د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان او د ځمکنی ماینونه

مومند
31.07.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی

د طالبانو د چاودیدونکیوتوکیو یو مهارت لرونکی ملا عارف سره مرکه می په یوه پښتو ویب پانه کی ولید دغه سړی په ډیر ویاړ سره د ماینونو او چاویدونکیو توکیو د جوړولو او ښخولو په هکله داسی خبری کوی ته چی وایی دغه عمل د اسلامی لار ښوونی یوه برخه ده، زه په دا نه پوهیدم او هیځ دینی کتاب کی می نه ؤ لوستلی چی د ځمکنی ماینونو/چاودیدونکیو توکیو جوړول او ښخول اسلامی لارښونی پوری اړه لری او د اسلامی لارښونی یوه برخه ده! په اسلام کی اور سره جزا ورکول او سوځول او وژل ګناه بلل شوی دی او حدیث کی راغلی دی چی پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ویلی چی هیڅ څوک اجازه نلری چی د اور په وسیله چا ته جزا ورکړی او یا یی ووژنی خو دغه ماینونه او چاودیدونکی توکیو د اور او اور سره وژلو باعث ګرځی او دوی غواړی او ادعا کوی چی د دوی دغه کار جهاد دی او اسلامی اصولونو سره سم دی. دوی (طالبان) ادعا کوی چی دوی بهرنیوځواکونو له مینځه وړلو او تلفاتو ورکولو لپاره د چاودیدونکیو توکیو/ ځمکنی ماینونو څخه خپل په جهاد کی کار اخلی، ملا عارف په ډیر فخر او ویاړ د چاودیدونکیو توکیو جوړولو او ښخولو او چاودونکو په هکله خبری کوی خو دوی په دا اقرار نکوی چی د دوی د ښخ شوی چاودیدونکیو توکیو/ ماینونو چاودنو له کبله څومره ملکی وګړی او افغان ماښومان شهیدان شوی او یا معیوب شوی دی. آیا دوی نه پوهیږی چی دوی څومره بی عدالتی کوی او څومره بی ګناه ماښومان او ملکی خلک یی وژلی او ټپیان کړی دی؟
مونږ هره ورځ په خبرونو کی لولو او اورو چی د هیواد په بیلا بیلو سیمو کی ملکی وګړی او ماښومان د دغو چاودنو له کبله شهیدان او یا ټپیان کیږی، خدای لپاره دغه جنګ، دغه وحشت، دغه د بیګناهو بی بسو افغانانو وژل او ټپی کول بس کړی، افغان ولس خو د دا ډیرو جنګونو او چاودنو څخه سټری ستومانی شوی دی.
په درناوی
مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more