د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

قراني اعتدال

رښتینی
02.08.2012

قراني اعتدال

میسون السویدان دکویت دمشهور شیخ طارق السویدان
لورده څو ورځي مخکي یې په ټویټر کې دالاندي خبره ولیکله :
انها تتيه في شوارع مكة تبحث عن الله... ولم تجده..!!
داوایې زه دمکي په کوڅو کې په خدای پسي ډیره وګرځیدم
خو پیدامې نکړ ..!!

په دي خبر سره په میسون باندي له یوه بل لوري دعربو دتنکیو شیخانو له لوري دتکفیر کاڼي ووریدل او شنه کافره یې ورنه جوړه ګړه اوپه پلار (دکتور طارق السویدان) باندي یې هم خلکو هیڅ ونه سپمول چې خلکو ته نصیحتونه کوې اوپه کورکې شنه کافره اوسې !!

څه وخت میسون غلي وه د تویټر هغه جنجالي چوڼی (تغریده) یې
هم پاکه کړه خو اوس بیرته راپورته شوه او په دي یې چې دکفرباړونه چلولي وو
هغوی ته یې لیکلي دي :

دکفر ټاپه وهونکو تاسو فکر کوئ زه به غلي شم ، نه نه ولاکه مې غلي کړئ ...
زه له لویدیځ نه مسلمانه راستنه شوي یم خو دلته تاسو سرسختو مسلمانانو بي دینه کړم ! تاسو په ښکنځلو او تکفیر سره مسلمانان تعذیبوئ څو یې له دینه وباسئ خو
زه له دین څخه نه وځم ... داسمه ده چې تاسو له کوم دین نه دفاع کوئ دا زما دین نه دی زما دین اسلام او رحمه دی او ستاسو دین تکفیر او خلک زورول دي

میسون اوږدي خبري کړي دي او کوم سرسخته خلک چې خلک
په اسانه داسلام له دائري باسي هغه یې سخت ټکولي دي او
دا توندي یې سلفیانو یاپه اصطلاح وهابیانو ته متوجه ده دایوځای وایې :
مَن كان يعبد محمد بن عبدالوهاب - فإنّه قد مات، ومَن
كان يعبد الله فإن الله حيٌّ لا يموت....

که څوک د محمدبن عبدالوهاب عبادت کوې هغه ومړ او که څو ک دیوه خدای
عبادت کوې هغه تل ژوندی او نه مرې ...میسون ډیره تکړه شاعره هم ده هغه دخپلي لیکني په پای کې دشعرپه ژبه کاږې :

أحدٌ أحدْ..
ربُّ المكَفِّرِ شيخُهُ… رب المكفِّرِ سيفُهُ…
وأنا إلهي ليس يسكن في جمادٍ أو جسدْ…
أَحدٌ أحَدْ … أحَدٌ أحَدْ …
إن تضعوا حجر التكفير على صدري فلا أقول إلا: أحدٌ أحدْ..

یعني خدای یو دی یو دی دکفر دټاپه لګوونکي خدای خپل استاد او خپله توره ده ، خدای یو دی یودی یودی یودی ، که تاسو دتکفیر کاڼی زماپرسینه کیږدی هم زه به
وایم چې خدای یو دی یودی یودی

د دي کویتي نجلی دلیکني مهم ټکي مې ځکه راواخیستل چې نن
سبا داسي کسان شته چې د دعوت په لاره کې سخت چلند غوره کوې اوپه دي هڅه
کې وې چې څوک د دوی په نظر نه وې دهغو له پاره دتکفیر بهانه جوړه کړي او په
ولیو یې ور حواله کړې
دا ضرور نده چې زه دی له دکتور طارق او دهغه له لور سره د دوی په کړنو کې
موافق یم اویا به د میسون السویدان له دي موجوده لیکني سره موافق یم ...
دا کوم چلند چې دي غوره کړی دی دا هیڅکله مناسب نشم بللی
او داراز چلند دافراط په مقابل کې لا زورور افراط دی چې ترمنځه یې
شر راوتلی شې نه خیر ...

خو کوم وروڼه چې د دین په لاره کې افراط ته پناه وړي او دخلکو
تکفیر او مشرک ګرځول اسانه کارګڼي د دوی په وړاندي لاره ازغنه
او داسلام دمعتدل مزاج پراساس دخدای هم نده خوښه او داسلام له معتدل مزاج
نه زما موخه هیڅکله هغه اعتدال نده چې نن یې لویدیځ او لویدیځ پلوې معرفي
کوې دهغوی اعتدال هم تر انحراف کم نده اصلا له اعتدال نه زما موخه قراني
اعتدال دی چې هغه موږ (وسط امت) بللي یو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more