اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ایا سنتو ته هم کتاب الله ویل کېدای سي؟
حذيفه
04.08.2012
ایا سنتو ته هم کتاب الله ویل کېدای سي؟
اوس وخت ځيني نا پوهه ، بې علمه او متعصب خلک وايي چي کتاب الله یوازي قران دئ او سنتو ته کتاب الله نه سي ویل کېدای ، اوس پوښتنه دا ده چي اصلي واقعيت څه دئ ؟ ایا رښيتا هم یوازي قران کتاب الله دئ او که حدیث هم په کي شامل دي؟
په دې اړه مو لاندي بحث ته پام غواړم:
په قران کي چي کله الله د وحې په حيز کي او یا هم د خونديتوب یا د هر شي د بیان او تفصيل پر مهال ذکر یا کتاب لفظ وايي نو په دې ځايونو کي قران او سنت دواړه مراد او هدف وي .لکه چي وايي :
وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ(النحل :۸۹)
ژباړه :او موږ تاته کتاب نازل کړی چي دهر شي بیان کوي ، د نيغي لارې ښوونکی ، د انسانيت لپاره رحمت او د مسلمانانو لپاره زیری ورکونکی دئ.
په دې ايت کي الله د کتاب توری یاد کړی دئ او بیا وايي چي دا کتاب د هر شي بیانونکی دئ ، نو که اوس ليږ فکر وکړو د اسلام ټول احکام اومسائل په قران کي بیان سوي دي ؟ د حرمت وحلت ټولي مسئلې په قران کي سته ؟ تر لمر ښکاره ده چي ځواب نه دئ، نو بیا الله څرنګه وايي چي په کتاب کي هر شی سته او بیان يې سوی دئ؟
د دې پوښتنې حل تر څه اندازې په دې ايت کي سته که ليږ په دقت نظر ورته وکړو نو دا پوښتني مو حل دي ، الله عزوجل د کتاب څلور اوصاف بیان کړل ، هر شی بیانوي ، هدايت دئ ، رحمت دئ او زیری.
لومړۍ صفت خو روښانه دئ چي ټول شیان په قران کي نه سته نو هرو مرو قران یوازي هدف نه دئ او دويم وصف چي هدايت دئ نو دا خو تر لمر هم ښکاره ده چي هدايت لکه څرنګه چي په قران کي دئ دا رنګه په حدیثو کي هم سته لکه چي وايي :
أَمَّا بَعْدُ فَإِنَّ خَيْرَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللَّهِ وَخَيْرُ الْهُدَى هُدَى مُحَمَّدٍ(مسلم کتاب الجمعه باب تخفیف الصلاة والخطبه حدیث نمبر :۲۰۴۲)
ژباړه : اما بعد تر تولو غوره خبره د الله کتاب دئ او ښه هدايت د محمد هدايت دئ.
په دې حدیث کي رسو ل الله دا دئ په ښکاره وويل چي د رسول الله هدايت تر ټولو غوره هدايت دئ ، نو لکه څرنکه چي قران هدايت دئ او هدايت په کي سته دا رنګه د رسو الله په حدیثو کي هم سته .
درېيم دا وصف دئ چي رحمت دئ نو لکه څرنګه چي قران رحمت دئ حدیث هم دي ، ځکه الله تعالی وايي :
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا(الاعراف :۱۵۸)
ژباړه: ووایه: اې انسانانو زه تاسو ټولو ته د الله استازی يم .
دا وينا ټول انسانيت ده نو رسول الله د ټول انسانيت لپاره رحمت دئ ځکه په دې ايت کي وروسته وايي :
فَآَمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
نو د الله پر امي نبي او رسول ايمان راوړئ هغه چي ايمان راوړي پر الله او کليماتو يې او تاسو د هغه پيروي وکړئ ښايي هدايت ومومئ.
نو کله چي موږ د هغه پيروي وکړه هدايت مو تر لاسه کړ د هدايت تر لاسه کول او بیا وروسته بریا د همده په منلو او را تللو کي وه نو ځکه د ټول انسانيت لپاره رحمت هم دئ او اوس وخت خو د رسول الله ذات نه سته نو حدیث يې زموږ لپاره د اتباع سرچينه ده او د هغه په وسېله کولای سو چي د رسول الله لار ومومو.
کتاب زېری دئ ، نو زیری لکه په قران کي چي سته که مو دا عمل وکړنو داسي جنتونه به تر لاسه کړئ بعینه په دې بڼه په حدیثو کي هم سته ، لکه چي وايي :
عَنْ عَمْرٍو سَمِعَ جَابِرًا يَقُولُ قَالَ رَجُلٌ أَيْنَ أَنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنْ قُتِلْتُ قَالَ « فِى الْجَنَّةِ ». فَأَلْقَى تَمَرَاتٍ كُنَّ فِى يَدِهِ ثُمَّ قَاتَلَ حَتَّى قُتِلَ. وَفِى حَدِيثِ سُوَيْدٍ قَالَ رَجُلٌ لِلنَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- يَوْمَ أُحُدٍ.(مسلم حدیث نمبر :۵۰۲۲)
ژباړه :جابر وايي د احد په ورځ يو کس رسول الله ته وويل :که زه ووژل سم نو چيري به يم؟ هغه ورته وويل: په جنت کي، هغه په لاس کي ور سره خورماوې وغورزولې جګړې ته وړاندي سو څو شهید سو.
په دې حدیث کي رسول الله دې کس د ته جنت زیری ور کړی دئ نو معلومه سوه چي قران هم د اعمالو په کولو مسلمانانو ته زیری ور کړی دئ او رسول الله په حدیث هم داسي څه موندل کېږي .
یو بل ځای الله تعالی وايي :
وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ(النحل :۴۴)
ژباړه: او موږ تاته ذکر نازل کړی دئ څو يې ته خلکو ته بیان کړې هغه شی چي دوئ ته نازل سوی دئ او ښايي دوئ فکر او تدبر وکړي .
په دې ايت کي رسول الله ته وويل سول چي ذکر مو درته نازل کړی او بیا يې ته خلکو ته بیان کړې ، نو اوس رسول الله موږ ته یوازي قران بیان کړی دئ او که يې حدیث هم بیان کړي دي ، معلومه سوه چي ذکر قران او سنت دواړو ته ويل کېږي .
بل ځای وايي :
وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ(النحل:۶۴)
ژباړه: او موږ تاته کتاب نه دئ نازل کړی مګر د دې لپاره مو نازل کړی چي ته خلکو ته د هغه څه بیان وکړې چي د دوئ په کي اختلاف وو او دا کتاب هدایت او د مومن قوم لپاره رحمت دئ.
بیا هم د بیان خبره او بیان په قران او سنت دواړو کي سوی دئ ، د انسانانو اختلافات په دواړو حل سوي دي او دواړو د دې بیان کړی دئ .بل ځای وايي:
وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى(النجم:۳، ۴)
او دا رسول له خپلو خواهشاتو خبرې نه کوي بلکي دا وحې ده چي ده ته کېږي .
رسول الله یوازي قران بیاناوی او خبرې يې ټولي په قران کولې که يې حدیث هم بیانول او په خبرو کي يې حدیث هم شامل دي که وي نو حدیث هم وحې دي او په کتاب الله کي د قران په شان داخل دي.
د بخاري په حدیث کي دي:
عَن أَبِي هُرَيْرَةَ وَزَيْدِ بْنِ خَالِدٍ أَنَّهُمَا أَخْبَرَاهُ أَنَّ رَجُلَيْنِ اخْتَصَمَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ أَحَدُهُمَا اقْضِ بَيْنَنَا بِكِتَابِ اللَّهِ وَقَالَ الْآخَرُ وَهُوَ أَفْقَهُهُمَا أَجَلْ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَاقْضِ بَيْنَنَا بِكِتَابِ اللَّهِ وَأْذَنْ لِي أَنْ أَتَكَلَّمَ قَالَ تَكَلَّمْ قَالَ إِنَّ ابْنِي كَانَ عَسِيفًا عَلَى هَذَا قَالَ مَالِكٌ وَالْعَسِيفُ الْأَجِيرُ فَزَنَى بِامْرَأَتِهِ فَأَخْبَرُونِي أَنَّ عَلَى ابْنِي الرَّجْمَ فَافْتَدَيْتُ مِنْهُ بِمِائَةِ شَاةٍ وَبِجَارِيَةٍ لِي ثُمَّ إِنِّي سَأَلْتُ أَهْلَ الْعِلْمِ فَأَخْبَرُونِي أَنَّ مَا عَلَى ابْنِي جَلْدُ مِائَةٍ وَتَغْرِيبُ عَامٍ وَإِنَّمَا الرَّجْمُ عَلَى امْرَأَتِهِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَا وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَأَقْضِيَنَّ بَيْنَكُمَا بِكِتَابِ اللَّهِ أَمَّا غَنَمُكَ وَجَارِيَتُكَ فَرَدٌّ عَلَيْكَ وَجَلَدَ ابْنَهُ مِائَةً وَغَرَّبَهُ عَامًا وَأَمَرَ أُنَيْسًا الْأَسْلَمِيَّ أَنْ يَأْتِيَ امْرَأَةَ الْآخَرِ فَإِنْ اعْتَرَفَتْ فَارْجُمْهَا فَاعْتَرَفَتْ فَرَجَمَهَا (بخاري کتاب الایمان والنذور باب کیف کانت یمين النبی صلی الله علیه وسلم حدیث نمبر :۶۲۵۸ ، صحيح)
ابوهریره او زید بن خالد وايي چي دوه کسان رسول الله ته راغلل شخړه يې وه نو يوه وويل :زموږ تر منځ په کتاب الله پرېکړه وکړه او بل چي په دې دوو کي فصيح وو وويل :هو ! د الله رسوله! زموږ ترمنځ په کتاب الله فیصله وکړه او ماته اجازه وکړه چي خبرې وکړم، هغه ورته وويل:وې کړه، هغه وويل:زما زوی له دې کس سره مزدور وو نو يې د ده له ښځې سره زنی وکړه نو خلکو ماته خبر راکړ چي زما پر زوی رجم دئ نو ما يې په سلو پسونو او يوه وينځه فدیه ورکړه بیا ما له علماؤ پوښتنه وکړه هغوئ راته وويل چي زما پر زوی سل درې او د يوه کال جلاوطني ده او رجم د ده پر ښځه دئ ، نو رسول الله وويل: قسم په هغه ذات چي زما روح يې په قبضه کي دئ زه به هرو مرو ستاسو ترمنځ په کتاب الله پرېکړه کوم ستا پسونه او وینځه تاته ردېږي خو زوی يې سل درې وواهی او يو کال يې جلاوطنه کړ بیا يې انیس امر کړ چي بله ښځه راولي که هغې اعتراف وکړ نو ښځه دي رجم کړي هغې اعتراف وکړ نو رجم يې کړه .
اوس په دې حدیث کي چي رسول الله کومه پرېکړه وکړه دا په قران کي نه سته ، او رسول الله ورته وويل : زه خامخا په کتاب الله پرېکړه کوم ، نو معلومه سوه چي حدیث هم کتاب الله دي او دا روايت يې ښه عمده ، کره او غوره دلیل دئ.
الله په قران کريم کي د زنا يو لوری روښانه کړی دئ چي که بې واده سړي زنا وکړه نو سل درې به وهل کېږي نور بیان يې مبین ته پرېښود هغه د دې جرم تول اړخونه روښانه کړل رجم چي بیخي په قران کي نه سته او نه يې دې لورته اشاره کړې هم رسول الله بیان کړ ، دا ځکه چي الله رسول ته د بیانونکي دنده سپارلې ده ، لمونځ هم ټول په قران کي نه سته ، الله په قران کي صرف قیامه (ولاړه) ، رکوع ، سجده قراءت ، اعوذ بالله ويل د بې هوښۍ په زمانه کي لمونځ ته نه نژدې کېدل ذکر کړي دي ، نو دا نور لمونځ له کومه سو ؟ ښکاره خبره ده چي الله ځيني شيان اجمالي ذکر کړي نو رسول يې پاتې احکام او مسائل هم پسي پوره کوي ، رسول همدې ته وايي چي د خپل مالک اهداف ، موخې ، کلام ، احکام او مسائل هغو کسانو ته تشريح او روښانه کړي چي رسول د استازي په توګه ور غلی دئ.
او که څوک دا عقيده ولري چي قران او نبوي حدیث سره ټکر دي نو د ا د کفر او شرک عقيده ده ، ځکه قران او نبوي حدیث دواړه له يوه ځایه سرچينه اخلي ، يو ذات د دې دواړو منبع ده ، له يوه لوري د دواړو نزول کېږي ، نو څوک که حدیث له قران سره ټکر بولي هغه به ښايي دا عقيده هم ولري چي حدیث وحې نه ده ، بلکي د رسول خپل اقوال دي ، لکن د دې کس به دې ته هم پام نه وي چي رسول په دين کي د الله له اجازې پرته خبره نه کوي ، په قران کي به تاسو ليدلي وي چي زيات ځايونه الله ورته داسي وايي:
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ(البقره:۲۱۷)
ژباړه: دوئ ستا څخه په حرامو میاشتو کي د جګړې په اړه پوښتني ته ووايه :په دې میاشتو کي جګړه لویه ګنا ده .
ګورئ الله په دې ايت کي د مشرکينو د پوښتنو ځواب خپله وکړ رسول تر هغو اختیار نه لري څو الله ورته وحې نه وي کړي ، که په قران کي و ګورو نو د (قل ، یعني ووایه) توری دوه سوه اویا(۲۷۰) ځله ذکر سوی دئ که يې اوس د سورتونو حوالې ور کړم نو ليکنه به اوږده سي ، له دې څخه موږ ته دا جوتېږي چي الله رسول الله ته هره خبره وحې کوله او رسول همدا اختیار نه لري چي د الله تر اجازې مخکي له ځانه خبره وکړي ، ځکه الله وايي :رسول له خپلو خواهشاتو خبرې نه کوي بلکي دا وحې ده چي ورته کېږي.(النجم:۳، ۴)
اوس الله يوه خبره يوځل وحې کوي بیا يې هغه (العیاذ بالله!) هېره وي بله ورته وحې کوي؟ زموږ خو دا عقيده ده چي الله نه هېره کوي او نه شی ترې ور کېږي ، لکه چي وايي:
قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي فِي كِتَابٍ لَا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنْسَى(طه:۵۲)
ژباړه: موسی ورته وويل: د مخکينيو امتونو علم زما د رب په کتاب کي دئ ،زماله ربه نه شی ورکېږي او نه هېره کوي.
اوس که د رسول خبره د الله د خبرې تشريح نه سي نو بیا څه شی ده؟ که رسول الله د قران د بیانولو دنده نه لري نو وظیفه يې څه وه ؟ الله چي په قران کي د لتبین الناس توري ورته ويلي دي نو د دې بیا څه مطلب دئ؟ الله چي وايي تاسو ته مي دين مکمل کړ نو ایا د یوازي په قران کي دئ او که د رسول الله حدیث هم دي؟ که یوازي قران وي وي نو بیا رسول الله ۲۳ کاله صرف قران بیاناوی ؟دا خو ښکاره دروغ دي چي په ۲۳ کلنه زمانه کي رسول یوازي قران بیاناوی ځکه د حدیثو کتابونه له دې ډک دي چي رسول الله فلانی ته دا وويل او هغه ته يې بیا داسي وويل خو هغه په قران کي نه وي بلکي په حدیثو کي وي او د دين په اکمال کي حدیث هم داخل وي نو بیا يې ټکر ولي سته ؟ حدیث هم د قران په شان وحې کېږي او دا هم محاله خبره ده چي دالله دي خپله مخکينۍ خبره هېره سوې وي او یا دي ترې هغه حکم ورک سوی وي ، نو چي دا يو هم نه دئ او د اختلاف په اړه يې د الله دا فرمان هم زموږ مخ ته دئ چي وايي:
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآَنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا(النساء:۸۲)
ژباړه: ایا دوئ په دې قران کي تدبر او فکر نه کوي که له الله پرته د بل چا له لوری وای نو دوئ به په کي ستر اختلاف موندلی وای.
نو په قران کي ولي اختلاف نه سته ځکه چي وحې ده او د الله لوري نازل سوی دئ نو بیا د قران او حدیث ترمنځ ولي اختلاف سته حدیث هم وحې دي او هم د الله له لوري نازل سوي دي؟.
ځيني خلک چي د قران او حدیثو داسي مثالونه ور کوي چي ظاهرا يې خلکو ته ټکر ښکاره وي نو هغه په دې کار کي ستره دوکه کوي ، اصلا اختلاف او ټکر دې ته نه ويل کېږي چي يو حکم دي د بل زيات وضاحت وکړي ، یا دي د هغه اکمال وکړي ، دا صورت د بیان او تشريح دئ ، رسول دنده لري چي خلکو ته احکام بیان کړي نو که الله په قران کي ټول تشريح کړي وي دی دنده لري چي صرف قران خلکو ته تلاوت کړي او که الله ځيني برخې په قران کي بیان کړې وي او ځيني بیا د حدیثو په بڼه راته رسول بیانوي په دې کي هيڅ ستونزه نه سته ، ځکه کله خو بیا دا هم کېږي چي رسول بیخي د الله خبره منسوخه وي ، نو که ټکر وي دا خو يې نه جبرانيدونکې بېلګه ده ، لکن دا له يوه ځایه سرچينه اخلي ځکه نو کله الله ايت په بل ايت منسوخ کړي کله بیا همدا د قران ايت په حدیث منسوخ کړي ، رسول خو له ځانه دا چارې نه دي تر سره کړې نو بیا به داسي فکر کېدی چي دا به سره ټکر وي ، اوس خو داسي نه ده ، چارې ټولي د الله په امر تر سره کېږي ، نو کله خپله په قران کي په هغو الفاظو ټوله مسئله تشريح کړي چي د فرشتې په وسېله يې نازل کړي وي او که بیا ځيني اړخونه بیان کړي د نور بیان دنده يې خپل استازي ته وسپاري ، نو ایا دا اوس سره ټکر دي ؟.
په دنیا کي هم رسول همدا د بیان دنده لري ، په اصل کي ټولي چارې د هغه چا به ولکه کي وي چي رسول (استازی) يې لېږلی دئ ، رسول ته یې د موضوع پوره علم ور کړی وي ، هر اړخ يې ورته روښانه کړی وي نو کله هغه يوه څه خبره وکړي بیا رسول نوره موضوع تشريح کړي ، د انسانانو همدا کړنه عينا له د الله او رسول له طریقې څخه اخیستل سوې ده ، الله له رسول سره همدا طریقه کوله نو د نړۍ پاچاهانو هم له رسولانو څخه دا طرز زده کړ او اوس يې په خپلو ورځنيو چارو کي عملي(پلي) کوي.
په قران کريم کي الله تعالی وايي:
مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا(النساء :۸۰)
ژباړه: که چا د رسول اطاعت وکړ نو بې شکه هغه د الله اطاعت وکړ او که څوک مخ وګرزوي نو ته موږ پر هغوئ څارونکی نه يې لېږلی.
اوس په دې ايت کي الله تعالی د رسول اطاعت د ځان اطاعت بللی دئ ، ایا د رسول اطاعت په هغو شيانو کي اړين دئ چي صرف په قران کي ذکر سوي دئ ؟ الله يې له قرانه پرته اطاعت او پيروي اړينه نه ده بللې ؟ که داسي استثناء وي نو څوک دي په ګوته کړي.
بل ځای وايي:
قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ(ال عمران:۳۱)
ژباړه: ووایه: که تاسو الله دوست جوړ وئ نو زما پيروي وکړئ الله به ستاسو دوست سي او ستاسو ګناهونه به در وبخښي او الله ډېر بخښونکی او رحیم دئ.
په دې ايت کي هم الله خپله دوستي د رسول الله په ابتاع کي نغښتې ده ، که څوک د رسول اتباع کوي الله يې دوست جوړېږي او که له رسوله مخالفت کوي نو الله داسي ګوت څنډنه ورته کوي :
فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(النور :۶۳)
ژباړه: نو ودي ډار سي هغه کسان چي د رسول له امره سرغړونه کوي له دې چي یا به فتنه کي ښکېل سي او یا به درناک عذاب ورته ورسېږي.
څوک چي د رسول الله له امره سرغړونه کوي نو هغه ته الله اختار ور کړ ، اوس دي هر مسلمان فکر وکړي چي د رسول امر منل یعني په هغو شيانو کي چي صرف په قران کي دي او که د رسول هر امر ؟په دې ايت کي الله دا نه دي ويلي چي په قراني امورو کي د رسول پيروي کوئ ، بلکي خبره عامه ده او د رسول په هر امر کي پيروي کول اړينه ده که يې مخالفت وکړ نو یا به افت پرې راځي یا هم عذاب .
او څوک چي د قران او صحيحو احادیثو د ټکر خبره کوي نو دا يې ځکه ناسمه ده چي په قران کي هم داسي مسائل سته چي په يوه ايت کي الله په يوځل نه دي تشريح کړي ، لکه چي وايي:
وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ(البقره:۲۲۱)
ژباړه: او مشرکانې مېرمنې تر هغو مه په نکاح کوئ څو يې ایمان نه وي راوړی.
په دې ځای کي الله له ټولو مشرکو ښځو سره د مسلمان نکاح منعه کړه ، خو بل ځای بیا وايي:
الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ(المائده:۵)
ژباړه:نن ورځ تاسو ته پاک شیان حلال سوي دي او د هغو کسانو خوراکونه درته حلال سوي چي کتاب ور کړل سوی وو او ستاسو خوراکي شان (ذبیحه او) هغوئ ته حلال دي او پاک لمنې مسلمانې ښځې او پاک لمنې له هغو کسانو چي تر تاسو مخکي کتاب ور کړل سوی وو .
په دې ايت کي الله د مخکي حکم څخه د اهل کتابو ښځې بېل کړې ، نو ایا د اوس د الله په کتاب کي ټکر دئ ، الله تعالی خو دا ټول دين يا د يوې موضوع اړوند احکام هر وخت په يوه سورت کي نه بیانوي او نه هم رسول الله ټول مسائل په يوه حدیث کي ذکر کړي دي ، قران هم د قران بیان کوي او حدیث هم ، کله بیا قران يوه موضوع پوره نه کړي روښانه خو رسول الله يې بشپړ وضاحت وکړي او دا وضاحت يې هم له خپله لوري نه دئ بلکي دا هم دالله په اجازه او وحې يې کوي ، نو په دې کي به ټکر څرنګه ممکن وي ؟.
او که همدا د بیان ، عموم او خصوی ، مطلق او مقيد ، مستثنی او مستنی منه طریقه پټه کړو او خلک د يوې ژبې له داسي اصولي قواعدو بې برخې کړو چي هغه د هرې ژبې مسلم او منل سوي قواعد وي نو دا بیا په هره ژبه کي د ځينو عباراتو تر منځ ټکر پيدا کېږي او بیا يوازي قران او حدیث نه بلکي قران و قران تر خپل منځ او حدیث و حدیث ترخپل منځ هم سره ټکر دي ، له حدیثو څخه يو مثال وړاندي کوم :
« فَإِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوَالَكُمْ وَأَعْرَاضَكُمْ عَلَيْكُمْ حَرَامٌ كَحُرْمَةِ يَوْمِكُمْ هَذَا فِى شَهْرِكُمْ هَذَا فِى بَلَدِكُمْ هَذَا فَلْيُبَلِّغِ الشَّاهِدُ الْغَائِبَ »(بخاري کتاب
المغازي باب حجة الوداع حدیث نمبر: ۴۱۴۴ ، مسلم ح : ۴۴۷۸)
ژباړه: نو ستاسو وينې ، مالونه او عزتونه يو پر بل حرام دي لکه د دې ورځې حرمت په دې میاشت اوپه دې ښار کي نو دا خبرې دي حاضر غایبو ته ورسوي.
په دې کي يې د هر مسلمانه وينه حرامه کړه ، خو بل ځای بیا د هغه چا وينه نه ده حرمه چي تر واده وروسته زنا وکړي یا هم قتل وکړي یا هم غلا وکړي .
د بخاري په حواله مي مخکي يو حدیث د دې لپاره راوړی وو چي حدیث هم کتاب الله دي او په حديث کي په ښکاره ټکو دا خبره هم اصحابو کړې ده او هم يې بیا رسول الله په قسم کوي خو په هغه حدیث کي وروسته رسول الله د ښځې د رجم امر ورته کوي نو دلته ولي د مسلمان وينه تويل روا سول ؟ وينه خو حرامه سوې وه او يو بل حق نه لري چي د مسلمان وينه توی کړي ؟ خو دا ايات او احادیث ټول يو دبل تشريح کوي او نه ټول دين په يوه ايت کي سته او نه هم په يوه حدیث کي بلکي دا دواړه وحې دي او يو بل منسوخ کولای هم سي ، بیان يې کولای سي او د رسول الله همدا دنده وه.
اوس که څوک بیا هم دا شک لري چي د قران او حدیثو ترمنځ تضاد سته نو به لومړی دا پوښتنې ځوابوي:
قران او سنت وحې دي که نه دي؟
الله د رسول اتباع په صرف قراني اياتونو کي ضروري کړې وه که په ټولو چارو کي يعني په قراني امورو کي هم او په نبوي کي هم ؟
د رسول الله د الله استازی وو نو استازی څه وظیفه اجرا کوي؟
د قران په شان حدیث هم خوندي دي که نه ؟
په حدیثو کي هم دين بیان سوی دئ که نه ؟
هغه مثالونه چي خلک يې د قران او حدیثو د ټکر بیانوي دا رښتيا هم تضاد دئ او که يو د بل بیان ، د عموم خصوص او د مطلق تقیيد او نور؟.
عام و خاص ، ملطق و مقيد ، استثناء او مستثنی منه دا د قران او حدیث اصول دي او که په هره ژبه کي دا اصول سته ؟
ایا دا اصول د قران تر نزول مخکي په عربي ژبه کي نه ول؟ که ول نو بیا خو وروسته پوهانو نه دي ایجاد کړي چي ځيني خلک يې منعه کوي او یو شمېر نور يې بیا د پلي کولو پرمهال تقليد بولي.
په قرآن کی د " کتاب " څخه او " ذکر " څخه مرادڅشي دی؟
Mazharee
06.08.2012
په قرآن کی د " کتاب " څخه او " ذکر " څخه مرادڅشي دی؟دامعلومه خبره ده، چی په قرآن کی داسی ذکرشی: چی مونږوتاسوته "کتاب " اویا "ذکر" درکړی دی. مراد ځنی یواځی قرآن دی، حدیث نه ځنی مرادیږی. په څودلیله .لومړی دلیل دادی چی ځنی ځایونه په قرآن کښی راځی هلته وسیاق ته دآیت وګوری، نوهیڅ کله داسی نشی کیدلای چی د" کتاب " څخه دی قرآن اوحدیث دواړه مرادشی.
1. {الۤر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ}.سوره هود آیه 1
ژباړه: الر* دغه داسی کتاب دی چی محکمه سویدی آیاتونه دده وروسته بیابیان کړل سویدی دجانبه څخه دباحکمته اوباخبره (ذات).
استدلال
مفسرینود"احکمت " په ترجمه لیکلی دی "بعجيب النظم وبديع المعاني " الجلالین. یعنی محکم شویدی آیاتونه دکتاب په عجیب نظم اوتازه معنی. چیدغه په اصطلاح کی دعلم معانی معنی ده اعجازده، یعنی دقرآن آیاتونه داسی جوړسویدی چی بل څوک دقرآن دآیاتونوپشان آیاتونه نشی جوړولای، نواوس کچیری "کتاب " سنت ته هم شامل شی نوباید حدیث هم معجزوی یعنی څوک ونشی کولای چی موضوعی احادیث جوړکړی، سره ددی چی مونږوینوچی داسلام دښمنانوپه لکهاوو موضوعی احادیث دځانه څڅه جوړکړی اوبیایه هغه ورسول اکرم (ص) ته منسوب کړیدی. نواوس که دحدیثولفظ معجزوای نوولی به یی جوړولای؟ خوکه ځنی خلګ ووایی : چی نه دحدیث لفظ اوعبارت هم معجزدی، ځکه چی علماء خوهغه دی موضوعی احادیث دصحیح احادیثوڅخه راجلاکړیدی،نوځوابی دادی، چی دغه معرفت دموضوع دصحیح څخه پخاطرداعجازندی، بلکه پخاطردهغه اصولودی چی محدیثینو(رح) ایښی دی. نودامعرفت بالذات اوپخاطرداعجازنشوبلکه پخاطردیوامرخارجی عارضی شو.
اوبل دلیل دادی : چی پدغه آیت کی لفظ د " آیات " مضاف شویدی وه :" کتاب " ته نواوس که دکتابه څخه سنت هم واخستل شی ، نوباید د " آیات اضافت وحدیث ته هم صحیح شی، سره ددی چی ددی خبری سماع هم دهیڅ چاڅخه نده شوی.
2. {ذَلِكَ ٱلْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ} سورة البقره آیه 2.
ژباړه: دغه کتاب کی شک نشته دی هدایت دی دپاره دمتیقین.
استدلال
دلته په ذالک سره اشاره سوی وکتاب ته اوبیاورڅخه شک نفی شویدی، نواوس کچیری حدیث هم پکی داخل شی، نوبایدپه حدیث کی هم شک نوی، یعنی دحدیث په ثبوت کی درسول اکرم(ص) څخه کومه شبه نوی، هرشی چی ته یی په نامه دحدیث واوری اودهرچاڅخه چی یه واوری باید بیله کوم دلیله اوبیله شکه دهغه اثبات درسول اکرم (ص) څخه وشی. سره ددی چی داسی نده، ځکه علماؤ دپاره دمعرفت دحدیث صحیح دغیرصحیح څخه اصول وضعه کړیدی، چی په اصولوباندی معلومیږی چی دغه حدیث صحیح اودغه صحیح ندی، ددغه حدیث اسنادمرفوع ، اوددغه حدیث اسناد مرفوع ندی. پخاطرددغه اصولودی چی احادیث ده رسول اکرم(ص) وډیرواقساموته تقسیم شویدی ، لکه متواتر، مشهور، صحیح ، حسن ، غریب، خبرواحد... اوداسی نور، چی امام ترمذی (رح) هرحدیث روایت کوی په آخره کی دحدیث ددغه نومونوڅخه په یوه باندی حدیث متصف کوی. نوددی څخه ښه په ښکاره معلومیږی چی دځنواحادیثوپه اثبات کی شک سته نوددی لپاره چی موضوعی احادیث په صحیح احادیثوباندی ګډنشی اوخلګ خپلی خوشی خبری په رسول اکرم(ص) پوری ونه تړی،نومحدثینوورته ځانګړی اصول وضع کړی چی دهغوپه پام کی نیولوسره انسان ته دموضوعی اوغیرموضوعی پته لګیږی. اوبیاګوری حدیث درسول اکرم(ص) دی چی فرمایی: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا تَكْذِبُوا عَلَيَّ فَإِنَّهُ مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ فَلْيَلِجْ النَّارَ.(صحیح البخاری حدیث نمبر103)
ژباړه: رسول اکرم (ص) فرمایلی دی: پرماباندی دروغ مه وایاست، ځکه که څوک پرماباندی دروغ ووایی، نودی به اورته داخلیږی.
اوس دحدیث څخه داسی معلومیږی چی درواغ ویل پررسول اکرم(ص) باندی (اعاذنالله منه) امکان لری غیرممکنه خبره نده، ځکه کچیری غیرممکنه خبره وایی نورسول اکرم (ص) نهی دچشی لپاره کولی، ځکه ترغیرممکن پوری خونهی تعلق نه نیسی، نوچی امکان لری خپله دغه امکان دوجود ایجاد دشک کوی، چی بیاپه صورت کی دلحاظ داصولوښه دبده څخه جداکیږی.
3. {كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآناً عَرَبِيّاً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ} سوره فصلت آیه 3.
ژباړه: کتاب دی چی بیان شویدی آیاتونه دهغه پداسی حال کی چیدی قرآن عربی دی دپاره دهغه قوم چی پوهیږی.
ستدلال
دلته قرآن حال د " کتاب " څخه دی، هرحال محمول پرذی الحال باندی وی، نوداسی کیږی چی دغه کتاب قرآن دی. نواوس کچیری حدیث ته هم شامل شی، نوبایدحدیث ته هم وویل شی قرآن سره ددی چی حدیث ته قرآن نه ویل کیږی، نومعلومه شوه چی " کتاب " تنهاشامل قرآن ته دی نه دواړوته.
اوبیاپدی آیت کی هم " آیات " مضاف سویدی وضمیرته د " کتاب " نوکچیری " کتاب " شامل وحدیث ته هم شی نوباید، اضافت د " آیات " وحدیث ته هم صحیح شی.
4. اوبیاپه حدیث کی چی امام مالک (رح) روایت کړیدی راځی : قَالَ تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ. موطأمالک جزء 5 صفحه 371 المکتبة الشاملة
ژباړه: رسول اکرم(ص) وفرمایل: ماپتاسوکی دوه شیان پری ایښیدی تاسوبه هرګزګمراهان نشی چی په دوی دووباندی موځان ټینګ نیولی وی، چی کتاب الله اوسنة دنبی دالله دی.
استدلال
نودلته سنة دکتاب الله څخه غیردی ځکه چی کتاب الله معطوف علیه دی اوسنة ورباندی عطف دی، اومعطوف دمعطوف علیه څخه غیروی. نوبیاکچیری کتاب الله دواړوته شاملیدلای نوذکرد " سنة نبیه " وروسته مستدرک وو، نوچی رسول اکرم(ص) وروسته " سنة نبیه " ورسره ویلی دی، نومعلومیږی چی کتاب الله ورته شامل ندی.
اوچی بعضی خلګ چی مدعی ددی دی چی کتاب الله سنت ته هم شامل دی، اوبیاپه لاندنی آیاتونوباندی استدلال کوی ددوی استدلال صحیح ندی.
1. وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ(النحل :۸۹)
2. قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا(الاعراف :۱۵۸(
3. فَآَمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ.
4. وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ(النحل :۴۴(
5. وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ(النحل:۶۴(
6. وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى(النجم:۳، ۴)
په لومړنی آیت باندی ځکه استدلال صحیح ندی، چی دلته خوټولومعتبروتفسیرونو د " کتاب " تفسیرپه قرآن باندی کړیدی. که څوک ووایی: چی بیاخونوپدی قول دخدای پاک څه کوی چی فرمایی:" تبیانا لکل شی " یعنی کتاب بیان دی دټولوشیانولپاره، نوکچیری یواځی قرآن ځنی واخستل شی خونوبیاپه قرآن کی خوټوله شیان نشته، نوبایدحدیث هم ورسره ملګری شی چی یوڅه دډیروشیانوبیان وکړی. نوځواب یی دادی، داچی دقرآنه څخه مونږدیعضی شیانواستنباط نشی کولای، داپردی دلالت نکوی ، چی بس نوهغه په قرآن کی نشته، قرآن جامع دټولوعلومودی، خوچی مونږته نه معلومیږی هغه تقصیرزمونږ دفهم دی، اوکه داسی شی، چی ددی خبری پخاطر د" کتاب " مفهوم وسیع شی اوډیروشیانوته شامل شی کوم چی یواځی قرآن ورته نه شاملیږي، نوبیاخوچی حدیث هم ورسره کړی ځنی داسی شیان سته چی ظاهرا هغه په قرآن اوحدیث باندی نه ثابتیږی غیرلدی څخه چی یابه مجتهداجتهادوکړی اویابه غیرمجتهد دمجتهد داصولوپه نظرکی دنیولوسره استنباط دهغه شی دقرآنه اویادحدیثه څخه وکړی.نودپاره دشمول ظاهری که څوک دغسی تحریف فی التفسیرکوی، چی تراوسه دده وړاندی هیچاندی کړی، نودغه سړی خطا وتلی اوداکاریی دلالت پرکامله ناپوهی کوی
اوپه دویم آیت باندی استدلال ځکه فاسد دی، چی دلته خوتنهاددی خبری استدلال دی چی درسول اکرم(ص) رسالت جامع اوعمومی دی، یعنی خاص تریوقوم اویووطن پوری ندی، نوچی ددی خبری ماسوی نوراستنباطاط ځنی کوی داهم یوقسم تحریف فی التفسیردی ځکه تراوسه هیچاددی آیت داسی تفسیرندی کړی.
اوپه دریم آیت باندی ځکه استدلال ندی صحیح، چی پدی آیت کی خوتنهاخلګوته ددی امرشوی چی پررسول اکرم(ص) صلی الله علیه وسلم باندی ایمان راوړی، اودهغه متابعت وکړی. اوس ددی خبری څخه کله داسی استنباط کیدلای شی چی قرآن اوحدیث دواړه کتاب الله دی.؟
اوپه څلورم آیت باندی ځکه استدلال فاسددی، چی پدی آیت کی هم دنوروآیاتونوپه څیرټولومعتبروتفسیرونود "ذکر" تفسیرپه قرآن باندی کړیدی اوددی خبری پکښی هیڅ رازنه لګیږی چی څوک دی دغسی اخذځنی وکړی، چی ګویادلته نو " کتاب " وقرآن اوحدیث دواړوته شامل دی.
اوپه پنځم آیت باندی ددی خبری استدلال ځکه ندی روا، چی دلته خوتنهاددی خبری بیان دی چی خدای پاک ورسول اکرم(ص) ته وایی: چی ما تاته کتاب (قرآن) نازل کړیدی، ددی دپاره چی ته یی خلګوته بیان کړی هغه مسائل چی دوی په هغه کی اختلاف لری ځکه قرآن خودانسان لپاره هدایت اورهنمادی.
اودشپږم آیت څخه ځکه دی خبری استنباط غلط دی، چی ظاهرا خوددی خبری پکښی هیڅ یادنشته، بلکه تنهادغه خبره پکښی راغلیده چی رسول اکرم(ص) دخپل ځانه څخه خبره نکوی، بلکه خدای ورته وحی کوی، اوداخبره ددی سره منافات نلری چی سړی دی وایی: " کتاب " قرآن اوسنت دواړوته ندی شامل، داخوصحیح ده چی قرآن هم دالله لخواڅخه پررسول اکرم(ص) نازل شویدی، اوحدیث هم خدای پاک ورسول اکرم(ص) ته وحی کړیدی. اماپه اعتبارسره دمصداق کتاب تنهاوقرآن ته ویل کیږی نه وحدیث اوسنت ته، ځکه علمای کرامووحی پرده قسمه کړیدی، لومړی وحی جلی اومتلوچی هغه ته قرآن وایی. اودویم وحی خفی وغیرمتلوچی هغه ته حدیث وایی، نو" کتاب " تنهانوم دوحی جلی اومتلودی، نه دوحی خفی اوغیرمتلو.کچیری بیاهم څوک مدعی دشمول د" کتاب " ودواړوته شی نوبیاهغه څلور دلائل چی مونږدمقالی په اوله کی ذکرکړه، څوک ورته ځواب نشی ویلای.
اوبعضی خلګ ددی خبری پراثبات دلاندی حدیث څخه دبخاری استنباط کوی: عَن أَبِي هُرَيْرَةَ وَزَيْدِ بْنِ خَالِدٍ أَنَّهُمَا أَخْبَرَاهُ أَنَّ رَجُلَيْنِ اخْتَصَمَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ أَحَدُهُمَا اقْضِ بَيْنَنَا بِكِتَابِ اللَّهِ وَقَالَ الْآخَرُ وَهُوَ أَفْقَهُهُمَا أَجَلْ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَاقْضِ بَيْنَنَا بِكِتَابِ اللَّهِ وَأْذَنْ لِي أَنْ أَتَكَلَّمَ قَالَ تَكَلَّمْ قَالَ إِنَّ ابْنِي كَانَ عَسِيفًا عَلَى هَذَا قَالَ مَالِكٌ وَالْعَسِيفُ الْأَجِيرُ فَزَنَى بِامْرَأَتِهِ فَأَخْبَرُونِي أَنَّ عَلَى ابْنِي الرَّجْمَ فَافْتَدَيْتُ مِنْهُ بِمِائَةِ شَاةٍ وَبِجَارِيَةٍ لِي ثُمَّ إِنِّي سَأَلْتُ أَهْلَ الْعِلْمِ فَأَخْبَرُونِي أَنَّ مَا عَلَى ابْنِي جَلْدُ مِائَةٍ وَتَغْرِيبُ عَامٍ وَإِنَّمَا الرَّجْمُ عَلَى امْرَأَتِهِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَا وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَأَقْضِيَنَّ بَيْنَكُمَا بِكِتَابِ اللَّهِ أَمَّا غَنَمُكَ وَجَارِيَتُكَ فَرَدٌّ عَلَيْكَ وَجَلَدَ ابْنَهُ مِائَةً وَغَرَّبَهُ عَامًا وَأَمَرَ أُنَيْسًا الْأَسْلَمِيَّ أَنْ يَأْتِيَ امْرَأَةَ الْآخَرِ فَإِنْ اعْتَرَفَتْ فَارْجُمْهَا فَاعْتَرَفَتْ فَرَجَمَهَا (بخاري کتاب الایمان والنذور باب کیف کانت یمين النبی صلی الله علیه وسلم حدیث نمبر :۶۲۵۸ ، صحيح)
ژباړه:ابوهریره او زید بن خالد خبرورکړی وعبیدالله ته چي دوه کسان رسول الله ته راغلل شخړه يې وه نو يوه وويل :زموږ تر منځ په کتاب الله پرېکړه وکړه او بل چي په دې دوو کي ښه پوه و وويل :هو ! د الله رسوله! زموږ ترمنځ په کتاب الله فیصله وکړه او ماته اجازه وکړه چي خبرې وکړم، هغه ورته وويل:وې کړه، هغه وويل:زما زوی له دې کس سره مزدور وو نو يې د ده له ښځې سره زنی وکړه نو خلکو ماته خبر راکړ چي زما پر زوی رجم دئ نو ما يې په سلو پسونو او يوه وينځه فدیه ورکړه بیا ما له علماؤ پوښتنه وکړه هغوئ راته وويل چي زما پر زوی سل درې او يو کال دوطنه څخه شړل دی او رجم د ده پر ښځه دئ ، نو رسول الله وويل: قسم په هغه ذات چي زما روح يې په قبضه کي ده زه به هرو مرو ستاسو ترمنځ په کتاب الله پرېکړه کوم ستا پسونه او وینځه تاته ردېږي خو زوی يې سل درې وواهی او يو کال يې جلاوطنه کړ بیا يې انیس امر کړ چي هغه ښځه راولي که هغې اعتراف وکړ نو ښځه دي رجم کړي هغې اعتراف وکړ نو رجم يې کړه.
ددی حدیث څخه بعضی خلګوداسی استنباط کړی، چی رسول اکرم(ص) وایی : زه په کتاب الله سره حکم کوم، پداسی حال کی دغه فیصله هم پرهمدغه صورت ظاهرا په قرآن کی نشته، نورسول اکرم(ص) خپل فعل ته چی یوداقسامو څخه دسنت دی، کتاب الله وویل نومعلومه شوه، چی کتاب الله قرآن اوسنت دواړه دی. خولیکن دغه خلګ خطاوتلی دی، دلته مراد دکتاب الله څخه هغه دی کوم چی په عمدة القاری کی یه لیکلی دی: قوله بكتاب الله قيل هو قوله ويدرأ عنها العذاب ( النور8 ) والعذاب الذي يدرأ للزوجة عن نفسها هو الرجم وأهل السنة مجمعون على أن الرجم من حكم الله وقال قوم إنه ليس في كتاب الله وإنما هو في السنة وأن السنة تنسخ القرآن فزعموا أن معنى قوله لأقضين بينكما بكتاب الله أي بوحي الله تعالى لا بالمتلو وقيل يريد بقضاء الله حكمه كقوله كتاب الله عليكم أي حكمه فيكم وقضاؤه عليكم. عمدة القاری شرح صحیح البخاری حدیث نمبر 3366.
ژباړه: اوداقول درسول اکرم(ص) " بکتاب الله" داسی ویل شویدی چی مراد ددی نه دغه آیت دی «{وَيَدْرَؤُاْ عَنْهَا ٱلْعَذَابَ أَن تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِٱللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ ٱلْكَاذِبِينَ}. (النور)» ژباړه: اودفع کیږی ددی څخه عذاب(حددزنا) چی داشاهدی آداء څلورشاهدی په خدای پاک باندی ، چی دی ده دروغجنانوڅخه دی.اوهغه عذاب چی پدغه صورت کی دښځی څخه دفع کیږی هغه رجم دی، اواهل سنت پردی باندی اتفاق لری چی رجم حکم دی دالهی احکاموڅخه، اوبعضوویلی دی: چی رجم په کتاب الله کی نشته، لیکن هغه په سنت کی دی، اوسنت (البته سنت ثابته) قرآن منسوخه کوی، نودوی داسی ګماکړی چی معنی ددی قول درسول اکرم(ص) چی فرمایی: زه ستاسوپه مینځ په کتاب الله باندی قضاوت کوم، یعنی په وحی باندی له جانبه څخه دالله، نه په متلووحی باندی (چی هغه قرآن دی، اوچاویلی دی: چی مراد په قضاء سره دالله حکم دالله دی، لکه په قران کی راځی: کتاب الله علیکم. یعنی حکم دخدای په تاسوکی اوقضاء دخدای پاک پرتاسوباندی. نودلته ددی خبری بیخی هیڅ ثبوت نه لګیږی چی " کتاب " اویا " ذکر" چی په قرآن کی ذکرکیږی دهغه څخه دی قرآن اوسنت دواړه مرادشی. که څوک دغسی عقیده لری چی په قرآن په ځنی ځایونوکی چی کتاب اویا " ذکر" لیکل شویدی نومرادځنی قرآن اوحدیث دواړه دی، نوداسړی ګمراه اودحقی لاری څخه منحرف دی، ځکه چی تفسیردقرآن په خپلی رأی باندی حرام اوناروادی که یی څوک قصدا کوی (لکه داوس دزمانی سلفیان اووهابیان نوداسړی بدعتی خرافاتی اوداهل سنتوله جماعته څخه بهردی.
اوکله کله ځنی انسانان دپورتنی آیتودسیاق څخه داسی فهموی چی ګویا په قرآن کی " کتاب " او " ذکر " سنت ته هم شامل دی، هغه داسی چی دوی قیاس کوی، داسی چی وایی: خدای وایی: قرآن هدایت دی، قرآن زیری دی، قرآن رحمت دی، نوآیاحدیث هدایت ندی؟ اوآیاحدیث زیری اوبشارت ندی؟ اوآیاحدیث رحمت ندی؟ اوداغسی خدای پاک ورسول اکرم(ص) وایی: چی کتاب الله خلګوته بیان کړه، نوچی دی مأمورپه بیانولوسره دقرآن وی، نوآیادی مأمورپه بیانولوسره دحدیث اوسنت ندی؟ نودغه خلګ پدغه قیاسونوباندی پردی خبره استدلال نیسی، چی په قرآن کی چی " کتاب " اویا " ذکر " لفظ لیکل کیږی نومراد ځنی قرآن اوسنت دواړه دی. لومړی ددی خلګوقیاس ځکه معتبرندی ، چی دوی خوقیاس نه منی، نوځوک چی یودلیل نه منی، نوبیاپه هغه دلیل باندی استناد اواستدلال دده لپاره جائزهم ندی. اودبلی خواکوم حکم چی پدی قیاسونو باندی یه اثبات کیږی هغه دظاهره سره دقرآن اوځنی احادیثوټکردی، ځکه دظاهره څخه دځنی آیاتونوداسی معلومیږی چی " کتاب " کوم چی په قرآن کی ذکردی، تنهانوم دقرآن دی نه دحدیث لکه چی مونږپه قسمت کی ده دلائلوداخبره دآیباتونوڅخه په استنباط بیان کړه، اوداغه راز دهغواحادیثوسره چی پکی "کتاب" او"سنت " دواړه راغلی وی، ظاهرا ټکرراځی.نوداخبره بیخی داثباته څخه لیری ده، چی څوک په قرآن کی دذکرشوی " کتاب " اویا " ذکر " قرآن اوحدیث دواړه واخلی.
خویوه خبره چی په ځنی کتابونوکی راځی هغه دغه ده چی من حیث المجموع حدیث اوسنت ثابت ته درسول اکرم (ص) هم کتاب الله ویل کیږی. پدی معنی سره چی دواړه وحی دی دالله لخواڅخه ورسول اکرم (ص) ته ، اماداچی په قرآن کیدی د " کتاب " دلفظه څخه اویا د "ذکر " دلفظه څخه سنت هم مراد شی داخبره دمعقول اومنقول داوړوڅخه مخالفه خبره ده.لکه چی په عمدة القاری شرح صحیح البخاری کی په تشریح کی دمخکنی حدیث راځی: مطابقته للترجمة من حيث إن قوله بكتاب الله أن السنة يطلق عليها كتاب الله لأنها بوحيه فإذا كان المراد هو السنة يدخل في الترجمة.عمدة القاری حدیث نمبر7279.
یعنی مطابقت ددی حدیث دترجمة الباب سره (کوم چی بخاری وضع کړی چی هغه باب الاقتداء بسنن رسول الله (ص) دی ) دادی چی پرسنت باندی هم اطلاق دکتاب الله کیدلای شی ځکه سنت هم په وحی باندی دخدای پاک دی(وخپل رسول ته ) نوچی مراد د " کتاب الله " څخه سنة شی نودغه حدیث په ترجمة الباب کی داخل دی.
نومقصددده دادی چی من حیث المجموع هغه حدیث اوسنت ثابت درسول اکرم(ص) څخه ورته کتاب الله ویل کیدلای شی، ځکه دواړه وحی دی. اماداچی څوک وای په قرآن کی " کتاب " اویا " ذکر" څخه مرادسنت هم دی داخبره صحیح نده، ځکه هلته " کتاب " او " ذکر " هغه وحی جلی اومتلوته وایی، چی هغه تنهاقرآن دی اوبس، پدی خاطردی چی تاسوټوله تفاسیروګوری تفسیر د " کتاب " او " ذکر " یی په قرآن باندی کړیدی.
نودپورتنی تحقیق څخه دا دورایه ثابته شوه، چی سلفیان او وهابیان چی په قرآن کی د" کتاب " اویا " ذکر " تفسیرپه قرآن اوحدیث دواړوباندی کوی. دوی خطاوتلی اوتفسیریی ندی صحیح.البته دوی ځکه داسی تفسیرونه په قرآن کی کوی، چی ددوی بیچاره ګانوسره کافی علم نشته، دوی خویوڅومختلف فیه مسائل زده کړی وی، نورنوپه هیڅ شی باندی خبرندی. چی ددی سره په مباحثه کی داخبره سړی پوره په اثبات رسیږی، نوداسی ویل شو: چی سلفیان اووهابیان اهل تحقیق نه بلکه اهل ظواهردی.
حذيفه
09.08.2012
ما وړاندي دا خبره کړې ده چي په کوم ځای کي د «کتاب » یا هم «ذکر » توري د خونديتوب ، وحې او پوره بیان په مقام کي مستعمل سي نو هلته له همدې تورو قران او حدیث دواړه هدف دي .
د دې خبرې د اثبات دلائل ما مخکي په پوره تفصيل ليکلي دي او هلته مي دا هڅه هم کړې ده چي د دې نظر نه منونکي قانع کړم او له کومو ځايونو چي هغوئ غواړي استدلال وکړي نو د ليکنې په عمومي محتوا کي مي هغوئ ته قانع کونکي دلائل وړاندي کړي دي ، خو له بده مرغه په دې موضوع کي یو داسي کس له ماسره د نظر مخالفت کوي چي هم کټر مقلد دئ او تر څنګ يې تقليد ، تعصب ، خپلې ناسمې تګلارې او په اسلافو پسې تللو يې خلاصې او وازې سترګې ړندې کړې دي ، د انصاف هغه ماده چي په هر انسان کي په فطري توګه پنځول سوې وي داسي ختمه کړې ده چي اوس څوک فکر هم نه سي کولای چي ګواکي په دې انسان کي دي هم يو وخت د انصاف او حق خوښونې کومه ماده وه.
ما په خپله ليکنه کي ويلي دي چي له کتاب یا هم ذکر څخه په کومو ځايونو کي قران او حدیث دواړه مراد دي خو دا بې انصافه چي تل پر عباراتو سترګې پټې وي دا ځای له پامه غوځولی دئ او بیا هم خپلې پخوانۍ تګلارې ته دب دئ.
دا هم تاسو او د دې انصاف خوړونکی انسان د ليکنې يوه برخه:
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
په قرآن کی د " کتاب " څخه او " ذکر " څخه مرادڅشي دی؟دامعلومه خبره ده، چی په قرآن کی داسی ذکرشی: چی مونږوتاسوته "کتاب " اویا "ذکر" درکړی دی. مراد ځنی یواځی قرآن دی، حدیث نه ځنی مرادیږی. په څودلیله .لومړی دلیل دادی چی ځنی ځایونه په قرآن کښی راځی هلته وسیاق ته دآیت وګوری، نوهیڅ کله داسی نشی کیدلای چی د" کتاب " څخه دی قرآن اوحدیث دواړه مرادشی.
1. {الۤر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ}.سوره هود آیه 1
ژباړه: الر* دغه داسی کتاب دی چی محکمه سویدی آیاتونه دده وروسته بیابیان کړل سویدی دجانبه څخه دباحکمته اوباخبره (ذات).
استدلال
مفسرینود"احکمت " په ترجمه لیکلی دی "بعجيب النظم وبديع المعاني " الجلالین. یعنی محکم شویدی آیاتونه دکتاب په عجیب نظم اوتازه معنی. چیدغه په اصطلاح کی دعلم معانی معنی ده اعجازده، یعنی دقرآن آیاتونه داسی جوړسویدی چی بل څوک دقرآن دآیاتونوپشان آیاتونه نشی جوړولای، نواوس کچیری "کتاب " سنت ته هم شامل شی نوباید حدیث هم معجزوی یعنی څوک ونشی کولای چی موضوعی احادیث جوړکړی، سره ددی چی مونږوینوچی داسلام دښمنانوپه لکهاوو موضوعی احادیث دځانه څڅه جوړکړی اوبیایه هغه ورسول اکرم (ص) ته منسوب کړیدی. نواوس که دحدیثولفظ معجزوای نوولی به یی جوړولای؟ خوکه ځنی خلګ ووایی : چی نه دحدیث لفظ اوعبارت هم معجزدی، ځکه چی علماء خوهغه دی موضوعی احادیث دصحیح احادیثوڅخه راجلاکړیدی،نوځوابی دادی، چی دغه معرفت دموضوع دصحیح څخه پخاطرداعجازندی، بلکه پخاطردهغه اصولودی چی محدیثینو(رح) ایښی دی. نودامعرفت بالذات اوپخاطرداعجازنشوبلکه پخاطردیوامرخارجی عارضی شو.
اوبل دلیل دادی : چی پدغه آیت کی لفظ د " آیات " مضاف شویدی وه :" کتاب " ته نواوس که دکتابه څخه سنت هم واخستل شی ، نوباید د " آیات اضافت وحدیث ته هم صحیح شی، سره ددی چی ددی خبری سماع هم دهیڅ چاڅخه نده شوی.
[/quote:7cef6f73df]
تاسو په دې ليکنه کي وینئ چی نومړی زما له مدعی څخه تېښته کړې ده ، زه کومه مدعی لرم او صیب کومه نيوکه کړېده ؟
زه وايم په کتاب یا ذکر کي هلته حدیث هم شامل دي چي الله يې د خونديتوب ضمانت وکړي ، اوس ته ووايه چي حدیث خوندي دي که نه ؟
که حدیث خوندي نه وي نو د حديثو په مټ موږ زرګونه مسئلې حل کوو هغه مسائل خو بیا ټول همداسي ناحل پاتې سول ؟.
که حدیث خوندي نه وي نو د قران بیان په څه شي کوې ؟ ولي ما په لومړۍ ليکنه کی دا په ګوته کړې وه چي الله رسول الله ته د بیان دنده سپارلې وه نو بیان صرف په قران کي دئ او که په حدیثو کي هم سته ؟.
زه وايم چي له کتاب یا ذکر څخه هلته حدیث هم موخه وي چي الله په دې کتاب کي د هر شي د پوره بیان خبره کړې وي ، نو ته اوس ووايه په قران کي پوره لمونځ کوم دئ؟
د روژې ټول احکام په قران کي کوم دي؟
د جهاد ټول مسائل په قران کي چېري بیان سوي دي؟
د زنا په اړه پوره واضح احکام د قران په کوم سورت کي بیان سوي دي؟
دې ته ورته دومره مسائل سته چي په یادولو يې کتابونه ډکېږي خو قران هغه نه دي بیان کړي ، نو الله چي وايي په د ې کتاب کي مي ټول شيان بیان کړي دي نو کوم دي؟
ته له هغې زمانې چي قران په کي نازل سوی دئ بیا تر اوسه چي زه او ته په کي ژوند کوو له يو مجتهد ، صحابي ، تابعې ، امام ، محدث یا هم فقیه څخه دا اثبات را کړه چي په قران کي پورته یاد سوي شيان ټول بیان سوي دي او دا احکام د قران له دې ايت یا هم له دې سورت څخه استنباط کېدای سي؟
دا مي تاته بل چېلنج دئ! په پوره باور درته وايم چي د ځمکې سر ټول وغواړې هم يې نه سي موندلی او نه در اوسه چا دا دعوه کړې ده ، خو ته دومره بې علمه يې چي نه د ځان په ناخبري خبر يې او نه هم په دې اړه د خلکو له مدعی .
زه وايم چي کله په قران کي ووايي: تاته کو کتاب وحې کړی یا هم ذکر ، نو په دې مقام کي هم له کتاب یا ذکر څخه هدف حدیث هم دي .
ځکه حدیث هم د الله له لوري وحې ده ، خو که ته له دې منکر يې نو په ډاګه اعلان وکړه چي حدیث وحې نه ده !.
البته په قران کي داسي ډېر مقامونه سته چي د کتاب توری ذکر سوی وي خو حدیث ترې موخه نه وي ، په دې اړه څو مثالونه د دې کس په ليکنه کي ليدلای سئ .
نو دا خبره زما له مدعی سره ټکر نه لري ځکه ما هم نه دي ويلي چي په قران کي هر ځای له کتاب څخه حدیث هم مراد دي ، ما يې خاص او ځانګړي ځايونه په ګوته کړي دي او نومړی چي کومه نيوکه کوي هغه يې بې ځایه ده .
ځکه په دې ځای کي زه هم وايم چي قران هدف دئ او حدیث دلته مراد نه دي.
نو په دې کي پر ما نيوکه څه سوه؟ کوم اعتراض ده کړی دئ ؟ زه هم منم خو بیا هم هغه له ما څخه په استفهام پوښتي چي دا نه دئ هغه نه دئ او ها بل ځای نه دئ؟
ده بايد هغه ډول خاص مثالونه را وړی وای چي زما له مدعی سره يې اړخ لګولای نو به ما خبل موقف په پوره ډول له نورو دلائلو سره روښان کړی وای خو نومړی داسي نه دي کړي .
د خونديتوب په اړه يې بايد ووايم چي قران او حدیث دواړه په يوه ډول محفوظ دي ، خو د حدیثو په برخه کي ضعيف او موضوعي حدیث سته نو د قران په برخه کي هم خلکو د قران نيم اياتونه پرې کړي وی او له نيم څخه استدلال کوي .
دا اوس چي عیسویانو ۲۲ سپارې قران جوړ کړی وو نو ایا دا د قران په خونديوب کي غنډ راولي؟
که دا له دې وعدې سره ټکر نه وي نو د موضوعي حدیثو جوړل بیا څه تضاد لري؟
خو دا خبره چي حدیث د ځينو اصولو له امله خوندي دي او قران داسي نه دئ نو دا هم بې بنسټه خبره ده ، ځکه لکه څرنګه چي حدیث اصول لري همدارنګه يې د قراني تفسیر لپاره هم اصول ايښودل سوي دي.
حدیث که الله د انسانانو او اصولو په ذريعه ساتلی دئ نو قران ته بیا کله الله خپله راتلی(العیاذ بالله!) الله د ساتنې ژمنه کړې ده نو که يې په هره طریقه ساتې دا يې کله روښانه کوله چي زه قران په دې توګه ساتم او حدیث بیا په دې؟
په دې کي ستونزه څه ده ؟ قران هم خوندي دئ او حدیث هم ؟ ښه دا د کیفيت نوعیت يې تا له کومه کړ چي دا خو په دې توګه خوندي دي او قران په هغه نو دا د الله له وعدې سره اړخ نه لګوي؟
دا محدثين چا پيدا کړي دي؟ دا صول يې هم الله ورته پنځولي دي او دا کار یا چاره يې د دې انسانانو په وسېله سر ته رسولې ده . لکه له رسول الله سره د مرستې وعده الله کړې وه نو الله خو (العیاذ بالله) خپله نه ورته راتلی فرشتې يې ورته ولېږلې او په دې توګه يې له رسول سره کړې ژمنه پوره کړه ، ایا دا کړنه او هغه وعده يې سره ټکر دي ؟ که دا نه وي ټکر نو بیا تاته د قران او حدیثو په ساتنه کي ولي ستونزه پېښه ده ؟
او که ته وايې چي حدیث ته ایت نه ويل کېږي نو دا خبره دي هم سيي نه ده ، د دې خبرې څرګندونه دا مخکي هم کړې وه او اوس بیا همغه لورته اشارې کوي نو واوره:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً وَحَدِّثُوا عَنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا حَرَجَ وَمَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنْ النَّارِ( خ )(بخاري کتاب الانبیاء باب ماذکر عن بنی اسرائل حدیث نمبر :۳۲۷۴)
په دې ايت کي وينې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي : له ما که څه هم يو ايت وي نورو ته ورسوئ .
اوس په دې ايت کي د قران ايت هدف دي او که حدیث هم؟
که دا عام لفظ خاصې معنی ته وړې نو دلیل يې څه دئ؟
دلته رسول الله وايي : له ما يو ايت نورو ته ورسوئ نور نو عام تر دې هغه که د قران ايت وي یا هم حدیث وي ، ولي د دينې احکامو په اثبات کي ايت او حدیث يو رول لوبوي ، له قراني ايت څخه هم مسئله ثابتېږي او له حدیثي ايت څخه هم .
اوس که ته دا خبره په ايت پسې تړې نو ښکاره او واضح دلیل يې را وړه !.
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
2. {ذَلِكَ ٱلْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ} سورة البقره آیه 2.
ژباړه: دغه کتاب کی شک نشته دی هدایت دی دپاره دمتیقین.
استدلال
دلته په ذالک سره اشاره سوی وکتاب ته اوبیاورڅخه شک نفی شویدی، نواوس کچیری حدیث هم پکی داخل شی، نوبایدپه حدیث کی هم شک نوی، یعنی دحدیث په ثبوت کی درسول اکرم(ص) څخه کومه شبه نوی، هرشی چی ته یی په نامه دحدیث واوری اودهرچاڅخه چی یه واوری باید بیله کوم دلیله اوبیله شکه دهغه اثبات درسول اکرم (ص) څخه وشی. سره ددی چی داسی نده، ځکه علماؤ دپاره دمعرفت دحدیث صحیح دغیرصحیح څخه اصول وضعه کړیدی، چی په اصولوباندی معلومیږی چی دغه حدیث صحیح اودغه صحیح ندی، ددغه حدیث اسنادمرفوع ، اوددغه حدیث اسناد مرفوع ندی. پخاطرددغه اصولودی چی احادیث ده رسول اکرم(ص) وډیرواقساموته تقسیم شویدی ، لکه متواتر، مشهور، صحیح ، حسن ، غریب، خبرواحد... اوداسی نور، چی امام ترمذی (رح) هرحدیث روایت کوی په آخره کی دحدیث ددغه نومونوڅخه په یوه باندی حدیث متصف کوی. نوددی څخه ښه په ښکاره معلومیږی چی دځنواحادیثوپه اثبات کی شک سته نوددی لپاره چی موضوعی احادیث په صحیح احادیثوباندی ګډنشی اوخلګ خپلی خوشی خبری په رسول اکرم(ص) پوری ونه تړی،نومحدثینوورته ځانګړی اصول وضع کړی چی دهغوپه پام کی نیولوسره انسان ته دموضوعی اوغیرموضوعی پته لګیږی. اوبیاګوری حدیث درسول اکرم(ص) دی چی فرمایی: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا تَكْذِبُوا عَلَيَّ فَإِنَّهُ مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ فَلْيَلِجْ النَّارَ.(صحیح البخاری حدیث نمبر103)
ژباړه: رسول اکرم (ص) فرمایلی دی: پرماباندی دروغ مه وایاست، ځکه که څوک پرماباندی دروغ ووایی، نودی به اورته داخلیږی.
اوس دحدیث څخه داسی معلومیږی چی درواغ ویل پررسول اکرم(ص) باندی (اعاذنالله منه) امکان لری غیرممکنه خبره نده، ځکه کچیری غیرممکنه خبره وایی نورسول اکرم (ص) نهی دچشی لپاره کولی، ځکه ترغیرممکن پوری خونهی تعلق نه نیسی، نوچی امکان لری خپله دغه امکان دوجود ایجاد دشک کوی، چی بیاپه صورت کی دلحاظ داصولوښه دبده څخه جداکیږی.
[/quote:7cef6f73df]
په دې ايت کي ما هم نه دي ويلي چي حدیث مراد دي ، سمه ده قران مراد دئ او شک هم په کي نه سته ، لکن د حدیثو په برخه کي صحيح حدیث هم له شکه خالي دي ، په هغو باندي هم عمل فرض دئ لکه څرنګه چي په قران باندي فرضېږي حدیث په دې ځای کي بعینه همدا مقام او رتبه لري ، ولله الحمد!
ځکه که دا ستا باطل فکر در سره ومنو نو بیا په هغو احکامو کي چي په حدیثو ثابت دي شک لار پيدا کوي او دا له ديني چارو سره منافي خبره ده چي په دين کي دي شک وي ، ځکه الله تعالي وايي:
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي(یوسف:۱۰۸)
یعنی ووایه: دا زما لار ده او په پوره یقين و باور د الله لور ته خلک بولم زه او زما پيروان.
اوس ته ووایه په هذه سبیلي کي حدیث داخل دي که نه ؟
د رسول لار يوازي قران وه او که حدیث هم ؟
که یوازي قران وه نوته يې څرګند دلیل راوړه !.
او بل دا ستا خبره ستا له اصولو سره هم په ټکر کي ده ، ځکه زيات شيان تاسو فرض بولی خو د هغه یادونه په قران کي نه سته ، لکه په لمانځه کي وروستۍ ناسته چي تا ښاغلی يې په بله ليکنه کي یادونه هم کړې ده ، نو اوس ستاسو په اند فرض هغه دي چي په قطعي دلائلو ثابت وي ، ایا دا ناسته په قطعي دلیل ثابته ده ؟ قطعي خو ته قران ته وايې نو بیا دا ولي فرض ده ؟
که ته وايي په قران کي دروغ نه سي ويل کېدای او په حدیثو کي ويل کېږي نو دا خبره دې هم له حقايقو سره چندان سمون نه خوري .
ولي په قران کي هم دروغ ويل کېږي ، په افغانستان کي د دولت ملایانو په ښارونو کي پر لوحو دا ايت ليکلی وي :
وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ(البقره:۱۹۵)
او ځانونه په لوی لاس هلاکت ته مه اچوئ.
بیا يې له دې څخه په استدلال دا خبره کړې ده چي په هيواد کي کېدونکي هغه بريدونه چي طالبان يې فدايې حملې بولي حرامي کړې دي ، خو په مقابل کي يې طالبانو کتابونه ليکلي دي چي دا يې په قران کي ښکاره تحريف او دروغ بللي دي .
ایا دا ستا په اند سمه خبره ده ؟
بل مثال :
ليږ وخت مخکي یعني دوه کاله وړاندي عیسويانو د قران ډېر ایاتونه له قرانه وویستل او یو شمېر نور يې بیا سرچپه واوړل ، ایا دا په قران کي ښکاره لاس وهنه او دروغ نه دي؟
په تفسيرونو کي ډېر وخت خلکو داسي څه د قران په ترجمه کي ور دننه کړي دي چي هغه په قران کي نه سته نو ایا دا دروغ نه دي ؟
رسول الله چي وايي پر ما دروغ مه وایاست نو دا د دې ثبوت دئ چي خلک به دروغ پسي ووايي نو دا خو الله هم وايې ، لکه چي الهي وينا ده :
وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ(ال عمرا:۷۵)
بل ځای وايي :
فَمَنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ(ال عمران:۹۴)
بیا وايي:
انْظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَكَفَى بِهِ إِثْمًا مُبِينًا(النساء:۵۰)
په دې اياتونو کي الله همد د دې یادونه وکړه چي خلک پر الله دروغ وايې او هم يې دا کار د سترې ګنا په بللو منعه کړ .
ستا د خبرې موافق دلته الله پر ده دروغ ويل منعه کړل نو دا د دې ثبوت نه سي کېدای چي خلک به د الله پر الله هم دروغ وايې او به يې پر کتاب وايي؟.
اوس خو ته په خپلو اصولو کي بند يې او نه يې ردولای سې او نه يې منلای؟.
که پر الله دروغ ويل کېږي او دا د دې ثبون ته نه بولې چي پر قران خلک دروغ وايې نو دا بیا ولي چي رسول الله وايې ماته دروغ مه منسوبوئ د دې ثبوت ګڼې چي پر رسول الله دروغ ويل ممکن دي.
که له رسول الله څخه دروغ د اصولو په رڼا کي ليرې کېدای سي نو له الله ته هم د دروغو نسبت د اصولو په رڼا کي ردېدای سي .
د قران او حدیثو په رڼا کي چي کوم اصول وضع سوي دي د هغو په رڼا کي حدیث هم له دروغو خوندي کېږي او د قران له ځينو اياتونو چي خلک هڅه وکړي پر الله دروغ ووايي او یا يې پر قران ووايې نو د همدې اصولو په رڼا کي سمدستي دا خبره په ډاګه کېږي چي د قراني ايت هدف دا نه دئ .
نو اوس په دې کي کومه ستونزه درته پېښه ده ؟
که ته په حدیثو کي دا شک بولې چي هر ځای هر څدیث چي واورېدل سي نو هغه سمدستی نه سي منل کېدای نو په همدې ډول که د قراني ايت هر ډول تفسیر واورېدل سي هغه به منل کېږي؟
د قران د اياتونو بېلابېل تفسیرونه کېږي نو اوس به هر يو سړی مني؟
که په دې توګه وي نو بیا خو له اسلام اباد څخه د عیسویانو خپرېدونکي راډيو ته واوره چي هغه بیا د ایاتونو تفسیر څرنګه کوي ؟
د افغانستان د دولت ملایان وږغوه د ځيني جهادي ایاتونو تفسیر په څه ډول کوي ؟
بیا راسه د طالبانو ملایان وپوښتنه چي هغه لا څه در ته وايې او د همدې ایاتونو تفسیر څرنګه کوي ؟
تر پلټې او تحقيق وروسته هم حدیث معلومېږي چي صحيح دئ یا ضعيف او هم د قراني اياتونو غلط تفسیر ؟
اوس ته ووايه نيوکه دفعه سوه که نه ؟
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
3. {كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآناً عَرَبِيّاً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ} سوره فصلت آیه 3.
ژباړه: کتاب دی چی بیان شویدی آیاتونه دهغه پداسی حال کی چیدی قرآن عربی دی دپاره دهغه قوم چی پوهیږی.
ستدلال
دلته قرآن حال د " کتاب " څخه دی، هرحال محمول پرذی الحال باندی وی، نوداسی کیږی چی دغه کتاب قرآن دی. نواوس کچیری حدیث ته هم شامل شی، نوبایدحدیث ته هم وویل شی قرآن سره ددی چی حدیث ته قرآن نه ویل کیږی، نومعلومه شوه چی " کتاب " تنهاشامل قرآن ته دی نه دواړوته.
اوبیاپدی آیت کی هم " آیات " مضاف سویدی وضمیرته د " کتاب " نوکچیری " کتاب " شامل وحدیث ته هم شی نوباید، اضافت د " آیات " وحدیث ته هم صحیح شی.
[/quote:7cef6f73df]
په دې ځای کي دي بیا هم لوستونکو ته په دوکه ور کولو هڅه کړې ده چی خبله غلطه خبره او مفکوره سيي ثابته کړې ، هر ځای له کتاب څخه حدیث هم نه دي هدف ما دا خبره مخکي هم کړې ده بیا يې هم کوم او د دې لپاره مي خپل روښانه او ښکاره دلائل بیا بیا وړاندي کړي دي ، خو ته له هغې مشخصې موضوع ځان عامې خبرې ته را ولې چي دا زما په هيڅ حال مدعی نه ده او نه وه .
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
4. اوبیاپه حدیث کی چی امام مالک (رح) روایت کړیدی راځی : قَالَ تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ. موطأمالک جزء 5 صفحه 371 المکتبة الشاملة
ژباړه: رسول اکرم(ص) وفرمایل: ماپتاسوکی دوه شیان پری ایښیدی تاسوبه هرګزګمراهان نشی چی په دوی دووباندی موځان ټینګ نیولی وی، چی کتاب الله اوسنة دنبی دالله دی.
استدلال
نودلته سنة دکتاب الله څخه غیردی ځکه چی کتاب الله معطوف علیه دی اوسنة ورباندی عطف دی، اومعطوف دمعطوف علیه څخه غیروی. نوبیاکچیری کتاب الله دواړوته شاملیدلای نوذکرد " سنة نبیه " وروسته مستدرک وو، نوچی رسول اکرم(ص) وروسته " سنة نبیه " ورسره ویلی دی، نومعلومیږی چی کتاب الله ورته شامل ندی.
[/quote:7cef6f73df]
ګوره ! ما تاته څو ځلې وويل چي ضعيف حدیث دي په کار نه سي در تلای ، دا پورته ذکر سوی روايت امام مالک په خپل کتاب کي په سند را وړی دئ؟
که وي نو ته د امام مالک سند را وړه!
او که سند نه وي نوایا د اصولو له مخې داسي بې تحقیقه حدیث یا هم يوه خبره منل کېدای سي؟
تاته به دې حدیث هلته ګټه رسوله او ستا مدعی په ثابته سوې وای چي هغه صحيح وای خو متاسفانه چي امام مالک يې نه سند ذکر کړی دئ او نه يې هغه سند لري .
بلکی روايت بیهقي او حاکم هم روايت کړی دئ خو د اسماعیل بن ابی اویس او صالح په نوم دوه راویان يې سخت ضعيف دي نو له دې کبله دا مسندا هم صحيح نه دئ او موقوف خو یا هم مرسل روايت خو يې بیخي نه منل کېږي .
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
اوچی بعضی خلګ چی مدعی ددی دی چی کتاب الله سنت ته هم شامل دی، اوبیاپه لاندنی آیاتونوباندی استدلال کوی ددوی استدلال صحیح ندی.
1. وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ(النحل :۸۹)
2. قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا(الاعراف :۱۵۸(
3. فَآَمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ.
4. وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ(النحل :۴۴(
5. وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ(النحل:۶۴(
6. وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى(النجم:۳، ۴)
په لومړنی آیت باندی ځکه استدلال صحیح ندی، چی دلته خوټولومعتبروتفسیرونو د " کتاب " تفسیرپه قرآن باندی کړیدی. که څوک ووایی: چی بیاخونوپدی قول دخدای پاک څه کوی چی فرمایی:" تبیانا لکل شی " یعنی کتاب بیان دی دټولوشیانولپاره، نوکچیری یواځی قرآن ځنی واخستل شی خونوبیاپه قرآن کی خوټوله شیان نشته، نوبایدحدیث هم ورسره ملګری شی چی یوڅه دډیروشیانوبیان وکړی. نوځواب یی دادی، داچی دقرآنه څخه مونږدیعضی شیانواستنباط نشی کولای، داپردی دلالت نکوی ، چی بس نوهغه په قرآن کی نشته، قرآن جامع دټولوعلومودی، خوچی مونږته نه معلومیږی هغه تقصیرزمونږ دفهم دی، اوکه داسی شی، چی ددی خبری پخاطر د" کتاب " مفهوم وسیع شی اوډیروشیانوته شامل شی کوم چی یواځی قرآن ورته نه شاملیږي، نوبیاخوچی حدیث هم ورسره کړی ځنی داسی شیان سته چی ظاهرا هغه په قرآن اوحدیث باندی نه ثابتیږی غیرلدی څخه چی یابه مجتهداجتهادوکړی اویابه غیرمجتهد دمجتهد داصولوپه نظرکی دنیولوسره استنباط دهغه شی دقرآنه اویادحدیثه څخه وکړی.نودپاره دشمول ظاهری که څوک دغسی تحریف فی التفسیرکوی، چی تراوسه دده وړاندی هیچاندی کړی، نودغه سړی خطا وتلی اوداکاریی دلالت پرکامله ناپوهی کوی
[/quote:7cef6f73df]
دا چي له ايت څخه مفسرينو داسي تفسیر نه دئ کړی نو دا خو دي هيڅ دلیل نه دئ ځکه مفسرينو بیا ځيني داسي تفسیرونه هم کړي دي چي ته يې هم بیا نه منې نو دا کومه د کاڼي کرښه نه ده .
دا خبره چي په قران کي هر څه سته خو موږ نه په پوهېږو دا دي ډېره لویه تېروتنه کړې ده ، ځکه الله وايي:
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآَنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ(القمر:۱۷)
اوس خو الله وايې چي ما قران اسانه کړی دئ او ته وايې چي دومره ګران دئ چي ان ټول امت هم له قران څخه ځيني ديني احکام نه دي ثابت کړي که څه هم چي په قران کي سته .
دا خو ستا د اصولو مخالفت هم راغی ځکه په دې ځای کي الله انسان په هغه څه مکلف کړ چي وس يې نه لري نو دې ته تکیلف بما لایطاق ويل کېږي او دا په شريعت کي نه ده روا .
الله قران اسانه کړی دئ او که په کومه زمانه کي يو مجتهد نه سی په پوه یعني يوه مسئله غلطه استنباط کړي نو وروسته خلک یا هم د هغې زمانې نور علماء او پوهان يې دا تېروتنه سمدستي په ګوته کوي ، له دې څخه معلومېږي چي قران اسانه دئ او په کي شته احکامو يې الله موږ مامور کړي يو ، او که ستا خبره ومنو نو د دې دا مطلب دئ چي ځيني داسي ديني احکام هم سته چي لا هم له قران څخه نه دي ثابت سوی ځکه په هغه تر اوسه څوک نه پوهېږي ، نو بیا ایا موږ تر اوسه نيم دين کوو؟
هغه څه چي زموږ اذهان یا فهم ترې عجز دئ د هغه چا خو به زده ول چي پرې نازل سوی دئ نو هغه ولی نه بیانول؟
هغه نيم دين بیان کړ او نيم يې همداسي ايله کړ ولاړ؟
الله هغه ته د بیان دنده د څه لپاره ور کړې وه ؟ ایا دنده په دې توګه سر ته رسېږي چي نيم دين ښکاره سي او نيم پټ؟
جانانه ! رسول الله په خپل ژوند کي د خپلو ويناؤ ، اعمالو او تقريراتو په ذريعه د قران مکمله تشريح وکړه ، هيڅ هم داسي نه دي پاتې سوي چي هغه دي بیان سوي نه وي ، ځکه که همداسي مخفي پاتې وي نو بیا خو رسول خپله دنده نه دره تر سره کړې (العیاذ بالله) په داسي حال کي چي الله داسي ورته وايي :
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ(مائده :۶۸)
اې رسوله ! هغه څه ورسوه چي د الله له لوري تاته نازلېږي که دي دا کار ونه کړ نو د خپل رسالت وظیفه به دي په سمه توګه سر ته نه وي رسولې او الله دي له انسانانو ساتي بې شکه الله کافر قوم ته هدايت نه کوي .
په دې ايت کي رسول ته په ښکاره ټکو امر سوی دئ چي هر څه د الله له لوري نازلېږي هغه که قران وي یا هم حدیث هغه بیان کړه ، خلکو ته يې ورسوه او که دي ونه کړل نو بیا دي خپله دنده په سيي توګه نه ده تر سره کړې .
اوس ته ووايه په قران کي که داسي شیان وي چي لا اوس هم څوک نه په پوهېږي نو ایا هغه رسول بیان کړي دي که نه ؟
که يې بیان کي وي نو بیا ولي نه په پوهېږي؟
که يې نه وي بیان کړي نو ایا رسول الله خپله دنده نيمګړې ايله کړه او له دې دنیا رخصت سو؟
که ټو مسائل نه وي په ګوته سوي نو الله ولي بیا وايي چي دين مکمل سو ؟
رسول ولي دا خبره کوي؟او پر دې وخت الله په دې نه دی خبر چي دين يې پوره نه دی بیان کړی نو بیا يې ولي وحې نه ورته کوله ؟ او ایا رسول الله په دې ځای کي مبالغه کړې ده ؟(العیاذ بالله)
او دا چي ته وايې که حدیث ترې مراد هم سي نو بیا هم داسي مسائل سته چي په قران سنتو کي حل نه لري ، نو دا بیا هم بیان نه سو ؟.
نو زه درته وايم چي هيڅ داسي مسئله نه سته چي په قران یا حدیث کي نه سته ، او که نه وي نو ته يې بیا له کومه کوې ؟.
الله دا دين مکمل بللی دئ ، رسول الله مکمل بللی دئ او په زمانه کي موجودو زرګونو اصحابو بشپړ بللی دئ او د نن زمانې خلک وايې چي په قران او حدیثو کي مسئله نه سته ؟
زما خو دا عقيده ده چي هره مسله په دې دوو کي سته او که په دې کي نه وي بیا يې هم ځيني کتابونه بیانوي لکه ما چي په بله ليکنه کي ستاسو د فقهې مثالونه در کړل نو دا بیا دين هم نه دئ او ماته هيڅ اعتبار هم نه لري .
دين هغه دئ چي سرچينه يې وحې وي که له وحې پرته څوک دين بیانوي نو هم به څان کافر کړي هم به نور کافران کړي ، او دا به يې خلکو ته ارزښت هم نه لري .
زه به په راتلونکي کي ان شاء الله دا خبره په اثبات ورسوم چي دين په دې دوو شيانو کي دئ او له دې پرته بل شی دين نه سي کیدا او د نړۍ پر سر چي کومې مسلې پېښېږي د هغو ټولو حل په قران او حدیثو کي سته .
که څوک دا خبر نه مني نو هغه به د الله او رسول پر قول ایمان نه لري.
رسول الله وايي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « فُضِّلْتُ عَلَى الأَنْبِيَاءِ بِسِتٍّ أُعْطِيتُ جَوَامِعَ الْكَلِمِ(متفق علیه)
ژباړه: ابوهریره وايي چي رسول الله وويل : ما ته پر نورو انبياؤ په شپږو شيانو فضيلت را کړل سوی یو ما ته عمومي فارمولې را کول سوې دي .
الله په خپل کتاب او د رسول په سنتو کي موږ ته داسي فارمولې بیان کړې دي که هغو ته نظر وکړو نو د دنیا پر سر يوه مسئله داسي نه سته چي الله دي نه وي بیان کړې ، ځکه الله وايي:
قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي فِي كِتَابٍ لَا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنْسَى(طه ۵۲)
ژباړه: موسی وويل : دمخکينيو امتونو علم زما د رب په کتاب کي دئ زما رب نه شی ور کوي او نه هم ترې هېرېږي .
نو اوس چي ته کومه خبره کوې له دې داسي برېښي چي ته يا په دې ايت خبر نه يې او یا هم پوره باور نه پر لرې ؟.
دغه مسائل له کومه کېږي الله علم پر لري که نه ؟
که دا هر څه الله پيدا کړي وي ، دا مسائل هغه رامنځ ته کړي وي ، بیا يې رسول رالېږلی وي او هغه ته يې همدا دنده ور له غاړې کړې وي چي خلکو ته ټول مسائل بیان کړه ،نو بیا دا مسائل ولي نه سته ؟
الله هېر کړي دي؟
که رسول په خپله دنده کي غفلت کړی دئ؟
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
اوپه دویم آیت باندی استدلال ځکه فاسد دی، چی دلته خوتنهاددی خبری استدلال دی چی درسول اکرم(ص) رسالت جامع اوعمومی دی، یعنی خاص تریوقوم اویووطن پوری ندی، نوچی ددی خبری ماسوی نوراستنباطاط ځنی کوی داهم یوقسم تحریف فی التفسیردی ځکه تراوسه هیچاددی آیت داسی تفسیرندی کړی.
[/quote:7cef6f73df]
ګوره !دوکه دي کړې ده ما له دې داسي استنباط کړی وو چي رسول الله ټولو انسانانو ته رسول دئ نو خو بل ځای الله وايي چي دا رسول تاسو ته رحمت دئ ، نو که يې ذات رحمت سي خو صرف دخپل وخت خلکو ته دئ او کيې ویناوې ، اعمال ذات او تقریرات ټول رحمت وبلل سي نو بیا له دي ايت څخه زما استدلال سيي دئ او ته غريب نه يې په پوه سوئ.
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
اوپه دریم آیت باندی ځکه استدلال ندی صحیح، چی پدی آیت کی خوتنهاخلګوته ددی امرشوی چی پررسول اکرم(ص) صلی الله علیه وسلم باندی ایمان راوړی، اودهغه متابعت وکړی. اوس ددی خبری څخه کله داسی استنباط کیدلای شی چی قرآن اوحدیث دواړه کتاب الله دی.؟
[/quote:7cef6f73df]
پيروي اړينه سوه که نه ؟ اوس سوال دا دئ چي په کومو شیانو کي؟
یوازي په قران کي او که حدیث هم ؟
د نبي په اتباع کي هدايت دئ نو دا هم د لومړني ايت لپاره تقويت ور کوي ځکه رحمت سو او هلته ما له همدې د رحمت له ټکې خپلې مدعی ته دلیل را وړی وو .
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
اوپه څلورم آیت باندی ځکه استدلال فاسددی، چی پدی آیت کی هم دنوروآیاتونوپه څیرټولومعتبروتفسیرونود "ذکر" تفسیرپه قرآن باندی کړیدی اوددی خبری پکښی هیڅ رازنه لګیږی چی څوک دی دغسی اخذځنی وکړی، چی ګویادلته نو " کتاب " وقرآن اوحدیث دواړوته شامل دی.
[/quote:7cef6f73df]
په دې ايت هم استدلا سيي دئ ولي الله وايي:
وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ(النحل :۴۴)
په دې ايت کي د مانزل الیهم خبره ده ، نو ما نزل الیهم یوازي قران دئ او که حدیث هم دي؟
که حدیث هم وحې وي نو له دې ايت څخه بیا ولي هدف نه دي دلیل يې له قران او حدیث څخه را وړه !.
بیا هم د بیان خبره په کې سوې ده او د بیان په اړه مخکي هم خبره وکړه او وروسته يې بیا کوم .
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
اوپه پنځم آیت باندی ددی خبری استدلال ځکه ندی روا، چی دلته خوتنهاددی خبری بیان دی چی خدای پاک ورسول اکرم(ص) ته وایی: چی ما تاته کتاب (قرآن) نازل کړیدی، ددی دپاره چی ته یی خلګوته بیان کړی هغه مسائل چی دوی په هغه کی اختلاف لری ځکه قرآن خودانسان لپاره هدایت اورهنمادی.
[/quote:7cef6f73df]
په دې ايت کي استدلال سيي دئ ځکه ايت داسي وايي:
وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ(النحل :۶۴)
په دې ځای کي الله وايي موږ تاته کتاب نازل کړی دئ څو ته د دې کتاب په وسېله امت ته هغه څه بیان کړې چي دوئ په کي اختلاف کوي .
اوس د اختلاف په اړه لارښوونې یوازي په قران کي دي او که په حدیثو کي هم سته ؟
پرېکړي یوازي پر قران سوې دي او که په حدیثو کي هم د دې یادونه سته ؟
که داختلاف په اړه قران او حدیث دواړه روښانه بیانونه لري نو بیا په د ې ځای کي له کتاب څخه ولي یوازي قران هدف دئ ؟
بیان په قران کي هم سته او په حدیث کي هم خو مراد یوازي قران دئ ، نو ولي؟
له قران یا حدیث څخه يې دلیل را وړه د مفسرينو خبرې ايله کوه .
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
اودشپږم آیت څخه ځکه دی خبری استنباط غلط دی، چی ظاهرا خوددی خبری پکښی هیڅ یادنشته، بلکه تنهادغه خبره پکښی راغلیده چی رسول اکرم(ص) دخپل ځانه څخه خبره نکوی، بلکه خدای ورته وحی کوی، اوداخبره ددی سره منافات نلری چی سړی دی وایی: " کتاب " قرآن اوسنت دواړوته ندی شامل، داخوصحیح ده چی قرآن هم دالله لخواڅخه پررسول اکرم(ص) نازل شویدی، اوحدیث هم خدای پاک ورسول اکرم(ص) ته وحی کړیدی. اماپه اعتبارسره دمصداق کتاب تنهاوقرآن ته ویل کیږی نه وحدیث اوسنت ته، ځکه علمای کرامووحی پرده قسمه کړیدی، لومړی وحی جلی اومتلوچی هغه ته قرآن وایی. اودویم وحی خفی وغیرمتلوچی هغه ته حدیث وایی، نو" کتاب " تنهانوم دوحی جلی اومتلودی، نه دوحی خفی اوغیرمتلو.کچیری بیاهم څوک مدعی دشمول د" کتاب " ودواړوته شی نوبیاهغه څلور دلائل چی مونږدمقالی په اوله کی ذکرکړه، څوک ورته ځواب نشی ویلای.
[/quote:7cef6f73df]
له دې ايت څخه مي هدف دا وو چي رسول الله ته وحې کېږي او په دې وحې کي قران او سنت دواړه داخل دي ، له دې څخه مي پر خپلو مخکينيو خبرو استدلال ته قوت هدف وو.
او که ته وايې چي وحې جلې هدف ده نو دلیل يې له قران او سنت څخه را وړه چي دلته عامه وحې نه ده مراد بلکي يوه وحې موخه ده چي هغه متلو یا جلي وحې ده ؟.
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
اوبعضی خلګ ددی خبری پراثبات دلاندی حدیث څخه دبخاری استنباط کوی: عَن أَبِي هُرَيْرَةَ وَزَيْدِ بْنِ خَالِدٍ أَنَّهُمَا أَخْبَرَاهُ أَنَّ رَجُلَيْنِ اخْتَصَمَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ أَحَدُهُمَا اقْضِ بَيْنَنَا بِكِتَابِ اللَّهِ وَقَالَ الْآخَرُ وَهُوَ أَفْقَهُهُمَا أَجَلْ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَاقْضِ بَيْنَنَا بِكِتَابِ اللَّهِ وَأْذَنْ لِي أَنْ أَتَكَلَّمَ قَالَ تَكَلَّمْ قَالَ إِنَّ ابْنِي كَانَ عَسِيفًا عَلَى هَذَا قَالَ مَالِكٌ وَالْعَسِيفُ الْأَجِيرُ فَزَنَى بِامْرَأَتِهِ فَأَخْبَرُونِي أَنَّ عَلَى ابْنِي الرَّجْمَ فَافْتَدَيْتُ مِنْهُ بِمِائَةِ شَاةٍ وَبِجَارِيَةٍ لِي ثُمَّ إِنِّي سَأَلْتُ أَهْلَ الْعِلْمِ فَأَخْبَرُونِي أَنَّ مَا عَلَى ابْنِي جَلْدُ مِائَةٍ وَتَغْرِيبُ عَامٍ وَإِنَّمَا الرَّجْمُ عَلَى امْرَأَتِهِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَا وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَأَقْضِيَنَّ بَيْنَكُمَا بِكِتَابِ اللَّهِ أَمَّا غَنَمُكَ وَجَارِيَتُكَ فَرَدٌّ عَلَيْكَ وَجَلَدَ ابْنَهُ مِائَةً وَغَرَّبَهُ عَامًا وَأَمَرَ أُنَيْسًا الْأَسْلَمِيَّ أَنْ يَأْتِيَ امْرَأَةَ الْآخَرِ فَإِنْ اعْتَرَفَتْ فَارْجُمْهَا فَاعْتَرَفَتْ فَرَجَمَهَا (بخاري کتاب الایمان والنذور باب کیف کانت یمين النبی صلی الله علیه وسلم حدیث نمبر :۶۲۵۸ ، صحيح)
ژباړه:ابوهریره او زید بن خالد خبرورکړی وعبیدالله ته چي دوه کسان رسول الله ته راغلل شخړه يې وه نو يوه وويل :زموږ تر منځ په کتاب الله پرېکړه وکړه او بل چي په دې دوو کي ښه پوه و وويل :هو ! د الله رسوله! زموږ ترمنځ په کتاب الله فیصله وکړه او ماته اجازه وکړه چي خبرې وکړم، هغه ورته وويل:وې کړه، هغه وويل:زما زوی له دې کس سره مزدور وو نو يې د ده له ښځې سره زنی وکړه نو خلکو ماته خبر راکړ چي زما پر زوی رجم دئ نو ما يې په سلو پسونو او يوه وينځه فدیه ورکړه بیا ما له علماؤ پوښتنه وکړه هغوئ راته وويل چي زما پر زوی سل درې او يو کال دوطنه څخه شړل دی او رجم د ده پر ښځه دئ ، نو رسول الله وويل: قسم په هغه ذات چي زما روح يې په قبضه کي ده زه به هرو مرو ستاسو ترمنځ په کتاب الله پرېکړه کوم ستا پسونه او وینځه تاته ردېږي خو زوی يې سل درې وواهی او يو کال يې جلاوطنه کړ بیا يې انیس امر کړ چي هغه ښځه راولي که هغې اعتراف وکړ نو ښځه دي رجم کړي هغې اعتراف وکړ نو رجم يې کړه.
ددی حدیث څخه بعضی خلګوداسی استنباط کړی، چی رسول اکرم(ص) وایی : زه په کتاب الله سره حکم کوم، پداسی حال کی دغه فیصله هم پرهمدغه صورت ظاهرا په قرآن کی نشته، نورسول اکرم(ص) خپل فعل ته چی یوداقسامو څخه دسنت دی، کتاب الله وویل نومعلومه شوه، چی کتاب الله قرآن اوسنت دواړه دی. خولیکن دغه خلګ خطاوتلی دی، دلته مراد دکتاب الله څخه هغه دی کوم چی په عمدة القاری کی یه لیکلی دی: قوله بكتاب الله قيل هو قوله ويدرأ عنها العذاب ( النور8 ) والعذاب الذي يدرأ للزوجة عن نفسها هو الرجم وأهل السنة مجمعون على أن الرجم من حكم الله وقال قوم إنه ليس في كتاب الله وإنما هو في السنة وأن السنة تنسخ القرآن فزعموا أن معنى قوله لأقضين بينكما بكتاب الله أي بوحي الله تعالى لا بالمتلو وقيل يريد بقضاء الله حكمه كقوله كتاب الله عليكم أي حكمه فيكم وقضاؤه عليكم. عمدة القاری شرح صحیح البخاری حدیث نمبر 3366.
ژباړه: اوداقول درسول اکرم(ص) " بکتاب الله" داسی ویل شویدی چی مراد ددی نه دغه آیت دی «{وَيَدْرَؤُاْ عَنْهَا ٱلْعَذَابَ أَن تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِٱللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ ٱلْكَاذِبِينَ}. (النور)» ژباړه: اودفع کیږی ددی څخه عذاب(حددزنا) چی داشاهدی آداء څلورشاهدی په خدای پاک باندی ، چی دی ده دروغجنانوڅخه دی.اوهغه عذاب چی پدغه صورت کی دښځی څخه دفع کیږی هغه رجم دی، اواهل سنت پردی باندی اتفاق لری چی رجم حکم دی دالهی احکاموڅخه، اوبعضوویلی دی: چی رجم په کتاب الله کی نشته، لیکن هغه په سنت کی دی، اوسنت (البته سنت ثابته) قرآن منسوخه کوی، نودوی داسی ګماکړی چی معنی ددی قول درسول اکرم(ص) چی فرمایی: زه ستاسوپه مینځ په کتاب الله باندی قضاوت کوم، یعنی په وحی باندی له جانبه څخه دالله، نه په متلووحی باندی (چی هغه قرآن دی، اوچاویلی دی: چی مراد په قضاء سره دالله حکم دالله دی، لکه په قران کی راځی: کتاب الله علیکم. یعنی حکم دخدای په تاسوکی اوقضاء دخدای پاک
[/quote:7cef6f73df]
په دې ځای کي د ي د عمدة القاري خبره نقل کړې ده چي ماته هيڅ ارزښت نه لري ، ځکه هغه هم له ځانه يوه خبره کړې ده او له قران وسنت څخه هيڅ لاسوند نه لري نو ځکه يې خبره ستا تر خبرې وزنداره نه سي کېدای .
ما او تا په وحې پرېکړه کوو مفسر او شارح په د ې ځای کي مطرح نه دي او که دا يت ترې هدف وي نو الله ويلي دي او که رسول؟
ښکاره دلیل يې له وحې څخه را وړه !.
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
نودپورتنی تحقیق څخه دا دورایه ثابته شوه، چی سلفیان او وهابیان چی په قرآن کی د" کتاب " اویا " ذکر " تفسیرپه قرآن اوحدیث دواړوباندی کوی. دوی خطاوتلی اوتفسیریی ندی صحیح.البته دوی ځکه داسی تفسیرونه په قرآن کی کوی، چی ددوی بیچاره ګانوسره کافی علم نشته، دوی خویوڅومختلف فیه مسائل زده کړی وی، نورنوپه هیڅ شی باندی خبرندی. چی ددی سره په مباحثه کی داخبره سړی پوره په اثبات رسیږی، نوداسی ویل شو: چی سلفیان اووهابیان اهل تحقیق نه بلکه اهل ظواهردی.
[/quote:7cef6f73df]
یاره ! سړیه ! ته خو بيخي د علم سمندر يې ؟
تا هم له قران اوسنت څخه خپل موقف ثابت نه کړ او د دې پر ځای چي زما در کړي دلائل ومنې د عمدة القاري پر خبرو دي تکيه وکړه او هغه هم کوم دلیل نه لري نو دا د انصاف کار دئ؟
ته هم په دې خبره قائل سوی يې په دې وروستيو جملو کي چي سنت او قران دواړه کتاب الله دي خو دې ايت څخه يې اثبات نه سي کېدای نو دا به هم وروسته ان شاء الله را سره ومنې ، ځکه اوس نه هم تر خپل پخواني موقف تېر سوی يې او دومره قائل سوې چي سنت هم په کتاب الله کي شامل دي خو په دې يوه ځای کي لا متذبذب يې او هغه به هم ژر ومنې .
[quote:7cef6f73df="noorulhaqmazharee"]
نومقصددده دادی چی من حیث المجموع هغه حدیث اوسنت ثابت درسول اکرم(ص) څخه ورته کتاب الله ویل کیدلای شی، ځکه دواړه وحی دی. اماداچی څوک وای په قرآن کی " کتاب " اویا " ذکر" څخه مرادسنت هم دی داخبره صحیح نده، ځکه هلته " کتاب " او " ذکر " هغه وحی جلی اومتلوته وایی، چی هغه تنهاقرآن دی اوبس، پدی خاطردی چی تاسوټوله تفاسیروګوری تفسیر د " کتاب " او " ذکر " یی په قرآن باندی کړیدی.
[/quote:7cef6f73df]
ع کريم حليمي
09.08.2012
السلام علیکم و رحمة الله
وحي پر دوه ډَوْلَه دي
یو متلو او بل غیر متلو : متلو وحي ته د ساتلو پېشګویي سوېده ، په هره معنیٰ ، او د غیري متلو وحي د ساتلو
زیمه واري چا پر غاړه نده اخستې ، یعني د غیري متلو وحي حروف زیاتېدای او کمېدای سي خو مفهوم
به يي هیڅ وخت تغیر نه سي ، دا ولي ؟ ولي چه مفهوم يي دننه دی په متلو وحي کښی !!!
نو و مونږ ته هغه (غیر متلو وحي د اعتبار وړ دي کوم چه مفهوم يي په متلو وحي کیږي وي )
نو که د متلو وحي او غیري متلو وحي مطلب یو نه وو ، نو هغه غیري متلو وحي له نظره لوېږي، مطلب: بعْضي وخت اعتبار له لاسه ورکوي
نو غیر متلو وحي ته قران نشي ویل کېدای !!!
القرآن قطعي بیان دی ، مسلمان ته داحق نه دی حاصل چه جرح او تعديل وکړي ، په مقابل کښي د غیر متلو وحي د جرحي او تعدل حق لرو
درنښت
_________________