د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تر پوزکي لاندې لړمان

اتل
25.07.2012

ټولووطنوالو او پښتنوته سلامونه
ولس ګوته پر غاښ هک حیران دئ چې د جهاد تر نوم لاندې څه ډ رامې روانې دي.
کله عرب او نور خارجي خود غرضه قاتلان یو اوبل وژني، کله هغوي د پاکستانې طالبانو سره غزاکوي، اوکله هم په علاقې کې، پرخلکوباندې د قبضې لګولو دپاره، او دغه راز نوروګټو وټو په وجه د پاکستان دطالبانو ډلې د غزا په نامه یو او بل وژني، او عام ولس پکې دل کیږي.
نن سبا د پاکستان د طالب ډلو تر منځ د اثر او نفوذ د خوریدو په وجه او د یو اوبل د راښکیلولو په سبب په جنوبې وریرستان کې وضع کړکیچنه شویده..
د حکیم الله محسود په مشری د پاکستاني طالبانو تحریک، د ولي محمد وزیر د وژل کیدو پر سر د مولوي نذیرډلې ته د غچ اخستلو ګواښ کړیدئ
کیدای شي، عوام پدي سوچ کې وي، چې په ملک کې جهاد روان دئ، خو که زر وي یا وروسته، پدې به پوه شي چې تر پوزکي لاندې رنګ رنګ لړمان پراته دي،او ډیر بې رحماته نیشونه وهي. ددوی د تاریخ او اوسنیو کارنامو نه داسې ښکاري چې، دوي نه د جهاد پروا لري، نه د غزا او نه هم د نورو مقدساتو، بلکه دوی د قدرت پر سر جګړې او تشدد ته لاس اچولئ دئ. ددوی د زړونونه خو، پاک الله بهتره آګاه دئ، خو د یوه امین حکم په توګه ویلای شم، هره لوبه چې اوس روانه ده، ښه مستقبل نلري. ولس دهغوی عمل څاري، د زړونو مالک الله ج دئ.
دغه لاندینئ مضمون دا مسئله ښه څرګندوي
=============================================
پاکستان کې سخت دریځې رقیبې ډلې یو د بل په مقابل کې دریدلي

په جنوبي وزیرستان کې کړکیچ وروسته تردې زیات شو، چې د حکیم اله مسعود په مشرۍ د پاکستاني طالبانو تحریک د ولي محمد وزیر د وژل کیدو پرسرد مولوي نذیر ډلې ته د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

ولي محمد چې په سیمه کې د طالبانو د ډلې د بنسټ ایښودونکي نیک محمد وزیر کشر ورور، تیره اونۍ ووژل شو.

نیک محمد په سیمه کې لومړنی قومندان و، چې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکۍ په لومړۍ حمله کې ووژل شو.

د ولي محمد وزیر له وژل کیدو وروسته هغه ته وفادارو وسله والو د هغه د قاتل د پیدا کولو لپاره سیمه په خپل کنټرول کې راوسته خو تر اوسه پورې په دې نه دی بریالی شوی چې د قاتل څرک ولګوي. ویل کیږي چې شاوخوا ۲۰۰ وسله والوچې اکثره یې د سیمې خلک ندي، له هغه سره اړیکه لرله.

تربیون اکسپرس لیکې، که د پاکستان د طالبانو د تحریک او د مولوي نذیر د ډلې ترمنځ لانجه پراخه شي، د مراقبه شورا په نوم نازک ایتلاف به چې د روان کال په فبرورۍ کې جوړشوی و، د ړنګیدو له خطرسره مخامخ شي.

د راپورونو له مخې ویل کیږي چې په شمالي وزیرستان کې دیره د حقاني شبکې مشرانو د دغې شورا په رامنځ ته کولو کې د پاکستاني طالبانو ترمنځ منځګړیتوب کړی و.

د سیمې اوسیدونکو دې ورځپاڼې ته ویلي چې اوس دغه ایتلاف د ړنګیدو په حال کې دی او حقاني شبکه یووار بیا هلی ځلی کوي چې په سیمه کې پرسخت دریځو ډلو له خپل نفوذ څخه په استفادې دغه حالت بدل کړي.

د دواړو رقیبو ډلو نژدې منابعو دې ورځپاڼې ته ویلي چې ولي محمد د مراقبه شورا له جوړیدو وروسته په تیرې فبرورۍ میاشت کې د وزیرستان واڼه ښارته ستون شوی و.

د پاکستان د تحریک طالبان یوې منبع د خپل نوم د نه افشاکولو په شرط اکسپرس تربیون ورځپاڼې ته ویلي چې دا ډله شک کوي چې مولوي نذیر به د ولي محمد د وژلو امرورکړی وي ځکه په سیمه کې د هغه نفوذ په زیاتیدو و.

د مولوي نذیر ډلې بیا ویلي چې د طالبانو تحریک ازبک او تاجک وسله والو ته بیا اجازه ورکړې چې سیمې ته ورشي او ویل کیږي چې ولي محمد هم د هغوی ملاتړ کاوه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more