نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دطالبانونوي مشرتابه او امریکایان د سولې موافقې ته رسیدلي
اتل
01.08.2012
قدرمنو او محترمو وطنوالو اسلام العلیکم و رحمتالله و برکاته.
داسې ښکار ي چې د ظلمت او تیارو دوره پای ته رسیږي او د رڼا څرک، د رابریښیدوپه درشل کې دئ. دا لاندې مضمون زما د خوشبینې ګواه دي:
====================================================
الشرق الآوسط : طالبان له القاعدې جلا کیږي او اساسي قانون مني
تېره اونۍ په دوبۍکې طالبانو ته نږدې کسانو ناسته درلوده ، دشنونکو داټکل برعکس دطالب خوخښت نوې مشرتابه او امریکایان دځینومهمو خبرو په اړه جوړجاړي ته رسیدلي دي .اوس ستونزه له القاعدې سره اړیکې نه ، بلکې په افغانستان کې دواک ویش دی . دوه طالب مشران ، یو پخوانی جهادي کس او یو نارسمي افغان منځګړی ،چې له طالبانو سره اړیکې لري په خپلو خبرو کې ویلي دي دیوې لسیزې په تیریدو طالبان دخپلو تجربو پربنسټ نوي واقعیت ته رسیدلې دي او ټولو پریکړه کړې ده ،چې له القاعدې ځان خلاص کړي او هغه سیمې ،چې ددوی تر کنترول لاندې دي هلته به نړیوال ترهګرنه پریږدي . ټولو په یوه خوله وویل : که چیرې ملا محمد عمر په دې اړه یو فرمان صادر کړ طالب قومندانان او جنګیالي به یې ومني .
په طالبانو کې پخوانی وزیر وايي : ددې شونتیا شته ،چې دالقاعدې دغړو په اړه دایساف ، حکومت او طالبانو ګډ کمیسون ته راپورورکړل شي ، دوی به لومړی راپور کره او بیا به وړ اجراات تر سره کوي او امریکايي ځواکونه به دافغانستان دننه داجرااتو بڼه ټاکي . له څلورو څخه دریو یې له فایننشل ټایمز سره په خبرو کې ویلي دي : اوس ،چې په 2014 ز کې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي طالبان فکر کوي ،چې په دې هېواد کې دامریکا له نظامي اډو او نظامي سلاکارانو له شتون سره موافقه وکړي دا ډول یو دریځ له ټولو هغه څرګندونو سره په ټکر کې دی ،چې طالبانو پخوا نیولې و . په کابل کې باخبره سرچینې وايي : طالبان دیوې هر اړخیزې روغې جوړ په چوکاټ کې دامني ، خو دا ددې مانا نه ده ،چې دوی تسلیم شول .
دا دخپل ډول نوی پرمختګ دی دافغانستان داساسي قانون دمنلو په اړه څلورو واړو وویل : دافغانستان داوسني اساسي قانون په اړه طالبانو له پخوا څخه کومه نېوکه نه درلوده ، خو دوی دامریکا دا خبره نه منله ،چې قانون دې دخبرو لپاره شرط وي ، ددې امکان شته قانون وڅیړل شي او په یوه داسې غونډه کې ،چې طالبان هم په کې ونډه ولري بیا تایید شي . دا ټولې هڅونکې خبرې دي یوه بله خبره ،چې دسولې لپاره اړینه بلل کېدای شي ، خو پیچلې ده ، طالبان اوسنی اساسي قانون مني ځکه دا دمرکزي حکومت خبره کوي او دوی هم پیاوړې مرکزي هغه غواړي ،چې دراتلونکې لپاره خپل سیاسي رول خوندي کړي
===========================================
محترمو وطنوالو:
خود افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح االه مجاهد صاحب دا رپوټ رد کړیدي:
=============================================
دشرق الأوسط ورځپاڼې دخبر په اړه داسلامي امارت دویاند څر کندونې
-
Tuesday, ۱۲ Ramadan ۱۴۳۳
سه شنبه, 31 July 2012 12:13
دیک شنبې په ورځ د۲۰۱۲ / ۷ / ۲۹ تاریخ د شرق الأوسط لندن ميشتې ورځپاڼې یو خبر خپور کړچې په خبر کې د ځینو مجهولو څيرو له خولې داسلامي امارت په اړه ځینې څرګندونې شوې دي، پاتې دې نه وي چې نوموړې ورځپاڼې په دغه خبر کې پر بریتانوي فایننشل ټایمز ورځپاڼې حواله ور کړې ده . ټولو ته معلومه ده چې د یو څو مجهولو څيرو له خولو اسلامي امارت ته دنيږدې او سابقه مسؤولینو په نامه د دارنګه څرګندونو خپرول پرته له دې چې په اړه یې داسلامي امارت دفرهنګی کمیسیون او یا مسؤول لوري نه تصدیق وشي، دټولو نړیوالو رسنیزو بنسټونو او ارزښتونو پر خلاف عمل دی.
اسلامي امارت ټولو ته په ډاګه کوي چې یوازې هغه څوک داسلامي امارت داستازیتوب صلاحیت لري چې داسلامي امارت دسیاسي دفتر له خوا په تحریري ډول رسما یو هيواد او یا یو جهت ته ور وپيژندل شي.
بايد ووايو چې وخت پر وخت ځينې فرصت طلبه اشخاصو او جهتونو دیو لږ څه لاس ته راوړلو، لپاره دا رنګه فریبناک تصرفات کړي او کوي یې ؛ خواسلامي امارت دټولو لورو، سیمه یزو اونړیوالو رسنیو پام دغه خورا مهم ټکي ته را اړوي تر څو ددا رنګه غیر مسولانه تصرفاتو مخه ونیول شي او په غلط ډول معلومات ورنکړل شي .
ذبیح الله مجاهد داسلامي امارت ویاند
۱۴۳۳/۹/۱۲ هق
=============================================
خو د طالبانو نطاق د مسئلې د اصلي ټکي نه ځان تیر کړیدي. خدای دې خیر ورکړي، ډیر ښه یې کړي چې دا کار یې کړئ، ځکه چې هغه ندي غوښتي چې اصلي مطلب رد کړي، ځکه چې بیا به دده خبره غلطه ثابته شي. یعنې دهغه ددې سلوک نه داسې جوتیږي، چې ګواکي خبره رښتیا ده. ذبیح الله مجاهد دا نده رد کړې، چې د طالبانو دخوځښت نوي مشرتابه اوامریکایان د ځینومهمو خبرو په سر موافقې ته رسیدلي دي.
دلته یو لړ سوالونه را پیدا کیږي، لکه د طالبانو نوئ مشرتابه، یعنې څه؟ دالقاعدي نه د طالبانو بیلتون، او داسې نور. اوس پکار ده چې طالبان دا ثابته کړي چې د القاعدي نه جلا کیږي. کله چې طالبان دا کار وکړي، بیا به نورې مسئلې آسانه حل شي، او د طالبانو موقف به په خبرو کې پیاوړئ شي، څوک به د تیرورستانو د حمایې تورونه، نه ورباندې لګوي.
د تبصرې په پای کې باید ووایم، چې د هرې شخړې پای سوله ده، او په سوله کې بایلونکئ او ګټونکئ، ڼه مطرح کیږي، ځکه چې په سوله کې ټول دخیل اړخونه ګټونکي دي.
آمین، یا رب العلمین.[size=18:7576f60d20][/size:7576f60d20]
pattang
01.08.2012
وروره دا ټول ډولونه دي !
مردار شی هلته پاکيږي چې ښه يې پرې مينځې خو يو رژيم هلته پاکيږي چې
نسکور او په سر يې پاک رژيم راشي !
کوم قانون اساسي يانې څه ! هغه داشغالګرو ياداشتونه !
دوستم ، محقق ، عطا ، فهيم به څوک محاکمه کوي !