د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ميدان چا وګټه ؟ حنفي اوکه وهابي ؟ دښاغلي حليمي صيب فيصله

عبدالله صابر
07.08.2012

السلام عليکم
لاندي ليکنه اوفيصله حليمي صيب کړي ده
[color=red:67537f7c63]السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
لمړئ به خواست کوو چه : : اللهم تقبل منا صيامنا وقيامنا وصدقاتنا وصالح اعمالنا، آمین
دوهم به له درنوو او مکرمو وړونو مننه کوو له نورالخق صاحب او وزیري صاحب نه چه د محترم حذیفه و هذيان قلبي او خربشات قلمي
ته ئې ښکلي ، صحیح او معقول د شریعت سره موافق او غاښ دردونکي جوابونه ویلي ، ان شاء الله چه رب العزت به يې د تېکۍ په پله کښي در حساب کړي

محترم حذیفه صاحب ! ستاسو هذیان قلبي ته پوره جوابونه ویل شوي !
اوس خو جبره تاسوته والاړه ده ! ها د غني خان په اصطلاح ملا جانه چیرته خطا تللئ ئې ، ګناه ستا راوخته .

ثُمَّ الْأَكْبَرُ رَأْسًا وَالْأَصْغَرُ عُضْوًا :
کرانه تاسو قصدآ راولاړ سوي یاست د عضوا ترجمه مو په (زبر) سره کړېوه ولي‌ ؟؟؟؟
اکبر راس ترجمه مو په غټ سر کړېوه ، ولي ؟؟؟؟؟؟
ایا تاسو نه پوهېداست چه په علمي اصطلاحاتو کښي "الْأَكْبَرُ رَأْسًا "
معنیٰ مخ كبير !!!! ، تاسو چه د غټ سر او عقل مند فرق نشئ کولاي نو ولي په لوړو ښاخو کي لاس وهې ؟؟؟ او که پوهېږې او بیا دي نو قصدآ دا کار کړئ او ولييييييييييييييييي ؟

محترم او مکرم وزیري صاحب د "عضوا " په باب تفسیر درکړي وو
زه به هم د عضوا په باب خپل نظر درکم
که علماء په ټول شرعي اوصافو کښي‌ مساوي وه نو صحتمند یعني ډنګر عالم په د مخه کیږي زموږ خوږ نبي صحتمند وو ، ولي چه د چاغ سړي کالي همېشه په چاک کښی بندېږي ، او بد ښکاري ، بعضي وخت انسان ته شرم درېږي ، مجبوره کیږي چه لاس شاته ور اوږد کړي او پرتوګ کش کړي ، نو بیا عمل کثیر دي لمونځ يې خرابېږي . "عضوا " معنی کوناټي‌

او د ښایستې ښځي‌ نه مراد سیرت دی ، مبارک داسي ښځي درلودله او درلودلې او صلاحوي ئې ورکولي ، د امامت اکبر له پاره ښه صلاح کاره ښځه لازمه ده ، لکه حضرت خدیجه کبری ، ،،،،،‌

هر کله چه څوک پر زُبَرَ الْحَدِيدِ کښېني نو په ننوزي آو ځان په خوږوې ، حنفي فقه داسي کلکه ده لکه زبرالحدید یوازي يې نبي صفه
سړی کږولای سي ، بل څوک حق نه لري ، او بیا ته!!!

هو ! اختلافي موضوعات خود سته په فقه کښي

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَؤُمُّ الْقَوْمَ أَقْرَؤُهُمْ لِكِتَابِ اللَّهِ فَإِنْ كَانُوا فِي الْقِرَاءَةِ سَوَاءً فَأَقْدَمُهُمْ فِي الْهِجْرَةِ فَإِنْ كَانُوا فِي الْهِجْرَةِ سَوَاءً فَأَعْلَمُهُمْ بِالسُّنَّةِ فَإِنْ كَانُوا فِي السُّنَّةِ سَوَاءً فَأَقْدَمُهُمْ سِنًّا وَلَا تَؤُمَّ الرَّجُلَ فِي سُلْطَانِهِ وَلَا تَقْعُدْ عَلَى تَكْرِمَتِهِ إِلَّا أَنْ يَأْذَنَ لَكَ

درالمختار د دغه پورته حدیث تشریح او تقسیر کړي

ان شاء الله
نور به د روژې ورسته سره ګورو
درنښت
_________________
لَمَّا قَضَى اللَّهُ الْخَلْقَ كَتَبَ فِي كِتَابِهِ فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ الْعَرْشِ إِنَّ رَحْمَتِي غَلَبَتْ غَضَبِي skype name , k.halimi
[/color:67537f7c63] http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=61287#61287
غواړم دا بحث کاپي کړم اوله ځان سره يی هيواد ته يوسم ،
[color=blue:67537f7c63]ټول افغان ته دداسي يوې تاريخي مناظرې کورباتوب مبارک وي [/color:67537f7c63]
زماوړانديزدادی چي داعنوان دمهم وګرځول شي 


وصيل ( پېروز )
07.08.2012

[color=red:f4ec6aaebb][size=24:f4ec6aaebb]ښاغلی حليمي هم داسي فيصله کړې لکه نوموړی چي بېخي له بې انصافۍ زېږېدلی وي ، اخير دا څه ډول بريا ده زه خو دې بريا ته سخت حيران يم تر اوسه دي د فقهې د يوې مسئلې قرآني او يا حديثي دليل رانه ووړ او ميدان تا يووړ؟.

دې ته نو د عقل او پوهي ړانده ويل کېږ ي .

د حليمي صيب فيصله نه خو پر انصاف ولاړه ده او نه هم منل کېدای شي ځکه چي نوموړی په خپله يو حنفي دئ او د احنافو په اړه د حنفي ملاتړ طبعي خبره ده ، دی هم ستاسو په څېر د ايمان تر سرحده پر دې فقه باور کوي اخير د داسي سړي فيصله ولي ومنل شي؟؟؟
[/size:f4ec6aaebb][/color:f4ec6aaebb]

[size=18:f4ec6aaebb][color=white:f4ec6aaebb]خبره بيا هم د خلګو په اندونو نه حل کېږي څو چي مو د خپلو فقهي مسائلو مرجع په قرآن او حديث کي نه وي په ګوته کړې هيڅکله به هم انصاف خوښوونکي دا درسره ونه مني چي ميدان دي يووړ بلکي فيصله به يې برعکس وي . ولله الحمد [/color:f4ec6aaebb][/size:f4ec6aaebb]
[color=cyan:f4ec6aaebb]فاعتبروا يا اولي الابصار !
اې سترګورو ! پند واخلئ ! [/color:f4ec6aaebb]


وصيل ( پېروز )
07.08.2012

....


عبدالله صابر
07.08.2012

السلام عليکم

پيروز صيب تاسوماتي منئ اوکه نه يی منئ ضرورنه ده خو خلک په خپله
له بحث څخه پوهيږي چي څوک مات شوي ، پښتو کښ متل دی [color=darkred:a63b53841a]چي که ته حال
نه وايی نوګوډه پښه دهم حال وايی [/color:a63b53841a]،ستاسو له ليکنواوهغوته مدللو ځوابونو
څخه خلک په خپله هم فيصله کولائ شي ٠
ستاسي دماتي له ډيرو دليلونو څخه يودليل داهم دی چي دعربي په قواعدو او
اصولو نه پوهيږئ اوبي علمه ياست ،څو ځايه مظهري صيب درته په عربي 
دنه پوهيدوټکي درپه ګوته کړل ،اواوس حليمي صيب ستاسوماتي يومثال او
دليل هم ليکلئ هغه دا دی 

[color=blue:a63b53841a] ثُمَّ الْأَكْبَرُ رَأْسًا وَالْأَصْغَرُ عُضْوًا :
کرانه تاسو قصدآ راولاړ سوي یاست د عضوا ترجمه مو په (زبر) سره کړېوه ولي‌ ؟؟؟؟
اکبر راس ترجمه مو په غټ سر کړېوه ، ولي ؟؟؟؟؟؟
ایا تاسو نه پوهېداست چه په علمي اصطلاحاتو کښي "الْأَكْبَرُ رَأْسًا "
معنیٰ مخ كبير !!!! ، تاسو چه د غټ سر او عقل مند فرق نشئ کولاي نو ولي په لوړو ښاخو کي لاس وهې ؟؟؟ او که پوهېږې او بیا دي نو قصدآ دا کار کړئ او ولييييييييييييييييي ؟ [/color:a63b53841a]

داستاسو ماتي دليل دی چي په علمي اصطلاحاتوکښ نه پوهيږئ ،نوچي نه
پوهيږئ بيا ولي په ناخبرئ له عالمانوسره بحث کوئ ٠

تش اياتونه ،حديثونه اونيوکې له کوم سايټ اوکتابونوڅخه کاپي کوئ


وصيل ( پېروز )
08.08.2012

[quote:55db34e3df="عبدالله صابر"]السلام عليکم

پيروز صيب تاسوماتي منئ اوکه نه يی منئ ضرورنه ده خو خلک په خپله
له بحث څخه پوهيږي چي څوک مات شوي ، پښتو کښ متل دی [color=darkred:55db34e3df]چي که ته حال
نه وايی نوګوډه پښه دهم حال وايی [/color:55db34e3df]،ستاسو له ليکنواوهغوته مدللو ځوابونو
څخه خلک په خپله هم فيصله کولائ شي ٠
[/quote:55db34e3df]
موږ يوازي حقايق منو که حقايق زموږ په ګټه وي او يا هم تاوان ، دلته حقایق داسي نه دي چي زموږ پر ماتې دلالت کوي بلکي حقايق هغه څه وايي چي پر تاسو بد لګېږي . په کوم بحث کي چي د بحث ار غوښتنې له پامه وغورزول شي او د بحث مهمې پوښتنې ځواب نه شي او مقابل لوری له بيا - بيا غوښتنې سره - سره ترې ځان وپېچي نو دا يوازي پر دې دلالت کوي چي هغه لوری مات شوی او د پوښتنو ځواب نه لري . دلته په تاسو دا کانه شوې ده
[quote:55db34e3df="عبدالله صابر"]
ستاسي دماتي له ډيرو دليلونو څخه يودليل داهم دی چي دعربي په قواعدو او
اصولو نه پوهيږئ اوبي علمه ياست ،څو ځايه مظهري صيب درته په عربي 
دنه پوهيدوټکي درپه ګوته کړل ،اواوس حليمي صيب ستاسوماتي يومثال او
دليل هم ليکلئ هغه دا دی 

[color=blue:55db34e3df] ثُمَّ الْأَكْبَرُ رَأْسًا وَالْأَصْغَرُ عُضْوًا :
کرانه تاسو قصدآ راولاړ سوي یاست د عضوا ترجمه مو په (زبر) سره کړېوه ولي‌ ؟؟؟؟
اکبر راس ترجمه مو په غټ سر کړېوه ، ولي ؟؟؟؟؟؟
ایا تاسو نه پوهېداست چه په علمي اصطلاحاتو کښي "الْأَكْبَرُ رَأْسًا "
معنیٰ مخ كبير !!!! ، تاسو چه د غټ سر او عقل مند فرق نشئ کولاي نو ولي په لوړو ښاخو کي لاس وهې ؟؟؟ او که پوهېږې او بیا دي نو قصدآ دا کار کړئ او ولييييييييييييييييي ؟ [/color:55db34e3df]
[/quote:55db34e3df]
د ښاغلي حليمي صيب په خبره خو والله که زه پوه شوی يم ، نوموړی خو لکه چي په دې کي هم شک لري چي له الاکبر رأسا څخه د سر غټوالی مراد نه دئ نو په دې کي خو يې ملګری مظهري هم مخالفت کوي او هم ټوله حنفي فقه .
پاتي شوه د عضوې خبره نو د د ې په اړه ښاغلي حذيفه مخکي تاسو ته د عبيدالله قندهاري حواله در کړې وه او همدا خبره په خپله په شامي کي هم شته البته د حاشيه ابي سعود په حواله ، لکه چي ليکي :
(( وَفِي حَاشِيَةِ أَبِي السُّعُودِ ؛ وَقَدْ نُقِلَ عَنْ بَعْضِهِمْ فِي هَذَا الْمَقَامِ مَا لَا يَلِيقُ أَنْ يُذْكَرَ فَضْلًا عَنْ أَنْ يُكْتَبَ ا هـ وَكَأَنَّهُ يُشِيرُ إلَى مَا قِيلَ أَنَّ الْمُرَادَ بِالْعُضْوِ الذَّكَرُ ))
ژباړه : د ابی السعود په حاشيه کي دي : له ځينو څخه په دې مقام کي نقل شوی يادول يې مناسب نه دي او ليکنه خو يې بيخي نه ده مناسبه ، ګواکي د هغه اشاره دې ته ده چي له عضوې ذکر مراد دئ .
اوس عبيدالله قندهاری د مراقی الفلاح په حواله او شامي د حاشيه ابی سعود په حواله له عضوې څخه د ذکر معنا اخيستې ده او شامي يې نه مني . اوس کوم يو له قرآن او حديث سره موافق دئ؟ دليل يې تاسو راوړئ !

او ښاغلي حذيفه هم همدا خبره کوله او کومه ژباړه چي يې کړې ده د دې تائيد نه يوازي په خپله هغه عبارت کوي بلکي ګڼ حنفي علماء يې ورسره مني خو په تاسو کي عقلمن نه شته .

عبارت په خپله تاسو ناسم ژباړئ ځکه عضو مفرد ذکر شوی له مفرد څخه د انسان اعضا نه شي اخيستل کېدای ځکه ټول اعضا خو جمع ده او د مفرد له الفاظو د جمع معنا نه شي اخيستل کېدای .

[quote:55db34e3df="عبدالله صابر"]

داستاسو ماتي دليل دی چي په علمي اصطلاحاتوکښ نه پوهيږئ ،نوچي نه
پوهيږئ بيا ولي په ناخبرئ له عالمانوسره بحث کوئ ٠

تش اياتونه ،حديثونه اونيوکې له کوم سايټ اوکتابونوڅخه کاپي کوئ[/quote:55db34e3df]

ستاسو د ماتي علمي دلايل هم ښاغلي حذیفه ګڼ ځايونه په ګوته کړي دي او ان شاء الله د ښاغلي مظهري په راتلونکو ځوابونو کي به يې هم په ګوته کړي او په دې اړه وړاندي ښاغلي حذيفه د ښاغلي مظهري يوه ستره تېروتنه په ګوته کړه چي نوموړي پکي له قرآن او مسلمو نحوي قواعدو مخالفت کړی وو.

ښاغلي مظهري ان شاء الله غلط ليکی او کله چي دا خبره ورته روښانه شوه نو بيا يې هم خپله تېروتنه ونه منله چي د نوموړی پر عناد او تعصب څرګند دليل دئ .


larghonay laraway
08.08.2012

السلام عليکم!
عبدالله صابر ښه پوښتنه کړې چې ميدان چا وګټو؟
لومړی خو بايد ووايم چې مونږ د قرآن او حديث په اوامرو مکلف يو نه د قاضيخان ماضيخان په هر ډول اټکلونو!!!!!!!
که دا رښتيا هم مهمې خبرې وای نو دين خو کامل دی ولې په کې نشته؟
له دې معلومېږي چې چټيات دي او يو مسلمان هيڅکله هم په دې مکلف نه دی چې په دين کې د چټياتو لپاره دلايل پيدا کړي!
حذيفه، بل ، بل هيڅ يو په دې نه دي مجبور چې د دين په اړه دومره ناوړه فکر وکړي چې ګنې د چټياتو او اټکلونو لپاره به په کې دلايل وي!
د دې خبرو د نه منلو او غورځولو غټ دليل همدا دی چې په دين کې نشته نو چې نشته پر مونږ يې څه چې سر پرې خوږوو؟

دويمه خبره دا ده چې لوستونکو ته دا موضوع پرېږدو چې د هر يو دلايل ورته کره او ثقه ښکاره شول همغه ميدان ګټلی او الله تعالی به اجر ورکړي!
زما په نظر خو له قرآن او حديث نه نه قاضي خان ميدان ګټلی شي، نه مظهري خان

ښه مې په ياد دي يوه ورځ په پېښور کې د يو مبتدع ملا او مؤحد ملا تر منځ د جمعې په ورځ لانجه راغله نو مؤحد ملا په ممبر ناست ؤ او له قرآنکريم څخه يې دين بياناوه
مبتدع ملا چې په لاس کې يې فتاوه وه او ممبر ته ورغی پر مؤحد ملا يې انتقاد وکړ او ورته ويې ويل ستا خبرې ځکه نه منم چې فتاوه داسې وايي!
مؤحد ملا د مبتدع فتاوه وړاندې وغورځوله او ورته ويې ويل زه خو دغه فتاوه نه منم خو که نر وې راشه زما قرآن وړاندې وغورځوه!
اوس نو د حذيفه او مظهري حالت هم همداسې دی
حذيفه وايي دغه چټيات دي، په قرآن او حديث کې نشته او ځکه يې نه منم چې نشته او پر منلو يې مکلف هم نه يم ځکه چې د الله او رسول نه بلکې د قاضي خان د خپلې خېټې خبرې دي!
په هر صورت ښاغلي حذيفه ته دې خدای اجر ورکړي چې د دين په نامه ليکل شوي چټيات يې راوسپړل او د خلکو د خبرولو دنده يې پوره کړه !
نور نو د عقل خبره ده چې څوک په قرآن او حديث پسې ځي او که په قاضي خان او نورو پسې !

خو حذيفه مو پرېښی نه دی بلکې دوه خبرې ورته لرم چې يوه پوښتنه او بل وړانديز دی!
وړانديز دا دی چې تاسو خپله خبره وکړه او خلکو ته مو مسأله روښانه کړه نور نو په دې ريا پسې مه ګرځئ چې چا وګټله! حتی په دې اړه د چا خبرو ته ځواب هم مه وايه ځکه چې هسې تاويلې ماويلې به وي او کومه ديني خبره نه ده!
دويمه:
دويمه خبره مې پوښتنه ده او هغه به يو بل وخت مطرح کړم ځکه چې اوس سمدستي به ډېر ستړی يې لږه دمه وکړه
مننه
لرغونی لاروی


حمید هڅــاند
08.08.2012

دلته یوه بله خبره هم د یادولو وړ ده او هغه داچې د مظهري صیب ځوابونه هغه ما ته د شیعه ګانو استدلال راپه زړه کوي:
زموږ په ولسوالۍ کې د شیعه ګانو یو کلی دی چې ورته نو اباد وایي. د دې کلي شیعه ملایانو په ایران کې زده کړې کړې دي. داچې زموږ ډېری ملایان په استدلال کولو کې ضعیف دي نو زموږ د سیمې له ملایانو مي په لسګونو ځله اورېدلي چې شیعه ګان په بحث کې ډېر تکړه دي او خورا هوښیار دي!! له دې ځایه ده چې زموږ د سیمې ملایان هڅه نه کوي چې له شیعه امامانو سره یې په کومه خبره مخالفت راشي. خو د شیعه ګانو کمزوري ماته ډېره ښه مالومه شوې ده، دغه خلک ټول وخت عقلي دلایل وایي، او هغه هم د دوی په خپل ناقص عقل. اصلي خبره داده چې، د اسلامي بحث په مهال چې کله د نظر اختلاف راشي، نو پرحق مسلمانان د ایت او حدیث پریکړه ترمینځ د اختلاف حل ګني. خو له شیعه سره به یې څنګه سپینوي چې صحیح احادیث نه مني، بخاري او مسلم ته د احادیثو د کتابونو په سترګه نه ګوري!!
خبرې ډېرې سریې یو: د مظهری صیب ځوابونه هم په عقلي دلایلو بنا دي، د حذیفه ټولو نیوکو ته په ځواب کې مظهری صیب نه قران ته رجوع وکړه او نه احادیثو ته بلکې په خپل عقل یې هڅه وکړه چې خبره راجوړه کړي!!!

خبره ښکاره ده، د اختلاف د حل لپاره موږ ته د مظهري صیب عقلي خبره هیڅ ارزښت نه لري! ارزښت یواځي د قران او سنتو لارښوونې لري اوبس!! ماته دا هم ارزښت نه لري چې حذیفه صیب څه وایي، پیروز صیب څه وایي، لرغونی څه وایي او حلیمي صیب څه وایي؛ زما لپاره دا مهمه ده چې الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم څه وایي!!! هو، د مظهري صیب خبره به هله د سر په سترګو منم چې له قران او سنتو ورته دلیل ولري.

قل هاتو برهانکم ان کنتم صادقین

درنښت


وصيل ( پېروز )
08.08.2012

لاروی او هڅاند صيب ! ښه راغلاست
سلامونو ته مو وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته

نن مو شلمه روژه ده او تر يوې لسيزې وروسته اختر را ګوري ، غواړم تر ټولو وړاندي تاسو ته زه د اختر مبارکي درکړم مبارک مو شه :lol: :lol: :lol:

د حنفي فقهې په اړه ښاغلي حذيفه صيب ټول واقعيتونه وځلول او په چيلنج یې ټول احناف را وبلل چي خپلو اټکلونو ته قرآني او يا حديثي دليل راوړي ، نوره پرېکړه په رښتيا هم پر لوستونکو ده چي د مات او نامات پرېکړه وکړي ځکه هر څوک پوهېږي چي د بحث د اصولو په نه مراعات او له عمده ټکو په تېښته څوک د بريا وياړ تر لاسه کولای شي؟.

لاروی صيب ! خبرې مو په ګل بدلې ، حقيقت همداسي دئ چي په دين کي يوازي هغه څه د منلو دي چي وحې وي ، له دې پرته د قاضي خان، مرغيناني او نورو خبرې هيڅکله هم د حجت مقام نه شي تر لاسه کولای بلکي د هغوئ خبرې د دليل تر سيوري لاندي د منلو دي . الله هم په قرآن کي همدا خبره راته کړې او مکلف کړي يې يو چي يوازي د وحې پيروي وکړو او د نورو خلګو په خبرو پسې نه شو :
اتبعوا ما انزل اليکم من ربکم و لا تتبعوا من دونه اولياء قليلا ما تذکرون ( الأعراف : ۳ )
ژباړه : د هغه څه پيروي کوئ چي ستاسود رب له خوا درته نازل شوي دي له دې پرته په نورو وليانو مه پسې کېږئ او ستاسو لږ پند اخلي .

دلته الله عز وجل امر کړو چي يوازي بايد هغه څه ومنو چي د وحې ټاپه پرې لګېدلي وي له دې پرته په نورو شيانو پسې کېدل يوازي د تیارو او ګمراهۍ ملګرتيا ده . :!: :!: :!: :!:

ښاغلي حذيفه صيب ته دي الله اجر عظيم ورکړي چي د حقايقو په را دبره کېدو کي یې د حق ملګرتيا وکړه او د هغه څه اصليت يې په ډاګه کړ چي خلګو ورته د دين بڼه ورکړې وه . ولله الحمد


وصيل ( پېروز )
08.08.2012

حميد هڅاند صيب ! ستاسو تر خبرو ما ته هم يو څه را ياد شول

ډېر ځله مي له بدعتيانو اورېدلي چي په خپله ژبه کي وايي : د وهابيانو پر خوله شيطان ناست دئ خبرې مه ورسره کوئ . :lol: :lol: :lol:

په رښتيا هم چي زموږ ملايان هيڅکله هم د بحث وړتيا نه لري او نه هم د بحث کولو چل ورځي ، دوئ خوارانو ټول وخت د هدايې ، قاضي خان ، شرح العقائد او ... پر ژيړو پاڼو تېر کړی وي د نوري نړۍ له حالاتو سره نا اشنا وي ، د بل د مفکورې له استدلال سره نا بلده وي او نه پوهېږي چي د مقابل لوري ځواب څرنګه ووايي؟.

يو وخت راته ملګري ويل چي حسن جان مدني ( يو پاکستانی عالم دئ ) زياته کړه چي تاسو بايد انټرنيشنل دين زده کړئ ! .
خلګو ترې وپوښتل چي دا انټرنيشنل دين بيا څه دئ؟.
ده وویل : قرآن او حديث ، دا فقه په بهر کي نه چلېږي دا زموږ د کور شل ډزی دئ . :)

هڅاند صيب ! خبرې مو يوازي حقيقتونه سپړي او يوازي حق بيانوي ، زموږ مسلمانانو په منځ کي بايد منځګړی قرآن او حديث وي هره پرېکړه چي له دې محکمې راووتله موږ ته بايد د منلو وي خو مظهري او ملګري يې دا نه مني او په ډېره بې انصافۍ د الله دا قول هم شاته غورځوي :

إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ * وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ( النور : ۵۱ ، ۵۲ )
ژباړه : بې شکه مومنان چي کله د الله او رسول لور ته د دې لپاره وبلل شي چي تر منځ يې پرېکړه وکړي نو وايي : وامو ورېده او ومو منله او همدوئ بريالي دي ، او څوک چي د الله او رسول اطاعت وکړي ، له الله ووېرېږي او تقوی غوره کړي نو همدوئ بريمن دي .

بيا هم ښاغلي مظهري او ملګرو ته يې په تکرار سره وايو چي خپلو فقهي مسايلو ته مو قرآني او يا حديثي لاسوند راوړئ ! لکه څرنګه چي هڅاند صيب درته د ايت په ژبه دا خبره کړې او زه يې بيا درته نقلوم :

هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ( البقرة : ۱۱۱ )
ژباړه : که رښتني ياست نو دليل راوړئ .

او بايد ومو پوهوم چي د مسلمانانو په منځ کي دليل يوازي قرآن او سنت دئ ، له دې پرته بل هيڅ شی هم زموږ په وړاندي د منلو نه دي .

ربه ! د باطل په وړاندي د حق په دې ستره بريا دي شکر ادا کوم او ستا د رحمت په دربار کي مي دا دعا ده چي د ټولو مومنانو روژې او نېک اعمال د قبوليت وړ وګرزوې او د دې روژې په برکت مو د ګمراهۍ له تيارو او د دوزخ له لمبو لرې وساتې . آمين يا رب العالمين !


عبدالله صابر
08.08.2012

السلام عليکم
فقه له قران اوحديث څخه استنباط اوقياس شوي خوکه تاسي يی نه منئ نو
بيا مونږ له تاسو دا پوښتنه کوو چي دا ګز ودا ميدان که نران وی تاسودا
مسائل په قران اوحديث رد کړئ او صحي حل ی راوباسئ

زه يومثال درکو م هغه داچي لکه چي بحث ورباندي وشو،فقه وايی چي که
له تشهد وروسته يی ځان بي اودسه کړونومونځ يی صحي دی يواځي سنت
طريقه يی پريښوده ،ياله حيوان اومړې ښځې سره جماع باندي کفاره نشته
خوقضاشته داډول نورمسائل اوس که په قران اوحديث کښ داسي راغلي وي
چي مونځ يی نه دی شوی اوکفاره اوقضا دواړه ورباندي شته نوبيامونږويلئ
شوچي دفقهې دامسائل له قران اوحديث څخه نه دي استنباط ،ياده
د وي چي ما مخکښ هم له حذيفه هم داپوښتنه کړي وه چي نوستاسوپه مذهب
کښ دامسائل څه حل لري ؟؟؟


[quote:a812ba51f5]ستاسو د ماتي علمي دلايل هم ښاغلي حذیفه ګڼ ځايونه په ګوته کړي دي او ان شاء الله د ښاغلي مظهري په راتلونکو ځوابونو کي به يې هم په ګوته کړي او په دې اړه وړاندي ښاغلي حذيفه د ښاغلي مظهري يوه ستره تېروتنه په ګوته کړه چي نوموړي پکي له قرآن او مسلمو نحوي قواعدو مخالفت کړی وو. [/quote:a812ba51f5]

که تاسويو ان شاالله لفظ تيروتنه ياده وی نوزماپه فکرهغه يوه عادتي اوغير
ارادي تيروتنه ده خوستاسوپه ارادي ډول دنه پوهيدني ډيري تيروتني کړي
چي علمي سويه مو پکښ له ورايه ځليږي ٠

[quote:a812ba51f5] دويمه خبره مې پوښتنه ده او هغه به يو بل وخت مطرح کړم ځکه چې اوس سمدستي به ډېر ستړی يې لږه دمه وکړه
مننه [/quote:a812ba51f5]

لاروی صيب زما په فکرستړئ به نه وي ځکه ښای ليکني يی اقتباسات اوکاپي
کول دي تاته معلومه ده چي کاپي کول ستړيا نه غواړي او اسانه کاردی نو
پوښتنه دوکړه چي مونږهم ورڅخه څه زده کړو


تخاري
09.08.2012

السلام علیکم و رحمة الله و بركاته

ټولو مسلمانانو وروڼو او خویندو ته د روژې د سپیڅلی میاشتې په مناسبت مبارکي وایم، الله ج دې وکړي چې په کما حقه عبادت، تلاوت، لمانځه او الله ج ته مو په بشپړه رجوع او توبو سره تېره کړې وي، او پاته نوره هم درته له ثوابونو مالاماله غواړم، آمین

د حذیفه نومي ګستاخ او بې ادبه انسان هغه خبرې چې فقهې ته یې په سپکه کتلي او په سپکو او غیر اسلامي ټکو یې یاده کړې ده، داسې خصمولی یم چې له قهره مې دا اوس هم ګوتې رېږدي، قهر مې په دې نه ده ورته راغلی چې ولې یې په حنفي فقه داسې بې مسوولیته ګوزارونه کړي، بلکه قهر مې په دې ورته راغلی چې زه یو داسې مسلمان یم چې په نوم حنفي خو له ټولو مسلمانانو سره مې مینه درلوده، له هغوی سره مې له کینې او بغض په کلکه ډډه کوله، ټول مې بلاتفکیک خپل وروڼه ګڼل، په سلفيانو پسې مې لمونځ کول، د دوی په سنت برابرو ګیرو او لنډو پایڅو باندې مې فخر کاوه، خوند مې پر اخیست - زړه مې پرې خوږ خوږ کېده، خرافاتي ضد دریځ مې یې خوښېده ........... او داسې نور ............ خو په میلیون افسوس سره باید ووایم چې د حذیفه چرندیاتو مې د سلفیانو په وړاندې په زړه کې نفرت واچاوه ، داسې نفرت چې لدې وروسته به دوی ته په انساني ټولنه کې د کم عقلو او کودنو خلکو په سترګه ګورم، هو خدای دې نکړي چې د کفر ټاپه به پرې وهم، خو په خدای قسم چې همدا بې عقلي یې تر ټولو غټه بدبختي ګڼم.

حذیفه !!!!

زه ملا نه یم - ستا په شان ړوند هم نه یم بلکه یو عادي مسلمان یم - خو دومره پوهیژم چې ستا د ګستاخانه موقف له لاسه به خامخا د سلفیانو سره د ډیرو خلکو لاس و لګي - داسې لاس چې له خولې پرته به یې په بل ځای هم و نه وهي - - - ستا چرندیاتو دې ته اړ ویستم چې د سلفیانو په اړه ژور فکر وکړم، تر اوسه مې په نیټ کې د یمن هېواد د یو متبحر عالم شیخ ښاغلي حبیب علی الجبری حفظه الله خبرې چې تاسو له عقل څخه خلاصو ته یې پکې نصیحت کړی اورېدلې دي، تاسو ته یې هم د اورېدلو توصیه کوم - زما دا لومړی او وروستی لیکنه نه ده، زه به ستا ګستاخه سره ان شاالله تر پښو کشوم!!!!

حذیفه !! تا دې خدای له روانې خواری خلاص کړي، ته یو ځل له دې خپلې کور مغزه دنیاګی څخه راووزه، امام ابوحنیفه رحمه الله خو فقهي مسایل یوازې ستا تر دې کورمغزه دنیاګئ پورې محدود نه دي څېړلي، ته یو ځل په اسلامي هیوادونو کې محاکمو ته خپل ورکوټی سر ور لیرې کړه، چې هره ورځ ورته د څومره خورغودیو، مورغودیو، خوله غودیو، خرغودیو حادثات او مسایل مخې ته راځي...................... هو ! تا دې خدای په ښادی کړي، که ته له له بهیمې سره وطی نه کوې، که ته خواښې ته په شهوت سره نه ګورې، که ته ښمینې سره له خلوت څخه ځان ساتې او حتی په فکر کې مو خطور هم نه کوي نو دا ټول ماشالله ستا پر تقوی دلالت کوي، صد افرین دې په تا شي!! ،،،، خو بې کچې کم عقلي او حماقت دې په دې کې ده چې د ټولو مسلمانانو یا عامو انسانانو په اړه هم دا ډول عجیب او غریب احتمالات محال ګڼې، په داسې حال کې چې هره ورځ محاکمو ته داسې عجیب او غریب کېسونه راځي چې له چانه خور خرابه سوې وي چا خواښې چا ښمینه، چا په څټ، چا په خوله او داسې نورو کې وهلي وي، چې د ورته مسایلو حل یوازې د امام صیب فقهې د قران او حدیث په روڼا کې چې ستا تنګو سپږمو ته یې لا بوی هم نده رسېدلی، مسبقا سنجولی ده او بس !!!

یو بله خبره هم درته کوم - ته چې ما له امام صیب څخه راګرزوې، نو مانا دا شوه چی ته زما لپاره د هغه ځایناستی شوې، نو دا چې ته او امام صیب دواړه ضعیف انسانان او د خدای عاجز بندګان !! نو ماته تر تا هغه ډېر غوره- خیر القرون ته ستا په نسبت ډېر نږدې - په قران او احادیثو کې تر تا په ملیون ځله پوه او تر تا کمعقله ډېر بې کچې هوښیار او متقي ښکاري - نو ته لطفا چغه شه !!

هو په یوه صورت کې دې کیدای شي خبره واورېدل شي چې که نعوذباالله د خدایی دعوی دې وکړه او پر مونږ دې خپل اطاعت واجب وګڼل! - - او بیا دې وویل چې له امام اعظم څخه راوګرزی - نو بیا به دې موقف تر دا اوسني یو څه منطقي وي - - - ستا د بحث خبرې ماته په همداسې مدعا او متکبرانه روحیې سره ښکاره شوې دي - خدای دې عفو درته وکړي - آمین

لورې!! وایم تاته ، خو نګورې! ته هم پرې غوږ شه !!

- - (د فیروز وصیل و اصحابهم د پام وړ دې هم وي!!)


وهابی صیب ته!

کامیاب
09.08.2012

ښاغلی پیروز!
تاسواوس څه دحذیفه سره پربغل ځغلی، چی شک دی بچی شک دی. شک دی بچی شک دی.
پښتانه وایی: څوک یی په واده کی نه پریږدی دی دناوی بغل ته زوروهی.
مظهری صاحب تاسوته هیڅ توجه نکوی خوتاسوهرچیری ورباندی نقدکړیدی، ستاسومشراورئس حذیفه خورا کوټه وهلی چی پاته سوی ته؟؟؟
ستاددی کارسره می خپل دماشوم توب دمهال سات اوبازی راته یادیږی، چی ماشومانوبه بوجل بازی کول، نوکوم هلک چی به بوجلی نه درلودلی ، نوهغه به دیوبل هک چی بوجلی یی درلودلی پربخت کښیناستی، نوچی کله به هغه هلک خپله بوجل میدان راغورځول، نودی به هم ورسره په بغل کی راځغاستی چی شک دی بچی شک.اوس هم مناظره حذیفه کړی خوتیی پربغل ورسره ځغلی چی شک دی بچی شک دی، شک دی بچی شک دی.

مظهری صاحب اوټولو حنفیانولکه وزیری صاحب عبدالله صابرصاحب، اکرم صاحب، طیب زابلی صاحب، اوددی بخش چلونکی ښاغلی حلیمی صاحب ته می وړاندیزدادی: چی ددی وروسته هم دوصل پیروزخبروته هیڅ توجه مکوی، مښوروی چی آخردی خپله وشرمیږی لکه تراوسه چی شرمیدلیدی.
پریږدی چیدوی هرڅه لیکی ودی لیکی، ستاسودغه تاریخی مناظره ددوی سره ، ددوی دبرمرغی څیری دمعرفی کولولپاره کافی ده، ځکه تاسوپه خپلولیکنوکی داخبره ثابته کړی چی تاسوددوی هری پوښتنی ته ځواب ورکولای شی خوهغه دوی دی چی ستاسودیوی پوښتنی سم ځواب یی هم ندی درکړی، اوبل کارچی موښه کارکړی هغه دغه دی، چی تاسوددوی سره په بحث کی داخبره ښه په وضاحت ثابته کړی چی دغه خلګ وهابیان دی، بس په افغانستان کی چی پرچادوهابی ټاپه ولیګل نور نوته کارمه ورباندی لره پری ایږده خلګوته والله که یی خلګ یوه خبره لاومنی، ځکه دافغانستان خلګ دیهودی اونصرانی خبره منی خودوهابی خبره نه منی.

څنګه یاست وهابیانو!!! ستاسولپاره یووارههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه


اکرم
09.08.2012

[quote:b2bec544fa]مظهری صاحب اوټولو حنفیانولکه وزیری صاحب عبدالله صابرصاحب، اکرم صاحب، طیب زابلی صاحب، اوددی بخش چلونکی ښاغلی حلیمی صاحب ته می وړاندیزدادی: چی ددی وروسته هم دوصل پیروزخبروته هیڅ توجه مکوی، مښوروی چی آخردی خپله وشرمیږی لکه تراوسه چی شرمیدلیدی.[/quote:b2bec544fa]

کامیاب صاحب! السلام علیکم ، الله مو تل سرلوړی اوکامیاب لره ، خدای موراوله ستړمشي!

تاسو هیڅ تشویش مه لرئ ، دلته مونږ ټول هغه دپسه په پوست نغښتي څرمښان له ډیره پخوا پیژنو ، پیروز بیچاره یو اجیر مامور دی او خپله حقه الزحمه اخلي ! چې رابطه یې ورکوي او که دارالافتاء ، سند مه راځیني غواړئ ! خو دورته (وهابی)منابعو اجیر او عسیف ما مور دی! والله که یې یوه لیکنه هم لولم ، چې دا نوم یې را ښکاره شي دلیکنې یې تیریږم ، که یې څوک تعصب ګڼي او که فراست دهغه خپله خوښه !!! وهابیانو چې څومره تاوان اسلامی ټولنې ته اړولی بل هیڅ ډلې ندی اړولی ، دوي داسلامی تمدن دتاریخ او آثارو تر ټولو ی مخریبین دي ، اسلامی کلتور ته دومره زیان د اسلام په تاریخ کې نه مغولو رسولی ، نه هلاکو اونه هم خوارجو ، لکه څومره چې د زاړه انګریز بچو وهابیانو رسولی . که تاسو داسلام مقدسه ځاینو ( مکه او مدینه) ته تشریف وړی وي او داسلامی تمدن اوتاریخ سره مو لږ لیوالتیا هم په ‌‌‌ذهن کې پاللې وي ،تاسې به هومره نا هیلی شئ چې تصور یې نشته !!! داځکه چې دوي د بدعت اوشرک په نامه ټول اسلامی تمدن او تاریخ متضرر کړی، ټول تاریخی آثار یې له منځه وړي !!! او د سپږې په ځای یې ته پوستین ته اور ورکړی دی .
کوم مسلمان به دا کار وکړي؟؟؟؟
که چیرته د پردو مزدور نه وي ؟؟؟

نور به خوله نه خو ځوم داوس له پاره همدومره .


تخاري
09.08.2012

د لاروی صیب رول داسې ده لکه د افغانستان په سیاسي جریاناتو کې حزب اسلامي رول!!!

چې د چا هم د لاری مل شه هغه پړ شه بلکه مړ شه !

هزیپې !
که غواړي خپله توله یو څه درنه کړي نو د دروند لاروي صیب له ملاتړه ځان وکاژه !!


ټول افغان بي انصافي

عبدالله صابر
10.08.2012

 السلام عليکم

د ټول افغان بي انصافئ ته مو پام را اړه وم
په ټول افغان کښ دحذ يفه له خواحنفي فقهې ته شوي سپکاوئ او بد الفاظو
عنوانونه ړنګ کړائ شوي ،نه پوهيږم چي داکار حذيفه کړئ اوکه دټول افغان
مسؤلينو، هرڅه چي وي خودټول افغان له خوا يوزياتئ اوبي انصافي شوي
هغه داچي حذ يفه ،حنفي فقه اودافغانستان اکثريت په يوه تله تلل شوي
او د نه سيخ سوئ اونه کباب معامله ترسره شوي ، خيردی که حنفي فقه
اودافغانستان خلک دسيکسي مذ هب شرمونکو مسائل هندوانو اوانګريزانو ور
خوا بلل شوي يا يی حنفي فقه دحديثو دوښمنه بللي پروا نه لري هغه عنوانو
نه به ړنګ کړوخوچي حذ يفه خفه نه شي ، داهغه بي انصافي ده چي ټول
 افغان  ترا اوسه دحذ يفه دشړلواقدام نه دی کړئ ،
دامنم چي که حذ يفه وشړل شي نوپه بلنوم هم راووزي خولږترلږه دحنفي فقه
اودافغانستان خلکوسره يوالي په خاطربايدنورله ټول افغان څخه وشړل شي
اودحذ يفه په نوم ليکلواجازه ورنه کړل شي کنه نوبيا دټول افغان نوم هيڅ 
 يوبي معنی غيرعملي نوم دی ، په دي هکله ستاسونظرڅه دی ؟؟؟


larghonay laraway
11.08.2012

السلام عليکم!
ما مخکې هم ليکلي وو چې دلته د پړ کولو خبره نه وه بلکې د حذيفه او مظهري چې څه زده وو هغه يې مونږ ته راوړاندې کړل او خپل مسؤوليت او مکلفيت يې ترسره کړ!
نور نو د لوستونکي په عقل پورې تړلې چې د خدای او رسول مني او که د ډاګۍ د حمدالله يا نورو
لوستونکی بايد په خپله قضاوت وکړي چې په کره دلايلو پسې ځي او که په کوټه پسې!

د تخاري په نامه کوم چا زما خپله تېره خبره راغبرګه کړې او ماته يې ليکلې ده چې دې ته Plagiarism يا ادبي غلا وايي!
نو تخاري جانه ادبي غلا پرېږده او خپله خبره دې وکړه !
که همدغه د ټول افغان بحث فورم ولټوې نو دا خبره به په ډاګه شي چې ما ګلبدين ته ليکلي وو چې که له هر چا سره مل شي هغه ماتې خوري! ادبي غلا جرم دی!

صابر صيب که رښتيا هم د زده کړې په خاطر بحث فورم لولې نو الله به اجر درکړي خو ماته چې ښکاري مخکې له مخکې هم قضاوت کوې!
تر بحث مخکې قضاوت مه کوئ او کله چې بحث بشپړ شي بيا په ډېرې حوصلې په کې حق او ناحق يا دين او بې ديني وپلټئ نو الله به اجر درکړي

زه خپلې نورې پوښتنې تر اختر وروسته کوم !
[quote:7f5d408a2c]
وروستۍ خبره:
له دين نه ګڼکړپي مه جوړوئ چې په چالاکۍ او بازار تېزۍ سره ځان وړ او بل پړ وبلۍ او مبارکۍ هم ورکړئ! دا چالاکي، د بحث د بندولو د غوښتنو وارخطايي او په بحث کې د ګډوډۍ جوړول دا ټول ګڼکړپي ده نه دين! نو
وايي يو چا خپل زوی د علم په زده کړه پسې لېږلی ؤ او هغه خپل وخت په تاوېلو ماوېلوتېر کړی ؤ نو ډېره موده پس يې پلار ته خط لېږلی ؤ او په کې ليکلي يې وو :
(مونږ چې کله له قابل نه بغدات ته راغلو نو خدايه مې پيل کړه...
پلار يې چې د ده غلطه املاء ليدلې وه نو ورته ليکلي يې وو:

د خ له هدایې نه او د قافه له کابله
معلوم شوې اخون ګله [/quote:7f5d408a2c]
مننه
لرغونی لاروی


تخاري
12.08.2012

لرغونی صیب که دا خبره ستا وی نو بیا خو وبښه، له دی وروسته به خامخا داسی لیکم چی د لرغونی صیب په قول چې حزب اسلامی له چا سره مل شي نور سر یې په ورکه شي---- که متوجه شی نو د مظهری صیب په همدی ټکی له هزیپه سره ورانه ده چی هغه په ظاهر د اجتهاد دعوه کوي، خو په باطن کی یو نمکحرامه غل دی!!! نمکحرامه په دی چې د هماغو امامامو له تحقیق او څیړنو غلا کوي، چی دی یی نه منی، که زه سلفي وای نو ما به هم ویل چی وروره لرغونی څوک ده، دا خبره زما خپل اجتهاد ده - - -

بیچاره هزیپه ستا په ژرنده اوړه نه وو کړي - - هسی دی په شا شا وټپاوه او اوس ورنه بیزاره او د حال په ژبه ورته وایی چې:- ان بري منک، انی اخاف الله تعالی ---- خپه نشی - د روژی په دا پاته شپو کی دی خدای وبښه، اختر دی هم مبارک شه


larghonay laraway
13.08.2012

السلام عليکم!
زما په نظر خو مسلمان ښکنځلې نه کوي حتی کافر ته هم ښکنځلې نه کوي پاتې خو لا د فکر مخالف مسلمان ته!
يو وخت مې په همدې بحث فورم کې يو چاته ليکلي وو چې : که ملاعمر ستا غوندې دوستان لري نو دښمن ته يې حاجت نشته!
نو که فقه او مذهب همدغسې ښکنځلمار پلويان لري نو دښمن ته يې هيڅ حاجت نشته!
ښکنځلې د لنډغرو، سپکو، لوچکو، پايلوچانو، بې نسبو، بې پښتو، بې حيثيته، بې دينه او بد اخلاقو خلکو کار دی!
که کوم بحث کوونکی خپلو ملګرو ته وايي چې هغه بل ته ښکنځلې وکړئ، يا ترې مننه کوي او يا يې نه رټي نو هغه په خپله هم په پورتني ليست کې راځي!

نو هر چا چې په خپلو ليکنو کې خپل فکري مخالف ته ښکنځلې کړې وي بايد په همدې روژه کې يې ورانې کړي ځکه چې دا دپښتون مسلمان کار نه دی او له اسلامي بحث سره خو هيڅ سمون نه لري!
په همدې هيله
لرغونی لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more