اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په قرآن کی دوهابیانواوسلفیانوغلط تفسیر
Mazharee
06.08.2012
په قرآن د " کتاب " او " ذکر " څخه مرادڅشي دی؟
دامعلومه خبره ده، چی په قرآن کی داسی ذکرشی: چی مونږوتاسوته "کتاب " اویا "ذکر" درکړی دی. مراد ځنی یواځی قرآن دی، حدیث نه ځنی مرادیږی. په څودلیله .لومړی دلیل دادی چی ځنی ځایونه په قرآن کښی راځی هلته وسیاق ته دآیت وګوری، نوهیڅ کله داسی نشی کیدلای چی د" کتاب " څخه دی قرآن اوحدیث دواړه مرادشی.
1. {الۤر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ}.سوره هود آیه 1
ژباړه: الر* دغه داسی کتاب دی چی محکمه سویدی آیاتونه دده وروسته بیابیان کړل سویدی دجانبه څخه دباحکمته اوباخبره (ذات).
استدلال
مفسرینود"احکمت " په ترجمه لیکلی دی "بعجيب النظم وبديع المعاني " الجلالین. یعنی محکم شویدی آیاتونه دکتاب په عجیب نظم اوتازه معنی. چیدغه په اصطلاح کی دعلم معانی معنی ده اعجازده، یعنی دقرآن آیاتونه داسی جوړسویدی چی بل څوک دقرآن دآیاتونوپشان آیاتونه نشی جوړولای، نواوس کچیری "کتاب " سنت ته هم شامل شی نوباید حدیث هم معجزوی یعنی څوک ونشی کولای چی موضوعی احادیث جوړکړی، سره ددی چی مونږوینوچی داسلام دښمنانوپه لکهاوو موضوعی احادیث دځانه څڅه جوړکړی اوبیایه هغه ورسول اکرم (ص) ته منسوب کړیدی. نواوس که دحدیثولفظ معجزوای نوولی به یی جوړولای؟ خوکه ځنی خلګ ووایی : چی نه دحدیث لفظ اوعبارت هم معجزدی، ځکه چی علماء خوهغه دی موضوعی احادیث دصحیح احادیثوڅخه راجلاکړیدی،نوځوابی دادی، چی دغه معرفت دموضوع دصحیح څخه پخاطرداعجازندی، بلکه پخاطردهغه اصولودی چی محدیثینو(رح) ایښی دی. نودامعرفت بالذات اوپخاطرداعجازنشوبلکه پخاطردیوامرخارجی عارضی شو.
اوبل دلیل دادی : چی پدغه آیت کی لفظ د " آیات " مضاف شویدی وه :" کتاب " ته نواوس که دکتابه څخه سنت هم واخستل شی ، نوباید د " آیات اضافت وحدیث ته هم صحیح شی، سره ددی چی ددی خبری سماع هم دهیڅ چاڅخه نده شوی.
2. {ذَلِكَ ٱلْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ} سورة البقره آیه 2.
ژباړه: دغه کتاب کی شک نشته دی هدایت دی دپاره دمتیقین.
استدلال
دلته په ذالک سره اشاره سوی وکتاب ته اوبیاورڅخه شک نفی شویدی، نواوس کچیری حدیث هم پکی داخل شی، نوبایدپه حدیث کی هم شک نوی، یعنی دحدیث په ثبوت کی درسول اکرم(ص) څخه کومه شبه نوی، هرشی چی ته یی په نامه دحدیث واوری اودهرچاڅخه چی یه واوری باید بیله کوم دلیله اوبیله شکه دهغه اثبات درسول اکرم (ص) څخه وشی. سره ددی چی داسی نده، ځکه علماؤ دپاره دمعرفت دحدیث صحیح دغیرصحیح څخه اصول وضعه کړیدی، چی په اصولوباندی معلومیږی چی دغه حدیث صحیح اودغه صحیح ندی، ددغه حدیث اسنادمرفوع ، اوددغه حدیث اسناد مرفوع ندی. پخاطرددغه اصولودی چی احادیث ده رسول اکرم(ص) وډیرواقساموته تقسیم شویدی ، لکه متواتر، مشهور، صحیح ، حسن ، غریب، خبرواحد... اوداسی نور، چی امام ترمذی (رح) هرحدیث روایت کوی په آخره کی دحدیث ددغه نومونوڅخه په یوه باندی حدیث متصف کوی. نوددی څخه ښه په ښکاره معلومیږی چی دځنواحادیثوپه اثبات کی شک سته نوددی لپاره چی موضوعی احادیث په صحیح احادیثوباندی ګډنشی اوخلګ خپلی خوشی خبری په رسول اکرم(ص) پوری ونه تړی،نومحدثینوورته ځانګړی اصول وضع کړی چی دهغوپه پام کی نیولوسره انسان ته دموضوعی اوغیرموضوعی پته لګیږی. اوبیاګوری حدیث درسول اکرم(ص) دی چی فرمایی: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا تَكْذِبُوا عَلَيَّ فَإِنَّهُ مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ فَلْيَلِجْ النَّارَ.(صحیح البخاری حدیث نمبر103)
ژباړه: رسول اکرم (ص) فرمایلی دی: پرماباندی دروغ مه وایاست، ځکه که څوک پرماباندی دروغ ووایی، نودی به اورته داخلیږی.
اوس دحدیث څخه داسی معلومیږی چی درواغ ویل پررسول اکرم(ص) باندی (اعاذنالله منه) امکان لری غیرممکنه خبره نده، ځکه کچیری غیرممکنه خبره وایی نورسول اکرم (ص) نهی دچشی لپاره کولی، ځکه ترغیرممکن پوری خونهی تعلق نه نیسی، نوچی امکان لری خپله دغه امکان دوجود ایجاد دشک کوی، چی بیاپه صورت کی دلحاظ داصولوښه دبده څخه جداکیږی.
3. {كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآناً عَرَبِيّاً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ} سوره فصلت آیه 3.
ژباړه: کتاب دی چی بیان شویدی آیاتونه دهغه پداسی حال کی چیدی قرآن عربی دی دپاره دهغه قوم چی پوهیږی.
ستدلال
دلته قرآن حال د " کتاب " څخه دی، هرحال محمول پرذی الحال باندی وی، نوداسی کیږی چی دغه کتاب قرآن دی. نواوس کچیری حدیث ته هم شامل شی، نوبایدحدیث ته هم وویل شی قرآن سره ددی چی حدیث ته قرآن نه ویل کیږی، نومعلومه شوه چی " کتاب " تنهاشامل قرآن ته دی نه دواړوته.
اوبیاپدی آیت کی هم " آیات " مضاف سویدی وضمیرته د " کتاب " نوکچیری " کتاب " شامل وحدیث ته هم شی نوباید، اضافت د " آیات " وحدیث ته هم صحیح شی.
4. اوبیاپه حدیث کی چی امام مالک (رح) روایت کړیدی راځی : قَالَ تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ. موطأمالک جزء 5 صفحه 371 المکتبة الشاملة
ژباړه: رسول اکرم(ص) وفرمایل: ماپتاسوکی دوه شیان پری ایښیدی تاسوبه هرګزګمراهان نشی چی په دوی دووباندی موځان ټینګ نیولی وی، چی کتاب الله اوسنة دنبی دالله دی.
استدلال
نودلته سنة دکتاب الله څخه غیردی ځکه چی کتاب الله معطوف علیه دی اوسنة ورباندی عطف دی، اومعطوف دمعطوف علیه څخه غیروی. نوبیاکچیری کتاب الله دواړوته شاملیدلای نوذکرد " سنة نبیه " وروسته مستدرک وو، نوچی رسول اکرم(ص) وروسته " سنة نبیه " ورسره ویلی دی، نومعلومیږی چی کتاب الله ورته شامل ندی.
اوچی بعضی خلګ چی مدعی ددی دی چی کتاب الله سنت ته هم شامل دی، اوبیاپه لاندنی آیاتونوباندی استدلال کوی ددوی استدلال صحیح ندی.
1. وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ(النحل :۸۹)
2. قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا(الاعراف :۱۵۸(
3. فَآَمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ.
4. وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ(النحل :۴۴(
5. وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ(النحل:۶۴(
6. وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى(النجم:۳، ۴)
په لومړنی آیت باندی ځکه استدلال صحیح ندی، چی دلته خوټولومعتبروتفسیرونو د " کتاب " تفسیرپه قرآن باندی کړیدی. که څوک ووایی: چی بیاخونوپدی قول دخدای پاک څه کوی چی فرمایی:" تبیانا لکل شی " یعنی کتاب بیان دی دټولوشیانولپاره، نوکچیری یواځی قرآن ځنی واخستل شی خونوبیاپه قرآن کی خوټوله شیان نشته، نوبایدحدیث هم ورسره ملګری شی چی یوڅه دډیروشیانوبیان وکړی. نوځواب یی دادی، داچی دقرآنه څخه مونږدیعضی شیانواستنباط نشی کولای، داپردی دلالت نکوی ، چی بس نوهغه په قرآن کی نشته، قرآن جامع دټولوعلومودی، خوچی مونږته نه معلومیږی هغه تقصیرزمونږ دفهم دی، اوکه داسی شی، چی ددی خبری پخاطر د" کتاب " مفهوم وسیع شی اوډیروشیانوته شامل شی کوم چی یواځی قرآن ورته نه شاملیږي، نوبیاخوچی حدیث هم ورسره کړی ځنی داسی شیان سته چی ظاهرا هغه په قرآن اوحدیث باندی نه ثابتیږی غیرلدی څخه چی یابه مجتهداجتهادوکړی اویابه غیرمجتهد دمجتهد داصولوپه نظرکی دنیولوسره استنباط دهغه شی دقرآنه اویادحدیثه څخه وکړی.نودپاره دشمول ظاهری که څوک دغسی تحریف فی التفسیرکوی، چی تراوسه دده وړاندی هیچاندی کړی، نودغه سړی خطا وتلی اوداکاریی دلالت پرکامله ناپوهی کوی
اوپه دویم آیت باندی استدلال ځکه فاسد دی، چی دلته خوتنهاددی خبری استدلال دی چی درسول اکرم(ص) رسالت جامع اوعمومی دی، یعنی خاص تریوقوم اویووطن پوری ندی، نوچی ددی خبری ماسوی نوراستنباطاط ځنی کوی داهم یوقسم تحریف فی التفسیردی ځکه تراوسه هیچاددی آیت داسی تفسیرندی کړی.
اوپه دریم آیت باندی ځکه استدلال ندی صحیح، چی پدی آیت کی خوتنهاخلګوته ددی امرشوی چی پررسول اکرم(ص) صلی الله علیه وسلم باندی ایمان راوړی، اودهغه متابعت وکړی. اوس ددی خبری څخه کله داسی استنباط کیدلای شی چی قرآن اوحدیث دواړه کتاب الله دی.؟
اوپه څلورم آیت باندی ځکه استدلال فاسددی، چی پدی آیت کی هم دنوروآیاتونوپه څیرټولومعتبروتفسیرونود "ذکر" تفسیرپه قرآن باندی کړیدی اوددی خبری پکښی هیڅ رازنه لګیږی چی څوک دی دغسی اخذځنی وکړی، چی ګویادلته نو " کتاب " وقرآن اوحدیث دواړوته شامل دی.
اوپه پنځم آیت باندی ددی خبری استدلال ځکه ندی روا، چی دلته خوتنهاددی خبری بیان دی چی خدای پاک ورسول اکرم(ص) ته وایی: چی ما تاته کتاب (قرآن) نازل کړیدی، ددی دپاره چی ته یی خلګوته بیان کړی هغه مسائل چی دوی په هغه کی اختلاف لری ځکه قرآن خودانسان لپاره هدایت اورهنمادی.
اودشپږم آیت څخه ځکه دی خبری استنباط غلط دی، چی ظاهرا خوددی خبری پکښی هیڅ یادنشته، بلکه تنهادغه خبره پکښی راغلیده چی رسول اکرم(ص) دخپل ځانه څخه خبره نکوی، بلکه خدای ورته وحی کوی، اوداخبره ددی سره منافات نلری چی سړی دی وایی: " کتاب " قرآن اوسنت دواړوته ندی شامل، داخوصحیح ده چی قرآن هم دالله لخواڅخه پررسول اکرم(ص) نازل شویدی، اوحدیث هم خدای پاک ورسول اکرم(ص) ته وحی کړیدی. اماپه اعتبارسره دمصداق کتاب تنهاوقرآن ته ویل کیږی نه وحدیث اوسنت ته، ځکه علمای کرامووحی پرده قسمه کړیدی، لومړی وحی جلی اومتلوچی هغه ته قرآن وایی. اودویم وحی خفی وغیرمتلوچی هغه ته حدیث وایی، نو" کتاب " تنهانوم دوحی جلی اومتلودی، نه دوحی خفی اوغیرمتلو.کچیری بیاهم څوک مدعی دشمول د" کتاب " ودواړوته شی نوبیاهغه څلور دلائل چی مونږدمقالی په اوله کی ذکرکړه، څوک ورته ځواب نشی ویلای.
اوبعضی خلګ ددی خبری پراثبات دلاندی حدیث څخه دبخاری استنباط کوی: عَن أَبِي هُرَيْرَةَ وَزَيْدِ بْنِ خَالِدٍ أَنَّهُمَا أَخْبَرَاهُ أَنَّ رَجُلَيْنِ اخْتَصَمَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ أَحَدُهُمَا اقْضِ بَيْنَنَا بِكِتَابِ اللَّهِ وَقَالَ الْآخَرُ وَهُوَ أَفْقَهُهُمَا أَجَلْ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَاقْضِ بَيْنَنَا بِكِتَابِ اللَّهِ وَأْذَنْ لِي أَنْ أَتَكَلَّمَ قَالَ تَكَلَّمْ قَالَ إِنَّ ابْنِي كَانَ عَسِيفًا عَلَى هَذَا قَالَ مَالِكٌ وَالْعَسِيفُ الْأَجِيرُ فَزَنَى بِامْرَأَتِهِ فَأَخْبَرُونِي أَنَّ عَلَى ابْنِي الرَّجْمَ فَافْتَدَيْتُ مِنْهُ بِمِائَةِ شَاةٍ وَبِجَارِيَةٍ لِي ثُمَّ إِنِّي سَأَلْتُ أَهْلَ الْعِلْمِ فَأَخْبَرُونِي أَنَّ مَا عَلَى ابْنِي جَلْدُ مِائَةٍ وَتَغْرِيبُ عَامٍ وَإِنَّمَا الرَّجْمُ عَلَى امْرَأَتِهِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَا وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَأَقْضِيَنَّ بَيْنَكُمَا بِكِتَابِ اللَّهِ أَمَّا غَنَمُكَ وَجَارِيَتُكَ فَرَدٌّ عَلَيْكَ وَجَلَدَ ابْنَهُ مِائَةً وَغَرَّبَهُ عَامًا وَأَمَرَ أُنَيْسًا الْأَسْلَمِيَّ أَنْ يَأْتِيَ امْرَأَةَ الْآخَرِ فَإِنْ اعْتَرَفَتْ فَارْجُمْهَا فَاعْتَرَفَتْ فَرَجَمَهَا (بخاري کتاب الایمان والنذور باب کیف کانت یمين النبی صلی الله علیه وسلم حدیث نمبر :۶۲۵۸ ، صحيح)
ژباړه:ابوهریره او زید بن خالد خبرورکړی وعبیدالله ته چي دوه کسان رسول الله ته راغلل شخړه يې وه نو يوه وويل :زموږ تر منځ په کتاب الله پرېکړه وکړه او بل چي په دې دوو کي ښه پوه و وويل :هو ! د الله رسوله! زموږ ترمنځ په کتاب الله فیصله وکړه او ماته اجازه وکړه چي خبرې وکړم، هغه ورته وويل:وې کړه، هغه وويل:زما زوی له دې کس سره مزدور وو نو يې د ده له ښځې سره زنی وکړه نو خلکو ماته خبر راکړ چي زما پر زوی رجم دئ نو ما يې په سلو پسونو او يوه وينځه فدیه ورکړه بیا ما له علماؤ پوښتنه وکړه هغوئ راته وويل چي زما پر زوی سل درې او يو کال دوطنه څخه شړل دی او رجم د ده پر ښځه دئ ، نو رسول الله وويل: قسم په هغه ذات چي زما روح يې په قبضه کي ده زه به هرو مرو ستاسو ترمنځ په کتاب الله پرېکړه کوم ستا پسونه او وینځه تاته ردېږي خو زوی يې سل درې وواهی او يو کال يې جلاوطنه کړ بیا يې انیس امر کړ چي هغه ښځه راولي که هغې اعتراف وکړ نو ښځه دي رجم کړي هغې اعتراف وکړ نو رجم يې کړه.
ددی حدیث څخه بعضی خلګوداسی استنباط کړی، چی رسول اکرم(ص) وایی : زه په کتاب الله سره حکم کوم، پداسی حال کی دغه فیصله هم پرهمدغه صورت ظاهرا په قرآن کی نشته، نورسول اکرم(ص) خپل فعل ته چی یوداقسامو څخه دسنت دی، کتاب الله وویل نومعلومه شوه، چی کتاب الله قرآن اوسنت دواړه دی. خولیکن دغه خلګ خطاوتلی دی، دلته مراد دکتاب الله څخه هغه دی کوم چی په عمدة القاری کی یه لیکلی دی: قوله بكتاب الله قيل هو قوله ويدرأ عنها العذاب ( النور8 ) والعذاب الذي يدرأ للزوجة عن نفسها هو الرجم وأهل السنة مجمعون على أن الرجم من حكم الله وقال قوم إنه ليس في كتاب الله وإنما هو في السنة وأن السنة تنسخ القرآن فزعموا أن معنى قوله لأقضين بينكما بكتاب الله أي بوحي الله تعالى لا بالمتلو وقيل يريد بقضاء الله حكمه كقوله كتاب الله عليكم أي حكمه فيكم وقضاؤه عليكم. عمدة القاری شرح صحیح البخاری حدیث نمبر 3366.
ژباړه: اوداقول درسول اکرم(ص) " بکتاب الله" داسی ویل شویدی چی مراد ددی نه دغه آیت دی «{وَيَدْرَؤُاْ عَنْهَا ٱلْعَذَابَ أَن تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِٱللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ ٱلْكَاذِبِينَ}. (النور)» ژباړه: اودفع کیږی ددی څخه عذاب(حددزنا) چی داشاهدی آداء څلورشاهدی په خدای پاک باندی ، چی دی ده دروغجنانوڅخه دی.اوهغه عذاب چی پدغه صورت کی دښځی څخه دفع کیږی هغه رجم دی، اواهل سنت پردی باندی اتفاق لری چی رجم حکم دی دالهی احکاموڅخه، اوبعضوویلی دی: چی رجم په کتاب الله کی نشته، لیکن هغه په سنت کی دی، اوسنت (البته سنت ثابته) قرآن منسوخه کوی، نودوی داسی ګماکړی چی معنی ددی قول درسول اکرم(ص) چی فرمایی: زه ستاسوپه مینځ په کتاب الله باندی قضاوت کوم، یعنی په وحی باندی له جانبه څخه دالله، نه په متلووحی باندی (چی هغه قرآن دی، اوچاویلی دی: چی مراد په قضاء سره دالله حکم دالله دی، لکه په قران کی راځی: کتاب الله علیکم. یعنی حکم دخدای په تاسوکی اوقضاء دخدای پاک پرتاسوباندی. نودلته ددی خبری بیخی هیڅ ثبوت نه لګیږی چی " کتاب " اویا " ذکر" چی په قرآن کی ذکرکیږی دهغه څخه دی قرآن اوسنت دواړه مرادشی. که څوک دغسی عقیده لری چی په قرآن په ځنی ځایونوکی چی کتاب اویا " ذکر" لیکل شویدی نومرادځنی قرآن اوحدیث دواړه دی، نوداسړی ګمراه اودحقی لاری څخه منحرف دی، ځکه چی تفسیردقرآن په خپلی رأی باندی حرام اوناروادی که یی څوک قصدا کوی (لکه داوس دزمانی سلفیان اووهابیان نوداسړی بدعتی خرافاتی اوداهل سنتوله جماعته څخه بهردی.
اوکله کله ځنی انسانان دپورتنی آیتودسیاق څخه داسی فهموی چی ګویا په قرآن کی " کتاب " او " ذکر " سنت ته هم شامل دی، هغه داسی چی دوی قیاس کوی، داسی چی وایی: خدای وایی: قرآن هدایت دی، قرآن زیری دی، قرآن رحمت دی، نوآیاحدیث هدایت ندی؟ اوآیاحدیث زیری اوبشارت ندی؟ اوآیاحدیث رحمت ندی؟ اوداغسی خدای پاک ورسول اکرم(ص) وایی: چی کتاب الله خلګوته بیان کړه، نوچی دی مأمورپه بیانولوسره دقرآن وی، نوآیادی مأمورپه بیانولوسره دحدیث اوسنت ندی؟ نودغه خلګ پدغه قیاسونوباندی پردی خبره استدلال نیسی، چی په قرآن کی چی " کتاب " اویا " ذکر " لفظ لیکل کیږی نومراد ځنی قرآن اوسنت دواړه دی. لومړی ددی خلګوقیاس ځکه معتبرندی ، چی دوی خوقیاس نه منی، نوځوک چی یودلیل نه منی، نوبیاپه هغه دلیل باندی استناد اواستدلال دده لپاره جائزهم ندی. اودبلی خواکوم حکم چی پدی قیاسونو باندی یه اثبات کیږی هغه دظاهره سره دقرآن اوځنی احادیثوټکردی، ځکه دظاهره څخه دځنی آیاتونوداسی معلومیږی چی " کتاب " کوم چی په قرآن کی ذکردی، تنهانوم دقرآن دی نه دحدیث لکه چی مونږپه قسمت کی ده دلائلوداخبره دآیباتونوڅخه په استنباط بیان کړه، اوداغه راز دهغواحادیثوسره چی پکی "کتاب" او"سنت " دواړه راغلی وی، ظاهرا ټکرراځی.نوداخبره بیخی داثباته څخه لیری ده، چی څوک په قرآن کی دذکرشوی " کتاب " اویا " ذکر " قرآن اوحدیث دواړه واخلی.
خویوه خبره چی په ځنی کتابونوکی راځی هغه دغه ده چی من حیث المجموع حدیث اوسنت ثابت ته درسول اکرم (ص) هم کتاب الله ویل کیږی. پدی معنی سره چی دواړه وحی دی دالله لخواڅخه ورسول اکرم (ص) ته ، اماداچی په قرآن کیدی د " کتاب " دلفظه څخه اویا د "ذکر " دلفظه څخه سنت هم مراد شی داخبره دمعقول اومنقول داوړوڅخه مخالفه خبره ده.لکه چی په عمدة القاری شرح صحیح البخاری کی په تشریح کی دمخکنی حدیث راځی: مطابقته للترجمة من حيث إن قوله بكتاب الله أن السنة يطلق عليها كتاب الله لأنها بوحيه فإذا كان المراد هو السنة يدخل في الترجمة.عمدة القاری حدیث نمبر7279.
یعنی مطابقت ددی حدیث دترجمة الباب سره (کوم چی بخاری وضع کړی چی هغه باب الاقتداء بسنن رسول الله (ص) دی ) دادی چی پرسنت باندی هم اطلاق دکتاب الله کیدلای شی ځکه سنت هم په وحی باندی دخدای پاک دی(وخپل رسول ته ) نوچی مراد د " کتاب الله " څخه سنة شی نودغه حدیث په ترجمة الباب کی داخل دی.
نومقصددده دادی چی من حیث المجموع هغه حدیث اوسنت ثابت درسول اکرم(ص) څخه ورته کتاب الله ویل کیدلای شی، ځکه دواړه وحی دی. اماداچی څوک وای په قرآن کی " کتاب " اویا " ذکر" څخه مرادسنت هم دی داخبره صحیح نده، ځکه هلته " کتاب " او " ذکر " هغه وحی جلی اومتلوته وایی، چی هغه تنهاقرآن دی اوبس، پدی خاطردی چی تاسوټوله تفاسیروګوری تفسیر د " کتاب " او " ذکر " یی په قرآن باندی کړیدی.
نودپورتنی تحقیق څخه دا دورایه ثابته شوه، چی سلفیان او وهابیان چی په قرآن کی د" کتاب " اویا " ذکر " تفسیرپه قرآن اوحدیث دواړوباندی کوی. دوی خطاوتلی اوتفسیریی ندی صحیح.البته دوی ځکه داسی تفسیرونه په قرآن کی کوی، چی ددوی بیچاره ګانوسره کافی علم نشته، دوی خویوڅومختلف فیه مسائل زده کړی وی، نورنوپه هیڅ شی باندی خبرندی. چی ددی سره په مباحثه کی داخبره سړی پوره په اثبات رسیږی، نوداسی ویل شو: چی سلفیان اووهابیان اهل تحقیق نه بلکه اهل ظواهردی.