوم چي په قوس کي نيول سوی دئ ، د هغه لپاره دلیل لرې؟ که وي را يې وړه! د «لو» توري معنی مي هم کړې ده خو عینا ستا په الفاظو نه ، بلکي مسله مي همداسي فرضي کړې ده چي دا کار وسي نو انزال یا نه انزال اعتبار نه لري او په يوه حالت کي هم کفاره نه سته .
اوس خو ما هم امر نه دئ کړی چي دا کار وکړئ ، بلکي خبره همداسي ده لکه چي ته وايې یعني احتمال دئ خو زه وايم دلیل يې څه دئ؟
عبارت ځکه نيم ژباړم چي نيوکه پر همدې ځای لرم نور نو زه څه کوم؟ ور سه او دلیل يې ته را وړه!
برداشت هم صحيح دئ ځکه امر زه هم نه کوم خو ته چي ډېر لوی دروغجن يې نو هر ځل دا خبره کوې.
ښه دا ځل دي خبره تر پلرونو ور سوله ؟ نو لوستونکي ويني چي زما پلرونه بې ادبه ول که ستا؟
له خپل ځان سره ته کار کوې ، له مړي سره يې ته کوې، له کوچنۍ نجلۍ سره يې ته کوې، له مړې ښځې سره يې ته کوې ، له څاروي سره ته جماع کوې ، په روژه کي يې ته کوې ، اودس ته نه ځيني کوې ، غسل ته نه واجبوې ، روژه ستا نه په ماتېږي ، کفاره ته لازمه نه بولې او دا ټول شیان تاته ستا له پلاره در پاتې دي خو له دې ټولو سره بې ادبه زه يم ، دا ولي؟ انصاف دې ته وايي؟ په دنيا کي يو ناوړه کار دئ ته يې کوې خو له دې هرڅه سره بد زه يم؟هههههههههههههههههههههههههههه
دا ستا مسئلې هم ستا اخلاق ، خوی ، عادت ، خصلت ، پخوانی حالت ، تمدن ، ښه تهذیب او... په ډېر ښه ډول انځور وي.
[quote:449175a58e="noorulhaqmazharee"]

ځواب
صحیح عبارت
واذا ولج الرجل رجلا فعلیهما القضاء والغسل انزل او لم ینزل ولا کفارة فیه لانه بمنزلة الجماع فی مادون الفرج.
صحیح معنی
کچیری سړی په سړی باندی دخول وکی(یعنی خپل ذکریی دهغه په دبره کی داخل کی) نوپردواړوباندی قضاء اوکفاره شته، کدوی انزال شوی وی اوکه نوی، خوکفاره نشته ورباندی ځکه دامثال دجماع لری په غیردفرج.(یعنی دلته علت دکفاری نشته چی هغه کامله جنایت دی)
صحیح برداشت
مقصدددی عبارت دادی، کچیری بالفرض دوه نفره دغه ناروا عمل په روژه کی سره وکړی، نوقضاء دروژی اوغسل کول ورباندی لازم دی، خوکفاره ورباندی نشته.
[/quote:449175a58e]

اوس په دې ځای کي وينئ چي مظهري ژباړه غلطه کړې ده؟ عربي متن وايي چي پر دې دواړو کسانو قضا او غسل سته خو مظهري وايي قضا او کفاره سته ليږ وروسته بیا وايي کفاره ځکه نه سته چي دا کامل جنايت نه دئ .
اوس که مظهري وايي چي دا یوه تېروتنه ده نو زما په عبارت کي چي یو لفظ پاتې وي نو هغه ولي تېروتنه نه بولي ، هلته زماپر عبارت سمدستي نقد وکړي او خپل ته يې نه دي ور پام.
کفاره ولي نه سته؟ دا دوه نفره ولي دا حرام کار سره کوي چي شهوت نه وي؟ که دا ځای د شهوت نه وي نو بیا يې کوي ولي؟ ته په کوم دلیل وايې چي دا دشهوت ځای نه دئ نو کفاره هم نه سته؟
له قران یا حدیث څخه دلیل را وړه!بیا به نو دا ستا برداشت صحيح وبولو.
د جماع په اړه خو حکم عام دئ ما يې مخکي په اړه حدیث نقل کړی دئ نو له هغه څخه د دې حکم د اختصاص لپاره بل دلیل ته اړتیا ده نو هغه به ته را وړې که نه نو بیا فقه د قران یا حدیث تشريح مه بوله!.
[quote:449175a58e="noorulhaqmazharee"]

دحذیفه اشتباهات
1. عبارت یی غلط رانقل کړیدی ځکه د" علیهما " پرځای یی " علیها " لیکلی دی، بیچاره ناخبره ددی څخه چی دغه ضمیردعلیهانوبیاچشی ته راجع کیږی؟
2. معنی یی غلطه کړیده ځکه دده دژباړی څخه داسی معلومیږی چی یواځی پرفاعل قضاء اوغسل سته نه پردواړو، سره ددی چی مسئله داسی نده، بلکه پردواړو غسل سته، خودوی بی علمه پدی څه پوهیږی، ده چی لفط د" علیها " لیکلی نوبیاهغه یی ورجل فاعل ته راجع کړی ناخبره ددی څخه چی مذکرته کله ضمیردمؤنث راجع کیږی؟.
3. غلط برداشت یی کړی، ځکه داهم دنورپورتنی مسائلوپه څیرمحتمل الوجوده قضیه ده، خوده بدبخته داسی ځنی انګیرلی چی ګویاپه حنفی فقه کی راغلی دی چی تاسی په روژه کی قصدا دغه کاروکی. العیاذبالله. اولئک هم شرالبریة
[/quote:449175a58e]

ښه زما پر تېروتنه دومره نيوکې کوې نو ستا د خپلې ته نه ګورې ؟ یوځل وايې کفاره سته بیا وايې نه سته دا ښکاره تصادم نه دئ؟ ته نو بیا په څه پوهېږي چي له غسله دي د کفارې معنی اخیستې ده ؟ ولي؟
معنی يې سمه ده او ما هيڅ یادونه نه ده کړې چي پر يوه غسل سته ، ته را سه او په خپلو وازو سترګو زما ژباړه بیا وګوره !:
((ژباړه :که په روژه کي کوم کس له بل سړي سره لواطت وکړ نو د روژې قضاء پرې سته هم به غسل کوي انزال او نه انزال يې معتبر نه دي خو کفاره نه لري .))
په دې ځای کي ته اوس ما ته په ګوته کړه چي ما په کوم ځای کي وويل چي پر يوه فاعل قضا او غسل سته ؟
دومره ستر دروغ؟ په دی ښکاره ډول؟ الله ته به څه وايې؟ په قران کي الهي وينا ده:
مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ(ق :۱۸)
هره خبره چي دي کړې ده نو فرشته يې ليکي او بیا به يې ځواب ور کوې.
تا خلکو ته به همدې دروغو تسليت ور کاوی؟ اوس به يې زه داسي ښکاره کړم لکه د څوارلسم سپوږمۍ چي ټوله دنیا يې ويني ، غم يې مه کوه ژر مي ستا دروغ هم ښکاره کړل بیا به شاید ته هم داسي نه کوې.
بدبخته خو ته يې چي دروغ هر ځل وايې ما د قصدا لفظ په کوم ځای کي را وړی دئ ؟ ته او ملګري دي زما ژباړه وينئ اوس يې په ګوته کړه چي دا له احتماله ما وجوب یا امر ته کوم دئ چي راوړی دئ؟
ستا په شان شقي انسان مي تر ننه ليدلی هم نه وو ، په سپینه رڼا ورځ دروغ وايې او ستا ملګري هم ږغ نه درته کوې ، لوستونکي دي ژباړه وګوري بیا دي ووايه چي کومه قضيه ده ؟

((فقه شريفه وايي :
وفي الذَّخِيرَةِ وَلَوْ مَسَّ فَرْجَ بَهِيمَةٍ فَأَنْزَلَ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ بِالِاتِّفَاقِ(البحر الرائق کتاب الصوم باب ما یفسد الصوم وما لا یفسد :۲/ ۲۹۳)
ژباړه: په ذخیره کي وايي : او که يې د حیوان فرج مسه کړ انزال سو نو په اتفاق يې روژه نه فاسدېږي ((.

[quote:449175a58e="noorulhaqmazharee"]

ځواب
دلته یی عبارت صحیح رانقل کړیدی اوژباړه یی هم صحیح کړی خومګربرداشت یی ځنی غلط کړی، ځکه داهم مسئله احتمالیه ده یعنی کچیری یوچابالفرض داسی وکړه چی دحیوان فرج یی مسه کی یعنی لاس یی وروړی نوروژه یی نه ماتیږی،(ځکه دی سړی نه کوم شی خوړلی اونه یی هم جماع کړی نوروژه یی په څشی ماتیږی؟) خومګرحذیفه ځنی داسی برداشت کړی، چی داحنافوپه فقه کی راځی چی یوځوک دی قصدا په روژه کی دحیوانی فرج مسه کړی، ای بی وقوفه اوای بی علمه، ددی عبارت دکوم ځای څخه دغه ستافاسداوغلط برداشت معلومیږی؟ خوزه درته وایم پدی کی ستانظرڅشی دی؟ چی روژه یی ماته ده اوکنه؟

دحذیفه اشتباهات
1. دلته یی یوه اشتباه کړی چی دعبارت څخه یی غلط اوناروا برداشت کړی، چی مخکی ولیکل شو.
[/quote:449175a58e]

نو بې علمه ! د مسله له کوم ځای څخه ده؟ ته له اصلي خبرې په تېښته کي ولي يې؟ تا خو په دومره زور ټټر وټپاوی چي زه يې ځوابوم را وړاندي سه او اوس داسي ترې تېښته کوې؟
خبره همدا ده چي فقه ځيني ناسم شيان لري او هغه بايد ومنل سي ، خو که يې نه منئ نو له قران یا حدیث څخه يې تاسو حل را وړئ ، لکن ته له دې اصلي ټکي تښتيې ، ولي؟ ځواب نه لرې نو همدا خبره وکړه چي دا يې زه هم نه منم خبره خلاصه ده ، که ته پښتني غیرت نيولی يې؟ خو زماپه اند دا پښتنې غیرت به دي څېره ټولو لوستونکو ته ښه بې نقابه کړي؟.
ما دلته عبارت تاته ايښی دئ او په د ې کي مي ته پوښتلی يې ته هر ځل له ما ولي پوښتنه کوې ؟
دا پوښتنه دي ما مخکي ځواب کړې ده ، هلته مي دلیل ور سره ویلی دئ که دي وس کېږي هلته رجوع وکړه !.
زه به دې بې حیا مسلې ته تر څوځواب وايم؟ته ترې منکر سه چي دا سمه نه ده .
ښه زه به سم برداشت وکړم لکه تا چي وکړ ته يې سرچینه معلوموې؟
زه به ومنم چي مسله دي سمه ده خو لاسوند يې لرې؟
نو چي علم يې نه لرې نو بیا ولي ور پسي روان يې ، د الله قول دي هېر سو ؟ ما څوځلې درته وليکی چي د کوم شي په اړه علم نه لرې په هغه پسي مه ځه نو ته ولي ور پسي روان يې؟
[quote:449175a58e="noorulhaqmazharee"]

ځواب
دلته ییی عبارت درست نقل کړی خومعنی یی ناقصه لیکلی، ځکه دی بیچاره ګی د" عالج " په معنی نه پوهیدی، نویی دعبارت ژباړه دمابین څخه نیولیده.
صحیح معنی
کچیری یه خپل کاروکی په لاس دخپلی ښځی، نوانزال شو، روژه یی ماته ده، اوکه یی وفرج ته دخپلی ښځی وکتل نوانزال شوروژه یی نه ماتیږی توڅوچی یه خپلی ښځی ته لاس نوی وروړی(ځکه دغه قسم انزال په معنی کی داحتلام دی کوم چی مفطردروژی ندی) اوکچیری یه طلب دمنی (تویولو) وکی په لاس سره(یعنی په اصطلاح موټ یی ووهی) روژه یی ماتیږی ، خوکه انزال شو، اوکچیری یه دحیوانی سره جماع وکړه نوانزال شوروژه یی ماته ده، خوکه انزال نشونوبیاروژه یی ماته نده، اوکه مسه کی فرج دحیوانی نوانزال شوروژه یی نه ماتیږی. داغسی په جوهرة النیرة کی راغلیدی.
صحیح برداشت
مقصدددی عبارته څخه دنورمخکنیوعبارتونوپشان دادی کچیری بالفرض یوچامخکنی ذکرشوی کارونه وکړه نوحکم یی هم هغسی دی کوم په عبارت کی صراحتاذکرشویدی.
[/quote:449175a58e]

ما هلته هم ليکلي دي چي له مخکي لست سره په ارتباط هغه عبارت ژباړم چي په نښه سوی وي خو مظهري د علم سمندر چي حافظه يې د چرګ غوندي کوچنۍ ده بیا نيوکه وکړي.
الجوهره النیره قران دئ او که د حدیثو کتاب دئ چي حواله يې ورکړې ده ؟ پورته ذکر سوې مسلې ستا د فقهې دي او ته يې دلیل را وړه که نه نو هسي يې ځانونه ستړي کړي دي او د منلو نه دي.
که يې هر ډول برداشت وکړې نو دا انتيکه مسلې دي او ته يې هم والله که دې خبر يې چي له کوم ځای څخه اخیستل سوې دي؟ هسي يې ایله کوه!.
[quote:449175a58e="noorulhaqmazharee"]

دحذیفه اشتباهات
1. دعبارت ژباړه یی نیمګړی کړی وه لکه چی تاسوولیدل.
2. دعبارت څخه یی غلط برداشت کړی، ځکه دامسئله هم دنورومسئلوپشان احتمالیه ده خودبدبخته په صورت کی دامر اوفرمان تصویرکړی، چی دی داسی انګيري چی ګوياپه فقه حنفی کی وایی: تاسوپه روژه کی مخکنی کارونه وکی.( العياذبالله) وګوری څونه بی علمه اوبی فهمه دی.
3. وروسته یی دپخواپه څیرځنی دلیونیانواومستانوخبری کړی، چی خپل دشخصیت ذاتی تعریف یی پکښی تصویرکړیدی.
[/quote:449175a58e]

ژباړه مي د په نښه سوي ځای کړې ده او دا مي دلته هدف وو.
برداشت سم دئ او هر څوک اوس هم زما ژباړه کتلای سي ، د مظهري دورغ ما دومره ډېر ځله درته په ګوته کړل چي اوس نو زه هم ترې ستړی سوم ځکه دا کس له دې عادت سره پنځولی سوی دئ نو زه به يې څو تر څو دروغجنه او بې حیا څېري بربنډوم؟.



ع کريم حليمي
14.08.2012

اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
مکرم او محترم حذیفه صاحب ، ستا د معلوماتو د کمۍ او بې تجربګۍ په سبب و ټول افغان ته یو درد سر يي ، د روژې آخیري لس ورځي دي لږ صبر وکه د صبر درخته په مراد پخېږي د اختر ورسته به ښه ښایسته او معقول بحث درسره وکړم ،دا نن به مشت نمونه خروار
جواب درکړم ستاسو د هر سوال جواب راسره سته ، او کتاب هم نه پور ګورم ،

[code:1:20da4d6236] په دبر یا قبل کي که له انسان پرته د کوم بل شي ذکر یا د نرښځې ذکر ، یا هم د مړي او یا هم د کوچني ذکر یا له لرګي جوړ سوی ذکر داخل کړي او یا هم د کوم حیوان یا مړې ښځې یا نابالغه نجلۍ سره وطئ وسي خو انزال ونه سي نو غسل نه سته بلکي یوازي ذکر دي ومينځي.))

اوس دي مظهري هم فکر وکړي چي مسله احتمالي ده اوکه يې امر کړی دئ؟[/code:1:20da4d6236]

ربالعزت فرمايي چه : ليتفقهوا في الدين ، مطلب دا دي چه پوهه د دین پیدا کړئ ، زه فکر کوم پوه به لرې ؟!خو بې تجربې يي !!

په ښه غوږ يې واوره او په خلاسو سترګو يې ولوله

که چاته ضرور او لازمه شي او په سوله ، که د شا په سوله او یا دمخ په سوله لرګي و منډي هیڅ خبره نه ده ، اوفقه اسلامي د مسخرو خبري نه دي ،دا اشاره و طبي آلې ته ده !!!، یعني اِمــــــــــــــــــاله

اِماله د کولمو د انسداد له پاره علاج دی او واجب ده ، په حواله د : ما أنزل الله داء إلا أنزل له شفاء ، یعني شفاء په امــــــــــــــاله کښي ده

که حنفي فقهي دغه نقطې ته اشاره نه وای کړي ، نو بیا زه حنبلي کېدلم
او قیاس مي بیا نه منلۍ ، نو د عقل نه چه قیاس لرې کړې ( عقل ناقص) :lol:

اوس نو ته راته وایه چه ستا په پکه کي پر اِمـــــــــــاله غسل لازمیږي ؟؟؟؟

د پوښتني په جواب کښي تومارونه او دفتررنه مه راته لیکه ، کوتا جواب ولیکه
که ستاسو په سوله کښي طبیب اماله (لرګئ قیاس کیږي پر اماله)
درکړي ، نو پر تاسو باندي د کوم حدیث شریف ، آیات کریمې په حکم غسل واجب کیږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

د نبي مذهب او سنة : کوتا او خلاصي خلاصي خبري !!! د الله کلام همدا رنګه کوتا کوتا کلام دی ، نو پر تا هم لازمه ده چه هر وخت قلیل اللفظ او کثیر المعنا لیکني وکړي ، اوږدو لیکنو ته 'قیل و قال' ویل کیږي او قیل و قال ته ښه ندي ویل شوي

درنښت


حذيفه
15.08.2012

په تېرپسی
[quote:58c39b63ee="noorulhaqmazharee"]

ځواب
دلته یی عبارت صحیح رانقل کړیدی، خوپدی خاطرچیده دغه عبارت د کامپیوټری پروګرام " المکتبة الشاملة" څخه را اخیستی اوپه هغی کی دکتاب صفحات دمطبوع کتاب سره موافق ندی.نوپه مطبوع کتاب کی یه څوک پدغه حواله نشی پیداکولای. چی متأسفانه ځماسره خپله دغه کتاب مطبوع نشته، بلکه په مکتبة الشاملة کی راسره سته، کنه نه اوس ستاسودآسانی لپاره می دهغه حواله درکوله.
صحیح ژباړه
دلته یه هم عبارت نشوژباړلایی نوی ورباندی سترګی پټی کړیدی، خومونږبه یی ستاسوداستفادی اخستلولپاره وژباړو. اوهغه داسی:یوقسم دهغوڅخه(چی روژه پرفاسدیږ): کچیری ده ومښوی خپل ذکرپه خپل لاس باندی ترڅوچی یه منی توی سوه، ابوبکراوقاسم(رح) ویلی دی:روژه یی نه فاسدیږی، خوزمونږعاموعلماؤ عمل په استحسان کړی، اوفتوی یه په فساد باندی ورکړیده، اوداغسی پردغه خلاف بناء هم دغه مسئله ده: کچیری ده حیوانی سره جماع وکړه نوانزال سی. خوکچیری انزال نشونوروژه یی نه فاسدیږی بلاخلافه.خوکچیری یه دحیوانی څخه مچ واخستی اویایه فرج دحیوانی مسه کی، نوانزال شو، روژه یی په اتفاق باندی نه ماتیږی. داخبره راغلی په صوم (نوم دکتاب دی) دشمس الائمه الحلوانی رحمه الله.اوکچیری یه ښځه مچ کړه خوانزال شو، نوروژه یی ماته سوه بیله کفاری.
[/quote:58c39b63ee]

عبارت مه نه سو ژباړلای؟ دا دي زوروره نیوکه کړې ده ؟ ګرانه !دا ټول پورته چي ما کوم عبارات نقل کړي وو دا مي د يوې مسلې چي د روژې فساد یا نه فساد په دې اړه را وړي ول ، اوس نو هر ځای خو يې زه ژباړه نه سم کولای ، لومړی ځای مي درته په نښه کړ بیا مي د هغه ځای ترجمه وکړه او دا وروسته عبارات پر مخکي مسئله تفريعاتې کوم او له تا څخه يې د قران و حدیث په رڼا کي حل غواړم ، ځکه يو کتاب يوه مسئله کوي بل بیا بله کوي او یا هم په يوه کتاب کي د يوه عالم يوه خبره وي او د بل بیا بله نو اوس کومه يوه له قران او حدیث سره اړخ لګوي؟
مهمه خبره همدا ده خو ته له دې پوښتنې ځان په دې خبرو تېر باسې چي عبارت نيم را وړل سوی دئ او عبارت يې نه سو ژباړلای او هغه ده بیا دغه ده ، په دې خبرو نه ما تېر ایستلای سې او نه لوستونکي که نر يې مسله دي له قران یا حدیث څخه ثابته کړه ، نور نو ته څه افلاتې وايې ، نیغ په نیغه مسلې ته را کښته سه شا وخوا مه ور سره ځغله ! ما تاته وويل چي ته چلاک يې او په دې خپله بیداري ځان خلاصوې لکن ايله کوم دي نه ، یا به د پښتنو له دوود سره سم دغه ټکوې او یا به سالم بحث ته را ګرزې!.
[quote:58c39b63ee="noorulhaqmazharee"]

صحیح برداشت
دامسئله هم دنوروپورتنیومسائلوپشان احتمالی ده

دحذیفه اشتباهات
1. عبارت یی ندی ترجمه کړی.
2. دعبارت څخه یی غلط برداشت کړی دی، ځکه په ترجمه یی نه پوهیدی، نوڅنګه به یی سم برداشت ځني كړي واي؟ پدی خاطردی چی ددی مسئلی څخه هم چی احتمالی مسئله ده ده ځنی داسی انګیرلی چی ګویاپه فقه حنفی کی وایی: چی تاسودغه پورتنی کارونه وکی.ای کم عقله چی په یوه کتاب نه پوهیږی څنګه پرهغه باندی تنقیدکوی؟؟؟ دغه ستااجتهاددی؟؟؟ خاوری دی پرسرسه باوله!.
3. بیایه هم دخپلوامامانوپشان غرتی وشتی
[/quote:58c39b63ee]

ښه برداشت صیب ! دا احتمالي مسله د قران یاحدیث له کوم ځای څخه استنباط سوېده؟
د عبارت له ترجمې سره مي کار نه وو ، لومړی مي خپل هدف درته روښانه کړی وو چي نيوکه مي پر دغه ځای ده نور نو زه څو مخه عبارات نه سم ژباړلای او نه دومره وخت لرم او مخکي دا هم اياتونه یا حدیثونه نقلول بیا دي ژباړه نه کوله خو ما کله هم دا فکر نه کاوی چي ګني ته ژباړله نه سې کولای ، ځکه دا اوس ډېر وسا کار دئ ، خو ته چي لا هم د خپل وروست فکر په نړۍ کي ناست يې دا کار ځکه سخت بولې چي ذرایع يې نه لرې او بیا باټې ولې چي ما نو داسي وکړل او هغه سي مي وکړل خو د ژباړې کول یا ايله کوله هيڅ توپير نه لري.
د عبارت برداشت صیب ! ما امر نه دئ په کړی احمقه ! څو ځلې به ستا د غه دروغ در ته رښتيا کوم؟
ته په دې دروغو له الله څنګه نه وېرېږې؟
ته خو يوځل عبارت وګوره ما امر کړی دئ او که مي ددې مسلې قران یا حدیثي حل غوښتی دئ؟
شرمېدلې حل يې نه لرې نو پر دې لور تاخته وکړې بیا بل لورته په ځغاسته سې ، يوه مسله دي هم والله که په نره توره ځواب کړې وي ځکه په ټولو کي همداسي کوې ، له قران یا حدیث څخه لاسوند نه ورته لرې بیا زما خبرې چټیات هم بولې ، اوس ته چټیات نه وایې؟ دا ستا د کتاب خبرې سمې دي چي ټول يې له ګيډي کړې دي او زما خبرې غرتې درته ښکاري.
دا ستا اخلاق دي ؟ غرتې د پښتو يو داسي لفظ دئ چي بې کاره ځای استعمالېږي خو ته يې په مناظره کي کاروې ، شاباش!
که ستا په مسلو نه پوهېدلای نو بیا مي له کتابونو په څه توګه انتخاب کاوی؟ احمقه!
خلک مي در خبر کړل ځکه اوس هغه او دغه کوې ، لا به نور هم در خبر کړم ، انتظار سه چي زه هم ستاسو په اړه خپله څېړنه پراخوم او بیا به ووينې چي ستا اصليت څه دئ؟
[quote:58c39b63ee="noorulhaqmazharee"]

ځواب
دلته یی عبارت پوره رانقل کړیدی، خوبیایی هم دپورتنی عبارت په څیرپه معنی نه پوهیدی، نوځکه یی پرژباړلوباندی سترګی پټی کړیدی. خومونږیی دلوستونکودسهولت لپاره ژباړو، خومخکی ترشروع په ژباړی باید ووایمه چی دغه عبارت ارتباط ترماقبل پوری لری چی حکم عدم فساد دروژی دی، اوس په ژباړه شروع کووهغه داسی:داقول (ددرالختار) چی فرمایی کڅه هم فاحش مچ وی) (فاحش مچ هغه ته وایی چی سړی اوښځه ځان لڅ کی اوبیادیوبل څخه په دغه حالت کی مچ واخلی) نوپه غیرفاحش کی سره دانزاله په طریقه اولی کفاره نه لازمیږی.
داقول ددرالمختار(پداسی رقم چی وی تخنوی) شایددده مراد به دی سره په غاښوباندی کښیکښول دشونډی وی اوپه مثال سره دشونډی، اویامرادورڅخه مچول دفرج وی، اوپه قاموس کی راغلی دی: دغدغه حرکت اوقبول دفعل دی په مثال کی دبغل اویادعورت دښځی اویاتله دپښی.اوداقول دده (چی لمس یی کی) یعنی لسمه یی کی انسان، ځکه مخکی تیرسوه، چی کچیری یه مسه کړی فرج دحیوانی اوبیاانزال شو، نوروژه یی نه فاسدیږی،اومونږمخکی وویل: چی پردی خبره باندی اتفاق دی، اوپه بحرکه دمعراجه څخه راځی:کچیری ښځی مسه کی خپل میړه، نومیړه یی انزال سو، روژه یی (دمیړه روژه) نه فاسدیږی، اوویل کړه سویدی: کچیری یه په تکلف باندی(ښځی) داکاروکی نوبیاروژه یی ماتیږی،رملی ویلی دی مناسبه ترجیح هم ددغه قول ده، ځکه دغه کار(تکلف) ډیررابلونکی دی، په سببیت کی دانزال.

کوم ځایونه چی حذیفه یی ژباړه نشوه کولای

پدی عبارت کی خویوداسی لغات وه چی حذیفه غوند ناپوهانوبه تراوسه اوریدلی هم نوی، اوبیاکه یی ده لغاتوچاره په فرهنگ باندی کړی وای، خوربط دعبارت ورته مشکل وو، نوځکه یی وژباړلوته هیڅ توجه نده کړی.
[/quote:58c39b63ee]

بیا دي هم د عادت سره سم له هوښيارۍ کار اخیستی او له اصلي خبرې بل لورته تللی يې.
ستا غوندې بې علمه انسان مي تر ننه هم نه دی ليدلی ، ته فکر کوې چي مناظره دا ده چي بس هوايي ډزې کوه نور که سم لګېدو او که نه؟
بس په توپ پسي دي ټوپ دئ او يوه هم سمه خبره نه سته ، ولی؟
مسله مي درته ايښې ده نور يې ته ژباړې او که نه له قران او حدیث څخه يې لاسوند چېر ته دئ؟
زه همدغه پوښتم خو ته ترې تېښته کوې ، تښتې به او تل به همداسي په تېښته يې ، چي د ځمکې سر وغواړې والله که يې حل را وړې نو ځکه په بې ګټې خبرو ځان خلاصوې!.
[quote:58c39b63ee="noorulhaqmazharee"]

صحيح برداشت
دامسئله هم دنورومسئلوپه څیریوه احتمالیة الوجوده مسئله ده، پدی معنی چه کچیری بالفرض داسی کارونه چی مخکی تیرسوه دچاڅخه وسی نوحکم همدغه دی کوم چی په پورتنی عبارت کی ذکرشو.

دحذیفه اشتباهات
1. عبارت یی نشوژباړلای، نویی سترګی پرپټی کړی.
2. دعبارت څخه یی دنور مسئلوپه څیرغلط برداشت کړی، چی داسی یی انګیرلیدی چی ګوندی، په حنفی فقه کی وداسی کارونوته تشویق اوامرسویدی، سره ددی چی دده دبرداشت موافق یوه نقطه هم په عبارت کی نشته، خومامخکی هم ویلی وه چی سلفیان غیرله یوڅومختلف فیه مسائلونورپه هیڅ شی باندی نه پوهیږی، چی دغه زمونږپه کتابونوکی لټون اودښاغلی حذیفه قیچی ګانی یه ښه نمونه ده.
3. بيايه ويلي دی:چی اوس خوبه می عبارت نوی قیچی کړی! عبارت خودی قیچی کړی ندی خولیکن دعبارت په مقصدنه یی پوه شوی.
[/quote:58c39b63ee]

د قران د کوم ایت یا کوم نبوي حدیث له مخې د پورته ذکر سوې مسلې حل هغه دئ چي ذکر سو؟
ژباړه يې ته پسې را کوه ! مننه! زه به همداسي ځم او ته په دې وروست فکر له خپله ګومانه تبصرې هم کوه سات به دي تېر وي.
دروغ او تل دروغ ! ما په کوم ځای کي ويلي چي فقه دې شيانو ته خلک هڅوي؟
ګرانه ! ليږ وشرمېږه ! دا دومره ښکاره دروغ ولي وايې؟ ره هيڅ وخت هم نه وايم چي فقه خلک دې ته هڅوي خو دا وايم چي دا مسله له کوم ځای څخه سرچينه اخلي؟
خو مظهري هر ځل همدا خبره کوي چي مسله احتمالي ده او حذیفه يې لازمي بولي، بې چاره! ښه خبره در ته پاتې ده ؟
که يې په مقصد نه وای پوه نو بیا مي دلته د څه لپاره را وړی دئ؟ جاهله ! په دې خبرو پسي دي اوس والله خلک وخاندې ، عینا د ماشومانو په شان نيوکې کوې ، دا اوس به نو ته په ځان خورا غره هم يې چي له فقهې مي دفاع وکړه !هههههههههههه ، دې ته وايي دفاع ؟ دا د مسلو حل دئ؟ تاسو تل همداسي سبقان وایاست؟ شاګرد همداسي تربیه کوئ؟
اهيې ! فقه ستا له دې دفاع بېزاره ده ، په ټولو مسائلو کي دي د قران یو ايت نه را ووړ د رسول الله يوه حدیث ته دي حواله ور نه کړه بیا به هم غره يې؟
شاباش ! ته هم منصف يې او ملګري دي هم ؟
[quote:58c39b63ee="noorulhaqmazharee"]

ځواب
عبارت خويي دلته صحیح نقل نقل کړی دی، خولیکن معنی یه ځنی غلطه کړی، ځکه صحیح معنی دعبارت کومه چی مونږیی لیکوهمدغه ده.
صحیح معنی
داقول ددرالمختار(چی وایی: چی لمس وی مانع سره چی رسیدل دحرارت نه منع کوی) یعنی کڅه په دغسی مانع سره وی(یعنی دلته "لو" ورسره مقدردی) خوکچیری دغه حائل مانع وو درسیدلوڅخه ده حرارت ، نوبیاحرمت نه ثابتیږی، داغه رقم په اکثره کتابوکی ذکرشویدی، اوداغه رقم حرمت نه ثابتیږی کچیریه جماع وکړه دښځي سره پداسی حالکی چی پرخپل ذکریی یوټکرتړلی وو.
[/quote:58c39b63ee]

لیږ زما ژباړه هم وګورئ:
((ژباړه :نو که مانع موجود وي اکثره کتابونو په فیصله د خسرګنۍ حرمت نه ثابتېږي او که يې پر خپل بلاګي ټوټه واچوله ښځه يې وطئ کړه هم د مصاهرت حرمت نه لازمېږي .))
اوس وګورئ چي څوک يې مفهوم ادا کوي؟ ستا په ژباړه خو لوستونکي پوهېږي هم نه .
[quote:58c39b63ee="noorulhaqmazharee"]

دحذیفه دغلطی ژباړی تفصیل
مامخکی هم ویلی وه، چی حذیفه غوندی سلفیان زمونږپه کتابونونه پوهیږی، اوس دغه دی ورته وګوری، چی ده عبارت دکوم ځای څخه رانقل کړی؟ اوبیاڅرقم معنی ورته کړی؟
خلاصه داصل عبارت کوم چی ده رانقل کړی دادی: که یوه سړی یوی ښځی ته لاس وروړی په شهوت باندی، کڅه هم دغه لاس وروړل پداسی حال کی وی چی دسړی اودښځی ترمابین یوه پرده وی، داسی پرده، چی هغه مانع درسیدلوڅخه دحرارت دبدن دښځی وبدن ته دنرنکیږی نودلته حرمت دمصاهرت ثابتیږی، یعنی پردغه سړی ددغی ښځی اصول اوفروع ټوله حرام دی،اوکچیری یه بیاښځه مسه کړه پداسی حال کی چی دده اوده ښځی ترمابین داسی حائل وو چی مانع درسیدلوڅخه دحرارت دبدن دښځی وو بدن ته دنرنوبیاحرمت دمصاهرت نه ثابتیږی ، اوداغه رقم چی دیوښځی سره جماع وکړی پداسی حالت کی چی پرخپل ذکریی یوټکرتړلی وی نوهم حرمت دمصاهرت نه ثاتیږی.ددی لپاره چی سرموښه په خلاص سی وګوری عبارت د درالمختار: (و) أصل (ممسوسته بشهوة) ولو لشعر على الرأس بحائل لا يمنع الحرارة.(درالمختارجزء 3 صفحه 35 په المکتبة الشاملة کی.(
ژباړه: اوداغسی حرامیږی پرده باندی اصل دهغی ښځی چی ده په شهوت سره مسح کړی وی، کڅه یه هم ددی دسریوویښه مسحه کړی وی، په حائل سره چی حرارت نه منع کوی.
داعبارت دخپله درالمختاردی، خوده دلته داسی چټی چټی بی ځایه خبری کړی چی ددی عبارته سره هیڅ ربط نلری، ځکه دلته دخسرګني خبره نسته دي ده درواعجن دلته لیکلی ده.خوسلفیان پداسی فقهی تحقیق څه پوهیږی؟ هغوی بس ماړه غوايي دی.
[/quote:58c39b63ee]

ښه اوس دي کوم ځای غلط کړ؟
هههههههههههه ، نو چي د خسرګنۍ خبره نه سته بیا تا په ژباړه کي ولي وکړه ؟
هغه ستا متل در باندي پيټ سو چي ويل به دې دروغجن حافظه نه لري ، اوس دي خپله خبره وکړه بیا ترې انکاري سوې؟ ستا په ژباړه کي دي څوځلې د مصاهرت خبره وکړه؟ همدا زما هم هدف ده نو په قران یا حدیث کي يې سرچينه کومه ده؟
ستا په خپله د خپل کتاب نوم نه دئ زده ، در مختار یا هم الدر المختار خو ته يې تل غلط ليکې اوبیا باټې ولې چي زه نو داسي کوم او هغه سي مي کړي دي . ستا حقيقت ما اوس هم او مخکي هم ټولو لوستونکو ته پر میدان بربنډ کړ او اوس دي والله که يو هم په دې توپونو خطا وزي.
غویی ستا په شان خلک وي چي پر ځای ولاړ وي او تل بل موټی ورته اچوي.
تاسو یاست چي تل د نورو زکاتونو ، ختمونو ، سرسايو او ... ته مو خېټي اچولې وي او د غوایانو د موټي په شان يې خورئ.
تل همدې کارونو ته خې یاست او سرونه مو هر ډول احمق او جاهل ته ټيټ وي.
دومره جرات در کي نه سته چي ولاړ سئ او مزدوري وکړئ بس تیار خوراک ښه خوند در کوي نو ته غویی يې او که موږ؟
غویی خو ستا په څېر پر ځای ډکېږي او پر ځای تشېږي!.
ملاګۍ دي ماته سه دا ستا انصاف دئ د سلفيانو ټولو علماؤ ته دي په سپک نظر کتلي دي؟ ولي؟ چېري دي ستا منصفين چي مخکي يې نارې وهلې او اوس پر دې خبره يې ځانونه ناګومانه اچولي دي؟.
[quote:58c39b63ee="noorulhaqmazharee"]

صحیح برداشت
دامسئله هم دنورومسئلوپڅیراحتمالی مسئله ده، چی تفصیل یی هماغسی دی چی په نورمسئلوکی تیرسویدی.

دحذیفه اشتباهات
1. عبارت یی بیخی ډیرغلط ژباړلیدی.
2. دهغه نورمسائلوپه شان یی دلته هم ډیرغلط اوناروا برداشت کړیدی، اوداسی ښودلیدی چی ګوندی ستاسوپه کتابوکی خوراځی چی تاسودغه کاروکی. ویل لک یاحذیفه وأنی هذا من ذاک؟
3. بیایه نوری ناروا اومرداری خبری کړی،چی داوسنی سلفیت داخلاقونمونه اوسمبول یی پکښی تصویرکړی.
[/quote:58c39b63ee]

احتمال ، احتمال ، احتمال ، اوس خو دي په دې فرضي مسلو زموږ غوږونه را خراب کړل ، اخیر سمه ده چي فرضي ده خو یوه سرچینه يې سته ؟ را يې وړه!
په عبارت کي تېروتنې په ګوته کړه ! ستا ګډوډې خلک نه سي ويلا او ما چي کوم عبارت راوړی وو له دې پره بله ژباړه يې ستا سرغنه هم نه سي کولای.
د تل په شان دي بیا دروغ ويلي ما کله هم داسي نه دي ويلي چي فقه امر کوي چي دا کارونه وکړئ بلکي احتمال دئ نو ته اوس نر سه او له قران و حدیث څخه دي مسله ثابته کړه!نره ! نره ! نره!
ستا د اخلاقو نمونه مي هم ليږ مخکي خلکو ته رسوا کړه ، تا هم کمي نه ده کړې بلکي له کفره را نيولې تر ښکنځلو دي هر څه وکړل ، نو دا بیا ستا اخلاق وو ، ایا ستا اخلاق د ټولو مذهبيانو د اخلاقو په يوه نمونه تعبیرولای سو؟
په کښته اقتباس کي د مظهري د اخلاقو څو نمونې کتلای سئ:
[quote:58c39b63ee="noorulhaqmazharee"]
خاوری دی پرسرسه باوله!.
3. بیایه هم دخپلوامامانوپشان غرتی وشتی
4. وروسته ته یی دخپل عادت اوخپلوپلارونوپه څیرځنی دبی شرمی اوبی حیایی خبری لیکلی دی، چی خپل دکورنی سره یی خپل شخصی ارتباطات پکی تصویرکړی.
3. وروسته یی دخپل عادت پربنیادپه ډیری بی ادبی اوپه بی حیایی سره ځنی کفریات لیکلی دی ، چی اسلام خولاپسی پریږده چی انسانی فطرت سره هیڅ اړخ نلګوی
[/quote:58c39b63ee]
په دې پورته اقتباسونو کي مو وليدل چي مظهري هيڅ نه دي ایله کړي خو ملګري يې پر دې ځای سترګي پټوي ، د خلکو مشرانو ته يې سپکې سپوري ويلې دي ، د خلکو مور و پلار يې هم په ليکنه کي را وړي دي چي دا يو شخصي تضاد دئ او د بحث له اصولو سره سر نه خوري ، له دلیل پرته يې د کفر ټاپې لګولې دي چي دا يې د علميت سویه نوره هم خلکو ته ښه بربنډوي.


حذيفه
15.08.2012

په تیر پسی
[quote:8f5c243153="noorulhaqmazharee"]

ځواب
دلته هم عبارت صحیح اوپوره رانقل کړیدی.اوخوپه معنی کی یی تحریف کړیدی.
صحیح معنی
انجلی په خوب کی وویریدله نووتښتیدل وبسترته دپلار پداسی حال کی دا لوڅه وه، نوده پلارذکریی ورته منتشرسواودا داتوکالوانجلی وه، شیخ امام ابوبکرمحمدبن الفضل(رح) ویلی دی: چی زه پردی بیریږم چی ددغه انجلی موربه پرپلارددی حرامه شی.
صحیح برداشت
[/quote:8f5c243153]

زما ژباړه ليږ ادبي رنګ لري او ته الحمد لله په دې پوهېږي هم نه ځکه بیا بیا وايې چي ژباړه يې سمه نه ده کړې.
[quote:8f5c243153="noorulhaqmazharee"]

صحیح برداشت
مقصدددی مسئلی څخه دادی چی کچیری داسی پیښه وسوه لکه چی په مخکنی عبارت کښی ولیکل سوه، نودلته دانجلی مورپرسړی باندی حرامیږی،ځکه انتشاردآلی ددواعی څخه دجماع دی. یعنی دامسئله هم احتمالی وجود لری په دی معنی سره نده لکه چی حذیفه برداشت ځنی کړی.
[/quote:8f5c243153]

ښاغلی برداشت صیب ! دا احتمالي که موجوده سي نو بیا يې حکم همدغه دئ نو ولي؟
شامي مخکي ويلي ول چي که څوک بیخي دا کار ور سره وکړي خو پر ذکر يې ټوټه اچولې وي نو د مصاهر حرمت نه سته او اوس چي صرف انتشار راغی نو حرمت بیا رغی ، ولي؟
ښه ستا په مذهب کي د جماع دواعي حرمت راولي او عینا دا کار يې نه را ولي؟ دغه سمه ده؟
که یو څوک له ښځې سره جماع وکړي خو خپل ذکر په بوغۍ یا هم ډونبکي کي واچوي مني يې هم په هغه کي توی سي حرمت نه سته او که بل وخت يې صرف ذکر منتشر سو بیا حرمت سته ؟ ولي؟
دلیل يې څه دئ؟ استغفرالله!
[quote:8f5c243153="noorulhaqmazharee"]

دحذیفه اشتباهات
1. په معنی کی یی تحریف کړی ځکه د " نو د پلار يې وړه ورته تمام سول " جمله یی دځانه څخه په عبارت پوری تړلیده.
2. حواله یی غلطه ورکړیده، ځکه دامسئله په 166 صفحه کی نه، بلکه په 167 صفحی ده.
3. غلط برداشت یی ځنی کړی، ځکه ده ددی مسئلی څخه هم داسی انګیرلیدی ، چی ګوندی په حنفی فقه کی راځی چی تاسودغسی وکی،(العیاذبالله) یعنی دخپلونړو پرتوګان وکاږی اوبیاورسره دغسی معامله وکی کومه چی ده، خپل په سرناکی ږغولیده.
4. بیایه دخپل عادت مطابق پرتی وشتی اوپدی مسئلی یه پوسخندوهلی نومونږده ته وایوچی ته دغه مسئله مه منه کچیری ستالویووخت دغسی ستابسترته درغله اوستاهم ورسره مخکنی معامله وسوه، نوبیاته خودعوه داجتهادکوی دخپلی ښځی سره خپله معامله په خپل ګډ اجتهاد آواره که. خاوری پرسرسه ته هم دعوه داجتهادکوی.
[/quote:8f5c243153]

وړه ور ته تمام مي د پښتو يوه خندونکې کليمه ليکلې ده که نه معنی يې همغه ده چي تا کړې ده .دا کوم تحریف نه دئ ځکه لوستونکي پوهېږي موخه ترې څه ده.
ښه د حوالي اصلاح دي غوره کار کړی دئ ښايي زه به تېروتلی یم.
ما دا نه دي ويلي چي فقه وایی داسي وکړئ بلکي ما احتمالي ژباړلې ده لکن حل مي غوښتی دئ یعني له وحې يې سرچینه کومه ده ؟
یاره ! زه خو يې والله که تصور کولای سم چي ګني دا حالت به هم کله پېښېږي؟ الله مو دي ترې وساتي!
نه پوهېږم چي دا منظر به تر اوسه کله پېږ سوی هم وي او که به هسي تش خیالات وي؟.
[quote:8f5c243153="noorulhaqmazharee"]

ځواب
دلته یی دعبارت مدعی لیکی خودلیل یی پری ایښی، په همدی خاطردی چی برداشت یی ځنی غلط کړی، داځکه چی ددی خبری په دلیل دده سرنه خلاصیدی، ددی خبری دلیل پرمذهب دامام صاحب دادی: وَلِأَبِي حَنِيفَةَ أَنَّهُ لَيْسَ بِزِنًا لِأَنَّ اللَّهَ تَعَالَى لَمْ يُبِحْ الزِّنَا فِي شَرِيعَةِ أَحَدٍ مِنْ الْأَنْبِيَاءِ وَقَدْ أَبَاحَ نِكَاحَ ذَوَاتِ الْمَحَارِمِ فِي شَرِيعَةِ بَعْضِ الْأَنْبِيَاءِ وَإِنَّمَا عُزِّرَ لِأَنَّهُ أَتَى مُنْكَرًا. (الجوهرة النیرة).
ژباړه دامام ابوحنیفه(رح) دپاره دلیل دادی چه دغه خوزنانده(اوحدهم خدای پاک پرعمل دزنامقررکړی) ځکه خدای پاک دهیڅ پیغمبرپه شریعت کی زنانده جائزه ګرځولی، سره ددی چی خدای پاک نکاح دمحارموسره دبعضی پیغمبرانوپه شریعت کی جایزه ګرځولی وه(نوددی څخه معلومه سوه چی نکاح دمحارموکڅه هم حرام قطعی خوده ولی زنا نه ورته ویل کیږی) خوچی تعزیرورکول کیږی؟ پدی خاطرچیده ناروا اوحرام کارکړیدی. وګوری مسلمانانوداسلامی فقه داسی تحقیق دی، اوس پدی تحقیق سرسره کی سلفی څه پوهیږی، نوخودبه اعتراض کوی.
[/quote:8f5c243153]

سمه ده چي ما يې دلیل نه دئ ليکلی خو دا ځکه چي دلیل يې هم راته د منلو وړ نه وو ، وجې يې ډېري دي خو درې عمده يې درته ليکم :
اوله: یو خو تر امام صیب پوري سند نه سته او زه د امام صیب له شان سره دا مسله متصادمه ګڼم ځکه يې نه سم منلای ، امام صیب چي د خپل وخت يو ستر ديني عالم وو خدمتونه يې له چا پټ نه دي او د وخت ظالم و جابر دولت له دې امله په شهادت ورساوی چي قضا يې نه کوله او پر چارواکو يې نيوکې کولې نو د دې ستر انسان په شان کي زه څرنکه بې سنده خبره ومنم؟ الله خو امر کوي چي تحقیق وکړئ نو ایا د امام صیب په شان کي له تحقیق پرته دا ومنم؟ نه هيڅکله نه!
دويمه: او بل يې دلیل غلط دئ ځکه له مور سره په هيڅ شريعت کي هم نکاح نه روا سوې ده او نه به هم روا سي ، ته هغه دلیل ماته را وړه چي له مور سره نکاح سوې ده !
مور ته په ټولو شریعتونو کي همدا د درناوي ، قدر ، احترام او شرف مقام ور کول سوی دئ او الحمد لله زموږ محمدي شريعت خو دومره په درنه سترګه ورته کتلې دي چي هم يې په قران کي څوځلې د ښه سلوک امر سوی دئ او هم يې په حدیثو کي .
دا رنګه له خور سره نکاح حرامه ده او په هيڅ شريعت کي يې د حلت خبره نه ده سوې ، که ته د ادم علیه السلام د وخت خبره کوې نو هغه هم دارنګه نه وې چي يوه پلا پيدا سوي زوی او لور به نکاح سره کوله بلکي که به مثلا نن يو هلک او يوه نجلۍ پيدا سول نو تر دې وروسته چي به هلک او نجلۍ پيدا سول د دې دوو هلکانو خوندې يو بل ته سره ور کول کېدې او خپله د غبرګوليو نکاح هلته هم نه ده سوې نو اوس ته ووايه دا دلیل سم دئ؟
درېيمه: ګرانه ! يوه قاعده په پام کي لره ، الله چي موږ ته داسي امر کړی دئ:
أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهِ(الانعام:۹۰)
ژباړه: دا یاد سوي کسان هغه ول چي الله ورته هدايت کړی وو نو د هغوئ په تګلاره پسي اقتدا وکړئ.
دا اصل تر هغو موږ منلای سو چي کله يې استثنا نه وي راغلې ، که زموږ شريعت د مخکينيو انبياؤ د شريعتونو يو حکم منسوخ نه کړي بلکي تر یادلو وروسته يې همداسي ايله کړي یعني سکوت ترې وکړي نو موږ ته د الله پورته امر متوجه دئ او که الله موږ ته نوی حکم وکړي بیا موږ ته پر تېرو شريعتونو عمل کول نه دي روا .
ښه اوس الله موږ ته څنګه امر کړئ دئ؟ خور ، مور ، لور او نور یې حرام کړي دي او که نه؟
د دې پوښتنې ځواب په ې ايت کي دئ:
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ(النساء :۲۳)
الله وايي چي پر تاسو مور ، لور ، خور ، عمه ، خاله ، ورېره او خورځه حرامې دي ، نو دالله دا حکم له نورو شريعتونو موږ ته استثنا را وسته ، اوس موږ خق نه لرو چي د نورو انبیاؤ په شريعتونو عمل وکړو ځکه الله موږ ته په همدې شريعت کي ښکاره حکم نازل کړی دئ او په همدې يې امر کړی يو نو اوس ته ووایه هغه دلیل چي امام صیب ته يې منسوب کړی دئ دمنلو وړ دئ؟
زه خو يې نه منم ، که امام صیب ويلي وي نو ته يې تر هغه پوري سند راوړه !او که فرضا امام صیب د خپل اجتهاد په مټ دا خبره کړې هم وي نو بیا هم پر موږ يې منل فرض نه دي ځکه مجتهد په اجتهاد کي خطا کېږي نو اوس احتمال د حقيت هم سته او د خطا هم نو رسول الله ويلي دي:
قَالَ وَكَانَ يَقُولُ دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ فَإِنَّ الصِّدْقَ طُمَأْنِينَةٌ وَإِنَّ الْكَذِبَ رِيبَةٌ(مسند احمد ، مسند حسن بی علی حدیث نمبر:۱۷۲۳)
ژباړه: حسن ويل چي رسول الله وويل : هغه څه ايله کړه چي په شک کي دي اچوي هغه څه ته چي د شک ډکر ته دي نه وړي ، ځکه رښتيا سکون او ډاډ دئ او دروغ شک دي.
اوس نو احتمال منې او که ښکاره و څرکند امر ته راځې .
يوه بله مهمه نکته په دې مقام کي دا هم ده چي هغه کس چي نکاح کوي په دې حرمت يې هم خبر وي بیا هم مسله د پورته په شان ده ، ولي؟ له قران او حدیث څخه يې ځواب راوړ!
[quote:8f5c243153="noorulhaqmazharee"]

صحیح برداشت
دامسئله هم ګوری احتمالی مسئله ده چی مقصدځنی دغه دی کچیری بالفرض چادخپلومحارموسره نکاح وکړه نوحکم همدغه دی، خوبدبخته حذیفه داسی برداشت ځنی کړیدی ، چی حنفی فقه وایی تاسودمحارموسره نکاح وکړی( الله اکبر). خوددی څخه خبرندی چی سلفیان دځنومحارمودنکاح حرمت هم نشی ثابتولای، لکه ماچی ښاغلي حذیفه ته په مجموعی که دڅوسوالونولیکلی وه: چی تاسو داناسره (دپلارمور اویادمورمور) نکاح حرامه بولی اوکه یا؟ ده راته ځواب رانکړی.
[/quote:8f5c243153]

برداشت صیب ! زه هم منم چي فرضي ده ، خو که پېښه سي نو حکم يې ولي هغه دئ؟
د تل په شان بیا هم دروغ ، ما خبره فرضي کړې ده لکن مظهري يې هر ګښت سرچپه اړوي څو موږ خلکو ته په اذهانو کي بد ور ولي او خپله ځان خلاص کړي.
ستا د پوښتنو ځواب خو ما درته وایی البته زه بوخت وم او وخت را سره نه وو ، ځکه له رسمي دندې سړی سرغړنه نه سي کولای نو اړ وم چي يوه – يوه ليکنه وکړم او نور وخت پر خپلو رسمي چارو کي مصرف کړم اوس چي ليږ مي فرصت وموند نو ان شاء الله يوه يوه به درته ځواب کړم او ستا د انا پوښتنه مي درته ځواب کړې ده نورو ته دي هم راځم او د قران او حدیث په تله به يې ځواب په خپل وازو سترګو وګورې. ان شاء الله !
[quote:8f5c243153="noorulhaqmazharee"]

دحذیفه اشتباهات
1. عبارت یی ناقص نقل کړی.
2. برداشت یی ددی مسئلی څخه دنوروپشان غلط کړی ، لکه مخکی چی مونږتوضیح ورکړه.
3. بیایه وروسته ډیری بی فایدی اوخرافاتی ګمراهی خبری کړی چی دویلووړندی،
[/quote:8f5c243153]

اشتباه صیب !عبارت ناقص نه دئ ، ته خلکو ته په سترګو کي اغزي مه ور منډه ، مدعی همدا ده او دلیل يې ځکه نه را وړم چي ما ته د منلو وړ نه وو ، له دې امله مي مسله ستا په وړاندي کړه څو يې ته سم دلیل را وړې ، که ما هغه دلیل منلای نو بیا مي نيوکه پر څه کوله؟
نيوکه له هغه دلیله راته پيدا وه ، ځکه نو دلیل يې ايله کوم مدعی ستا او ملګرو مخ ته ږدم څو يې د قران او حدیث په رڼا کي ځواب را کړئ.
برداشت دي لوستونکي وګوري چي ما احتمالي کړې ده او که لازمي؟
ته خو دومره دروغ وايې زه دي او د دروغو په بربنډولو والله ستړی او ستومانه سوم.
تاسو له محرماتو سره نکاح روا ته لار ور کړه دا ګمراهي نه ده خو زما پوښتنې ګمراهي ده ؟


حذيفه
18.08.2012

په تیرپسی
[quote:7a510db084="noorulhaqmazharee"]

شیلمه شبه
دحذیفه عبارت
[/quote:7a510db084]

په دې اقتباس کي تاسو د مظهري لومړی لفظ وينئ!
په پښتو کي زموږ ليکوالانو او ان ټول پښتانه که د کوزې پښتونخوا دي او د برې د «شل» توری د مظهري په شان نه کاږي ، مظهري تر اوسه شل هم نه شي ليکلای او دعوه يې د لوی علميت کړې وه ، دې ته وايي ستر علماء؟
صیب ته چي په شلو هم نه پوهېږې نو بیا دي تر اوسه څه زده کړي دي؟
[quote:7a510db084="noorulhaqmazharee"]

ځواب
دلته یی دعبارت مدعی لیکلی خودلیل یی پری ایښی، چی پوره عبارت دادی: قوله( وَلَا حَدَّ عَلَى مَنْ وَطِئَ جَارِيَةَ وَلَدِهِ أَوْ وَلَدِ وَلَدِهِ وَإِنْ قَالَ عَلِمْت أَنَّهَا حَرَامٌ ) لِأَنَّ الشُّبْهَةَ فِيهِ حُكْمِيَّةٌ وَهِيَ نَشَأَتْ عَلَى دَلِيلٍ قَالَ عَلَيْهِ السَّلَامُ { أَنْتَ وَمَالُك لِأَبِيك }( الجوهرة النیرة)
صحیح ژباړه:
قول دقدوری{ حدنسته پرهغه چاچی وطی کی مینځه دخپل ځوی اویامینځه دخپل لمسی کڅه هم دی ویلی وی: زه پوهیدلم چی دغه مینځه ماته حرامه وه} ځکه دلته په اعتباردحکم شبه سته،(چی هغه شبه دملکیت ده) چی هغه ددلیله څخه پیداسویده، چی قول درسول اکرم (ص) دی چی دیوسړی وځوی ته وایی:ته اوستامال ستادپلارلپاره یاست، خوشایدسلفی اووهابی حذیفه ووایی چی زه خودغه حدیث نه منم، نوګیله مه ځنی کوی ځکه دوی خوقرآن هم نه منی، پدی خاطرچی دچاقرآن نوی زده، اوبیاهغه په قرآن باندی غلط اوناروا استدلال کوی، خودا پدی معنی چی قرآن په صحیح توګه نه منی که یی منلی نوداسی ناروا استدلال بئی نه په کولای؟
[/quote:7a510db084]

دلیل يې ناسم وو نو له دې کبله مي ورته اړتیا نه ليده ، یو کس وايي چي زه په دې هم ښه خبر يم چي دا کار حرام دئ بیا يې هم کوم او ته ورته وايې چي حد هم در باندي نه سته نو په دې ځای کي شبه له کومه سوه؟
ته او ستا مال دي د پلار یاست نو د زنا لار هم ورته خلاصه سوه؟
نو که پلار د زوی ښځه څملوله بیا به هم دغه حکم يې؟
خبره له مال سره او ته يې قیاس و زنا ته هم کوې ، نو دا ستا د قیاس ګټې دي؟
په ملکيت کي چا ويل چي زنا روا ده او حد پرې نه سته ؟
په قران کي سته او که حدیث کي؟
ته خو د زنا لارې خلاصوې ، لکه د غصب په پېښه کي ، نو اوس به هر یو کس ګرزېدونکې ښځې د ليږ وخت لپاره په زور خونې ته کوي یا به يې په هسپتال کي یو لور ته کوي بیا چي يې هر څه وکړل حد ځکه پرې نه سته چي د ملکيت شبه پېښه سوه؟ دا د زنا لار خلاصول نه دي نو څه دي؟
دا مو له کوم ایت یا حدیث څخه ايستلې ده چي په ملکيت کي پر زنا حد نه سته؟
ملګرې ! د رسول الله حدیث د ستر پر سترګو لکن ستا غلط استدلال نه منم ، په دې حدیث کي هيڅ د زنا او د نه حد خبره نه سته نو ته يې ولي په کي پيدا کوې؟
دا نو د رسول الله په حدیثو کي تحریف نه دئ نو څه دئ؟ خبره د ملکیت ده او ته په قیاس ترې حد هم ساقطوې؟
په قران باندې ستا په څېر مقلد او په تپو تیارو کي ورک نه پوهېږي ، قران په دې اړه ښکاره حکم کړی دئ خو تاسو د الله پر حکم خاورې اړوئ او نه غواړئ چي الهي دين په سمه توګه نافذ سي.
ته چي هر ځای د الله او رسول په مقابل کي د خپلو مشرانو خبره منې دا ستا دښمني ده که زما؟
خپلو مشرانو ته دي د حلت او حرمت واک ور کړی دئ او بیا د ايت یا حدیث دښمن ما بولې؟
ستا په فقه کي دا نه وايې چي متقدمينو پر قران ويلو ، امامت کولو او نورو ديني کارونو اجرت غوښتل حرام بللي دي خو متاخرینو جواز ور کړئ دئ ؟ دا څنګه امکان لري چي يو شی دي يوه یا دوې پېړۍ حرام وي بیا دي هغه علماء حلال وګڼي؟ دا علماؤ ته په دين کي د حلت او حرمت واک نه دئ نو څه شی دئ؟
د قران او حدیث اصلي دښمني تا اخیستې ده خو ته غريب په تيارو کي دومره ورک يې چي په پوهېږې هم نه.
[quote:7a510db084="noorulhaqmazharee"]

درنولوستونکو! ولیدل چی حذیفه څنګه مجتهددی؟ دکتاب په عبارت نه پوهیږی، ژباړه دعبارت نشی کولای،ماته خودی اودده کارمعلوم وه ځکه مادده دشبهاتودځوابولوهڅه نکوله، اوبیاداسلفیان داسی خلګ دی، چی په هیڅ شی نه پوهیږی، یعنی اهل دمناظری ندی خودملګرودټنګارله وجه زه مجبورسوم چی دده خرافات ورته رسوا کړم اودده علمی حیثیت وخلګوته وښکاره کړم.
[/quote:7a510db084]

لوستونکي پوهېږي چي تا څه وکړل ؟ زه به عبارت ژباړم یانه دا کار دومره ستونزه نه لرې خو اوس يې ته په ګرداب کي اخیستی يې ځان خلاصولای نه سي نو ځکه خبره هلته او دلته غورزوې.
مناظره خو ما ستا سره کوله او پر هغو اصولو در سره تلم چي همدلته لوستونکو به تائيد کړي وای لکن خو تا له میدانه تېښته وکړه ، ولي؟ متبحر صیب! ته خو حق يې نو بیا په تاخته ولي يې؟ ته خو عالم يې نو بیا له ميدانه ولي تښتې؟ ستا ملګري هلته ولي ټينګار نه در ته کوي چي ما درته درې ځلې د سمې او اصولې مناظرې چيلنج در کړ؟ هسي توپونه ولې او د الله په ذات مي در قسم وي که یا څه در سره وي اویا هم پر خپل ځان د حق ګومان کوې ، تل تښتې ، مسله له قران او حدیث څخه نه سې ثابتولای ، علم يې نه لرې چي دا له کومه سوې دي ، خلکو ته د خپل حق مذهب قناعت نه سې ور کولای او بیا هم یو په بل پسي فضا ته دوغندۍ ولې او هڅه کوې چي په دې توګه خلک تېر باسې .
ستا علميت هم خلکو ولی دئ ، دوکه دي هم ما ورته رسوه کړه ، الحمد لله ، فقه او حدیث يې هم سره پرتله کړل ، خو ارمان په دې ځای کي راته ودرېد چي ع کريم حليمي زما د فقهې او حدیثو پاڼه بنده کړه ، ما ستا په دې ځای کي مسلې يوه يوه له حدیثو سره پر تله کوله او که ته رښتيا نر وای ، مذهبي وای ، ستا په فقه ټوله له قران او حدیث څخه جوړه وای نو بیا به هلته راغلی وای او خپله مسله به دي په قران یا هم حدیث ثابته کړې وای ، لکن ملګري دي پته همکاري در سره کوي او نه غواړي چي صرف ما او تا سره ايله کړي او بیا وګوري چي ته څومره ښه وړتيا ، علميت ، غوره استدلال ، سالم فکر ، پر اصولو برابره مناظره ، یو بل ته متقابل درناوي او نور لرې ، لکن افسوس صد افسوس!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!.
[quote:7a510db084="noorulhaqmazharee"]

فتوی: سلفیان او وهابیان مونږکافران نه بولو، بلکه بدعتیان یی بولو، خوپدی خاطرچی دشریعت دکتابونو، چی تفسیر، حدیث اوفقه ټول پکښی شامل دی، نه منل یی بدعت دی ، خوتوهین اوسپکاوی ییی کفردی، نوبناء ښاغلی حذیفه خپل پدی لیکنوکی دورایه داسلامی فقه سپکاوی کوی نودی کافراوزندیق ګرځیدلی دی.
کمافی الفتاوی
نورالحق مظهری
[/quote:7a510db084]

زما په اړه د مظهري صادره سوې فتوا یوځل بیا وکورئ!
مظهري خپله نيمه فقه په شريعت نه سي ثابتولای نو دی پر سنت برابر دئ او زه چي هره خبره په قران او حدیث کوم نو زه بدعتي يم ؟ههههههههههههههههههههههههههههه
زه د ټولې فقهې سپکاوی نه کوم بلکي هغه مسلې چي ما يې په اړه شک ورښود نه منم او دا مسلې په لوړو امامانو پسي تړل سوې بولم ، که مظهري خپل ځان حنفي ګڼي نو یوځل دي خپل مذهب په سند له امام صیب ، امام محمد او امام ابویوسف رح څخه ثابت کړي بیا دي هره مسله له شريعت سره په ارتباط کي کړي بیا دي نو ځان د سنتو پيرو او ما مبتدع وګڼي ، خو دی دا کار نه کولای سي او نه يې کړی دئ نو له دې امله چي زموږ مشرانو امامانو ته يې بدې خبرې منسوبې کړې دي او په اړه يې علم هم نه لري ، سند هم نه لري له شريعته يې ثبوت هم نه لري نو صادهر سوې فتوا د مظهري لورته ښه راجع کېږي.


حذيفه
23.08.2012

په تیرپسی
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

ځواب
ښاغلی حذیفه ته ماپخوالاویلی وه، چی تاسوزمونږده فقه په کتابونونه پوهیږی، الحمدلله چی ځمادغه خبره، همیشه پردوی باندی صادقیږی، دوی تنهاپه فقهی اصطلاګانوباندی ناخبرندی، بلکه دوی بیخی داصله څخه دشریعته ناخبردی، ځکه یوهغه شی چی دانسان په شرعی فهم کی رغنده رول لری هغه دعربی ژبی په ادبیاتوباندی علم دی، خوسلفیان ددی څخه داسی محروم دی لکه پرکفرباندی مړشوی کافرچی له جنته څخه محروم دی،ښاغلی حذیفه چی کوم عبارتونه دفقه لیکلی دی،یایه داسی کړی چی دعبارت مدعی یی ژباړلی خودلیل یی ندی ژباړلی، اویایی مدعی لیکلی خودلیل یی ندی لیکلی،
[/quote:416b683be6]

ښاغلی مظهري ! ستا په فقه هم پوهېږم او د الله په شريعت هم الحمد لله پوهېږم ، د اصولو په کتابونو کي چي مو کوم اصطلاحات راوړي په هغو هم پوهېږم چي يو نه له قران څخه خیستل سوی دئ او نه له حدیث څخه که وي نو راسه بحث به پرې وکړو ، ته ستا اصول يو – يو ږده زه به يې له قران او حدیث سره ټکر او تصادم در ته په ګوته کوم ، که نر یې نو را سه!
د عربې ژبې په ګرامر او همدارنګه يې په بديع ، بیان او معانيوو هم پوهېږم او الحمد لله په دې لار کي په خپله ژبه کي هم پوره معلومات لرم ، نه ستا عبارت راته ګران دئ او نه يې ژباړه ، خو زما خبره ته مه اوره خپله سرټمبګي همداسي وساته البته لوستونکي زما خبره اوري ، لولي يې او بیا په سړه سينه پرې غور کوي هغوئ پوهېږي چي ستا د فقهې عبارت زه هغه ځای ليکم یا يې ژباړم چي زه يې په اړه شک لرم خو دلیل يې ماته د منلو وړ نه دئ له دې امله هغه نه را خلم ځکه ګټه نه لري ، نو ته چي کومه نيوکه کوې او بیا ور سته عبارت پوره نقل کړې دا هم ګټه نه لري ، ولي؟
ځکه چي همدا عبارت ما هم ليدلی دئ او له قران او حدیث سره کوم اړخ نه لګوي ، نو ته چي په همدې عبارت خلک قانع کوې دا ستا تېروتنه ده ، ته همدا زما نيم عبارت یا هم پوره عبارت له قران او حدیث څخه ثابت کړه بیا دي میدان وړی دئ او که داسي ونه کړې نو پوه سه چي فقه د قران او حدیث تشريح نه ده او نه يې هم ته په داسي کولای سې.
که وي نو یادو مسلو ته په همدې دوو سرچينو څخه دلیل را وړه!.
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

ددی لپاره چی دحذیفه کم علمی اوکهانت، اوپه عربی ژبه کی دده جهالت ښه درته څرګندشی نوراځی چی یووار دامعلومه کړو چی په عربی کی سرقة څه ته وایی ؟او سارق چاته ویل کیږی؟
لِأَنَّ السَّرِقَةَ أَخْذُ الْمَالِ عَلَى وَجْهِ الْمُسَارَقَةِ عَنْ عَيْنِ الْحَافِظِ الَّذِي قَصَدَ حِفْظَهُ لَكِنَّهُ انْقَطَعَ حِفْظُهُ بِعَارِضٍ اصول البزدوی صفحه75 المکتبة الشاملة)
ژباړه: ځکه سرقت اخیستل دمال دی پرطریقه دپټوالی دسترګوڅخه دساتونکی، هغه چی قصدده ساتنی دمال ولری خوپخاطرده یوعارض دده حفاظت قطعه سوی وی.
[/quote:416b683be6]

کم علمه !ته په دې نه پوهېږې چي زما نه علم په دې ځای کي څرنګه خلکو ته ښکاره کوې؟
ما نه ده سرقې تعريف کړی وو چي بیا په کي تېروتلیوم او تا يې اصلاح وکړه او نه مي ددې په اړه کومه خبره کړې وه ، نو بیا چي ته تعريف وکړې زما په اړه بیا خلکو ته د کهانت یا نه علم خبره ولي ور مخکي کوې؟
سرقه د عربي ژبې توری دئ چي هر ډول يې تعريف کړې وي زما يې ور سره څه؟
سمه ده همدا يې تعريف دئ ، نو اوس زه څه وکړم؟
ستا دا تعريف خبره خلاصولای نه سي ته د خپلې مسلې حل له قران و حدیث څخه را وړه بیا خبره خلاصه ده او فقه د شريعت تشريح ده ، که نه نو همداسي ده لکه ما چي همدا ليږ مخکي درته وويل.
په دې اړه چي ما کومې مسلې درته وړاندي کړې دي ته مهرباني وکړه لومړی يې تر امامانو سند ثابت کړه بیا دي مسله له قران او سنت څخه ثابته کړه!.
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

داخومعنی ده سرقت ده، اوچی څوک دچاڅخه مال پرپورتنی طریقه واخلی هغه ته ویل کیږی سارق، اوبیاداغه خبره په اجماع دصحابه وو ثابته شویده، چی لاس دهغه چاپری کیږی چی وهغه سارق ویل کیږی، لکه چی په قواطع الادلة فی الاصول کی داسی فرمایی: ولا قطع بالاجماع بدون اسم السرقة. (قواطع الادلة فی الاصول جلد3 صفحه 135 المکتبة الشاملة)
ژباړه: پری کول دلاس نشته په اجماع سره بغیرله نوم نه دسرقته.
[/quote:416b683be6]

ښه اجماع چا وکړه او ته څه په خبر سوې؟
دا ستا عالم چي د اصحابو اجماع نقل کوي نو دی هلته موجود وو؟
که نه وو نو بیا په اجماع څه خبر سو؟
یوځل دي اجماع په قران او سنت ثابته کړه ، بیا دي په صحيح سند په دې مسله کي د اصحابو اجماع ثابته کړه او بیا راسه خپله مسله دي ثابته کړه!.
ته اوس ما ته ويلای سې چي ستا په ښکار کي څومره علماء اوسي؟ ایا دا راته ويلای سې چي په کوم هيواد کي ته اوسې د هغه هيواد څومره علماء دي؟ که اوس څوک له دومره وسائلو سره دا خبره نه سي کولای نو په هغه زما نه کي څرنګه دا ممکنه وه چي پر يوه مسله دي اجماع وسي؟
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

اوبیاداهم شرعی اصل دی چی په هغه شی کی دانسان لاس پری کیږی چی هغه مال وی ، اوبیاپه هغه مال لاس پری کیږی کوم چی پکی شبه دملکیت نوی.اوهمداز دانسان لاس پری کیږی په کومی غلاکی چی شرعاپکښی تأویل کیدلای نشی.
[/quote:416b683be6]

ښه شبهې صیب ! دا ستا شبهه څنګه په هر شي کي وي ، د مور د نکاح په اړه هم تاسو شبهه لرئ ، له لور سره د نکاح په اړه هم تاسو شبهه لرئ ، له خور سره د نکاح په اړه هم تاسو شبهه لرئ او دارنګه نور خپلوان، اوس دا ووایه چي ستا په مذهب کي کوم شی بې شبهې دئ؟
غل وایې چي په دې ښه خبر وم چي دا شی راته حرام دئ او بیا هم شبهه سته؟ ولي؟
زاني وايي په دې خبر وم چي مور او لور راته حرامې دي خو بیا هم حد نه سته ځکه شبهه راغله؟ دلیل؟
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

اوس به راشوونقل ته دهغه عبارتونوکو چی ښاغلی حذیفه رانقل کړی اوبیایی ورباندی تنقیدکړی.
) وَلَا فِي سَرِقَةِ الْمُصْحَفِ وَإِنْ كَانَ عَلَيْهِ حِلْيَةٌ ) وَقَالَ الشَّافِعِيُّ : يُقْطَعُ لِأَنَّهُ مَالٌ مُتَقَوِّمٌ حَتَّى يَجُوزُ بَيْعُهُ .
وَعَنْ أَبِي يُوسُفَ مِثْلُهُ .
وَعَنْهُ أَيْضًا أَنَّهُ يُقْطَعُ إذَا بَلَغَتْ الْحِلْيَةُ نِصَابًا لِأَنَّهَا لَيْسَتْ مِنْ الْمُصْحَفِ فَتُعْتَبَرُ بِانْفِرَادِهَا.
په پورتنی عبارت کی ښاغلی حذیفه دلیل دظاهرالمذهب ندی راوړی نوځکه یی په فاسد فکرکښی شکوک راغلیدی
[/quote:416b683be6]

ښه لومړی خو ته دې ته ولي فکر نه کوې چي شافعي حق دئ که امام صیب؟
د قران او سنت په رڼا کي لومړی دا خبره روښانه کړه!
بیا ستا د مذهب یو امام ابویوسف هم له شافعي سره دئ او ستا د مذهب کوم لوری حق دئ؟ که حق وي نو دلیل يې راوړه!
ستا د ظاهر المذهب دلیل هم له قران او حدیث څخه نه دئ نو ما ته يې ګټه نه لرله له دې امله يې نه راوړم.
فکر مي نه فاسد دئ او نه وو ، البته ستا او ستا په شان وراسته فکره خلکو اندونه به ښایي فاسد وي ځکه د الله د دين مقابله کوي ، نيغ په نيغه له قران او سنت څخه سرچينه نه اخلي بلکي د پلار او نيکه پر لار روان یاست نو اوس زما فکر فاسد دئ او که ستا؟
راسه ستا د ظاهر المذهب دلیل به هم وګورو چي هغه له قران او حدیث څخه يې کوم دلیل راوړی دئ او که يې بیاهم خپل فکر جنګولی دئ؟:
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

دلته به مونږهرعبارت له دلیله سره ولیکو:
) وَلَا فِي سَرِقَةِ الْمُصْحَفِ وَإِنْ كَانَ عَلَيْهِ حِلْيَةٌ )... وَوَجْهُ الظَّاهِرِ أَنَّ الْآخِذَ يَتَأَوَّلُ فِي أَخْذِهِ الْقِرَاءَةَ وَالنَّظَرَ فِيهِ ، وَلِأَنَّهُ لَا مَالِيَّةَ لَهُ عَلَى اعْتِبَارِ الْمَكْتُوبِ وَإِحْرَازُهُ لِأَجْلِهِ لَا لِلْجِلْدِ وَالْأَوْرَاقِ وَالْحِلْيَةِ وَإِنَّمَا هِيَ تَوَابِعُ وَلَا مُعْتَبَرَ بِالتَّبَعِ.هدایه جلد3 صفحه 69 المکتبة الشاملة
ژباړه: (اوداغه رقم په غلاکولوکی دقرآن شریف لاس نه پری کیږی کڅه پرهغه باندی نورزیورات هم وی) دلیل دظاهردادی، چی دلته په اخستلوکی دقرآن تأویل کیږی دپاره دتلاوت، اومطالعی کولو، اوبل ځکه قرآن په اعتبارسره دلیکنی دده مال ندی، اوحفاظت دقرآن هم پخاطرسره دده ده لیکنی دی نه پخاطردپوښ، اوراقو اوزیوراتو، ځکه داشیان خوتابع دی دقرآن اوتابع ته اعتبارنشته.
[/quote:416b683be6]

ښه مظهري ! اوس په دې ځای کي دلیل څه دئ؟ قران یا هم سنت او که فکر؟
ستا دلیل دې ته وايې چي که امام خپله خبره کړې وه هغه هم دلیل ده؟ ته په دې خبر نه يې چی له مقلد سره خبره نه کوې بلکي هغه څوک دئ چي تقليد نه منې او له وحې دلیل غواړي؟.
دا چا ويل چي اوراق او حلیه تابع ده؟ او بیا دا چا ويل چي توابعو ته اعتبار نه سته؟دلیل يې راوړه!.
هدايه او ظاهر المذهب نه قران دئ او نه حدیث ، نه وحې ده او نه هم کوم اعتبار لري ، ته مهرباني وکړه دلیل دي له وحې راوړه نو خبره فیصله ده.
تلاوت په بل قران کي نه کېږي چي همدا غلا کوي؟ بیا د غلا په شي کي د ثواب نېت څنګه کوي؟ که څوک غلا وکړي بیا هغه مال خیرات کړي الله يې ثواب ور کوي؟ ته ووایه په دې کي مو مذهب څه دئ؟
اوس وخت کتب خانې او یا خپرونکې ادارې په لکونو قران کريمونه چاپوي که يې څوک سل قرانه ترې غلا کړي ایا دا غلا ده که نه؟ لاس يې پرې کېږي که نه؟ که غلا وي ولي ده ؟دلیل؟ او که نه وي ويل نو ولي ؟دلیل؟
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

خلاصه دمسئلی چی دقرآن په غلاکی تأویل شرعی کیږی نوپدی خاطردقرآن دغلاکونکی لاس نه پری کیږی.دلیل دامام شافعی رحمه الله اودابویوسف (رح) په یوه روایت کی، دادی: لِأَنَّهُ مَالٌ مُتَقَوِّمٌ حَتَّى يَجُوزُ بَيْعُهُ .(هدایه) ژباړه: ځکه قرآن قیمتی مال دی تردی ځایه پوری چی پلورل یی رواکیږی. اودامام ابویوسف (رح) دلیل په بل روایت کی دادی: وَعَنْهُ أَيْضًا أَنَّهُ يُقْطَعُ إذَا بَلَغَتْ الْحِلْيَةُ نِصَابًا لِأَنَّهَا لَيْسَتْ مِنْ الْمُصْحَفِ فَتُعْتَبَرُ بِانْفِرَادِهَا.(هدایه)
ژباړه: اودابویوسف(رح)څخه روایت دی، چی دی وایی لاس یی پریکیږی خوکه زیورات اندازی ته نصاب (لس درهمه) ورسیږی ځکه دغه حلیات ده قرآنه څخه ندی، نودوی تنهامعتبریږی.
[/quote:416b683be6]

ښه اوس مخکي خبره مو دين وه که دغه؟
تاسو ته چا واک در کړ چي د شريعت په مسلو کي تاويل وکړئ؟ دلیل!.
ښه دا متقوم مال دئ ؟ نو بیا د هغو په دلیل به څه کوئ؟ اوس کوم يو قران ته نژدې دئ؟
له شريعت سره مو کوم يو اړخ له ګوي؟
که هر يو درته ښه ښکاره سو نو هغه بل بیا ولي کتابونو کي ليکئ او دين يې ولي بولئ؟
د نصاب شرعي اندازه تاته چا وويل چي لس درهمه ده؟ او که لس درهمه سي نو بیا چا درته وويل چي دا د قران تابع نه دي او تنها هم معتبر کيدای سي؟ په دې ځای کي بیا ولي د قران تلاوت ته ترجيح نه ور کوله کېږي؟.
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

خولیکن فقهاؤداسی طریقه دعمل انتخاب کړی چی جمع په مابین کی دقول دامام صاحب اودابویوسف(رح) راځی لکه چی په فتح القدیرکی فرمایی: فَالْحَاصِلُ أَنَّهُ يُعْتَبَرُ ظُهُورُ قَصْدِ الْمَسْرُوقِ ، فَإِنْ كَانَ الظَّاهِرُ قَصْدَ النِّصَابِ مِنْ الْمَالِ قُطِعَ وَإِلَّا لَا. فتح القدیرجلد12 صفحه211 المکتبة الشاملة.
ژباړه» حاصل دخبری دادی چی کچیری ښکاره قصد(دغله) هغه نصاب دمال وو نولاس یی پری کیږی،(لکه ابویوسف چی ویله) اوکه ښکاره قصد(دغله)نصاب دمال نه وو، نوبیایه لاس نه قطعه کیږی.(لکه چی امام صاحب ویله).
[/quote:416b683be6]

ښه اوس د غله په نېت به انسان څنګه خبرېږي؟ زړه يې ور څېرې؟ اسامه ظاهرا یو داسي کس مړ کړ چي کليمه يې د ځان ساتنې په خاطر وويله او رسول الله يې همدا خبره رد کړه ، د سينې د چاق کولو يې هم ورته وويل ، خو که هغه چاق کړې هم وای د هغه حالت ورته نه معلومېدی نو تاسو ته څنګه معلومېږي؟
اوس دا دوه بېل مذهبونه سول نو د دې هر يوه دلیل له شريعت څخه را وړه بیا يې دا دلیل هم را وړه چي د دوئ د اقوالو جمعوالی له دې امله کوو او دلیل يې دا دئ؟
ښه مظهري ! تر فتح القدير مخکي خو د دې اقوالو جمع نه وه سوې نو تاسو مذهبیانو پر کوم يوه عمل کاوی؟ کوم یو ښه وو او دلیل يې څه وو؟
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

نواوس وکم عقل حذیفه ته کوم دلیل پاته شوچی په اوتوبوتو سرشویدی، اوزمونږپه کتابونوکی دیخوا اوهغه خواځغلی؟ خوسلفیان کم عقلان کله په داسی فقهی تحقیق باندی پوهیږی؟
[/quote:416b683be6]

ښاغلی متبحر صیب! نو تا کوم دلیل راووړ چي اوس ماته دلیل پاتې نه سو؟
دا خبره ته اوتي بوتي ګڼې چي د مسلې سرچينه دي غواړم؟ دا چټيات دي؟ له قران یا حدیث څخه دلیل غوښتل چټي خبره ده؟ ولي؟ دلیل يې راوړه که نه ته په دې خبره نه کافر کېږې؟
ستا په کتاب کي ځکه هتله دلته کورم چي غلطې مسلې يې کړې دي نو هغه ور څخه ليرې کوم همدا مي هدف دئ او که ته هم را سره ملګری سې نو دا کار به ژر ان شاء الله وسي خو فکر نه کوم چا تا غوندي متعصب کس دي دا ومني چي د فقهې ټولي مسلې حقې نه دي بلکي غلطې هم په کي سته .
ښه نو ته لکه چي هوښيار يې؟ هههه ! د قران او حدیث پر ځای فقه اصلي قانون بولي دا ستا هوښياري ده؟
خلکو ته بد رد وايې دا هوښياري ده؟ زرګونه خلک درته کم عقل معلومېږي او ته هوښيار دا عقل وي؟
که زه ستا د فقهې په تحقیق نه پوهېږم نو خو ته مي په پوه کړه ، د دې مسلو حل له قران او حدیث څخه وړاندي کړه چي دا مسله له دې ايت یا حدیث څخه سرچينه اخلي او هغه بیا له هغه ايت یا حدیث څخه.
نو که زه ستا په فقه نه پوهېدای بیا مي دا دومره ناسمې او غلطې مسلې په څه توګه په کي پيدا کړې؟
دا خو لا ما ليږ وړاندي کړې تر دې هم زياتې دي او ان کتابونه په ډکېږي ، که مي وخت وموند د زرګونو مسلو فهرست به زه بیا وړاندي کړم ته او ملګري دي بیا راسئ ځواب يې له شريعت څخه راوړئئ!.
ههههههههههههههه ! د خندا وړ خبره خو دا ده چي ستا فقه ده خو په خبر نه يې ، ستا مومن به ده خو سرچينه يې نه در معلومېږي ، ستا قانون دئ خو دفاع يې درته مشکله ده او له خپلو امامانو يې سند هم نه لرې، ته یې د عملي کولو هڅې کوې خو تر خپل منځ سره خبر نه یاست ، اصول مو سره مخالف دي ، مسلې مو سره مخالفې دي ، عقيده مو سره مخالفه ده ، تګلاره مو سره مخالفه ده ، په يوه مذهب کي دننه څو مذهبه نور یاست هر يو يې د نفاذ نارې وهي خو په عمل کي هيڅ نه سته ، دې ته وايي وفا ، عمل ، دين او حقانيت؟.
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

( وَلَا قَطْعَ فِي أَبْوَابِ الْمَسْجِدِ) لِعَدَمِ الْإِحْرَازِ(هدایه) ژباړه : په غلاکی د دروازو دمسجدلاس نه پری کیږی، پخاطرسره دعدم حفاظت. اوداخبره په اصولوکی تیره سوه چی دلاس دپیرکولولپاره حفاظت دمال شرط وو.
[/quote:416b683be6]

د دې لپاره دي له قران یا حدیث څخه کوم دلیل راوړی؟ سمه ده چي اصولو دا خبره کړې ده خو اصل له هم له قران یا حدیث څخه اخیستل کېږي نو ته مهرباني وکړه هغه ځای په ګوته کړه!.
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

( وَلَا قَطْعَ عَلَى سَارِقِ الصَّبِيِّ الْحُرِّ وَإِنْ كَانَ عَلَيْهِ حُلِيٌّ ) لأن الحر ليس بمال وما عليه من الحلي تبع له ( (هدایه) ژباړه : اوداغسی نه پریکیږی لاس دغلاکونکی دحرماشوم کڅه هم پرده باندی نورزیورات هم وی، ځکه چی حرانسان خومال ندی ، اوهغه کوم زیورات چی ورباندی سته هغه تبع دده دی، اووتبع ته اعتبارنشته.
[/quote:416b683be6]

په قران یا حدیث کي همدا خبره سوې ده؟ ته يې دلیل راوړه! که له ښځې سره ګېڼه وي دا مال دئ که نه ؟
اميل يې چا غلا کړ اوس به څه کېږي ؟ ته يې له قران یا حدیث څخه ځواب راوړه!
دا چا ويل چي ګيڼه د مېرمنې تابع وي که يې ښکاره دلیل لرې موږ هم په خبر کړه.
الله خو د هغه شي په اړه لا دا حکم کړی دئ چي هغه له اره د انسان لپاره پيدا سوی دئ لکه مالونه اونور نو بیا په انسان کي چي لاس پرې کېدل نه سته یا هم دا غلا نه بلله کېږي ولي؟
ښه اوس چي غله انسانان تښتوي او بیا يې په بدل کي پیسې غواړي نو دلته خو هم بیا حد نه سته ځکه حر مال نه دئ؟ او هغه پیسې خو نو د انسان تابع دي او پر تابع باندي حد نه وي؟هههههههههههههه
انتيکې کوئ یاره! غلو ته مو ښه لار برابره کړې ده! که دي خلکو له تاسره يوڅه کومک کاوی نو ښه به وي او که پر تشه ګېډه ورته خدمت کوې نو د افسوس ځای دئ.
ښه لومړی يې تر امامانو هم را وړاندي کړه!
له هدايې تر امام صیب پوري سند بیان کړه !
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

وَلَا قَطْعَ عَلَى النَّبَّاشِ ) وَهَذَا عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ . ولهما قوله عليه الصلاة والسلام : [ لا قطع على المختفي ] وهو النابش بلغة أهل المدينة ولأن الشبهة تمكنت في الملك لأنه لا ملك للميت حقيقة ولا للوارث لتقدم حاجة الميت.(هدایه) ژباړه: اوداغسی دلاس پریکیدل نسته ، پرهغه چاچی دمړوڅخه کفنونه کاږی، اوداخبره په نزد امام ابوحنیفه اوامام محمد(رح) ده، ددوی دلیل دادی، چی رسول اکرم(ص) فرمایی: دلاس پریکول نشته، پرمختفی، چی هغه کفن کښ ته وایی په ژبه کی داهل مدینی. اوبل دلته شبه فی الملک پیداسوه، ځکه دمړی دپاره خوملک نسته(چی کفن دی دده وی) اونه هم دوارث لپاره ملک سته ځکه حق دمیت مقدم دده ترملکیت دی.
[/quote:416b683be6]

د هدايې ليکوال چي د کوم روايت حواله رسول الله ته ور کړې ده ایا دا سته ؟ دا روايت په کوم کتاب کي دئ؟
او د هدايې ليکوال په دې څه خبر سو چي د امام صیب او د امام محمد دا روايت دلیل دئ؟
د هدايې ليکوال رسول الله ته د حدیث په منسوبولو کي له دومره جراته کار اخلي لکه څرنګه چي امامانو ته خبره منسوبوي.
د هدايې ليکوال ته چا حق ور کړی دئ چي له سند او حوالې پرته رسول الله ته خبره منسوبوي؟ د هدايې ليکوال په دې ځای کي دومره ستر خیانت او جرم کړی دئ چي اندازه يې نه سي کېدای.
دی تل امامانو ته هم غلطې خبرې منسوبوي او د رسول الله په حدیثو کي هم تل دا کار کوي؟
مظهري ته او ملګري دي د دې روايت سند او حواله را وړای سئ؟
که ما ته وخت پيدا سو زه به د هدايې ناسمې مسلې او پر رسول الله له سند پرته موضوعي او یا هم تړلي ضعيف حدیث را برسېره کوم . ان شاء الله!
تاته د هدايې خبره کافي سوه بس همدا ځواب سو؟
که له شريعته دلیل لرې را مخته يې کړه که نه نو دا هسي خیالات دي او کفايت نه سي کولای ، الله وايي:
يُلْقُونَ السَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ(الشعراء :۲۲۳)
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ وَالشَّافِعِيُّ : عَلَيْهِ الْقَطْعُ لِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { مَنْ نَبَشَ قَطَعْنَاهُ } وَلِأَنَّهُ مَالٌ مُتَقَوِّمٌ مُحْرَزٌ يُحْرَزُ مِثْلُهُ فَيُقْطَعُ فِيهِ . ِژیاړه: اوامام ابویوسف اوامام شافعی (رح) ویلی دی چی لا س دی پریګړه سی، پخاطرددغه حدیث درسول اکرم(ص) {چاچی کفن وکښووی مونږیی لاس پریکوو} اوبل داخوقیمتی مال دی، اوحفاظت سوی همدی، چی دده پشان نورهم داسی حفاظت کړه كيږي ، نوځکه یی لاس پریکیږی.
[/quote:416b683be6]

په دې ځای کي بیا رسول الله ته حواله ور کړې ده خو نه يې سند سته او نه هم د کوم کتاب حواله ، ولي؟
څوک حق لري چي له سند او حوالې پرته رسول الله ته خبرې منسوبې کړي؟.
اوس کوم لوری حق دئ او کوم ناحق ؟ له چا سره دين دئ او له چاسره د خپل اجتهادي تېروتنه؟
که هر لوری حق وي نو بل لوری خو بايد غلط سي او په کتابونو کي مسله هم ونه ليکله سي ځکه د اختلاف سبب کېږي ، که دواړه دين وي نو دلیل يې څه دئ؟ که يو لوری دين وي او بل غلط نه بیا هم دلیل ته اړتیا لري ، که د امام ابویوسف حدیث نه دئ صحيح نو د امام صیب لورته منسوب حدیث هم بیخي موضوعي دئ چي دلیل پرې نه سي نيول کېدای.
نو اوس ته پرېکړه وکړه چي کوم یو حق دئ؟ له قران او حدیث څخه يې دلیل راوړه!
او که څوک د چا باغ ته ورسي غلا وکړي ایا لاس يې پرې کېږي که نه ؟
دا غلا ده که نه؟
که نه وي دلیل يې څه دئ او که وي نو دلیل يې څه دئ؟
پرباغ سړی نه وي نو غلا ترې کېدای سي ایا لاس يې پرې کېږي که یا؟ که پرېکېږي نو د کفن کښ لاس بیا ولي نه پرې کېږي؟ که هغه مخافظ نه لري نو هغه يې هم نه لري؟
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

اوپدی اختلاف کی معتبرقول ده طرفینودی لکه چی په عنایه شرح الهدایه کی یه دابویوسف اومام شافعی (رح) ځواب داسی ویلی دی: وَمَا رَوَاهُ غَيْرُ مَرْفُوعٍ أَوْ هُوَ مَحْمُولٌ عَلَى السِّيَاسَةِ . ژباړه: هغه روایت چی ده روایت کړيدی، مرفوع ندی، اویادغه کارمحمول پرسیاست دی. اوبیاپه فتح القدیرکی وایی: وَالْجَوَابُ أَوَّلًا مَنْعُ الْحِرْزِ لِأَنَّهُ حُفْرَةٌ فِي الصَّحْرَاءِ مَأْذُونٌ لِلْعُمُومِ فِي الْمُرُورِ بِهِ لَيْلًا وَنَهَارًا وَلَا غَلَقَ عَلَيْهِ وَلَا حَارِسَ مُتَصَدٍّ لِحِفْظِهِ.(فتح القدیر جلد12صفحه 234 المکتبة الشاملة) ژباړه:اولومړی داځواب وایو:چی نه منوچی قبرځای دحفاظت دی، ځکه داخویوه کنده ده په صحراکی چی ورباندی په تیریدلوکی هرچاته اجازه ده، که دشپی اوکه دورځی، قلف هم پرهغه نشته، اونه هم ورسره نګهبان سته چی قصدکونکی دی وی دپاره دحفظ دهغه. ( وَلَا يُقْطَعُ السَّارِقُ مِنْ بَيْتِ الْمَالِ ) لِأَنَّهُ مَالُ الْعَامَّةِ وَهُوَ مِنْهُمْ(هدایه) ژباړه : اونه هم پریکیږی لاس دغله دبیت الماله څخه، ځکه چی بیت المال خودعام خلګودی، چی غل هم په عاموخلګوکی داخل دی.
[/quote:416b683be6]

ښه د هغوئ روايت مرفوع نه دئ نو د امام صیب روايت بیا کله مرفوع وو او کله صحيح وو؟
ښه دا د سياست خبره بیا له کومه سوه؟ ته يې بیلګي وړاندي کړه چي رسول الله په ديني چارو کي یا هم په حدودو کي چيري د سیاست پر بنسټ هغه او دغه کار وکړ؟
دعقل له لوري خبرې مه کوه بلکي نقلي دلیل که لرې نو را مخته يې کړه که نه وخت را سره نه سته په عقل مي اوس والله پر همدې ځای ماتولې لکن وخت را سره مصاعده نه کوي.
بیت المال څخه غلا روا ده ؟ ښه د عامو خلکو چي سړی په کي داخل وي نو غلا روا ده؟دلیل؟ ایا رسول الله داسي کړي دي؟ زما په اند خو دا فارموله د وخت پاچاهانو او وزیرانو ته جوړه سوې ده او هغوئ ترې ښې ګټې پورته کړې دي .
د بیت المال د مسلې حل همدا سو؟ عقل بس؟ نقل ته اړتيا نه سته؟د الله له دې عام قول څخه چي دا دومره استثناؤې کوئ نو دلیل يې همداسي د الله قول یا هم حدیث کيدای سي خو ته دلیل نه لري او صرف عقل چلوې ، ولي؟ الله عزوجل وايي:
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا(المائده:۳۸)
اوس عامه خبره ده نو د افرادو یا جزياتو بېلوالی يې له شريعت څخه نقلي دلیل غواړي ، ته مهرباني وکړه د غلا په مسئله کي دي هرې يوې مسلې ته له شريعته دلیل را وړه دا ستا او د اسلافو خبرې دي زه نه منم او نه يې حجت بولم . حجت وحې ده او بس!
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

قَالَ ( وَلَا مِنْ مَالٍ لِلسَّارِقِ فِيهِ شَرِكَةٌ ) لِمَا قُلْنَا . (هدایه) ژباړه : اونه یی هم لاس پری کیږی په غلاکولوسره دهغه مال، چی دی پکښی شریک وی، په خاطردهغه چی مونږوویل(یعنی دلته شبهه دملیکیت ده).
[/quote:416b683be6]

ستا شبهه مه ښوروه له شريعت څخه دلیل راوړه!
[quote:416b683be6="noorulhaqmazharee"]

حذیفه اشتباهات
1. عبارتونه یی کډوډ رانقل کړیدی، یعنی داسی چه مدعی یی رانقل کړی خولیکن دلیل یی بیاځنی پرایښی.
2. 2. ژباړه یی نیمګړی کړی ، داسی چی دمدعی ژباړه یی کړی خولیکن ده دلیل ژباړه یی نده کړی.
3. غلط برداشت یی دعبارت څخه کړی، اودعبارت مقصدغلط فهمولی، ځکه مقصددعبارت حکم ددغه قسم غلادی، خبره دامراوتشویق پکی نشته، خوکم بخته حذیفه داسی انګیرلیدی، چی په فقه حنفی کښی وایی: تاسودغسی غلاوکړی، اودغسی دقرآن سپکاوی اواهانت وکړی (العیاذبالله).
4. بیایه دخپل عادت پشان ځینی بی مفهومه دکم عقلی خبری کړیدی، چی خپل حماقت یی پکښی انځورکړی.
[/quote:416b683be6]

مدعی يې راته ناسمه ښکارېده او دلیل يې عقلي وو نو ځکه يې نه راوړم.
دلیل يې ته وژباړه ! زه يې هغه ځای ژباړم چي زما ور سره کار وي نور يې ته پسي ګرزه.
برداشت يې ته سموه زه يې امر او نهې څه کوم ما ته مهمه خبره داده چي له قران یا حدیث څخه لاسوند لري که نه ؟
بدبخته هغه څوک دي چي د الله او رسول د نيغې لارې پر ځای په نورو لارو پسي روان وي ، په داسي حال کي چي الله وايي:
وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ(الانعام :۱۵۳)
او بې شکه دا زما لار ده نیغه نو د دې پيروي وکړئ او د مختلفو لارو پيروي مه کوئ چي د ده له لارې به مو سره بېل کړي.
اوس الله تعالي له دې څخه منعه کوي او ته تشويق ورته کوې نو ایا ته د اسلام په دښمني کي واقع يې که زه؟
د الله يوه لار ده او رسول هم په دې امر سوی دئ چي د وحې تابع اوسي نو ته ولي دا امر نه منې؟
قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ(الاحقاف:۹)
ووایه زه له رسولانو څخه نوی نه يم او زه خبر نه یم چي په ما او تاسو به څه کېږي زه صرف د وحې پيروي کوم او زه يو ښکاره ډارونکی يم .
اوس ته ووایه رسول څه کول؟ اجماع وې ، قیاسونه ، د خلکو قولونه ، تقليد او که يې وحې دين بالی؟
ته همدا خبره تل کوې چي تاسو نورو قومونو پيدا کړي یاست ، مخکي نواست او ليږ وخت کېږي چي پيدا سوي یاست ، عینا همدا خبر رسول ته هم سوې ده، زه په دې فخر کوم چي د رسول الله تګلارې ته په بلنه کي ما ته هغه خبرې کېږي چي رسول الله ته سوې دي .
زه همغه د رسول الله تګلاره غواړم ته مي نوی ګڼې که پخوانی، ته چي وروسته پيدا سوی يې ایا د ځان په اړه هم کله دا پوښتنه درته پيدا سوې ده ؟ ولي مو دين سره وېشلی دئ؟ دا دومره مذهبونه له کومه سول؟
دا ټول حق دي؟ کوم یو حق او کوم باطل دئ؟
له الله وډار سه د الله د دين مقابله ایله کړه.
د هغه څه پيروي وکړه چي رسول کړې ده ، تاته چا امر کړی دئ چي د امام صیب په مذهب سه؟
په داسي حال کي چي الله وايي:
وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ(الانعام :۱۵۳)
او بې شکه دا زما لار ده نیغه نو د دې پيروي وکړئ او د مختلفو لارو پيروي مه کوئ چي د ده له لارې به مو سره بېل کړي.
اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ(الاعراف :۳)
د هغه څه پيروي وکړئ چي تاسو ته ستاسو د رب له لوري نازل سوي دي او له دې پرته د نورو دوستانو پيروي مه کوئ ډېر کم پند اخلئ.
نور ته او خپل فکر دې؟!


مومن مهاجر
24.08.2012

ټولو ښاغلوته سلامونه ،ښې چاري او د تېر نېمکمرغه وړوکي اختر مبارکي وایم ، هیله ده روژه او اختریز وختونه به مو رنګین او سوکاله تېر کړي وي .
زه تر یو اوږده سفر وروسته خپل ځای ته راستون شوم ، له دمې جوړولو وروسته مي سمدستي کمپیوټر روښانه کړ په اول قدم کي مي سمون ویب سایټ او د ټول افغان بحث فورمونو ته سر ورښکار کړ چي په یو لړ پرمختګونو مي سترګي یخې شوې او د ځینو ملګرو غیر منطقي ، له معیاري پلوه کمزورو او اخلاقي ضد لیکنو خوابدی کړم خو په هر حال ډېري موضوعګانې مطرح شوې دي چي د الله په مرسته هر ځای حق بریا موندلې او د کمزوري دریځ د خاوندانو ماته، سپکي سپوري، بې ځایه ادعاوې او د شکست په ویر لړلي ساندي هر چا ته په لوړ اواز وايي چي حق څه دئ او بریا چا وړې ده ؟.
د وېښ وجدان او انصاف پلویان په دې هرڅه ښه پوهېږی . په پای کي ښاغلي لرغوني لاروي، وصیل پېروز، حذیفه او حمید هڅاند ته د زړه له تله یو ځل بیا نیکې پيرزوینې او د تېر اختر مبارکي ډالۍ کوم او له لوی الله څخه تل د حق په دفاع کي ورته د کلک هوډ، اخلاص،سرښندنې او بریا هیله کوم .


تخاري
25.08.2012

Munafiqa Ta Sam Sha aw mong pa tolafgan ki ma gumrah kawa,sta Samoon do pa Ta aw zamong tolafgan di pa mong Mubarak wi


منلی ځواک
25.08.2012

سلامونه اونیکی هیلی تقدیموم
حذیفه صیب هیله ده روغ او جوړ وی ستاسو لیکنی دومره اوږدی وی چی زما په شان کس چی په هفتو هفتو کی یو ځل د لیکلو او لوستو لپاره وخت مومی ته یی پوره لوستل ډیر ګران وی .

حذیفه صیب ما ستاسو د حنفی فقه او حدیث لیکنه سرسری ولوسته دی نتیجی ته ورسیدم چی تاسو مخکی له دی چی د حنفی فقهی دقت او باریکیو ته ځیر شئ، اعتراض ته مو مخه کړی، ممکن په مکانی لحاظ ستاسو موقعیت دی ته هڅولی یاست چی د خپل سلفیت د اثبات/ځلولو په موخه د امام ابو حنیفه رح په رد کی یو څه خامخا ولیکئ .

دا یو علت شو، بل علت ئی دا دی چی امام ابو حنیفه رح ډیر دقیق، د ژور فکر والا، د عمیق فهم څښتن، او د هری مسئلی په فحوی او مغزی پوه عالم وه، نو ستاسو په شان عالمان چی نظریات مو له ظواهریانو څخه خاص توپیر نلری په اجتهادی مسائلو کی د امام ابو حنیفه رح د علم او پوهی باریکی نشی درک کولی او یا یی ډیر وروسته درک کوی او د تسلیمۍ غاړه ورته ږدی . نو د احنافو څخه ستاسو د هراس دوهم علت دغه هم کیدی شی .

مونږ دا نه وایو چی د احنافو خبره ومنئ مګر تاسو د احنافو خبری کږوئ او بیا پری انتقاد کوئ د مثال په ډول تاسو د سرقت موضوع ته اشاره کړی او لیکلی مو دی:
[color=red:e68e3a97db]بیت المال څخه غلا روا ده ؟ ښه د عامو خلکو چي سړی په کي داخل وي نو غلا روا ده؟دلیل؟ ایا رسول الله داسي کړي دي؟ زما په اند خو دا فارموله د وخت پاچاهانو او وزیرانو ته جوړه سوې ده او هغوئ ترې ښې ګټې پورته کړې دي [/color:e68e3a97db]

تاسو غلط شوی یاست، احناف نه دی غلط شوی.
د هدایی ملا دا نه دی ویلی چی د بیت المال څخه سرقت روا دی، هغه وایی چی د لاس قطع کول پری نشته.

[color=red:e68e3a97db]ته مهرباني وکړه د غلا په مسئله کي دي هرې يوې مسلې ته له شريعته دلیل را وړه دا ستا او د اسلافو خبرې دي زه نه منم او نه يې حجت بولم [/color:e68e3a97db]

دبیت المال له غله څخه ددی حدیث په دلیل حد ساقط شوی دی چی:
(ادرؤوا الحدود بالشبهات) ژباړه: په حدودو کی چی شبهات راغلل ساقط یی کړئ.
د هدایی ملا دا خبره په ډیره لنډه خو جامع جمله کی کړی ده:
(لِأَنَّهُ مَالُ الْعَامَّةِ وَهُوَ مِنْهُمْ)

دا یو مثال شو نور اعتراضات دی هم دغه شی دی.

حذیفه صیب دا منم چی امام ابو حنیفه رح پیغمبر نه وه سهوه او خطا د هر انسان سره مله ده، خو ستاسو له دلیل او استدلال څخه دا جوتیږی چی ستاسو استاذان هم په علمی لحاظ لا د دی جوګه نه دی د امام ابو حنیفه رح په آراوو رد وکړی شی، ستاسو په اړه خو مجال د پوښتنی نه پیدا کیږی.

د اړتیا په صورت کی نور بیا


کامیاب
25.08.2012

مومن مهاجرصیب! ستاسوتأیید اوستاینه دحذیفه غوندی وهابیانوپرکم علمی اوکم عقلی پرده نشی غوړولای، دوهابیانوبی عقلی اوبی علمی اظهرمن الشمس ده، اوبیادښاغلی هذیپه کم علمی خومونږته دده سره دمظهری صیب دمناظری په اوږدوکی پوره معلومه شوه، ده هذیپه شکست اوماتی خوهررښتنی مسلمان ته ښکاره معلومیږی لکه چی ټولورښتنومسلمانانوهم پدی باندی اقرارکړیدی، نوستاسولخوا بیادده تأییدکومه ناروغی نه تداوی کوی، اوبیا بطلان دوهابیت اوسلفیت خوپه تواتراواتفاق باندی ثابت دی، ستاسولخوا ورته دحق ویل کومه فایده نلری.
هیله ده چی نور دهابیت تأیید ونکړی، اوددی ګمراه طریقت څخه موخپل تنفرپه رغنده تورو ولیکی، کنه نوبیاتاسوهم ددوی له جملی څخه حسابل کیږی.

خطاب!!!
وهابیانوڅنګه یاست! ههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه


حمید هڅــاند
25.08.2012

ټولو غړو او میلمنو ته د تېر اختر مبارکي وایم، هیله ده خوښ او خوشاله یاست.
دروند ورور مهاجر صیب، له اوږدې غیر حاضرۍ وروسته بیاځلې راتګ ته دي ښه راغلاست وایم.

درنښت


حذيفه
25.08.2012

سلامونه!
زه هم په خپل وار ټولو ته د تیر اختر مبارکي وايم.
مومن صیب ! له اوږدې غیرحاضرۍ وروسته ښه راغلاست.
یوه خبره بله هم مهمه بولم چي مطرح يې کړم البته په دې پاڼه کي مي هغه ليکنې کولې چي ځوابي بڼه يې لرلای خو د ځينو کسانو بې انصافۍ انسان اړ کړي.
خبره داده چي زه پر امام صیب په هر ځا ی کي نيوکه نه کوم بلکي خبره د همدې کتاب او اوسنيو مذهبيانو ده ، د مذهب پيروان نه د دې مسلې لپاره دلیل لري او نه يې هم تر امام صیب پوري سند لري ، نو دا بیا پر امام صیب ولي اعتراض دئ؟
که امام صیب سهوه کېږي نو سيي ده په ځينو مسائلو کي همدا تګلاره خپله کړئ چي ستونزې حل سي .
او که مو داسي بې ځایه ليکنې کولې ، په بې ګټې ليکنو مو ځانونه خوشاله کول او دې ته ورته حرکات نو تاسو په همدې کي بوخت اوسئ زه به خپل کار مخ ته وړم او ان شاء الله همداسي به په پوره اعتماد خپل کار مخته وړم او که يې څوک په لار کي د غنډ اچولو هڅه وکړي غاښ ماتوونکی ځواب به تر لاسه کړي.


عبدالله صابر
25.08.2012

السلام عليکم

پښتوکښ متل دی چي مړئ خدای شرموي نو په تخته تري غول لاړشي ،
دحذ يفه بخت هغه وخت کوټه شوچي کله يی خپله علمي اواخلاقي سويه
په فقه داعتراضات په نوم وځلوله نه پوهيږم دفقهې شريفې کرامت ورته
ووايم که څه ؟ چي حذيفه يی دومره رسواکړچي دی هم نه پوهيده چي زه
څه ليکم اومطلب مي څه دی ؟؟؟ اونه ورته دا پته وه چي حذيفه په
فقه اعتراض کوي اوکه دروغ پري تړي ،
دده اعتراضات که وګورئ نوپه خپله پوهيږئ چي دحذيفه علمي اواخلاقي
سويه څومره کمه ده ،ايا يوماشوم به هم خپل اعتراض په دي ډول وړاندي
کړي چي هم ناپوهي وي اوهم په فقه دروغ تړل ،يودوه نمونې خويی منلي
ځواک صيب وړاندي کړي يوڅو درته زه ښيم چي ايا داعتراض دی اوکه
دروغ؟ ياداچي حذ يفه دنه پوهيد وستونځه ؟؟

[quote:53e5bef64c]په خپل ذکر د خپل فرج وطئ کول :
د حنفي فقهې معتبر کتاب الدر المختار ليکي :
واما فی دبر نفسه فرجع فی النهر عدم الوجوب الا بالانزال(الدر المختار:۱/ ۱۶۲)
ژباړه: او که يې له خپل ځان سره وطئ وکړه نو د نه انزال په صورت کي غسل نه واجبوي.
واه ! وايي : طبیب هغه دی چي پرې تېر سوي وي ، مسئله به هم داسي بد اخلاقه هغه څوک ږدي چي همدا يې کړي وي ، دا هم کېدای سي ؟ د الله په ذات قسم که مي تر ننه يا د هندوانو په کتاب ، یا د عیسویانو او یا هم د یهودو په کتابونو کي ليدلي وي ؟ دا څرنګه اسلام دئ ؟ دا څرنګه اسلامي اخلاق دي ؟ تر غربیانو مو والله د انسانيت څېره تاسو ور مسخ کړه ، په کتابونو کي مو د دين په نوم هغه څه ليکلي دي چي کافر هم پرې شرمېږي ، لوستونکي دي پرېکړه وکړي ، دا څه دي؟ تر دې د هندو کتاب نه دئ ښه ؟ د شعيه کتاب پرې غوره نه دئ؟ [/quote:53e5bef64c]

[quote:53e5bef64c]مسئله :
و لا عند ادخال اصبع و نحوه کذکر غیر ادمي وذکر الخنثی ومیت وصبی لا یشتهي وما یضع من نشب فی الدبر او القبل علی المختار و لا عند وطئ بهیمة او میتة او صغیرة غیر مشتهاة ... فلا یلزم الا غسل الذکر بلا انزال.(الدر المختار:۱/ ۱۶۶، علی هامش الشامي)
ژباړه: په دبر یا قبل کي که له انسان پرته د کوم بل شي ذکر یا د نرښځې ذکر ، یا هم د مړي او یا هم د کوچني ذکر یا له لرګي جوړ سوی ذکر داخل کړي او یا هم د کوم حیوان یا مړې ښځې یا نابالغه نجلۍ سره وطئ وسي خو انزال ونه سي نو غسل نه سته بلکي یوازي ذکر دي ومينځي.
مفتي ! ډېره ښه اساني دي جوړه کړې ده ، د «ان الدين یسر» (دین اسان دئ) غوښتنه همدا ده ، له مړه سره جماع کول نو څه بد اخلاقي ده ؟ که سړی ليږ په عذاب سي يعني شهوت ور سي نو ایا هغه له څاروي سره خپل کار نه سي کولای ؟ مفتی خو داسي له چون و چرا پرته عامه اجازه ور کړې ده او له غسله يې هم خلاص کړی دئ ، یاره ! حنفيانو ! دا مو عجیب خوندور مذهب دئ ، مزې به مو کړې وي ؟ مړه ښځه هم در ته روا ده ، کوچنۍ نجلۍ هم ، حیوان هم در ته روا دئ او ان له خپل ځان سره لا هم او تر ټولو جالبه خو لا دا چي غسل هم نه سته بلکي صرف له دې مردارۍ څخه دي یوازي د کار شی ومينځي نور خلاص دئ او دا کوم جرم هم نه دئ .
نور بیا... [/quote:53e5bef64c]


[quote:53e5bef64c]نهمه شبه
دحذیفه عبارت
له مړې ښځې او حیوان سره جماع؟:
د فقهې معتبر کتابونه ليکي :
وَلَوْ جَامَعَ مَيْتَةً أَوْ بَهِيمَةً فَلَا كَفَّارَةَ أَنْزَلَ أَوْ لَمْ يُنْزِلْ ) خِلَافًا لِلشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ ؛ لِأَنَّ الْجِنَايَةَ تَكَامُلُهَا بِقَضَاءِ الشَّهْوَةِ فِي مَحَلٍّ مُشْتَهًى(العنایه شرح الهدایه کتاب الصوم باب مایوجب القضاء والکفارة :۳/ ۲۹۳ ، همدارنګه فتح القدير کتاب الصوم باب ما یوجب القضاء والکفاره :۴/ ۳۴۱)
ژباړه :له مړې ښځې او حیوان سره د روژې په حالت کي جماع کفاره نه لري انزال او نه انزال معتبر نه دي.
مظهري صيب ! دا ده ستا فقه(فکه) ؟ اوس وګوره مړه هم نه دي ترې پاتې ؟ یاره ! دا خو ستا مومن به ده نو څوځلې به دي په دې مسلمه مسئله عمل کړی وي؟.

ځواب [/quote:53e5bef64c]

اوس تاسو وګورئ چي داحتمالي مسائل دي اوکه په فقه دا ډول دروغ تړل
چي ګني فقه ددا ډول مسائلوکولو امرکوي ؟ ؟؟ اود وروستي اقتباس ورو
ستئ ليکه کښ مظهري صيب ته ليکي چي تاسو داکا رڅوځله کړئ؟ دا اخلاق
اودا علمي سويه ،
نو مؤمن مهاجر صيب ستاملګرئ دفقهې کرامت ووهه ځکه يی نو داسي څه
وليکل چي لومړئ يی دده علمي اواخلاقي سويه خلکوته بربنډه شوه اودوهم
يوماشوم او امي سړئ هم تري پخپله قضاوت کولائ شي چي برياد چاپه
برخه اوڅوک په حقه دي ٠
ياده دوي چي دحذ يفه پورته اونور شبهات دمظهري صيب له خوا په لاندي
لنک کښ ځواب شوي

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8898&postdays=0&postorder=asc&start=15


منلی ځواک
26.08.2012

عبدالله صابر صیب ستاسو ټولی خبری صحیح دی
کوم تړونی چی تاسو د لیکنی په پای کی ورکړی ومی لوستلو مظهری صیب ته دی الله (ج) اجر ورکړی او په علم دی ورته برکت کیږدی که حذیفه صیب ناغیړی ونه کړی او په رشتیا د حق طالب وی نو بایده دی چی پر حنفی فقهی د بیځایه نیوکو او حنفی مذهب ته د ګستاخیو بخښنه وغواړی. که زه د حذیفه صیب پرځای وی نو په جرات سره می منله چی په حنفی فقهی نیوکی زما د خپل نیمګړی برداشت زیږنده ده او زه خپله تیروتنه منم.
موږ په حذیفه صیب نیک ګمان کوو داسی نه وایو چی ګواکی هغه قصدا د حنفی عالمانو خبری کږوی یا یی نیمګړی اقتباس کوی تر څو د انتقاد ګذار ته ئی برابر کړی زموږ په نیک ګمان د حذیفه صیب نیت پاک دی خو علم او پوهه ئی په ډیر ابتدائی پوړ کی خاپوړی وهی پس د عبارت نه ناسم اخځ کوی او ځکه ئی اعتراضاتو ته ملا تړلی ده.

لکه څرنګه چی عبدالله صابر صیب لیکلی ښاغلی حذیفه اساسی ستونزه دا ده چی د افتراضی فقی په معنا نه پوهیږی یا ځان نه پوهوی.

که نه پوهیږی نو زه ئی په لاندی کرښو کی تشریح کوم او که ځان نه پوهوی نو دا د علم په امانت کی یو ډول خیانت دی او خپل خدای ته به ئی د قیامت په ورځ جواب وائی.

افتراضی فقه:
لکه څرنګه چی له نامه نه ئی معلومیږی افتراضی فقه د هغو مسائلو له احکامو بحث کوی چی تر دمګړۍ پوری نه وی پیښ شوی او فقها ئی له وقوع نه وړاندی د پیښیدو اټکل وکړی او حکم ورته وټاکی معنا دا چی که چیری داسی کار پیښ شو نو حکم ئی دا دی.

افتراض د حنفی فقهی یوه خوندوره ځانګړنه ده که څه هم دا ځانګړنه پخوا د حنفی مذهب عیب ګڼل کیدلو ځکه د هغوی په اند اسلام موږ په هغو مسائلو کی له خوض نه منعه کړی یو چی تر اوسه نه وی واقع شوی، مګر د وخت په مرور سره (او بالخصوص په اوسنی عصر کی) مخالفینو که خپل نظر بیرته نه وی اخیستی سست کړی خو ئی هرومرو دی او هاغسی په ټینګه ئی نه مطرح کوی لکه چی پخوا به ئی مطرح کول او دا ځکه چی د وخت په تیریدو سره ډیر داسی واقعات او مشکلات رامنځ ته شول چی د وخت د فقهاو لپاره بیخی نا اشنا او نوی ؤ او جالبه دا وه چی بی د احنافو نه د هیڅ بل کوم عالم په اقوالو او کتابو کی ئی د حل لاره نه وه په ګوته کړی.
یو مثال ئی په اوسنی طب کی د (تلقیح صناعی) موضوع ده. ډیر پخوا هم نه، خواوشا پنځلس کاله وړاندی به خینو خلکو د امام ابو حنیفه (رح) دا قول د انتقاد او استهزا په ډول تکرارولو: (چی که یو سړی په مشرق کی وی او په مغرب کی د یوی ښځی سره نکاح وکړی او بعد له شپږو میاشتو ئی بچی پیدا شی نو دا بچی همدغه سړی ته منسوبیږی که څه هم وطی نه وی رامینځته شوی د امام صاحب دلیل دا دی چی د نکاح عقد دغه سړی پوری د بچی د تړلو سبب دی).
پخوا به ډیرو خلکو ویل چی دا څنګه امکان لری چی سړی په مشرق کی وی او ښځه په مغرب کی وی او وطی هم نه وی رامنځته شوی او بچی یی وزیږی؟ خو نن ورځ د طب د پرمختګ په نړۍ کی د ځینو خاصو جنسی امراضو له کبله ډاکټران د سړی سپرم اخلی او د ښځی په رحم کی ئی ږدی حال دا چی نه وطی رامنځته کیږی او که وغواړی نه د دواړو ترمینځ ملاقات رامینځته کیدی شی.
په معاصره نړۍ کی د احنافو له افتراضی فقهی د مخالفینو د استفادی مثالونه ډیر زیات دی که سړی وغواړی یو کتاب پری لیکلی شی. له دغو پیښو څخه بله دا چی د یو انسان د بدن غړی بل انسان ته نقل کول شی. هغه وخت چی احنافو د دی مسئلی حکم بیانولو ډیرو مخالفینو به پری د الخوض فیما لم یقع پر اساس نیوکی کولی خو نن د هماغو مخالفینو شاګردان د جراحی عملیاتو په واسطه د ګردو او زړه د بدلولو د حکم په برخه کی حنفی فقی ته رجوع او استفاده کوی.

دا خو د افتراضی فقهی لنډ او مختصر بیان شو.
رابه شو د حذیفه صیب سادګۍ ته، د حذیفه صیب ستونزی دوه ډوله دی:
لمړی: حذیفه صیب چی په فقه کی افتراضی مسائل وینی نو داسی فکر کوی چی فقها ددی کار د کولو امر کوی حال دا چی داسی نه ده. د مثال په ډول خپل پرونی مثال بیا لیکم:

احناف وائی که یو سړی له بیت المال څخه غلا وکړی نو د شبهی د رامینځته کیدو پر اساس تری حد ساقط دی.

خو حذیفه صیب داسی فکر کړی چی احناف له بیت المال څخه د غلا په وجوب امر کوی. حال دا چی احنافو د مشبوه فیها حدودو د سقوط خبره کړی له بیت المال څخه د غلا د حکم په اړه په دی ځای کی هیچا خبره قدری هم نه ده کړی.

نو د حذیفه صیب د نیوکو یوه برخه په دغسی افتراضی مسائلو د وجوبی امر ګمان، تشکیلوی.

دوهم: د حذیفه صیب دوهمه ستونزه دا ده چی په اصل مطلب نه وی پوه شوی یا د علمی لږوالی له کبله او د لغوی التباس له وجی. مظهری صیب ته الله (ج) اجر ورکړی دا خبره ئی ښه واضحه کړی خو زه ئی د مثال په توګه فقط یوه نمونه بیا لیکم:
أَمَّا لَوْ قَبَّلَتْ الْمَرْأَةُ الْمُصَلِّيَ وَلَمْ يَشْتَهِهَا لَمْ تَفْسُدْ صَلَاتُهُ

د دی عبارت خلص مفهوم داسی دی:
که چیری [color=blue:f1db83389f]د ښځی له خوا[/color:f1db83389f] لمونځ کوونکی سړی مچی کړل شی نو د ښځی په مچه د سړی لمونځ نه فاسدیږی په دی شرط چی له مچی ئی خوند نه وی اخیستی (شهوت ئی نه وی راپارولی).

خو حذیفه صیب ئی په مطلب نه دی پوه شوی او معنا ئی داسی کړی چی که یو سړی په لمانځه ولاړ وی او د لمانځه په حالت کی ورشی او د خپلی ښځی نه یوه مچه واخلی او ښځی ته ئی دا مچه خوند ورنکړی نو د سړی لمونځ نه فاسدیږی خپل لمونځ ته دی ادامه ورکړی او لمانځه ته ئی کوم نقصان نه رسیږی.

نو د حذیفه صیب د نیوکو بله برخه په همدغسی ناسم اخذ او یا که ووایو (سوء تفاهم) باندی ولاړه ده. او د سوء تفاهم په صورت کی طبیعی خبره ده چی سړی نیوکه او انتقاد کوی لکه حذیفه صیب چی کش ورکړی.

که ناوخته راباندی نه وی په دی موضوع می تر دی هم زیاته رڼا اچوله خو یوه توصیه باید وکړم چی د مظهری صیب لیکنه خامخا ولولئ او حذیفه صیب باید دا جواب هم ورکړی چی ولی د مظهری صیب د هغی بلی لیکنی جواب نه ورکوی په کومه کی چی نوموړی ته یو لړ پوښتنی راجع دی.

په ډیر احترام
ستاسو ورور منلی ځواک


حذيفه
26.08.2012

په تیرپسي
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

ځواب
حذیفه دونه کم عقل اوخالی الذهن دی، چی ددین ورسره هیڅ معلومات نشته، بس یوه مسئله چی ظاهرا یی ترفاسدنظربده راغله ماقبل اومابعدته یی نګوری، نو ورباندی لیکل کوی. ګوره کم عقله! یوخودا مسئله داحنافودټولوعلماؤ قول ندی، ځکه علامه شامی(رح) داخبره رد کړی چی فتوی هم پرقول دعلامه شامی (رح) ده ، خوته کم عقل چیری په دی باندی پوهیږی چی ځنی اصحابو(رض)هم تفردات درلودل، نودیوفقیه تفردات دهغه خپل شخصی نظردی،
[/quote:f87c78cb6f]
سمه ده چي زه به نه يم په پوه سوی خو ته يې په غوره دلائلو یا ثابته کړه یا يې هم رد کړه.
تر پچو او ښکنځلو هاخوا بل کار ته هم نه لرې ، لیږ فکر وکړه چي ایا مناسب کار کوې؟
دا مسله ما هم ټولو ته منسوبه کړې نه ده ، شامي د نورو کتابونو په حواله ليکلې ده ، اوس ته ووایه شامي چيري رد کړې ده؟ بیا که دا مسله د مذهب نه وي ته يې ولي تائد کوې؟ همداسي ووایه چي غلطه خبره ده او زه يې هم نه منم ! ښه د اصحابو تفردات منې او هغه ردوې لکن د خپل فقيه تر قول نه تېرېږې؟
د تمتع حج کوې خو د عمر فاروق خبره نه منې ، په اور خلکو ته عذاب نه ور کوې خو علي رضی الله عنه دا کار کړی دئ ، د څاښت لمونځ کوې خو ابن عمر يې بدعت بولي ، ولي دا کارونه در ته د منلو وړ نه دي؟
او که وايې چي دا خو د رسول الله له حدیث سره ټکر دي نو ستا د فقيه قول هم ور سره ټکر دئ ، زه يې وروسته درته په ګوته کوم چي الله او رسول يې يوه خبره کوي او ته او فقیه دي بله کوئ.
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

چی دته الله پرهغه هم ثواب ورکوی، ځکه مجتهدلپاره دوصول په صورت کی دوه ثوابه ودعدم وصول صورت یوثواب دی،
[/quote:f87c78cb6f]

ښه ګرانه ! ته خو شامي مجتهد هم بولې؟
ایا ستا د مذهبي ملایانو هم دا رایه ده؟
شامي مجتهد دئ ؟ شرائط چي ته يې ورته لازمي بولې په کي پوره دي؟
د مذهب دي څو کسان در سره موافق دي؟
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

خوتاسوکم عقله سلفیان کله پداسی تحقیق باندی پوهیږی.
[/quote:f87c78cb6f]

ما تاته څو ځلې وويل چي سلفي مه راته وایه او ته بیا هم هغه خبره کوې ، ولي؟
په دې ځای کي خو دي يوه بله خبره هم پسي تړلې ده ، نو هغه ستا مدافعين چيرته لاړل چي ستا له لوري به ماته شک – شک کېدل او اوس ستا پر بې انصافۍ ، ښکنځلو ، او بد و رد سترګې پټوي؟
صابر صیب ، وزیر صیب ، منلی صیب او نورو اوس خو موږ ليږ انډيوال ته هم غوږ سئ چي څه وایي؟
یوځل وايي ټول سلفيان کم عقله یاست ، بیا ماته هم سلفي وايي سره له دې چي ما له دې نومه منعه کړی وو بیا وايي په تحقيق نه پوهېږئ ، یعني ټول سلفيان چي علماء به يې هم په کي داخل وي خره دي ، ولي ؟ ځکه تحقيق يې نه دی زده ، نو څوک چي په تحقیق نه پوهېږي عینا حیوان يې ترې جوړ کړ .
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

اوبیا باوله ! مونږاوتاسویوحالت لرو چی هغه ته حالت دمخمصی وایی: دمخمصی په حالت کی څوک حرام کاردشفاء لپاره وکی، نوهغه مأخوذندی، شرعاهغه ته اجازه سته،
[/quote:f87c78cb6f]

ښاغلې ! ته او انصاف ایا همدا د مخمصې حالت دئ؟ایا تاته وحې وسوه چي په حرامو کي شفا سته؟ حرام شفا نه لري رسول الله همدا وايي اوس ته له کومه داخبره کوې چي که حرام کار د شفا لپاره وکړي؟ که په حرام کي شفا وايي الله ولي حراموئ؟ ته تر الله او رسول ښه په خبر يې ؟ بیا دا د الله په کلام پسخند نه دئ؟
الله وايي:
قُلْ أَبِاللَّهِ وَآَيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ (65) لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ(التوبه :۶۶)
رسول الله وايي:
عن حسان بن مخارق قال : قالت أم سلمة : اشتكت ابنة لي فنبذت لها في كوز فدخل النبي صلى الله عليه و سلم وهو يغلي فقال : ( ما هذا ) ؟ فقالت : إن ابنتي اشتكت فنبذنا لها هذا فقال صلى الله عليه و سلم : ( إن الله لم يجعل شفاءكم في حرام )(صحيح ابن حبان کتاب الطهاره باب النجاسة وتطهیرها ح :۱۳۹۱)
اوس فکر وکړه ایا رسول الله په دې حالت کي په حرام شي د شفا یا روغتیا غوښتلو اجازه ور کړې ده؟
ته د حدیث په الفاظو کي ليږ فکر وکړه د الله رسول په څومره ښکاره ، واضحو او ټينګو الفاظو ورته وايي چي الله په حرامو شيانو کي ستاسو شفا او روغتیا نه ده ايښې.
اوس ته شرم څنګه نه لرې چي د رسول الله په مقابله کي خبره کوې؟
رسول وايي شفا نه سته او ته وايي چي سته؟ دا ته له حدیثو انکار نه کوې؟ دا د حدیثو د انکار فتنه تاسو نه ده را پورته کړې؟
د صحيحو احادیثو په مقابله کي د خپل امام یا فقیه خبره منئ ، ته شرم لرې؟ ته هم ځان ته د رسول الله یو امر منونکی امتي وايې؟
دا څنګه امر منل دي؟ رسول الله د مخمصې په حالت کي هم د حرام شي جواز نه ور کوي او ته يې ور کوې؟
او ګرانه ! په دې ځای کي دي يوه دوکه دا هم کړې ده چي د مخمصې حالت او د قران په بولو ليکل سره بېل دي ، یو لورته د الله په کتاب پسخند دئ ، لور ته رسول الله وايي چي په دې کي شفا نه سته او بل به کوم طبیب دا خبره وکړي چي د الله د کتاب په بې عزتي کي ستا شفا ده؟ د انسانيت په ټول تاريخ کي چا دا خبره کړې ده؟ ته د یوه طبیب حواله را کولای سې؟
او کوم څه ته چي ته شفا وايي رسول الله يې مرض بولي ، لکه چي وايي:
عَنْ عَلْقَمَةَ بْنِ وَائِلٍ عَنْ أَبِيهِ وَائِلٍ الْحَضْرَمِىِّ أَنَّ طَارِقَ بْنَ سُوَيْدٍ الْجُعْفِىَّ سَأَلَ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- عَنِ الْخَمْرِ فَنَهَا أَوْ كَرِهَ أَنْ يَصْنَعَهَا فَقَالَ إِنَّمَا أَصْنَعُهَا لِلدَّوَاءِ فَقَالَ « إِنَّهُ لَيْسَ بِدَوَاءٍ وَلَكِنَّهُ دَاءٌ ».(مسلم ح: ۵۲۵۶)
بل روايت يې داسي دئ:
وسأله سويد بن طارق - أو طارق بن سويد - عن الخمر ؟ فنهاه ، فقال : إنَّا نتداوى بها، فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم- : «ليست بدواء ، ولكنها داء».(ترمذي)
دا لا هم سته:
«أنه سأل النبيَّ -صلى الله عليه وسلم- عن الخمر ، فنهاه ، ثم سأله ، فنهاه ، فقال له : يا نبيَّ الله ، إنها دواء ؟ فقال النبيُّ -صلى الله عليه وسلم- : لا ، ولكنها داء».(ابوداؤد)
اوس دي هر مسلمان فکر وکړي چي رسول الله حرام شي ته کله هم شفا نه ده ويلې او د مخمصې په حالت کي چي د کوم شي اجازه ده نو هغه که سړی له لوږې یا هم له تندې مري ، مرګ يې یقیني سي انسان د قدم اوچتولو توان ونه لري نو حتما به مري په دې حالت کي د خنزیر غوښه دومره اندازه خوړلای سي چي ځان له مرګه پرې وساتي یا هم حرام شی وڅښي نو په دې ځای که انسان مریض نه دئ چي په حرام شي شفا غواړي بلکي وږی دئ او لوږه ليرې کوي ، اوس ته ووایه لوږه مرض ده؟
ښه که تاته فرضا کوم طبیب ووايې نو ته د رسول الله خبره منې او که د رسول الله؟
که د رسول خبره منې نو په ډاګه اعلان وکړه چي دا مسله يې له سره غلطه ده ؟ او هيڅ دفاع مه ترې کوه!
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

خوداچی تالیکلی چی دغه نوتاته دکوم ځای نه معلومه شوه، چی پدغه کارکی شفاء شته،کم عقله طبابت ځانته مستقل فن دی اوبیاپه شرعی طبابت کی دطبیبانووړاندوینه دځنی امراضودتداوی لپاره ، په تجربه ثابته سویده ،
[/quote:f87c78cb6f]

زه د الله په ذات قسم کوم چي هيڅ طبیب ته هم والله که په تجربه ثابته وي چي قران په بولو وليکه نو ته جوړېږې، زما د طبیب تر خبرې د رسول الله پر خبره ایمان دئ ، طبیب په دې ځای کي ښکاره دروغ ويلي دي او د يوه شېطان خبره يې کړې ده.
دا فن زه تر هغو منم چي شريعت ته په کي درناوی وي او کله چي شريعت ته په کي سپکاوي وکړي نو بیا يې زه نه منم بلکي مردود يې بولم ، یو مثال يې همدا د قران په بولو ليکلو دئ که په رښتيا ډاکټر یا هم طبیب دا خبر وکړي.
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

نوچی څوک به تشخیص دناروغی اوتداوی کوی؟، نوهغه خوستاغوندی کم عقل اوناخبره نه ښیی بلکه أطباء ښیی ، خوتاسوسلفیان کله پداسی فقهی تحقیق پوهیږی ، تاسوخوماړه غوایان یاست.اوبیاته کم عقل خودقرآن څخه هم ناخبره یی، آیاپه قرآن دمخمصه په حالت کی دسرکوزی دغوښودخوړلواجازه نده راغلی؟ بس به نوکم علمه ته به لیکی چی الله (ج) خپل حکم مات کی(العیاذبالله).
[/quote:f87c78cb6f]

د قران په دې حکم به ته او ستا دا مجتهد ښه خبر وو که رسول الله ؟
د الله همدا قران په رسول الله نازل سوی دئ ، رسول الله وايي چي په حرامو کي شفا نه سته ، نو اې ساده ! ته له کومه وايې چي همدا حرام کار شفا ده ؟
ستا پر عقل، زړه ، غوږونو او سترګو الله داسي مهرونه او ټاپې لګولې دي چي والله که په دې پوهېږې چي الله څه وايي او رسول يې څه وايي؟
رسول الله په ښکاره ، واضحو او څرګندو الفاظو درته وايي چي په حرامو کي شفا نه سته او ته وايي چي دا په تجربه ثابته ده ؟نو ایا رسول الله دروغ ويلي دي؟ العیاذ بالله!
ته ور سه پورته ذکر سوي حدیث وګوره بیا د خپل هوښ او عقل په هنداره کي وګوره چي ته کم عقل يې که زه؟
د خنزیر غوښه که مسلمان د مرض په حالت کي خوري نو هيڅ جواز نه لري او که انسان وږی وي نو حالت يې خرابېږي خوراک يې ورته روا دئ ، اوس ستا دا قیاست غلط دئ چي لوږه پر مرض قیاسوې، لوږه یا هم تنده داسي نه ده لکه مرض ، بلکي دا دواړه بېل شيان دي او احکام يې هم الله او رسول بېل بیان کړي دي.
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

دحذیفه اشتباهات
1. داحنافودکتابونوڅخه یی په ناپوهی کی په پورتنی عبارت اعتراض کړی، پداسی حال کی، که چاته مسئله معلومه وی، نوهغه دغسی دناپوهی شبهه نه منځته کوی لکه چی حذیفه مخی ته ایښی ده.
2. دعبارت څخه يي غلط برداشت کړی، ځکه دداسی انګییرلی دی چی په حنفی فقه راغلی چی بس تاسودغه کاروکی بیله کومی پای بندی اومجبوریته، سره ددی کتاب خپله صراحتاوایی دطبابت لپاره، نواصلی مسئله داسی ده چی لومړی ددی کاردکولوڅخه پرقول دعلامه شامی (رح) ځان وساتی په نورو طریقودی دځان معالجه وکړی، خوکچیری یومسلمان اوحاذق طبیب وړاند وینه وکړی، چی دغه تداوی مؤثره تمامیږی نوپدیکی کمه خبره نشته، خوحذیفه داسی جاهل دی ، چی علم الغیب اوعلم بالاسباب فرق نشی سره کولای، ځکه یی وه وړاندوینی ته دطبیبانوعلم غیب ویلی دی.
3. وروسته یی ځنی چټیاټ ویلی دی، چی دده دعقل پرالوتلوباندی دلالت کوی.
[/quote:f87c78cb6f]

ولي قران په بولو ليکې او خطا سوی هم زه يم؟ په حرامو شفا غواړې او خطا سوی زه يم؟ ستا د زرګونو مسلو له منځه مي دا مرداره مسله در ته په ګوته کړه بیا هم ناپوه زه يم؟ فحاشا للعقل!!!!!!!!!!
زه د علم غیب او علم بالاسبابو فرق کوم خو اسباب هم لومړی د شريعت په هنداره کي ګورم ، که سبب له اسلامي اساساتو سره سرنه خوړ نو بیا يې نه استعمالوم او بل ته هم وايم چي کار دي حرام دئ.
ستا همدغه سبب ناروا او حرام دئ ، رسول الله وايي په دې کي شفا نه سته نو ستا طبیب دروغ وايي زه يې کله هم نه منم .
برداشت مي هم داسي نه دئ کړی چي ګني تاسو امر کوئ بلکي يوه فرضي مسله ده خو ناسمه ده .
ښه زما چټياتو ته دي پام کېږي چي هلته له تاسو څخه پوښتنې دي او خپلو خبرو ته دي نه دی پام ته راسه زه ستا په همدې یوليکنه کي ستا بې ځایه خبرې در ښکاره کړم :
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

خوحذیفه داسی جاهل دی ، چی علم الغیب اوعلم بالاسباب فرق نشی سره کولای،
[/quote:f87c78cb6f]

[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

نوهغه خوستاغوندی کم عقل اوناخبره نه ښیی بلکه أطباء ښیی
[/quote:f87c78cb6f]
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

خوتاسوسلفیان کله پداسی فقهی تحقیق پوهیږی ، تاسوخوماړه غوایان یاست.
[/quote:f87c78cb6f]

په دې اقتباس کي وینئ چي ټول سلفيان غوایان بولي ؟ نو وزیري ، صابره او نورو ولي يې خوله نه ور بندوئ؟ ایا همدا ستاسو ادب دئ؟ خپل عیب د اوږو منځ دئ او د بل هغه ته مو ژر پام کېږي خو خپله ته مه وایاست.
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

اوبیاته کم عقل خودقرآن څخه هم ناخبره یی،
[/quote:f87c78cb6f]

اوس به ټولو ته جوته سوې وي چي زه له قرانه ناخبره يم که مظهري ، زه يې مسله پر قران او حدیثو عرض کوم که مي له هغو سره په تصادم کي وليده نو هيڅ وخت يې هم نه منم لکه همدا مسله.
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

کم عقله طبابت ځانته مستقل فن دی
[/quote:f87c78cb6f]
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

خوتاسوکم عقله سلفیان کله پداسی تحقیق باندی پوهیږی.
[/quote:f87c78cb6f]

په دې ځای کي بیا هم وینئ چي ټولو سلفيانو ته د کم عقلي نسبت کوي؟.
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

حذیفه دونه کم عقل اوخالی الذهن دی
[/quote:f87c78cb6f]
ښه نو ته څوک يې؟
[quote:f87c78cb6f="noorulhaqmazharee"]

ګوره کم عقله!
[/quote:f87c78cb6f]

د مظهري خطاب وينئ چي په څومره ادبي الفاظو يې کوئ؟
دې ته ادب وايي او زما خبرې بې ادبه دي؟.
دا د مظهري په يوه ليکنه کي دومره بې ادبي وه ، دا يې د يوې ليکنې چټيات ول ، که يې د ټولي ليکنې خبرې سره وتړم نو شايد ليکنه دومره اوږده کړي چي لوستونکي به ستړي کړي .
رسول الله وايي په حرامو کي شفا نه سته خو مظهري له ځانه وايي چي سته نو له شريعته زه نه يم خبر که مظهري؟
د رسول الله له صحيحو احاديثو زه انکار کوم که مظهري؟ رسول الله په خپل قول د قراني ايت تشريح وکړه خو مظهري يې له ځانه کوي او د رسول خبرې ته اهميت نه ور کوي.
دا يې ستاسو مدافع وکيل؟ اوس لوستونکو تاسو فکر وکړئ چي ایا شريعت همدا خبره تائد کړې وه که يې رد کړې وه؟ مسلک پرستي ما را سره کوئ بلکي د حق پلوي وکړئ!
د الله د کتاب درناوی وکړئ او د رسول الله په صحيحو احادیثو عمل وکړئ!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more