اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د قياس او اجماع منونکو ته چيلنج
وصيل ( پېروز )
31.07.2012
ښاغلو او اغلو !
ښې ورځې او شپې درته غواړم
د اسلام په دين کي دننه ځيني داسي کړۍ هم شته چي د قرآن او حديث تر څنګ ګڼ نور اصول هم د دين برخه ګڼي او ټينګار کوي چي د دين نيمايي برخه په همدې کي بيان شوې ده چي دوئ ورته في الحال د اجماع او قياس نوم ورکوي .
ښاغلی مظهري هم د همدې اند پلوي دئ ، غواړم په دې نوې کړکۍ کي ورسره په همدې اړه د حقايقو ، واقعيتونو او براهينو په رڼا کي سالم بحث ولرم .
ښاغلی مظهري صيب هغه مهال د اجماع اړتيا احساسوي او هغه مهال يې د دين يوه مهمه برخه ګرزوي چي کله نوموړی دا احساس کړي چي په دين کي د ځينو مسايلو ځواب نه دئ ويل شوی يعني د نوموړي په اند قرآن او حديث زموږ لپاره د دې بسنه نه کوي چي ټولو ستونزو ته مو ځواب ووايي بلکي موږ اړيو چي د دې دوو سرچينو تر څنګ ځينو نورو له ځانه جوړو کړيو اصولو ته هم د الهي قوانينو بڼه ورکړو . !!!
مګر د مظهري صيب د دې اند بر خلاف الله عز وجل په قرآن کي او رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحيحو احاديثو د کي د دين د بشپړوالی زېری ورکړی لکه الله عز وجل چي په سورة المائده کي وايي :
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا ( سورة المائدة : ۳ )
ژباړه : نن مي تاسو ته دين بشپړ ، نعمت مي در باندي او اسلام مي د دين په توګه درته خوښ کړ.
دلته الله عز وجل دې ته اشاره وکړه چي د الله دين مکمل شوی دئ ، د دې مکمل والي معنا داده چي ستاسو د ټولو ستونزو ځواب لري ، هر ډول مسايل پکي شته دي او کولای شي چي تاسو ته زما له لوري تر اخرته په ټولو ديني چارو کي د يو لارښود قانون په حيث پاتي شي .
بل ځای همدا خبرې په ډېر صراحت سره بيانوي او وايي :
مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ( الأنعام : ۳۸ )
ژباړه : موږ په کتاب کي هيڅ هم نه دي پرېیښي .
يعني هر څه مو بيان کړي دي ، داسي څه نه دي پاتي شوي چي موږ يې بیان نه دئ کړی ، داسي شی نه دئ پاتي شوی چي موږ یې حلت او حرمت نه دئ په ډاګه کړی ، داسي څه نه دي خوشي شوي چي روا او ناروا يې نه دي په ګوته شوي خو متأسفانه د الله د دې ويناوو او د رسول الله و اصحابو د ويناوو او لارښوونو بر خلاف د نن په تقليدي تيارو کي ځيني ورک په نوم عالمان داسي انګېري چي په قرآن او حديث کي د ټولو مسايلو حل نه شته بلکي موږ اړ يو چي د دې تر څنګ اجماع او قياس هم د دين برخه وګڼو حال دا چي الله په دين کي د څلورو او پنځو اصولو پر ځای يوازي د دوو اصولو قرآن او حديث د پيروۍ امر کوي لکه چي وايي :
اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ ( الأعراف : ۳ )
ژباړه : د هغه څه پيروي وکړئ چي ستاسو د رب له خوا درته نازل شوي دي له دې پرته د نورو وليانو پيروي مه کوئ ، تاسو ډېر لږ پند اخلئ .
دلته الله عز وجل د قياس ، اجماع او د خلګو د اندونو پر ځای يوازي د هغه څه د پيروۍ امر وکړ چي منزل من الله دي خو د نن مظهري صيب بيا د الله د دې لارښونې مخالفت هم د ځان حق ګڼي ( !!! ) او بيا هم ټينګار کوي چي نه ! اجماع او قياس د دين برخه دي .
ښه نو اجازه غواړم چي وپوښتم او ووايم :
- اجماع څه ته وايي؟.
- قياس څه دئ؟.
- د کوم دليل له مخې دا دواړه حجت کېدای شي؟.
- تاسو چي اجماع د دين برخه ګڼئ او په قرآن و سنت کي د ناموجود مسائلو حل پکي لټوئ که څوک له دې اجماع او ستاسو د مسايلو له منلو انکار وکړي نو ستاسو په اند خو يې په حقيقت کي له دينه انکار کړی ، حکم يې څه دئ؟.
- ايا کولای شئ هغه مسايل چي په قرآن او حديث کي يې حل نه دئ په ګوته شوی او تاسو يې په اجماع حل لاره را ويستلې په ګوته کړئ؟.
هيله ده لوستونکي او په خپله ښاغلی مظهري صيب دا موضوع په دقت وڅېړي او بيا راته د کلکو براهينو يعني قرآن او صحيح احادیثو په رڼا کي د پوښتنو نېغ ځوابونه راکړي ، نه دا چي خبره يوه شروع کړي خو ووزي تر بله ... داسي تګلاره په هيڅ ډول د بحث له ارو او مسلمو اصولو سره سر نه خوري .
وزیري
01.08.2012
مظهري صاحب دا وهابیان او سلفیان هم لکه د غربیانو په شان سل رنګه دامونه لري.
زه د پیروز سوال ته هرکلی کوم او دا د هرچا حق بولم چی سوال کولاي شي خو دا سوال په اوس حالت کی یو سوال نده بلکي یو دام ده چی مونږه مصروفه وساتي او د حذیفه په طرف باندي د توپونو ډزي ضعیفه کړي.
دا سوال دي په همدي ځای پروت وي ترهغی پوري چی د جعلي مجتهد بیخ نه وي وتلاي. جعلی مجتهد مسټر حذیفه به د اوښ پل باسي بیا به نورو سوالونو ته جواب وایو.
والسلام
وصيل ( پېروز )
01.08.2012
[quote:6e999612cf="وزیري"]مظهري صاحب دا وهابیان او سلفیان هم لکه د غربیانو په شان سل رنګه دامونه لري.
[/quote:6e999612cf]
وزيري صیب ! هو موږ مسلمانان ستاسو په څېر بدعتيانو لپاره هر هغه څه تياروو چي په وس کي مو وي ، ځکه ستاسو اند ، فکر ، تګلارې او خبرو اسلام ته ستر زيان اړولی ، تاسو ياست چي د اسلام واحد دين مو پر څلورو او لا تر دې پر زياتو ټوټو وېشلی دئ ، تاسو ياست چي له عقله او نقله لرو خبرو ته د اسلام د نوم په ورکولو مو ګڼ کسان له اسلامه منکر کړل ، تاسو ياست چي له حقايقو او واقعيتونو په انکار مو مسلمانه نړۍ خلګو ته داسي ور وپېژندله چي ګواکي اسلام يوازي د وهمياتو ، خرافاتو او دودونو نوم دئ نه خو د استدلال ماده پکي شته او نه هم د ننني عصر غوښتنو ته ځواب ويلای شي . ستاسو د دې ټولو کرغېړنو چارو په وړاندي موږ اړ يو چي خپل دامونه وغوړوو او ستاسو په څېر بې عمله ته د خپل علم او استدلال زور وښيو په همدې لړ کي نن دادئ تاسو په چيلنج را بولم چي خپل اند او فکر ثابت کړئ ! .
هو ! موږ ځکه ستاسو پر ضد دامونه غوړولي دي او ستاسو پر خلاف مو نوي محاذونه پرانيستي چي تاسو د الله مکمل دين نامکمل وګاڼی ، د الله په مکمل او بې شکه کتاب کي مو شک وکړ او بيا مو ناقص وباله ، د الله بشپړ شريعت مو نابشپړ وښود ، د الله د خبرې مخالفت مو د ځان حق وګاڼه او د هغه د رسول له امره سرغړونه مو خپله تګلاره وټاکله ... دا هر څه موږ تاسو ته په وار - وار ښکاره کړي دي او زما پورتنۍ ليکنه هم همدا حقايق را سپړي خو په تاسو کي داسي عقلمن نه شته چي د حقايقو په ليدلو پند واخلي او د الله د دين په مکمل ګڼلو سره يو ځل بيا خپل ايمان تازه کړي .
ستاسو مثال د هغو خلګو په څېر دئ چي يوسف عليه السلام ورته په زندان کي وويل :
يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ( يوسف : ۳۹ )
ژباړه : اې زما د زندان ملګرو ! ايا څو بېلابېل پروردګاره ښه دی که يو قهار الله؟.
نو اې د الله د واحد دين ټوټه کوونکو ! ايا د الله د يوې نېغي لارې پيروي غوره ده او که د څلورو په خپل منځ کي متضادو مذهبونو پيروي؟؟؟.
د الله هغه لار چي الله يې په اړه وايي :
وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ ( الأنعام : ۱۵۳ )
ژباړه : او زما د دې نېغي لارې پيروي وکړئ او د نورو لارو پيروي مه کوئ ! .
الله په دې ايت کي خلګ د يوې نېغي لارې پيروي ته را بللي دي ، هغه لار چي مستقيمه ده ، هغه لار چي يوه ده خو تاسو د دې بر خلاف د الله دا واحده او نېغه لار پر څلورو ټوټو وېشلې او کږه کړې ده چي نه يوازي د الله له دين سره مو خيانت کړی بلکي د يوه داسي جرم ارتکاب مو کړی چي هيڅکله د بخښلو نه دئ له همدې کبله مو الله پر زړونو ټاپې وهلې او زموږ د حق خبرې هيڅ اغېز در باندي نه شيندي .
يو ځل بيا په خلاصو غوږونه واوره :
يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ( يوسف : ۳۹ )
تر دې وروسته يوسف عليه السلام د خپلې بلنې په لړ کي نور وړاندي ځي او د هغوئ پر تګلاره ، فکر او اند په تنقيد کولو سره حقايق را سپړي او هغوئ واقعيت ته په داسي ډول متوجې کوي :
مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ ( يوسف : ۴۰ )
ژباړه : له هغه پرته چي تاسو د څه عبادت کوئ هغه يوازي نومونه دي چي تاسو او ستاسو پلرونو نومولي ، الله يې هيڅ دليل نه دئ نازل کړی .
ستاسو څلور ټوټې هم له دې کوم بېلوالی نه لري ، الله يې په اړه هيڅ دليل نه دئ نازل کړی ، په حقيقت کي هغه څه دي چي تاسو پرې د مذهب او تقليد په نوم ايښودلو سره پرې د خلګو د تېرويستنې هڅه کړې . نه په قرآن کي لاسوند لرئ او نه هم په حديث کي ، نه يې الله په اړه دليل نازل کړی او نه هم د الله د واحد دين استازيتوب کولای شي بلکي يوازي هغه څه دي چي تاسو او ستاسو پلرونو نومولي دي له دې پرته بل هيڅ حيثيت نه لري .
تر دې وروسته يوسف عليه السلام وروستۍ پرېکړه اوروي :
إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ
يعني حکم او فرمانروايي يوازي د الله ده .
په رښتيا هم والله ! حقيقت همدا دئ ، حکم يوازي د الله دئ ، يوازي د الله واحد دين اسلام ، يوازي د الله مکمل او بشپړ قانون قرآن و حديث هغه څه دي چي بايد فيصله پرې وشي ، د قانون په توګه ومنل شي ، رجوع ورته وشي او خپل اختلاف پرې حل کړای شي له دې پرته له ځانه جوړو کړو او له ځانه نومول شويو قوانينو ته رجوع د الله او د هغه د رسول مخالفت دئ چي الله يې په اړه وايي :
فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ( النور : ۶۳ )
ژباړه : نو هغه کسان دي ووېرېږي چي د رسول له امره مخالفت کوي چي يا به فتنه او يا هم دردناک عذاب ورته ورسېږي .
[quote:6e999612cf="وزیري"]
زه د پیروز سوال ته هرکلی کوم او دا د هرچا حق بولم چی سوال کولاي شي خو دا سوال په اوس حالت کی یو سوال نده بلکي یو دام ده چی مونږه مصروفه وساتي او د حذیفه په طرف باندي د توپونو ډزي ضعیفه کړي.
[/quote:6e999612cf]
شاباس ! وزيري ته هم کله - کله حق وايې نه له تاسو چي د بل پر حق مو اعتراف کړی دئ ، ډېره مننه :lol: :lol: :lol:
دې ته که د دام نوم ورکوې او که د ځان لپاره د عذاب ستا خوښه زه درسره اختلاف نه لرم :D خو ډاډه يم چي زما د دې پوښتنو ځواب له تاسو سره نه شته اوس نو په دې خوشي خبرو غواړئ ځان له پوښتنو خلاص کړئ مګر دا یې د حل لار نه ده تاسو مجبور ياست چي زما دې پوښتنو ته به نېغ او له استدلال سره مل ځواب واياست ! .
وزيري صيب ! زه هم له تاسو سره موافق يم ، په رښتيا هم ما هم غوښتل چي ووايم د مظهري صيب خبرې هسي توپونه دي چي کوم حقيقت نه لري خو مننه چي تر ما وړاندي شوي ياست :) د حذيفه صيب پر ضد ستاسو توغول کېدونکي توغندي چي چيري لګېږي همالته پوچ شي چاودنه نه شي را منځ ته کولای ځکه حذيفه ورته داسي دام غوړولی چي اسلام نومېږي او د اسلام په دام او لمن کي د ديوبند ګولۍ ډز نه شي کولای . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
[quote:6e999612cf="وزیري"]
دا سوال دي په همدي ځای پروت وي ترهغی پوري چی د جعلي مجتهد بیخ نه وي وتلاي. جعلی مجتهد مسټر حذیفه به د اوښ پل باسي بیا به نورو سوالونو ته جواب وایو.
[/quote:6e999612cf]
دا سوال به همدا اوس ځوابېږي که نه زما په ګډون به ټول لوستونکي داسي وانګېري چي تاسو يې ځواب نه لرئ او ټول به ستاسو ماتي په مشاهدوي ډول وويني .
له حذيفه صيب سره ستاسو مباحثې ته ما خنډ نه دئ اچولی ، تاسو کولای شئ چي له هغه سره خپلې مباحثې ته دوام ورکړئ خو ګورئ پام کوئ له اسلافو مو دي مرسته هېره نه شي ځکه هغوئ د داسي وختونو لپاره د چټک غبرګون ځواک لري :lol:
لله الحمد ! حذيفه صيب ستاسو بېخ وويست ، اوس يې رښتني ډګر ته بللي ياست وبه وينو چي دلته مو ټوپک ډز کوي که نه ؟.
ټول لوستونکي وپوهېدل چي تاسو يوازي د نويو کړکيو په پرانيستلو او د ځان په ستاينه و چټياتو ښه غښتلي ياست ، نه خو مو سالم دليل زده دئ او نه هم منطق بس ليکنه مو له يوه سره تر بله سره اپلتې وي چي نه خو پکي د علمي دليل څرک لګېږي او نه پکي هم د کره لاسوند چي خلاصه يې کړو يا خو ضعيف احاديث وي ، يا هم هوايي ډزې چي دا په هيڅ ډول هم له اصولو سره سمه چلېدنه ، د نورود پوښتنو نېغ ځواب ، منطقي بحث او ... نه ده . :roll:
[color=red:6e999612cf][size=24:6e999612cf]زه بيا په تکرار او بيا تکرار سره وايم چي ښاغلی مظهري دي زما پوښتنو ته ژر تر ژره نېغ ، رغنده او سالم ځواب ووايي ، د نه ځواب په صورت کي نوموړی مات ګڼل کېږي او هيڅکله به بيا هم پر خوله د اجماع او قياس نوم نه راوړي ځکه څه چي په ثبوت نه شي رسولای په هغو بيرته استدلال د حماقت څرګند او ستر ثبوت دئ . [/size:6e999612cf][/color:6e999612cf]
نېغي لارې ته د بې لارو د راتللو په دعا
وزیري
02.08.2012
پیروز صیب، ما د ټول افغان فورم کی دوه دفعی دا پوښتنه له تاسو نه کړیده خو تاسو یی د جواب د نشتوالي په خاطر سترګي پټي کړیدي.
ما ویل چی ځه که ځواب یی نه لري نو ځان سره خو به پوه شوي وي. خو د قیاس او اجماع په باره کی دي چی کومه پوښتنه کړیده بیا یی ماته دا معلومات راکړل چی تاسو له ځان سره هم نه یاستئ پوه شوي. نو زه به می دا یوه ډیره ساده پوښتنه بیا تکرار کړمه. له ځواب نه بعد به یی د اجماع او قیاس په باره کی سره بحث وکړو.
پوښتنه:
تاسو ولي د میښې غوښه خوری؟ آیا په قرآن کی راغلي او که حدیثو کی؟؟
والسلام
اکرم
02.08.2012
مظهري صاحب او وزیري صاحب! پریږدئ چې دوي همداسې مات مات ګرځي !!! دوي او ددوي حلقه هر بلا چې ده !!!! په وچ زور دبدعت او تکفیر په یوه مفرغه دایره کې سره را څرخي ، نه اجماع مني نه قیاس او نه خدای ورکړی فطری عقل ، او په عین حال کې ټول دخپلې ګټې له پاره د نورو په اغوا کې استعمال وي !!!!!! هم یې په میخ وهي او هم یې په نال !!! همداسې یې پریږدئ چې خوار اومات ګرځي ، دوي د تبلیس غرور دمره پسې اخیستي چې نعوذ باالله د مستقیمې وحې دعوه کوي ، ددوي سره اصلاُ بحث لازم ندی ، هر خبره یې چې کوله همدا د(( میښې)) پوښتنه ترې کوي !!!!
[quote:af838c9518]تاسو ولي د میښې غوښه خوری؟ آیا په قرآن کی راغلي او که حدیثو کی؟؟ [/quote:af838c9518]
زه به پیروز او نور یې نران وګڼم چې بې تقلیده ځواب درکړي. دوي ځواب نلري !!!
دوي نه د حنفیت په اصل او نه د ایمه اربعه و د ارشاداتو د اصل په اړه معلومات لري ، ټول هغه څه وايي چې له کوم وړانده وهابي یې اوریدلي . !!! همدا سې یې مات پریږدئ .
وزیري
02.08.2012
اکرم صاحب، دا دفعه یی چی دا خبره راته واضحه کړي نه وي هیڅکله به یی هم پرینږدم. دوي به هم دومره شرم لري چی د ددي خبري په وضاحت کی له تقلید، قیاس او اجماع نه کار وانخلي.
چون ددوي دعوه یواځی او یواځی آیت او حدیث ده نو ماته به یی په آیت او حدیث سره ثابتوي چی د میښې غوښه دوی په کوم دلیل نوشي جان کوي، یا به یی ماغزه له پوندو نه سر ته وخیژي چی یاره ریښتیا هم فقه، قیاس او اجماع ته ضرورت شته.
دا کز او دا میدان! ګورو به چی دوي هرشی څرنګه له آیت او حدیث نه اخیستی شي
والسلام
ډاکتر څپاند
03.08.2012
ډيرو درنو اسلامي علماوو او پوهانو اسلام عليکم
زه پخپله داسلامي بحثونو دمطالعي علاقمند اودايمي لوستونکی يم٠دا ځکه چې له يوې خوا هسې
عبث عمر په ناپوهئ کې تير شو او دتکفير له ډاره مې دا جرئت هم نه درلود چې
دملاه صاحب نه دموضوع په هکله مختلفې پوښتنې وکړم٠مګر اوس دخدای ج په فضل په تلويزيون او انترنت کې هر څوک کولې شي خپل ځواب پيداکړي٠
مثال:چادعربستان نه دتلويزيون ملا صيب نه وپوښتل چې دې تراويح لمونځ څو
رکعته دی؟(په سعودي کې خو ٨ او ١٢هم شته)ملا صاحب ورته کړه چې ټول صحيص دي٠
بل چا له ناروې نه ټيلفون وکړ او پوښتنه ئي وکړه چې اوس اوس په شمالي قطب
کې له سره شپه او ماښام نشته،نو دروژي سره به څه کوو،هغه هم خپل ځواب واخيست٠
دميښې غوښه:ددې پوښتنې په ځواب کې ملاصيب کړه چې:کوم حيوانات چې په
عربستان کې موجود ول او دې حضرت محمد ص په زمانه کې پيژدل شوي دي دهغو په هکله دحلال او حرام احکام کاملا وضاحت لري٠
خو هغه حيوانات چې روسته مسلمانانو وپيژندل:
پدې هکله معمولا اسلامي حاکم دخپلوديني معلوماتو،عقل اودبیر په وجه فيصيله کوله٠
دمثال په توګه کله چې دميښو وطن (اوسنی پاکستان) مسلمان شو نو هغه عرب چې
دلته حکومت کاوه او ياپر حکومت ئي مذهبي کنترول لاره،پدې عقيده شوچې دلته
دميښو دخوراک خلاف فتوا ورکول او خاصتا دهغه عملي کول ناممکن کار دی٠
روسته بياملاصاحبانو دهغه په تائد روايات او استدلالات جوکړه٠
وزیري
03.08.2012
ډاکټر صاحب دلته به خبره په آیت او حدیث کوه ځکه چی مخاطب خلک خو ښه پیژني چی له آیت او حدیث نه راښکته شی شیان اډو پیژنی هم نه.
په هر حال، پسي ورک شویدي نو، وبه ګورو چی دوي له څه شی سره راځی. او یا به همداسي پسي ورک شی.
خو ای د تقلید، اجماع او قیاس دښمنانو دا یواځنی پوښتنه نده چی تاسو یی داسی ګنګس کړي یاست. مونږ سره داسي په سلګونو پوښتني شته چی ستاسو هغه کټر کټر به یی هم په آیت او حدیث ثابته نکړي.
وصيل ( پېروز )
03.08.2012
ښاغلی وزيري صيب ! ما په خپله پورتنۍ ليکنه کي د دين د تکميل په اړه مفصلې خبرې کړې دي ، تاسو فکر کوم د ډېر تعصب له مخې زما پورتنۍ ليکنه هم نه ده لوستې او يوازي دي ځواب ته را منډې کړي دي . :cry:
دا پوښتنه ما له ښاغلي مظهري صیب څخه کړې ده ، له نوموړي يو ځل بيا غوښتنه کوم چي ژر تر ژره زما پوښتنې ته مستقيم ، اصولي او له استدلال سره مل ځواب ووايي .
څو چي زما پوښتنې نه وي ځواب شوې هيڅوک هم حق نه لري چي له ما پوښتنې وکړې بلکي د دې پوښتنو تر ځواب وروسته مقابل لوری حق لري چي پوښتنه وکړي او وزيري صيب ! ستا دا پوښتنه ما مخکي نه ده ليدلې دا لومړی ځل دئ چي ستاسو په ليکنه کي يې وينم .
زه په پوره يقين او باور درته وايم چي په قرآن او حديث کي يې ځواب راسره شته دئ البته نه غواړم په دې بحث کي يې درته ځواب درکړم ځکه دا بحث د دې موضوع لپاره نه دئ ځانګړی شوی ، ستا دې پوښتنې ته بايد په جلا کړکۍ کي ځواب وویل شي او ان شاء الله دا کار به زه کوم خو معلوم وخت نه شم درکولای البته ډېر ژر ...
او ښاغلی څپاند صيب ! لومړی خو مو الله راوله ، ښې چارې
په رښتيا هم اوس مهال د خپلو پوښتنو ځواب تر لاسه کول ډېر اسانه دي ، په کليوالو دایرو کي د داسي پوښتنو ځواب بېخي ناشونی دئ ځکه هلته د وزيري او مظهري په شان سر زوري اوسي چي د کفر او زنديق ټاپې يې په لاس کي وي او پر هر تېرېدونکي سړي یې وهي . :lol:
موږ کولای شو چي له نننيو اسانتياوو په ګټې اخيستنې خپلې پوښتنې ته له استدلال سره مل ځواب ووايو او ښاغلی څپاند صيب ! تاسو چي د ګامېښي په اړه د دې شيخ کومه فتوی نقل کړې په هيڅ ډول هم له قرآني او حديثي اصولو سره سر نه خوري بلکي ان تضاد ورسره لري ، الله موږ ته يو داسي دين او نعمت راکړی چي زموږ د ټولو ستونزو ځواب لري . و لله الحمد
ډاکتر څپاند
04.08.2012
محترم پيروز صاحب سلامونه ومنی
د روژې سوال:
په تلويزيون کی شيخ دسې فتوی ورکړه:
هغه مسلمانان چې شمال قطب ته نږدې (په ناروې کې) اوسيږي،څرنګه چې هلته
اوس اوس شپه نشته او ورځ قريب ٢٤ ساعته يا هم پوره ٢٤ ساعته دوام لري نو
دوی بايد دشپې او ورځې يا د روژه ماتې وخت،دسعودي په وخت عيار کړي٠
ايا دا نظر صحيح دی؟؟
په درناوی
وزیري
05.08.2012
په لغت کی د اجماع دوه معناوي دی. اول، عزم او پخه اراده. دوهم، اتفاق – کله چی څوک د یو کار پخه اراده وکړي نو هغه وخت داسی ویل کیږی چی اجمع فلان علی کذا. یعنی فلاني ددی کار عزم کړیده. الله جل جلاله هم فرمایی فاجمعوا امرکم یعنی او راغونډ (او کلک) کړی تاسي کار خپل. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمایی من لا یجمع الصیام قبل الفجر فلا صیام له یعنی هرهغه چا چی مخکي له فجر نه د روژی پخه اراده ونه کړه نو دهغه روژه نه کیږی.
د دوهمي معنا په رابطه ویل کیږی اجمع القوم علی کذا یعنی قوم په دي کار اتفاق وکړو.
د اجماع شرعي معنی:
الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کی مهرباني کوي:
وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (النساء ۱۱۵)
ترجمه: او هر څوک چه مخالفت کوی له رسوله وروسته له هغه چی ښکاره شوه ده ته سمه لاره او تابع شی (لاړ شی) بی له لاري د مؤمنانو نو وبه ګرځوه مونږ دی هغه لوري ته چه دی ورګرځیدلای دی او داخل به کړو مونږ دی جهنم ته، او بد ځای د ورتلو دی (دا دوزخ).
اکابرو علماؤ له دي آیت کریمه ځنی دا مسئله هم رایستلي ده چی د امت د اجماع منکر او مخالف هم جهنمی دي یعنی د امت اجماع منل هم فرض دی. په حدیث کی وارد دي چی د الله تعالی حمایت او نصرت د مسلمانانو له ټولګی سره دي. هرچا چه ځانته جلا لاره غوره کړه هغه په دوزخ کی ولوید. اللهم اعذنا منه.
واضحه ده چی په دي آیت کریمه کی الله جل جلاله د دووه مخالفتونو بیان کړیده یو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او بل د غیرسبیل المؤمنین. په دي دواړو باندي وعید راغلی ده او وعید چی په څه شی باندي راشی نو هغه حرام وي او متابعت یی واجب وي. نو له دي آیت کریمه نه ښه واضحه معلومه شوه چی اجماع د امت محمدي صلی الله علیه وسلم واجب ده.
که دا دواړه یو اطاعت وای چی هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ده یا د الله جل جلاله ده نو بیا یی ذکر ولي جدا جدا راته؟
په بل آیت کریمه چی الله جل جلاله فرمایی: واعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقو. په دي ایت کریمه کی الله جل جلاله د تفرقي نه منعه کړیده. نن سبا د اجماع مخالف ددي ایت کریمه لاندي ارتداد ته رسیدونکي دی.
په یو بل آیت کریمه کی الله جل جلاله د تفقه فی الدین والاو اتباع واجب کرځولی ده. وګورئ الله جل جلاله وایی: فلو لا نفر من کل فرقة منهم طائفة لیتفقهوا فی الدین.
په بل ځای کی الله جل جلاله د دري اطاعتونو امر کوي: اطیعو الله واطیعو الرسول و اولی الامر منکم.
د دوی ثابت پاتی کیدلو لپاره هم الله جل جلاله ګرنټی کړیده. الله جل جلاله فرمایی: وما کان الله لیضل قوما بعد اذ هداهم. یعنی الله جل جلاله کوم قوم له هدایت نه بعد نه ګمراه کوی.
د الله جل جلاله را لیږلي دین مکمل ده ځکه چي الله جل جلاله وایی الیوم اکملت لکم دینکم. له دینه دا مطلب نده چی نور په دین کی د اجتهاد ضرورت نشته. بلکي په دین کی د اجتهاد ضرورت لازم ده ځکه په همدي قرآن کی داسی آیاتونه دي چی غیر له مجتهدینو نه یی بل څوک نشی درک کولاي. زه به وروسته د صحابه کرامو اجماعګاني درته رانقل کړم چی دا وښائی چی اجماع نه یواځی د آئمه ؤ کار وه بلکي صحابه کرامو هم ډیري اجماعي کړیدی. که د الیوم اکملت لکم دینکم همدا مطلب وي چی نور اجماع ته ضرورت نشته نو بیا د صحابه په منځ کی لاندي راتلونکي اختلافات ولي راتلل او بیا دوي ولی اجماع کوله. نو خلاصه به یی داسی ووایم چی دین کامل ده خو په مطلب باندي یی د پوهیدو لپاره اجتهاد ته ضرورت ده او په دي ترڅ کی داسی امور هم شته چی الله جل جلاله پیداکړیدی خو مسائلو له بیانولو نه یی الله جل جلاله قصدا سکوت کړیده. لکه په حدیث شریف کی چی راځی: عن النعمان بن بشير رضي الله عنه قال قال النبي صلى الله عليه وسلم الحلال بين والحرام بين وبينهما أمور مشتبهة فمن ترك ما شبه عليه من الإثم كان لما استبان أترك ومن اجترأ على ما يشك فيه من الإثم أوشك أن يواقع ما استبان والمعاصي حمى الله من يرتع حول الحمى يوشك أن يواقعه (بخاری)
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اجماع د حجت لپاره وایی: ان امتی لا تجتمع علی الضلالة. یعنی زما امت په ضلالت باندي اتفاق نشی کولای. (ابن ماجه، مسند احمد، دارمی، ترمذی)
په بل ځای کی بیا وایی: لم یکن الله لیجمع امتي علی الضلالة یعنی الله جل جلاله زما امت په ګمراهي سره نه یوځای کوي.
په بل ځای کی بیا وایی: ما راه المومنون حسنا فهو عندالله حسن یعنی کوم شی چی مسلمانانو حسن وشمیره هغه د الله جل جلاله په نزد هم حسن ده. (مسند احمد، اول جلد، صفحه ۶۰، ابوداود طیالیسی صفحه ۳۳)
په بل ځای کی وایی: علیکم بالسواد الاعظم. یعنی په تاسو باندي د غالب اکثریت اتباع لازمه ده. ترمذی. په بل ځای کی وایی: اتبعوا السواد الاعظم فانه من شذ شذ فی النار. یعنی د اکثریت اتباع وکړی ځکه چی هرڅوک چی ځانته شو، په دوزخ کی داخل شو. (حاکم، اول جلد صفحه ۱۹۹)
په بل ځای کی وایی: یدالله علی الجماعة و من شذ شذ فی النار (ترمذی، دوهم جلد، صفحه ۳۹)
په بل ځای کی رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هم تاکید کوی چی تاسو ځانته ځانته مه کیږی چی شیطان ځانته نفر نیسی لکه لیوه چی په رمه کی ګوشه شوي میږه نیسی. عن معاذ، قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان الشیطان ذئب الانسان کذئب الغنم یاخذ الشاذة والقاصیة والناجیة وایاکم والشعاب و علیکم بالجماعة (مسند احمد)
په بل ځای کی بیا وایی چی هر څوک د یوی لویشتي په اندازه له جماعت نه لري شه نو ده خپله غاړه له اسلام نه وباسله. من خرج من الجماعة قید شبر فقد خلع ربقة الاسلام عن عنقه. (عبدالرازق، جلد ۱۱، صفحه ۳۳۹، حاکم اول جلد صفحه ۲۰۴)
نو دا ټول احادیث او آیاتونه په دي باندي دلالت کوی چی تابعداری د اجماع د امت واجب ده او دا له خطاء نه معصومه ده.
دا اجماع د صحابه ؤ په وخت کی هم وه. د مثال په ډول: جماع بدون الانزال باندی د غسل شتوالی او نه شتوالی اختلاف د صحابه کرامو په منځ کی هم وه چی بیا حضرت عمر رضی الله عنه سره راټول کړل او په وجوب غسل باندي یی سره اجماع وکړه. نو په دي باندي د صحابه ؤ اجماع منعقده شوی ده (طحاوی اول جلد صفحه ۴۷ مطبوعه اشرفی)
دوهم د حضرت عثمان رضی الله عنه په وخت کی صحابه ؤ په دي باندی اجماع وکړه چی خیار رویت مشتري ته حاصل ده او بائع ته حاصل نده. (اشرف الهدایه اول جلد صفحه ۱۱۲)
دریم د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کی په ۲۰ رکعتو تراویحو باندي د صحابه ؤ اجماع شویده (نصب الرایه اول جلد صفحه ۱۵۴)
څلورم په یو مجلس کی د دري طلاقو په باره کی د صحابه ؤ په منځ کی اختلاف وه چی آیا دا یو حسابیږی او که دري نو بیا د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کی په دي باندي د صحابه ؤ اجماع وشوه چی په یو مجلس کی دري طلاقه دري واقع کیږی.
فی صحیح مسلم ان ابن عباس قال قال کان الطلاق علی عهد رسول الله صلی الله علیه وسلم و ابی بکر و سنین من خلافة عمر طلاق الثلاث واحدة فقال عمر ان الناس قد استعلجوا فی امر کان هم فیه اناة فلو امظیناه علیهم فامضاه وذهب جمهور الصحابة والتابعین و من بعد هم من آئمة المسلمین الی انه یقع ثلاثا.
پنځم د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د جنازی په لمانځه کی څلور، پنځه، اووه او نهه تکبیره منقول دي. نو د صحابه ؤ ترمنځ په دي کی هم اختلاف وه نو بیا حضرت عمر رضی الله عنه صحابه راټول کړل او ورته یی وویل چی په تاسو کی دومره اختلاف موجود ده نو له تاسو نه وروسته راتلونکو کی خو به ډیر زیات اختلاف وی. بیا په څلورو تکبیرونو باندی اجماع منعقده شوه.
فقد اختلف الروایات فی فعل رسول الله صلی الله علیه وسلم فروی عنه الخمس والسبع والتسع واکثر من ذالک الا ان اخر فعله کان اربع تکبیرات لما روی عن عمر رضی الله عنه انه جمع الصحابة رضی الله عنهم حین اختلفوا فی عدد التکبیرات وقال لهم انکم اختلفتم فمن یاتی بعدکم یکون اشد اختلافا منکم فانظرو آخر صلاة صلاها رسول الله صلی الله علیه وسلم علی جنازة فخذوا بذالک فوجدوه صلی علی امرأة کبر علیها اربعا فاتفقوا علی ذالک فکان دلیل علی کون التکبیرات فی صلاة الجنازة اربعا لانهم اجمعوا علیها. (بدائع للکاسانی، دوهم جلد صفحه ۵۰).
شپږم، که یو څوک په متعدد ډول غلا وکړی نو اول دوه دفعي قطعه پری شته د دریم او څلورم ځل لپاره به څه ورسره کیږی؟ ددي اختلاف د لري کولو لپاره حضرت عمر رضی الله عنه او حضرت علی رضی الله عنه وویل چی د دریم او څلورم ځل لپاره به هیڅ هم نه ترینه قطعه کیږی. په دي باندي ټولو صحابه کرامو سکوت وکړو او اجماع پری منعقده شوه.
سیدنا عمر و سینا علی لم یزیدو فی القطع علی قطع الید الیمنی و الرجل الیسری وکان ذلک بمحضر من الصحابة ولم ینقل انه انکر علیها منکر فیکون اجماعا من الصحابة (بدائع، شپږم جلد صفحه ۴۰)
نو ګران حذیفه او وصیل پیروز صاحب، که په دي ځای کی احکام د اسلام پوره واضح وای نو د صحابه ؤ اختلاف ته څه ضرورت وه او اجماع یی په څه شی کوله؟؟؟
دوهم دا د اجماع عملي دلایل دي چی له اول قرن نه را شروع دي.
نور بیا. ...
وزیري
06.08.2012
د قیاس لغوي او شرعی تعریف:
د قیاس په لغوي معنا کی دوه قوله دي. علامه ابن حاجب فرمایی چی د قیاس لغوي معنا مساوات او برابري ده لکه چی ویل کیږی. فلان یقاس بفلان یعني فلان د فلان مساوي او برابر ده. او د اکثره علماؤ رایه دا ده چی د قیاس لغوي معنی اندازه کولو ته وایی لکه قاس الطیب قعر الجرح یعنی طبیب د زخم غوچوالي اندازه که یا قس النعل بالنعل یعنی یو بوټ له بل بوټ سره اندازه که.
د قیاس نه فقط روافض، خوارج، بعض معتزله او د نن زماني غیرمقلدین انکار کوي.
د قیاس منکرین د خپل قول لپاره دری دلیله وړاندي کوي. اول: الله جل جلاله وایی: نزلنا علیک الکتاب تبیانا لکل شئ یعنی مونږه پرتا باندي داسی یو کتاب نازل کړیده چی د هرشی بیان په کی شته ده او بل دا آیت وړاندي کوی چی ولا رطب ولا یابس الا فی کتاب مبین یعنی نه داسی وچ او نه داسی لامده شته مګر په قرآن کی دي. دوهم دلیل د بنی اسرائیلو قیاس وړاندي کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم رد پری کړی وه. دریم دلیل دا وایی چی: د قیاس بنیاد په عقل باندی ولاړ ده نو ددي په اصل کی شبه ده. نو کله چی د قیاس په اصل کی شبه ده نو شرعی حجت نشی جوړیدلای.
مونږه ورته د اول دلیل په جواب کی وایو: چی له قیاس نه په مستقله توګه کوم علیحده حکم نه ثابتیږی بلکی په قرآن کی چی کوم احکام مذکور دي قیاس هغه ظاهروي یعنی قیاس مثبت احکام نه وي بلکه مظهر احکام وي. نو دا له قرآن سره منافی نده.
د دوهم دلیل په جواب کی وایو چی د بني اسرائیلو قیاس د سرکشی او عناد په طور وه او زمونږه قیاس د احکام شرعیه د اظهار لپاره ده، نو فلهذا زمونږ قیاس مذموم نده. د دریم دلیل په جواب کی داسی وایو چی په علت کی د شبه شته والی اګر چه د علم او یقین منافی ده لیکن د عمل منافی نده. داسی هم کیدونکي ده چی عمل واجب وي او علم یقینی حاصل نه وي.
د قائلین قیاس دلایل:
اول دلیل دا ده چی الله جل جلاله وایی: فاعتبروا یا اولی الابصار. ددي آیت مبارک په تفسیر کی امام رازی رحمة الله علیه لیکی: اعلم انا قد تمسکنا بهذه الآیة فی کتاب المحصول من اصول الفقه علی ان القیاس حجة فلا نذکره ههنا. (التفسیر الکبیر، جلد ۲۹ صفحه ۲۸۱ مطبع دار احیاء التراث العربی)
همدارنګه امام بیضاوي رحمة الله علیه وایی: واستدل به علی ان القیاس حجة من حیث انه امر بالمجاوزة من حال الی حال وحملها علیها فی حکم لما بینهما من المشارکة المقتضیة له علی ما قررناه فی الکتب الاصولیة. (تفسیر بیضاوي، جلد ۵، صفحه ۳۱۷، مطبع دارالفکر).
تفسیر الکبیر د سورة النساء د ۸۳ آیت په تفسیر کی لیکی:
المسألة الرابعة، دلت هذه الآیة علی ان القیاس حجة فی الشرع.
فثبت ان الله امر المکلف برد الواقعة الی من یستنبط الحکم فیها ولو لا ان الاستنباط حجة لما امر المکلف الحکم بذالک، فثبت ان الاستنباط حجة، والقیاس اما استنباط او داخل فیه، فوجب ان یکون حجة و اذا ثبت هذا فنقول: الآیة دالة علی امور احدها ان فی احکام الحوادث ما لا یعرف بالنص بل بالاستنباط. وثانیها: ان الاستنباط حجة. وثالثها: ان العامی یجب علیه تقلید العلماء فی احکام الحوادث. ورابعها: ان النبی صلی الله علیه وسلم کان مکلفا باستنباط الاحکام لانه تعالی أمر بالرد الی الرسول و الی اولی الامر. (جز: ۱۰، صفحه ۲۰۰)
همدارنګه تفسیر خازن هم لیکی: وفی الآیة دلیل علی جواز القیاس، وان من العلم ما یدرک بالنص وهو الکتاب والسنة، ومنه ما یدرک بالاستنباط وهو القیاس علیهما. (اول جلد، صفحه ۳۸۳، مطبع دارالمعرفة بیروت)
دوهم دلیل د متفق علیه حدیث ده چی اذا حکم الحاکم فاجتهدو اصاب فله اجران و اذا حکم الحاکم فاجتهدوا خطاء فله اجر واحد.
دریم دلیل د متفق علیه حدیث ده چی اتی رجل النبی صلی الله علیه وسلم فقال ان اختی نذرت ان تحج وانها ماتت فقال النبی صلی الله علیه وسلم لو کان علیه دین اکنت قاضیة قال نعم قال فاقض دین الله فهو احق بالقضاء.
په دی حدیث کی نبی علیه السلام سړی د قیاس په ژبه پوه که یعنی که په دي باندي قرض وای نو تا به ادا کړی وه؟ په دي ځای کی نبی علیه السلام قیاس کړیده.
څلورم دلیل چی بیهقی او دار قطنی ذکر کړیده د حضرت عمر رضی الله عنه هغه خط ده چی حضرت ابوموسی اشعری رضی الله عنه ته یی لیکلی ده. الفهم الفهم فیا یختلج فی صدرک مما لم یبلغک فی الکتاب والسنة اعرف الاشباه والامثال ثم قس الامور عند ذالک فاعمد الی احبها الی الله واشبهها بالحق فیما تری.
په دي کی خو حضرت عمر رضی الله عنه، حضرت ابو موسی رضی الله عنه د قیاس امر کوي کوم چی یو ښه مثال ده چی صحابه کرام هم د قیاس منونکی وه.
پنځم دلیل د متفق علیه حدیث ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم یو لشکر د بنو قریظه په طرف ولیږه او ورته یی وویل چی لا یصلین احد العصر الا فی بنی قریظة. نو هر کله چی په دوي باندي په لاره کی غروب نیژدی شوه نو د صحابه کرامو یو تعداد خلکو په ظاهر د ارشاد باندي عمل وکړو او لمونځونه یی ونه کړل او ویل یی چی مونږ په لاره کی له لمانځه نه منعه کړای شوی یو. نو که لمونځونه قضاء هم شی مونږه یی نه کوه. او بلي ډلی ویل چی نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مطلب دا نه وه چی په لاره کی لمونځ مه کوی بلکی مطلب یی داوه چی زر زر ځی نو دي ډلي خپل لمونځونه په لاړه کی وکړل. کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په دی خبره خبر شو نو سکوت یی وکه او یوي ډلی ته یی هم څه ونه ویل. نو په دي ځای کی د دوهمي ډلی له خپل عقل نه کار واخیسته او قیاس یی وکه کوم چی رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه هم نه کړل.
شپږم دلیل: عن طارق ان رجلا اجنب فلم یصل فاتی النبی صلی الله علیه وسلم فذکر له ذالک فقال اصبت فاجنب آخر فتیمم وصلی فاتاه فقال نحو ما قال الآخر یعنی اصبت اخرجه النسائی.
یعنی یو نفر چی جنب وه لمونځ یی ونه که او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او خپله قصه یی ورته وکړه چی جنب وم لمونځ می ونه که. نو نبی علیه السلام ورته وویل چی تا ښه وکړل. همدارنګه بل نفر ورته راغی او ورته یی وویل چی زه جنب وم او په تیمم می لمونځ وکه نو ده ته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی ښه دي وکړل.
نو له دي حدیث نه معلومه شوه چی اجتهاد او قیاس جائز ده. ځکه چی که دي دوه نفرو ته نص معلوم وایی نو عمل به یی پری کړای وای او د سوال ضرورت به نه وه. خو معلومه شوه چی دویته مسئله معلومه نه وه او هر یو په خپل عقل تصمیم نیولای وه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم هم رد پري ونه که او دواړه یی تصویب کړل. نو له دینه معلومیږی چی صحابه کرامو به هم قیاس کاوه.
اووم دلیل: عمر بن العاص رضی الله عنه وایی چی زه په یوه غزا کی د شپی لخوا شیطان تیرباسلم، سحر می تیمم وکه او لمونځ می وکه. زما ملګرو دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه. هغه مبارک مانه پوښتنه وکړه چی ته جنب وی او په تیمم دی لمونځ وکه نو ما ورته وویل چی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم شپه ډیره یخه وه او ما ویل چی که چیرته ولامبم نو هلاک به شمه او ورته می وویل چی الله جل جلاله وایی: لا تقتلو انفسکم ان الله کان بکم رحیما. یعنی تاسو ځانونه مه وژنی، الله جل جلاله په تاسو مهربانه ده نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وخندل او هیڅ یی هم راته ونه ویل. (فضحک رسول الله صلی الله علیه وسلم ولم یقل شیئا) رواه ابوداؤد.
دا حدیث هم صراحتا په اجتهاد او قیاس باندي دلالت کوی.
والسلام
حذيفه
07.08.2012
............
وصيل ( پېروز )
07.08.2012
ښاغلی وزیري صيب ! دا پوښتنې په حقيقت کي له مظهري څخه شوې وي خو چي اوس يې تاسو ځواب ووايی هم پروا نه لري ځکه مهمه دانه ده چي څوک يې ځواب وايي بلکي مهمه داده چي څه ويل شوي دي؟.
زه به درته په خپل وار ځواب ووايم البته په دې اړه بايد تاسو وپوهېږئ چي څو ما خپل ځواب نه وي خلاص کړی تاسو بايد ليکنه ونه کړئ او نه هم دا حق لرئ بلکي داسي وچلېږئ لکه ما او تا چي د توسل په اړه سره بحث وکړ او نتېجه يې ټولو وليدله چي څومره ګټوره او فايده منه وه؟؟؟.
پر همدې بنا بيا هم غوښتنه در څخه کوم چي خپل وار او اصولو ته پام کوه ، زه تر خپل ځواب وړاندي له تاسو غواړم چي څو هغه مسايل راته په ګوته کړئ چي په قياس سره يې حل لاره معلومه شوې وي .
وزیري
07.08.2012
پیروز صاحب، قیاس به ډیر قسمونه لري خو هغه قسم چی مونږ ورته حجت وایو په نامه د (قیاس شرعی) سره ده. قیاس شرعی هغه قیاس ته ویل کیږی چی د کتاب الله، احادیث نبوی او اجماع څخه مأخوذ وي باقي نور اقسام د قیاس حجت ندي.
زه به درته د قیاس شرعي چی له اصول ثلثه نه مأخوذ او مستنبط ده یو دوه مثالونه ذکر کړم.
اول هغه قیاس چی له کتاب الله نه اخستل شویده:
د حیض په حالت کی له خپلي ښځي سره د وطی حرمت له کتاب الله نه داسی ثابت ده. یسئلونک عن المحیض قل هو اذی فاعتزلو النساء فی المحیض ولا تقربوهن حتی یطهرن.
په دي آیت کریمه کي الله جل جلاله جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته مهرباني کوي چی: او پوښتنه کوي دوی له تانه (ای محمده!) له (احکامو د) حیض څخه، ووایه (ای محمده دوی ته) دا یوه پلیتي ده نو په څنګ شئ (له جماع د) ښځو (خپلو) په و خت د حیض کی. او مه نژدي کیږئ (په جماع سره) دوی ته تر هغه پوری چی (ښي) پاکی شی.
په دي آیت کی اوس دا په ډاګه شوه چی ښځو ته د حیض په حالت کی مه نیژدي کیږی.
ولی؟ علت یی څه شی ده؟ علت یی الله جل جلاله پخپله ویلای ده چی په حالت د حیض کی علت د حرمت د وطی (اذی) یعني ګندګي ده.
او دا علت چی ګندګی ده په لواطت کی هم موجود ده ځکه چی محل لواطت هم د نجاست غلیظه ځای ده. پس هرکله چی لواطت او په حالت حیض کی وطی دواړه په علت اذی کی شریک دي نو په حالت حیض کی د وطی حرمت قیاس کیږی په حرمت د لواطت باندي.
دوهم هغه قیاس چی له حدیث نبوي نه اخستل شویده:
له حدیث شریف نه د شپږو شیانو په بیع بجنسه کی د تفاضل حرمت ثابت ده چی هغه عبارت دي له غنم، وربشي، خرما، مالګه، سره زر او سپین زر.
د احنافو په نزد د حرمت علت یی قدر مع الجنس ده. نو دا علت په چونه کی هم شته نو بناء په چونه کی هم په بیع بجنسه کی تفاضل حرام ده چی دا حرمت د قیاس له لاري ثابت شه.
بل به یو کلیوال یعنی ساده مثال درته ووایم چی سر دی ښه پری خلاص شی. د جمعي په ورځ یو استاد بعد د جمعی له اذان نه شاګردانو ته تدریس کوي. آیا دا تدریس رواء ده؟
لکه څرنګه چی په کتاب الله او سنت نبوی که د بیع او تجارت نه منع راغلي ده او د تدریس په باره کی کوم منصوص حکم نشته نو فقهاء کرامو د قیاس له رویه دا تدریس هم ناجائز شمیرلي ده. علت یی دا ده چی په بیع او تجارت کی هم د خطبي او جمعی د قضاء کیدلو ویره ده همدارنګه همدا علت یعنی د قضاء کیدو ویره په تدریس کی هم شته نو بناء علت یی سره یو ده نو ځکه تدریس هم قیاسا ناجائز وشمیرل شو.
نو پیروز صاحب اوس ته راته ووایه چی دا قسم قیاس څه مضر ده؟؟؟
والسلام
وزیري
07.08.2012
پیروز صاحب، قیاس به ډیر قسمونه لري خو هغه قسم چی مونږ ورته حجت وایو په نامه د (قیاس شرعی) سره ده. قیاس شرعی هغه قیاس ته ویل کیږی چی د کتاب الله، احادیث نبوی او اجماع څخه مأخوذ وي باقي نور اقسام د قیاس حجت ندي.
زه به درته د قیاس شرعي چی له اصول ثلثه نه مأخوذ او مستنبط ده یو دوه مثالونه ذکر کړم.
اول هغه قیاس چی له کتاب الله نه اخستل شویده:
د حیض په حالت کی له خپلي ښځي سره د وطی حرمت له کتاب الله نه داسی ثابت ده. یسئلونک عن المحیض قل هو اذی فاعتزلو النساء فی المحیض ولا تقربوهن حتی یطهرن.
په دي آیت کریمه کي الله جل جلاله جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته مهرباني کوي چی: او پوښتنه کوي دوی له تانه (ای محمده!) له (احکامو د) حیض څخه، ووایه (ای محمده دوی ته) دا یوه پلیتي ده نو په څنګ شئ (له جماع د) ښځو (خپلو) په و خت د حیض کی. او مه نژدي کیږئ (په جماع سره) دوی ته تر هغه پوری چی (ښي) پاکی شی.
په دي آیت کی اوس دا په ډاګه شوه چی ښځو ته د حیض په حالت کی مه نیژدي کیږی.
ولی؟ علت یی څه شی ده؟ علت یی الله جل جلاله پخپله ویلای ده چی په حالت د حیض کی علت د حرمت د وطی (اذی) یعني ګندګي ده.
او دا علت چی ګندګی ده په لواطت کی هم موجود ده ځکه چی محل لواطت هم د نجاست غلیظه ځای ده. پس هرکله چی لواطت او په حالت حیض کی وطی دواړه په علت اذی کی شریک دي نو په حالت حیض کی د وطی حرمت قیاس کیږی په حرمت د لواطت باندي.
دوهم هغه قیاس چی له حدیث نبوي نه اخستل شویده:
له حدیث شریف نه د شپږو شیانو په بیع بجنسه کی د تفاضل حرمت ثابت ده چی هغه عبارت دي له غنم، وربشي، خرما، مالګه، سره زر او سپین زر.
د احنافو په نزد د حرمت علت یی قدر مع الجنس ده. نو دا علت په چونه کی هم شته نو بناء په چونه کی هم په بیع بجنسه کی تفاضل حرام ده چی دا حرمت د قیاس له لاري ثابت شه.
بل به یو کلیوال یعنی ساده مثال درته ووایم چی سر دی ښه پری خلاص شی. د جمعي په ورځ یو استاد بعد د جمعی له اذان نه شاګردانو ته تدریس کوي. آیا دا تدریس رواء ده؟
لکه څرنګه چی په کتاب الله او سنت نبوی که د بیع او تجارت نه منع راغلي ده او د تدریس په باره کی کوم منصوص حکم نشته نو فقهاء کرامو د قیاس له رویه دا تدریس هم ناجائز شمیرلي ده. علت یی دا ده چی په بیع او تجارت کی هم د خطبي او جمعی د قضاء کیدلو ویره ده همدارنګه همدا علت یعنی د قضاء کیدو ویره په تدریس کی هم شته نو بناء علت یی سره یو ده نو ځکه تدریس هم قیاسا ناجائز وشمیرل شو.
نو پیروز صاحب اوس ته راته ووایه چی دا قسم قیاس څه مضر ده؟؟؟
والسلام
سلامونه
tandar
07.08.2012
وزيري صيب سلامونه
دا دحيض په وخت کي ښځي ته وړاندي کيدل منع دي مونږ هم اوريدلي خوتاسو ئې ښه دلائل ورته راوړي
خو دا يوه کلمه مو درسره نه منم چه هغه لواطت دي
لواطت او زنا فرق کوي
دلواطت جماع دښځي او نر سره صورت نيولي شي چه په اسلام کي حتي ګناه کبيره کي حسابيږي او په دغه حالت کي مفعول ته په عاميانه توګه ک.....نۍ او يا ک.....نې خطاب کوي
دښځي حيض دمقعد له لاري نه وي بلکه له هغه لاري چه اولاد ئې يعني راتلونکي نسل پيدا کيږي وي چه دحيض په وخت کي ددغه قصمت نه استفاده دزنا په نوم ياديږي او دمريضي په حالت کي ورسره يوځاي کيدل داسلام نه ناروا دي
دا دلواطت به زه هم له اوريدو مثال راوړم
دننګرهار دسرخ رود ته مخامخ په تور غره کي يو کلي شمشپور،،شمشتو،، نوميږي او په دي کلي کي وائې يو زيارت دي چه دحضرت لوط علي سلام په نوم ياديږي ،هغلته پخوا ډير خلک په لواطت اخته وه ههها
نوره تبصيره پري نه کوم البته داوريدو نه ،چه دلته له خبرو نه خبري پيدا نه شي او څوک مو په کفر او توهين کي ونه نيسي
مقصد لواطت دشاه له خوا صورت نيسي ههها
او زنا دمخکي له خوا چه دښځي حيض جاري کيږي
کابل کي يوه ښځه قوماندان امنيه ته عريضه کړي وه چه ميړه مي له ما سره تيره شپه لواطت کړي هها البته مځکي خوا به ئې مريضه وه ههها
قوماندان امنيه ورته په قهر ويلي وه دازما وظيفه نه ده دا ترافيکو وظيفه ده هغلته عريضه وکړه چه ميړه دي ولي په جاده يکطرفه تللي دي ههها
خداي پاک دي دټولو روژي قبولي کړي امين
وزیري
07.08.2012
تندر صاحب، ما داسي ندي ویلي ته لکه چی د لواطت او وطي په کلماتو کی اشتباه شوی یی. دا دواړه کلمات سره فرق کوي :)
والسلام