نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
انتخابات او پښتانه
doctor
09.10.2004
په افغانستان ټولټاکنې به له هماغه مهال ويش سره سم چې امريکې اؤ ملګرو ملتو ئې پريکړه کړې ده، يعنې د اکتوبر په نهمه نيټه ترسره کيږى. کۀ څۀ هم افغان چارواکو په څو څو ځله يادونه كوله چې اوس دا ډول ټاکنې ناشونې بريښى خو د امريکې خپلو انتخاباتو ته د لږو ورځو پاتېدوپه وجهه يي دوې اړيستل چې په خپل وخت وشى. په هر حال دادې د رايې كارتونه وركول شول خو د پام وړ ټکى دادى چې د ملګرو ملتو د وينا سره سم په پښتنو سيمو کښې د كارت اخيستونكو شمير ډي لږ دې. په دې اساس ځنې پښتانۀ انديښمن دي كه همداسې وي نو نتيجه به خطرناكه وي ځكه چې اکثريت پښتون قام به په اقليت بدل او واکمني به يې له لاسه وځي. دا انديښنه ډيرو ته ورپيښه ده، خصوصا عوامو ته، مګر څوک چې سياسى پوهه لرى، پدې پوهيږي چې ګټه او بايلات له کومې خوا ترلاسه کيدې شى!. دوئ منلې ده چې په هر صورت امريکايان لۀ خپل پروګرام سره سم په وړاندې ځى. په دې لړ کښې څرګند دليل د بن د جرګې دې چې څرنګه د ستار سيرت په زياتو رايود حامد کرزى رايې درنې شوې. وائى دا هغه رازونه دى چې كه يې څوك څرګندكړي نو يا به ورته جنګ سالار وايي يا به طالب او القاعده وي او يا هم ځنې ډير خواخوږي ورته وايي چې خوله چوپ كه او داسې خبري مه كوه خو دا لكه د لمر روښانه ده چې دا ډول چارې ځواكمنو ته هيڅ ګرانى دي بلکې نور ډير ګران کارونه هم ورته آسان او بې لانجې دى نو نتيجه معلومه شوه چې کۀ فرضاً پښتانۀ لس برخې وګټى يا په لسو کښې يوه هم نۀ، انجام به هماغه وى کوم چې په سپينه ماڼۍ کښې پرې فيصله وشي. تاريخ ښودلې چې يرغلګرد اكثريت څخه ډاريږي او څرنګه چې پښتانۀ د هيواد اکثريت اؤ اصلى ساتونکى دى نو ځکه بهرنى يرغلګر چې د افغانستان لاندې کولو ته ئې ملا تړلې نو هميشه يې د اقليتونو ملګرتيا ته پاملرنه کړى تر څو په دې توګه د هيواد ملى اؤ اساسى قاعده ونړوى. لکه چې روسانو هم همدغه پلان وكاراوه چې په تاجکو، هزاره ، ازبکو اؤ اسماعيليه فرقو کښې ئې زورورې وسله والې مليشې جوړې کړې چې په پاي كښې يي مختلفې ناندريزي مسئلې لكه د افغان او افغانستاني نومونه، په محاکمو کښې د حنفى فقې تر څنګ د جعفرى مسلک غوښتنه ، د فيډرالى نظام په نامه د بيلا بيلو خپلواکيو غوښتنې او بالاخره د ملى وحدت تالا ترغه کول وو چې دا هماغه د يرغلګرو اصلى موخې دى چې پري كولې شى هيوادونه لتاړ او اولسونه ښکيل کړى نو په دې اساس زياتره پښتانۀ پوهان فکر کوى چې د امريکې په واکمنۍ كې هم د پښتنو د پرمختګ او برلاسۍ امکانات نشته او دا ځکه چې بهرني يرغلګر تل د اقليتونو ملګرتيا ته اړ او اقليتونو موقعيت داسې وي چې د بهرنى ځواک هيله ترې کيدې شى چې ورسره همكار شي خو پښتانۀ بيا هيڅکله هم دا چانس نۀ لرى اؤ کۀ دا خبره نوره هم په څرګندو ټکو سپينه کړو نو ويلې شو چې خارجيان ښائى اقليتونو سره وعدې وکړى چې د هغوئ په ژبه د پښتنو مستبد رژيم په نسکورولو کښې مرسته کول به دوئ ته ډير ګټور تمام شى. په حکومت کښې د واک مهمې څوکۍ، ستر وزارتونه، د اړوندو سيمو خپلواکى اؤ په لنډه د پښتنو لۀ زور زياتى ژغورنه اؤ داسې نور ډير امتيازات به تر لاسه کړى مګر پښتنو سره څۀ داسې لوظونه امکان نۀ لرى اؤ همدا وجه ده چې کۀ پښتانۀ هر څومره د لويديځوالو په مزاج ځان برابر کړى، غوړه مالى وکړى اؤ له خپل دين، ناموس، اؤ پښتونولۍ لاس په سر شى، بيا هم د بهرنى ښکيلاک لپاره د دښمن حيثيت لرى اؤ دا ځکه چې پښتانۀ د هيواد او اسلام اصلى مدافعين دي نو په توګه غواړى چې هيواد ئې خپلواکى، ښۀ فوځى قوت او نوې ټيکنالوجى او ترقي ولرى او يرغلګر دې ته چمتو نه وي، خو ددې پر خلاف د اقليتونو مليشې چې هميشه لۀ ويشه په تالان رضا دى، د هيواد ويشلو ته چمتو ولاړ دى نوکۀ هرڅومره ږيرې اوږدې اؤ داسلام اؤ جهاد نارې سورې ووهى، بيا هم د پرديو د ګټو په محور څرخى. نو په ډاګه ثابته شوه چې د پښتنو د ځپلو، وهلو، کمولو، بې واکه کولو اؤ شړلو همدا تګلاره به نوره هم پسې اوږديږى اؤ غزيږى. ايا ومونۀ ليدل چې په همدې يوه پيړۍ کښې انګريزانو، روسانو اؤ اوس امريکايانو په پښتنو ځان ستړے کړ؟ نواوس هم چې نه پوهيږوبيانولۀ سره د نړۍ پرمخ د ژوندکولو وړنه يواو له همدې کبله دې پښتانۀ په اوسنيو انتخاباتو کښې دګډون په اثر ګټه کولونه پاک لاسونه پريمنځى. پاتې شوه داخبره چې ښه نو څه به کوو؟ ځواب خوشحال بابا ويلې دې چې اتفاق په پښتانۀ کښې پيدا نۀ شو ګنې ما به د مغل ګريوان پاره کړ
يعنې چې که پښتانه سره يوموټې شى ، روڼ اندې، طالب ، مکتبى، سياستوال غرض ټول سره يوه خوله دعلم اؤ نظم په لورهڅه وکړى نوهرومرو له ننيوګردوچيلنجونو سره مقابله کيدې شى خوکه همداسې بيلتون اؤ اختلاف روان وى نو انجام ئې ډير خطرناک بريښى
نقاد
19.10.2004
اوس که پورتنۍ ليکنې ته وګورو، د ټولټاکنو په اړه يې وړاندوينې رښتيا نشوې او سمې را ونه ختلې.
١ــ افغانانو په پراخه توګه په ټولټاکنو کې برخه واخيستله، په تيره بياپښتنو او ان پښتنو ميرمنو هم رايې ورکړې.
٢ــ په ټولټاکنو دا مريکايانو او بل هر چا ﻻسوهنه شوی وای، نو د اتنيکي ډلو د وګړو د شمير انډول به يې برهم کړی وای، حال داچې د کانديدانو دګټلو رايو فيصدۍ ته وګورو، د اړوندو اتنيکونو د رښتينې فيصديو
سره يې تر ډيره ډيره يو نسبي سمون خوړلی دی.
٣ــ د پښتنو اتحاد له طالب څخه نيولې تر زدکوونکو او نورو ډلو پورې د نظم د ټينګولو او علم د ﻻسته روړلو
په موخه د يوې ډلې مشرۍ ته هم ګوته نه نيسي، نو ايا طالبان ددې لوښه او ظرفيت لري چې د دغسې يو ملي وحدت او ملي خير او صلاح په خاطر له خپل ويجاړوونکي فعاليت څخه ﻻس په سر شي؟ لکه چې وينو ددوی ورانکاري د اسلام د سپيڅلي دين د پيل په وخت کې د هغو جاهلانو کړنو ته ورته دی، چې داسلامي ټولنې د ويجاړولو په موخه يې ترسره کول. که طالبان د ، بن ﻻ دن او القاعدې له وندر څخه ځانونه آزاد نکړي، تر هغې پورې به له دوی څخه د هيڅ ډول ملي وحدت انتظار امکان ونه لري، بر عکس دوی به د بهرنيو هيوادونو (پاکستان او نورو) سره د هيواد د ورانولو له پاره د پټ او ښکاره سازشونو ځولۍ ته لويږي . والسلام
کوم وندر شه دی
doctor
24.10.2004
گرانه وروره نقاد صاحب سلامونه او شی هیلی
وړاندوینی په خپل ځای لیکن دا چی تاسی وایی چی طالبان د القاعده په وندر تړلی دی او هم د پاکستان سره تعلق لری دا خبره به هم په خپل ځای پریدو رابه شو دی خبری ته چی یو وندریز حاروی شه وی او که کوحه دب سبی چی رنگارنگ نڅاوی ورځی او په خپله نڅا خلک راټولوی او د خلکو وخت ضایع کولو څخه بل څه نه پیژنی داچی هیواد او اسلام ته څه نه کوی بلکه نور یی هم خرابوی او په له منځه وړلو پسی یی لاس بد وهلی وی او هغه ستاسی د وینا سره سم په څو وندرونو تړلی وی هیله ده چی څه ناڅه به مو مغزو ته ننوتی وی او دغه د خلکو ټولیدو ته به دیموکراسی او وحدت نه وایی بلکه دا ټولیدنه به یوازی د هیواد د نور ورانوالی ټولیدل وگڼی که داسی نه وی داراته ووایی چی که یو ډله خلک جومات ته راشی او جومات ډک هم شی خو پکی لمونځ ونکړی او بیرته لاړ شی او یا هم ډیر خلک د جومات تر څنگ اوسیژی مگر جومات ته نه راځی نو څه فکر کوی چی دغه جومات اباد ګڼل کیژی او که وران سره ددی چی د مرمرو له کاڼو څخه جوړ وی او ډیر شه مزین شوی هم وی
د هیواد دسرلوړی او ازادی او خپلواکی په هیله
نقاد
10.11.2004
محترم ډاکتر صاحب سلامونه او درناوی !
[quote:963c27d85f="doctor"]گرانه وروره نقاد صاحب سلامونه او شی هیلی
وړاندوینی په خپل ځای لیکن دا چی تاسی وایی چی طالبان د القاعده په وندر تړلی دی او هم د پاکستان سره تعلق لری دا خبره به هم په خپل ځای پریدو[/quote:963c27d85f]
که دا دواړه خبرې مو پر خپل ځاي معتبرې پرېيښودل مطلب وي، نو زه يې هم درسره منم .
[quote:963c27d85f]رابه شو دی خبری ته چی یو وندریز څاروی شه وی او که کوڅه دب سپی چی رنگارنگ نڅاوی ورځی او په خپله نڅا خلک راټولوی او د خلکو وخت ضایع کولو څخه بل څه نه پیژنی داچی هیواد او اسلام ته څه نه کوی بلکه نور یی هم خرابوی او په له منځه وړلو پسی یی لاس بد وهلی وی او هغه ستاسی د وینا سره سم په څو وندرونو تړلی وی[/quote:963c27d85f]
عزتمنه وروره ، ښاي تاسو هم دا ومنئ چې افغان اولس بايد د بد او بدتر ترمنځ انتخاب ته اړ نه ويستل شي، بلکې ددواړو د محوه کولو هڅه يې هدف اوسي څو د ښه ، ښه تر او ښه ترينو ترمنځ ښه ترين امکانات د خپل هيواد له پاره غوره کړای شي. په افغاستان کې د کل يوم بتر سره سم زورواکه ډلې بد بدتر او بدترينې يو دبل پسې قدرت ته ورسيدې ، او هرې يوې ادعا کوله چې تر مخکينۍ ښه ده، نو هيواد يې وران او ملت يې د نړيوالو په نظر کې سپک او بي حيثيته کړ. دوی ټول دبل په وندر تړلي او پخپله ه زورواکه واکمنان وو. دا ډلې کمونستان، مجغدين تنظيمونه او بيا طالبان کرام وو، چې د بد،بدتر او بدترين قدرت خط سير يې طې کړ. دوی چې دبل په وندر تړلي وو، د ګوډاګيو په څير يې حرکتونه ټول د وطن د خرڅولو او ورانولو پر هدف تر سره کيدل . د ونر موږي يې بهرني قدرتونه وو. اوس به راشو ستاسې په اند کوڅه ډبو ته. څرګنده د چې ستاسو مرام له کوڅه ډبو څخه بيا هم يوه افغاني ډله ده ، چې د پردو پر وندر تړلو پخوانو ډلو سره يې مقايسه کوئ : وروره دا قضاوت خو ملت پخپله هم کولی شي چې نوموړې ډلې ته کوڅه ډب انسانان وايي او که نه، د هيواد په ګټه يې بولي. که په تيرو ټول ټاکنو کې د رايو د ستحقينو له ٥٠٪ څخه کمو وګړو ګډون کړی وای، نو دوي به رښتيا کوڅه ډب وای، خو برعکس دوی د طالبانو داخطرون او ګواښون سره سره په ټولټاکنو کې بيدريغه ګډون وکړ،
او له طالبانو څخه يې کرکه وښوده، نو اس تاسو وواياياست چې کوڅه ډب څوک وو؟ دا سمه او برحق حقيقت دی چې ملت په هيواد کې له بهرنيو ځواکونوــ په تيره بيا د امريکايانو له شتون څخه کرکه لري او يواځې د القاعده او د القاعده د پلويانو تر ورکاوي پورې دهغوی شتون تحمل کوي، او ترهغې وروسته به د ټولو بهرنو ځواکونو د وتلو غږ پورته کوي او د ځينو ګوډاګيو عناصرو وتل به هم ورسره تړلي وي. که دا عناصر په لږکيو کې وي او که دپښتنو په ډيرکي کې، بې تفاوته ده او ويستل کيږي به ، انشأ الله تعالی. والسلام .