د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان كښې په ديموكراتيكه فضا كښې انتخابات


doctor
09.10.2004

درنو لوستونكو سلامونه مو ومنۍ :lol:
ګرانو لوستونكو اوسني موضوع ګانې مې د انتخاباتو په اړه ځكه دي چې د وخت سره سمه ده او بايد پرې غور وشي ترڅو داسې نه شي چې له بارانه ځان ساتو او تر ناوي لاندي ودريږو.
جنګ د يوې ټولنې مادى او معنوى شتمني بلكه زيربنا له منځه وړي جنګونه يو هيواد يا د څو هيوادونو د تباهۍ اؤ بربادۍ سبب ګرځي او ورو ورو د هغې ټولنې او هيواد دفاعى توان کمزورے کوى اؤ هر کله چې يو هيواد دفاعى توان ونه لرى نوخپله خپلواکى او د زمکې بشپړتيا او سرحدونه يي هم د خطر سره مخامخ وي خصوصاچې اقتصاد يي خراب وي او په جنګي حالت كښې يي د دفاع لپاره پوځ د واحد مرکز څخه اداره نشى لکه افغانستان ، دا هغه جنګى تهيورى ده چې پخپله د جنګ په وخت کښې د افغانستان د دښمنانو لخوا جوړه شوې ده د خپلواکو قطعاتو موجوديت د هيواد د خپلواکۍ سره تضاد لرى. پكار ده چې بايد ټولې خپل سرې لنډه غري ټوپك ماران چي په قول اردوګانو كښې ځاې په ځاى شوي دي لغوه شي او ټول ګمرکونه بايد د مرکز لخوا اداره شى چې د ادارې پوهې اصول دا حکم کوى چې بايد د هيواد ټول اوامر بايد د مرکز په اجازه سرته ورسيږى د افغانستان اوسنۍ ګډوډى اؤ د جنګ سالارانو ظلم اؤ تيرې دا ټول د ادارې د پوهې مطلقاً مخالف او دا حالت د افغانستان د تباهۍ د مرګ اؤ تلفاتو د زياتيدو دپاره کيږى. هر څومره چې د افغان ولس تلفات زياتيږي زوريږي نو مظلوم او بې دفاع ولس به د ځان څخه دفاع هم ونه کړى شي. او دا د دښمن د جنګ هغه تهيورى ده چې د افغانستان د مظلوم ملت دپاره د پردې شاته په دې کښې ډير لاسونه کار کوى. که چيرې د جنګ سالارانو کارونو ته وکتل شى نو دا ثابتيږى چې دوې پخپله د افغانستان د تباهۍ دپاره کار کوى .څه موده مخکښې د عطاء اؤ دوستم تر منځ جنګ پيښ شو. په دې خونړى جنګ کښې د دواړو خواؤ ٣٠٠ تنه مړۀ شول. ايا د ادارې د پوهې اصول اؤ احکام دا اجازه ورکوى چې په يؤ هيواد کښې ٣٠٠تنه مړۀ شى اؤ مسئولين ئې يؤ د هيواد د رياست جمهورى دپاره کانديد شى اؤ بل ئې د هغه ولايت والى شى. همدا رنګه د تيرو حکومتونو په وخت کښې دوستم اؤ ددۀ ملګرو په فارياب کښې ١١٠٠ تنه ووژل اؤ ٣٠ کسه ئې د سرپل د بغاوى د کلى مړۀ کړل چې په دې توطيه کښې د دوستم ډير نزدې ملګرى عمده رول درلودۀ اؤ همدارنګه د هرات د پخوانى والى اسماعيل خان ځنې اعمال لكه د حامدکرزى د فرمان چې له دې به د جنګ سالارانو جنګونه تحميل نۀ شى سمدلاسه وروسته په هرات کښې جنګ پيښيدل او دخلكو مړۀ كيدل. او لكه قوماندان محمد داؤد په شمال کښې ډير بې ګناه ګوجر د خپلو کورونو څخه په ظلم اؤ زور وويستل اؤ اوس د افغانستان په نورو ولاياتو کښې بې کوره اؤ در په در ګرځى كه همداسې وي نو افغانستان راتلونکے حکومت به هم په جنګونو کښې مصروف پاتې شى ځکه چې د جنګ سالارانو ژوند په جنګ اؤ مرګونو کښې دے



ع کريم حليمي
09.10.2004

درنولوستونکو ٠
خوندو او وړونو السلام عليکم ! ښادۍ او خوشحالۍ دي خادی درکړي ٠

ډاکتره !
دغه ستاسو دليکني لاندي داسي ٠ ([color=red:d288734430]العلم علمان علم الاديان و علم الابدان[/color:d288734430]) ليکۍ
چه دغه حديث موضع څرنګه ده ٠ چه دغه علم طب دي ٠ يو ښه حديث دي
ما خوسرچ وکړۍ ٠ څه لاسته تر دغه ګړيه ندي راغلي ٠ که لطف وکړې ٠ مننه
ستاسو ليکني خورا په مينه لولم ٠ پر قلم دي برکت سه ٠


د محترم حليمي صاحب په ځواب كښې


doctor
10.10.2004

ډير محترم حليمي صاحب سلام مي ومنه او د نيكمرغه روژه د عبادتونو سره درته غواړم.
لكه څرنګه چې پوهيږۍ زه يو ډاكټر يم او د شرعي او احاديثو د علم پوه نه يم ليكن بيا هم دا ويلې شم چې دغه به ممكن چې يو اثر او يا هم په عربي ژبه كښې مقوله وي ځكه چې ما د په فاكولته كښې له خپلو محترمو استاذانو څخه اوريدلې او ما دلته دا نه دي ليكلي چې دا حديث دې او هم مې د كوم داسې دليل په ډول ترې يادونه نه ده كړي چې تاسې يې له ماڅخه مرجع غواړۍ او كه داسي وي نو بيا خو تاسي هم د خپلې هرې ليكنې په پاى كې ليكۍ چي [color=red:b1158e84db]از ناداني پرسيدند ((نامت چيست؟» گفت : «رهبر)). [/color:b1158e84db]نو په دې ځاى كښې تاسي د مطلق رهبر توهين كړې سره له دې په رهبرانو كښې هر څوك شامل دي او په نړۍ كښې ډير ښه او د احترام وړ څه چې واجب الاحترام رهبران هم تير شوي تاسو په دې خبره څه غور كړې چي ايا پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم او د هغه صحابه د مسلمانانو لپاره د رهبر حيثيت نه درلود؟ ليكن د موضوع څخه بل خوا نه ځم صرف دا وايم چې د يو ليكوال په حيث دداسې خبرو پروا مه كوه كومه چې د دليل په ډول د يو شرعي د اثبات لپاره نه وي ياد شوې او يا ليكوال دا نه وي ويلي چې دا حديث دي او يا قران او هغه څه نه وي نو په دې ځاى كښې ما دا يوه خبره هم نه ده ذكر كړي



ع کريم حليمي
10.10.2004

ډير محترم دکتور صاحب سلام مي ومنه او زه هم نيكمرغه روژه د عبادتونو سره درته غواړم.
چه راڅخه ګيله من نسې ٠ زما په ليکنه کي داسي څه نوه ليکلي ٠ چه يعني تاسوليکلي وه چه دا ليکنه حديث دي
ما و غوښته چه پښتنه وکړم ٠ چه د دغه ليکني اصلي مطلب زده کړم ٠ دغه (العلم علمان علم الاديان و علم الابدان)
بعضي کتابو او ليکنو کي راغلي چه حديث دي په طب نبوي په باب کښي ٠
نو ما داسي فکر وکړۍ ٠ چون تاسو ډېره خوښه جمله ده چه د خپلي لاندي ئې ليکۍ ٠ نو طبعأ به درته علومه وي
ټوله موضع ٠ دايه خير

پوه ډېر علامې لري ٠ يوه علامه ئې داسي ده ٠ پو هغه څوک دي ٠ ([color=red:dbff10047d]څه چه وائي په هغه پوه وي چه څه وائې [/color:dbff10047d])
فارسي متل دي وائې ٠ د نادانه سړي څخه چا پوښتنه وکړه چه ساسو نوم ؟ نادان داسي جواب ورکړۍ
نوم مي رهبر دي ٠
مثال په توګه تاسو ته به ښه معلومه وي ٠ چه ټوله ناپوه خلګ عيني فکر کوي
.............................................................او پوهان خلګ يو د بله عيني فکر کوي
دغه علت يا سبب دي چه هو ښياران خلګ د ناپوهانو په مجلس خسته کيږي
او ناپومان خلګ هم د هوښيارانو په مجلس نه پوهيږي ٠ نو مرغان هغه سره کښېني چه بڼه ئې سره ورته وي
نو مجلس ئې شيرين وي ٠ يو دبله په مجلس پوهيږي ٠ داسي حال ئې نوي لکه اوښ ته چه ډول وهې
خبره پر بله راځه ولاړه
اصلي خبره ده پوه او ناپوه وه
هر ه ډله خلګ هوښياران لري ٠
داسي تناسب سره لري ٠ هر رئيس جمهور هوښيار دئ ٠ اما د رئيس جمهورانو په ډله کي بوش بي عقل دي
اختر جان خرکار هوښيار دي ٠ اما د خرکارانو په ډله کښي ٠
معنا داچه په د فاکولتې په استادانو کي هم ساده استا دان سته ٠ په استادانو کي ساده ٠ اما تر عوامو په
زرها واره هوښيار وي ٠
قوربان تر رحمان سم چه خپل ملتب سبک لري ٠ خوشحال ،شيرازي ٠٠٠٠٠٠٠٠
جهاني يو د ژوندو شاعرانو څخه دي چه جوړه ئې په پښتنو کي نسته
اما مکتب ئې د غني خان دي ٠ خبره پر بله راځه ولاړه بخښه غواړم ٠
ګرانه ډاکتر صاحب دغه (از ناداني پرسيدند ((نامت چيست؟» گفت : «رهبر)). ) متل دي ٠ او منلۍ متل دي ٠
منفر متل ندي ٠ [color=darkred:dbff10047d]هغه ستاسو خبره مشابهتونه سته [/color:dbff10047d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more