نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتنو او د دښمن ستاینه او توصیف
مومند
30.07.2012
ګرانو لوستونکو
سلامونه او نیکی هیلی
(پښتو اسلامی) ویب پاڼه کی د اسامه بن لادن لپاره دغه لاندنی شعر مولوي عبدالاحد حماد صیب لیکلی اود اسامه بن لادن ډیر شمیر عکسونو سره پوست کړی دی نو د هغه په ځواب زه لیکم چی:
شیخ اسامه بن لادن نه پښتون وه او نه مونږ پښتنو ته کوم ګټه رسولی وه، ده خپل هیواد ته بیرته تګ اجازه نه درلودله نو زمونږ هیواد کی پناه اخیستی وه او زمونږ د میلمه پالنی او پښتون والی څخه ناوړی ګټی واخیستی. زمونږ د خاوری څخه په نورو هیوادونو باندی برید وکړل او د ده له کبله د نړی ټول قواوی زمونږ هیواد ته راغللی او کله چی زمونږ پر هیواد باندی بریدونه او جګړی پیل شیو نو دئ ګاونډی هیواد ته وتیښتید او هلته پټ شو، بن لادن چیرته وه کله چی زموونږ پښتانه ورونه شهید کیدل او کله چی زمونږ په هیواد کی د ده د اعمالو له کبله اور بل ؤ؟ که بن لادن یو مسلمان جهادی وه نو ولی د جهاد ډګر ته نه راتلا او نورو پښتنو سره څنګ په څنګ جهاد نه کاوه او لکه د ښځو په شان پټ شوی وه؟ د بن لادن او د هغه د ډله القاعده د ناوړو اعمالو له کبله زمونږ هیواد ټوکر ټوکر شو او زمونږ د هیوادوالو په خاص ټوګه پښتنو ژوند تباه شو او مونږ (پښتانه) تر اوسه پوری په دغه واقیعت نه یو پوهه شوی چی بن لادن زمونږ دوست نه بلکی زمونږ یو ډیر ستر دښمن وه، تاسو لاهم د هغه په ستاینی بوخت یاست او د هغه په هکله شعرونه لیکی او ستاسو په ویب پاڼو کی د هغه عکسونه پوسټ شوی دی لکه چی هغه د پښتنو او یا د اسلام کوم مشر وه. بن لادن او د هغه ډله القاعده زمونږ افغانانو سره هیڅ زړه سواند نه درلود او خپلی ناوړی اهدافو لپاره کار کاوه او کوی. نو راځی چی د د د غه سړی د ستاینی شعرونه بند کړو او که غواړو چی کوم شعر ولیکو نو خپل د جګړه ځپلی، کور وران شوی او بی وزلی افغانانو لپاره یی ولیکو او خپل خلکو لپاره خدمت وکړو، د هغو پردئ اشخاصوغلامی او چاپلوسی چی حتی په خپل هیوادونو کی هم څوک ځای نه ورکوی او ټول خپل کورونو او هیوادونو څخه شړل شوی دی، بس کړو.
په درناوی
مومند
مولوي عبدالاحد حماد شعر ولولی او تاسو پخیله قضاوت وکړی:
شہید شیخ اسامه بن لادن په یاد کي
تنده دخیبر مو دغلیم په وینو ماته ده
شنډه کلیسا ده دشیطان هیله میراته ده
ښکاري غرغره شوه توره شپه دهسکو غرو په سر
وړانګې پر افق دي دلمرو سترګه یې شاته ده
مستو هلمندونو دشمشاد له څوکو تیرکړلې
تم شه پرنګیه دآمو څپه لا پاته ده
یون زما اوستا په یوه لاره چېرته شونی ده
ته دغرب بنده ، زما سجده دکعبې خواته ده
لیک مو په قاموس کې برخلیک تل دبریا په نوم
سوبه مو راوړې له مرهټ او سومناته ده
ځار ترې روایات ټول دبدرنګو زینارونه شه
دا دنګه شمله مو له نیکونو نه راپاته ده
مونږ ه یې حماده له سرو څلي جوړ کړي دي
بد وایي چې وایي معرکه نیمګړې پاته ده
http://pashtoislamway.blogspot.com/2012/05/blog-post.html