د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

کوشان له ټول افغان څخه شړل کيږي خو حذ يفه٠٠٠؟؟؟

عبدالله صابر
06.08.2012

السلام عليکم

کوشان اويوبل تن چي نوم يی راڅخه هيره شوداسلام پاک دين ته په کنایی او
اشاراتي ډول ځيني سپک الفاظ اونيوکې کولې ،همدا کار ددي سبب شوچي
لوستونکي اودټول افغان مسؤلين دهغوی شړلوپريکړه وکړي اوله ټول افغان
څخه وشړل شو٠
خودتعجب او حيرانتيا ځای دادی چي حذيفه صراحتا نه داچي په اشاراتي
ډول دافغانستان تقريبا ٩٥ فيصده خلکو مذهب ته دومره سپک الفاظ ليکي چي
کوشان خويی تصورهم نه شوکولائ ،
اياکوشان کله هم اسلام ته سيکسي مذهب ،شرموونکي مسائل ،له هندوانو،
او انګريزانواويهوديانومذهب سره تشبيه کړئ ،ياورته ډيموکرات قانون ويلئ
تاسوخولږ دحذيفه دعنوان ته پام وکړئ ، [color=red:e1c7f5e040]حنفي فقه يوډيموکرات قانون [/color:e1c7f5e040]
يعني فقه حنفې کښ دغرب په څير ازادي ده هرڅوک له حيوان ،مړې ښځې
اونورسره جماع کولائ شي دده په ويناکوم باک نه لري ،
دومره لوی دروغ اوتور يی په حنفې فقه باندي لګولئ اياکوشان به ددی ډول
خبرو جرئت څه چي خپل ضميراو وجدان به اجازه ورکړي وه ؟؟
داخو ډير ښه شوچي دکوشان غوندي خلکوته په ټول افغان کښ ځای نشته
ځکه چي ټول افغان دافغانستان دی اودافغانستان اکثريت دين ته سپکاوئ دمنلو
وړ نه دی ٠ خوپوښتنه داده چي دحذيفه په هکله لوستونکي اود ټول افغان
مسؤلين ولي او په کوم دليل چوپ دي ؟؟؟
ايا حنفي فقهې ته داسي ناوړه الفاظ کاره ول دافغانانوسپکاوی نه دی ؟؟
ايا دافغانستان خلک دسيکسي مذهب پيروان دي ؟؟
ايادافغانستان خلک له شرموونکو مسائلو کار اخلي اودهندوانو ،انګريزانواو
يهوديانومذهب هم ورخوادي ؟؟
ايادافغانستان خلک رښتياهم د داسي ډيموکرات مذ هب پيروان دي چي له مړي
ښځې اوحيوان سره جماع روا ګڼي ؟؟؟

اوس دګران لوستونکي او ښاغلئ وطنمل صاحب قضاوت وکړي چي په ټول
افغان کښ حذيفه دغړيتوب حق لري ؟؟؟
زما شخصي نظردادی چي حذيف بايد نور دټول افغان څخه وشړل شي خويو
شرط پکښ دادی چي ترهغه دنه شړل کيږي ترڅوچي يی خپلې نيوکې پوره او
دزړه بړاس ايستلئ نه وي ،اويا یی دمظهري صيب پوښتنې نه وي ځواب کړي
ترڅو بيا دا ګيله ونه کړي چي ماخو توره کوله خوتاسوپر ي نښود م٠

په دي هکله دقيامت ورځ مخي ته ودروی خپل نظر او مسؤليت ادا کړئ ٠

والسلام


طیب زابلی *
06.08.2012

داسلام دښمنان یهود او نصارا هروخت داسلام دناکامۍ اوداسلام دسپکاوی کوشش کوی خو ددی لپاره دوئ له ډیرو لارو کار اخلی یوه لار یی هم داده چی ددوست په جامه کی ددښمن کار وکړی حذیفه چی داسلام څومره سپکاوی کړی ده یوچا هم نه ده کړی چی داسلام قانون ته یی یو ډیموکراټ قانون ویلی دی او اسلامی فقه یی له یو سکسی داستان سره مشابه کړی ده او داسلامی امت سلف صالحین او علماء دیو سکسی فلم له لیکونکو او جوړونکو سره مشابه کړی دی (نعوذ بالله من هذالقول الفاسد ومن شر هذالحاسد)
زه خو وایم چی دا که رښتیا هم داسلامی شرعی فورم یی نو بیا خو باید دارنګه لیکنی پکی بندی شی ځکه دا داسلامی شرعی ښکاره سپکاوی ده

نور ملګری هم باید نظر ورکړی


حمید هڅــاند
06.08.2012

ولی نه، طیب زابلی وروه، تاسو چې د نظر ورکولو غوښتنه کړې، در نیسه یې ، هغه د عبدالسلام خبره، دا ځما نظر دئ:

د حذیفه تګ دومره مفته خبره نه ده چې هرڅوک به راوړاندي کېږي او کوي به یې!!
که زه له چلوونکو څخه وای نو ډېر مخکي به مې اول عبدالله صابر ته مشوره ورکړې وای چې لیکنه بیرته واخلي. د نه اخیستو په صورت کې به مې له بېخه ویستلې وه.

تاسو د حذیفه صیب له هرې لیکنې وروسته راځئ او لیکئ چې مورال یې بایللی، چټیات لیکي او نور...په کار خو داده چې سالم بحث وکړئ او مدلل ځوابونه ووایاست... بحث لا پایلې ته نه دی رسېدلی، تاسو څنګه راځئ او د حذیفه له هرې لیکنې وروسته لومړی ښه ډېرې ګوتنیونې کوئ او بیا ټوپ اخلئ تنیجې ته. پرېږدئ چې بحث ترسره شي، په پای کې به هرڅه په ډاګه شي چې چا موضوعي بحث وکړ او چا هسې توهینونه، بدنومونه، کنځلې و کارولې.

حذیفه او مظهري صیب بحث کوي...زه له نورو ملګرو غوښتنه کوم چې هسي بې ځایه مداخلې او لمسونې مه کوئ، پرېږدئ چې دوی په تنهایې کې یو بل ته ځوابونه ووایي. زما او ستا یې له خیره!!!!

درنښت


اکرم
06.08.2012

ټولو ته سلامونه اودرناوی!
په دې بحث کې زه په یو کار خوښ یم او هغه دا چې ، ډیرو کسانو ته د حذیفه او ډلې اصلی فکر او نظر داسې واضح ښکاره نوو لکه دا اوس چې بربنډ شو ، زه وایم ډیر ښه وشول چې د حذیفه چټیاټ ددې باعث شول چې زمونږ علماء لکه ښاغلی مظهري او وزیری زمونږ د مذهب اصلی اصول خلکو ته په سمه توګه شرحه کړي ، دوي ته دې خدای اجر ورکړي هیڅ راز تقصیر یې ونه کړ، او د وهابی سلفیانو له حقد اوغرض ډکې لیکنې یې بیرته ددوي په اوږو وربار کړې .

راغلو دحذیفه او ده د ډلې حذف ته له فورومه چې چندانې مهمه خبره نده ، نه ددوي په خبرو څوک غولیدالی شي او نه یې هم زهر په چا تللی شي که زمونږ نور دینی علما‌ ء هم همداسې لکه مظهری صاحب او وزیری صا حب خپله دینی او وجدانی و جیبې په سمه ادا کړي ، او ځانونه له ټولنې لري نه کړي .
بغیر له هغې دي بیا دې کمعقلانو ته یا میدان پریښودل شي ، او یا دې ريښتا هم دا بدعتی ډله یو له بل پسې د اسلامی فورومه ، داسې کنجوغه شي چې شاته هم ونه ګوري .



Mazharee
06.08.2012

اكرم، عبدالله صابراوطیب زابلی صیبانوته سلامونه وایم:
وروسته په رښتیاچی ده عبدالله صابرصیب وړاندیزپرځای دی، هیله ده چی وطنمل صیب ورباندی غوروکړی، خوزه یوه خبره کول غواړم اوهغه داچی تاسی ورسی دیوپوه عالم څخه دهرمذهب پیروچی وی، وپوښتی ، چی توهین دفقه څه حکم لری؟ حتی ورسی په سعودی اویاعربی ممالکوکی دهغه علماؤ څخه وپوښتی چی هغوی غیرمقلدین دی، دټولوعلماؤ دغه فتوی ده چی توهین دشرعی کتابونوکفرمطلق دی، چی شرعی کتابونه شاملیږی، تفسیر، حدیث اوفقه ته، چی داخبره دهرمذهب اوهرډلی په فتاوی کی لیکل سویده، خوزمونږدافغانستان ویادپاکستان اویادهند، سلفیان دونه بی ادبه دی، چی هغه اجتماعی نزاکت اوشرافت په نظرکی نه نیسی، مادعربوسلفیانوسره ډیرژوندکړی دهغوی سره می ډیری اړیکی نیولی، هغوی وهیڅ مذهب ته توهین نکوی، هغوی زمونږدفقه اودنورومذاهبودفقه څخه په خپل محاکموکی استفاده کوی، هغوی ځانونه دڅلورومذاهبوڅخه خارج نه بولی. هغوی فقه ته احترام لری، فقه ته توهین کفربولی، نوحذیفه اویادده ورسره ډله چی نیت یی تنهاتخریب داسلام اوبدنامه ول دمسلمانانودی، داسی کارته لاس اچولیدی چی په هیڅ ډول دبخښنی وړندی، تاسوولیدل چی دفقهی حنفی ته یی په څونه اندازباندی توهین کړی، اپریشن اولاس وهنه یی پکښی کړی،چی داتنها فقهی ته توهین نه بلکه دافغانستان اکثره مسلمان ملت ته نهایتی ډیرتوهین دی، کڅه هم دده ټول خرافات الحمدلله مونږورته پرمخ باندی وهلی اودده هغه رښتنی اوواقعی څیره موخلګوته ورپیژندلی خولیکن بیاهم داکارونه دداسی خلګولپاره کافی ندی،ځکه نه شرم اونه هم حیالری، دده په هکله نه تنهاداچی دټول افغان فورم مدیریت قطعی فیصله وکړی بلکه باید دی شناسایی اومحاکموته معرفی سی ترڅوچی قانونی مجازات ورسره وسی. خوداخبره پدی خاطرنکوم چی مونږدده سره دمناظری توان نلرومامخکی هم ویلی وه اوس هم وایم ترڅوچی دنیاوی مذهبیان به پرلامذهبوباندی بری منداولاس بری وی. زه لکه اوس چی دحذیفه سره په مقابله کی واقع یم دده هرفاسده لیکنی می دخاورسره خاوری کړی. دخذیفه پشان دنوروباطلواوفاسدو انسانانوسره هم په مقابله کی یم، حذیفه که څه ځمااودده دلیکنوپه تبادله کی داخبره معلومه سویده ، چی حذیفه شکست خوړلی اومات سوی چی پدی خبره ده خپله هم اقرارکړی.خوبیاهم هروقت مونږوایو چی دحذیفه غوندی دهربدعتی انسان سره وهرقسم مناظری ته آماده یوحتی زه دیته آماده یم چی خپل ځای اوخپل دټلفن شمیره دلته ولیکم اوداغسی علنی اعلان وکړم چی هرسلفی چی ځماسره مناظره کوی زه ورته اماده یم ، که می کورته راځی که راسره دتلفن پرکرښه مناظره کوی ،زه ورته کامله آماده ګی لرم. خوفقه ته دحذیفه توهین قابل دتحمل ندی.


وصيل ( پېروز )
06.08.2012

له ټول افغان څخه د حذيفه شړنه داسي کم کار نه دئ ، په رښتيا هم حذيفه به اوس ستاسو لپاره په سترګو کي يو ازغی وي چي زموږ فقه خو يې ټوله سره وشنله . :lol: :lol: :lol:

خير دا يو منطقي او عادلانه نقد دئ ، که تاسو خپلو فقهي مسايلو ته قرآني او يا حديثي اصل راوړئ نو د حذیفه انتقادونه به هسې افواوې ثابتې شي خو که تاسو داسي نه شئ کولای او نه به يې هم هيڅکله وکړئ نو بيا ولي د خپلې ګناه پېټی پر نورو اچوئ ؟ ؟ ؟ خو ومنئ چي دا کار زموږ له وسه بهر دئ او موږ يې همداسي په ړندو سترګو پيروي کوو ، که سيي وي او که غلط ... بيا به هيڅکله دا نه واياست چي فقه له قرآن او حديث څخه ماخوذ ده .

لکه څرنګه چي د فقهې په اړه اعتراضات پر تاسو بد لګېږي حال دا چي دا د خلګو شخصي اندونه دي نه دين نو همدا راز پر مسلمانانو هم دا بده لګېږي چي يو څوک دي پر الله او رسول دروغ ووايي ، خو ښاغلی وزيري او مظهري له دې پرته بله دنده نه لري . نه يوازي دا چي په قرآن نه پوهېږي بلکي په احاديثو کي هم د ذرې غوندي علم نه لري بلکي هره عربي جمله ورته حديث ښکاري او په بې خرته ډول د الله پر رسول داسي دروغ وايي ته وا لکه مستقيما چي يې له رسول الله اوري . :) :) :)

په نصوصو ثابته خبره ده چي پر رسول الله او الله دروغ يو داسي جرم دئ چي هيڅکله نه شي بخښل کېدای :
( من کذب علی فليبتوأ مقعده من النار ) ( متفق عليه ، صحيح )
ژباړه : که چا پر ما دروغ وويل نو خپل ځای دي په اور کي جوړ کړي .

خو فقه داسي حيثيت نه لري ، بلکي په دې اړه هر څوک حق لري چي انتقاد پرې وکړي او د مسايلو د سرچينې په اړه يې وپوښتي خو د قرآن او حديث په اړه هيڅوک هم دا حق نه لري بلکي په اورېدلو سره به یې مني او ايمان به پرې راوړي .
مګر د مسلمانانو او مومنانو دا تګلاره ښاغلي وزيري او مظهري خوشي کړې ده ، پر الله او رسول یې له ځانه دروغ وايي چي دا يو ستر جرم دئ نو تاسو وواياست : ايا هغه څوک چي پر رسول الله دروغ وايي د دې ډېر حقدار دئ چي له فورمه وشړ ل شي او که هغه څوک چي پر فقه يو منطقي انتقاد کوي؟؟؟.


وصيل ( پېروز )
06.08.2012

ښاغلی مظهري ! تاسو ښه خبره کړې ده
لطفا خپله نومره او پته راته وليکئ که ممکنه وه زه به شخصا له ځينو ملګرو سره درسره ووينم او د انصاف و حق غوښتنې په فضا کي به خپل اندونه له يوه بل سره شريک کړو . ان شاء الله


حذيفه
07.08.2012

ملګرو سلامونه
ما فقهې ته سپکاوی نه دئ کړی زه صرف دا غواړم چي د همدې مسلو سرچينه دي له قران او سنتو څخه معلومه سي ، په فقه کي خپله ډېر داسي څه سته چي هغه يې د خپلې سپکتيا لپاره بس دي ، زما غوښتنه ولي در باندي بده ولګيده ؟
که تاسو زما ليکلې الفاظ سپکاوی ګڼی نو ليږ خو مو دا خپلې فقهې ته هم وګورئ چي څه يې ليکلي دي ؟
د هدايې او هندې ليکوالانو ويلي له سند پرته امام ابوحنیفه رحمه الله او او د ده یارانو ته سپکې او سيکسي مسلې منسوبوي ؟
دوئ ته چا دا حق ور کړی دئ چي سند نه لري خو بیا هم امام ته خبره منسوبوي؟
ایا دا دامام سپکاوی نه دئ؟
که سند يې وي نو له دلیل سره يې را وړی ٬ که نه نو د امام صیب له شخصیته په ګټه اخیستلو مو په هغه پسي دومره دروغ ويلي دي چي هر باانصافه انسان ترې پنا غواړي ، که تاسو رښتني یاست نو دلیل مو را وړئ .
له فورمه زما ویستل کومه نوې غوښتنه نه ده بلکي تاسو د امارت پر مهال هم د ډېرو حق غوښتونکو مرۍ خپه کړې ، نو که اوس ما وشړي هم ما ته کومه نوې خبره نه ده او دا د حق په وړاندي ستاسو تل پاتی دريځ دئ .


عبدالله صابر
07.08.2012

السلام عليکم
حذيفه صيب
ايا تاسوفقهې ته فکه نه دي ويلي ؟؟؟ 
تاسوڅوځايه فقهې ته په قوسونوکښ فکه ليکلي يعني ګنجئ
ايا دا عمومي فقهې ته سپکاوئ نه دی ؟؟؟

دا ستاسو دليکنې اقتباس


[color=red:df7660d7b2]په تېر پسي:
اوس به د ډيموکراټې فقهې (فکې) نوري هغه مسئلې ذکر کړم چي د بیان وړ هم نه دي .
په ګوز د لمنځه ختمول:
[/color:df7660d7b2]


وزیري
07.08.2012

حذیفه صاحب ته دا هیڅکله هم نشي رد کولای چی تا فقهي ته سپکاوی نده کړاي. هیڅکله هم نه! دا بالکل واضحه ده چی تا فقه په مختلفو سپکو نومونو سره یاده کړیده. او اکثریت د اسلامي امت عقیدي او دین ته دي توهین کړیده. الله جل جلاله چی سړی وهي او اخیره خاتمه یی د خره ګرځوي نو لکۍ یی نه راشنه کیږه، بلکي همدا ستا په شان په ټوپو راشی او د نفس او شیطان په امامت باندي د دوزخ تل ته غورزي.
ته وایی چی زه صرف دا غواړم چي د همدې مسلو سرچينه دي له قران او سنتو څخه معلومه سي. آیا همدا د معلومولو شیوه او طریقه ده؟؟؟
آیا که څوک غواړي چی د قرآن یا حدیثو په تفسیر او تشریح پوه شي نو د سوال په اخیر کی به همداسي سپکه ژبه استعمالوي؟

د یو مسلمان ورور په صفت د خیرخواهی په خاطر درته توصیه کوم چی د روژي مبارکه میاشت ده او توبه هم ډیره ښه په کي قبليږی. مهرباني وکړه په ځان رحم وکړه او په شیطان تو لعنت که، توبه وباسه.

دا فقه له قرآن او حدیث نه جوړه شویده. تا په دي کار سره قرآن، حدیث، انبیاء، صحابه، علماء، اولیاء، شهداء، صالحین او نورو اسلامي شخصیتونو ته توهین، سپکاوی او ښکنځاوي کړیدي. یقین په خدای وکړه چی دا مبالغه نده.

والسلام


طیب زابلی *
07.08.2012

حذیفه صیب نه پوهیږم چی ته په خپله دومره بی وقوفه یی او که دی پرنورو دا خیال ده ؟
ته وایی چی ما دفقهی سپکاوی نه ده کړی ،
سپکاوی ته کوم بولی ؟
ته فقه یو ډیموکرات (کفری) قانون بولی ،
ته دفقهی تشبیه له یوسیکسی فلم سره ورکوی ،
ته پرفقه داتور لګوی چی ټول حرام یی رواکړی دی،
اودی ته سپکاوی هم نه وایی ،
نو ته سپکاوی نه پیژنی .
ته دتوهین او تعظیم توپیر نه شی کولی ،
ستا دماغ د خزدکی (غوزاړی) په څیر جوړ شوی
چی دګل تربوی دمردارۍ بوی درته ښه ښکاری ،
هو! وخت لا شته که مظهری صیب در پسی وو له ډیرو خپلو ویناوو به انکار وکړی
مګر خو اوس اوبه ترورخ تیری دی انکار ګټه نه کوی
اوس دی ځان رسوا کړ
کاشکی تا اول داسوچ کړی وای ،
خو ځه دراتلونکی لپاره به عبرت واخلی .


تخاري
09.08.2012

السلام علیکم و رحمة الله

حذیفه ! دا چې تاسو وایی ما د فقهې اهانت نه ده کړی نو زما له خوا ستا نوی او مبارک نوم د ټولو ګدونوالو په اجازه او موافقې سره لدې وروسته -- هزیپه!!! دی، که مو وویل چې دا زما په شان کې سپکاوی ده، نو پوه شه چی ته هم سپک یی او سپکاوی دی کړی او اوس ترې په سپینو سترګو انکار کوی -

خدای مو د ریاض او قُمي ریالونو له خواری څخه وکاژه - آمین[color=red:5e9484958e][/color:5e9484958e][size=24:5e9484958e][/size:5e9484958e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more