اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حنفي فقه او حدیث!!!
حذيفه
08.08.2012
په دې بحث کي د حنفي فقهې هغه مسائل ذکر کوم چي په څرګنده له احادیثو سره تصادم لري ، ښاغلی مظهري دي اوس راسي او له خپلې فقهې دي د قران او سنت په رڼا کي دفاع وکړي ، خو بیا هم ورته وايم چي د مسئلې د اثبات لپاره به هغه صحيح حدیث را وړي چي د محدثينو پر اصولو برابر وي که نه ضعيف او موضوعي يې ور ردوم ، زما ټول حدیث دي مظهري وګوري که مي ضعيف یا موضوعي حدیث نقل کړی وو نو دی هم دې ته ورته معامله کولای سي .
ما مخکي هم يوه لړۍ پيل کړې وه چي غوښتل مي دا پکي څرګنده کړم چي په حنفي فقه کي تېروتنې سته او ګڼ مسايل يې قرآني او يا حديثي ماخذ نه لري ، ښاغلي مظهري هلته ما ته ځوابونه وويل خو تر پايه يې يوې فقهي مسلې ته هم قرآني او يا حدیثي لاسوند يا دلیل را نه ووړ ، مګر بيا هم زه د ده هغې ليکنې ته را ګرزم او هغه بې انصافۍ به يې په ګوته کړم چي د ځواب ويلو پر وخت يې کړې وي . ان شاء الله
ده بيا – بيا ما ته يوه يادونه کوله چي د فقهې کوم مسايل له قرآن او حديث سره ټکر دي؟ دلته به همدا حقايق را وسپړو او له ښاغلي مظهري څخه هيله کوم چي دلته خبرې يوازی په قرآن او حديث وکړي ځکه هسي خو هم د دوئ فقه د قرآن او حديث تشرېح کوي :lol: :lol: :lol: البته په هغه حدیث چي صحيح وي .
[size=24:6c97981a4f]۱ ) په سلام د لمانځه ختمولو وجوب :[/size:6c97981a4f]
[color=cyan:6c97981a4f]نبوي حدیث :[/color:6c97981a4f]
عَنْ عَامِرِ بْنِ سَعْدٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ كُنْتُ أَرَى رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُسَلِّمُ عَنْ يَمِينِهِ وَعَنْ يَسَارِهِ حَتَّى أَرَى بَيَاضَ خَدِّهِ.(مسلم کتاب المساجدباب السَّلاَمِ لِلتَّحْلِيلِ مِنَ الصَّلاَةِ عِنْدَ فَرَاغِهَا وَكَيْفِيَّتِهِ.حدیث نمبر :۱۳۴۳)
ژباړه: عامر له پلاره روايت کوي چي ما رسول الله وليد چي راسته او چپه لور ته يې سلام ګرزاوی ان چي ما به يې د بارخو سپينوالی وليد.
بل ځای وايي:
عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : كَانَ النَّبِيُّ يَفْتَتِحُ الصَّلاَةَ بِالتَّكْبِيرِ ، وَكَانَ يَخْتِمُ بِالتَّسْلِيمِ(مصنف ابن ابی شیبه ، کتاب الصلاة ، باب مفتاح الصلاة ما هو ؟ ،ح : ۲۳۹۷)
ژباړه : عائشه وايي : رسول الله لمونځ په تکبیر شروع کاوی او په سلام يې ختماوی .
[color=cyan:6c97981a4f] حنفي فقه :[/color:6c97981a4f]
( قَوْلُهُ وَإِنْ تَعَمَّدَ الْحَدَثَ فِي هَذِهِ الْحَالَةِ ) أَيْ بَعْدَ التَّشَهُّدِ .
( قَوْلُهُ : أَوْ تَكَلَّمَ أَوْ عَمِلَ عَمَلًا يُنَافِي الصَّلَاةَ تَمَّتْ صَلَاتُهُ ) لِأَنَّهُ تَعَذَّرَ الْبِنَاءُ لِوُجُودِ الْقَاطِعِ وَلَمْ يَبْقَ عَلَيْهِ شَيْءٌ مِنْ الْأَرْكَانِ(الجوهر النیره باب صفة الصلاة)
ژباړه: دا قول چي که يې تر تشهد وروسته په قصد ځان بې اودسه کړ او یا يې خبرې وکړې او یا يې له لمانځه سره منافي عمل وکړ نو لمونځ يې بشپړ سو ، ځکه په دې ځای کي خو يو د بنا لپاره شی پاتې نه سو او بل د لمانځه له ارکانو هم پر ده شی نه دی پاتې .
اوس تاسو فکر وکړئ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه ختمولو طریقه په سلام ګرزولو سره وه او په هيڅ ځای کي هم بله طریقه ترې نه ده نقل سوې نو دا فرض ده چي له لمانځه په هغه طریقه ځان فارغوي چي رسول الله کړې وي .
ایا د حنفي قفهې دا مسلې کوم شرعي لاسوند لري ؟ له رسول الله څخه په دې اړه کوم شی سته چي تاسو د هغه په استناد دا خبره کوئ ؟ ولي له لمانځه په سلام سره وتل سنت دي ؟ د سنت دلیل يې چېرته دئ په داسي حال کي چي هدایه وايي:
( وَمِنْهَا الْخُطْبَةُ ) ؛ لِأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَا صَلَّاهَا بِدُونِ الْخُطْبَةِ فِي عُمُرِهِ(هدایه کتاب الصلاة باب صلاة الجمعه)
ژباړه: او د جمعې د لمانځه له شرائطو بل دا دئ چي خطبه به وايي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټول ژوند له خطبې پرته لمونځ نه دئ کړی .
د جمعې د وجوب لپاره خطبه واجب ده او وجوب يې هم د رسول الله له تل پاتي عمله اخیستی دئ نو مظهري ته اوس ماته داسي ځای په ګوته کړه چي رسول الله دي لمونځ له سلام پرته ختم کړی وي ؟
زه تاته چيلنج در کوم چي که دې د خپلې فقهې دا مسئله له قران اوسنت څخه ثابته کړه نو زه خپله همدا لړۍ در وم او که مو له ګېډي جوړه کړې وي نو د الله لپاره ترې تېر سئ !.
اوس دي هر سړی فکر وکړي یو ځای د رسول الله تل پاتی عمل د وجوب لپاره دئ او بل ځای د سنتيت لپاره دا ولي ؟
دلیل يې له سنت څخه مظهري را وړه!
عقلي خبرې به نه کوې یوازي قران او سنت دي منل کېږي اوتي بوتي به نه وايي او کنځل به نه کوې .
۲ ) پر مړي پاتې روژې ولي نيولای سي :
[color=cyan:6c97981a4f] نبوي حدیث :[/color:6c97981a4f]
عَنْ عَائِشَةَ - رضى الله عنها - أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « مَنْ مَاتَ وَعَلَيْهِ صِيَامٌ صَامَ عَنْهُ وَلِيُّهُ ».(مسلم کتاب الصیام باب قضاء الصیام عن الميت حدیث نمبر : ۲۷۴۸)
ژباړه: عائشه وايي چي رسول الله وويل :که څوک مړ سي او د رمضان روژې پرې پاتې وي نو ولي يې د هغه پر ځای نيولای سي .
[color=cyan:6c97981a4f] حنفي فقه :[/color:6c97981a4f]
وَمَنْ مَاتَ وَعَلَيْهِ قَضَاءُ رَمَضَانَ ....وَلَا يَصُومُ عَنْهُ الْوَلِيُّ(هدایه کتاب الصوم باب ما یوجب القضاء والکفاره :۱/ ۲۳ ، ۲۲۲)
ژباړه: او که څوک مړ سو د رمضان روژې پرې پاتې وې ... خو ولي يې پرځای روژې نسي نيولای .
په دې ځای کي مي ليږ عبارت ایله کړی دئ ځکه د هغه اړتیا نه وه .
اوس يوه عمل ته رسول الله په صحيح حدیث کي جواز ور کړی دئ او ستا فقه يې نفې کوې نو دا ولي؟
ته يې صحيح حدیث را وړه چي دا عمل مو له کوم ځای څخه سرچينه اخلي ؟
د رسول الله صحيح حدیث به را وړې د خلکو خبرې او موقوف روايات نه در سره منو ځکه هغه حدیث نه دئ محدثین يې په ضعيقو کي شامله وي .
یوازي وحې دلیل کېدای سي او وحې د رسول الله قول ، عمل او تقریر دئ نه د صحابي یا امام .
ته به بیا رد کوې چي عبارت يې پوره نه دئ را وړی د لیل يې ایله کړی دئ نو هغه دلیل يې ته را وړه ځکه هلته په کتاب کي ذکر سوی عقلي دلیل خو يې زه نه منم له دې امله يې ايله کوم او ته که کوم شرعي دلیل له قران او سنت څخه لرې نو هغه بیا ته را وړه .
حذیفه ته پیغور
Mazharee
08.08.2012
ګوره حذیفه! ته هیڅ شرم نلری. یووارمات بیامات. آخرته خوبه هم انسان یی حیوان خوبه نه یی چیدی سرپه هیڅ شی نه خلاصیږی، ځمااوستادمباحثی څخه تراوسه ته مات یی، ماستاڅخه 68 پوښتنی چی پکی 29 مستقیما سوالونه دی اونه دیرش می غیرمستقیمی پوښتنی درڅخه کړیدی خوتاځماهیڅ پوښتنی ته ځواب ندی ویلی، اوماستاټولی مستقیمی اوغیرمستقیمی پوښتنی ځواب کړی. ماتاته مخکی لیکلی وه، چی ماهغه مخکنی کاراودفقهی څخه ستادشبهاتو ازاله ستادڅیری درسواکولو، اودملګرودډیرټینګارله وجه وکړ، اوس ستاکرغیړنه اوبی علمه څیره ټولوحق پالوته معلومه شوه، اوس ستاهیڅ خبره قابل قبول اودمنلووړنده اوچی ته هرڅه ولیکی، خلګ یی ستاپرپخوانیولیکنوباندی قیاسوی. مادخپلی فقهی حقانیت اوستاکم علمی اوناپوهی ، پدی څوورځومباحثی کی درته ثابت کړه،هرڅوک چی ځمااوستا لیکنی وګوری هغه ته معلومیږی چی زه رښتیاوایم اوکه دروغ؟. نوزه اوس دی ته هیڅ مجبوریت نلرم چی ددغه شبهوازاله وکړم ، ځکه ته پدی رقم غواړی خپل پرماتی اوشکست باندی پرده وغوړه وی، خوګوره فکردی وی، چی هغه دډبرواودږغ خبره ده، ږغ خوبه یی په ډبرو باندی ورک کی خوپه بوی به یی څه وکی، دداسی پوښتنوپه مطرح کولوباندی به خپل مات زړه ته تسلی ورکی، خوخپل ماته دحق پالو لوستونکواوکتونکوڅخه نشی پټولای. ستاکم علمی اوس ترلمرهم ډیره روښانه ده، هرڅه زورچی ووهی کوم شی دی لاس ته نراځی.
ډیرزورمه وهه چی ناروغ نشی، خوځان ته کله کله تسلی ورکوه، چی زړه دی سکته ونکړی.
ګوری دټول اففان فورم غړو اولوستونکو! ښاغلی حذیفه چی دوه ځلی ماورته ماته ورکړی اوس غواړی چی په ایجادسره دداسی شبهاتوخپله ماته دخلګودسترګوڅخه پټه کړی، نوځکه یی اوس بیاداسی شبهات منځه ته کړی، چی داسی .انګیری چی ګویافقهی حنفی داحادیثوسره په ټکرکیده، خوالحمدلله چی ماودته اومخکی حنفی علماؤ دفقهی حقانیت اورښتونولی ثابته کړیده، دفقهی مسائل دحدیث سره هیڅ په ټکرکی ندی، داچی حذیفه غوندی کم عقلان وایی: داحادیثوسره په ټکرکیدی،تاسودده دغه دعوه پرهغه مخکنیودعوو باندی قیاس کړی چی ده به ویل فقهی حنفی یوډیموکراټ قانون دی (العیاذبالله) خوماورته ثابته کړه چی حنفی فقه اسلامی اصیل قانون دی اودهغی اهانت کونکی سوچه کافردی.
ده چی کله په فقه کی دشبهاتوپه ایجادباندی شروع وکړه، نوماورته وویل : چی ګوره سړیه! دغه شبهات چی ته یی اوس په فقه کی پیداکوی، ددغه شبهاتوازاله مونږپه وقت کی دتدریس دفقه خپلوشاګردانوته وایو، نوددی شبهاتوپورته کول او ایسته کول، مونږته کوم سخت کارندی، اوس هم زه دی کم عقل ته وایم، چی دغه احادیث چی تا رانقل کړیدی اوته داسی انګیری چی فقهی حنفی ددغه احادیثوسره په تضاد کیده، دغه احادیث مونږدخپلی فقه دتدریس په وقت کی خپلوشاګردانوته وایو.
نوبیاهم درته وایم: زه اوس دی هیڅ اړنه یم چی ستاهره شبهه دی زه ځواب کړم. کوم هدف اومقصدچی مادرلودی هغه می لاسته راوست.
نورنوزه دی ناست یم پرقراره سپی دی غاپی ترسحاره.
یاودنه:یادونه:یادونه:
مامخکی لادرته ویلی وه: چی ستااعتراض پرفقه داسی مثال لری لکه سپی چی دمځکی پرسر په فضاکی تیریدونکی الوتکی ته غاپی. چیدامی درته ثابته هم کړه.
لاندنی لینکونوکی دی خپل دسلفیت دپزی پیغورته یوارسرورښکاره که.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8896
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8892
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8922
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8920
Re: حذیفه ته پیغور
وصيل ( پېروز )
08.08.2012
[quote:b135746574="noorulhaqmazharee"]ګوره حذیفه! ته هیڅ شرم نلری. یووارمات بیامات. آخرته خوبه هم انسان یی حیوان خوبه نه یی چیدی سرپه هیڅ شی نه خلاصیږی، ځمااوستادمباحثی څخه تراوسه ته مات یی، ماستاڅخه 68 پوښتنی چی پکی 29 مستقیما سوالونه دی اونه دیرش می غیرمستقیمی پوښتنی درڅخه کړیدی خوتاځماهیڅ پوښتنی ته ځواب ندی ویلی، اوماستاټولی مستقیمی اوغیرمستقیمی پوښتنی ځواب کړی. ماتاته مخکی لیکلی وه، چی ماهغه مخکنی کاراودفقهی څخه ستادشبهاتو ازاله ستادڅیری درسواکولو، اودملګرودډیرټینګارله وجه وکړ، اوس ستاکرغیړنه اوبی علمه څیره ټولوحق پالوته معلومه شوه، اوس ستاهیڅ خبره قابل قبول اودمنلووړنده اوچی ته هرڅه ولیکی، خلګ یی ستاپرپخوانیولیکنوباندی قیاسوی. مادخپلی فقهی حقانیت اوستاکم علمی اوناپوهی ، پدی څوورځومباحثی کی درته ثابت کړه،هرڅوک چی ځمااوستا لیکنی وګوری هغه ته معلومیږی چی زه رښتیاوایم اوکه دروغ؟.
[/quote:b135746574]
ښاغلی مظهري صيب ! ستا دغه خبرې هغه مهال وزن خپلولای شي او هغه مهال به خلګ ورته غوږ ونيسي چي د دليل په توګه هم څه ورسره راوړې . دا ستا د خولې خبرې چي فلانی مي مات کړ، په فلاني ځای کي ما داتوره وکړه او داسي کارنامه مي ښکاره کړه نوري د خلګو زړونو ته نه کښته کېږي بلکي په لوست سره يې په اړه پرېکړه کوي چي يوازي پر ځان ستاينه ، باټو او له حق و حقيقته پر لرېوالي را څرخي نه خو منطق پکي مراعت شوی او نه هم معيار ته پام شوی ، نه اصول پکي پلي شوي او نه هم قانون ته غاړه ايښودل شوې ده .
ستاسو پوښتنو ته ځواب ويل ډېر اسانه کار دئ او ان شاء الله ښاغلی حذيفه صيب به دا دنده په ډېر لنډ وخت کي ادا کړي ، البته ستاسو دا وينا چي د حذيفه صيب پوښتنو ته مو ځواب ويلی يوه له واقعيته لرې وينا ده تاسو نه يوازي دا چي مکمل ځواب نه دئ ورته ويلی بلکي د ځواب پر مهال مو هغه عمده ټکي تر پښو لاندي کړي او هغه اصول مو قصدا هېر کړي دي چي د بحث پر مهال بايد پام ورته شوی وای .
د فقهې په اړه په تېر بحث کي مهم ټکی دا وو چي تاسو بايد د خپلې فقهې اټکلونو ته قرآني او يا حديثي دليل يا ثبوت را وړئ څو د حجت مقام خپل کړي ، خو تاسو له هر څومره زور سره - سره دا کار ونه شو کړای او هيڅکله به یې هم ان شاء الله ونه شئ کړای ، ځکه دا هر څه له حقيقته لرې پر خيال بنا وو.
ستاسو دا خبره به هله خلګ درسره ومني چي تاسو د خپلې فقهې حقانيت خلګو ته ښکاره کړی چي خپلو فقهي خيالونو ته د عمل له ميدانه قرآني او يا حديثي دليل ورکړئ ، څو چي مو دې خيالونو ته د قرآن او حديث له مخې دليل نه وي ثابت کړی هيڅکله دي هم دا له حقيقته لرې خبرې خلګ نه شي تير ويستلای . ولله الحمد
[quote:b135746574="noorulhaqmazharee"]
نوزه اوس دی ته هیڅ مجبوریت نلرم چی ددغه شبهوازاله وکړم ، ځکه ته پدی رقم غواړی خپل پرماتی اوشکست باندی پرده وغوړه وی، خوګوره فکردی وی، چی هغه دډبرواودږغ خبره ده، ږغ خوبه یی په ډبرو باندی ورک کی خوپه بوی به یی څه وکی، دداسی پوښتنوپه مطرح کولوباندی به خپل مات زړه ته تسلی ورکی، خوخپل ماته دحق پالو لوستونکواوکتونکوڅخه نشی پټولای. ستاکم علمی اوس ترلمرهم ډیره روښانه ده، هرڅه زورچی ووهی کوم شی دی لاس ته نراځی.
[/quote:b135746574]
دا د ادب او انساني اصولو د مراعت يوه رڼه بېلګه ده ، دلته ښاغلي مظهري د بحث پر مهال د خپلې تګلارې ، فکر او خبرو حقيقت څرګند کړی دئ او تاسو وليدل چي نوموړی په څومره ادب او احترام د خپل نظر د ثابتولو هڅه کوي ؟ ؟ ؟ :cry: :cry: :cry:
دا الفاظ د نوموړی د دايمي تګلارې استازيتوب کوي .
خير ... دا خو تر لمر روښانه ده چي په ادبي بحث کي نو مظهري سيال نه لري :lol: نن به د ښاغلي مظهري صيب پر تېرو خبرو هم يو ځلغنده نظر وکړو او د ده د خپل قضاوت په رڼا کي به نن د نوموړي په اړه يوې منصفانه پرېکړي ته حاضر شو.
دا ښاغلی يو ځای يو متل ليکی البته په لوست ارزي :
[quote:b135746574="noorulhaqmazharee"]
هغه متل دی چی درواعجن حافظه نلری اوبی علمه تجربه نلری
[/quote:b135746574]
دلته ښاغلی مظهري د متلونو په ژبه غواړي هغه څه بيان کړي چي دی يې حقايق ګڼي او د خپلو خبرو د منطقي او معياري کولو لپاره يې متل ته لاس اچولی او غواړي کلام يې موثره بڼه ولري :D :D :D خير دا یې د فصاحت او بلاغت له اړخه سره تړاو لري .
زه غواړم د ده همدې خبرې ته د ده د لانديني اقتباس تر نقل وروسته را شم ، دا ښاغلی وايي :
[quote:b135746574="noorulhaqmazharee"]
خولیکن که تاسوزمونږپرفقه باندی نیوکی وکی بیانوداخبره ماته هیڅ دتحمل اودصبرکولووړنده، زه دخپل مذهب اوفقهی څخه دفاع خپله ایمانی او وجدانی وظیفه کڼړم، هیچاته داحق نه ورکوم ، چی ځماپه فقه کی استشراقانه شبهات پیداکی، که یی پیداکوی، نوداسی غاښ ماتونکی ځوابونه به ورکوم لکه تاغوند ی سړی ته، [color=cyan:b135746574][size=24:b135746574]که ته یوه شبهه هم په فقه کی پیداکړی، نوزه بئی په هغه دم درته ځواب لیکم،[/color:b135746574][/size:b135746574][/quote:b135746574]
د ښاغلي مظهري صيب دا وروستی اقتباس د نوموړي تر متل له پورتني اقتباس سره په ښکاره دومره تضاد لري چي هيڅ توجيه يې ممکنه نه ده .
راځئ ! دا خبره به زه هم لږ تشرېح کړم چي د دې دوو اقتباساتو تر منځ د تضاد ټکی کوم دئ؟ ؟ ؟
ښاغلی مظهري يو ځای زياتوي چي زه به هيڅکله هم پر حنفي فقه ستاسو اعتراض ونه منم او هغه دم به درته ځواب ليکم چي ته پرې رد کوې ، خو بل ځای بيرته زياتوي چي نه ! زه ستاسو دې پوښتنو او شبهاتو ته ځواب نه وايم .
لوستونکو !
تاسو به په رښتيا هم له دې پوښتنې سره مخ ياست چي اخير ولي د يوه سړي په خبرو کي او بيا په دومره لنډه موده کي دومره ستر تضاد پېښ شي ؟؟؟ اخير به د دې وجه او لامل څه وي ؟ ؟ ؟
د نفسياتو او روان پوهنې ماهرين دا حالت په ښه ډول درک کولای شي ، اوس مهال ښاغلی مظهري صيب په نفسياتي ډول د يوې سختې ناروغۍ ښکار دئ ځکه نوموړي يو ځل د ستر علميت تر څنګ دا دعوه هم کړې وه چي حنفي فقه د قرآن او سنت تشرېح کوي مګر کله چي ورته له دې فقهې ځيني مسايل وړاندي شول چي له قرآن او حديث څخه یې ثبوت غوښت نو نوموړی له دې کاره عاجز شو او په رسوا ميدان کي يې خپله دا ماتي ونه زغملای شوه او په رواني ډول د يوې داسي پرېشانۍ او ناروغۍ ښکار شو چي په سخت ذهني کشمکش يې مبتلا کړ. !!!
اوس د ښاغلي مظهري صيب لپاره يو نوی جنجال را پېښ شوی دئ او هغه د نوموړي هغه ژمنه ده چي تاسو پورته ولوستله ، نوموړي دلته ژمنه کړې وه چي هيڅکله هم پر فقه انتقاد نه شي زغملای او هر وخت به ورته ځواب ورکوي خو چي کله يې نغده - چغده وليدله پوه شو چي يو ځل بيا يې يوه رسوا ماتې په بې صبرۍ انتظار کوي او نوموړی اړ شو چي د خپلې خبرې له اخيستلو پرته همدا تضادونه د ټولو لوستونکو مخ ته پرېږدي چي بيا يې په ياد کي کله - کله پر خبرو د موسکا خوښي لاس ته راوړي . :lol: :lol: :lol:
د ښاغلي مظهري په خبرو کي دومره څرګند تضاد او ټکر او په دومره پر له پسې توګه له خپلو خبرو پر شاتګ تر دې شاته پراته حقايق او واقعيتونه په څرګند ډول بيانوي او په لوړ ږغ چيغې وهي چي اې انصاف خوښوونکو ! نن د انصاف په تله کي قرآن او فقه سره وتلل شوه ، درانه هغه څه وختل چي وحې وو نو داسي څوک شته چي د حق په موندلو يې پيروي وکړي ؟ ؟ ؟
[quote:b135746574="noorulhaqmazharee"]
ډیرزورمه وهه چی ناروغ نشی، خوځان ته کله کله تسلی ورکوه، چی زړه دی سکته ونکړی.
[/quote:b135746574]
دا مشورې ستا لپاره خورا ارزښتمنې دي او له ملګرو دي هيله کوم چي په خپلو حوصله لوړونکو خبرو او مشورو دي ونازوي ځکه تاسو اوس مهال يوې تکيې ته اړتيا لرئ او که مو په دې ځای کي دا ملګري تکيه درنه کړي اخير به د کومې ښې وي ؟ ؟ ؟ :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
سکته به د هغه چا پر زړه راځي چي د خپلو خبرو تر منځ د تضاد او ټکر د مخنيوي وړتيا هم نه لري . :D :D :D :D
نوره مبارزه خو لا همالته پرېږده
[quote:b135746574="noorulhaqmazharee"]
ګوری دټول اففان فورم غړو اولوستونکو! ښاغلی حذیفه چی دوه ځلی ماورته ماته ورکړی اوس غواړی چی په ایجادسره دداسی شبهاتوخپله ماته دخلګودسترګوڅخه پټه کړی، نوځکه یی اوس بیاداسی شبهات منځه ته کړی، چی داسی .انګیری چی ګویافقهی حنفی داحادیثوسره په ټکرکیده، خوالحمدلله چی ماودته اومخکی حنفی علماؤ دفقهی حقانیت اورښتونولی ثابته کړیده، دفقهی مسائل دحدیث سره هیڅ په ټکرکی ندی، داچی حذیفه غوندی کم عقلان وایی: داحادیثوسره په ټکرکیدی،تاسودده دغه دعوه پرهغه مخکنیودعوو باندی قیاس کړی چی ده به ویل فقهی حنفی یوډیموکراټ قانون دی (العیاذبالله) خوماورته ثابته کړه چی حنفی فقه اسلامی اصیل قانون دی اودهغی اهانت کونکی سوچه کافردی.
[/quote:b135746574]
د ټول افغان لوستونکي ستا مخاطبېدو ته اړتيا نه لري ، هغوئ اوس پوه شوي چي حق له چا سره دئ او څوک له حقيقته دفاع کوي؟. ستاسو دا تشې دعوې نوري ستاسو د شخصيت اثر او اغېز په خلګو نه شي منلای ، بلکي تاسو دې ته اړ ياست چي د خپلو فقهي مسايلو لپاره به قرآني او يا حديثي لاسوند راوړئ که نه ...
دا ستا ثبوت به هلته خلګو ته معلوم شي چي قرآن او يا حديث دي په لاس کي وي او خپله فقه پرې ثابته کړې ، که نه داسي تشې خبرې او باټې د خلګو په سترګو له خاورو شيندلو پرته بل حيثيت نه لري . !!!
[quote:b135746574="noorulhaqmazharee"]
ده چی کله په فقه کی دشبهاتوپه ایجادباندی شروع وکړه، نوماورته وویل : چی ګوره سړیه! دغه شبهات چی ته یی اوس په فقه کی پیداکوی، ددغه شبهاتوازاله مونږپه وقت کی دتدریس دفقه خپلوشاګردانوته وایو، نوددی شبهاتوپورته کول او ایسته کول، مونږته کوم سخت کارندی، اوس هم زه دی کم عقل ته وایم، چی دغه احادیث چی تا رانقل کړیدی اوته داسی انګیری چی فقهی حنفی ددغه احادیثوسره په تضاد کیده، دغه احادیث مونږدخپلی فقه دتدریس په وقت کی خپلوشاګردانوته وایو.
[/quote:b135746574]
زموږ پر فقه لومړنی اعتراض دادئ چي ګڼ مسايل يې قرآني او يا حديثي ثبوت نه لري ، لکه مخکي چي مو په دې اړه ګڼ مسايل درته کښېښودل . تاسو خو خپل شاګردان همالته هم په عقلي خبرو تېر باسئ . ستاسو پر خبرو هغه وخت حقپال زړونه باور کوي او هغه وخت د حقپالو په ذهنونو کي ځای نيسي چي خبرې مو له دليل سره ملې وي او د فقهې مسايل مو له قراني او حديثي لاسوند سره .
له دې پرته که په فورم کي ګډ ياست او که په حجره کي شاګردانو ته نو خبرې مو له هوايي ډزو پرته بل هيڅ حيثيت نه شي خپلولای . ولله الحمد
[quote:b135746574="noorulhaqmazharee"]
نوبیاهم درته وایم: زه اوس دی هیڅ اړنه یم چی ستاهره شبهه دی زه ځواب کړم. کوم هدف اومقصدچی مادرلودی هغه می لاسته راوست.
[/quote:b135746574]
دلته د خپل جوړ کړي قانون له مخې اړ يې چي د فقهې په اړه به د حذيفه صيب هرې شبهې ته ځواب وايې ځکه دا ستا د لاس ليکلې خبرې دي لکه وړاندي چي مي درته ستاسو يوه خبره اقتباس کړه .
ښاغلو لوستونکو !
لکه په دې پورتنۍ ليکنه کي چي تاسو ولوستل ښاغلی مظهري صيب يوازي له باټو ، ځان ستاينې او غټو خبرو پرته بل هيڅ کمال نه لري ، تر اوسه يې د خپلې فقهې يوې مسئلې ته هم قرآني او يا حديثي لاسوند را نه ووړ بلکي يوازي يې غوښتل چي د خپلو فقهاوو خيالاتو ته يو عقلي توجيه وکړي چي ګټه یې ورته ونه کړه نو اوس په دې اوتو - بوتو د حقايقو د مسخې ناکامه هڅه کوي .
ربه ! له داسي حالته مو وساتې آمين يا رب العالمين !
عبدالله صابر
08.08.2012
السلام عليکم
دمظهري صيب خبره سل په سله سمه ده ،تاسي دابي انصافي وګورئ چي
څومره وختي مظهري صيب له حذيفه پوښتنې کړي خوحذيفه هغه نه ځوابوي
دخلکو پام اړه ول غواړي اودټر په پر دپټولوناکامه هڅه کوي ،
ښاغلي لاروي بايد نور خپل ملګري هغوځوابونو ورکولوته وهڅوي
حذيفه
08.08.2012
۳) د پنځم رکعت په کولو دسهوې دوې سجدې کېږي:
[color=cyan:653148a86c]نبوي حدیث :[/color:653148a86c]
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- صَلَّى الظُّهْرَ خَمْسًا فَلَمَّا سَلَّمَ قِيلَ لَهُ أَزِيدَ فِى الصَّلاَةِ قَالَ « وَمَا ذَاكَ ». قَالُوا صَلَّيْتَ خَمْسًا. فَسَجَدَ سَجْدَتَيْنِ. ( صحيح البخاري کتاب التهجد باب اذا صلی خمسا ، رقم الحديث ۱۲۲۶ / مسلم کتاب المساجد باب السهو في الصلاة والسجود رقم الحديث ۱۲۸۱ )
ژباړه : له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دئ چي رسول
الله صلی الله عليه وسلم د ماپښين لمونځ پنځه رکعته وکړ ، بيا ورته وويل شول چي لمونځ زيات شوی دئ؟. ویې ويل : ولي؟ هغوئ ورته وويل : تا پنځه رکعته وکړل ، نو رسول الله دوې سجدې وکړې .
یعني په لمانځه کي د سهوې لپاره همدا طریقه ده چي دوې سجدې به کېږي خو بله طریقه له رسول الله نه ده نقل سوې .
[color=cyan:653148a86c]حنفي فقه:[/color:653148a86c]
( وَإِنْ قَيَّدَ الْخَامِسَةَ بِسَجْدَةٍ بَطَلَ فَرْضُهُ ) عِنْدَنَا خِلَافًا لِلشَّافِعِيِّ لِأَنَّهُ اسْتَحْكَمَ شُرُوعَهُ فِي النَّافِلَةِ قَبْلَ إكْمَالِ أَرْكَانِ الْمَكْتُوبَةِ ( هدايه اولين ج ۱ ، ص ۱۵۹ کتاب الصلاة باب سجود السهو )
ژباړه : که څوک پنځم رکعت وکړي نو زموږ احنافو په اند يې ټول فرض باطل شول خو امام شافعي په دې مسئله کي زموږ سره نه دئ ، دا ځکه چي لمونځ کونکي د فرضو تر ارکانو پوره کولو وړاندي د نوافلو شروع ټينګه کړه .
اوس د دې دلیل څه دئ ؟
ایا د رسول الله صلی الله علیه سلم لمونځ باطل دئ؟
اوس تاسو دې ته فکر وکړئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل کړی دئ خو حنفي فقه له کوم کره نقلي دلیل پرته وايي چي که چا داسي وکړل نو لمونځ يې باطل دئ ، ایا دا مسئله يې هم د قران او سنت تشريح ده ؟
د کوم ايت یا حدیث؟
اوس دي د فقهې مقلدين خپله فقه ثابته کړې .
۴) وتر یو یا تر دې هم زيات کېدای سي :
[color=cyan:653148a86c]نبوي حدیث:[/color:653148a86c]
عن أبي هريرة عن رسول الله صلى الله عليه و سلم أنه قال : ( لا توتروا بثلاث أوتروا بخمس أو بسبع ولا تشبهوا بصلاة المغرب ) (مستدرک حاکم :۱/ ۳۰۴، ح: ۱۱۳۸، ابن حبان کتاب الصلاة باب الوتر حدیث نمبر :۲۴۲۹)
ژباړه: ابوهریره وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : درې رکعته وتر د ماښام د لمانځه په شان مه کوئ بلکي پنځه رکعته کوئ یا هم اووه .
له دې حدیث څخه د وترو پنځه ، اووه او درې رکعتونه ثاتبېږي او په بل روايت کي دي :
صَلاَةُ اللَّيْلِ مَثْنَى مَثْنَى فَإِذَا خِفْتَ الصُّبْحَ فَأَوْتِرْ بِوَاحِدَةٍ(بخاری ، کتاب الوتر ، باب ما جاء فی الوتر :۹۹۳، مسلم : ۷۴۹)
ژباړه : د شپې لمونځ دوه-دوه رکعته دئ کله چي پر سهار کېدلو وډار شې نو يو رکعت وتر وکړه .
له دې څخه یو رکعته وتر ثابتېږي .
[color=cyan:653148a86c]حنفي فقه :[/color:653148a86c]
( الْوِتْرُ ثَلَاثُ رَكَعَاتٍ لَا يُفْصَلُ بَيْنهنَّ بِسَلَامٍ )(هدایه کتاب الصلاة باب صلاة الوتر :۱/ ۱۴۴)
ژباړه: وتر درې رکعته دي او ترمنځ يې په سلام بېلوالی هم نه سته .
ولي ؟
په کوم دلیل شرعي قطعي دلیل؟
له قران یا سنت څخه صحيح دلیل را وړئ!
د رسول الله عمل یو لورته دئ ، قول يې هم تائيد کوي او د خصوصيت هيڅ مجال هم په کي نه دئ پاتې نو بیا په کوم دلیل د رسول الله له عمله سرغړونه کوئ ؟.
رسول الله وايي د ماښام د لمانځه په شان يې مه کوئ خو تاسو وایاست نه کوئ يې ، ولي؟
۵) د جمعې د خطبې پر مهال دوه رکعته لمونځ :
[color=cyan:653148a86c]نبوي حدیث:[/color:653148a86c]
عن جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم، وَهُوَ يَخْطُبُ: إِذَا جَاءَ أَحَدُكُمْ وَالإِمَامُ يَخْطُبُ أَوْ قَدْ خَرَجَ فَلْيُصَلِّ رَكْعَتَيْنِ(بخاري کتاب التهجد باب ماجاء فی التطوع مثنی مثنی حدیث نمبر :۱۱۱۳ ، مسلم کتاب الجمعه باب من دخل المسجد والامام یخطب او خرج للخطبه فلیصل رکعتين الخ :۲۰۴۲)
ژباړه: جابر وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا پر مهال وويل: کله چي ستاسو يو مسجد ته راسي او امام خطبه وايي یا را وتلی وي (وینا ته ) نو دوره رکعته لمونځ دي وکړي .
[color=cyan:653148a86c]حنفي فقه :[/color:653148a86c]
( وَإِذَا خَرَجَ الْإِمَامُ يَوْمَ الْجُمُعَةِ ) يَعْنِي لِأَجْلِ الْخُطْبَةِ ( تَرَكَ النَّاسُ الصَّلَاةَ وَالْكَلَامَ حَتَّى يَفْرُغَ مِنْ خُطْبَتِهِ ) يُرِيدُ بِهِ مَا سِوَى التَّسْبِيحِ وَنَحْوِهِ عَلَى الْأَصَحِّ .
وَقَالَ بَعْضُهُمْ : كُلَّ كَلَامٍ ( وَهَذَا عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَقَالَا : لَا بَأْسَ بِالْكَلَامِ ) قَبْلَ الْخُطْبَةِ وَبَعْدَهَا قَبْلَ التَّكْبِيرِ(هدایه کتاب الصلاة باب الجمعه :۱/ ۱۷۱)
ژباړه: او کله چي امام د جمعې په ورځ خطبې ته را ووزي نو خلک به لمونځ او خبرې ایله کوي څو امام له خطبې فارغ سي .د صحيح قول موافق له تسبيحو پرته نور ترې هدف دي .
ځيني بیا وايي هره خبره او دا د امام صيب مذهب دئ یاران وايي تر خطبې مخکي خبرې پروا نه لري او وروسته خو تر تکبیر مخکي .
اوس يې سره ولګوه ، رسول الله وايي په دې وخت کي دوه رکعته لمونځ کوه او فقه وايې چي هيڅ مه کوه نو کومه يوه در ته د منلو وړ ده ؟
په دې ځای کي امام او یارانو ته د منسوبو خبرو سندونه چېرته دي ؟
دا په کوم دلیل ويل کېږي او هغه دلیل يې چېرته دئ؟
راسئ له قران او یا هم صحيحو حدیثو څخه مو لاسوند را وړئ !.
په دې ځای کي د امام او یارانو خبرې سره ټکر دي کومه يوه يې سيي ده ؟ له قران او سنتو يې دلیل را وړئ!.
هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ(النمل :۶۴)
حذيفه
09.08.2012
۶) لمونځ په هغه ډول ادا کول چي رسول الله کړی دئ:
[color=cyan:b08a26498f]نبوي حدیث :[/color:b08a26498f]
صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي .
(بخاري کتاب الاذان باب الاذان للمسافرين اذا کانوا جماعة :۶۳۱)
ژباړه :داسي لمونځ کوئ لکه ما چي وينئ لمونځ کوم .
رسول الله امرکوي چي په هغه طریقه لمونځ وکړئ لکه زه چي يې کوم ، اوس د رسول الله له دې امره هغه لمونځ چي له ده څخه په صحيحو احادیثو کي نقل سوی دئ فرض دئ خو بل لور ته بیا د مقلدينو فقه داسي وايي.
[color=cyan:b08a26498f]حنفي فقه:[/color:b08a26498f]
( فَإِنْ افْتَتَحَ الصَّلَاةَ بِالْفَارِسِيَّةِ ) اعْلَمْ أَنَّ الِافْتِتَاحَ بِالْفَارِسِيَّةِ وَالْقِرَاءَةَ بِهَا فِي الصَّلَاةِ وَالتَّسْمِيَةَ بِهَا عَلَى الذَّبِيحَةِ جَائِزٌ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ سَوَاءٌ كَانَ قَادِرًا عَلَى الْعَرَبِيَّةِ أَوْ لَمْ يَكُنْ .
وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ وَمُحَمَّدٌ : إنْ أَحْسَنَ الْعَرَبِيَّةَ لَا يُجْزِئُهُ إلَّا فِي الذَّبِيحَةِ ، وَإِنْ لَمْ يُحْسِنْهَا أَجْزَأَ فِي الْجَمِيعِ ، وَمُحَمَّدٌ مَعَ أَبِي حَنِيفَةَ فِي الِافْتِتَاحِ بِالْعَرَبِيَّةِ ، فَإِنَّهُ جَوَّزَهُ بِأَيِّ لَفْظٍ كَانَ مِنْ أَسْمَاءِ اللَّهِ عَلَى مَا تَقَدَّمَ ، وَمَعَ أَبِي يُوسُفَ فِي الْفَارِسِيَّةِ حَيْثُ لَمْ يُجَوِّزْهُ بِالْفَارِسِيَّةِ .(هدایه کتاب الصلاة باب صفة الصلاة :/ ۴۶۳)
ژباړه: که يې لمونځ په فارسي پيل کړ ( سيي دئ) پوه سه چي که يې لمونځ په فارسي پيل کړ او هم يې په فارسي قراءت ووایی او په فارسي يې پر ذبیحه بسم الله وويله نو د امام صیب پر مذهب روا ده نور که هغه سړی په عربي ژبه پوهېږي که نه .یاران وايي : که يې عربي زده وه نو پر ذبيحې له بسم الله پرته نور څه نه دي ورته روا چي په فارسي يې ووايي او که يې عربي نه وه زده نو په ټولو کي ورته روا ده .نو محمد له امام صیب سره دئ په عربيت شروع کولو کي او له ابویوسف سره په د ې کي ملګری دئ چي په فارسي يې شروع کول جواز نه لري .
اوس يو لورته د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحيح حدیث دئ چي زما په څېر لمونځ کوئ او بل لورته د فقهې کتاب وايي چي په فارسي هم لمونځ روا دئ ، ان قراءت هم روا دئ او پر ذبیحه د الله نوم په فارسي یادول هم روا دي ، په داسي حال کي چي الله تعالی دايي وايي:
فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآَنِ(المزمل :۲۰)
ژباړه : نو له قرانه چي څه در ته اسانه وي هغه وایاست.
امر د قران په ويلو سوی دئ ، اوس به وګورو چي قران عربي دئ او که په فارسي ، الله تعالی وايي:
وَهَذَا كِتَابٌ مُصَدِّقٌ لِسَانًا عَرَبِيًّا لِيُنْذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ(الاحقاف :۱۲)
ژباړه: او دغه کتاب د مخکيني تصديق کوونکی دئ په داسي حال کي چي په خالص عربي ژبه دئ څو ظالمان وډار کړي او نيکې کوونکو ته زیری دئ.
الله خو وايي چي قران عربي دئ او امر يې هم د دې قران د ويلو کړی دئ نو اوس ستاسو د اصولو موافق د الله دواړه امرونه پر ظاهر حمل کېږي نو دلته مو بیا ولي هغه خپل اصلي هېر کړی دئ ؟
الله د قران د ويلو امر کړی دئ او قران په خالص عربي ژبه دئ ، نو اوس به و ګورو چي تاسو د الله خبره منئ او که بیا هم تقليد کوئ په خپل امام پسي ځئ!.
د لمانځه د پيل په اړه حدیث وايي چي رسول الله ټول وخت په الله اکبر لمونځ شروع کاوی خو تاسو يې په فارسي هم کوئ ، نبوي حدیث دئ:
إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاَةِ فكَبِّرْ ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ،(بخاري کتاب الاذان باب امر النبی صلی الله علیه وسلم الذی لایتم رکوعه بالاعاده حدیث نمبر:۷۶۰ ، مسلم حدیث نمبر :۹۱۱)
ژباړه: کله چي ته لمانځه ته ولاړ سې نو تکبیر ووايه بیا چي د قران هر ځای درته اسانه وي هغه وويه.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه خپله هم په ټول ژوند بل څه نه دي ثابت خو بیا هم د مقلدينو فقه وايي چي به فارسي د لمانځه شروع کول روا دي .
ایا امر د وجوب لپاره نه دئ؟ ستاسو اصول هم وايي چي امر مطلق وجوب فايده کوي ، نو دلته بیا ولي خپل اصول نه منئ؟ زما په اند سره خبر نه یاست يو مو دا ليکي او بل بیا له ځانه اصول ورته جوړ کړي دي چي يو يې هم نه مني او نه يې عملي کوي .
الله تعالي وايي:
وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا(الاعراف:۱۸۰)
ژباړه: او د الله ښکلي نومونه دي په همغوئ يې در بولئ .
اوس تاسو وایاست چي په فارسي هم سيي کېږي ، نو د الله لپاره دا ښکلي نومونه تاسو له ځانه جوړ وئ او که به الله خپله ټاکلي وي ؟
الله ته خو ښکلي نومونه هغه دي چی الله خپله ځان ته خوښ کړي وي ، زما او ستا نومونو ته څه اړتيا لري ، نو دا فرض ده چي الله به په هغو نومونو یادوو چي الله په قران یا رسول الله په حدیث کي الله پرې نومولی وي .
اوس به وګورو چي د الله امر در ته د منلو وړ دئ او که د خپل امام ؟
پورته چي کوم مسائل امام صیب یا هم صاحبینو ته منسوب دي نو د هدايې ليکوال ولي د هغو سند نه ذکر کوي ؟ ده چا واک ور کړی دئ چي امامانو ته له سند او لاسوند پرته خبرې منسوبې کړي؟
په دې مسئلو کي مو د قران یا هم د حدیثو دلیل کوم دئ؟
الله چي په قران یا هم رسول الله په حدیث کي دې امت ته نوی امر وکړي یا هم د نورو امتونو ځيني شیان منعه او نور بیا ترې بېل کړي نو هغه طریقه لازمي او فرض ده چي زموږ په شريعت کي يې موږ ته امر سوی وي ، اوس الله موږ په لمانځه کي د قران په ويلو امر کړی يو او رسول الله په تکبیر شروع کوله او هم يې امر راته کړی دئ چي الله په ښکلو نومونو در بولئ نو دا عام دئ د ذبیحې او غیر ذبیحې ټولو وختونو ته شامل دئ ، ایا اوس موږ ته له دې سره چي محکم دلائل راته ورسېدو دا جواز سته چي لمونځ په فارسي وکړو ؟ یا يې شروع په فارسي وکړو؟ او یا هم د ذبیحې پر مهاله الله ته له ځانه جوړ سوي نومونه وکارو؟
دلیل مو راو ړئ؟
په دې ځای کي د امام صیب او یارانو اخلاف دئ کوم يې قران او سنت ته نژدې دئ؟
که رښيتوني یاست نو دلیل مو را وړئ!.
کامیاب
09.08.2012
ښاغلی پیروز!
تاسواوس څه دحذیفه سره پربغل ځغلی، چی شک دی بچی شک دی. شک دی بچی شک دی.
پښتانه وایی: څوک یی په واده کی نه پریږدی دی دناوی بغل ته زوروهی.
مظهری صاحب تاسوته هیڅ توجه نکوی خوتاسوهرچیری ورباندی نقدکړیدی، ستاسومشراورئس حذیفه خورا کوټه وهلی چی پاته سوی ته؟؟؟
ستاددی کارسره می خپل دماشوم توب دمهال سات اوبازی راته یادیږی، چی ماشومانوبه بوجل بازی کول، نوکوم هلک چی به بوجلی نه درلودلی ، نوهغه به دیوبل هک چی بوجلی یی درلودلی پربخت کښیناستی، نوچی کله به هغه هلک خپله بوجل میدان راغورځول، نودی به هم ورسره په بغل کی راځغاستی چی شک دی بچی شک.اوس هم مناظره حذیفه کړی خوتیی پربغل ورسره ځغلی چی شک دی بچی شک دی، شک دی بچی شک دی.
مظهری صاحب اوټولو حنفیانولکه وزیری صاحب عبدالله صابرصاحب، اکرم صاحب، طیب زابلی صاحب، اوددی بخش چلونکی ښاغلی حلیمی صاحب ته می وړاندیزدادی: چی ددی وروسته هم دوصل پیروزخبروته هیڅ توجه مکوی، مښوروی چی آخردی خپله وشرمیږی لکه تراوسه چی شرمیدلیدی.
پریږدی چیدوی هرڅه لیکی ودی لیکی، ستاسودغه تاریخی مناظره ددوی سره ، ددوی دبرمرغی څیری دمعرفی کولولپاره کافی ده، ځکه تاسوپه خپلولیکنوکی داخبره ثابته کړی چی تاسوددوی هری پوښتنی ته ځواب ورکولای شی خوهغه دوی دی چی ستاسودیوی پوښتنی سم ځواب یی هم ندی درکړی، اوبل کارچی موښه کارکړی هغه دغه دی، چی تاسوددوی سره په بحث کی داخبره ښه په وضاحت ثابته کړی چی دغه خلګ وهابیان دی، بس په افغانستان کی چی پرچادوهابی ټاپه ولیګل نور نوته کارمه ورباندی لره پری ایږده خلګوته والله که یی خلګ یوه خبره لاومنی، ځکه دافغانستان خلګ دیهودی اونصرانی خبره منی خودوهابی خبره نه منی.
څنګه یاست وهابیانو!!! ستاسولپاره یووارههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه
وزیري
09.08.2012
کامیاب صاحب له ټولو نه مخکي په خیر راغلي او دعاء درته کوه چی همداسي کامیاب اوسي او ان شاء الله همداسی کامیاب به وي ځکه چی حق او ناحق باندي دي سر خلاصیږی. هر هغه څوک چی حق او ناحق یی وپيژندل او په خپل ژوند کی یی عملي جامه ور واغوستله د یو کامیابه ژوند مبارکي ورته وایم.
والسلام
خروهابیه!
تندرطوفان
09.08.2012
درنواومعززو وړونواوخویندو!السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
خدای دی زمونږاوستاسوټولوروژی په خپل دربارکی قبولی وګرځوی.
دحذیفه نومی لیکنی می چی دلته یی په tolafghan ویب پاڼی په فورمونوکی کړیدی ولیدلی،
خپل دمصروفیت سره سره، ومی غوښتل چی ودغه خره اوبی شرمه انسان ته یوڅه ولیکم:
اوهغه داچی:
حذیفه! تاسوخوچی دهرچاسره بحث کوی، ویی کړی، ځکه هرانسان حق لری چی علمی بحث دچاسره ولری، خوګوره! ستاګستاخی اواهانت فقه اسلامی ته دمنلووړنده، اوهغی ته هیڅ مسلمان صبراوتحمل نشی کولای، ستاسره پدی هکله استدلالی بحث ګټه نلری. زه یوه خبره درته کوم چی مکوه ددغه کارڅخه دی لاس واخله هغه خپلی مخکنی لیکنی دی هم پاکی کړه، کنه نوځمادی دهغه خدای په ذات باندی قسم وی چی زه اوته یی پیداکړی یو، چی دخپل ټولوحاضرو امکاناتوڅخه په استفاده، تاستاشناسایی، اوبیادی دڅټ لخوا حلال نکړم، مونږدیهودو اونصاراوو سره پرڅه جنګیږوچی تاغوندی کافرزمونږپه هیوادکی زمونږفقه ته داسی ګستاخی اوسپکاوی کوی؟ترڅوچی می ستاسودمرګ نقشه نوی ایستلی ترهغه وقته پرماندی پرامریکایی اوکفاروباندی حمله کول حرام دی.ستاسو اوسلمان رشدی کافرڅه فرق سته؟
تاسوداسی کم عقله یاست دمظهری سره ستابحث پراجتهاد اودوهابیانوپرخبره راپورته سویده، خوته کش سوی یی فقه ته کفری کفری نسبتونه کوی، آیادافقه مظهری جوړه کړی؟ آیاددی فقه مقلدتنهامظهری دی؟ تاخپل پدی کاردټوله افغانانواواودپه ملیاردواحنافوزړونه زخمی اوټپی کړل،.
دټول افغان فورم چلونکوته هم وایم: چی وګوری! ستاسودیموکراسی اودبیان آزادی همدغه ده؟؟؟ لعنت پرداسی دیموکراسی، لعنت پرداسی دبیان آزادی، تاسوخوخپل دویب پانی داسلامی ښوونوپه برخی کی داحنافودمذهب مسائل ایښیدی، تاسولیکلیدی ، چی سرچینه ددی مسائلو داحنافومعتبرکتابونه دی، ددی څخه معلومیږی چی تاسوحنفیان یاست، داڅرنګه حنفیان یاست؟ چی ستاسوفقه ته یوعادی کم عقل انسان دغسی توهین کوی خوبیاهم تاسوورته ځای ورکوی؟؟؟ تاسوخودخپل ویب پاڼی نوم ټول افغان ایښی، تاسو هم ځانونوته افغانان وایاست؟ تاسوهم ځانونوته پښتانه وایاست؟ آیاتاسوضمیرنلری؟؟؟
دخدای لپاره ددی پرځای چی افغان ځورلیدی اوکړیدلی وولس ته خدمت وکړی اهانت اوسپکاویی کوی؟؟؟؟
دهری بدی پیښی عواقب ستاسوپرغاړه دی.
حذيفه
10.08.2012
۷) په لمانځه کي د سترې وجوب:
[color=cyan:111e8a9cb7]نبوي حدیث:[/color:111e8a9cb7]عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ قَالَ: كَانَ بَيْنَ مُصَلَّي رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم وَبَيْنَ الْجِدَارِ مَمَرُّ الشَّاةِ(بخاري کتاب الصلاة باب قدر کم ینبغي یکون بین المصلي والستره حدیث نمبر ۴۷۴)
ژباړه: سهل وايي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سجدې لګولو او ديوال تر منځ د يوه پسه تېرېدلو په اندازه ځای پاتې وو .
د حدیثو په کتابونو کي د ستر په اړه ګڼ حدیث راغلي او رسول الله صلی الله علیه وسلم کله هم له سترې پرته لمونځ نه دی کړی ، اصحاب يې دې ته هڅولي چي بايد سترې ته لمونځ وکړي ، لاندي يې څو بيلګې وړاندي کوم :
لاَ تُصَلِّ إِلَّا إِلَى سُترَةٍ(ابن خزيمه : ۳۰۵/۳ ، ح : ۷۷۵ ، ابن حبان : ۲۳۶۲ )
ژباړه : له سترې پرته لمونځ مه کوه .
يو بل ځای وايي:
إِذَا قَامَ أَحَدُكُمْ يُصَلِّى فَإِنَّهُ يَسْتُرُهُ إِذَا كَانَ بَيْنَ يَدَيْهِ مِثْلُ آخِرَةِ الرَّحْلِ(مسلم ، کتاب الصلاة ، باب قدر ما یستر المصلی : ۵۱۰ )
ژباړه : کله چي ستاسو يو لمونځ کوي نو که يې مخ ته د زين د وروستي لرګي په شان لرګي وي دا يې ستره کېږي .
إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ إِلَى سُتْرَةٍ فَلْيَدْنُ مِنْهَا لاَ يَقْطَعُ الشَّيْطَانُ عَلَيْهِ صَلاَتَهُ(ابوداؤد ، کتاب الصلاة ، باب الدنو من السترة : ۶۹۵ ، صحيح )
ژباړه : کله چي ستاسو يو سترې ته لمونځ کوي نو نژدې دي ورته درېږي په دې وخت کي شيطان لمونځ نه شي پرې ګډوډولای .
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ إِذَا خَرَجَ يَوْمَ الْعِيدِ أَمَر بِالْحَرْبَةِ فَتُوضَعُ بَيْنَ يَدَيْهِ فَيُصَلي إِلَيْهَا، وَالنَّاسُ وَرَاءَهُ، وَكَانَ يَفْعَلُ ذلِكَ فِي السَّفَرِ(بخاری ، کتاب الصلاة ، باب سترة الامام سترة من خلفه : ۴۹۴ ، مسلم : ۵۰۱ )
ژباړه : بې شکه کله چي به رسول الله د اختر په ورځ ووتی مخ ته به يې د نېزې درولو امر وکړ هغې ته به يې لمونځ کاوی او خلک به يې شاته ول او دا کار يې په سفر کي هم کاوی .
پورتنيو رواياتو ته په پام ويلای سو چي ستره په لمانځه کي اړينه ده لکن ځيني خلک دا کار نه کوي او ان اوس يې خلک پېژني هم نه .
[color=cyan:111e8a9cb7]حنفي فقه:[/color:111e8a9cb7]
ولا بأس بترك السترة إذا أمن المرور ولم يواجه الطريق(هدایه :۱/ ۶۳ )
ژباړه: که لمونځ کونکی ډاډه وي چي مخ ته يې څوک نه تېرېږي او لارې ته هم مخ نه وي نو د سترې پرېښودل پروا نه کوي .
په مراقی الفلاح کي هم وايي:
( إذا ظن ) أي مريد الصلاة ( مروره ) أي المار ( يستحب له ) أي مريد الصلاة ( أن يغرز سترة )(مراقی الفلاح کتال الصلاة فصل فی المکروهات ۱/ ۱۵۵)
ژباړه: د لمانځه اراده کونکی که ګومان وکړي چي څوک به يې مخ ته تېر سي نو ستره ورته مستحب ده .
اوس په حدېث کي امر پرې راغلی دئ او رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل همدا کار کاوی ، نو دابیا مستحب ولي ده ؟
د استحباب دلیل يې له قران او سنت څخه را وړئ!.
د رسول الله تل پاتی عمل د هدايې مصنف د جمعې په خطبه کي د وجوب سبب بالی او اوس بیا د استحباب لامل سو ؟
دا ولي ؟
په کوم دلیل؟
له قران اوسنت څخه يې بايد صحيح دلیل را وړئ!.[color=cyan:111e8a9cb7][/color:111e8a9cb7]
pattang
10.08.2012
حذيفه صيب !
وروره تا خو اوس په ښکاره راويوست !
نډيواله ته ولې حنفي فقه له حديثوڅخه بېلوې دا خو ښه کار ندی !!
زه پخپله په ديني مسائلواواحکامو ډېر نه پوهيږم خو زه يو حنفي مسلمان يم او پر
دې عقيده لرم چې زمونږ امام اعظم ابو حنيفه صيب رحمت الله عليه له حديثو سره
برابرتللی دی او دا اول ځل دی چې زه ديوو پښتانه له قلمه داسي شيان لونم !
له بلې خوا ستا کارونه ليکنې زمونږ عقيدې ته دا سپکاوی دی !
په سلګونو کلنو باندې په يوه لاره تللي يو او هيڅ يووملا صيب بله خبره نده
کړې ، ته اوس راپورته شوې دټولو په سترګوکې ازغي منډې !
ستاله ليکنو څخه دبې اتفاقي بوی ځي او تر اشتباه اوشک لاندې يې
څکه چې نن ورځ ټوله بې اتفاقي د cia په لمسون روانه ده .......
***
انډيواله زه نه پوهېږم چې ته څه کار کوې (" تايوځای ليکلي دي چې په کاروکې
ستړی يې! او نن د km 100 لاره وهلې ده ..... " ?)
خوديوو مسلمان په دود به زه له اشغالګرواو له لاسپوڅي رژيم سره هيڅ کار ونکړم!
پيسې يې حرامې دي، داولس او مسلمنانو ويني دي چې دوی يې په دالرو سره اخلي.
ع کريم حليمي
11.08.2012
..قال الله تعالی فی کتابه الحکیم ، بسم تعالی ............أن أقيموا الدين ولا تتفرقوا.......................
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : كان صلى الله عليه وسلم يدعو فيقول [color=cyan:03359487ef]اللهم إني أعوذ بك من الشقاق والنفاق وسوء الأخلاق[/color:03359487ef]
ستاسو د اِیمېلونو په جواب کښي ویلای شو چه : د پورته اصولو په اساس پاڼه بنده شوېده !