د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

رانسکور يي کړو که حمايه؟

م ن غروال
10.10.2004

درنو مسلمانو پښتنو خويندو او وروڼوسلامونه عرض کوم!
اوس چې دا ښکاري چي پښتون بيا واکې ګټي نو خوښه مو نده چې دپښتون تشه ورډکه کړو او څومره چې مو وس او قدرت وي په دولت کي پښتانه حمايه کړو؟
ځکه ما څو ځايه واورېدل
[color=yellow:f367fd1d1a]( اينه او بيادر غير اوغانا خداوراستي اګه پدر کس ام ببره)[/color:f367fd1d1a]
[color=blue:f367fd1d1a]نو ستاسو څه نظر دي چې رانسکور يي کړو که حمايه؟[/color:f367fd1d1a]
په درناوې[color=#444444:f367fd1d1a][/color:f367fd1d1a]


ازادخيال
10.10.2004

غروال صيب سلامونه
دادهرچا دنده ده چې خپلې مورنۍ ژبې ته خدمت وکړي. پښتو زموږ ژبه ده او دهغې دودې په لاره کې زيار په موږ فرض او هم زموږ طبعي حق دی. پښتانه په ګټلو کې هميشه مړني وو خو په ساتلو کې نه. زموږ دژبې غټ مشکل دادی چې له بنياده کمزورې ده. سره له دې چې د اکثريت وګړو ژبه ده خو ددرې د اغيزې لاندې ځکه ده چې دري دفارسي نه حمايه کيږي او فارسي په سيمه کې د يو زورور هيواد(ايران) ژبه ده. دوی په هره ساحه کې په زرګونو مسلکي کتابونه او پياوړي مطبوعات لري چې دري ورڅخه په وړيا توګه ګټه پورته کولای شي .. ادبيات او کتابونه ديوې ژبې د ودې له پاره ډير مهم دي خو زموږ ژبه ورنه ډيره غريبه ده. که موږ پښتونستان لرلای پښتو به نن په دې حال نه وای پاتي ترڅو چې پښتو په پراخه کچه د علميت ژبه نه شي، په دې مانا چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته لار ونه مومي هيڅ کله به له دې غربت څخه خلاصه نشي. د يو ريس جمهور په درلودلو او يا نه درلودلو زموږ مشکل نه حليږي. که غواړو چې ډوډۍ ولرو نو بايد غنم وکرو ، پالنه يې وکړو او بيا حاصيل راټولولی شو. موږد پښتو ژبې کرلو په فکر کې نه يو خو حاصيلات يې غواړو.
څه موده پخوا وروسته له ١٢ کلونو اول ځل له پاره پيښورته ولاړم نو ماته ډيره د خپګان او هم حيرانتيا خبره داوه چې د مهاجرينو ډير مکتبونه په فارسي ژبه وو او زموږ ماشومان په پيښور غوندې ځای کې په فارسي او دري مکتبونه وايي. ويل کيده چې کتابونه د ايران له خوا په وړيا توګه تامين او حمايه کيږي. نو پس پښتو به څنګه وده وکړي؟ دلرې پښتونخوا ورونه خو هيڅ نه يادوم ، دوی ته خو دې خدای هدايت وکړي. دپاکستان په غلامۍ کې دومره خوشاله دي چې دخپلې ژبې او ازادی هډو خيال په سرکې نه لري. په پيښورکې مې يوه لوحه هم په پښتو ونه ليده کله به چې کوم دکان ته دسودا له پاره ننوتم او دبيې پوښتنه به مې وکړه نو راته به يې دپيسو اندازه په اردو کې ويله( لکه پچيس روپۍ) او زه ورباندې نه پوهيدم. نو د يو پښتون په حيث دخپلو عالي تحصيلاتو سره سره په يوه پښتنه سيمه کې قادر نه وم په خپله پښتو ژبه دمطلب حل وکړم او د راسره ملګري نه به مې د ژباړونکي په حيث ګټه اخيسته. پښتو به څنګه مخ ته لاړه شي؟ ايا د ډيرې خواشينۍ ځای نه دی؟


م ن غروال
16.10.2004

ښاغلئ آزاد خيال ورور سلامونه ومنئ
ستاسو د نظر سره بنده موافق دي اما دلته يوازې ژبه نده مطرح بلکه اصلا پښتانه مطرح دي چې بايد سياسي واکې په لاس کي ولري٠ که د پښتون ولس مشر پسې نور پښتانه ودريږي او د خپل پښتون خبرو ته غوږ شي او پښتانه خپل روڼ آنده وروڼه پخپل څنګ کي ونيسي٠ نور د پښتنو منځ کي د پلانکي او پلانکۍ نومونه ورک شي٠ تاسو اوس دلته هم ليدل کيږي چې څوک دومره چندانې له پښتو سره مينه نه ښکاره کوي٠ علت يي دا دي چي طبيعتاٌ د پښت خټه د نفاق مرض لري٠ خير په هر حال!
پښتون له پخوا اوس الحمدالله ډير لوي توپير کړئ دي او نور يي انشأالله تعالی ويښ وبولئ٠ دا چې بعضې سياسي اختلافات شته هغه به هم کوښښ کوؤ چې د صميميت په فضأ کي سره يوې موافقې ته ورسيږو٠
انتظار به کوؤ چې دا نور پښتانه وروڼه هم څه د ليکلو لري او که نه٠
په درناوې



ع کريم حليمي
21.11.2004

ډيروښاغلو غروال صاحب ، ازاد خيال صاصب او درنو لوستونکو
خدای دي وکړي چه زما غريب سلامونه ومنۍ !
قومي اصول او مناسبات په هره جامعه کښې وه ٠ او په مرور د زمان لمنځ ولاړه ٠ او ځای ئې سياسي اصول و نيوۍ
بدبختانه په افغان کي قومي مناسبات له منځه نځي ٠ او د پښتانه د بدبختۍ سبب دي ٠
که پښتانه ترقومي منافعو تېر سي او سياسي مناسبات ته لاس واچوي نو پر مختګ به وکي ٠ نه چه ژبي ته بلکي
ټول حيات به ئې تر نن ښه سي ٠
د يوې زاويې څه پښتون معنا ځه ؟ ٠ معنا تغير نه قبلونکي !!!
د يويې زاويې څه سياسمدار معنا څه ؟ تغير راوستونکۍ

دير ښه سو چه په ملت کښي ځيني خلګ اوس پښتونولۍ ته متوجه سوه ٠ او سياسي تجربي ئې هم ترلاسه کړې په ډېر لوی قيمت ٠
دغه په تايخ کي اول واري دي چه د پښتون حکومت خزبي مناسبات پر رشتيا ومنل ٠ يائې په ومنل ٠
نوکله چه احزاب رسمي سوه ٠ اوس نودپښتنو مخه و منافع ملي ته سوه ٠ کله چه ملي منافعو ته کار شروع سي
نو ټولي کټي شروع کيږي او ژبه (لسان) اول شئ دي چه ګټه به کوي ٠
که کوښښ وکړو چه پواخوني حزبي خلګ تقويه کړو ٠ ولي چه ډير ښه تجربه لري چه څرنګه خلګ راټول کړي ٠
او څرنګه ټولني جوړي کړي ٠ او څرنګه د خلګو په فکرو کښي تغير راولي
که مو راسته لاسته دي کله چپه لاس ته ٠ زموږ د سترګو تور دي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more