اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حذیفه دعوه داجتهاد کوی خوعمل یی دمقلددی
Mazharee
31.07.2012
مجتهدصیب! داسی می ډیرتعجب کړی چی دډیری خندا څخه خوله راباندی راغله، عجیب داستااجتهاد دی؟ چی:
بخاری(رح) داسی ویلی دی:
ابن حجر(رح)داسی ویلی دی.
امام نسائی(رح) داسی ویلی دی.
فلانی داسی ویلی دی.
ګوره ته خوڅه مقلدنه یی چی ته به وایی فلانی داسی ویلی دی داخوسرترسره سوچه اوپاک تقلیددی ، کوم چی تیی په هیڅ ډول نه منی ، ستاپه هکله می دمولانامحمدعمرسربازی (رحمه الله )خبره یادیږی چی دی داستاسوخلګوپه ځواب کی وایی: سلفیان دتقلیده څخه تیښتی خوتقلیدپه دوی پسی دی نشی ځنی خلاصیدلای ، آیادغه چی ته په اسنادکی دحدیث دجرح اوتعدیل نقل کوی، اووایی: فلانی داسی ویلی دی، فلانی داسی ویلی دی، دا تقلیدندی؟ داڅشی دی؟. تقلیدخولکی اوښکرنلری چی زه یی تاته پلاس درکړم. زه نه پوهیږم دعوه ده اجتهاد کوی عمل دمقلد، یاسم مجتهدسه چی زه ستاسره داجتهاد په اصولومناظره وکړم، یاسم مقلدسه چی دمقلدینوپه څیردرسره وږغیږم، که داجتهاد دعوه پسی پریږدی، په تقلیدباندی اقراروکړی نوبیازه دی ته هم حاضریم چی ددغه احادیثوپراسناد هم ستاسره وږغیږم، آیادی ته حاضریی؟؟؟؟ که حاضریی بسم الله که،
اوکه اوس هم وایی چی زه مجتهدیم مقلدنه یم نودزړه سره مجتهدخوحق نلری چی داسی ووایی: فلانی داسی وایی، فلانی داسی وایی. مجتهد داحادیثوپه اسنادکی جرح اوتعدیل کولای شی خونقل دجرح اوتعدیل نشی کولای، ځکه نقل داجتهاد داصولوسره په ټکرکیدی، (دخبرو فرق کوه څنګله اوبجولکه فرق سره لری) اوتاچی کمی خبری کړی، ټوله نقل ده جرح اوتعدیل دی، چی داخوکارزمونږمقلدینودی نه ستاسومجتهدینوتاسومجتهدین حق نلری چی ووایاست قال فلان قال فلان.
اوتاویلی دی چی پریوه موضوع وږغیږه ګوره ! ځماهمیشه یوه موضوع مدنظرده ، هغه داچی ته مجتهدنشی کیدلای ته مقلدیی دعوه داجتهاد دی فاسده اوباطله ده، ځمااوستابحث هم پردغه راپورته سوی دی.هغه خوته یی چی کله دی خواته اوکله هغی خواته ځغلی، دعوه داجتهادکوی عمل دمقلدکوی، شعاردی داجتهاد دی مصداق دی دمقلد، عنوان دی داجتهاد دی معنون دی دتقلید، ماتراوسه ستاسره ستاپه رقم ستاسره مباحثه کوله، که زه خپل دتقلید په رقم ستاسره مناظره اومباحثه وکړم، او دکتابونوڅخه ستاپشان نقل وکړم نوته به را غاره اووازه خوله پاته شی، اوس هم ځمااوستا موضوع معلومه ده ته خپل اجتهاد ثابت که زه بئی درته خرابوم، داخومامخکی هم ویلی دی، چی ستاسودغه عادت دی چی هرحدیث ستاسودمزاجه څخه مخالف وی تاسووایاست هغه ضعیف دی، اوبیادی دډیرتعصبه څخه خپل دبحث عنوان داسی لیکلی: پررسول الله(ص) دمظهری ښکاره دروغ. ګوره ای بی انصافه دغه احادیث خومامستقیمادرسول اکرم(ص) څخه ندی روایت کړی، بلکه ماخودابوداود څخه رانقل کړی، نوکه ته دغه احادیث ته دروغ وایی، نوداپدی معنی ده چی داسی وایی: پررسول الله دابوداود ښکاره دروغ. مفتی محمدفریدصاحب ښه لیکی دی: چی وهابیان ایمانداره دی خوبی ادبه دی، اوبیا ای بی انصافه ته وضعیف حدیث ته حیثیت ده موضوعی حدیث ورکوی؟ دخدایه څخه وبیریږی، هغه چی په اتفاق درواغ دی هغه خوموضوعی حدیث وی نه ضعیف حدیث،تاماته ده درواعجن نسبت کړی خواصلی اوپنډ درواغ خوتاویلی دی ، چی ضعیف حدیث ته دی دروغ ویلی دی کوم چی په نزد دعلماؤپه صورت کی دعدم تناقض دقرآن سره معتبرحجت دی، کارپوهانو رښتیاویلی دی: چی چاته دفقه معلومات نوی، داحادیثوویل هغه ته ښه ندی، ځکه هغه داحادیثوڅخه سم استنباط نشی کولای،چی تاسوسلفیان هم دغسی یاست، فقهی معلومات نلری، ظاهرته دحدیث ګوری، په اصل مقصداومرادیی نه پوهیږی،.
یویاربیادرته وایم که ځماسره دمجتهدپه صفت بحث ته ادامه ورکوی، نوربه دکتابونواوعلماؤڅخه نقل نکوی، کنه نوبیا مجتهد نه یی مقلدیی .
ګوری دټول افغان فورم کتونکو اوغړو! آیاددی دوو خبروترمابین فرق سته:؟ 1.قال ابوحنیفه (رح)2. قال بخاری(رح)،. چی زه قال ابوحنیفه(رح) وایم: زه مقلدیم ،اوچی حذیفه غوندی خلګ قال بخاری(رح) وایی: نودوی بیاولی مقلدین ندی؟؟؟ اجتهاد داسی خرو وخوړی چی حذیفه غوندی خلګوته پاته سو، آسان یی نال کول، چونګښوهم پښی پورته کړی،.
وزیري
31.07.2012
حذیفه صاحب، ته څه بلا خوړلی یی چی د اجتهاد دعوه دي کوله. تانه اجتهاد څه غواړي. کراري کینه مړا، ووایه چی یوه اشتباه وه وشوه، اخیر انسان یمه.