نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د یو بشر پالنی انسان ستاینه
میوند جان
25.07.2012
د ډاکټر شکیل افریدی ،هغه پښتون چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د پټن ځای په اړه مالومات ورکړی او ۳۳ کاله د بند سزا ورکړ شوی دی، د بند نه د خلاصولو لپاره هڅه کول زمونږ د ټولو وظیفه ده ځکه چی ډاکټر شکیل صایب زمونږ د ټولنی ټول وګړی د اسامه بن لادن د ډار او شر څخه وژغورل. د دغه ډله او د دغه سړی (اسامه بن لادن) د ناوړی غیر اسلامی کړو له کبله خو د نړی ټول قواوی زمونږ خاوری ته راغللی. ډاکټر افریدی په اصل کی خپلی ټولنی ته ګټه رسولی ده او د یو داسی خطرناک ډار اچونکی سړی چی په زرګونو زرګونو پښتنو، تاجیکانو، هزارګانو او نورو مسلمانو قومونو وګړی یی وژلی وو د پټیدو ځای پیدا کولو او مالومات ورکولو سره خپلی ټولنی ته یو ډیر د ستاینی وړ خدمت کړی دی زه خو به تل ډاکټر شکیل ته د دغه عمل له کبله دعاوی کوم او د هغه د بند نه د آزاد کیدو لپاره به هڅی او دعاګانی کوم.
په در ناوی
میوند جان