نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د روژی د مبارک میاشت او د طالبانو بریدونه
مومند
25.07.2012
((د لغمان ديني پوهانو د طالب ضد پاڅون
د افغانستان د ختيځ لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ لسګونه ديني پوهانو د يوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون ننګه کړې ده.
په دولت شاه کې دغه ولسي پاڅون څو ورځې وړاندې ځايي خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پېل کړ.
دغه کسان چې په يوه جومات کې را ټول شوي، د وسله والو طالبانو کړنې غندي او هغوى ته سپکې سپورې وايي.
شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې هم لسګونو تنو په يوه لاريون کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې، ورته يوه اقدام کې، له هغوی سره مخالفت وښود.
وسله والو طالبانو په خپل لومړي غبرګون کې دوی قومي اربکي وبلل.
د وسله والو طالبانو يو وياند زبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې، دوی د حکومت په هڅونه راپاڅيدلي، او په وينا يې شمېر يې هم ډېر کم دى.
دغه طالب وياند ويلي طالبانو د حکومت پر وړاندې پاڅون کړى او د پاڅون پروړاندې بل پاڅون مانا نه لري. .
تر دې وړاندې د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته پاڅونونه شوي، خو طالبان یې دومره جدی نه بولي.
همدا راز خبرونو په اساس په کندز ولایت کی دینی عالمانو په یو بی ساری اقدام سره وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چی د ورانکایر د دوام په صورت به د دوی پر خلاف د جهاد اعلام وکړی دغو عالمانو د کندز په ښار کی په یوه غونډه کی د ملکی کسانو وژنه، د ښوونځیو سوځول او تړل او ډار اچونه د اسلام دین له نظره یوه ناوړه بدیده وبلله او طالبانو ته یی خبرداری ورکړ چی که دوی په دغه ولایت کی خپل دغه عملونه بند نکړی د دوی پر خلاف به جهاد اعلام کړی ))
تاوده سلامونه او نیکی هیلی
ستاسو د ټولو د روغتیا او نیکمرغی په هیله
په دی ورستیو وختو کی د ښوونکو، زده کوونکو او نور ملکی وګړی د وژنی او د ښوونځیو د سوځولو او ځان مرګی بریدونو زیاتوالی له کبله خلک ستړی ستومانه شوی او د هیواد په ډیر شمیر ولایایتونو کی د جګړه مار طالبانو په ضد پاڅون کړی دی. د افغان ولس د خپلی ځان او آبرو د خوندیتوب لپاره اړ شول چی پخپله د طالبانو د ظلمونو او بریدونو مخ نیوی لپاره پاڅون وکړی. د طالبانو ظلمونه او بی عدالتی ولس دی ته اړه کړه چی دوی سره وجنګیږی. ولس اوس په دا پوه شوی چی ښوونځی، او روغتون، دوا او ډاکټر د دوی په ګټه او د دوی د ژوند ښه والی لپاره دی او په دا هم پوه شوی دی چی طالبان د افغان ولس او د دوی د ژوند ښه والی او خوندیتوب لپاره نه جنګیږی بلکه د قدرت او خپلی نوروشخصی اهدافو ته رسیدو لپاره جنګیږی. د ولس داسی پاڅون باید چی طالبانو ته د ډیر شرم سبب وګرځی ځکه چی که ولس دوی سره جنګیږی او د دوی په ضد پاڅون کوی نو دوی به واکمنی او حکومت په چا باندی کوی؟ طالبان تل د اسلام په نوم خلک وژی او د اسلام چیغی او ناری وهی خو یو عمل یی هم اسلام سره سم ندی اسلام د سولی دین دی او د طالب لار او اصولونه د جګړو ، ځان مرګی بریدونو او د بی ګناه سپیڅلی وګړو وژلو اصولونه دی. دوی (طالبان) د روژی په مبارکه میاشت کی اوربند غوښتنه رد کړی او ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند ویلی دی چی: هغه کسان چی زمونږ په هیواد باندی لاس اچوونه کړی او د هغو کسانو چی د دوی ملاتړ کوی هیڅ وخت د زړه سوی وړ ندی. دئ زیاته کړی: دا ګناه بلل کیږی چی مونږ خپلی بریدونه بند کړو. دا چی طالبان د ولس غوښتنو ته اهمیت نه ورکوی د دوی د ویاند دغه خبری څخه په واضع ډول ښکاره دی (د وسله والو طالبانو يو وياند زبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې، دوی د حکومت په هڅونه راپاڅيدلي، او په وينا يې شمېر يې هم ډېر کم دى. دغه طالب وياند ويلي طالبانو د حکومت پر وړاندې پاڅون کړى او د پاڅون پروړاندې بل پاڅون مانا نه لري). یعنی د ولس پاڅون دوی ته بی معنی بلل کیږی. باقی قضاوت تاسو ته پریږدم.
په درناوی
مومند