اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حذیفه غوند غیرمقلدین (وهابیان اوسلفیان) ځواب راکړی
Mazharee
28.07.2012
بسم الله الرحمن الرحيم
سلفيان او وهابيان چی تل ددی خبره کوی چی مونږ هميشه په قرآن اوحدیث باندی استدلال کوو، داهل مذهب په فقه اواصول الفقه باندی ملنډی وهی، په قرآن اوحدیث کی دخپل مدعی دثبوت لپاره ډیرلری لری تأویلونه کوی، تل ئی دغه شعاروی چی مونږ مجتهدین یو،مقلدین نیو، دهیچاتقلید نکوو، په ټولومسائلوکی اجتهادکوو، نوځماددوی څخه دا پوښتنه ده، چی دغه لاندی آیاتونه اواحادیث چی ظاهرا سره په ټکراوتناقض کی دی، تاسوبیله دی چی تقلیدوکړی، په خپل اجتهادیی تناقض دفع کړی، اوداراته ثابته کړی چی تاسوواقعامجتهدین یاست، په عام اوخاص ، مطلق اومقید، په نص اومؤل باندی بئی تعارض نه دفع کوی ، که یی دفع کوی نوبیاغیرمقلدین نشوی مقلدین شوی.
{وَلاَ تَأْكُلُواْ مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ}سورة الانعام آیه 121
ژباړه: خوړل مکوی دهغه ذبیحی څخه چی نوم دالله نوی پری ذکرشوی، یقیناخوړل دهغی دالله دحکمه څخه وتل دی.
ددی آیت څخه صراحتاداسی معلومیږی : چی پرهرحیوان چی دذبحی په وقت کی نوم الله ونه ویل شی خوړل ئی حرام دی.
اوپه حدیث کی راځی:
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « ذبيحة المسلم حلال ذكر الله أو لم يذكر ، إنه إن ذكر لم يذكر إلا اسم الله » السنن الصغیرللبیهقی حدیث نمبر3040
ژباړه : رسول الله (ص) فرمایلی: ذبیحه دمسلمان حلاله ده دالله نوم یی پری ذکرکړی وی اوکه یی نوی ذکرکړی، ځکه ده کچیری پری ذکرکړی وای نویی نه ذکرکوی مګرنوم دالله
ددی حدیث څخه صراحتاداسی معلومیږی چی که مسلمان قصدا هم نوم دالله پرذبیحی په وقت کی دذبح ونه وایی هم دغه ذبیحه حلاله ده او هم یی خوړل روادی.
یعنی دقرآنه څخه معلومیږی چی متروک التسمیة ذبیحه مرداره ده. اودحدیثه څخه معلومیږی چی پاکه ده.
اوداغسی په قرآن کښی راځی : {وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ}سوره نساء آیه 23.
ژباړه: اوحرامی دی پرتاسو، ستاسوهغه میندی چی تاسوتئی تی(پی) درکړی وی.
ددی آیت څخه صراحتاداسی معلومیږی چی هره ښځه وهرماشوم ته تی ورکی کڅه هم یووار دتی کشول وی اوکه دوه واره وی اوکه ډیروی؛ دغه ښځه پردغه ماشوم باندی حرامیږي اونكاح نشي ورسره كولاي.
اوپه حدیث کی راځی:
{لَا تُحَرِّمُ الْمَصَّةُ وَالْمَصَّتَانِ} صحیح مسلم حدیث نمبر2628.
ژباړه: حرمت درضاع نه راوړی یووار رودل ( دتی خوړل ) یادوه واره رودل.
یعنی دقرآنه څخه معلومیږی چی رودل دتی مطلقا حرمت ثابتوی، خودحدیث څخه بیامعلومیږی چی یو یادوه واره رودل حرمت نه ثابتوی.
اوپه قرآن شریف کی راځی:
{الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُواْ كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ} سورة النورآیه 2.
ژباړه: زناکاره ښځه اوزکاره سړی ووهی هریوددوی څخه سل دری.
ده آیت څخه صراحتامعلومیږي چی حد دزنا ده نراودښځی سل دری دی اوبس.
خوپه حدیث کی راځی:
{عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ أَمَرَ فِيمَنْ زَنَى وَلَمْ يُحْصَنْ بِجَلْدِ مِائَةٍ وَتَغْرِيبِ عَامٍ} صحیح البخاری حدیث نمبر2455.
ژباړه: ده زیدبن خالد (رض) څخه درسول اکرم (ص) څخه روایت دی چی ده امروکی په باره کی دهغه چاچی زنایی کړی وی خولیکن محصن نوی په سل درو وهلو سره اوپه یوکال دوطن څخه په شړلوسره.
یعنی دآیت څخه معلومیږی چی حد دباکراوباکری ښځی تنها ده در وهل دی اوبس، خوپه حدیث کی صراحتا داسی راغلی چی حد ددوی دوو علاوه پرسل درووهلو یوکال دوطنه څخه شړل هم دی.
اوپه قرآن شریف کښی راځی:
{ثُمَّ لْيَقْضُواْ تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُواْ نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُواْ بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ} سورة الحج آیه 29
ژباړه: وروسته دی دوی لری کړی خپله چټلی، اووفادی وکړی پخپل نذرونه ( لکه هدایا اوضحایا) اوطواف دی وکړی پرپخوانی (قدیمی) بیتی باندی.
دآیت څخه تنها فرضیت دطواف معلومیږی، داوداسه خبره نسته ورسره ، خوپه حدیث کی راځی :عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « الطواف بالبيت صلاة ، إلا أن الله أحل فيه المنطق ، فمن نطق ، فلا ينطق إلا بخير » صحیح ابن حبان حدیث نمبر3909.
ژباړه: دابن عباس (رض) روایت چی ده وفرمایل: چی رسول اکرم (ص) وفرمایل: طواف پربیت الله باندی لمونځ دی، مګرخدای پاک په طواف کی خبری روا کړیدی، نوکچیری څوک په طواف کی خبری کوی ، نوښه خبری دی وکړی.
په حدیث شریف کی یه طواف لمونځ مسمی کړی، نودحدیث څخه داسی معلومیږی، چی لکه لمونځ چی بی اودسه ندی روا، طواف هم بی اودسه ندی روا.
یعنی دقرآن داسی معلومیږی چی طواف اودس نه غواړی، اودحدیث څخه داسی معلومیږی چی طواف اودس غواږی.
اوداغسی په حدیث کی راځی: {قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا سَقَتْ السَّمَاءُ فَفِيهِ الْعُشْرُ} مسندامام احمد حدیث نمبر1176.
ژباړه: رسول اکرم (ص) فرمایلی دی: هرهغه شی چی دباران اوبه یی اوبه کړی په عشرسته.
ددی حدیث څخه داسی معلومیږی چی هرشی چی شین کیږی په هغه عشرسته، که غنم وی که سبزیجات وی اوکه نورشیان وی.
خوپه بل حدیث کی راځی: عَنْ مُوسَى بْنِ طَلْحَةَ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لَيْسَ فِى الْخَضْرَاوَاتِ صَدَقَةٌ ».سنن دارقطنی حدیث نمبر1934.
ژباړه: دموسی بن طلحه دده دپلاره څخه روایت دی: چی رسول اکرم(ص) وفرمایل: په شین ګیاه سبزیجاتوکی صدقه (عشر) نشته.
یعنی دلومړی حدیث څخه معلومیږی چی په هرشی کی عشرسته، خوددوهم حدیث څخه معلومیږی چی په شین ګیاه کی عشرنشته.
حذيفه
29.07.2012
ملګرې !
يوه غوښتنه مي ده چي باید له ماسره تل په بحث کي دې ته پام وکړې چي زه له مسلمان او مومن پرته نور نومونه نه منم ، ته بايد ماته د سلفي یا وهابي نوم استعمال نه کړې ، ځکه دا زما پر شخصيت تېری دئ ، په بحث کي ما ته دارنګه نومونه منسوبول چي زه هغه ځان ته نه خوښوم پر مقابل لوری یو ډول شخصتي تعرض بلل کېږي چي د بحث له اصولو سره اړه نه لګوي .
او ستا ليکنې ته مي بل ځای ځواب ورکړی دئ هلته مراجه وکړه .
دحذیفه جواب
Mazharee
29.07.2012
حذیفه وروره! تاسوخپله وایاست چی مونږسلفیان یو نوچی سلفیت منی نووهابیت خو اوس مرادف دسلفیت سره دی که یی ته وغواړی اوکه یی ونه غواړی پرتا، البته پرټولوسلفیانوباندی دوهابی اطلاق کیږی، بیاوهابی خوبدنوم ندی، وهابی یعنی نسبت کړه سوی وطرفته دمحمدبن عبدالوهاب نجدی، یعنی څوک چی مقلددمحمدبن عبدالوهاب وی هغه ته ویل کیږی وهابی، لکه څوک چی مقلددامام ابوحنیفه (رحمه الله ) وی هغه ته ویل کیږی حنفی ، اولکه څوک چی مقلدد امام شافعی (رحمه الله ) هغه ته ویل کیږی شافعی، نوسړی چی دیوچاپه مذهب کیږی اوځان دهغه مقلدجوړه وی نوبیا دهغه په نامه ملقب کیدل، او وهغه ته منسوب کیدل هم دځان لپاره پیغوراوعیب نه بولی، اوکه ته وایی : چی زه خووهابی نه یم زه خوسلفی یم نوزه ستاڅخه پوښتنه کوم چی سلفی او وهابی څه تفاوت دی؟ یوه عقیده یه ده یویی هدف اومرام دی، دیوه سړی څخه چی هغه لومړی ابن تیمیه حرانی وو اوبیاوروسته ښاغلی محمدبن عبدالوهاب ووسرچینه نیسی، کڅه هم دلته په افغانستان، هندوستان اوپاکستان کی نوم دسلفی اواحل حدیث نسبت ووهابی ته نوی اوپاک نوم دی خوپه اصل کی دواړه دیوه آس غوږونه دی، دمحمدبن عبدالوهاب(مؤسس دسلفیت په سعودی کی ) اومولوی نذیراحمد دهلوی اوعلامه شوکانی( مؤسسین دسلفیت په هندکی) اومولوی عبدالله نورستانی(مؤسس دسلفیت په افغانستان کی) اوسیدمحمدرشیدرضا(موسس دسلفیت په مصرکی)څه فرق سته؟ .
بیاکه ته وایی چی زه دڅلورمذاهبوڅخه هم نه یم، سلفی اووهابی هم نیم، مودودی اوشیعه هم نیم، پنج پیری اوبریلوی هم نیم، نوته څوک یی؟؟؟
زه چی دځانه سره سوچ کوم ته سلفی یاوهابی اویامودودی یی، ځکه ته دعوه داجتهاد کوی، اوپه دنیاکی چی اوس څوک دعوه داجتهادکوی هغوی ددغوډلومقلدین وی، اویابه هم شاید مقلدد یوسف قرضاوی یی ځکه اوس خوهغه هم ځانته مجتهدوایی.
اوکه ته وایی چی نه،،، زه پدغوکی یوهم نیم.
نوګوره! نور څوک چی مونږیی پیژنولکه قادیانیان، لاهوری میزایان، ایرانی بهائیان، ذکریان ، شعله ای ، اوکمونستان. داخلګ په اتفاق دامت کافران دی، هرڅوک چی منسوب ودوی ته وی هغه ځان ته مسلمان نشی ویلادی.
خوبیاهم زه په اطمینان وایم چی ته دهغه خلګوڅخه یی چی دعوه داجتهادکوی، کوم چی مخکی ماتاته معرفی کړل.
اوداچی ته وایی ماستاوپوښتنی ته ځواب درکړی، بل ځای پسی وګوره، داخودی حواله پرتړلی دروازی راکړیده، زه دونه وقت نلرم چی ده ویب پاڼی ټوله فورمونه اوصفحی دخپل ځواب پسی وپلټم، اصلی خبره داده چی ته هم پوهیږی چی دی داکارنشی کولای نودی ځان پدغه ډول خلاص کی، ماتاته په سوالونوکی هم لیکی دی، ترڅوچی ته تقلید زمونږدکتابونوونکړی ددی سوالونوځواب نشی ورکولای، کیی ورکولای شی مهربانی وکړه دلته ځمادموضوع سره خپل ځواب کښیږده چی زه یی هم ووینم، اوباورمی راشی چی ته په رښتیامجتهدیی مقلدنیی. خوحذیفه وروره زه تاسودهغه سرچینی اوسرچشمی څخه لکه خپل ځان دغسی پیژنم، داسی کنج کابی اوپه دروغودځان خلاصول ستاسوعادت دی.
حذيفه
29.07.2012
سړیه!
ته لکه چي په خیره نه پوهېږي ، ته يوه پوښتنه څوځلې وړاندي کوې ما يې هلته ځواب در کړی دئ او که يې وس لرې نو هلته يې بېرته ځواب کړه او که ته لکه ستا مشر ورور وزیري تل هوايي ډزې کوې نو دا بیا پر موږ مه را اړه وه.
ستا عزم او اراده به زه اوس معلومه کړم چي ته څوک يې ؟
خلکو ته سپکې سپوري مه وایه ، ما درته وليکل چي زه مسلمان يم ، په قران کريم کي الله وايي :
هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا(الحج :۷۸)
ژباړه :الله تعالی تاسو مخکي هم مسلمانان نومولي واست او په دې قران کي هم .
اوس ته ووايه چي زمانوم غوره دئ او که ستا؟
زه مسلمان يم هغه نوم چي په قران کي دئ او ته حنفي يې هغه نوم چي په هيڅ کتاب کي نه سته ؟
سلفيت او وهابيت سره يو دي او ما يې هم توپير نه دئ کړی ، خو زه له دواړو بري يم ، د الله راکړی نوم مي بس دئ او نور د مذهب او مسلک نومونه مي نه خوښ دي او نه يې غوره بولم ، ځکه د الله نوم راته تر هر څه ګران دئ او ته چي کوم نوم ځان ته ور کوې نو هيڅ دلیل يې نه لرې او الله ته په کي مجرم يې .
زه د هيچا مقلد نه يم او نه مي دا فکر دئ چي هوښیار سړی دي د چا د تقليد خبره وکړي ، تقليد خو ځان وژنه ده ، د خپل ځان واک بل ته ورکول دي ، له هغه اختیاره ځان خلاصول دي چي الله راته راکړی دئ خو زه يې نه کوم او د بل رسۍ په غاړه کي واچوم په پټو سترګو په هغه پسي روان سم دا کار زه نه کوم او نه مي خوښ دئ .
ته وايي : زموږ له کتابونو شیان غلا کوئ نو کوم دي ؟ مثلا يې راکړه ، زه در ته دالله او رسول خبره کوم ته د خلکو خبرې کوې او بیا تر ما ځان ته ښه مسلمان هم وايې؟
ته نو ولي ښه مسلمان يې؟ د قران او احادیثو په سلو کي په ۲۵٪ برخو عمل کوئ او د ټول اسلام ۷۵٪ برخې مو ايله کړی دئ خو بیا هم ښه مسلمان يې او نور تر ته ګمراهان معلومېږي .
تاسو چي اسلام مو څلور ټوټې کړی دئ د انګريز روپی نه خورئ خو موږ چي د اصلي اسلام دعوه کوو نو د غرب روپۍ خورو .
تاسو هر وخت د رسول الله د سنتو دښمني کړې ده او بیا د اسلام د دښمنۍ تور پر موږ لګوئ؟
ته په دې نه پوهېږې چي تاسو د الله او رسول پر ځای همدا فتاواوې او خپل ملایانو ته د حلت او حرمت اختیار ور کړی دئ ، دا څرنګه اسلام دئ چي په يوه مذهب کي دننه يو شی حرام هم وي او حلال هم ؟
یو شی بدعت هم وي خو سنت هم ؟
یو شی ثواب هم لري خو ګنا هم ؟
اوس چي تا دومره تشدد وکړ او وزیري دي څنګ ته در سره ولاړ دئ نو زه به هرو مرو ستاسو د فقهې هغه څه افشا کوم چي د سليم انسان عقل ورته حيرانېږي ، هغه به را برسېره کوم چي مسلمان نه نامسلمان هم په شرمېږي ، ما په دې کي ليږ ډيل کاوی او دامي هم د رښتنی صیب په غوښتنه کاوی خو اوس يې نه کوم او ستا هغه فقه به در ته بربنډه کړم چي ته ایمان پرې لرې .
هغه فقه به در ته ښکاره کړم چي ته پرې نازېږي.
هغه کتاب به در ته معرفي کړم چي ته يې فیصلې منې او د قران وسنت مقام دي ور کړی دئ .
تاسو چي په کتابونو کي تر شعيه ګانو او نورو ګمرا ډلو ناوړه شان سته په څه خوله خبرې کوئ ؟
ته پّ کوم مخ دې فورم ته سر را ښکاره کوې ؟ ته ولي دا فکر نه کوې چي دا زما د کور په شان به مي يو مخالف کس خبر وي ښایي رسوا مي کړي ؟
ما داسي لهجه نه اختیار کوله خو څرنګه چي ته او ملګري دي په سمه ژبه نه پوهېږئ نو زه اړ يم چي همداسي رد عمل در سره وکړم .
د پوښتنې په اړه مي دي هلته وضاحت کړی دئ چېري چي تا لومړی ځل دا پوښتنه را پورته کړې وه ، خو مخکي تر دې چي زه هغه هلته ته درته ځواب کړم ستا څخه تلورا وسو او بیا دي مطرح کړه .له ځانه سره فکر وکړه چي لومړی دي پر دې موضوع چېري بحث کړی وو نو هلته ور سه او خپل ځواب تر لاسه کړه .
larghonay laraway
30.07.2012
السلام عليکم!
لومړی بايد نور الحق مظهري صيب ته هغه د پاکستاني ملايانو په اصطلاح خواست وکړم چې (خانجي جبه سمه خوزوه او د يو مسلمان په څېر بحث کوه) دمسلمان په څېر دا معنی چې تومت او ښکنځلې مه کوه.
دا چې حذيفه په خپله وايي چې زه مقلد نه يم او ته ورپورې تهمت تړې چې د عبدالوهاب نجدي مقلد يې نو له خدايه نه وېرېږې؟
په همدې ترتيب حذيفه صيب ته بايد ووايم چې له ديني بحث او مسألو څخه د کرزي حکومت مه جوړوه!
د کرزي حکومت هم په مصلحتونو ولاړ دی کله د محسني مصلحت مني، کله د دوستم او کله د مجددي او کله بيا د اوباما!
دين دين دی! که کومه مسأله درته غلطه ښکاري او د مصلحت له مخې يې پټوې نو دا هم غټه ګوناه ده!
دا چې تاسو تر دې دمه غلي وئ او له خلکو مو دين يا د دين زده کړه پټوله دا مو تېروتنه کړې ده او اوس يې چې د نورالحق مظهري پر ضد بربنډوې نو دا به هم د ثواب او اجر په نيت نه وي چې بيا هم تېروتنه ده!
دا چې تاسو ته الله جل جلاله قرآن او حديث درښودلی، ورسره په دې هم پوهېږئ چې ګڼ شمېر حنفيان په بې دينۍ سر دي او فقه يې غلطي لري او بيا هم خپل علم سپموئ نو څه فکر کوې چې دا به د ثواب کار وي؟
تاسو ته چې خدای دکمپيوټر زده کړه هم درکړې او ليکنه مو بې له سانسوره خپرېږي نو له دې نه نور کوم امکانات غواړئ؟
خپه نه شې ځکه وايي:
دوست به دې وژړوي او دوښمن به دې وخندوي!
زه د يو دوست په توګه درته ستوغې سپورې کوم!
مننه
ستاسو لاروی
اکرم
30.07.2012
ته نو حذیفه څه کوي ؟ دا سې ښکاري چې تاسره هم څه شته ، خو هسې حذیفه بیچاره بالنیابه مخته کوي دا ولې ؟ که څه لرې میدان ته یې کړه !
[quote:93ac75ca80]السلام عليکم!
لومړی بايد نور الحق مظهري صيب ته هغه د پاکستاني ملايانو په اصطلاح خواست وکړم چې (خانجي جبه سمه خوزوه او د يو مسلمان په څېر بحث کوه) دمسلمان په څېر دا معنی چې تومت او ښکنځلې مه کوه.
دا چې حذيفه په خپله وايي چې زه مقلد نه يم او ته ورپورې تهمت تړې چې د عبدالوهاب نجدي مقلد يې نو له خدايه نه وېرېږې؟
په همدې ترتيب حذيفه صيب ته بايد ووايم چې له ديني بحث او مسألو څخه د کرزي حکومت مه جوړوه!
د کرزي حکومت هم په مصلحتونو ولاړ دی کله د محسني مصلحت مني، کله د دوستم او کله د مجددي او کله بيا د اوباما!
دين دين دی! که کومه مسأله درته غلطه ښکاري او د مصلحت له مخې يې پټوې نو دا هم غټه ګوناه ده!
دا چې تاسو تر دې دمه غلي وئ او له خلکو مو دين يا د دين زده کړه پټوله دا مو تېروتنه کړې ده او اوس يې چې د نورالحق مظهري پر ضد بربنډوې نو دا به هم د ثواب او اجر په نيت نه وي چې بيا هم تېروتنه ده!
دا چې تاسو ته الله جل جلاله قرآن او حديث درښودلی، ورسره په دې هم پوهېږئ چې ګڼ شمېر حنفيان په بې دينۍ سر دي او فقه يې غلطي لري او بيا هم خپل علم سپموئ نو څه فکر کوې چې دا به د ثواب کار وي؟
تاسو ته چې خدای دکمپيوټر زده کړه هم درکړې او ليکنه مو بې له سانسوره خپرېږي نو له دې نه نور کوم امکانات غواړئ؟
خپه نه شې ځکه وايي:
دوست به دې وژړوي او دوښمن به دې وخندوي!
زه د يو دوست په توګه درته ستوغې سپورې کوم!
مننه [/quote:93ac75ca80]
حمید هڅــاند
30.07.2012
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هیله ده روژې مو له برکت او ثوابونو ډکه وي.
وروڼو!
داڅو ورځې یواځي لوستونکی پاتي شوی یم، خو نن اړ شوم چې څه ولیکم.
لومړي مي هیله داوه چې حذیفه ورور خپله پوهه له موږ سره هم شریکه کړي، خو د حذیفه ژبه چې ګورم نو داسي ذهنیت راته پیدا شي چې نه خو جذیفه او نه مظهري یو بل ته رغنده ځواب ورکوي بلکې یواځې ټاپې لګول او یو بل ته توهین په میدان پاتي شوي دي. زما مشوره خواداده چې لږ تر لږه په روژه کې له دې بحث څخه تېر شئ. حذیفه ورور هم ځان تېروي، د مظهري پوښتنې عمومي نه دي، خو د حذیفه ځواب عمومي دي.
درنښت
رښتینی
30.07.2012
خپه نشئ اخر به مودا حال وې :)
http://youtu.be/cFpVORtAUlk
دلرغونی لاروی صاحب جواب
Mazharee
30.07.2012
لرغوني لاروي صيب ته وعليكم السلام وايم:
وروسته: دزړه سره !ماخوحذیفه صیب ته هیڅ هم ندی ویلی غیرلدی څخه چی زه دی سلفی اووهابی بولم، اودا اتهام اوخوشی تخمین ندی، دایوحقیقت دی، تاسونن په ټوله نړی کی وګوری چی دعوه داجتهاد څوک کوی؟ دټوله نړی په مسلمانانوکی چی اوس دعوه اجتهادکوی، هغه هم دغه سلفیان، وهابیان اومودودیان دی، اوتاسودحذیفه صیب لیکنی وګوری چی دی پکی مدعی داجتهاد ندی؟ چی دی سلفی اووهابی اویامودودی ندی، نوڅوک دی، کڅه هم دی وایی زه مسلمان یم،دا دده تلبیس اوکجروی ده، ځکه دی هم پدی پوه دی که زه ووایم چی زه وهابی یم، اویاسلفی یم، نوخلګ می هیڅ خبره ته غوږنه نیسی، نوپدخاطروایی زه په هیڅ مذهب اوګروپ پوری تړلی نیم مسلمان یم، ګوره سلفیان اووهابیان اومودودیان هم مسلمانان دی، مونږیی داسلامه څخه نه باسوخولیکن بدعتیان اوخرافاتی خلګ دی، حذیفه صاحب دغه داجتهاد ددعوی الهام دچانه اخستی دی؟ دده ده لیکنوڅخه داسی معلومیږي چی دی پوره اوکافی علم هم نلری، که یی لری تاسوپه دقت ځماپوښتنوته وګوری چی ماودته مطرح کړیدی، ده دیوی ځواب هم ندی راکړی هسی دیخوا اوهغه خواته ځان خلاصه وی. په آخرنی ځوابونو کی ماوده ته ورکړیدی، اهل انصاف دی وګوری چی دده مدعی ثابتیدلای شی؟
کوم چی دی وای په قرآن کښی چی خدای پاک ورسول اکرم (ص) ته ویلی وی چی ماوتاته کتاب اویاذکردرکړیدی نومراد دهغه څخه قرآن اوحدیث دواړه دی، تاسووګوره ! مادقرآن دآیاتونوڅخه په استنباط دا خبره دته ثابته کړی: چی په قرآن کی د"کتاب " اوذکر څخه هیڅ وقت قرآن اوحدیث دواړه نشی مراد کیدلای، بلکه یواځی قرآن مراد دی.
اوداغه رقم چی دی وایی حدیث دقرآن تفسیراوبیان کوی، داخبره هم ماپه دلیل ثابته کړيده ، چی داحکم کلی ندی، که کلی دی نوبیاولی مابین کی دهغوآیتونواوحدیثونوچه مادده په ځواب کی لیکلی ظاهرا تناقض اوتعارض دی؟ تعصب دانسان سترګی ړنده وی دانسان عقل ختمه وی، هیله ده چی دانصاف په تله قضاوت وکړی.