د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

لامذهبی،دشرالقرون دزمانی ترټولوسترشر


Mazharee
04.08.2012

درنواوقدرمنولوستونکو!
داسلام له لومړنیو څخه شروع بیاتراوسه پوری همیشه داسلام دښمنانوهڅی کړی چی دژوندپه هربرخه کی مسلمانانوته مشکلات اومصیبتونه ایجادکړی، داسلام دښمنان چی په اعتباردوجود اومصداق تل دوه قسمه وه، لومړی هغه خلګ چی مسمی په کافرباندی وه ، هغوی مخامخ اومستقیما داسلامه سره په مخالفت کی واقع وه، دویمه ډله هغه خلګ وه چی په شعاراویونیفورم کی به دمسلمان وه، خولیکن په باطن اواصل کی به کفاروه، دا دواړی ډلی داسلام اودمسلمانانوسرسخته دښمنان دی، خوددوی وجود ده ډیرپخواڅخه وو، اوترډیره وقته به هم وی، په زمانه کی درسول اکرم (ص) هم ښکاره کفارموجود وه اوهم دویمه ډله چی هغه وقت مسمی په منافقینوباندی وه، دوی دواړوهماهنګ داسلام اوپیغمبر(ص) پرضداومقابل کی عمل کوی، خوداپه تجربه اوتاریخی مستندوا دلائلوباندی ثابته شویده، چی د دویمی ډلی (منافقینو) ضرر اوتاوان واسلام ته ډیردیه نسبت وکفاروته ، ځکه دکفاروسره خومسلمان مخامخ په مقابله اوجهادکی دی، هغوی دمسلمانانوسره کورنی اوداخلی عمل نشی کولای، اوهرڅوک یی پیژنی ، ومقابلی ته یی تل اماده وی، خودویمه ډله پدی خاطرچی ده مسلمانانوسره په کورکی دی، ددوی سره مسلمان ومقابلی امادگی نلری، نوځکه یی تل تاوان نسبت وکافرانوته واسلام اومسلمانانوته ډیروی، اومنافقین اوداسلام دښمنان دتاریخ په اوږدوکی په مختلفومختلفونومونوباندی دتاریخ په کرښوکی لیکل شویدی، په زمانه کی درسول اکرم(ص) منافقین وه، بیاچی وحی قطعه شوی زمانه داصحاب سوه، دلته خوعقیدتی منافق نه معلومیدی، نوهمدغه عقیدتی منافقین په نویونومونوباندی رابرڅیره شول، دعبدالله بن سبأیهودی حرکت، چی سبب داظهاردفرقه روافضیه، اویااهل تشیع شوه، داسلام په تاریخ کی یی نه جبرانیدونکی مشکلات ایجادکړل، چی دحضرت عثمان (رض) دخلافت پرضدقیام یی لویه بیلګه ده، اوبیاپه زمانه کی دخلافت دحضرت علی (رض) ظهوردخوارجومسلمانانوته یوه لویة فتنه وه، چی دهغه وروسته دهمدغوډلوپاتی شونی، اوځنی نوری فاسدی اوباطلی ډلی لکه معتزله، نجاریة، جبریه، مشبهه،مرجئه پرخپل وقت ایجادشوی اوداسلام پرضدیی ډیرفعالیتونه وکړل اواسلام یی بدنام کړ.خوبیاهم مسلمانان په مجموع کی پدی باندی توانیدلی وه، چی دداسی فاسدوحرکاتواوډلګیودفعالیت مخه ونیسی،ځکه مابین کی دمسلمانانووحدت او ورورګلوی، اتفاق اواتحاد موجود وو، داسلامی خلافت فرمان هرمسلمان ته دمنلواوقبلولووړوو، ترداسی وقت پوری چی په کال 1143 کی دمحمدبن عبدالوهاب نجدی حرکت په لمسون دانګریزانو اویهودیانوداسلام په منځ کی دنجد څخه ظهوروکی، ددی خلګوبرنامه ریزی یهودیانواوانګریزانوکړی وه، نوځکه ددوی پالیسی همدغه وه چی داسلام ترشعارلاندی به یی اسلامی خلافتونه ړنګول اوپراسلامی ممالکوباندی بئی انګریزانوته ده تسلط لاره آواره ول، چی لویه بیلګه یی دعثمانی خلافت ړنګیدل، پلاس ده عربی وهابیانو، اودشاه عالمګیر(رح) خلافت ووچی پلاس دهندی اوپاکستانی وهابیانوله منځ لاړ، مخکی ترړنګیدلوددی اسلامی خلافتونوانګریزانوپراسلامی ممالکوباندی تسلط نه درلودی، خوچی کله وهابیه حرکت پیداشو، نویی داسلام اوتوحید ترنامه لاندی دمسلمانانوتکفیر اووژل شروع کړل ترڅوچی یه خپلوبادارنوانګریوانوته ددی زمینه مساعده کړه، چی اسلامی ممالک ترخپلی امپراطوری لاندی راولی، اسلامی خلافتونه اوپه مسلمانانوکی دوحدت اواتفاق اصول له منځه یوسی،په مسلمانانوکی دشبهاتوپه ایجاده ولوسره عام مسلمانان پرضدد خپلوپاچاهانو تحریک کړی چی په نتیجه کی دوی ته دتسلط دحاصلیدلواوبیاانګریزانوته دقدرت پلاس ورکولوزمینه مساعده شی.
خودوهابیه حرکت په اصل کی کوم نوی حرکت نه وو، بلکه دا ده خوارجوهغه پاتی شونی وه،کوم چی دحضرت علی کرم الله تعالی وجهه پرضدیی قیام کړی وو، خوداسلامی خلافت له ډاره یی، سرنشوپورته کولای خوچی کله یی بیاانګریزانو وتبارز اوښکاره کولوته په همکاری ودانګل نویی خپل هغه پخوانی بدنام حرکت په نامه دتوحیداواتباع سنت شروع کړ.اودا هسی خوشی تخیلی خبری ندی بلکه یوحقیقت دی، ځکه په مابین کی دوهابیانو اوخوارجو ډیرمشترکات شته!بخاری دعبدلله ابن عمرڅخه نقل کوی اوفرمایی: وَكَانَ ابْنُ عُمَرَ يَرَاهُمْ شِرَارَ خَلْقِ اللَّهِ وَقَالَ إِنَّهُمْ انْطَلَقُوا إِلَى آيَاتٍ نَزَلَتْ فِي الْكُفَّارِ فَجَعَلُوهَا عَلَى الْمُؤْمِنِينَ. (صحیح البخاری باب بَاب قَتْلِ الْخَوَارِجِ وَالْمُلْحِدِينَ بَعْدَ إِقَامَةِ الْحُجَّةِ عَلَيْهِمْ).
ژباړه:عبدالله ابن عمر(رض) خوارج شرترین دمخلوقاتوکڼل، اوده وویل چی خوارج هغه آیاتونوته لاړل کوم چی په باره کی کفارو نازل شوی وه، اوهغه یی پرمسلمانانوباندی تطبیق کړل.
چی نن دوهابیانو اوپه نامه سلفیانوهمدغه پالیسی ده هغه آیتونه پی په باره کی دمشرکینودکفاروراغلی وی،دوی هغه پرمسلمانانوباندی تطبیقه وی، اوکوم آیتونه چی په باره کی دبتانودمشرکانوراغلی وی دوی هغه پرعلماؤ اوائمه ددین باندی تطبیقه وی.مثلا خوارجوپرحضرت علی (رض ) آیة {مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَآءً سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَآبَآؤُكُمْ مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلاَّ للَّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُوۤاْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلْقَيِّمُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ}.سوره یوسف آیه 67.
ژباړه: تاسوعبارت نکوی غیرله خدای پاکه مګردڅونومانوکوم چی تاسواوستاسوپلارنومسمی کړیدی،اوخدای پاک پرهغه باندی هیڅ دلیل ندی نازل کړی، اوندی حکم (قضاوت) مګرتنهادخدای پاک لپاره دی، خدای پاک امرکړیدی پدی سره چی تاسوبه عبادت نکوی مګرالله لره، اودغه ټینګ دین دی، خولیکن ډیری خلګ نه پوهیږی. یعنی دوی دآِیت په یوه جزء چی هغه " ان الحکم الالله " جزء دی دحضرت علی (رض) پرکارچی ځنی صحابه وو ته یی داواک ورکړی چی په مابین کی دده اودحضرت معاویه (رض) محاکمه وکړی.دغه آیت پرحضرت علی اوحضرت معاویه (رض) باندی تطبیقه وی.
نن همدغه آیت دغه سلفیان اووهابیان، پراهل مذاهب والاباندی تطبیقه وی، او د " أسماء سمیتموها" څخه چی په اصل کی تری بتان مراد دی، دوی دغه ائمه دمذاهبواربعه وو مراده وی ( سبحان الله هذا جهل عظیم) اودغه آیت " {ٱتَّبِعُواْ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكُمْ مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَآءَ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ}سوره اعراف آیه 7.
ژباړه: متابعت وکړی، دهغه شی چی تاسوته نازل کړه شوید، دطرفه څخه دپروردګارستاسو، اومتابعت مکوی غیرله خدای پاکه څخه داولیاؤ(بتانو) څخه اوډیرلږتاسوقبول دوعظ کوی.
دلته چی مراد د " اولیاء څخه " بتان دی، دوی جاهلان یی پرائمه وو باندی تطبیقه وی. اوداغسی نورآیتونه. اوداغه رقم کومه طریقه اوروال چی نن دسلفیانواووهابیانودی عیناهم هغه طریقه دخوارجووه په الملل النحل کی لیکی: ولكن أسلاف الخوارج كانوا أعراباً قرؤا القرآن قبل أن يتفقهوا في السنن الثابتة عن رسول الله صلى الله عليه وسلم ولم يكن فيهم أحد من الفقهاء لا من أصحاب ابن مسعود ولا أصحاب عمر ولا أصحاب علي ولا أصحاب عائشة ولا أصحاب أبي موسى ولا أصحاب معاذ بن جبل ولا أصحاب أبي الدرداء ولا أصحاب سليمان ولا أصحاب زيد وابن عباس وابن عمر ولهذا تجدهم يكفر بعضهم بعضاً عند اقل نازلة تنزل بهم من دقائق الفتيا وصغارها.
ژباړه:مګرمخکنی خلګ دخوارجوچی وه هغوی اعراب خلګ وه، قرآن یی ولوستلی مخکی تردی چی دوی تفقه اومهارت حاصل کړی په ثابته کړه شویوسنتونوکی درسول اکرم (ص) اوپه دوی کی یودانه دفقهاؤ څخه هم نه وونه پکښی دملګروڅخه عبدالله بن مسعود اودملګروڅخه دحضرت عمر(رض) اودملګروڅخه دحضرت (رض) اودملګروڅخه د عائشی (رض) اودملګروڅخه دابی موسی(رض) اودملګروڅخه معاذبن جبل(رض) اودملګروڅخه دابی درداء(رض) اودملګروڅخه دسلیمان(رض) اودملګروڅخه دزید(رض) اودملګروڅخه دابن عباس اوابن عمر(رض)، نوپدی خاطردی چی ته دوی وینی چی بعضی ددوی کافران بولی بعضی نورپه وقت کی دپیښیدلودیوکوچنی واقعی د باريكيوڅخه دفتوی.
یعنی په دوی کی فقیه صحابه نوه، نوپدی خاطردی، چی دوی پرخلګودکفرفتوی ژرلکول. چی نن دسلفیانواووهابیانوهم دغه کاردی ، چی مسلمان ته په ګناه کبیره باندی کافراویامشرک وایی. اعاذنالله من تکفیرالمسلمین فان من کفرالمسلم فقدکفر.
نوددی خبری کول بیځایه نوی چی ووایو: سلفیان اووهابیان هغه پاتی شونی دخوارجودی، اودشرالقرون دزمانی ترټولو لوی شرهمدغه سلفیان اووهابیان دی.


اهل حق ته دګمراهانورسوایی


Mazharee
06.08.2012

درنواوقدرمنولوستونکو! لکه چی تاسوپه جریان کی یاست، چی نن ورځ وهابیانو اوسلفیانو په افغانستان کی ظهورکړی، ددوی یواځنی هدف دادی چی مسلمانان لکه دپخواپه څیردانګریزانوغلامان وګرځوی ، خومخکی تردی غواړی چی مذهب له بینه یوسی، ځکه یواځنی مشکل چی ددوی مخی ته پروت دی اوددوی دپلانونوپه مخه کی یه ډم اچولی دی، هغه فقه حنفی ده نودوی غواړی چی مذهب دامام ابوحینفه، نه یواځنی مذهب دامام ابوحنیفه بلکه ټوله اهل سنت له بینه یوسی.نومونږوتاسی وایو: چی باید زیرک وسو، چی دغه خلګ مودلاری څخه بیلاری نکړی، داخلګ ډیره بده عقیده لری، چی یوڅودانی دعقایدوڅخه زه وتاسوته په اشتراک باندی ږدم هغه نوری یه وربانید قیاس کړی.
دښاغلی حذیفه هم دغه عقیده ده، تاسوځکه دی هم سلفی اووهابی دی کوم څوک چی سلفی اووهابی شونوده هغه عقیده همدغسی وی
1. حضرت محمدالمصطفی (ص) خاتم دټولوانبیاؤ ندی. جامع الشواهد. تصنیف صدیق حسن خان. صفحه 2 و12.
2. ټوله انبیاء په تبلیغ کی داحکامومعصوم ندی. جامع الشواهد. تصنیف صدیق حسن خان صفحه12.
3. تعظیم دآنحضرت (ص) په اندازه دتعظیم دمشرورورپکاردی بالانه. تصنیف مولوی اسماعیل دهلوی صفحه 20.
4. آنحضرت (ص) درقبرحیات ندارد، بلکه مردخاک شد. تقویة الایمان.
5. سفرکول وقبرانورته دآنحضرت (ص) یاوقبروته دنوروانبیاؤیاداولیاؤ یاونورومشاهدو متبرکه ووته شرک اکبردی، لکه وبتانوته ورتلل. تقویة الایمان صفحه 94 تصنیف محمدبن عبدالوهاب.
6. رابطه اوتصور دآنحضرت په لمانځه کی دغوایی اودخره ترتصوربدکاردی . صراط مستقیم تصنیف مولوی اسماعیل دهلوی.
7. ځماعصاپه وژلوکی دمار، لږم اونوروشیانو ترمحمد(ص) بهتره ده. اوضح البراهین صفحه 10 بحواله سیداحمددهلان.
8. اولیاء اوانبیاء علیهم السلام پکارندی. تقویة الایمان صفحه 23 وصفحه 29 تصنیف محمدبن عبدالوهاب.
9. مثل دآنحضرت بل نبی پیداکیدل ممکن دی. تقویة الایمان.
10. علم دآنحضرت (ص) ترملک الموت اوترشیطان کم دی، هرڅوک چی نبوی علم ترملک الموت اوشیطان بالابولی هغه مشرک دی.براهین قاطعه صفحه 15.
11. دویلوڅخه دکتب متداوله وو دفقه سړی کافرکیږی ، باید داکتابونه وسوځول سی. بوی غسلین تصنیف مولوی عبدالجلیل.
12. انبیاء یااولیآء شفاعت کونکی ګڼل شرک دی. تقویة الایمان.صفحه 6
13. نن زمان ټول خلګ کافران دی. تقویة الایمان صفحه 45.
14. دهندوانو، رام چندرکشن جی ، لچمین، ټوله برحق وه، پرهغوایمان راوړل ضروری دی.بدیهة المهدی تألیف وحیدالزمان صفحه 85
15. دانبیاؤ اولیاؤ زیارتونه په مثال دبت دی. هدایة السائل صفحه 208 تصنیف صدیق خان.
16. خدای پاک پرعرش ناست دی پښی یی کښته ځړولی دی دکرسی چغ چغ یی دی.وحیدالزمان درترجمه قرآن حاشیه آیة الکرسی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more