اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پرخدای پاک باندی دعصری اومدرن جعلی مجتهد حذیفه ښکاره دروغ
Mazharee
31.07.2012
څوورځی وړاندی چی ماوښاغلی مجتهدحذیفه صیب ته یوڅومثالونه دآیتونواوحدیثونووړاندی کړی وه، اوپه هغه کی می ثابته کړی وه چی دقرآن اوحدیث په مابین کی ظاهرا تناقض راځی، چی رفع دتناقض بیاپه غیردتقلیدنه په بل شی باندی نشی کیدلای، ځمامقصدداوو،چی اوس چی کوم خلګ دعوه داجتهاد کوی دهغوی دعوه صحیح نده، ځکه کچیری ددوی دعوه صحیح وی، نودوی دی مهربانی وکړی، کوم تناقض چی ظاهرا مابین کی ، دآیتونودقرآن اواحادیثوراځی هغه دی بیله دی چی دچاتقلیددی وکړی دفع دی کړی، معلومه خبره ده چی داکارنه حذیفه کولای شو،اونه هم دده پشان نورومدعیانوداجتهاد، نوحذیفه صیب ددی لپاره چی دی ځان ځماد اعتراضه څخه خلاص کړی، نوانکاریی کوی، ددی څخه چی په مابین کی دقرآن اوحدیث دی تناقض وی، نوځماوخبری ته دځواب په موخه، اودخپل دعوی داثبات لپاره مجتهد حذیفه صیب ماته داسی لیکلی وه:....
په قران کي چي هر ځای رسول الله ته د دې یادونه کېږي چي موږ تاته کتاب در کړی یا مو ذکر در ته وحې کړی له دې الفاظو څخه يوازی قران هدف نه دئ ، بلکي قران او سنت دواړه مراد دي ،
چی دده دغه خپله دعوه نه په قرآن ثابته کړیده، اونه یی هم په حدیث ثابته کړیده، غیرله څوخیالی قیاسونو، لکه....
په دې ايت کي الله تعالی کتاب ذکر کړی دئ او بیا وايي چي د هر شي بیانونکی دئ نو بیان يوازي په قران کي نه سته بلکي په حدیثو کي هم بیان سوی دئ ، دا د دې خبرې دلیل دئ چي حدیث هم په کي شامل دي ، دويم الله وايي : دا منزل هدايت کونکی دئ ، نو ايا د رسول الله په حدیثو کي هدايت نه سته ؟ښکاره خبره ده چي هدايت لکه څرنګه چي په قران کي سته د رسول الله په حدیثو کي هم سته ، دا بل دلیل دئ چي حدیث هم ماانزل ، کتاب یا هم ذکر کي شامل دي ،درېيم الله وايي : دا منزل کتاب رحمت دئ نو ايا د رسول الله حدیث نه دي رحمت؟
چی پرقیاس هم دوی باورنلری اوهغه نه منی، نوځماپوښتنه دحذیفه نه داده ، چی ته دکوم ځای نه خبرشوی چی په قرآن کی " کتاب " اویا "ذکر" ذکرشی مراد ځنی قرآن اوسنت دواړه دی؟؟؟ په کوم دلیل؟؟؟ آیاپه قیاس ؟ په تخمین؟ پرداسی شیانوخوتاسومجتهدین صاحبان باورنلری، تاسوخوقیاس نه منی، اوبیاما په آیتونوباندی داخبره ثابته کړه چی ستاسودغه مدعی باطله اوفاسده ده، نومعلومه شوه چی تاسوخپل پردی خبره باندی دقرآن اوحدیث څخه هیڅ دلیل نلری، داخبره مواټکلی دخپلی ګیډی څخه کړی، نوته ووایه آیاداستاخبره ددی ښکارندوی نده ، چی ته دخپل ځانه څخه دخدای پاک دمراد اظهارکوی؟ ته څه خبریی چی دخدای پاک مراد قرآن اوحدیث دواړه دی؟؟؟ آیاداپرخدای پاک باندی درواغ ویل ندی؟؟؟ آیاتاسوددغه آیت مصداق نیاست؟ {أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ}سوره بقره آیه 80 .
ژباړه: آیاتاسوپرخدای پاک باندی وایاست هغه شی چی تاسوپه هغه نه پوهیږی.
که ته وایی: چی داخوما دآیت څخه معلومه کړی اټکلی اوخوشی خبره خونده، نوزه ستاڅخه پوښتنه کوم، د آیت دکوم اعتباره څخه، دظاهره څخه؟ دنص څخه ؟ دعبارت څخه؟ داشاری څخه؟ یوخوتاسوپردی شیانوباندی عقیده نلری، ځکه داخوداصول الفقه اصول دی اوتاسوخوهغه نه منی، اوبیاچی تردی درته تیرشم، نوبیادرته وایم څنګه دی استنباط کړی؟...
ده خدای پاک په مراد باندی خوهیڅ څوک ندی خبرغیرلدی څخه چی یاده قرآنه څخه معلومه شی، چی داخبره خودلته نشته، یایه خدای پاک چاته په وحی باندی معلومه کړي ، چی داخبره هم غیرله پیغمره دبل چاپه حق دمحالاتوڅخه ده. نوپه ډیرښکاره وضاحت باندی معلومه شوه، چی پرخدای پاک باندی دی درواغ ویلی دی، مکوه حذیفه صیب! هغه ده دروغواحادیث چی وضع کوی ، پررسول اکرم (ص) باندی دروغ وایاست، پرخدای پاک باندی خودروغ مه وایاست، قرآن خوڅوک دخپل فکرموافق نشی ترجمه اوتفسیرکولای، ځکه قرآن خودتحریفه څخه دګمراهانومصون اومحفوظ دی، که یی وکړی، لکه تاسو، نوخدای پاک بئی هرومرو رسواکوی؟ وګوری خدای پاک دداسی خلګوپه سزاکی څه فرمايي: {فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِباً لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ}سوره انعام أيه 144.
ژباړه: څوک دی ډیرظالم ترهغه چاچی پرخدای پاک ده درواغوخبری جوړوی، ددی لپاره چی خلګ بی علمه ګمراهان کړی، بی شکه خدای ټولی ته دظالمانوهدایت نکوی.
خوبیاهم لکه مخ کی چیمی ویلی دی، وایم: چی دحذیفه صیب اودده پشان خلګوڅخه می ځکه ګیله نشته، چی داخوداوسنی عصری جعلی مجتهدینوعادت دی، علم نلری، تجربه نلری، حافظه نلری، نوڅنګه سړی ترینه ګیله وکړی، چی څوک پرخدای پاک باندی دروغ وایی، نوآیاپربنده بئی نه وایی؟. خودتعجب خبره داده چی حذیفه مجتهد صیب په خپل یوی لیکنی کی ماته پررسول اکرم (ص) باندی ده دروغوویونکی نسبت کړی وو، چی هلته یی هم ماځواب ورکړیدی، خودلته ورته دغونه وایم، چی ښاغلی مجتهدصیب!خلګ وایی: چی بزه اومیږپرلاری سره روان وه، میږه تری دمخه وه اوبزه ورپسی وه، یودم ده میږی لم پورته شو، اوترلم لاندی قسمت یی بربنډشوبزی ورباندی وخندل چی دبره دی معلومه شوه، دبزی خودیته فکرنوو چی ځمادبره خوهمیشه معلومه ده، تاسوچی پرخدای پاک باندی دروغ وایاست، خپل ځانته موفکرنشته، خوستاسومخالف څوک چی ستاسی په عقیده یوضعیف حدیث روایت کی بیاتاسوورباندی ددرواعجن ټاپی لګوی. دغه وایی انصاف؟ دغه ته وایی اجتهاد؟ دغه ته وایی مناظره؟ دغه وایی علمی تحقیق؟ دغه ته وایی داسلام خدمت؟ دغه ته وایی دمجتهدینومسلک؟
ای دټول افغان كتونكو اوغړو دغه دی ده اوس عصری مجتهدین، ښه یی وپیژنی، چی دفریب اوغولولوتردام لاندی یه رانشی. تاسی ځمااوده په نامه مجتهدحذیفه صیب لیکنی تعقیب کړی چی حذیفه صیب څرقم مسلک ټینګ کړی اوپرکمه لاره روان دی، نه پرموضوع ده دریدلواستقامت لری، نه دسوال دجواب استعداد اوظرفیت لری، فقط چټیاټ اوواهیات دی، چی دخلګوپه سترګوکی یه پاشی، هوښیاران ښه وایی چی : ښه خټکی دچغال په برخه دی.