اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
زه سلفیان اووهابیان بدعتیان بولم خوحذیفه یی کافران بولی
Mazharee
01.08.2012
درنواقدرمنوکتونکواولوستونکو! له کومی ورځی چی ځمااودحذیفه ترمینځ بحث روان دی، زه ودته په سلفی اووهابی باندی خطاب کوم، ده راته څوځلی ویلی دی، چی ماته دسلفی اووهابی خطاب مکوه، زه سلفی اووهابی نه یم،مادده د دغه غوښتنی دنه منلودلائل په مفصله توګه په خپل مخکنی لیکنوکی دده مخی ته ایښی دی، چی ده یه دځواب ورکولوڅخه په هرځلی ځان دخپل پخوانی عادت په ځیردی خوا اوهغی خواته کړیدی، ماته یی قناعت ندی راکړی، چی زه دی نوردته په مخکنی نومونوباندی خطاب ونکړم، کڅه هم مادغه دلائل په مخکنی لیکنوکی په تفصیلی ډول ذکرکړی، خوتاسوته ئئ دسهولت لپاره خلاصه ده دلیل وایم: ماورته داسی دلیل ویلی دی، چی ګوره حذیفه صیب! اوس زمونږپه زمانه کی، سلفیت، وهابیت، اومجتهدپه اعتبارسره دمصداق سره مترادف دی، یعنی کوم څوک چی مصداق دسلفی وی اویاوهابی وی، هغه مصداق ده مجتهدهم دی، اوچی څوک مصداق ده مجتهدوی هغه مصداق ده وهابی اوسلفی هم دی، که څوک وایی: زه سلفی یم، دهغه سره دعوه داجتهاداوپه مجتهدسره دده نومونه، که یی دی وغواړی اوکه یی ونه غواړی ضروری اولازمی ده، اوکه څوک وایی: زه مجتهدیم دحذیفه صیب غوندی، نودهغه سره دعوه دسلیفت اوهابیت اوپه سلفی اووهابی باندی دهغه نومونه، که یی دی وغواړی اوکه یی ونه غواړی ضروری اولازمی ده، چی دتقلیداومذهب هم دغه شانی حیثیت دی، یعنی که څوک وایی زه مقلدیم، دده سره دمذهبی دعوه، اوپه هغه باندی دده نومونه ، که یی دی وغواړی اوکه یی ونه غواړی ضروری اولازمی ده، اوکه څوک وایی زه مذهبی یم، دده سره دعوه دتقلید، اوپه هغه باندی دده نومونه ضروری اولازمی ده، ځکه مقلداومذهبی په اعتبارسره دمصداق سره مترادف دی.چی پدی وروستنی لیکنی کی هم حذیفه صیب، راڅخه هغه خپل پخوانی غوښتنه کړیده، خوپه نوی لهجه، داسی لهجه چی ده هغی لهجی څخه داسی معلومیږی چی حذیفه صیب ته نوم دسلفی اوهابی داسی حیثیت لری لکه نوم دکافر،فاسق اوفاجرچی ده پخپل لیکنی کی همدغسی ویلی دی. دغه دده لیکنه ده ویی ګوری.....
یاره ! ډېر شرير او متعصب سړی يې ، د تعصب له ګدۍ نه کښته کېږې ، ما در ته څوځلې وويل چي له مسلمان پرته دا نور حرام او ناروا نومونه ماته مه استعمالوه خو ته بیا هم په ډېره بې شرمۍ او سپين سترګۍ دا کار کوې ، په لومړي سر کي مي در ته وويل چي دا کار به دي پر مخالف لوری شخصي تېری وي خو ته بیا هم ترې مخ نه ګرزوې ، که دي بل ځل هم داسي وکړل نو بیا له بحثه ووزه او زموږ ترمنځ ستا غوندي سپک سړی نه ځايېږي ، دا ما ته د ښکنځلو معنی لري ، که زه تاته ووايم چي کافره ، یا فاسقه ، یا فاجره ، نو ته به څومره سره وپړسېږې ؟ څه حالت به دي وي ؟ زما له دې نومونو همداسي بد راځي لکه ته چي يې له دې یاد سويو نومونو وړې .بل ځل پام کوه !
نودده دغه پورتنی لیکنه صراحتاپردغه دلالت کوی، چی دده په آند کوم حکم اوحیثیت چی دکافر، فاجراوفاسق دنامه لپاره وی، عیناهغه حیثیت دسلفی اووهابی دنامه لپاره هم دی،
ځکه،ده په خپل پیشنهادی لیکنه کی، کافرمعطوف علیه اوفاجراوفاسق یی ورباندی عطف کړیدی، چی بداهتاهرحکم چی دپاره معطوف علیه وی هغه حکم عینادپاره دمعطوف هم دی، نودده په عقیده دفاجراوفاسق هم هغه حکم دی کوم چی دکافردی، اوبیاچی ده سلفی ، وهابی دکافره سره مقایسه کړی، اوغافلانه لزوماقیاس ځنی سویدی، نودده په فکردسلفی، وهابی دپاهرهغه حکم دی کوم چی دکافرحکم دی، ځکه دماته ویلی دی، کوم بدچی ته یی دکافردنامه څخه وړی په هغه اندازه بدزه دسلفی اووهابی دنامه څخه وړم، نودده ده دغه قیاس څخه داسی انګیرکیږی چیدی سلفی اووهابی هم کافربولی (العیاذبالله) ځکه مونږخویی کافرنه بولوبدعتی خرافاتی، ضال مضل یی بولو. نواوس ددی خبری کیدل به بیځایه نوی چی سړی دی ووایی: چی حذیفه صیب پرخپل ځان باندی دکفرفتوی وایستله، اوس که هم دی خوارکی خوندی خبر، ولی دده دخبری سیاق ددی فتوی ښه ښکارندوینه کوی،خوماته دیوی بلی خبری ویره سته چی خدای مکړه حذیفه صیب، دخپل بی تحقیقه اومخلوطی لیکنوله وجه مصداق دهغه حدیث نشی کوم چی په مسندامام احمد(رح) کی راغلی دی.
حَدَّثَنَا أَبُو النَّضْرِ حَدَّثَنَا الْمُبَارَكُ عَنِ الْحَسَنِ عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ قَالَ صَحِبْنَا النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَسَمِعْنَاهُ يَقُولُ إِنَّ بَيْنَ يَدَيْ السَّاعَةِ فِتَنًا كَأَنَّهَا قِطَعُ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا ثُمَّ يُمْسِي كَافِرًا وَيُمْسِي مُؤْمِنًا ثُمَّ يُصْبِحُ كَافِرًا يَبِيعُ أَقْوَامٌ خَلَاقَهُمْ بِعَرَضٍ مِنْ الدُّنْيَا يَسِيرٍ أَوْ بِعَرَضِ الدُّنْيَا. مسندامام احمدحدیث نمبر 17678.
درنولوستونکو! دعاوکړی چی خدای مونږاوتاسوټولوته هدایت وکړی اوپه خاصه توکه حذیفه صیب ته، چی بغیرله هغه هم ډیروعلماء داسی ویلی دی چی سلفیان اووهابیان په خوارجوکی داخل دی، چی وروسته به په نورولیکنوکی ددوی هغه مشترکی نقطی زه وتاسوته په ګوته کړم، اوچی داسی بی تحقیقه اوبی سوچه کیکل کوو لکه چی حذیفه صیب یی کوی ، نوبیاخوده علماؤ ددی خبری مصداق په صحیح توګه په وجد باندی راځی.