د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تقليدي لښکرې د محققينو په لومو کي

وصيل ( پېروز )
03.08.2012

د بل په خبرو پسي په پټو سترګو تلل د تيارو او ګمراهۍ هغه لار ده چي انسان ته د نېکمرغۍ پر ځای يوازي بد مرغي ، د رڼا پر ځای تياره او د ثواب پر ځای ګناه ورکوي ځکه داسي کس چي حق د بل په خوله پېژني او خپل فطري استعداد نه استعمالوي او بيا ورسره په څنګ کي د بل پر خبرو د ايمان تر سرحده باور لري هيڅکله نه شي کولای چي واقعيتونه په رښتنې بڼه وويني .
نن هم د مظهري او وزيري همدا حالت دئ ، نوموړي د ايمان تر سرحده پر يو څو محدودو کسانو باور لري او د هغوئ خبرې ورته د قرآن او حديث په مقابل کي حق ښکاري ، د هغوئ انساني کمزورۍ نه مني او داسي انګېري چي هغوئ څه کړي سيي دي او له دې پرته نور هر څه ناسم دي . دا ښاغلي نه يوازي دا چي حق په رښتني ډول نه پېژني بلکي له خپله باطله فکره هم د رښتيا په ميدان کي د دفاع توان نه لري .
ښاغلی مظهری چي اوس مهال ځان د مسلمانانو پر خلاف د مبارزې اتل ګڼي او داسي انګېري چي ميدان يې وړی دئ دا وړتيا نه لري چي په ارامه فضا کي سالم ، معياري او اصولي بحث وکړي بلکي يوازي دا يې زده کړي چي د بحث پر مهال څو موضوعګانې سره ګډې کړي ، مقابل لوری د خپلو خبرو بشپړولو ته پرې نه ږدي او پر يوه مهال يې څو ځايه بوخت کړي چي دا په هيڅ ډول هم د سالم او معياري بحث اصول نه دي . له همدې کبله د ښاغلي حذيفه صيب هغه وړانديز ډېر پر ځای برېښي چي په لانديني پيوند کي يې ورته کړی دئ :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8908
په دې پيوند کي ښاغلی مظهري صيب هڅول شوی چي که په معياري ډول بحث کوي نو هغه تګلاره دي غوره کړي چي ورته تشرېح شوې ده خو لکه څرنګه چي ما وویل نوموړی له معياري بحثه تښتي او يوازي ګډ – وډي غواړي ځکه نوموړی پوهېږي چي نه حق ورسره شته او نه هم دلايل نو که د رښتيا ميدان ته راشي دا توره څېره به يې بې نقابه شي . !!!
ښاغلی مظهري صيب نه يوازي دلته له اصولو ، پوښتنو او سالمه بحثه تېښته کړې بلکي ګڼ ځايونه يې همدا تګلاره خپله کړې ده ، نوموړی تل د خپلو خبرو په جريان کي قياس او اجماع د دين د اصولو په نوم پېشوي او استناد پرې کوي مګر لکه څرنګه چي مي زياته کړه د رښتيا په ميدان کي نه خو خپل موقف تشرېح کولای شي او نه ترې هم د دفاع ځواک لري له همدې کبله يې زما له لاندينيو پوښتنو په بيا – بيا سترګې پټې کړې دي :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8907
په دې پيوند کي ليکل شوې پوښتنې نوموړی په چيلنج را بولي چي ځواب يې کړي خو لکه څرنګه چي يې له نوموړي سره نېغ ، سالم او منطقي ځواب نه شته له همدې کبله پرې سترګې پټوي .

ښاغلی مظهري صيب په هره ليکنه کي هڅه کوي چي ځان په يو شمېر غير منطقي دلايلو د ميدان اتل څرګند کړي خو نوموړی په ډېرو مهمو اصولو هم نه دئ خبر او ان ځای پر ځای له ګڼو اصولو په جهالت غاړه غړوي حال دا چي نوموړی د ستر عمليت دعوه هم کوي ، ښاغلی حذيفه صيب د ده د عملي سويې حقیقت داسي ښکاره کړی:

[quote:c6d077fea2="حذيفه"]يادونه :-
[quote:c6d077fea2="noorulhaqmazharee"]
... داسی وقت به هم راشی انشاء الله چی خپل داجتهاد ددعوی ثبوت به ګورته یوسی.
[/quote:c6d077fea2]
ښاغلو لوستونکو ! د مظهري په دې اقتباس کي تاسو وينۍ چي د قرآن لفظ يي غلط ليکلی دی ، ان شاء الله د قرآن د ايت يو جز دی :
وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَمُهْتَدُونَ ( البقرة : ۷۰ )
تاسو ويني چي دلته د قرآن په ايت کي ان او شاء سره جلا دي خو مظهري يې ګډ سره ليکي ، په داسي حال کي چي نوموړی د ستر علم او خورا ژوري پوهي دعوه کوي خو په دې هم نه پوهيږي چي دا د مسلمو او څرګندو نحوي قاعدو سخت مخالفت دی ځکه په نحو کي ان حرف دی چي مستقله کلمه ده او بېل ليکل يي اړين دي شاء فعل دی چي په هيڅ ډول ان له هغي سره په املاء کي يو ځای کيدای نه سي .
دا دی ستاسو د علميت ثبوت !!!!
دا دي پر قرآن دروغ وو او پر رسول الله دروغ خو دي يوه بې پايانه سلسله ده چي ما درته په ثبوت ورسول او جوته مي کړه چي د اسلام په دايره کي دننه څومره ستر مجرم يي؟؟؟.
[/quote:c6d077fea2]
تاسو وليدل چي ښاغلي مظهري صيب څومره بنسټيزه تېروتنه کړې ؟ حال دا چي نوموړی په بيا – بيا ځان د ستر علم او پوهي څښتن ښيي . !!!
پورتنۍ ليکنه د حقايقو ، واقعيتونو ، استدلال او منطق پر بنا هغه حقيقت را سپړي چي انکار ترې په بشپړ ډول ناشونی دئ خو دا په ظاهره د حق او حقيقت پلوی مظهري بيا هم په ډېره بې شرمانه توګه له دې مسلمو اصولو داسي سرغړونه کوي :
[quote:c6d077fea2="noorulhaqmazharee"] ... ماددوی سره په یوه ځای کښی ژوندکړی ددوی څخه زه ډیرجالبی خاطری لرم، چی بیابه یی سره شریکه وو، انشاء الله ... [/quote:c6d077fea2]
ښاغلی مظهري صيب نه خو استدلال پېژني او نه هم منطق ، بس يوازي ورته هغه څه ښه ښکاري چي د ده په اند سم ول . پورته تاسو وليدل چي دې ښاغلي ته د ان شاء الله په اړه ټول حقايق روښانه شول خو په وروستي اقتباس کي بيا هم نوموړی له حقه سترګې پټوي دا ځکه چي په نوموړي کي د حق منلو ما ده نه شته او نه هم له استدلاله خبر دئ بس يوازي پر خپل فکر فيصلې کوي .
کوم څوک چي نه د حق منلو ماده لري او نه هم له استدلاله خبر وي نو تاسو فکر وکړئ چي د بحث پر مهال به د دې سړي منطق ، معيار او اصول څه وي؟؟؟.
معلومه خبره ده چي د جهالت تر وروستيو پوړيو به د خپل ناسم اند ناسمه دفاع کوي .
تقليدي فکر همدا ګټه لري چي يو سړی په خلاصه فضا کي له استدلال سره د خبرې له منلو را ګرزوي ځکه تقليد يو محدود شی دئ چي د لامحدوديت په وړاندي يو خنډ لري خو اسلام دا محدوديت نه مني او غواړي د انسان ذهنه په يوه لا محدوده فضا کي وده وکړي خو د تقليدي فکر پيروان هيڅکله هم چمتو نه دي چي انسان ته خپل فطري حق ورکړي . !!!
د فطرت دا دښمنان او د تقليدي تيارو ملاتړي اوس الحمدلله د محققينو په هغه جال کي لوېدلی چي په دوو حالتونو کي ترې د خلاصون لارې لري :
- يا به حق مني .
- يا خپله ماتي.
وبه ګورو چي په دې دوو کي د کوم يوه انتخاب کوي ؟ او عقلمن پوهېږي چي د کومې لارې انتخاب یې بد مرغي او د کومې لارې انتخاب يې بد مرغي ده؟.
بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ ( الأنبياء : ۱۸ )
ژباړه : بلکي موږ باطل په رښتيا ولو نو رښتيا د باطل سر پرې کوي او باطل هماغه مهال له منځه ځي او تاسو چي کومې خبرې جوړوئ دا ستاسو لپاره يوازي د خرابۍ لامل کېږي .


وزیري
05.08.2012

دا دي څه سټي غپولي دي. سرچپه لګیا یی وه وروره! خو خیر د ویلو حق ځکه لري چی اول خو د خپل عقل ترجماني کوي او بل نور څه درپاتي هم ندي. په پاخه من مو ماتي وخوړله او دا ستاسي همیشنی عادت ده خو بدبختانه چی عبرت نه ترینه اخلی.

والسلام


وصيل ( پېروز )
07.08.2012

[quote:564214b8e0="وزیري"]دا دي څه سټي غپولي دي. سرچپه لګیا یی وه وروره! خو خیر د ویلو حق ځکه لري چی اول خو د خپل عقل ترجماني کوي او بل نور څه درپاتي هم ندي. په پاخه من مو ماتي وخوړله او دا ستاسي همیشنی عادت ده خو بدبختانه چی عبرت نه ترینه اخلی.

والسلام[/quote:564214b8e0]

دا د حقايقو د را دبره کېدلو يو ناپايانه تسلسل دئ او هيڅکله به هم ان شاء الله تم نه شي بلکي دا کاروان ورځ تر ورځې غښتلی کېږي او حق و حقايق په خپله سرونه را اوچتوي خو هغه کسان چي لا تر اوسه هم د باطل پر لار د تيارو په غېږ کي د نا ارامۍ ژوند کوي هغوئ له دې حقايقو سخت په وېره کي دي ځکه نو منطقي، عادلانه ، مدللو او مستدلو ليکنو ته هغه القاب ورکوي چي نه ور سره ښايي بلکي داسي ليکنې ته بايد مدلل ځواب ويل شوی خو چي په تاسو کي څوک د استدلال او منطق ويلو نه شته او نه هم له دې اصولو سره پېژندنه لرئ ځکه مو نو داسي ګلونه کرلي . :o :o :o
خير دا تېروتنه دي هم معاف :lol: :lol: :lol:

البته بايد در څخه وپوښتم چي ستاسو په اند ماتي څه ده؟.
يعني تاسو ماته څرنګه تفسيروئ؟.

ټول پوهېږي چي په دې ميدان کي څوک د ماتې سره مخ دئ ، په دې اړه بېخي دې ته اړتيا نه شته چي خبرې وشي ځکه مات شوی اړخ ټولو ته معلوم دئ خو حق درکوم چي وپوښتې : ولي؟.
زه يې په ځواب کي هغه اوصاف درته ذکر کوم چي مات اړخ يې لري :
- له منطقي بحثه تېښته ، لکه چي دا وړانديز موږ تاسو ته وکړ خو تاسو ترې غاړه وپېچله او نه حاضرېږئ چي سالم او معیاري بحث وکړئ . مات اړخ تل له دې وېرېږي چي ټول حقايق يې د ټولو په وړاندي بربنډ نه شي . :D :D :D

- د خپلو خبرو لپاره شرعي دليل نه لرل ، دا هم د مات اړخ يوه ځانګړتيا ده او په تاسو کي په پېخر موندل کېږي ځکه ټول پوهېږي چي تاسو تر اوسه د يوې فقهي مسلې سرچينه په ګوته نه کړه او دا مو ونه ښودله چي فقهې له کومو ځايونو د ستونزو حل لاره را ايستلې د هغې حل لارې د ثبوت لپاره کوم قرآني او يا حديثي لاسوند لري ؟ خو تاسو دا کار ونه کړای شوای ، اخیر به تر دې بربنډه ماتي څه وي ؟ :roll: :roll: :roll:

- هر ځل په ليکنه کي له معياره تېښته ، معياري اصول دادي چي بايد د قانون پابندي وشي خو تاسو هر ځل له قانونه سرغړونه کوئ او د الله پر رسول هغه دروغ واياست چي شيعه ګانو هم نه دي ويلي . اخیر بريالی اړخ دې ته څه اړتيا لري چي دروغ ووايي؟ له همدې کبله څرګنده ده چي دروغ يوازي د مات اړخ کار دئ او غواړي چي يوه د وړو پوزه جوړه کړي څو نړۍ ته ونه شرمېږي . :lol: :lol: :lol:

همداسي نوري هغه ځانګړتياوې چي مات شوی اړخ ترې شه معلومېدای شي په تاسو کي شته دي ، که يو حقيقت او حق پلټونکی متوجې شي درک کولای شي چي چا ماتي خوړلې ده؟.

ستاسو په اند خو بريا يوازي داده چي غالمغال جوړ شي او ګڼ ځايونه د نويو کړکيوپه پرانيستنه سره باټې وويستل شي خو بايد وپوهېږئ چي حقايق مو په سرچپه ډول خلګو ته ورښودلي دي . :!: :!: :!:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more