د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مظهري ته چېلنج

حذيفه
07.08.2012

مهظري ته چېلنج
مظهري صیب ! ته هر وخت د بحث ګډوډولو هڅه کوې ، په نارو سرو ، لاپو او بانو ، توپونو اوډزو ، خلکو ته په بې ځایه خطاب کولو ، له اصلي پوښتنې په پټ تېرېدلو دا انګېرې چي ګواکي ميدان دي وړی دئ ، ما تاته مخکي هم وويل چي د الله دين مکمل دئ او د هرې پوښتنې حل په کي سته خو ستا په فقه کي ځیني داسي مسائل هم سته چي له قران حدیثو څخه هيڅ ثبوت نه لري کوي نو ته يې موږ او لوستونکو ته وړاندي کړه څو هم موږ او هم ګران لوستونکي ډاډه سي او ور سته شته ستونزې يې حل سي .
لاندي څو پوښتنې مطرح کوم چي مظهري به يې له قران او سنت څخه دلیل را وړي او مسئله به په کره دلیل ثابتوي خو يوه خبره یاده ساته چي ضعيف او موضوعي روايت دي نه منم که دي را ووړ نو سمدستي دي پر مخ په ولم ، راسه دا ته او دا ستا د فقهې څو مشکلې مسلې:
۱) وَمَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي الْمَوْضِعِ الْمَكْرُوهِ أَوْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَيُعَزَّرُ ، وَزَادَ فِي الْجَامِعِ الصَّغِيرِ : وَيُودَعُ فِي السِّجْنِ ، وَقَالَا : هُوَ كَالزِّنَا فَيُحَدُّ ) وَهُوَ أَحَدُ قَوْلَيْ الشَّافِعِيِّ ،(هدایه کتاب الحدود بَابُ الْوَطْءِ الَّذِي يُوجِبُ الْحَدَّ وَاَلَّذِي لَا يُوجِبُهُ ))
ژباړه: او که څوک له ښځې سره د شا په خوا کي لواطت وکړي یا د لوط علیه السلام د قوم عمل وکړي نو د امام صیب په اند پرې حد نه سته او صرف تعزیر به ور کول کېږي او په جامع صغیر کي يې دا زیادت پرې کړی دئ چي زندان ته به اچول کېږي .یاران وايي : دا لکه زنا داسي ده او شافعي هم یو قول همداسي دئ .
۲) وَإِنْ وَقَعَ لِلنِّسَاءِ شَكٌّ في أَمْرِهَا فَإِنَّهَا تُمْتَحَنُ قال بَعْضُهُمْ تُؤْمَرُ حتى تَبُولَ على الْجِدَارِ فَإِنْ أَمْكَنَهَا أَنْ تَرْمِيَ على الْجِدَارِ فَهِيَ بِكْرٌ وَإِلَّا فَهِيَ ثَيِّبٌ وقال بَعْضُهُمْ تُمْتَحَنُ بِبَيْضَةِ الدِّيكِ فَإِنْ وَسِعَتْهَا فَهِيَ ثَيِّبٌ وَإِنْ لم تَسَعْهَا فَهِيَ بِكْرٌ كَذَا في السِّرَاجِ(هندیه کتاب الطلاق الباب الثاني عشر فی العنین)
ژباړه: که د کومې ښځې په اړه شک وو چي باکره ده که ثیبه نو بیا به يې ازموینه اخیسته کېږي امر ورته کېږي چي پر دېواله بولي وکړي که يې سيغې سيده پر دېوال بولې وکړې نو باکره ده او که يې ونه کړې نو ثیبه ده نور و بیا ويلي دي چي په هکۍ يې امتحان اخیستل کېږي که يې هکۍ په فرج کي پوره ځای سوه نو ثیبه ده او که نه باکره ده .
اوس مظهري ته پرېکړه وکړه ! دا څرنګه مسله ؟
سرچينه يې کومه ده او له کوم ایت یا حدیث څخه استنباط سوې ده ؟
۳) من سَرَقَ من أَبَوَيْهِ وَإِنْ عَلَيَا أو وَلَدِهِ وَإِنْ سَفَلَ أو ذِي رَحِمٍ مَحْرَمٍ منه كَالْأَخِ وَالْأُخْتِ وَالْعَمِّ وَالْخَالِ وَالْعَمَّةِ وَالْخَالَةِ لَا يُقْطَعُ وَلَوْ سَرَقَ من بَيْتِ ذِي الرَّحِمِ الْمَحْرَمِ مَتَاعَ غَيْرِهِ لَا يُقْطَعُ وَلَوْ سَرَقَ مَالَ ذِي الرَّحِمِ من بَيْتِ غَيْرِهِ يُقْطَعُ كَذَا في فَتْحِ الْقَدِيرِ(هندیه کتاب السرقه الفصل الثاني فی الحرز والاخذمنه)
ژباړه:که څوک له مور و پلاره یا تر دې هم له لوړو (یعني نیکه یا لوړ او انا یا هم لوړه) غلا وکړي یا له اولاده که څه هم کښته وي یا له هغو خپلوانو چي حرام وي لکه ورور ، خور ، تره ، ماما ، عمه او خاله نو په دې ټولو صورتونو کي يې لاس نه پرېکېږي او که يې د خپلوان له کوره غلا وکړه خو د بل چا شی يې غلا کړ لاس يې نه پرې کېږي او که يې د خپلوان مال د بل چا له کوره غلا کړ نو لاس يې پرې کېږي په فتح القدير کي هم دا خبره سوې ده .
مظهری ! دا بیا ولي ؟ غلا خو غلا ده او په هر حالت کي غلا ده نو په دې بیان سويو صورتونو کي يې ولي لاس نه پرې کېږي ؟ یعني کوم ايت یا حدیث د دې منعه کړې ده ؟ په داسي حال کي چي الله تعالی داسي وايي:
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(مائده :۳۸)
په دې ايت کي الله د غله سړي او ښځې د لاسونو پرې کولو امر کړی دئ او دا يې هم ويلي چي دا سزا يې د دوئ د عمل له امله ده ، نو اوس ته له دې څخه هغه استثناء را ته په ګوته کړه چي په دغو صورتونو کي د الله له دې حکمه دا کسان وتلي دي ؟
۴) وإذا سَرَقَ شَاةً أو بَقَرَةً أو فَرَسًا من الْمَرْعَى لَا يُقْطَعُ هَكَذَا ذَكَرَ مُحَمَّدٌ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى في الْأَصْلِ قال شَيْخُ الْإِسْلَامِ إلَّا أَنْ يَكُونَ عليها رَاعٍ يَحْفَظُهَا(تېره حواله)
اوس که شپون له مال سره نه وي نو غلا روا ده ؟ په کوم دلیل؟ مهرباني وکړئ دلیل يې راته روښانه کړئ؟
وفي الْبَقَّالِيِّ أَنَّهُ لَا قَطْعَ في الْمَوَاشِي في الْمَرْعَى وَإِنْ كان مَعَهَا الرَّاعِي لِأَنَّ الرَّاعِيَ يُنْصَبُ لِأَجْلِ الرَّعْيِ لَا لِأَجْلِ الْحِفْظِ فَلَا تَصِيرُ مُحْرَزَةً بِالرَّاعِي فَإِنْ كان مَعَهَا سِوَى الرَّاعِي من يَحْفَظُهَا يَجِبُ الْقَطْعُ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى(بیا هم تېره حواله)
ښه دا خو بیا وايي چي له راعی سره که غلا وسي نو هم يې لاس نه پرې کېږي ځکه شپون د څرولو لپاره دئ نه د خونديتوب لپاره او که له شپانه پرته بل څوک ور سره وي نو بیا لاس پرې کېږي.
دا په کوم دلیل؟
۵) قَالَ فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ : وَلَا بَأْسَ لِلرَّجُلِ أَنْ يَنْظُرَ مِنْ أُمِّهِ وَابْنَتِهِ وَأُخْتِهِ الْبَالِغَةِ وَكُلِّ ذَاتِ رَحِمٍ مَحْرَمٍ مِنْهُ كَالْجَدَّاتِ وَأَوْلَادِ الْأَوْلَادِ وَالْعَمَّاتِ وَالْخَالَاتِ إلَى شَعْرِهَا وَرَأْسِهَا وَصَدْرِهَا وَبَدَنِهَا وَعُنُقِهَا وَعَضُدِهَا وَسَاقِهَا ، وَلَا يَنْظُرْ إلَى ظَهْرِهَا وَبَطْنِهَا وَلَا إلَى مَا بَيْنَ سُرَّتِهَا إلَى أَنْ تُجَاوِزَ الرُّكْبَةَ ،(فتح القدیر کتاب الکراهیه فصل فی الوطء والنظر واللمس)
قاضی خان وايي که د مور ، لور خور چي بالغه وي او نوري خپلواني هم لکه اناګاني لمسیاني عماګاني خالاګاني و وېښتانو ، سر ، سينې ، بدن ، غاړې ، مټ او پنۍ یا لينګي ته کتل روا دي خو نس او شا ته به يې نه ګوري او نه به له نامه بیا تر ګونډې مابینځي بدن ته ګوري.
دا په کوم دلیل؟
الله تعالی وايي:
وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ(النور :۳۱)
ژباړه: او خپل پړوني دي پر سينو واچوي.
په دې ځای کي الله عام امر کړی دئ او وروسته چي يې کوم کسان بېل کړي دي نو هغه يې د زينت په برخه کي بېل کړي دي او که ته وايي چي زينت همدا دی نو د ايت په پای کي الله د زينت په اړه داسي وايي:
وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ.
له دې ايت څخه معلومېږي چي زينت هغه ګېڼې او زائدشيان دي چي ښځې يې د ښکلا لپاره استعمالوي او همدا زينت کي په ايت کي يادو سويو کسانو ته ښکاره کړي نو باک نه لري ، اوس ته ستا د مجتهد دلیل را وړه چي بدن ، مټې او لينګې په کوم دلیل له دې عام امر څخه وتلي دي او د ښځې مټ ، غاړه ، لينګی او بدن ټول عورت دي ځکه حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:
عن عبد الله : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال المرأة عورة(ترمذی کتاب الرضاع حدیث نمبر:۱۱۷۳)
یعني ښځه ټوله عورت ده .
۶) وفي فَتَاوَى أَهْلِ سَمَرْقَنْدَ إذَا ذَبَحَ كَلْبَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ جَازَ وَكَذَا إذَا ذَبَحَ حِمَارَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ وَهَذَا فَصْلٌ اخْتَلَفَ الْمَشَايِخُ فيه بِنَاءً على اخْتِلَافِهِمْ في طَهَارَةِ هذا اللَّحْمِ بَعْدَ الذَّبْحِ وَاخْتِيَارِ الصَّدْرِ الشَّهِيدِ على طَهَارَتِهِ وَلَوْ ذَبَحَ الْخِنْزِيرَ وَبَاعَ لَحْمَهُ لَا يَجُوزُ كَذَا في الذَّخِيرَةِ وَيَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ وَالْحُمُرِ الْمَذْبُوحَةِ في الرِّوَايَةِ الصَّحِيحَةِ وَلَا يَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ الْمَيِّتَةِ كَذَا في مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ(هیندیه)
په دې عبارت کي چي د سمرقند علماؤ ، دارنګه صدر شهید او د ذخیرې ليکوال چي کومه فتوی ور کړې ده نو دا له کوم ځایه څخه اخیستل سوې ده ؟
اوس مو ښه کړه هلته په افغانستان کي له خارج څخه را وارد سوي چرګان نه ايله کوئ او اوس مو خر ، سپی ، خنزیر او نور څيرونکي حیوانات ټول راته حلال کړل ؟
خلک به څه کوي ؟ څرنګه په دې کتابونو شرم نه در ته درېږي ؟
په سپي ، خره ، خنزیر او نورو څيرونکو حیواناتو کي تاسو ته اختلاف ولي لاره پيدا کړي ، دا خو په ښکاره نصوصو حرام دي ، تاسو بیا هم په دې کي اخلاف کوئ یو وايي : حلال دي ، بل وايي: حرام دي ، دا خو ښکاره خبره ده چي حرام دي او د مخمصې له حالته پرته په هيڅ صورت کي هم روا نه دي .
نو ته اوس د سمرقندیانو یا ذخیرې یا هم د صدر صیب د اجتهاد منبع را وښيه ، له کومه ځایه ده استنباط سوی دئ .
که مو دا هسي کتابونه ليکلي دي او بیا يې دشريعت نوم ورته غوره کړی دئ ، ستاسو پر همدې کتابونو د الله تعالی دا قول ډېره ښه پيټ راځي:
وأما لحوم السباع فقد ذكر القدوري: أنه لا يجوز بيعها من غير فصل، وروي عن أبي حنيفة: أنه يجوز بيعها إذا ذبحت.
وفي «الفتاوي»: إذا كان السبع ميتاً لا يجوز بيع لحمه بلا خلاف، وإن كان مذبوحاً، ففيه اختلاف المشايخ، قال بعضهم: لا يجوز وبه أخذ الفقيه أبو جعفر والفقيه أبو الليث؛ لأن على قولهما: هذا اللحم نجس وقال بعضهم: يجوز؛ لأن هذا اللحم طاهر، وهو اختيار الصدر الشهيد، وروى إسماعيل بن حماد وابن أبي مالك عن أبي يوسف: أنه لا يجوز بيعها وإن كانت مذبوحة.(المحیط البراهاني لبرهان الدين)
په دې ځای کي خو مو بیا خپل مشر امام صیب هم در سره شريک کړی دئ ، زما خو امام صیب ته عقيده سمه ده او هغه له دې حرامو ، ناروا او فاحشو کارونو برئ بولم ، دا تاسو یاست چي امام صیب مو خلکو ته په دروغو له سند پرته خبرو بدنام کړی دئ ، ځکه نو نن ځيني جاهلان له دې امله امام صیب ته بد نسبتونه کوي ، هغوئ خواران څه خبر دي چي دې ظالمانو امام صیب صرف يوه مرجع ګرزولی دی او نور خپل کارونه کوي ، هيڅ سند نه سته او بیا هم د امام صیب قول دئ او دا د امام محمد قول دئ اودا د امام ابویوسف قول دئ ، زه خو والله که پر يوه باور کوم چي همدا حرامې ويناوې دي له دې امامانو نقل سوې وي ، هغوئ ترې بري بولم خو تاسو کار خراب کړی دئ الله ته به يې ځواب همدا تاسو ورکوئ:
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ(البقره :۱۷۳)
ته وګوره په څومره ښکاره الفاظو يې خنزیر حرام کړی دئ!.
عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رضي الله عنه، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم، نَهى عَنْ مُتْعَةِ النِّسَاءَ يَوْمَ خَيْبَرَ، وَعَنْ أَكْلِ الْحُمُرِ الإِنْسِيَّةِ(بخاری)
دې ته نه ګورې په څومره ښکاره ټکو يې منعه کړې ده ؟
عَنْ أَبِي ثَعْلَبَةَ رضي الله عنه، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم نَهى عَنْ أَكْلِ كُلِّ ذِي نَابٍ مِنْ السِّبَاعِ(متفق علیه)
دا هم وګوره ! تر دې واضح دلیل بل څه کېدای سي ؟
که تر دې نصوصو وروسته هم په شک کي یاست نو بیا تاسو خپل دلیل راوړی او که دلیل هم نه لري په پټو سترګو د خپلو مشرانو لار تعقيبوئ ؟
۷) په شامي کي وايي: مَطْلَبٌ فِي التَّدَاوِي بِالْمُحَرَّمِ ( قَوْلُهُ اُخْتُلِفَ فِي التَّدَاوِي بِالْمُحَرَّمِ ) فَفِي النِّهَايَةِ عَنْ الذَّخِيرَةِ يَجُوزُ إنْ عَلِمَ فِيهِ شِفَاءً وَلَمْ يَعْلَمْ دَوَاءً آخَرَ .
وَفِي الْخَانِيَّةِ فِي مَعْنَى قَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { إنَّ اللَّهَ لَمْ يَجْعَلْ شِفَاءَكُمْ فِيمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ } كَمَا رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ أَنَّ مَا فِيهِ شِفَاءٌ لَا بَأْسَ بِهِ كَمَا يَحِلُّ الْخَمْرُ لِلْعَطْشَانِ فِي الضَّرُورَةِ ، وَكَذَا اخْتَارَهُ صَاحِبُ الْهِدَايَةِ فِي التَّجْنِيسِ فَقَالَ : لَوْ رَعَفَ فَكَتَبَ الْفَاتِحَةَ بِالدَّمِ عَلَى جَبْهَتِهِ وَأَنْفِهِ جَازَ لِلِاسْتِشْفَاءِ ، وَبِالْبَوْلِ أَيْضًا إنْ عَلِمَ فِيهِ شِفَاءً لَا بَأْسَ بِهِ ، لَكِنْ لَمْ يُنْقَلْ وَهَذَا ؛ لِأَنَّ الْحُرْمَةَ سَاقِطَةٌ عِنْدَ الِاسْتِشْفَاءِ كَحِلِّ الْخَمْرِ وَالْمَيْتَةِ لِلْعَطْشَانِ وَالْجَائِعِ .(رد المحتار کتاب الطهارة مطلب فی التداوي بالمحرم)
ژباړه:په حرام سوي شی د درمل په توګه استعمالولو کي اختلاف دئ ، نهايه له ذخیرې په نقل کاږي که په دې پوه سو چي روغتیا يې په کي سته او بله دوا نه وه نو همدا حرام شي تداوی روا ده.
خانیه د رسول الله د دې قول چي «بې شکه الله ستاسو روغتیا په هغه څه کي نه ده ایښې چي پرتاسو يې حرام کړي »وايي: که په دې حرامو کي شفا وه نو باک نه کوي لکه چي د تږي ته د اړتيا پر مهال د شرابو څښل روا دي او د هدايې ليکوال همدا خبره غوره کړې او په تجنیس نومي کتاب کي ليکي:
که د چا پزه وينې کېده نو بیا يې پر تندي او پزه سورة فاتحه په وينو وليکله د روغتیا لپاره نو روا ده او په بولو يې هم ليکل روا دي که يې په شفا په کي وه.
مظهر خانه ! قران په بولو ليکل خو نو الله او کتاب سره پر ښه مينه او د رسول الله پر طریقه د ښه عمل پایله ده که څنګه؟ تاسو ته د دې خبر چا در کړی دئ چي د فاتحې په وينو ليکل یا یې په بولو ليکل ستا مرض ته ګټه رسوي ؟ او بیا چي ستا روغتیا په کي وي ستا ضمیر څنګه دا خبره زغمي چي د الله منزل کتاب په مردار شي ليکې ؟ وينه ستا په مذهب کي حرامه او مرداره ده بولې همدا سي وګڼه خو ته په دې مردارو شیانو قران ليکې ؟
۸) ( وَلَوْ جَامَعَ مَيْتَةً أَوْ بَهِيمَةً فَلَا كَفَّارَةَ أَنْزَلَ أَوْ لَمْ يُنْزِلْ ) خِلَافًا لِلشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ ؛ لِأَنَّ الْجِنَايَةَ تَكَامُلُهَا بِقَضَاءِ الشَّهْوَةِ فِي مَحَلٍّ مُشْتَهًى(العنایه شرح الهدایه کتاب الصوم باب مایوجب القضاء والکفارة :۳/ ۲۹۳ ، همدارنګه فتح القدير کتاب الصوم باب ما یوجب القضاء والکفاره :۴/ ۳۴۱)
ژباړه :له مړې ښځې او حیوان سره د روژې په حالت کي جماع کفاره نه لري انزال او نه انزال معتبر نه دي.
۹) وفي الذَّخِيرَةِ وَلَوْ مَسَّ فَرْجَ بَهِيمَةٍ فَأَنْزَلَ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ بِالِاتِّفَاقِ(البحر الرائق کتاب الصوم باب ما یفسد الصوم وما لا یفسد :۲/ ۲۹۳)
ژباړه: په ذخیره کي وايي : او که يې د حیوان فرج مسه کړ انزال سو نو په اتفاق يې روژه نه فاسدېږي .
بل ځای وايي:
وَإِنْ عَالَجَ ذَكَرَهُ بِيَدِ امْرَأَتِهِ فَأَنْزَلَ أَفْطَرَ وَإِنْ نَظَرَ إلَى فَرْجِ امْرَأَتِهِ فَأَنْزَلَ لَمْ يُفْطِرْ مَا لَمْ يَمَسَّهَا وَإِنْ اسْتَمْنَى بِكَفِّهِ أَفْطَرَ إذَا أَنْزَلَ وَإِنْ أَتَى بَهِيمَةً فَأَنْزَلَ أَفْطَرَ وَإِنْ لَمْ يُنْزِلْ لَمْ يُفْطِرْ وَإِنْ مَسَّ فَرْجَ بَهِيمَةٍ فَأَنْزَلَ لَا يُفْطِرُ كَذَا فِي الذَّخِيرَةِ .(الجوهر النیره کتاب الصوم )
ژباړه :که يې له حیوان سره جماع وکړه انزال سو نو روژه ماته او که انزال نه سو نو نه ده ماته او که يې د حیوان فرج مسه کړ انزال سو روژه يې نه ماتېږي دا خبره په ذخیره کي هم سوې ده .
نخره يې لا داده :
وكذا الاستمناء بالكف وإن كره تحريما لحديث ناكح اليد ملعون ولو خاف الزنا يرجى أن لا وبال عليه ( أو أدخل ذكره في بهيمة ) أو ميتة ( من غير إنزال ) أو مس فرج بهيمة أو قبلها فأنزل(الدر المختار کتاب الصوم باب ما یفسد الصوم :۲/ ۳۹۹)
یعني په لاس کار کول که څه هم د حدیث چي لعنت په کي ذکر سوی دئ حرام دئ خو پر زنا وېرېدی نو اميد سته چي ګنا به نه لري او که يې په حیوان خپل ذکر دننه کړ او یا يې به مړې ښځې چخ کړ خو انزال نه سو او یا يې د حیوان فرج مسه کړ او یا يې مچ کړه نو انزال سو .
او دا هم :
وَإِنْ مَسَّ فَرْجَ بَهِيمَةٍ فَأَنْزَلَ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ كَذَا في السِّرَاجِ الْوَهَّاجِ وإذا جَامَعَ بَهِيمَةً أو مَيِّتَةً أو جَامَعَ فِيمَا دُونَ الْفَرْجِ ولم يُنْزِلْ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ وَإِنْ أَنْزَلَ في هذه الْوُجُوهِ كان عليه الْقَضَاءُ دُونَ الْكَفَّارَةِ هَكَذَا في فَتَاوَى قَاضِي خَانْ الصَّائِمُ إذَا عَالَجَ ذَكَرَهُ حتى أَمْنَى فَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وهو الْمُخْتَارُ وَبِهِ قال عَامَّةُ الْمَشَايِخِ كَذَا في الْبَحْرِ الرَّائِقِ وإذا عَالَجَ ذَكَرَهُ بِيَدِ امْرَأَتِهِ فَأَنْزَلَ فَسَدَ صَوْمُهُ كَذَا في السِّرَاجِ الْوَهَّاجِ وَلَوْ جُومِعَتْ النَّائِمَةُ أو الْمَجْنُونَةُ جُنُونًا عَارِضِيًّا بَعْدَ نِيَّتِهَا حَالَةَ الْإِفَاقَةِ يَفْسُدُ صَوْمُهَا عِنْدَ الثَّلَاثَةِ كَذَا في الْخُلَاصَةِ فَإِنْ عَمِلَتْ(الفتاوی الهندیه کتاب الصوم الباب الرابع فیما یفسد و ما لایفسد :۱/ ۲۰۵)

۱۰) أَمَّا فِي دُبُرِ نَفْسِهِ فَرَجَّحَ فِي النَّهْرِ عَدَمَ الْوُجُوبِ إلَّا بِالْإِنْزَالِ(الدرالمختارکتاب الطهاره سنن الغسل:۱/ ۴۵۸)
( وَ ) لَا عِنْدَ ( إدْخَالِ إصْبَعٍ وَنَحْوِهِ ) كَذَكَرِ غَيْرِ آدَمِيٍّ وَذَكَرِ خُنْثَى وَمَيِّتٍ وَصَبِيٍّ لَا يَشْتَهِي وَمَا يُصْنَعُ مِنْ نَحْوِ خَشَبٍ ( فِي الدُّبُرِ أَوْ الْقُبُلِ ) عَلَى الْمُخْتَارِ ( وَ ) لَا عِنْدَ ( وَطْءِ بَهِيمَةٍ أَوْ مَيْتَةٍ أَوْ صَغِيرَةٍ غَيْرِ مُشْتَهَاةٍ ) بِأَنْ تَصِيرَ مُفْضَاةً بِالْوَطْءِ وَإِنْ غَابَتْ الْحَشَفَةُ وَلَا يَنْتَقِضُ الْوُضُوءُ ، فَلَا يَلْزَمُ إلَّا غَسْلُ الذَّكَرِ(تېره حواله)
امامت به هغه څوک کوي چي ښځه يې ښائسته وي او ذکر يې کوچنی وي:
( وَالْأَحَقُّ بِالْإِمَامَةِ ) تَقْدِيمًا بَلْ نَصْبًا مَجْمَعُ الْأَنْهُرِ ( الْأَعْلَمُ بِأَحْكَامِ الصَّلَاةِ ) فَقَطْ صِحَّةً وَفَسَادًا بِشَرْطِ اجْتِنَابِهِ لِلْفَوَاحِشِ الظَّاهِرَةِ ، وَحِفْظِهِ قَدْرَ فَرْضٍ ، وَقِيلَ وَاجِبٍ ، وَقِيلَ سُنَّةٍ ( ثُمَّ الْأَحْسَنُ تِلَاوَةً ) وَتَجْوِيدًا ( لِلْقِرَاءَةِ ، ثُمَّ الْأَوْرَعُ ) أَيْ الْأَكْثَرُ اتِّقَاءً لِلشُّبُهَاتِ .
وَالتَّقْوَى : اتِّقَاءَ الْمُحَرَّمَاتِ ( ثُمَّ الْأَسَنُّ ) أَيْ الْأَقْدَمُ إسْلَامًا ، فَيُقَدَّمُ شَابٌّ عَلَى شَيْخٍ أَسْلَمَ ، وَقَالُوا : يُقَدَّمُ الْأَقْدَمُ وَرَعًا .
وَفِي النَّهْرِ عَنْ الزَّادِ : وَعَلَيْهِ يُقَاسُ سَائِرُ الْخِصَالِ ، فَيُقَالُ : يُقَدَّمُ أَقْدَمُهُمْ عِلْمًا وَنَحْوَهُ ، وَحِينَئِذٍ فَقَلَّمَا يُحْتَاجُ لِلْقُرْعَةِ ( ثُمَّ الْأَحْسَنُ خُلُقًا ) بِالضَّمِّ أُلْفَةً بِالنَّاسِ ( ثُمَّ الْأَحْسَنُ وَجْهًا ) أَيْ أَكْثَرُهُمْ تَهَجُّدًا ؛ زَادَ فِي الزَّادِ : ثُمَّ أَصْبَحُهُمْ : أَيْ أَسْمَحُهُمْ وَجْهًا ، ثُمَّ أَكْثَرُهُمْ حَسَبًا ( ثُمَّ الْأَشْرَفُ نَسَبًا ) زَادَ فِي الْبُرْهَانِ : ثُمَّ الْأَحْسَنُ صَوْتًا .
وَفِي الْأَشْبَاهِ قَبِيلَ ثَمَنِ الْمِثْلِ : ثُمَّ الْأَحْسَنُ زَوْجَةً .
ثُمَّ الْأَكْثَرُ مَالًا ، ثُمَّ الْأَكْثَرُ جَاهًا ( ثُمَّ الْأَنْظَفُ ثَوْبًا ) ثُمَّ الْأَكْبَرُ رَأْسًا وَالْأَصْغَرُ عُضْوًا ، ثُمَّ الْمُقِيمُ عَلَى الْمُسَافِرِ ، ثُمَّ الْحُرُّ الْأَصْلِيُّ عَلَى الْعَتِيقِ .
ثُمَّ الْمُتَيَمِّمُ عَنْ حَدَثٍ عَلَى الْمُتَيَمِّمِ عَنْ جَنَابَةٍ .(رد المحتار کتاب الصلاة باب الامامه)
ژباړه:د امامت وړتیا هغه څوک لري چي د لمانځه په احکامو ښه پوه وي بیا هغه څوک چي ښه تلاوت کوي بیا متقي بیا مخکي اسلام منونکی بیا ښه اخلاق لرونکی بیا غوړ مخی بیا د ښه نسب خاوند .په قوسونو کي د نيول سوي عبارت ژباړه همدلته پای مومي خو همدله يې ور سره داسي توري هم زيات کړي دي:
د برهان ليکوال بیا وايي: د ښه نسب تر امام وروسته به هغه څوک امامت کوي چي ښه اواز ولري تر دې وروسته يې بیا د الاشباه په حواله ليکلي چي بیا به هغه څوک مخته کېږي چي ښه غوړه او ښائسته ښځه ولري .ههههههههههههههههه ، یاره ! مظهري بیخي نادرې دي ، نو ګرانه ! او هو ! له کومه ايت يا حدیث څخه به استنباط وي؟.
بیا وايي هغه څوک به مخته کېږي چي ډېر مال ولري بیا هغه څوک چي ښه ربته ولري بیا هغه څوک چي پاکې جامې يې وي بیا هغه څوک چي سر يې غټ وي او ذکر (غڼ) يې کوچنی وي .
مظهري صیب دي دې لسو پوښتنو ته د قران او حدیثو مه مخې ځواب ووايي ، دوئ ادعا کوي چي فقه د قران او سنت تشريح ده نو سمه ده دا لس پوښتنې د همدې قران او حدیثو څخه ثابتې کړه نور يې موږ هم بیا در سره منو چي فقه د قران اوسنت تشريح ده .
ګوره ! هلته دلته مه غورزه او نيغ په نيغه پوښتنې ځواب کړه ، داسي نه چي لویه ليکنه وکړې ، سره ګډوډه يې کړې داسي يې سره مرداره کړې لکه ستا عقيده چي ده ، نو بیا په دې لوستونکي څه پوهېږي ، له سره بس په پوښتنو ځوابولو شروع وکړه او په سړه سينه يې ځواب کړه ، داسي مه وايه چي عبارت يې غچي کړی دئ ، ځکه زما نيوکه پر نقل سوي عبارت ده او له نور سره زما کار نه سته ، هو ! ځيني مسئلې به مفتی به نه وي خو دې مجتهد له کومه ځایه ویستلې ده او که ته وايې چي زه ترې بېزاره يم نو مشکل حل دئ ، زه هم ترې برات اعلانوم ، زما هدف دا نه دی چي ستا فقه امر کوي که فرضیا سره ږغوي هدف مي دا دئ چي دا مسله که هر صورت ولري نو دې مجتهد به له کومه کړې وي ؟
نو ته په دې لوستونکي مه تېر باسه چي عبارت نيمګړی دئ که نه د یارانو مذهب په دې ځای کي سيي دئ ، یا د امام صیب مذهب په مسله کي غوره دئ ، نو زما موخه دا وي چي دا بل لوری يې له کومه کوي هغه خو به هم يو ماخذ لري نو ته مهرباني وکړه هغه په ګوته کړه .
که دي د مسئلو قراني یا هم د حدیثو حل وړاندي نه کړ نو زما ټولي مطرح سوې پوښتنې همداسي ناحل پاتې دي او هيڅ حل لاره يې نه ده پيدا سوې او تاسو هم پر خپله فقه پوره بروسه نه لرئ ځکه تر اوسه يې په دلیل هم خبر نه یاست ، نو پر داسي فقه عمل کول ښه نه دي .



Mazharee
07.08.2012

« عندالامتحان یکرم الرجل اویهان»
آزموده شده را ناآزموده نگیر

دادی دمخکنی شبهاتوڅخه راکاپی کړیدی، ددی شبهاتوځواب اورد په مخکنی شبهاتوکی په لاندنی ترتیب ورکول شویدی، هلته یی وګوره، تکراربکارنیست
وهــــمـــه شبـــــــه
نهــــمـــه شــبــــــه
دولســـمـه شبــــه
دوه ویشتمه شبه
څلرویشتمه شبـه
اته ویشتمه شبـه
نه ویشتمه شبــه
دیرشمـــه شبـــــه
یودیرشمـــه شبه
دوه دیرشمه شبه

لاندنی لینکونوکی دی خپل دشکست لامل اودخپل دسلفیت دپزی پیغورته یوارسرورښکاره که.

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8896
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8892
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8922
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8920


حذيفه
07.08.2012

مظهری !
په دې ځای کي همدې لسو پوښتنو ته د قران او حدیثو په رڼا کي ځواب ووايه که نه فقه دي نه د قران تشريح کوي او نه هم د حدیثو ، ولي که وي نو ته يې وړاندي کړه پورتنۍ مسلې د کومو قراني اياتونو او نبوي احاديثو تشريح کوي ؟
هلته دي په هغه او دغه تر دې پوښتنې ځان تېر کړی دئ چي عبارت نه سته ، ژباړه يې سمه نه ده کړې غلط برداشت يې ځيني کړی دئ ، خو دا پوښتنه بیاهم ناحل ایله کړې چي اوس نو ښه دا عبارت د کوم ایت یا حدیث شتريح سوه؟
په ټولو پوښتنو کي دي يو حدیث را وړی چي هغه هم د سند له مخې موضوعي ثابت سو ځکه په سند کي يې همداسي راوي وو چي له ځانه په موضوعاتو جوړولو تورن وو نو ایا همدا يو حدیث دي د ټولو پوښتنو قراني او نبوي حل سو؟
ما تاته مخکي هم د سالم بحث چيلنج در کړی وو ، چي تا په ډېره سپين سترګۍ رد کړ ، اوس مي دا دئ بیا در کړ چي بیا دي هم رد کړ ، ایا اوس هم لوستونکي نه پوهېږي چي مات څوک دئ او بريمن څوک؟
ته که پر حق يې نو بیا هم در ته وايم چي د مخکينيو اصولو په نظر کي نيولو سره به داسي سالم بحث کوو چي نه به چا سپکاوی په کي وي او نه به هم پوچ و پاچ .
که در ته د منلو وړ وي راسه!
او دا لس پوښتنې که د قران یا نبوي حدیثو تشريح وي ته يې بايد وړاندي کړې ، دا به دي له نورو مسلمانو وروڼو سره يو ډول ديني مرسته وي ، ځکه پر دې مسلو به زيات مسلمانان شکمن وي او که يې ته د قران او حدیثو په تله ور ته وتلې او بیا يې ښه تشريح کړې نو د هغوئ شکونه به هم ورک سي او هم به يې ایمانونه له زيانه وساتل سي ، خو دا هرڅه به تا د دې پوښتنو په شرعي حل کولو کړي وي .
نو که داسي نه کوې په دې پوه سه چي ټول لوستونکي دي مات بولي او بیا همدې فقهې ته د قران او حدیثو تشريح مه وایاست.
زه دې ته حیران يم چي ته هم پر حق يې ، فقه دي هم له قران او حدیثو څخه جوړه ده ، دلائل يې هم در سره سته ، ته په پوه هم يې خو له دې ټولو سره -سره بیا هم په دې کي ډېل کوې چي همدې پوښتنو ته شرعي حل وړاندي کړې .
دا دي عجیبه دوکه نه ده؟
ستاسو په دې چم خلک نه پوهېږي چي له ميدان څخه د تېښتي هڅه کوې؟
بیا بیا دي موږ میدان ته کشوو او ته لکه هغه بې غیرته ماشوم چي پر ځان مقابل زور وويني نو بیا د غېږي میدان ته نه وړاندي کېږي ، ستا حالت عینا همدې ماشوم ته ورته دئ .
ستا د مطرح سوو پوښتنو حل را سره سته او په قران و نبوي حدیثو کي يې ځواب په ښکاره موندل کېږي لکن زه به د دې پوښتنو ځواب هغه وخت در کوم چي ته د بحث اصولو ته غاړه کښېږدې .
په دې ځای کي پوښتنو ته ستا نه ځواب ستا په ماته تعبیرېدای سي او زه پر اصولو هم در سره ځم څو تا خپله خبره پوره کړې نه وي زه منځ ته نه درځم .
[color=darkblue:0494cb8387][size=18:0494cb8387]که حق يې نو را وړاندي سه او پوښتنې د قران او حدیثو په تله وتله ځواب يې کړه !.[/size:0494cb8387][/color:0494cb8387]


دسلفی جواب


Mazharee
07.08.2012

حذیفه زه اوس هم زه څه هرمقلداومذهبی ستاغوندی سلفیانوده مناظری څخه خپله غځیدلی پښه هم نه ټوله وو، ماچی مخکی درته کومه خبره کړیوه، اوس می هم هغه خبره ده!
ته چی هرڅونه خوږی خبری وکړی، ځمازړه ته نه مښلی، څرنګه به می زړه ته دهغه چاخبره ومښلی؟چی پده کی....
1. دقرآن آیتونه قیچی کوی. ورسه خپل په شبهاتوکی دی نه ویشتمه شبه وګوره.
2. زمونږدفقه دکتابونوعبارتونه قیچی کوی. ورسه خپل په مخکنی شبهاتوکی وګوره.
3. زمونږدفقه دکتابونوغلطه ژباړه کوی.ورسه خپل هغه پخوانی شبهی وګوره.
4. دفقهی عبارتونوڅخه غلط برداشت کوی. ورسه خپل پخوانی شبهات وګوره.
5. فقهی قانون ته چی دقرآن اوحدیث څخه یی سرچینه اخستی سکسی قانون وایی. ورسه خپل شبهات دی وګوره.
6. درواغ وایی.
7. دعوه داجتهادکوی،ثابته ولی یی هم نشی.
8. دتقلیدڅخه منکردی، خوخپله تقلیدکوی.
9. دقیاس څخه منکردی خوخپله قیاس کوی.
ماستاټولوشتهاتوته کافی ځوابونه ویلی دی، داچی ته نه په پوهیږی، داستادناپوهی څخه دی، ځکه ته خوپه ډیروشیانونه پوهیږی، دفقهی کتابونه دی څرنګه ژباړلیدی؟ اوڅرنګه دی ځنی برداشت کړی؟ په ډیرولیکنوکی تاخپله ویلی دی چی زه ستاپه لیکنی نه پوهیږم، یقینی خبره ده، نوچی یوڅوک نه پوهیږی، اوپه ده کی هغه پورتنی خصوصیات هم وی، نوپداسی سړی به نوڅوک باوروکړی؟ ته لائق ددغه بحث هم نوی، چیمی داڅوورځی ستاسره شړی، خوداټوله کارمی ددی لپاره کوی، چی یوخوځماستاسوسلفیانوڅخه ډیربدراځی، هغه پدی خاطرچی یوخوتاسومسلمان ته دګناه په کولوباندی مشرک وایاست، اوبل دعوه داجتهاد کوی پداسی حال کی، چی زه په تاسوکی شرائط داجتهادهم نه وینم، ماپه مخکنی لیکنوکی درته بیان کړیدی. اوبل ددی لپاره چی زه درته ثابته کړم ، چی مذهبی همیشه پرلامذهبی باندی برلاسی دی، اوبل می دخپلوشاګردانواوملګروپخاطرداکاروکی، چی ستاسوڅیره خلګوته معرفی سی، تاسوددی خلګ نیاست، چی سړی ستاسوسره شفقت اومهربانی وکړی، ځکه پرتاسونه معلومیږی.
نواوس که ته ووایی اوکه ونه وایی، ماته اوشکست ستاسره لازم دی، ځکه داستالیکنی چی هرڅوک وګوری، هغه داسی وایی: چی حذیفه ملامت اوپړدی. ځکه چی یوڅوک سلفی سوبس ملامت سو. اوملامت په دغه سوچی سلفی سویدی، دهرچاکه زړه غواړی چی نورخلګ یی ملامت کړی، همیشه یی خلګوته سترګی مړی وی، نودی سلفی سی، اوچی څوک غواړی تل کامیابه اوهڅکه غاړه ، اوپه افتخارباندی وګرځی نوبیادی مذهبی سی، سلفیت خودانسان دپاره تباهی ده، دانسان لپاره بدبختی ده، مسلمانانوخپل شأن وشوکت هغه وقت له لاسه ورکی کله چی دغه سلفیان پیداسوه، اسلامی خلافتونه یی ړنګ کړه، مسلمانان یی سره وویشله، په منځکی یه دمسلمانانو، اقلیمی، ژبنی، اوګوندی توفیرونه راژوندی کړه ، اسلامی ممالک یی دانګریزانوپلاس کی ورکړل، اوس هم هغه دی دکفاروسره په بغل کی پرضددمسلمانانوجنګیږی، سلفیت اووهابیت داسلام تاریخ ته یوتورداغ دی، چی پیداسویدی، چی زرځلی مناظره وکړی بیادی هم په کامیابی باندی والله که آرمان پوره شی، ته ماته ستاسودپیداکیدلوراپدیخوا یوه واقعه ووایه چی لامذهبه دی پرمذهبیانوباندی کامیابه شوی وی؟

دټول افغان فورم لوستونکو! ددغه خلګوپه خبره باندی باورونکړی ومولیدل، چی څرنګه مناظره یی وکړه تاسوورسی کومه مناظره چی ځمااودحذیفه ترمینځ روانه وه، زمونږټولی لیکنی سته تاسویی وګوری، اوبیاپه خاصه توګه هغه شبهات چی ده دمستشرقینوغوندی په اسلام پیداکړی، ماټوله شبهو شبهوته تقسیم کړی دده عبارت می هم مکمل ورسره لیکلی، چی دی بیاددی توان هم ونلری چی هغه ته تغیرورکړی، اودغه کارمی ددغه لپاره کړی چی دی صباورځ منکرنشی، ددو خلګوخبری خوږی دی خوباطن زهرقاتل دی، هغه مولانامحمدعمرسربازی (رح) خبره ده،چی دوی داسی مثال لری لکه شرمښ چی په پوست کی دبزی ځان راښکاره کی، داخلګه هم همدغه مثال لری.
تاسودحذیفه کهانت ته وګوری!
ځمااودده دبحث څخه تراوسه پوری مادده څخه ډیری پوښتنی کړیدی ده یه راته ځواب ندی ویلی، اوس هم چی زمونږدفقهی اهانت یی وکی خدای پاک وشرموی، که یی نه منی ورسی لیکنی یی وګوری،.

حذیفه!
زه هغه یم ته هغه یــــی که پـــــوهیـــــږی
که زرځلی سرکی پورته بیابه لــــویـــږی
دباطل ناکامــــــی هـــــرچاته ښــکاره ده
پـــــرباطله یی چــــی تل ناکامه کیــــږی
لمرپه دووګوتـــوهیچ چانــــدی پټ کړی
ته کـی قصدوکړی نوداســی به شرمیږی
ستـــامشـــــران اوامامان دغســـــی ولاړه
ته به هـــم پـــــدوی پســــی ژرروانیـــــږی
مظهری ته ته معلوم وی ښه معلوم سوی
أن شاء الله ټـــولــــوته به رســـــواکیــــږی

بیاهم درته وایم:
« عندالامتحان یکرم الرجل اویهان»

آزموده شده را ناآزموده نگیر

دادی دمخکنی شبهاتوڅخه راکاپی کړیدی، ددی شبهاتوځواب اورد په مخکنی شبهاتوکی په لاندنی ترتیب ورکول شویدی، هلته یی وګوره، تکراربکارنیست
وهمــــــــه شــــــبه
نهمـــــه شبــــــــــه
دولسمــــه شبــــه
دوه ویشتمه شبه
څلرویشتمـه شبه
اته ویشتمـه شبه
نه ویشتمـــه شبه
دیرشمـــــه شــــبه
یودیرشمه شـــــبه
دوه دیرشمه شـبه

لاندنی لینکونوکی دی خپل دشکست لامل اودخپل دسلفیت دپزی پیغورته یوارسرورښکاره که.

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8896
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8892
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8922
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8920
[quote:2e0331f90d][/quote:2e0331f90d]
زه اوس دهیچاسره دعوه داجتهاد نه منم اونه ییی هم څوک راته ثابته ولای شی.


د مکرم حذیفه صاحب هذيان قلبي او خربشات قلمي


ع کريم حليمي
07.08.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
لمړئ به خواست کوو چه : : اللهم تقبل منا صيامنا وقيامنا وصدقاتنا وصالح اعمالنا، آمین
دوهم به له درنوو او مکرمو وړونو مننه کوو له نورالخق صاحب او وزیري صاحب نه چه د محترم حذیفه و هذيان قلبي او خربشات قلمي
ته ئې ښکلي ، صحیح او معقول د شریعت سره موافق او غاښ دردونکي جوابونه ویلي ، ان شاء الله چه رب العزت به يې د تېکۍ په پله کښي در حساب کړي

محترم حذیفه صاحب ! ستاسو هذیان قلبي ته پوره جوابونه ویل شوي !
اوس خو جبره تاسوته والاړه ده ! ها د غني خان په اصطلاح ملا جانه چیرته خطا تللئ ئې ، ګناه ستا راوخته .

ثُمَّ الْأَكْبَرُ رَأْسًا وَالْأَصْغَرُ عُضْوًا :
کرانه تاسو قصدآ راولاړ سوي یاست د عضوا ترجمه مو په (زبر) سره کړېوه ولي‌ ؟؟؟؟
اکبر راس ترجمه مو په غټ سر کړېوه ، ولي ؟؟؟؟؟؟
ایا تاسو نه پوهېداست چه په علمي اصطلاحاتو کښي "الْأَكْبَرُ رَأْسًا "
معنیٰ مخ كبير !!!! ، تاسو چه د غټ سر او عقل مند فرق نشئ کولاي نو ولي په لوړو ښاخو کي لاس وهې ؟؟؟ او که پوهېږې او بیا دي نو قصدآ دا کار کړئ او ولييييييييييييييييي ؟

محترم او مکرم وزیري صاحب د "عضوا " په باب تفسیر درکړي وو
زه به هم د عضوا په باب خپل نظر درکم
که علماء په ټول شرعي اوصافو کښي‌ مساوي وه نو صحتمند یعني ډنګر عالم په د مخه کیږي زموږ خوږ نبي صحتمند وو ، ولي چه د چاغ سړي کالي همېشه په چاک کښی بندېږي ، او بد ښکاري ، بعضي وخت انسان ته شرم درېږي ، مجبوره کیږي چه لاس شاته ور اوږد کړي او پرتوګ کش کړي ، نو بیا عمل کثیر دي لمونځ يې خرابېږي . "عضوا " معنی کوناټي‌

او د ښایستې ښځي‌ نه مراد سیرت دی ، مبارک داسي ښځي درلودله او درلودلې او صلاحوي ئې ورکولي ، د امامت اکبر له پاره ښه صلاح کاره ښځه لازمه ده ، لکه حضرت خدیجه کبری ، ،،،،،‌

هر کله چه څوک پر زُبَرَ الْحَدِيدِ کښېني نو په ننوزي آو ځان په خوږوې ، حنفي فقه داسي کلکه ده لکه زبرالحدید یوازي يې نبي صفه
سړی کږولای سي ، بل څوک حق نه لري ، او بیا ته!!!

هو ! اختلافي موضوعات خود سته په فقه کښي

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَؤُمُّ الْقَوْمَ أَقْرَؤُهُمْ لِكِتَابِ اللَّهِ فَإِنْ كَانُوا فِي الْقِرَاءَةِ سَوَاءً فَأَقْدَمُهُمْ فِي الْهِجْرَةِ فَإِنْ كَانُوا فِي الْهِجْرَةِ سَوَاءً فَأَعْلَمُهُمْ بِالسُّنَّةِ فَإِنْ كَانُوا فِي السُّنَّةِ سَوَاءً فَأَقْدَمُهُمْ سِنًّا وَلَا تَؤُمَّ الرَّجُلَ فِي سُلْطَانِهِ وَلَا تَقْعُدْ عَلَى تَكْرِمَتِهِ إِلَّا أَنْ يَأْذَنَ لَكَ

درالمختار د دغه پورته حدیث تشریح او تقسیر کړي

ان شاء الله
نور به د روژې ورسته سره ګورو
درنښت


وزیري
07.08.2012

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

محترم حلیمي صاحب په راتګ مو خوشحاله شوم. خیریوسی ډیر ښه او په اصولو برابر نظر مو څرګند کړایده. د حق طرفداري مو کړیده، الله جل جلاله دي په بدل کی لیلة القدر نصیب کړه.

هیله ده چی په آئنده کی هم زمونږ سره و اوسې.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more