د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پر رسول الله د مظهري ښکاره دروغ

حذيفه
31.07.2012

ملګرو ښې چارې!
په دې ليکنه کي به پر رسول الله د نور الله مظهري هغه دروغ درته ښکاره کړم چي نوموړي ليکوال په خپله ليکنه کي د الله رسول ته منسوب کړي دي .
دا کس چي ځان خورا چالاک ، بیدا او هوښیار و عالم بولي وبه ګورو چي دی د الله له رسول سره څومره مينه لري ؟ حدیث يې په کوم مېزان کي تلي او که يې هسي کوم روايت له طبیعت سره سم سي هغه ورته منسوبوي .
راسئ د ده په ليکنه کي نقل سوي رويات تر نظر تېر کړو چي ایا د حدیث دي او که تش په نوم عربي جملې يې د الله رسول ته منسوبې کړې دي ؟:
[quote:6f7586d7bc="noorulhaqmazharee"]
وبیاپه حدیث کښی راځی : أَيَحْسَبُ أَحَدُكُمْ مُتَّكِئًا عَلَى أَرِيكَتِهِ قَدْ يَظُنُّ أَنَّ اللَّهَ لَمْ يُحَرِّمْ شَيْئًا إِلَّا مَا فِي هَذَا الْقُرْآنِ أَلَا وَإِنِّي وَاللَّهِ قَدْ وَعَظْتُ وَأَمَرْتُ وَنَهَيْتُ عَنْ أَشْيَاءَ إِنَّهَا لَمِثْلُ الْقُرْآنِ أَوْ أَكْثَرُ وَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَمْ يُحِلَّ لَكُمْ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتَ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلَّا بِإِذْنٍ وَلَا ضَرْبَ نِسَائِهِمْ وَلَا أَكْلَ ثِمَارِهِمْ إِذَا أَعْطَوْكُمْ الَّذِي عَلَيْهِمْ. سنن ابی داودد حدیث نمبر2652
[/quote:6f7586d7bc]
پورتنی روايت په ابوداؤد کي په دې سند نقل سوی دئ :
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عِيسَى حَدَّثَنَا أَشْعَثُ بْنُ شُعْبَةَ حَدَّثَنَا أَرْطَاةُ بْنُ الْمُنْذِرِ قَالَ سَمِعْتُ حَكِيمَ بْنَ عُمَيْرٍ أَبَا الأَحْوَصِ يُحَدِّثُ عَنِ الْعِرْبَاضِ بْنِ سَارِيَةَ السُّلَمِىِّ قَالَ نَزَلْنَا مَعَ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم-
په دې سند کي عرباض نومی کس صحابي دئ او تر ده مخکي تابعي حکيم بن عمیر دئ چي حدیث پوهان يې په اړه وايي:
قال الحافظ أبو القاسم : بلغنى أن محمد بن عوف سئل عن الأحوص بن حكيم فقال : ضعيف الحديث ، و أبوه شيخ صالح .
ژباړه :ابو القاسم وايي چي ده ته دا خبره رسېدلې ده چي له محمد بن عوف څخه د حکیم په اړه پوښتنه وسوه نو هغه وويل :حدیثو کي ضعيف دئ او پلار يې نېک وو .(تهذیب الکمال ، د همدې راوي تعرف)
ابن حجر يې په اړه وايي:
رتبته عند ابن حجر : صدوق يهم(تهذیب التهذیب د همدې راوي پېژندنه)
د ابن حجر په اند يې رتبه داده چي رښتنی دئ لکن وهم يې کاوی یعني وهمي دئ .
اوس د دې مرتبې راوي حدیث منل کېږي که نه ، د علوم الحدیث په کتابونو کي وايي :
صدوق یهم :
من الفاظ التعديل.
معناه :
ای : یخطئ.
مرتبته:
وهو من المرتبه الخامسه من مراتب التعديل عند الحافظ ابن حجر.
حکمها:
یکتب حدیث اهل هذه المرتبه للاعتبار وینظر فیه.(معجم الفاظ الجرح والتعدیل لعبد الماجد الغوري مخ :۱۱۰)
په دې ځای کي دې ورته پام دې د دې مرتبې کس حجت نه دئ .
بل راوي يې اشعث بن شعبه المصيصي دئ ، د ده په اړه علماء وايي :
قال أبو زرعة : لين .تهذیب الکمال د همدې راوي پېژندنه.
ابوزرعه وايي : ضعيف دئ.
قال الأزدى : ضعيف.(تهذیب التهذیب ، ۱/ ۳۵۴)
امام ازدي وايي : ضعيف دئ .
ملګرې !
دا ستا روايت دئ او ته په دې باندي دلیل وايې خو سند ته يې نه ګورې چي څوک په کي سته او روايت يې د منلو وړ دئ او که حدیث پوهان هيڅ اعتبار نه ور کوي .
ښه د خپلې مدعی ثابتولو لپاره دومره جراتمند يې چي د الله په رسول پسي هم دروغ وايې؟ تاته شرم نه درېږي چي ستا مقلدانه مدعی د الله په رسول پسي په دروغو تثبتوې؟.
[quote:6f7586d7bc="noorulhaqmazharee"]
اوپه حدیث شریف کی راځی: {عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهَا فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ} سنن ابی داود حدیث نمبر1784.
[/quote:6f7586d7bc]
ذکر سوی روايت په ابوداؤد کي په دې سند نقل سوی دئ :
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ كَثِيرٍ أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ أَخْبَرَنَا ابْنُ جُرَيْجٍ عَنْ سُلَيْمَانَ بْنِ مُوسَى عَنِ الزُّهْرِىِّ عَنْ عُرْوَةَ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-
په دې سند کي عائشه د رسول الله مېرمن او صحابیه ده عروه يې خورېیی دئ چي تابعي دئ او تر دې هم وروسته محمد بن مسلم بن شهاب زهري دئ چي دواړه ثقه راوينا دي خو تر دوئ وروسته سلیمان بن موسی نومی راوي ضعيف دئ ، په اړه يې د حدیث پوهانو نظرونه ولوله:
قال أبو حاتم : محله الصدق ، و فى حديثه بعض الاضطراب
ابوحاتم وايي :رښتنی دئ لکن په حدیثو کي يې اضطراب دئ.
قال البخارى : عنده مناكير
امام بخاري وايي :دی مناکیر نقلوي.
قال النسائى : أحد الفقهاء ، و ليس بالقوى فى الحديث .
و قال فى موضع آخر : فى حديثه شىء .(تهذیب الکمال د همدې راوي پېژندنه)
امام نسائي وايي : فقیه دئ البته په حدیثو کي پياوړی نه دئ ، بل ځای وايي : په حدیثو کي يې ضعف دئ.
ذكر العقيلى ، عن ابن المدينى : كان من كبار أصحاب مكحول ، و كان خولط قبل موته بيسير .
عقيلي له ابن المديني په نقل کاږي :د مکحول له سترو مجلسي ګډونوالو وو او تر مرګ ليږ مخکي پرې اختلاط راغلی دئ.(تهذیب التهذیب د همدې راوي پېژندنه)
تر دې وروسته په سند کي امام ابن جريج دئ ، ابن جريج له خپل ستر شان سره – سره مدلس دئ او روايت يې تر هغو نه منل کېږي تر څو يې په سماع تصريح نه وي کړې.په دې ځای کي امام په (عن) روايت کړی دئ او دا يې نه منل کېږي.
رتبته عند ابن حجر : صدوق فقيه فى حديثه بعض لين ، و خولط قبل موته بقليل
ابن حجر وايي :رښتنی فقیه دئ خو په ځينو حدیثو کي يې ضعف دئ او تر مرګ ليږ مخکي د اختلاط ښکار هم سو دئ.

د امام بن جريج په اړه ابن حجر وايي :
رتبته عند ابن حجر : ثقة فقيه فاضل و كان يدلس و يرسل
ثقه فقیه فاظل دئ خو له تدلیس سره ارسال هم کوي .
او تدلیس يې مضر هم دئ ، دارقطني يې په اړه وايي :
قال الدارقطنى : تجنب تدليس ابن جريج فإنه قبيح التدليس ، لا يدلس إلا فيما
سمعه من مجروح مثل إبراهيم بن أبى يحيى ، و موسى بن عبيدة ، و غيرهما
امام دارقطني وايي :د ابن جريج له تدلیسه ځان ساته ځکه دا ډېر ناوړه تدلیس دئ ، ځکه دی د ابراهيم بن ابی یحی او موسی بن عبید په شان له مجرحو راويانو تدلیس کوي او یا هم دې ته ورته.(تهذیب التهذیب)

ته خپله فکر وکړه دا روايت د منلو دئ ، دوه ستر علتونه په کي سته ، د حدیثو امامانو يې پر راوي مفسرې جرحې کړې دي اړ ته يې له دې سره بیا هم د الله رسول ته په دومره سپين سترګۍ منسوبوې ، د الله د رسول له دې قوله حیا نه در ته درېږي چي وايي :
عن أبي هُرَيْرَةَ عن النبيِّ صلى الله عليه وسلم قال: ومَن كَذَب عليّ مُتعمِّدًا فليتبوَّأْ مَقْعَدَهُ من النار
أخرجه البخاري في: 3 كتاب العلم: 38 باب إثم من كذب على النبي صلى الله عليه وسلم
ژباړه: ابوهریره وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل :که چا پر ما په قصد دروغ وويل نو خپل ځای دي په دوزخ کي جوړ کړي .
ښايي ته نه د خپل باطل دريځ د پياوړي کولو لپاره د الله په رسول پسي له دروغو هم ډډه نه کوې او ته په دنیا کي په هر ډول چي وي بری غواړې که څه اخرت دي په خرابېږي .
[quote:6f7586d7bc="noorulhaqmazharee"]

دغه حدیث څنګه بیان اوتفسیرراځی؟ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « ذبيحة المسلم حلال ذكر الله أو لم يذكر ، إنه إن ذكر لم يذكر إلا اسم الله » السنن الصغیرللبیهقی حدیث نمبر3040
[/quote:6f7586d7bc]
اشنا ستا دا روايت امام ابوداؤد په مراسيلو کي په دې سند نقل کړی دئ او بیهقي هم خپل سند تر ابوداؤده رسوي او بیا همغه سند پسي غزوي ، سند دادئ:
قَالَ مُسَدَّدٌ : حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ دَاوُدَ ، عَنْ ثَوْرِ بْنِ يَزِيدَ ، عَنِ الصَّلْتِ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وسَلَّم
په دې سند کي صلت نومی راوی تابعي دئ او د روايت حواله يې رسول الله ته ور کړې ده ، نو ایا دا د منلو وړ دئ؟
پر همدې روايت امام ابن حجر په اتحاف خیرة المهره کي وايي :
رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ فِي الْمَرَاسِيلِ ، عَنْ مُسَدَّدٍ بِهِ .
4672/3- وَرَوَاهُ الْبَيْهَقِيُّ فِي سُنَنِهِ : أَنْبَأَنَا أَبُو بَكْرٍ مُحَمَّدُ بْنُ مُحَمَّدٍ ، أَنْبَأَنَا أَبُو الْحُسَيْنِ الْفَسَوِيُّ ، حَدَّثَنَا أَبُو عَلِيٍّ الْلُؤْلُؤِيُّ ، حَدَّثَنَا أَبُو دَاوُدَ , ... فَذَكَرَهُ.
هَذَا إِسْنَادٌ مُرْسَلٌ رِجَالُهُ ثِقَاتٌ.

په بلوغ المرام کي ابن حجر دا روايت راوړی او لاندي محقق ورته ليکلي دي :
ضعيف رواه أبو داود في "المراسيل" ( 378 ) عن الصلت السدوسي، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: فذكره. قلت: وهذا مع كونه مرسلا، فمرسله أيضاً "مجهول".(بلوغ المرام باب الاضاحي)
روايت ضعيف دئ ، امام ابوداؤد په مراسيلو کي له صلت او هغه له رسول الله نقل کړی ، زه وايم :روايت له ارسال سره مجهول هم دئ.
ولا یاره ! زه ستا دا دومره ستر جرات ته حیران يم ، ته فکر کوې چي پر سول الله دروغ هم د عامو انسانانو په شان دي ؟
ایا ستا ایمان د دې اجازه در کوي؟ ستا دغه له رسول الله سره مینه او وفا ده ؟
ته خپل هدف ته ځان رسوې که څه هم په ضعيف او کمزورو غیر ثاتبو رواياتو وي نور خو د دې توپير نه سته در سره چي د الله رسول پرې خپه کېږي که نه ؟ الله ته دا کار خوښ دئ او که يې ناوړه بللی دئ؟
روايات دې نور هم ضعيف دئ خو زه يې په همدې ذکر سويو راياتو اکتفاء کوم .
او ته بیدارګله ! پوښتنې مه راته کتار کوه زه يوه درته ځوابوم ته لس نوري کښېږدې ، زه خو څه ماشين نه يم چي ستا پوښتنې به ځوابوم ، لومړی چي دي کومې پوښتنې ايښې دي هغه به در ته ځواب کړم او بیا زما نبمر دئ لس پوښتنې در څخه کوم ته به يې راته ځوابوې بیا در نمبر دئ .
خو پام دي وي ضعيف حدیث به نه نقلوې او له موضوع به نه وزې ، يوه موضوع شروع ده چي دا حل سوې نه وي بله موضوع به نه پيلوې او له حدیث سره به د خپل امام قول هم وړاندي کوې ځکه ته خو څه مجتهد نه يې چي له قران او سنت څخه به استنباط کوې .
په هره موضوع کي کي ستا همدا تګلاره وي او له دې په مخالفت به دې موضوع نه وي حل کړې او پوښتنې به همداسي ناحل پاتې وي او زه يې له قران او سنت څخه ځوابوم.ان شاء الله !


وزیري
31.07.2012

حذیفه صیب د لیکنې عنوان دي ډیر غلط ایښی ده. آیا دا احادیث مظهري صاحب له ځان نه جوړ کړیدي او که له ابوداؤد شریف نه یی را اخیستي دي؟؟؟
که له ابوداؤد نه یی را اخیستي وي نو بیا د مظهري صاحب پوري یی څه ربط ده؟

داسي ووایه چی ابوداؤد شریف په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درواغ تړلي دي او ابوداؤد باید ددي حدیث ومَن كَذَب عليّ مُتعمِّدًا فليتبوَّأْ مَقْعَدَهُ من النار له رویه .................. شي. خانه خالي یی ستاسو خولي ویلای شي زمونږه نه.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more