اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دحذیفه غوندی غیرمقلد مجتهدین (سلفیان او وهابیان ) دی ځواب راکړی
Mazharee
30.07.2012
درنوکتونکواوپه ټول افغان کی دعضویت درلودونکو! دغه سوالونه مادحذیفه اودده غوندی مجتهدینومخی ته ایښی دی، دی اودده پشان خلګ دعوه داجتهاد کوی، زمونږفقهه نه منی، البته په نامه دفقهی هیڅ شی نه منی، قیاس اواجماع اوتقلید نه منی،اودوی همیشه وایی:مونږدمسائلوپه حل کی دقرآن اوحدیث څخه استفاده کوو، نودوی دی مهربانی وکړی دغه مسائل دی دقرآن اوحدیث څخه په استدلال باندی حل کړی، کچیری دوی دغه مسائل په قرآن اوحدیث باندی حل کړه ډیرښه دی مونږبئی هم ورسره ومنواوخپل دعوه داجتهاد به هم ثابته کړی، اوکه یی حل نکړه، نوتاسوټوله ورباندی ګواهان اوشاهدان وسی چی حذیفه صیب، اودده پشان سلفیان اووهابیان، مجتهدین ندی، بلکه دځانوڅخه یی دخلګودغولولواوخطاایستلولپاره جعلی اود درواغومجتهدین جوړکړی. که یی دغه پوښتنوته ځواب ورنکړنوبیازه ورته ځواب وایم (انشاء الله ) خوپه دی شرط چی داجتهاد د دعوی څخه به توبه باسی.
1.مجتهد صیب! ده انا(دپلارموراویادمور مور) سره نکاح کول راودی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، دمجازاوحقیقت خبره به نکوی، ځکه مجازاوحقیقت یوقسم تأویل دی، اوتأویل یواصل داصولوڅخه داصول الفقه دی، اوتاسواصول الفقه نه منی.
2.مجتهد صیب! په ټلفن باندی نکاح اوبیع منعقده کیږی اوکنه؟ اوطلاق پری واقع کیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس به نکوی ځکه قیاس خوتاسونه منی.
3.مجتهد صیب! کومه ښځه چی دFee stool په ناروغی اخته وی جماع ورسره رواده اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوفقهی تحقیق ته به نه کوی ځکه تاسوهغه نه منی.
4. مجتهدصیب! که چایوڅوک په موټرباندی ووهی، نوداکوم قسم قتل دی؟ اوپردی سړی دیت ورکول کیږی اوکنه؟ که کیږی څونه دیت باید ورکړی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړی قیاس اوفقهی تحقیق به نکوی، ځکه تاسوخوهغه نه منی.
5.مجتهدصیب! په واټرپمپWater pump کښی عشرسته اوکنه؟ که سته، عشرسته اوکه نصف عشر؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس به نکوی ځکه ستاسودقیاس سره نده جوړه.
6.مجتهد صیب! په قطب جنوبی اوشمالی کی چی شپړمیاشتی شپه اوشپږمیاشتی ورځ ده، مسلمان به هلته پنځه وقت لونځ څنګه کوی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، زمونږدفقه څخه به غلانکوی، اودبل چاتقلید به هم نکوی ځکه تاسوزمونږدفقه سره ټکریاست، اودتقلیدنفی هم ستاسوبی مصداقه شعاردی.
7.مجتهدصیب!په اوسنی نقدوپیسو(افغانیو،ډالر، کالداره اوداسی نور) کی سودی معاملات راځی اوکه نه؟ که راځی نوداپه کوم قسم اموال ربویه کی داخل دی؟ اوداغسی پدوی کښی زکاة شته اوکنه ؟ که زکوة شته نوپه کوم حساب به زکوة ورکوی؟ یعنی په حساب د سروزرو اوکه دسپینوزرو؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوتقلید به نکوی، ځکه دقیاس اوتقلیدسره خوتاسوپه هغه ښه کال کی جوړنواست.
8. مجتهدصیب! که چادانترنتی هک ګرانوله لاری دچاله بانکی حسابه څخه پیسی غلاکړی اوپه خپل بانکی حساب کیی اضافه کړی،اوپیسی هم ډیری وی،آیادی ته سرقت ویل کیږی اوکنه؟، که ویل کیږی، نوآیاددی سړی لاس ورباندی پری کیږی اوکنه؟.په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، داجتهاد داوصولو اوخپل دمدعی څخه به مخالفت نکوی.
9. مجتهدصیب! دراډیو، کامپیوټراوټیپ څخه دسجدی دآیت په اوریدلوباندی سجده تلاوت لازمیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، اجتهادی غلابه نکوی، دقیاس اوعقل څخه به هم کمک نه غواړی ځکه قیاس تاسونه منی اوپرعقلی دلائلو باندی تاسوباورنلری.
10.مجتهد صیب! په برقی اوالکترونیکی ماشینونوباندی دحیوناتوحلالول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، تقلیدبه نکوی، ځکه تقلیدخوتاسوته خوندنه درکوی.
11.مجتهد صیب! دیوه انسان وینه ورکول وبل انسان ته، اویادوینی رانیول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس اوتقلید به نکوی.
دځواب په هیله
چی دغرونوسره سرټکرټکـــــــــرکړی
غربه وی خوځان به خپل دربدرکړی
منلی ځواک
25.08.2012
نورالحق مظهری صیب په فکر مو برکت شه .
زما هیله له ټولو څخه دا ده چی له حذیفه صیب سره نور په هیڅ موضوع کی بحث نکوی فقط د مظهری صیب پوښتنو ته دی حذیفه صیب جواب ووایی موضوع حل او فصل ده .
حذیفه صیب تاسو ولی دی پوښتنو ته جواب نه ورکوئ؟
اکرم
25.08.2012
منلی صاحب، سلامونه اودرناوی!
وروره! حذیفه به څه ځواب ورکړي ؟؟؟ هغه بیچاره به په پوښتنو هم لا نه وي پوه شوی!
دا دوه نور دو هابیت اوسلفیت غټ غټ استا دان مؤمن مهاجر او وصیل پیروز دې ځواب ووایي !!! لکه چې دواړه په اوږدو سفر و کې بوخت دي :lol: :lol: :lol:
کامیاب
25.08.2012
منلی ځواک صیب اواکرم صیب! السلام علیکم لومړی درته دتیرکوچنی اخترمبارکی وایم:
وروسته سلفیان وګوره اوددی پوښتنوځوابونه؟ ښاغلی حذیفه یوځای قصدکړی چی ودی پوښتنوته ځواب ووایی، یوه نوی کړکی یی راخلاصه کړی په عنوان د " دقرآن اوحدیث په تله " اوپه هغه کی یی فقط دووپوښتنوته په خپل فکرځواب ویلی دی، خوداسی ځواب یی ویلی دی چی دانسان پری دخندانه زړه چوی، نوریی هیڅ پکی ندی لیکلی غیرله هغه شیانوڅخه چی دی یی خپله نه منی، ځکه ده یاپه قیاس ځواب ورکړی یاپه عقل باندی په لومړی مسئله کی یی انا (دپلار اویامور مور) پرلمسی باندی قیاس کړی، سره ددی چی دوی کم عقلان هم وایی: چی مونږقیاس نه منو، اومظهری صیب په لومړی ځل ورته ویلی چی قیاس به نکوی ځکه تاسوخوقیاس نه منی، په دوهمه مسئله کی یی خوبیخی دمظهری صیب دپوښتنی ځواب ندی ورکړی، ځکه مظهری صیب دده څخه پوښتنه کړی چی په مبایل باندی نکاح، طلاق اوبیع روا کیږی اوکنه ؟ ده کم عقل چی کوم آیت راوړی دهغه څخه تنها صحت داستفاده دمبایل څخه معلومیږی ، نه نکاح ، طلاق اوبیع،
دایه هم دآخری زمانی مجتهدین ، خاوری دی پرداسی مجتهدینوباندی واوړی، داجتهاد نوم یی بدکړی،