اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د مظهري بې انصافه نيوکو ته غاښ ماتوونکی ځواب
حذيفه
07.08.2012
مظهري صیب !
ګوره ما خپله عقيده او راباندي سوې نيوکې د قران اوسنت په رڼا کي ځواب کړې خو تا په فقه سوي ردونه د قران او سنت له مخې يو هم ځواب نه کړ ، وزیري دي هم په دې ځای کي په انصاف پرېکړه وکړي چي اوس څوک میدان وړي ، زه که د قران و سنت دعوه کوم نو ځواب مي هم له هغو څخه وي خو ته چي دعوه کوې نو بیا يې په اثبات نه سې رسولای ، که مېړنی يې نو د قران اوسنت په رڼا کي د دې دفقهې لس مسائل روښانه کړه دا نور بیا در ته معاف دي خو ته د دې وس هم نه لري او ان شاء الله دا اکاربه ټول وخت هم ونه کړې او نه دي کړی دئ .فان لم تفعلوا ولن تفعلوا فاتقوا النار التي وقودها الناس والحجاره اعدت للکافرين .
نو ته هم بیا هسي نه تر دې وعيد لاندي راسې هسي د خلکو خبرې ډېري دي ټولي ته نه سي ثابتولای ایله يې کړه که ښې وي نو وبه يې منو او که غلطې وي نو هغوئ به يې ځواب ور کوي زما او ستا يې ور سره څه ؟.
ښاغلی مظهري ! تاسو پر ما تور پوري کړی چي زه دا عقيده لرم خو په دې اړه مو هيڅ دلیل نه دی وړاندي کړی چي چیري ما ما د دې عقيده ښکارندويي کړې ، دلته مو ټول حقايق او حقیقتونه وژلي دي يوازي پر خپل تعصب ، کينې او حسد دي تکيه کړې ده . زه دا دی درته خپله عقيده په قرآني او حديثي دلايلو ثابتوم او تا ته هم په چيلنج سره وايم چي يو داسي ثبوت راوړه چي ما پکي د داسي عقايدو څرګندونه کړې وي . !
سَنَنْظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنْتَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ( النمل : ۲۷ )
رابه سو ستا نيوکو ته :
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
دښاغلی حذیفه هم دغه عقیده ده، تاسوځکه دی هم سلفی اووهابی دی کوم څوک چی سلفی اووهابی شونوده هغه عقیده همدغسی وی
1. حضرت محمدالمصطفی (ص) خاتم دټولوانبیاؤ ندی. جامع الشواهد. تصنیف صدیق حسن خان. صفحه 2 و12.
[/quote:69de853cd4]
دا خبره دي ناسمه ده ، ځکه څوک هر څوک چي همدا عقيده ولري نو هغه تر تا مخکي زه کافر ، مشرک ، له اسلامه وتلی او دوزخي بولم ، ځکه الله تعالی وايي:
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا(الاحزاب :۴۰)
ژباړه: او محمد نه ستاسو د يوه سړي پلار نه وو بلکي د الله رسول او د انبیاؤ ختمونکی دئ او الله الله پر هر شي علم لري .
له دې ايت څخه که څوک منکر وي نو بیا به رسول الله اخیر نه نبي نه بولي زه خو الحمد لله دا عقيده نه لرم او ته که د کتابونو حوالې ور کوې نو دا زما ليکنې نه دي او نه هم زه د هغه پيرو يم او نه يې دفاع کوم څکه هغوئ ګوره څوک وي زه څه اړتيا لرم چي د خلکو له فکرونو او اندونو دفاع وکړم خو زما خپله دغه عقيده ده او تا دا يو لویه بي انصافي وکړه چي زه دي په نورو پسي وتړلم او بیا دي د نورو په هنداره کي زما عقيده هم انځور کړه .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
2. ټوله انبیاء په تبلیغ کی داحکامومعصوم ندی. جامع الشواهد. تصنیف صدیق حسن خان صفحه12.
[/quote:69de853cd4]
د صدريق خانه خبره د هغه خپل شخصي نظر دئ خو زه له قران څخه داسي دلائل لرم چي د انبیاؤ معصوميت خبره او عقيده رد وي ، لاندي يې څو بيلګي وړاندي کوم :
عَفَا اللَّهُ عَنْكَ لِمَ أَذِنْتَ لَهُمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ(التوبه:۴۳)
ژباړه: الله در ته بخښنه کړې ده ولي دي دوئ ته اجازه وکړه (چي پاتې سي) څو تاته هغه کسان چي رښتني دي له دروغجنو بېل سوي وای.
په دې ځای کي ګوره رسول الله ته الله وايي چي الله بخښه در ته کړې ده ، که معصوم سي نو بیا يې د څه شي بخښه ور ته کړې ده ؟
بل ځای وايي:
عَبَسَ وَتَوَلَّى (1) أَنْ جَاءَهُ الْأَعْمَى(عبس :۱، ۲)
ژباړه: تندی يې تروش کړ او مخ يې وګرزاوی له دې امله چي ده ته ړوند راغی .
په دې ځای کي بیا الله ته د ده عمل خوند نه دئ ور کړی له دې وجې يې سمدستي تنبه ور کړه .
بل ځای وايي:
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاةَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ(التحریم :۱)
ژباړه: اې نبي ! ولي هغه څه حراموې چي الله در ته حلال کړي دي ته د خپلو مېرمنو خوښي غواړې او الله زيات بخښونکی او مهربان دئ.
په دې ځای کي هم الله رسول ته د هغه څه یادونه کوي چي حلال يې وځان ته حرام کړی وو نو الله همدا ايت ورته نازل کړ .
د مسلم په حدیث کي دي:
قَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ فَلَمَّا أَسَرُوا الأُسَارَى قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لأَبِى بَكْرٍ وَعُمَرَ « مَا تَرَوْنَ فِى هَؤُلاَءِ الأُسَارَى ». فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ يَا نَبِىَّ اللَّهِ هُمْ بَنُو الْعَمِّ وَالْعَشِيرَةِ أَرَى أَنْ تَأْخُذَ مِنْهُمْ فِدْيَةً فَتَكُونُ لَنَا قُوَّةً عَلَى الْكُفَّارِ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَهْدِيَهُمْ لِلإِسْلاَمِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَا تَرَى يَا ابْنَ الْخَطَّابِ ». قُلْتُ لاَ وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا أَرَى الَّذِى رَأَى أَبُو بَكْرٍ وَلَكِنِّى أَرَى أَنْ تُمَكِّنَّا فَنَضْرِبَ أَعْنَاقَهُمْ فَتُمَكِّنَ عَلِيًّا مِنْ عَقِيلٍ فَيَضْرِبَ عُنُقَهُ وَتُمَكِّنِّى مِنْ فُلاَنٍ - نَسِيبًا لِعُمَرَ - فَأَضْرِبَ عُنُقَهُ فَإِنَّ هَؤُلاَءِ أَئِمَّةُ الْكُفْرِ وَصَنَادِيدُهَا فَهَوِىَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مَا قَالَ أَبُو بَكْرٍ وَلَمْ يَهْوَ مَا قُلْتُ فَلَمَّا كَانَ مِنَ الْغَدِ جِئْتُ فَإِذَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَأَبُو بَكْرٍ قَاعِدَيْنِ يَبْكِيَانِ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَخْبِرْنِى مِنْ أَىِّ شَىْءٍ تَبْكِى أَنْتَ وَصَاحِبُكَ فَإِنْ وَجَدْتُ بُكَاءً بَكَيْتُ وَإِنْ لَمْ أَجِدْ بُكَاءً تَبَاكَيْتُ لِبُكَائِكُمَا. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « أَبْكِى لِلَّذِى عَرَضَ عَلَىَّ أَصْحَابُكَ مِنْ أَخْذِهِمُ الْفِدَاءَ لَقَدْ عُرِضَ عَلَىَّ عَذَابُهُمْ أَدْنَى مِنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ ». شَجَرَةٍ قَرِيبَةٍ مِنْ نَبِىِّ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-. وَأَنْزَلَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ (مَا كَانَ لِنَبِىٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِى الأَرْضِ) إِلَى قَوْلِهِ (فَكُلُوا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلاَلاً طَيِّبًا) فَأَحَلَّ اللَّهُ الْغَنِيمَةَ لَهُمْ.(مسلم کتاب الجهاد والسیر باب الامداد بالملائکه فی غزوة بدر حدیث نمبر : ۴۶۸۷ )
ژباړه : ابن عباس وايي : کله چي بنديان ونيول شول نو رسول الله له ابوبکر او عمر سره د هغوئ په اړه مشوره وکړه ،ابو بکر وويل: اې د الله رسوله! زندانيان ټول زموږ خپلوان او قريبان دي ، زما وړانديز دادئ چي فديه ترې واخلو ، زموږ به مالي او اقتصادي حالت پرې ښه شي او کېدای شي الله دوئ ته هدايت وکړي.
رسول الله عمر ته وويل : د خطاب زویه ته څه وايي ؟
عمر ورته وويل: زما رايه ى ابوبكر په شان نه ده زه وايم چي هر سړی دي خپل خپلوان ووژني ، علي دي ورور عقیل ووژني زه به خپل فلانی خپلوان ووژنم ځکه دا د کفر مشران او سرکښان دي ، خو رسول الله د ابوبکر رايه ومنله او زما خبره يې ونه منله ، نو کله چي زه په سبا ورته راغلم دوئ دوو ژړل ، ما ورته وويل : اې د الله رسوله! ته او ملګری ولي ژاړئ ؟ موږ هم خبر کړئ چي وژاړو که ژړا نه راتله ستاسو په وجه وژاړو ، رسول الله وويل : ستاسو ملګرو چي د بنديانو فديه واخيسته له دې وجې ژاړم بيا رسول الله يوې نژدې ونې ته اشاره وکړه وې وويل چي الهي عذاب دومره را لنډ شوی وو ، بيا الله پورتني ايتونه نازل کړل او غنيمت يې مسلمانانو ته حلال کړ .
له دې ټولو قراني او حدیثي نصوصو څخه دا خبره معلومېږي چي انبياء معصوم نه دي او په دې اړه زه نور هم کافي دلائل لرم خو د ليکنې د غټېدا له امله پر همدې بسنه کوم.
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
3. تعظیم دآنحضرت (ص) په اندازه دتعظیم دمشرورورپکاردی بالانه. تصنیف مولوی اسماعیل دهلوی صفحه 20.
[/quote:69de853cd4]
دا خبره هم ناسمه ده او هيڅ شرعي اړخ نه لري ، د الله له رسول سره چي مسلمان تر خپل ځان ، مال ، مور وپلار او ټول عالم زياته مينه ونه لري او درناوي يې ونه کړي نو هغه مسلمان نه دئ ، ځکه حدیث کي دي :
عن أَنَس قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ والِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعينَ
أخرجه البخاري في: 2 كتاب الإيمان: 8 باب حب الرسول صلى الله عليه وسلم من الإيمان ح:14)
ژباړه :انس وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : ستاسو یو تر هغو مومن نه سي جوړېدای څو زه ورته تر پلار ، اولاد او ټولو انسانانو خوښ او ګران نه يم .
د همدې حدیث په رڼا کي ويلای سو چي څوک له رسول الله سره کامله مینه نه لري هغه مومن نه دئ نور که ته يې او که زه ، ما ته په دې کي هيڅ توپير نه سته او نه يې کوم د الله له رسول سره به پوره محبت وي او که هسي دعوې کوي نو دا يې د ایمان نقص دئ.
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
4. آنحضرت (ص) درقبرحیات ندارد، بلکه مردخاک شد. تقویة الایمان.
[/quote:69de853cd4]
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته مړ دئ او ژوندی نه دئ ، لکه الله تعالی چي وايي:
إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ(الزمر :۳۹)
ژباړه: بې شکه ته هم مرې او دوئ هم مړه کېږي .
اوس الله تعالی رسول ته وايي چي ته هم مرې او دوئ هم مري نو پر رسول باندي هغه وخت راغی چي وفات سو لکه چي يو بل ځای الهي وينا ده :
وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ(ال عمران:۱۴۴)
ژباړه: محمد نه دئ مګر یو رسول دئ بې شکه تر ده مخکي نور رسولان هم تېر سوي دي ایا نو که دی مړ سي او ووژل (شهيد) سي .
اوس په دې ايت کي الله تعالی بیا د رسول الله د مرګ او وفات خبره کړې ده نو د ې شرعي نصوصو ته په ام زه وايم چي رسول الله مړ دئ او په قبر کي ژوندی نه دئ .
ابوبکر صديق هم د رسول الله په اړه همدا ويلي ول ، د هغې وینا يوه برخه يې ستا په وړاندي ږدم:
فحمد الله أبو بكر وأثنى عليه وقال ألا من كان يعبد محمدا صلى الله عليه و سلم فإن محمدا قد مات ومن كان يعبد الله فإن الله حي لا يموت . وقال { أنك ميت وإنهم ميتون } . وقال { وما محمد إلا رسول قد خلت من قبله الرسل أفأن مات أو قتل انقلبتم على أعقابكم ومن ينقلب على عقبيه فلن يضر الله شيئا وسيجزي الله الشاكرين }(بخاري کتاب فضائل الصحابه باب قول النبی صلی الله علیه وسلم لو کنت متخذا خلیلا حدیث نمبر :۳۴۶۷)
ژباړه: نو ابوبکر حمد ووایی او د الله ثنا يې بیان کړه بیا يې وويل : خبر دار ! چا چي د محمد عبادت کاوی نو بې شکه محمد مړ سو او که چا د الله عبادت کاوی نو بې شکه الله ژوندی دئ او نه مري بیا يې پورته دواړه ایاتونه تلاوت کړي .
اوس همدا عقيده زما هم ده نو که په دې عقيده زه مجرم يم نو ابوبکر ولي نه وو مجرم چي د زرګونو اصحابو ترمنځ يې د رسول الله د مرګ خبره وکړه ؟
زه همدې پوتنیونصوصو ته په پام دا عقيده لرم چي رسول الله مړ دئ او ژوندی نه دئ .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
5. سفرکول وقبرانورته دآنحضرت (ص) یاوقبروته دنوروانبیاؤیاداولیاؤ یاونورومشاهدو متبرکه ووته شرک اکبردی، لکه وبتانوته ورتلل. تقویة الایمان صفحه 94 تصنیف محمدبن عبدالوهاب.
[/quote:69de853cd4]
قبرونو ته مستقل سفر کول حرام دي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه ترې کړېده ، له دې امله هر مسلمان بايد ځان ترې وساتي ، لکه چي وايي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، قَالَ: لاَ تُشَدُّ الرِّحَالُ إِلاَّ إِلَى ثَلاَثَةِ مَسَاجِدَ: الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ، وَمَسْجِدِ الرَّسُولِ صلى الله عليه وسلم، وَمَسْجِدِ الأَقْصى
أخرجه البخاري في: 20 كتاب فضل الصلاة في مسجد مكة والمدينة: 1 باب فضل الصلاة في مسجد مكة والمدينة)
ژباړه: ابوهریره وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : له درو مساجدو مسجد حرام ، مسجد نبوي او مسجد اقصی پر ته بل هيڅ شي ته سفر مه کوئ .
همدې نص ته په پام ويلای سو چي مستقل سفر کول قبر ته ګنا ده او ځان ترې ساتل ښه دي .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
6. رابطه اوتصور دآنحضرت په لمانځه کی دغوایی اودخره ترتصوربدکاردی . صراط مستقیم تصنیف مولوی اسماعیل دهلوی.
[/quote:69de853cd4]
په لمانځه کي له الله سره رابطه کول لازمي دي او په دې سره عجر پيدا کېږي ، که څوک د دې برخلاف له نبي ، ولي شهيد ، مور و پلار یا بل چا سره رابطه کوي نو دا کار يې ناسم او حرام دئ ، ځکه حدیث کي دي :
قال: ما الإحسان قال: أن تعبدَ الله كأنك تراهُ، فإِن لم تكن تراه فإِنه يراك
قال يا رسول الله ما الإحسان ؟ قال ( الإحسان أن تعبد الله كأنك تراه فإن لم تكن تراه فإنه يراك )
قَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا الإِحْسَانُ قَالَ « أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ فَإِنَّكَ إِنْ لاَ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ »
قَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا الإِحْسَانُ قَالَ « أَنْ تَخْشَى اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ فَإِنَّكَ إِنْ لاَ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ ». قَالَ صَدَقْتَ.(متفق علیه)
ژباړه: اې د الله رسوله ! احسان څه شی دئ؟ رسول الله ورته وويل: احسان دا دئ چي ته د الله داسي عبادت وکړې لکه ته چي هغه وینې خو ته هغه نه سې ليدای نو هغه تا ويني .
د دې نصوصو په رڼا کي وايم چي له الله پرته له بل هيچا سره رابطه جوړول حرام دي او عبادت د الله کېږي نو ځکه هغه ته توجو کول لازمي دي ، لکه چي الله تعالي امر کوي :
وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ(البقره:۲۳۸)
ژباړه: او الله ته په عاجزۍ ودرېږئ.
الله تعالی ته په عجز ودرېږئ بل څوک نه دئ یاد سوی نو له دې امله د هر چا سره رابطه په لمانځه کي حرامه ده خو دا خبره چي تر خره بده ده دا ستره بې ادبي ده او زه له دې خبرې برأت غواړم .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
7. ځماعصاپه وژلوکی دمار، لږم اونوروشیانو ترمحمد(ص) بهتره ده. اوضح البراهین صفحه 10 بحواله سیداحمددهلان.
[/quote:69de853cd4]
دا له رسول الله سره د نفرت ښکاره څرګندونه ده ما يې په اړه مخکي خبره وکړه چي له رسول الله سره مينه د ايمان جز دئ او که يې څوک نه کوي نو ایمان نه لري په قران کي الله تعالی د هغو څارایانو عمل وغندی چي رسول الله ته يې په خپل نوم نارې کړې وي لکه چي وايي:
لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا(النور :۶۳)
ژباړه: تاسو د رسول بلنه داسي مه ګرزوئ لکه ستاسو خپل منځي بلنې .
له رسول سره دومره احترام او درناوی اړين دئ او څوک که دې ته قائل نه وي نو ایمان هم نه لري ، د محبت او مينې په اړه يې ما مخکي حدیث نقل کړل هلته دي وګوري .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
8. اولیاء اوانبیاء علیهم السلام پکارندی. تقویة الایمان صفحه 23 وصفحه 29 تصنیف محمدبن عبدالوهاب.
[/quote:69de853cd4]
له نبي او ولي مرسته نه سي غوښته کېدای ، که څوک دا کار کوي نو حرام دئ ، ځکه رسول او ولي هيڅ هم نه سي کولای د چارو واګې د الله په قدرت کي دي او د هغه له اجازې پرته هيڅ نه سي کېدای ، لکه چي وايي :
بَلْ لِلَّهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا(الرعد:۳۱)
ژباړه: بلکي ټول امور خاص الله لره دي .
د مرستې په وخت کي موږ له الله څخه مرسته غوښتای سو لکه چي وايي:
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ(الغافر:۶۰)
ژباړه: او ستاسو رب وايي ما در بولئ زه مو قبلونه کوم .
څوک چي مړ سي د هغه په اړه الله تعالی وايي:
وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاءُ وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَنْ يَشَاءُ وَمَا أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِي الْقُبُورِ(الفاطر :۲۲)
ژباړه: او ژوندي و مړه نه دي سره برابر بې شکه الله چي يې خوښه سي په هغه اورېدل کولای سي او ته هغه چا ته چي په قبرونو کي دي اورېدل نه سي کولای .
رسول په قبر کي چا ته خپل اواز نه سي رسولای نو موږ خو بیخي ترې عجز يو او «من فی القبور» عام دئ نبیي ولي شهيد او ټولو ته شامل دئ ځکه نو کومک نه سي ترې غوښتل کېدای .
وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ(الاحقاف :۵)
ژباړه: او تر هغه چا څوک بې لاري دئ چي له الله پرته نور ور بولي څوک چي يې ترقیامته استجابت هم نه سي کولای او د دوئ له دعا غافله دي .
دلته عام لفظ دئ يوازي بت هدف نه دئ بلکي همدا په قبرونو کي پراته ټول همداسي دي نه زموږ په ښه خبرېږي او نه هم په بدو ، نه ګټه راته رسولای سي او نه هم زيان ، لکي چي الله وايي:
وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آَلِهَةً لَا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا(الفرقان:۳)
ژباړه: او دوئ له الله پرته نور خدیان نیولی وي چي هيڅ يې هم نسوای پيدا کولای او دوئ پنځول سوی ول او نه يې هم د ځانونو لپاره د زيان او ګټې واک در لود او نه د مرګ یا ژوند او یا هم د بیا پاڅونې مالکان دي .
په دې ايت کي چي کوم حالت الله تعالی انځور کړ نو مړي هم تر دې کم نه دي ، نه د ګټې واک لري او نه د زيان ، نه مرګ کولای سي اونه ژوند نه هم تر مرګ وروسته بیا څوک ژوندي کولای سي نو له دې امله يې مرستې ته غوښتل حرام دي او کومک به صرف له الله غوښتل کېږي .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
9. مثل دآنحضرت بل نبی پیداکیدل ممکن دی. تقویة الایمان.
[/quote:69de853cd4]
په دې اړه ما مخکي وضاحت وکړ چي تر رسول الله وروست بل نبي نه سته او څوک چي دا عقيده ولري کافر دئ . نو دلته هم هغه خبره ده بل نبي نه سته او نه يې راتلل ممکن دي خو په نړۍ کي که يو څوک دا عقيده لري نو زما يې ور سره څه ؟ ور سه له هغه يې وپوښته !.
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
10. علم دآنحضرت (ص) ترملک الموت اوترشیطان کم دی، هرڅوک چی نبوی علم ترملک الموت اوشیطان بالابولی هغه مشرک دی.براهین قاطعه صفحه 15.
[/quote:69de853cd4]
په ديني چارو کي تر رسول الله بل لوړ عالم نه سته او نه هم وو یوازي الله دئ چي تر هر چا په هر وخت کي ستر عالم دئ او په هر څه خبر دئ ، رسول الله ته وحې کيده او بل څوک له دې محروم دي نو ځکه د الله د رسول علم زيات وو لکه چي وايي:
إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ(الانعام:۵۰)
ژباړه: زه ابتاع نه کوم مګر د هغې وحې کوم چي ما ته کېږي.
له دې ايته او نورو نصوصو معلومېږي چي رسول ته ديني امور وحې کېږي نو تر وحې د هيچا علم زيات نه دئ او نه هم وو ، نو که څوک دا عقيده ولري هغه کافر دئ .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
11. دویلوڅخه دکتب متداوله وو دفقه سړی کافرکیږی ، باید داکتابونه وسوځول سی. بوی غسلین تصنیف مولوی عبدالجلیل.
[/quote:69de853cd4]
دا خبره يې ناسمه ده او زه په دې عٍقيده نه يم ، ما تاته مخکي هم وويل چي له ماسره د هندوانو مذهبي کتاب بګوت ګيتا سته او زه يې ګورم نو فقه خو له ماسره سته او زه يې کتابونه مطالعه کوم تر اوسه مي هم چا داسي نه دي ويلي او نه مي هم يو ځای ليکلي دي بلکي زه وايم فقه دي د يو تابع فن په حیث وويله سي اصل قانون دي قران او حدیث وي خو فقه به د هغو تابع وي که يې مسئله غلطه وه نو هلته به يې اتباع نه کېږي .
او د عبد الجلیل خبره زه نه ور سره منم څوک چي يې په عقيده دي هغه دي ځواب کړي زه د خلکو له فکرونو او اندونو دفاع نه سم کولای ځکه هغوئ انسانان دي او په خپلو خبرو کړنو او اعمالو کي هرو مرو خطا کېږي نو زه به يې ولي دفاع وکړم ، هغه پوه سو او رب يې ما ته يې څه ؟.
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
12. انبیاء یااولیآء شفاعت کونکی ګڼل شرک دی. تقویة الایمان.صفحه 6
[/quote:69de853cd4]
که يې په دنيا کي الله ته شفيع کوې یا مرسته ترې غواړې نو له شکه پرته شرک دئ او دا يې ستره نوعه ده چي انسان له الله پرته له بل چا مدد غواړي خو که په اخرت کي دي هدف وي نو دا خبره سيي نه ده ځکه هلته يې شفاعت سته او قران و حديث پرې شاهدان دي ، لکه چي وايي :
مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ(البقره:۲۵۵)
ژباړه: څوک دئ چي دده په نزد دي د ده له اجازې پرته شفاعت وکړي .
له دې ايت څخه معلومه سوه چي شفاعت سته او حق دئ خو په اخرت کي اوس له قبرونو څخه مرسته غوښتل خو کفر دئ او ځان ترې ساتل لازمي دي .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
13. نن زمان ټول خلګ کافران دی. تقویة الایمان صفحه 45.
[/quote:69de853cd4]
دا خبره بې بنسټه ده ، ځکه ټول خلک کافران نه دي او مسلمانان هرو مرو سته ، دا د دې ليکوال خپل نظر دئ ما تاته تر اوسه د تقویة الایمان خبره نه ده وړاندي کړې چي ته ماته د هغه خپلې خبرې وړاندي کوې او د بل خبرې ماته حواله کوې ، ته مجبور يې چي زما عقيده له ما و پوښتې ، ما تاته مخکي هم ويلي دي چي زه حق منم او دين په قران او حدیث کي پوره بولم ، څوک که دين مکمل نه بولي هغه مشرک بولم نو زه خبله عقيده له قران او سنت سره سموم او د چا اتباع نه کوم نه مي هم تاته د دې یادونه کړې ده .
ته مهرباني وکړه د خلکو اندونه ماته مه منسوبوه زه يې څه کوم هر سړی د خپلو اعمالو ځواب ور کوي شاه اسماعيل شهيد که دا خبره کړې وي نو هغه به يې ځواب ور کوي موږ خو يې په کتابونو کي داسي څه نه دي ليدلي که يې وي نو د هغه خپل شخصي نظر دئ زه ترې دفاع نه کوم او نه هم د خلکو له فکرونو دفاع ممکنه ده ځکه انسانان کمزوري دي او هرو مرو سترې تېر وتنې ترې کېږي نو زه به ولي دفاع ترې کوم ؟.
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
14. دهندوانو، رام چندرکشن جی ، لچمین، ټوله برحق وه، پرهغوایمان راوړل ضروری دی.بدیهة المهدی تألیف وحیدالزمان صفحه 85
[/quote:69de853cd4]
دا هم زه نه منم ، د وحید الزمان مقلد خو زه نه يم چي د هغه عقيده ماته منسوبوې ، که هغه ويلي وي نو ور سره د هغه له اتباع کونکو يې وپوښته ، هندو کافر دې او عقيده يې له کفر وشرک څخه ډکه ده ، زه يې نه دفاع کوم او نه ترې ښه خاطره لرم ځکه په څوکاله وړاندي مي هند کي د مسلمانانو عام وژنه هېره نه ده او د مسجد پر سره شخړه مي اوس هم په ياد ده چي د زرګونو بې ګنا مسلمانانو سرونه يې واخیستل او هغه مسجد يې ونړاوی ، خیر دا بېله موضوع ده خو هندو کافر دئ او زه يې د نورو کافرانو په شان بولم له کتابونو يې دفاع نه کوم که يې کومه چاره پر ضد کوې نو را سه د معلوماتو لپاره به يې زه يوڅه کتابونه هم در کړم څو زه هم په ثواب کي در سره شريک سم .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
15. دانبیاؤ اولیاؤ زیارتونه په مثال دبت دی. هدایة السائل صفحه 208 تصنیف صدیق خان.
[/quote:69de853cd4]
که څوک ورته عبادت کوي یا هم مرسته ترې غواړي نو بت بیا څه معنی لري ؟ په د ې اړه مي مخکي وضاحت وکړ همغه کافي دئ .
[quote:69de853cd4="noorulhaqmazharee"]
16. خدای پاک پرعرش ناست دی پښی یی کښته ځړولی دی دکرسی چغ چغ یی دی.وحیدالزمان درترجمه قرآن حاشیه آیة الکرسی.
[/quote:69de853cd4]
دا د کفر عقيده ده ، زما عقيده دا ده چي الله پر عرش دئ او نور کیفيت يې ماته نه دئ معلوم نه دې له دې زه پوښتنه کوم او نه هغه شی چي الله نه وي بیان کړی ماته اړتیا سته چي په اړه يې پلټنې وکړم بس همدا عقيده لازمي ده چي الله پر عرش دئ او دلیل يې دا دئ :
الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى(طه:۵)
ژباړه: رحمن (الله) پر عرش دئ .
اوس ته ووايه ما خو خپله عقيده په قران او حدیثو در ته ثابته کړه خو تاد خپلې فقهې يوه مسئله هم په قران او سنت ثابته نه کړه ، نو اوس ته ووایه میدان چا یو وړو ؟.