د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ګامېښي د غوښو خوړل ...؟

حذيفه
04.08.2012

وزیري صیب بیا هم سلامونه!
ته لا تر خپل کشر ورور ښه يې يوڅه اصول پېژنې او په رڼا کي يې قدم پورته کوې ، ما او تا مخکي بحث وکړ که څه هم چي هلته په اخیر کي دي هم را سره بې انصافي وکړه او ټاپې دي ولګولې خو بیا هم شاباش !
که زه ستا دپوښتنې تر ځواب مخکي له تا يوڅه وپوښتم نو بده خو به نه در باندي لګېږي ؟
ایا ته دين مکمل بولې؟
ایا د دين د رسول الله په ژوند کي مکمل سوی دئ او که امامانو بیا وروسته مکمل کړی دئ؟
ایا د ا اجماع او قیاس د رسول الله په ژوند کي هم ول او که وروسته خلکو ایجاد کړل؟
که دين پوره وي نو بیا ستا دې دوو اصولو ته څه اړتيا ده ؟ او که نوي مکمل نو بیا د الله د دي قول څه معنی ده ؟:
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا(المائده :۳)
اوس بیا ته بله خبره هم کوې هغه دا چي له تاسره داسي په سلګونو پوښتنې دي چي په قران و حدیث کي ځواب نه لري نو ته يې ورته له کومه کوې؟
ایا دا شيان چی ته يې په اړه پوښتنه لرې الله پيدا کړي دي او که امامانو ؟
که الله پيدا کړي وي نو بیا يې په اړه احکام ولي نه دي رالېږلي؟ ایا د الله او رسول يې د دې شيانو په اړه مسائل هېر ول ؟ایا الله په دې نه وو خبر چي يو وخت به ستا په شان انسان پيدا کېږي او په دې شيانو کي به پوښتنې ورته پيدا کېږي ؟ ایا الله ته هغه وخت دا علم نه وو ؟ او که الله او رسول يې نه وي حل کړې نو بیا دا ستا په فقه کي چي يې کوم حل ته په اجماع و قیاس راته کوې دا خو ماته هيڅ د منلو وړ نه دئ ، ځکه دين د الله دئ ، یوازي هغه يې په اړه دا واک لري چي کوم شی حلال کړي او کوم شی حرام ، رسول هم د دې واک نه لري ، نو دا ستا امامان له کومه ځایه دا حل درته پيدا کوي ؟ چا ورته دا واک ور کړی دئ چي دا حرامه کړه او دا حلال؟
که په دې نیمه خبره سر نه خلاصوې نو بیا يې د مذهب دننه مثالونه هم در کوم چي ستاسو مخکينيو امامانو حرام کړی ول خو اوس تاسو ورته جواز ور کړی دئ.
زه په دې عقيده يم چي الله دا دين د ټول انسانيت لپاره په کامله او مکمله توګه رالېږلی دئ ، هر څه يې راته بیان کړي دي او نور د بل چا بیان ته اړتیا نه سته همدا الله او رسول بیان زموږ لپاره تر قیامته بس دئ ، خو ته چي بل فکر لرې نو الله ته به يې خپله ځواب ور کوې زه در سره کار نه لرم .
را ځم ستا پوښتنې ته !
د ګامېښي غوښه حلاله ده ، ځکه الله د مائدې په اول نمبر ايت کي وايي:
أُحِلَّتْ لَكُمْ بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ(مائده:۱)
ژباړه: تاسو ته حلال سوي دي څاروي مګر نه هغه چي تاسو ته تلاوت کېږي .
اوس به وګورو چي په تلاوت سويو شيانو کي ګامېښه سته که نه ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرمت او حلت په اړه دوه اصول بیان کړي دي ، راسه وې ګورو:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- عَنْ كُلِّ ذِى نَابٍ مِنَ السِّبَاعِ وَعَنْ كُلِّ ذِى مِخْلَبٍ مِنَ الطَّيْرِ.(مسلم کتاب الصيد والذبائح باب تَحْرِيمِ أَكْلِ كُلِّ ذِى نَابٍ مِنَ السِّبَاعِ وَكُلِّ ذِى مِخْلَبٍ مِنَ الطَّيْرِ ح:۵۱۰۳)
ژباړه: ابن عباس رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېرونکو حیواناتو کي له هغو حیواناتو منعه کړې ده چي په ذی ناب (دمخ په تېرو داړو) څېرل کوي او په مرغانو کي يې له هغو منعه کړې ده چي په منګول څېرل کوي .
اوس په دې اصل سره هغه حيوانات او مرغانو د قران له عمومي فارمولې ووتل چي یا په اذنابو څېرل کوي او یا هم په منګولو.
وزیري ته به سمدستي بله پوښتنه په ذهن کي ورسي چي کورنی خر ولي حرام دئ؟ نو ته بايد پوسې چي خر هم په الا ما یتلا علیکم کي داخل دئ ځکه حدیث کي دي:
عن علي رضي الله عنهم قال
: نهى رسول الله صلى الله عليه و سلم عن المتعة عام خيبر وعن لحوم حمر الإنسية (بخاري کتاب الذبائح والصيد باب لحم الحمر الانسیه حدیث نمبر :۵۲۰۳)
ژباړه: علي رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسم د خیبر په کال له موقتې نکاح او کورنيو خرو له غوښو منعه وکړه .
اوس به دي پوښتنه حل سوې وي او که لا هم څه شبهې در سره سته ؟
خو که په دې اړه غواړي څه وليکي نو پام دي وي چي زما پورته پوښتني هم په سړه سينه ځواب کړه ، ګوره ستا په ټکو ټينشن مه اخله ، د خپل ورور چمونه مه کوه ، ما او تا بېل فکر لرو خو الحمد لله دواړه ځان ته مسلمان وايو ، پښتانه يو او د يوه هيواد اوسېدونکي يو ، یاره ! که سره خوشک سو نو ګټه نه لري او که په سړه سينه خبره وکړو نو بیا ترې ډېر څه زده کېدای سي .
ګوره ! وزیري صیب ! اخیر زه هم انسان يم د خپل نظر بیانولو حق لرم ، او دا ستاسو فقه هم انسانانو جوړه کړې ده هرو مرو به څه تېروتنې هم په کي وي ، نو په دې ته خپه کېږه مه چي کله ناکله زه ستا د فقهې مسئله نه در سره ومنم ځکه ته هم له قران او حدیث څخه زما استدلال نه منې نو زه ټېنشن نه اخلم خو ته ډېر ژر ټېنشن اخلې ، ګوره ! که په ذهني ناروغۍ اخته يې نو په فورم کي الحمد لله ډاکټر صیب هم لرو له هغه سره مسئله شريکه کړه هغه به يې ان شاء الله در ملنه درته په ګوته کړي .
تر بیا
ستاسو حذیفه


وصيل ( پېروز )
04.08.2012

حذيفه صيب ! السلام عليکم
ښې چارې

ما هم غوښتل چي د وزيري صيب دې پوښتنې ته يو مفصل ځواب وليکم خو تاسو را څخه وړاندي شوي ياست . جزا ک الله خيرا

وزيري صيب څخه چي تاسو کومې پوښتنې کړې ، نوموړی او ملګری يې تل له داسي پوښتنو ځان پېچي او تېښته ترې کوي . ښاغلی وزيري راته په د قياس په موضوع کي همدا پوښتنې ايښې وې ما ژمنه ورسره وکړه چي دې پوښتنو ته به دي په جلا کړکۍ کي ځواب وايم خو دادئ ځواب ورکړل شو ځکه شخصيت معتبر نه دئ چي چا ځواب ورکړ ؟ بلکي وزيري صيب بايد دې ته وګوري چي څه را ته ليکل شوي دي ؟. دلايل و ارزوی او بيا خپله پرېکړه وکړي .


وزیري
05.08.2012

حذیفه صاحب اول خو ددي لیکني عنوان سړیتوت ته ورته نده. دوهم، دا لیکنه که د اجماع او قیاس کړکي ته ویسي نو هلته به زه خپل نظر څرګند کړمه، ځکه چی ما سوال هلته کړیده او جواب یی هم هغلته غواړم. په ادامه به یی نور بحث هلته وکړو. په دی اواخرو کی می په ټول افغان کی دا ډیرو کړکیو زړه را تنګ کړیدی.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more