د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

چه دټول افغان سياست پوهان پري څه تبصيره کوي

tandar
03.08.2012

چه دټول افغان سياست پوهان پري څه تبصيره کوي
قيصه اوږده ده خو جالبه او دلوستو وړ ده
ددي شومو پلانو په مقابل کي دا بي وځلي افغان اولس څه کولي شي ؟
زما په اند ملل متحد او حقوق بشر هسي سمبولي خبره ده دلويو خامارانو خپل مينځي جنګ دي او دا جنګ به هغه وخت ختميږي چه جهان نابود شي
ځکه اخر به داخاماران خپله سره مخ کيږي او ديو اوبل دورکيدو لپاره به له اخريني سلاح لکه اتومي بمونه استفاده کوي يعني دقيامت ورځ او دجهان نابودي به وي
ددي خامارانو دپلانونو مخ نيوي او څوک به ئې مخه ونيسي او تر څه وخته اوپه کوم اقتصاد او قدرت؟
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
جمعه د ١٣٩١ لمريز کال د زمري ١٣tolafghan.com

د آغاخان خونړۍ پروژه او په بدخشان کې د اسماعیلیه دولت جوړېدل
محمد انور ولید

01.08.2012 22:42

د ليکوال څو نورې لیکنې
یواځې په شعار کې بې وخته ناکامه هڅه ګټه نه لريکرزی صیب د آزمېښت پرخونړۍ پولهد مشرانو ډېره وړه اشتباه د کشرانو د ملي تباهۍ سبب جوړېږي کرزی د هو ، یا نه په بې تضمینه څلور لار کېد امریکې د دفاع وزیر د کومو دوو هدفونو لپاره افغانستان ته راغلی؟ټول د افغانستان د تجزیې پلان څه نوې او د نن خبره نه ده . پر( B ) پلان له تېرو دوو کالو را هیسې خبري رسنۍ راپورنه خپروي ، خو د افغانستان له پاره B پلان آن د ظاهرشا ه په زمانه کې د انګلیسانو او امریکایانو له خوا جوړ شوی ؤ . ځکه خو یې له یوې خوا اسماعیلیه فرقې ته د سید کیان تر مشرۍ لاندې د چترال د کریم آغاخان او صدر الدین آغاخان په مالي مرسته وده ور کوله ، او له بل خوا یې د طاهر بدخشي تر مشرۍ لاندې د ستم ملي ګوند ته د نفاق اوبه ور کولې . تر څود ملي یووالي ضد د ( سره بېل یې کړه ، اېل یې کړه ) انګریزي فورمول په سمه توګه پر افغانانانو باندې تطبیق کړي . او اوسني انګرېزان د امریکایانو پرمټ ځانونه خپلو هغو موخو ته په کې ورسوي چې پخوا دری ځلې په افغانستان کې د انګرېزانو نیکونو او پلرونو خپل ناولي ارمانونه ګور ته ور سره وړي وو .
امریکایانو او انګرېزانو د خپل دغه پلان ( B پلان ) د عملي کېدو له پاره د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې په سړه جګړه کې یواځې خپل پوځي تخنیک ته زور ورکړ . کله چې روسانو په (۱۹۷۹) میلادي کال کې افغانستان د ځمکې او هوا له لارې پر پوځي یرغل اشغال کړ ، اوغوښتل یې چې د هند سمندر تودو اوبو ته ځان ورسوي . نو انګرېزانو او امریکایانو د ناټو په سره یو موټی کېدو پیل وکړ . افغان مجاهدینو ته یې وسلې ، مهمات او مالي مرستې د پاکستان او عربو په لاسونو ور کولې . ترڅو د شوري مخه پر افغان مجاهدینو باندې ونیسي . انګرېزان او امریکایان په خپل دغه شوم پلان کې بریالي شول . روسانو په افغانستان کې ماتې وخوړه . د نجیب حکومت د اقتصاد د نشتوالي له امله سقوط وکړ . مجاهدین له پرچمیانوسره د ایْتلاف په صورت کې د واک پرګدۍ کېناستل . افغانستان او د افغانستان سویلي عایْقې سیمې د روسي وسلو او مهماتو ګودامونه جوړشول . شل مېلیونه افغانان نر او ښځې ټول له هرډول وسلو استعمالولو او جګړې سره بلد وو . چې دغه خود جوشه ملي پوځ د انګلیس او امریکې په مشرۍ کینه کښې نړۍ او د افغانستان ګاونډیانو ته د منلو او زغملو وړ نه ؤ . ددې د پاره چې دغه پوځ ، وسلې او مهمات له منځه یوسي ، نو اسلام آباد ته یې دستور ور کړ چې (۵۰۰۰۰) افغان خادستان له افغانستانه را وباسي او د غرب په اختیار کې یې ور کړي . همدغو خادستانو بیا د مجاهدینو په مختلفو صفونو کې د دوی د بدنامولو او سره پاشلو په موخه ځانونه ځای پرځای کړل . بن غونډې ته له تلو وروسته استاد برهان الدین رباني په نوي ډیلي کې ښکته او هلته یې د امریکې له سفیر سره پر افغان موضوع (پنځه) ساعته پټې خبرې وکړې . چې دا خبره هغه وخت پاکستانیو ورڅپاڼو ( ډان او مسلم ) افشأ کړه . خادستانو د مجاهدینو له بر یاوو او لاسته راوړنو هغه نکریزې ور ته جوړې کړې چې د جهادي قربانیو او بریا وو د اختر په ورځ هم ور ته ونه رسېدلې ، او بیا یې د نفاق او بدنامیو پر دېوال ورته وویشتلې . حکومت د نظار شورا په لاس کې ؤ ، پښتانه یې چورلټ ترې و ایستل . خپل منځي شخړو زور واخیست . بېګناه سړي ، وسلې او مهمات ، او ټولې بنسټیزې ملي برخې په کې له منځه ولاړې . او هر څه د ( ارګ یا مرګ ) تر شعار لاندې د نفاق د اور خوراک شول . د امنیت او قانونیت پر ځای انارشي او سوټه کراسي ، وېره او وحشت داسې حاکم شول چې زاړه کفن کښ ته خلکو دعاوې کولې . ځکه له جګړو ځپلي هېواده علم ، عقل او حیأ دری واړو کډه کړې وه ، کبر ، غرور ، ظلم اوټولو ناروا تېریو پر بې دفاع او مظلومو افغانانو تر خپلو تورو وزرو لاندې توره شپه جوړه کړې وه .
کله چې روسان له افغانستانه ووتل (۴۰۰۰ ) جوړ ټانکونه او (۵۰۰ ) جنګي الوتکې او چورلکې افغان مجاهدینو ته په میراث ور پاتې شوې . خو پاکستان د انګلیس او امریکې په دستور دغه ټانکونه او الوتکې پرغلو چارواکو اره او کباړ کړې . د افغان خادستانو دنده او مأ موریت داؤ چې مجاهدین یې پرې بدنام کړل . له شانه یې د ( آی اس آی ) د مأ مورینو په ملاتړ د طالب په نامه یوه داسې مشر تابه پرې را پورته کړه چې هغوی د پاکستان د سترا تېژیک عُمق د خوبونو تعبیر او کلي په لاس ورکړه . د مجاهدینو تش په نامه حکومت یې ورختم کړ ، له افغانستانه یې پاتې وسلې پرې ټولې کړې . چې همغه وسله اوس پاکسانی پوځ پر افغانانو باندې استعمالوي .
خو له یهودي او صلیبي اشغالګراو تجزیه طلبه سیاست او د افغانستان له تاریخ او جغرافیې نه ناخبره طالبانو تر څنګ یې د القاعده مشران هم ځای پر ځای کړل . تر څو امریکایانو او انګرېزانو ته پلمه پرې جوړه شي . ډېره کمه وسله په شمالي ولایاتوکې د امریکې او انګلیس په دستور ددې له پاره پاته شوه چې په (۲۰۰۱ ) میلادي کال کې امریکایي ایْتلاف د شمالي ټلوالې په لاس ترې کار واخيست . احمد شاه مسعود یې د د وو عربو په لاس ور مړ کړ، او هغوی یې هم د همدې موخې له پاره د طالبانو په وړاندې داسې استعمال کړل لکه طالبان یې چې ددوی په وړاندې استعمال کړي وو . امریکایي او انګرېزي ایْتلاف په (۲۰۰۱) میلادي کال کې د شمالي ټلوالې پر مټ د لرغونو آثارو او ځمکنیو طبیعي زېرمو ډک افغانستان د خپل (۵۰۰) پرسونل او پر مختللې پوځي تېکنالوجۍ په زور اشغال کړ . یوولس کاله پر افغانانو باندې د ترورېزم په پلمه جګړه ور وتپل شوه . لرغوي آثار او د ځمکې د سر زېرمې ټولې لوټ شوې . د هلمند د دیشو ؤلسوالۍ او د کندهار د هوایي پوځي اډې یورانیم انګرېزانو او امریکایانو یووړل .
امریکه او انګلیس له (۴۹) غربي هېوادو سره یو ځای افغانستان ته را غلي . دوی غواړي د افغانستان ټولې طبیعي زېرمې په زور او غلا سره زموږ له هېواده وباسي . دوی دهمدې مقصد تر لاسه کولو له پاره د افغانستان ټولو جنګي وسایلو ته د ( ډي ډي آر ) په نامه یو پلان جوړ کړ ، چې په سر کې یې مسلکي صاحب منصبان له دندو وشړل . او پر ځای یې نا لوستي او غیر مسلکي خلک ملي اردو ته راوستل . کله چې مطميْن شول چې نور افغانان له ځانه دفاع نه شي کولی ، ځکه دد فاع څه په لاس کې نه لري ، او تر شک لاندې سیمې او کورونه یې ټول بمباري کړل ، او هر څه یې په کې له منځه یووړل . د سر، مال او ناموس تاوانونه یې افغانانو ته ور واړول . تر څو افغانان مجبور ، بې غیرته او افغاني غرور او مورال یې ور مات کړي .
دمخه پلان شوې ترورېستي پردۍ پدیده افغانستان ته راغله . حملې پیل شوې . افغان مشران په کې له منځه ولاړل ، بندي شول او مغاروته ورټېل وهل شول .
د رباني وژل کېدل ، پر کونړ او نورستان بریدونه او د لوی بدخشان لومړی پاچا د چترال د کفاروستر مذهبي مشر او د یهودو خاص نماینده کریم آغا خان یوه داسې ډرامه ده چې له پخوا را هیسې انګلیس او امریکې په لاره اچولې وه .انجینر احمد شاه مسعود چې کله له پنجشېر څخه د چترال پر خوا د توپخانې د کوتل سړک پر بندیانو باندې واهه ، هم د همدغه مقصد له پاره ؤ ، ځکه خو ددې سړک تر تمامېدو وروسته احمد شاه مسعود پر همدې سړک د چترال له لارې پاکستان ته ولاړ او هلته یوه عادي قو ماندان ته د استقبال په خاطر په اسلام آباد کې د توپ (۱۲ ) تشویقي ډزې وشوې .
د پاکستان خیبر پښتونخواه ایالت ابدره روډ کې یوې امریکایۍ ښځې یو دفتر ، او په سرحدي عایْقو سیمو کې یو اوښ ، یو آس ، او دوې غاطرې درلودې چې کله نا کله به یې هلمند ، چترال ، کونړ او نورستان ته د تریاکو د پرو ګرام تر نامه لاندې سفرونه ور باندې کول . خو په اصل کې هغې امریکایۍ ښځې ښایي د همدغې پروسې په اړه پټ کارونه کول . خلک به یې پټ اسماعیلیه فرقې ته هڅول . پیسې به یې ور کولې ، او دعوت به یې ور ته کاوه . ښایي نورو امریکایانو به هم په دې اړه ډېر ستر کارونه کړي وي . یوه بله بېلګه یې له افغان پنډغالو د (۶۰۰) افغان ماشومانو ټولېدل او په اېبټ اباد کې پټ د عیسویت د تثلیث درسونه ور ته ویل وو چې لویو ماشومانو د امریکایانو او انګرېزانو دغه فعالیتونه افشأ کړل . او له هغه مرکز څخه ځینې را و تښتېدل . په پېښور کې یې د جلب او جذب تر ټولو ستر مرکز ( شېلټرنو ) ؤ .
د جنرال پر وېز مشرف د واکمنۍ پر وخت امریکې له نوموړي وغوښتل چې د پاکستان په نورو برخو کې به له نورو پروژو سره تېرشو ، خو ټول سوات تر چترال او ګلګیت پورې موږ ته را خوشې کړه ، پر وېز مشرف دا خبره ور سره د چین په اشاره ځکه ونه منله چې چین په پاکستان کې په پوځي او اقتصادي لحاظ ډېر نفوذ کړی ؤ ، او بل دا چې دا سیمه تر جمو ، او کشمیر ، ګلګیت او چترال پورې له چیني تر کستان سره پر پوله پرته ده ، او چین وېره لرله چې کېدی شي امریکا به په دې پلمه له چین څخه دا سیمه یو وخت بېله کړي . پر وېز مشرف له وېرې هزاره ډیوېژن ته ارتقأ ورکړه او په هزاره صوبه یې ونوماوه . امریکایي اډه هم له کونړه را په شا شوه ، او سیمه یې هم همغه طالبانو ته د فعالیت د پاره ور خوشې کړه . له همغه ځایه د پر وېز مشرف د واک کاسه مخ پر نسکورېدو شوه . امریکې او انګلیس ملا فضل الله او د هغه خسر مولانا صوفي محمد ورته را پورته کړل ، د شریعت نفاذ محمدي تر نامه لاندې یې خپل سیاسي فعالیت پیل کړ . او وسلې ، مهمات او دستور امریکې ور کړ چې په اسلام آباد کې دې د لال مسجد څخه انقلاب پیل کړۍ . هغوی همداسې وکړل . ملا فضل الله ټول سوات ونیو . د پاکستان حکومت د هغه د وژلو یا نیولو هڅه وکړه ، او مولانا فضل الله زخمي شو . په رسنیو کې را غلل چې مولانا فضل الله په باګرام هوایی اډه کې امریکایانو تداوي کړ . او بیا یې د کونړ او نورستان خواته را واړاوه . او همدا اوس په ټول سوات ، باجوړ ، چترال ، کونړ او نورستان کې فعالیت لري . هغه مهال پاکستاني چارواکو دا هم وویل چې له دغو طالبانو سره پر مختللې وسلې شتون لري . دا مهال دغه بمباردونه هم مجهول دي چې امریکایان د چا په پلوۍ څوک بمبارد وي .
بل دلیل یې د افغان مجاهینو د ملي اوعقیدتي یووالي قومانده سره وېشل وو ، چې هر کس او ناکس ته یې په پاکستان کې د خانۍ پېځوان پر پزه ور وځړاوه ، او تر آخره یې یو بل ته غاړه نه سره اېښودله .
بل دلیل یې په هند کې د امریکې د سفیر خبره وه چې ویلي یې وو : د افغانستان د لانجې د حل یواځینۍ لار تجزیه ده .
بل دلیل یې د امریکایي او انګلیسي ديپلو ماتانو هغه پلان ؤ چې په هلمند کې انګرېزانو (۲۰۰۰ ) طالبانو ته د نوي حکومت او تشکیلاتو جوړېدو کار پیل کړی ؤ او د هلمند والي اسد الله وفا هغوی افشأ کړل . پایله یې دا شوه چې دوی له افغانستانه وایستل شول ، او اسدالله وفا خپله دنده له لاسه ور کړه .
بل دلیل یې د امریکایي سناتورانو او جرمني انډیوالانو له خوا د شمالي ټلوالې د مشرانوجرمني ته ور بلل کېدل وو چې د افغانستان په تجزیې او پلانونو عملي کولو ور سره غږېدلي وو .
بل دلیل یې د افغانانو تر منځ د سولې مخه نیول دي . تر څو ملي یووالی په کې را څرګند نه شي .
بل دلیل یې د حکومت تر څنګ د دونرانو او( ان جي او ) ګانو موازي حکومت دﺉ چې کلیدي او تعلیم یافته خلک یې تر څنګ ور سره نیولي .
بل دلیل یې په حکومت کې د غربي مافیایي ډلګیو ځای پرځای کېدل دي چې اداري فساد ، لوی اختلاسونه او غلاګانې همدغو خلکو کړې دي .او له بله اړخه یې د اخلاقي فساد له پاره پراخې زمینې برابرې کړې او هر لوړ چارواکی ځانته معشوقې لري . چې د ځینو د تورنېدو خبرې په مېډیاوو کې هم انعکاس مومي .
بل دلیل یې له هلمند څخه کندز ته په چورلکو کې د طالبانو په نامه د نا څر ګندو خلکو انتقال ؤ چې په کندز کې یې جګړه پرې توده ساتلې وه او بیا یې له هغې لارې منځنۍ آسیا ته ور سول .
بل دلیل یې د مخدرو موادو د انتقال مسأ له وه منځنۍ آسیا ته د بدخشان له لارې چې تر اوسه دوام لري . بل دلیل یې د لر او بر پښتوڼ ځپل دي تر څو چې کله انګلیس او امریکا په لوی بدخشان کې د اسماعیلیه فرقې دغه شوم پلان عملي کوي ، نو دوی به د پښتون میشتو سیمو ټول پوځي او مردمي زور اوبه کړی وي ، او بیا به له شانه برید نه شي ور باندې کولی .
جنرال دوستم هم ښایي د همدې توطیْې ښکار شوی وي . ځکه د پردې تر شا به ور سره موافق نه ؤ . ځکه عطا محمد نور ته ولې څه نه وایي .
بل دلیل یې دادﺉ چې امریکې او انګلیس له تاجکستان سره داسې قراردادونه لاسلیک کړي چې پر مټ یې امریکې او انګلیس په ګډه په ګوسفندي تاجکستان کې هندوستان ته د درېیو پوځي اډو ور کولو ځای ور کړی ، تر څو د روسانو او چینایانو د مداخلو مخه پرې ونیسي .
بل دلیل یې دادﺉ چې پاکستان ته یې دستور ور کړی چې پر کونړ او نورستان باندې خپل بریدونه جاري وساتي ، تر څو افغان دولت دېته اړشي چې له چین سره د عینک د مسو او د آمو حوزې د تېلو قرار دادونه فسخ او له امریکایانو سره یې ددوی په خپلو شرایْطو ومني . او زلمي خلیلزاد د همدې له پاره خپله سیاسي قبله لنډې خوا ته اړولې ده .
بل دلیل یې دادﺉ چې امریکایانو اوانګرېزانو دواړو د هغو سیمه ییزو خصوصي امنیتي کمپنیو پلتنې بېرته سره را ټولې کړې او د خپلو (۳۰۰۰۰ ) پوځیانو په ملاتړ له ګلګیته تر چترال او بدخشانه پورې پوځي فعالیتونه کوي .
بل دلیل یې د ځمکواو سړي تښتونو مافیایي سیستمونه ټینګول اود بانکونو لوټول دي . چې په ښکاره د جانیانو نړیوال حمایت هم موجود دﺉ .
بل دلیل یې په امنیتي او قضأ یي سیستمونو کې د قانون او شریعت تر پښو لاندې کول دي تر څو پر کوم جاني او مجرم اسلامي حد جاري نه شي .
بل دلیل یې د بشري حقونو د تش په نوم ټولنو نهادونه دي چې تل یې په پټو سترګو یواځې د بد اخلاقه مجرمینو یو اړخیزه دفاع کړې ده او بس .
بل دلیل یې د امریکایي رورا باکر ښکاره مخالفت دﺉ چې د افغان حکومت او ملي یووالي په وړاندې یې په څوڅو ځله خپل غبرګون ښکاره کړی .
بل دلیل یې د ؤلسمشرۍ په وروستیو ټولټاکنو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله را پور ته کول وو . چې بیا و نه توانېدل او بدنام شول .
بل دلیل یې دادﺉ چې په هلمند ، کونړ او نورستان کې داسې فرمایشي والیان کېنول شوي چې تل یې هغه ؤلسونه پرانګرېزانو، امریکایانو او پاکستانیانو باندې ځپلي ، او د پاکستان پر لاسوهنواو تېریو یې سترګې پټې کړې دي . چې دغه ډول والیا ن ټول د پیرصاحب او حضرت صاحب په ګوندونو پورې تړلي دي ، او سړي ته شک پیدا کېږي چې خپله پیر صاحب او حضرت صاحب چاته کار کوي ؟ افغانستان ته ، اوکه پردیو ته ؟ که نه نو څنګه دغه ډول مشکوکو خلکو ته د چارو و اګې سپاري ؟
بل دلیل یې دادﺉ چې امریکې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره جوخت په ترکمنستان او ازبېکستان کې ( اووه سترې کمپنۍ ځای پر ځای کړې دي ، د کسپین او تور سمندرګي د زېرمو را ایستو له پاره یې لا له وړاندې سر مایه ګزاري کړې ده .
بل دلیل یې د بلخ د والي عطا محمد نور پر پښو درول ، ؤلسمشرۍ ته درېدل او ښکاره توشه ده چې د شمال لږه کي پښتانه یې په زوره له تاجک او هزاره مېشټو سیمو پرې را ایسار کړل .
بل دلیل یې دادﺉ چې په افغانستان کې یې ځنځیري وژنې پیل کړې ، مهم کسان یې ووژل ، خو قاتل معلوم نه شو . او ټول قتلونه پر هغو طالبانو ور وتپل شول چې اصلاً په مغارو او بندیخانو کې پراته دي .
اوس چې دا خبره د اسد په اوومه ، اتمه ، او نهمه نېټه په پرله پسې ډول په طلوع نیوز او کابل نیوز کې د یوې موثقې منبع په حواله چې نوم یې نه دﺉ افشا کړی خپره شوه چې (( امریکا غواړي اوس د تاجکستان او افغانستان بدخشانونه تر چترال او ګلګیت پورې سره یو ځای ، او د دولت اسماعیلیه په نوم یو نوی دولت جوړ کړي . )) پاکستان هم له امریکې سره په دغهB ‌ ډوله پلان عملي کېدو کې همغږی دﺉ . ځکه خو امریکه وخت ناوخت پاکستان ته ډالري باجونه ور کوي ، تر څو له یوې خوا ور سره همکاري وکړي ، او له بل پلوه په سیمه کې تجزیه له همدغې نقطې څخه پیل کړي .
پر پاکستا ن باندې هم په کراچۍ ، سند او بلوچستان کې د نا امنیو فشار دﺉ چې دواړه صوبې له پنجابي ادارې څخه خپله آزادي غواړي . ځکه همدا اوس د مهاجر قومي غورځنګ مشر په لندن کې ناست دﺉ او له هغه ځایه د آزادۍ قوماندې ور کوي . هره ورځ خلک وژل کېږي ، او د تجارت ، صنعت ، تولید او ټولو اقتصاد ي سیستمونوستنې یې پر صفر درولې دي . او د بلوڅانو مشران خو آن تر پېنتاګون پورې ور وغوښتل شول ، او په شپو شپو د بېلتانه مشورې ورکړل شوې . (۳۰۰) بلوڅ ځوانان خو آن د لومړي بوش په زمانه کې د امریکې سمندري ځواکونو ته د ټرېنېنګ له پاره وروړل شول . نو پاکستان ځکه پر افغانستان باندې د هر ډول فشار راوړو ته لاس په نامه درېدلی ، چې د امریکې د خوښې افغانان ور ته ساتي ، او د امریکې مخالفین وژني او په زندانونو کې یې اچوي .
امریکه او انګلیس دواړه په تاجکستان ، افغانستان او پاکستان کې اسماعیلیه نوی دولت ددې له پاره جوړوي چې له همدغې سیمې څخه د منځنۍ آسیا او نورو آسیایي هېوادونو تجزیه پیل کړي ، تر څو په آسانۍ سره د نویو دولتونو جوړولو په پلمه د هغوی ملاتړ ترلاسه او د سیمې ټولې ځمکنۍ زېرمې غربي مافیایي پوځي ډاکو ګران لوټ کړي .
اوس یې روسانو ځکه مخالفت وکړ چې د منځنۍ آسیا زېرمې د خپل ځان حق ګڼي ، او د تاجکي برخې او نورو اړوندو سیمو عامو خلکو ته یې دد فاع په خاطر سپکې او درنې وسلې او توپخانه یي رصد خانې ور وېشلې دي ، او خپله یې پوځونه د افغانستان سره پر پوله واچول ، د تاجکستان او افغانستان تر منځ پوله یې وتړله ، بل لور ته افغانستان هم وویل چې خپله پوله یې له تاجکستان سره وتړله ځکه چې له تاجکستان څخه اور پکي افغانستان ته را اوړي او زموږ په هېواد کې نا امنۍ او د جګړې اور ته لمن وهي . خو خبره دا سې نه ده ، اصلي خبره داده چې ډېره موده وړاندې له یوې خوا اسماعیلیه فرقې له بدخشانه تر بغلان او نورو شمالي سیمو پورې د خپل عقیده تي کمپاین لمنه پټه غځولې سا تلې وه . د کرزي له راتګ څخه یې ناوړه ګټه پورته کړه . رسنۍ وایي : کرزی هم داسې څوک نه دﺉ چې پرته له شیعه ګانو څخه بل افغان ته یې ګټه رسېدلې وي .
په افغانستان کې د احسان الله بیات مخابراتي او ساختماني شبکې ، او د آغاخان د لرغونو آثارو رغولو پروژې ټولې د همدغه دولت د تشکیل او دعوت له پاره په افغانستان کې روانې دي . چې ټول باستاني آثار یې لوټ ، او مصنوعي بیا رغونه یې تر شپږو میاشتو آخوا نه ده پایْېدلې .
که څه هم دا خبر په کابل کې د امریکې اوسني سفیر رد کړ ، خو بیا هم امریکې او انګلیس دواړو په ګډه په هغه سیمه کې دداسې یوه کفري دولت د جوړېدو تابیه له پخوا را هیسې نیولې ده . او خپل (۳۰۰۰۰ ) پوځیان د اسماعیلیه دولت د جوړېدو او ملاتړ په خاطر هلته همغې سیمې ته له افغانستانه د وتو په پلمه وړي .
په افغانستان او سیمه کې دغه ټوله پوځي ، سیاسي او اقتصادي سناریو د همدغو دوو هدفونو ترلاسه کولو ( تجزیې او ځمکنیو زېرمو لوټولو او غلا کولو) له پاره روانه ده .
خو که ددغې سترا تېژیکې سیمې پر سر جګړه پېښه شي ، امریکا د ستراتیژیک سند له مخې له افغان خاورې هم استفاده کولی شي . چې په دې ترڅ کې به افغانستان له یوې خوا له تجزیې سره مخ شي ، او له بله اړخه به د پردیو اتومي جګړو د اور خوراک شي . ځکه دا پېښې په داسې وخت کې را منځته کېدونکې دي چې په افغانستان کې مشر تابه نوره پر ختمېدو ده ، او وروستی زعامت هم په خطر کې دﺉ . که داسې وشي ، نو د افغانستان د خپلواکۍ ، خلکو او د خاورې د تمامیت برخلیک به څه وي ؟ !!!..... افغانانو ته په کار ده چې د وسله وال قصاب چړې ته خپل پام ور واړوي ، د قصاب د انډیوالانو په خوله ونه کړي ، تر څو په ژوند پوستکی ترې و نه باسي . چې بیا به یې وروسته له مرګه هم څوک جسد تشخیص نه کړي .


larghonay laraway
04.08.2012

السلام عليکم!
دا د امريکايانو زوړ پلان دی چې افغانستان، پاکستان، ايران او تاجکستان به په وړو وړو ټوټو وېشي د دې نقشه يې هم خپره کړې وه!
د پاکستان، ايران او افغانستان بلوڅانو ته به بلوچستان جوړوي!
د تاجکستان، پاکستان د چترال او افغانستان د بدخشان اسماعليانو ته به جلا هېواد جوړوي او پښتنو ته جلا
خو زما په نظر اوس بلې خوا ته کار روان دی او هغه دا چې پښتانه هم په بېلابېلو ټوټو وېشي دا هڅې د دې لپاره دي چې په اينده کې واړه واړه هېوادونه وي لکه د عربو امارات چې د امريکا تر لاس لاندې وي او هر وخت يې کنټرول کړی شي. حتی که کله چا سرکشي وکړه نو د کويت غوندې به يې په نيم ساعت کې په بل هېواد ونيسي !
د کرزي له کړو وړو دا سې ښکاري چې هغه لا د وخته ورسره دا خبره منلې ده ځکه خو يې دا دولس کاله د اهليت او قابليت پر ځای قوميت ته کار وکړ ، د وزارتونو، رياستونو او مديريتونو څوکۍ يې په قومي مصلحت ووېشلې، هزاره ګان په لوی لاس پورته پورته کوي، پښتانه يې څنډې ته کړې دي، تاجيک، ازبيک او نور قومونه هم مخکې دي.
همدا راز يې د قومونو پر بنسټ ګوندونه رامنځته کړل چې له اکثرو سره يې بهرني سفارتونه مرستې کوي!
قومي اتحاديې يې جوړې کړې چې يوازې د يو قوم لپاره فکر کوي!
په دې کې د ډېر شرم خبره دا ده چې پښتنو ته يې د قوم پر ځای د (خېل، زي، او نورو قبيلوي سمتونو او څانګو) پر بنسټ اتحاديې جوړې کړې او ټول يې په کې مصروف کړې دي!
په دې کې يو شمېر غرب مېشتي افغانستان لکه باري جهاني، معصوم هوتک، ډاکټر پښتونيار او يو شمېر افغانستان مېشتي سمتپال او قبيله پالو د لجې او خېل له مخې ټولنې جوړې کړې او په درز کې ورته کار روان دی!
حتی شمشاد ټلويزيون د (سو) او (شو) په نامه بې اتفاقۍ او د پښتنو ځپلو ته ملاتړلې ده !
زما په نظر د دې راتلونکې ډېره توره، کرغېړنه او تباه کوونکې ده!
کمونيستي وحشي يرغل او طالیبي تور انپړ لښکر دا هېواد او خلک دومره ونه ځپل لکه د کرزي تمدن او ازادۍ چې د ورکېدو کندې ته ورټېل وهل!


عمر۲۰۱۲
10.08.2012

قدرمنو لوستونکو،

لومړی، دا وړاندیز چی امریکا او برتانیا یو اوږدمهاله ستراتیژک پلان د افغانستان د تجزیه کولو لپاره لري او په سیمه کی د یو نوی هیواد د جوړولو ادعا بلکل غلطه ده، او فقط د توطئه یا دسیسه ګرو تیوري بلل کیږي. برعکس، د امریکي متحده ایالاتو نیت او هدف تل د القاعدی او د دوي د ملګرو نسکورول او له منځه وړل دي، چې د افغانستان او سیمي په بی ثباتي کی یو عمومی خطر ګڼل کیږي. دوهم، د ستراتیژیک همکاریو تړون په لاسلیک سره، د امریکي متحده ایالات په ډیر صراحت سره خپل نیت واضع کړی چی دوي نه غواړي په افغانستان کی د دایم لپاره پاتي شي، اما خپلو مرستو ته به دوام ورکوي او د افغان ولس سره به خپل اوږدمهاله تعهد ساتي. د امریکي متحده ایالات او ائتلاف ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کی ډیر زیار باسي تر سو دوي جنګي تیارې ولري، او په دی ډاډه شي کله چی د امنیت د انتقال پروسه په ۲۰۱۴ کال کی تر سره کیږي، افغانان په دی وړ اوسي چی خپل هیواد د بهرني او کورني دښمنانو د تهدید نه وساتي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام
http://www.centcom.mil


pattang
10.08.2012

[quote:03ca24b0c5="عمر۲۰۱۲"]قدرمنو لوستونکو،
لومړی، دا وړاندیز چی امریکا او برتانیا یو اوږدمهاله ستراتیژک پلان د افغانستان د تجزیه کولو لپاره لري او په سیمه کی د یو نوی هیواد د جوړولو ادعا بلکل غلطه ده، او فقط د توطئه یا دسیسه ګرو تیوري بلل کیږي. برعکس، د امریکي متحده ایالاتو نیت او هدف تل د القاعدی او د دوي د ملګرو نسکورول او له منځه وړل دي، چې د افغانستان او سیمي په بی ثباتي کی یو عمومی خطر ګڼل کیږي. دوهم، د ستراتیژیک همکاریو تړون په لاسلیک سره، د امریکي متحده ایالات په ډیر صراحت سره خپل نیت واضع کړی چی دوي نه غواړي په افغانستان کی د دایم لپاره پاتي شي، اما خپلو مرستو ته به دوام ورکوي او د افغان ولس سره به خپل اوږدمهاله تعهد ساتي. د امریکي متحده ایالات او ائتلاف ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کی ډیر زیار باسي تر سو دوي جنګي تیارې ولري، او په دی ډاډه شي کله چی د امنیت د انتقال پروسه په ۲۰۱۴ کال کی تر سره کیږي، افغانان په دی وړ اوسي چی خپل هیواد د بهرني او کورني دښمنانو د تهدید نه وساتي.
مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام
http://www.centcom.mil[/quote:03ca24b0c5]

اول خو ستا لپاره شرم دی چې داسې بد ليکې او ځان دې خرڅ کړی دی!
رزيله!
ته ورشه داسلام او دصليبي کليسا او پاپانو يې يوارې تاريخ مطالعه کړه
چې دوی په وار وار په کراتو په اسلامي نړۍ حملې کړې دي ..... خوشې
په دالرو کناراب ته مه ورسره څه چې شرم دی ته به هم ګنډه تړې ??

انګليس خو زمونږ ملک يووارې تقسيم که او کوزه پښتونخوا يې راڅخه په زور او
غدر بېله کړه نو بيا به ولې امکان و نلري !
***
که فرضاامريکايې درونې او بې پلوټه الوتکې د القاعدې په لاس ورشي او هم القاعدي
د اسې راپورتر لاسه کړي چې په پلانۍ ورځ بوش د امريکا په کانګرس کې خبرې کوي
اوپه دغه ورځ القاعده دې درونې په واسطه د کانګرس ماڼۍ بمبار کړي او بوش
پکشې مردارشي نوټوله صليبي نړۍ به دتيرور او ډېر ناروا کار خبرې کوي او خپل
عساکربه اسلامي نړۍ ته مرشه وي !
خو دغه صليبي سپي په وزيريستان کې د خپلو غلطو مخبرانو په خبرتيا هر ه مياشت
بې ګناه خلک په پټو سترګو بې محکمې ديوو پر ځای په لسګونو ښځې او کوچنينان
دخپلې درونې په واسطه وژني او صليبيان يې په وياړ سره يادوي خو يو يې هم له
صليبي تيرور څخه نه ګڼي !
ايادا عدالت دی !
ته له القاعدې نه خبرې کوې ، القاعده دهر مسلمان په زړه کی ده کله چې صليبي جنايت
اوتېری ويني ! تر څو چې امريکا د يهودو سره مرسته کوي او دفلسطين خاوره نيسي
تر څو چې صليبيان بې ګناه مسلمانان وژني او به ښځو يې تېری کوی القاعده به بچې
زېږوي او ددوی په مخ کې به دريږي او داسلام دناموس دفاع به کوي !
القاعده هرچېرې او دهر مسلمان په زړه کې ده٠
هر چېرې چې سپی غاپي خوار فقير ورته سوټی لري !


larghonay laraway
13.08.2012

سلامونه !
عمر صيب تاسو په کوم دليل وايئ چې امريکا د افغانستان او د سيمې د تجزيې لپاره کار نه کوي؟
ايا د بکټي ډله بلوڅان چې په کندهار کې احمدولي کرزي کورونه ورکړي د امريکې له خوا ورسره مرسته نه کېږي؟
ايا په افغانستان کې ژبني، لهجوي او منطقوي تعصب ته امريکايان فنډ نه ورکوي؟
که نه يې ورکوي نو کرزي ته خو هم د امريکې پيسې ورکول کېږي بيا يې ولې مخه نه نيسي؟
ايا هزاره ګان په لوی لاس پورته پورته نه کېږي؟
که امريکا يې نه غواړي نو کرزی د دوی پيسې ولې په تعصب خپرولو مصرفوي ايا امريکا رښتيا هم همدومره ناخبره ده؟
که امريکا غواړي د القاعده وو مخه ونيسي نو خپلې قواوې دې سرحدونو ته کړي او هلته دې ورته ټينګ شي نو په کابل ښار کې ولې غوبل کوي او ګرځي راګرځي ؟

پاتې شوه د عسکرو روزنه:
دا هم دروغ ده ځکه امريکايانو زړه تجربه لرونکې اردو ختمه کړه او نوي ځوانان چې يوزې د اقتصادي ستونزو له امله ملي اردو ته راځي همغه جزبېږي نو ته ووايه چې دا د اردو پياوړتيا لپاره کار کوي که ختمولو لپاره!
ايا په درې مياشتو کې هم څوک جنګي تکتيک زده کولی شي؟

امريکا په لوی لاس فساد او اختلاس ته لاره هواروي کنه د دوی په اصطلاح چې دلته يې پيسې مصرفېږي او بچي يې وژل کېږي نو بيا له کرزي نه ولې سمه پوښتنه نه کوي؟


عمر۲۰۱۲
15.08.2012

قدرمنو لوستونکو،

د امریکي متحده ایالاتو هدف په افغانستان او سیمه کی د ثبات او سولې ټینګښت ده، او په دې ټول پوهیږو چی فساد، اختلاس او تعصب سولې او ثبات ته لاره نه برابروي. بی له هیڅ شکه فساد په افغانستان کی یو اساسی ستونزه ده، او مونږ دا ټکې په ډاډه منلې. زمونږ تمه یا توقع د افغان حکومت نه دا ده چی د خپل د دسیمبر میاشتې د بن کنفرانس تعهد تعقیب کړي او د فساد سره په جګړې کی نور اغیزمنده ګامونه واخلي او په ډاډه ډول په دولتي تاسیسونو کی بنسټیز سمون راولي تر سو موثره، شفافه او مسووله یا ځواب ورکوونکی دولتې اداري منځته راوړي.

د اصلاحاتو او د فساد د مخنیوي لپاره د ښاغلی کرزی وروستې فرمان د ښاغلی کرزی ژمنه او نیت د فساد په لمنځه وړلو کی ښیې، او مونږ د دغو ستونزو په حلولو کی د افغان همکارانو سره به یو ځای خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو تر سو چی د شفافیت او ښه حکومتداری کچه لوړه کړو، او د تقلب، فساد او ناوړه ګټه اخيستلو په مخنیوی کی کار وکړو. . په پای کې، دا له هیره مه باسې چې روزنه او زده کړه یوه دوامداره پروسه ده او د لومړې درې میاشتو په پای کې نه ختمیږی.

د یو غښتلې اردو جوړول، درنو لوستونکو، آسانه کار نه ده او ډیر وخت نیسي، اما په آخره لسیزه کی د ملی اردو د پام وړ غوره توب نه باید څوک انکار ونکړي. افغانان باید د ملی اردو په بریالیتوب وویاړي، او د ټول افغان ولس د ښه والي لپاره د ملی یووالې او پخلاینې ملاتړ او ترفیع باندی پام وکړي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام
http://www.centcom.mil


pattang
15.08.2012

[quote:1e08f39862] عمر۲۰۱۲ قدرمنو لوستونکو،

د امریکي متحده ایالاتو هدف په افغانستان او سیمه کی د ثبات او سولې ټینګښت
ده، او په دې ټول پوهیږو چی فساد، اختلاس او تعصب سولې او ثبات ته لاره نه
برابروي. بی له هیڅ شکه فساد په افغانستان کی یو اساسی ستونزه ده، او مونږ دا ټکې
په ډاډه منلې. زمونږ تمه یا توقع د افغان حکومت نه دا ده چی د خپل د دسیمبر میاشتې
د بن کنفرانس تعهد تعقیب کړي او د فساد سره په جګړې کی نور اغیزمنده ګامونه
واخلي او په ډاډه ډول په دولتي تاسیسونو کی بنسټیز سمون راولي تر سو موثره،
شفافه او مسووله یا ځواب ورکوونکی دولتې اداري منځته راوړي.
د اصلاحاتو او د فساد د مخنیوي لپاره د ښاغلی کرزی وروستې فرمان د ښاغلی کرزی
ژمنه او نیت د فساد په لمنځه وړلو کی ښیې، او مونږ د دغو ستونزو په حلولو کی د
افغان همکارانو سره به یو ځای خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو تر سو چی د شفافیت او ښه
حکومتداری کچه لوړه کړو، او د تقلب، فساد او ناوړه ګټه اخيستلو په مخنیوی کی
کار وکړو..... [/quote:1e08f39862]

اي نالتي غدارانو صليبيانو نالت پر تاسې چټلو !

ولې تاسوپه افغانستان کې سبات غواړۍ ? ايا ستاسو په خپل چټل تاريخ کې په
کوم ځای کې بې سياسي او اقتصادي هدفه مرسته کړې ده اوسبات مو
غوښتلی دی ?
په سوريه کې عدالت غواړۍ خو په افغانستان کې د شپې په چاپو کې په لسګونو
بې ګناه خلک وژنۍ او په وزيرستان کې په خپله درونه هره اونۍ تيرور کوۍ !

** اوبيا دابلې حرامزادګي ته مو ګورۍ :

تاسو اداري فساد په افغانستان کې د CIA په اجنټ کرزي مداري چې ٦ سميستره
يې په هند کې لنډه غري کړې دلنډغري له بچلېره / bachelor وروسته يې بيا cia ته
لار پيداکړې او دهغو په نورو دولتي ملګرو چې جنګي جنايت کاران دي اداري فساد
ور که وۍ ????????????????
[color=brown:1e08f39862]يانې دا مانا چې صليبيان فساد په فسادګرو او بېکارو ورکه وي او
يا غول په ميتيازوپاکه وۍ ?? ايا دا امکان لري ?????????[/color:1e08f39862]
[color=darkblue:1e08f39862]:==> دخر پولانو ، متکبرو صليبيانو او cia سياسي منطق !!
[/color:1e08f39862]
[quote:1e08f39862]د یو غښتلې اردو جوړول، درنو لوستونکو، آسانه کار نه ده او ډیر وخت
نیسي، اما په آخره لسیزه کی د ملی اردو د پام وړ غوره توب نه باید څوک انکار ونکړي. افغانان باید د ملی اردو په بریالیتوب وویاړي، او د ټول افغان ولس د ښه
والي لپاره د ملی یووالې او پخلاینې ملاتړ او ترفیع باندی پام وکړي. [/quote:1e08f39862]

انشا الله چې لاسپوڅې صليبي اردو به طالبان وروڼه ژر له منځه يوسي او ستاسې
چټلې ريښې به وباسي، اوکه خپل اشغال او تيرور ته نور هم دام ور کړۍ نو دا
درې يم صليبي جنګونه به لکه پخوا 200 کاله دوام کوې او له هر ځايه به مسلمانان
د جهاد لپاره افغانستان ته راځي او ستا سو په ضدبه چنګيږي !

نالت په لاسپوڅيو او صليبيانو!
ژوندی دې وي اسلامي مقاومت !

دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام
http://www.centcom.mil


طیب زابلی *
17.08.2012

عمر لیکی :
د امریکي متحده ایالاتو هدف په افغانستان او سیمه کی د ثبات او سولې ټینګښت ده،

عمر صیب ډیره مننه ! ؟ رښتیا هم دا ستاسو باداران په افغانستان کی سوله او ثبات غواړی ، هره ورځ کورونه بمباریږی ،ماشومان او ښځی شهیدانیږی په کورونو کی تالاشۍ کیږی ، دعزت خلګ بی عزته کیږی تاسو یی لا دثبات او سولی په تمه یاست ،

ای ډالر خورو ! ځه وخت به مو نسونه ډک شی؟
های های ځه وخت به دطالبجان چړی ته برابر شئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more