د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هزاره ګان پښتانه وژني !

pattang
03.08.2012

[color=brown:010b432c2b]ارزګان د ولايتى شورى رئيس :- سيمه ايزو پوليسو يوولس تنه ملکي وګړي وژلي
تفصيلبـــــرخه: خبـــــرونه 02 اګست 2012 .لیکوال: نن ټکی آسیا .د ارزګان ولايت د ولايتي شورى رئيس وايي چې د دي ولايت د (خاص ارزګان) په ولسوالۍ کې د سيمه ايزو پوليسو د يو تن هزاره قوماندان په لارښوونه يوولس "11" تنه بي ګناه خلک چې پښتانه دي وژل شوي دي[/color:010b432c2b].

د ارزګان د ولايتي شورى رئيس محمد ابراهيم "اخندزاده" د پنجشنبې په ورځ ماسپښين د يو تليفوني تماس په ترڅ کې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې تيره ورځ 2012-08-01 د خاص ارزګان ولسوالۍ د (متکزو) په سيمه کې پوليسو د (شجاعي) په نوم د سيمه ايزو پوليسو د يو تن هزاره قوماندان په لارښوونه يوولس "11" تنه ملکي وګړي چې ټول پښتانه دي د خپلو کورنو څخه ايستلي او بيا يي وژلي دي.

هغه بهرني ځواکونه د نوموړى هزاره قوماندان په مرسته تورن کړل او ويي ويل چې قوماندان شجاعي دغه ډول کارونه د بهرنيو قواوو په ملاتړ او لمسون تر سره کوي چې د سيمي خلکو لدي وړاندي هم څو څو ځله د هغه د بدو کړونو څخه سخت شکايتونه کړي وه.

[img:010b432c2b]http://www.nunn.asia/images/stories/afghan_police/arbaki_in_baghlan.jpg[/img:010b432c2b]

د ولايتي شورى رئيس وويل چې قوماندان شجاعي په سيمه کې د بهرنيو قواوو د ملاتړ له امله ډير قوي قوماندان دي چې ارزګان سيمه ايزه اداره يي هم د نيولو توان نلري.

"اخندزاده" زياته کړه (زه د جمهور رئيس حامد "کرزي" څخه په کلکه سره غوښته کوم چې نوموړي قوماندان ونيسي او هغه ته د افغانستان د اسلامي قانون تر مخي سخته سزا ورکړي او کچيري حکومت د قوماندان شجاعي په نيولو کې ناکام شي نو د نوموړي دغه ډول کړني به په سيمه کې خورا بد ناروين رامنځته کړي).

د ولايتي شورى رئيس دا هم وويل چې د سيمي څخه داسي راپورونه ورته رسيدلي چې قوماندان شجاعي يو شمير پښتانه له ځان سره ژوندي هم بيولي دي.

له بلي خوا د ارزګان په ولايت کې يو لوړ رتبه امنيتي مقام د نوم د نه خپرولو په شرط افغان اسلامي اژانس ته وويل قوماندان شجاعي چې په قوم هزاره دي دغه پښتانه يي لدي امله وژلي چې دوه ورځي وړاندي طالبانو په دي ولسوالۍ کې دوه "2" تنه هزاره ګان د بهرنيو قواوو سره د تړاو په تور وژلي وه.

کابل کې د کورنيو چارو د وزارت وياند غلام صديق "صديقي" د سيمه ايزو پوليسو لخوا د ملکي وګړو د وژل کيدو راپورونه غلط وګڼل او افغان اسلامي اژانس ته يي وويل چې دا راپورونه درواغ او بي اساسه دي ، بلکه هلته په جګړه کې شپږ "6" تنه طالبان وژل شوي دي خو د ارزګان د والي وياند عبدالله "همت" په دي اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل چې هغوي ته هم دا ډول راپورونه رسيدلي چې په اړه به يي تحقيقات وکړي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف "احمدي" د وژل شويو کسانو شميره لدي څخه زياته وښوده او افغان اسلامي اژانس ته يې وويل چې د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې سيمه ايزو پوليسو اتلس "18" تنه ملکي وګړي په شهادت رسولي دي.

هغه زياته کړه چې سيمه ايزو پوليسو د خلکو کورونه چور کړي او هم يي د ملکي خلکو اته "8" عرادي موتر سايکل سوځولي دي.

د تير کال د دسمبر په اوه ويشتمه نيټه په ازرګان کې د وخت والي محمد عمر "شيرزاد" ته د خاص ارزګان ولسوالۍ د سفر پر مهال هم د قوماندان شجاعي څخه زيات شکايتونه شوي وه او هغه ته ويل شوي وه چې قوماندان شجاعي په سيمه کې هر پښتون د طالب په نوم زوروي.

هغه مهال د ازرګان د ولايت د مقام څخه افغان اسلامي اژانس ته را رسيدلي اعلاميه کې ويل شوي وه (د "شجاعي" په نوم يو د محلي پوليسو قومندان د وخت او خپل غيري قانوني قوت څخه په کټي اخيستني سره د دغي ولسوالۍ عام وګړي يي بنديان کړي وهلي او ټکولي دي ، نوموړى هر پښتون په دي نامه وهي او ټکوي چي تاسو طالبان ياست).

همدا راز د سيمي يو پخواني ولسوال بهرنۍ قواووي په دي تورني کړي وي چې د قوماندان شجاعي مرسته کوي او د دي ډول شکايتونو سره سره هغه ته هر ډول وسلي او وسايل په واک کي ورکوي.

د ولايت په اعلاميه کې د قوماندان شجاعي په اړه د تحقيقاتو ژمنه شويه وه.

کتونکي په دي باور دي چې د پوليسو لخوا د ملکي وګړو وژل کيدل به ډيري بدي پايلي ولري او کيدلاي شې چې له دي کبله په نوموړي سيمه کې ډيري خلک د طالبانو تر څنګ ودريږي. پاى

د افغان اسلامي اژانس څخه په مننه


شاه ولي
15.08.2012

پتنګ خانه، (د پښتنو په مینه؟ پتنګ) دا پروپاګنډ چې ته لمن ورته وهي، داهم سل په سله زمونږ د ولس او هیواد د اصلی دښمنانو (انګریزانو) شیطانی پلانونه دي.
دوی هیڅکله دا نه غواړي چې زمونږ مسلمان خلک په سوله او ورورګلوي کې ژوند وکړي.


pattang
16.08.2012

داپروپاګنده نده دا ټول حقيقت دی ، ورشه کوچيان وګوره هزاه يې وژني له مځکو يې
شړي ! ورشه دښتې ليلې ، مزار ، شبرغان او قلعه جګي وګوره چې په زرګونو پښتانه
ژوندي پکشې شخ شوي دي .
انګليس خو ښکاره دوښمن وودا خو پټ د لستوڼي ماران دي .
دپښتنوډېر بدد وښمنان هغه خلک دي او وو چې داسې خبرې ليکي لکه ته او ټوله
ورځ پاړسو وايې او فاميلي کلتوريې په پاړسوکې نغښتی وي !
اوس به طالبانو روڼه راته په قهر شي خو زه حقيقت نشم پټولی !!

[quote:2c514d2a92="شاه ولي"]پتنګ خانه، (د پښتنو په مینه؟ پتنګ) دا پروپاګنډ چې ته لمن ورته وهي، داهم سل په سله زمونږ د ولس او هیواد د اصلی دښمنانو (انګریزانو) شیطانی پلانونه دي.
دوی هیڅکله دا نه غواړي چې زمونږ مسلمان خلک په سوله او ورورګلوي کې ژوند وکړي.[/quote:2c514d2a92]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more