اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
و قل جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا
وصيل ( پېروز )
07.08.2012
يو شمېر کړۍ دا دعوه کوي چي موږ کومه تګلاره ټاکلې او د کوم مذهب پيروان يو نو دا تګلاره او دا مذهب يوازي پر حق و حقيقت بنا دئ ، له دې پرته بل څه نه بيانوي او يوازي هغه څه را سپړي چي الله او رسول يې ویلي دي .
دلته هم موږ له ځينو ښاغلو لکه مظهري ، وزيري ، حليمي ، صابر او ... سره دا خبره وڅېړله چي ستاسو اند ، ستاسو مذهب او ستاسو تګلاره ځيني داسي نيمګړتياوې لري چي سمونه يې اړينه ده خو نوموړو د دې حقيقت له منلو ډډه کوله . له همدې کبله ښاغلی حذيفه صيب يو څو مسايل ورته د بېلګي په توګه وړاندي کړل او د نقد په ژبه يې دا وويل چي ايا څوک شته چي په قرآن او حديث کي د دې مسايلو سرچينه په ګوته کړي او دا ثابته کړي چي په رښتيا هم دا مسايل له قرآن او صحيحو احاديثو استنباط دي ؟ ؟ ؟ .
کله چي مسايل مطرح شول نو ښاغلي مظهري ورته د ځواب ويلو لړۍ شروع وکړه ، د خپلې ځوابي لړۍ په دوران کي نوموړي تل د دې پوښتنې له ځوابه تېښته کوله او غوښتل يې چي دا پوښتنه بېخي ونه شي خو چي بحث له همدې ځايه را ولاړ شوی وو نو شونې نه وه چي دا پوښتنه دي له پامه وغورزول شي او بيا – بيا موږ ښاغلی مظهري وهڅاوی چي د دې پوښتنې ځواب ته راشي .
اوس چي بحث پای ته رسېدلی ښاغلی مظهري او ملګري يې دا دعوه کوي چي ميدان يې وړی دئ خو په حقيقت کي يې د بحث مهمې پوښتنې ته ځواب نه دئ ويلی او هغه څه يې نه دي ځواب کړي چي زموږ او د دوئ تر منځ لانجې ته د پای ټکی ږدي . په دې ډول بريا ځان خوشاله کول يوازي شيطاني چل دئ چي دا خواران يې غولولي دي ، په کوم بحث کي چي مهمې پوښتنې ځواب نه شي او د جنجال ټکي ته توجو ونه شي هيڅکله هم دا دعوه هغه څوک نه شي کولای چي موږ ګټلې ده کومو چي د داسي پوښتنې د ځواب مسئوليت درلود .
موږ بيا هم په بشپړ اخلاص او سالم ډول دې ښاغلو ته وړانديز کوو چي د خپلو فقهي مسايلو قرآني او يا حديثي ثبوت را وړئ ، تر دې وړاندي ډنډورې مه جوړوئ او مه باټې ولئ ځکه کوم څوک چي د داسي مهمې پوښتنې د ځواب وړتيا نه لري نو معلومه خبره ده چي مات شوی دئ او په ميدان کي د خپل دريځ دفاع نه شي کولای خو موږ بيا هم تاسو ته يو اوږد چانس درکوو او له دې اوتو – بوتو په تېرېدلو سره تاسو يوه واقعيت ته متوجې کوو چي په دين کي د هيچا خبره هم له دليل پرته نه منل کېږي ، ستاسو علماوو چي څه ليکلي دي اخير د کوم دليل پر بنياد يې د مسايلو دا ودانۍ ودانه کړې ده ؟ ؟ ؟ .
دا پوښتنه موږ د ځان اسلامي او فطري حق بولو ، غواړو خپل حق تر لاسه کړو او نور هم په دې وپوهوو. پر همدې بنياد له تاسو سره د يوه سالم بحث په فضا کي دا غوښتنه کوو چي د خپلو دې مسايلو قرآني او يا حديثي ثبوت وړاندي کړئ !
د نه ځواب په صورت کي ټول پوهېږي چي ميدان چا يووړ او څوک له رسوا ماتې سره مخ شو ؟ .
لوستونکو ! له کومې پوښتنې چي بحث ولاړېږي او مقابل لوری پرې پارېږي او بيا هغې پوښتنې ته ځواب نه وايي نو اخير دا د څه شي څرګندونه کوي؟.
بېخي تر لمر روښانه ده چي ځواب نه لري او اوس په خوله نه شي ويلای چي موږ نو داسي نه شو کولای بلکي غواړي په ښکلي ټوکر د خپلې بد رنګې څېرې په پټولو سره د دروغجنې ښکلا دعوه وکړي . !!! :cry: :cry: :cry:
خو حقيقت داسي دئ :
وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ( الاسراء : ۸۱ )
ژباړه : ووايه ! حق راغی او باطل له منځه ولاړ او بې شکه باطل له منځه تلونکی دئ .